زمونږ قضاوت باید عادلانه اوله هرنوع تعصب ځخه پاک وې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

ممکن یو حزبی ملګري وي دپاچا ګل په نامه خوشبختانه دا ځل په ډیرو ادبی ټکواوجملو کی زما ځخه پوښتلی دی چی(( د ګوند دملی خائنینو سره څه باید وشې)) دنوموړی دپښتنی ځخه داسي معلومیږي لکه چی دی اوزه ډیرپاک اوبی ګناه یو اونور ټول دحزب غړی خدای مه کړه خائینان اوجنایت کاران وی اودی یی باید محکمه اوپه دارکړي په هرصورت ممکن دی کوم باصلاحیته شخص وی

چی دغه دخیر اوبرکت کار ته یی ملا تړلي ده ،ولی زماسره تراوسه ددغه دخیراوبرکت داقدام صلاحیت نشته په هرصورت..
دا دومره ساده اوسطحی پښتنه هم نه ده ودی پښتني ته دجواب په باب وډیر عمیق ،همه جانبه تحلیل،کافی وخت اویوه باصلاحیته ځانګړي ارګان ته  دټول هیواد په سطحه کی ضرورت شته دی،داڅکه چی دملی خائنانو اوجنایت کارانو پیژندل نه باید یوازی دیوه ګوند په سطحه وی بلکی د ګرده هیواد په سطح کی باید په دغه باب فکر او اقدامات صورت ونیسی،دملی خائنینو اوجنایت کارانو پیژندل اویا دهغوی دمحکمی غوښتنه دهر ساده اوبی مسولیت شخص او که بی ادبی ونه شی دهر فراری اودوطنه ځخه دتیښتیدلی دنده او وظیفه هم نه ده ( یو جنایت کار بل جنایت کار هیڅکله هم محکمه کولای نه شي) نوموړی ملګری په جواب کی دغه پورتنی سرلیک ما دخپلی دغی لیکنی لپاره انتخاب کړي،چی  زمونږ قضاوت باید عادلانه،مساویانه اوله هره نوع قومی،ژبنی،سمتی،ګروپی اومذهبی تعصباتو ،کرکی اونفرت ځخه لیری او پاک وي،اوهغه صلاحیت،توان،طاقت اوموقف کوم چی مونږ دافغانستان دخلق دموکراتک (وطن) ګوند غړي یی نن ورځ دافغانستان په داخل اوبهرکی لرو په نظر کی ولرو مطابق دهغو رفتار وکړو او په خپلو عملونو اوکړنو کی اضافه روی اونوروباندی تخت تاز  ونه کړو اود نورودتوهین اوتحقیر سبب ونه ګرځیږو له بیځایه اوله حقیقت ځخه لیری دیوه اوبل پرضد دلیکنو ځخه ډه ډه وکړو  په اصطلاح دخپل ګیلم سره پښی سمی وغزه وو، خپل حد اوحدود ښه درک او پیژنو،دشخصی ګټو پر څای دهیواد اوخلګو لوړي ګټی په نظر کی ونیسو،زړونه اونیتونه مو دیوه اوبل په مقابل کی باید صاف وي،درغنده پیشنهادونو اوسازنده انتقادونو روحیه اومقاومت باید په خپل ځان کی پیداکړو،دصبر اوپوره حوصلی ځخه باید کار واخلو په یوه غرض الوده اوددښمنانو په خوله ترتیب شوی لیکنی او ویدیویی کلیپ باندی باید احساساتی او ونه غولیږو دهغه عمل ځخه باید استفاده ونه کړو چی دیوی خزندی په خاطر بسته خپل پوستین اورته واچوو،زما په نظر که داپورته ځونقاط اودی ته ورته نورقوانین اومقرراتو مراعت اوپه نظر کی ونیولی شی  په هغه صورت کی  مونږ دحزب غړي په ډیره اسانی په ګډه اومشترک ډول دیوه اوبل په کمک و کولاشو چی دټول هیواد په سطحه په خاص ډول دحزب په داخل کی دخیانت اوجنایت لپاره یومشخص اومکمل تعریف پیداکړوپه دوهم قدم کی د هغه تعریف په اساس بیا محترم ملګری پاچا ګل صاحب اومونږ ټول کولای شو دموثقو دلایلو اواسنادو په وجه خائن اوجنایت کار وپیژنیو اوبا صلاحیته محکمی ته یی کش کړو ترځو دخلګو په وړاندی حساب ورسره وشی..
په دغه نژدو ځو ورځو کی دفغانستان دخ،د،ګ غړو مربوط په ځینو انترنیتی سایتونو کی دیوځو ویدیویی کلیپونو په اړه ډیردرانه اوتاوده بحثونه شروع شوي دی،څینو په دی اړه له خپل حداوحدودو ځخه هم تیری کړی دی هغه د فارسی ژبی متل دی چی  وایی:((ازکاه کوه نه سازد ))  بیخی هیر کړي دي،دومره یی ځانونه دبی ځایه احساساتو په اساس غرق کړي دی چه ته په وایی خدای مه کړه کور یی اور اخستی دي او دګل یدویی ځوک نشته او دخپلی ژبی او قلم ځخه یی داسی تیزه چاړه جوړه کړي ده او هر یو چی پرمخه ورځی ورباندی رحم نه کوی بدون دسوال اوجواب ځخه سر ورځینی غوځوي،په دی اشخاصو پوری مربوط چی هرسایت ګوري همدغه ویویویی کلیپونه یی نشرکړي دی حتی ا ځینو سایتونو دوه دری ځله دغه اقدام کړي دي دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند ټول غړي په دی ښه پوه دي چه دغه حرکت ،یوازی اي،اس،ای اویا دنوروهغوبهرنیو ملکونو استخباراتو په مستقیم هدایت اومشوري تر سره کیږی کوم چی له ډیری پخوا ځخه دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن) ګوند په باب دښمنی لري ،زه ددغو انترنیتو سایتونو دغه دقومی ،ژبنی اوسمتی داحساساتو نه ډک عمل دحزب دیووالی او دافغانستان دخلګو په ګټه نه بولم بلکی داعمل ددشمنانو په ګټه یو عمل دی چی دحزب دغړو تر مینځ دبی اتفاقی واجلاوالی لپاره ددشمنانو په دستور اومشوره تر سره کیږي،اودا یوجانبه دکرکی اوتبعیض نه ډک قضاوت بولم داڅکه چی دافغانستان دخلق د،م،ک ګوند په ۴۵کلن تاریخ کی تردی ډیری شدیدی اوناوړه توطیی اودسیسی تر سره شوي دی دهغو عاملین او اجراکونکی هم دچا ځخه پټ پاتی نه دی چی یو تعداد دحزب غړو اومشرانو په هغوکی لاس درلود او اوس هم ژوندي دي او سری سترګی ګرځی،ولی دغه انترنیتی سایتونه  دهغوی په باب پټه خوله ناست دی که دا ددوی یو جانبه قضاوت نه وی اودتبعیض اوډول ډول تعصبونو خبره اونتجه نه وی او یا هم ددښمن له طرفه دیکتی شوی عمل نه وی ولی دهغوی دجنایت اوخیانت په باب کومه لیکنه اوویدیویی کلیپ په خپلو له درغو نه ډکو سایتونوکی نه خپره وی چی یوازی داوسنیو ځوملګرو پسی یی لرګی راخستی دي او خپل کار ته نه پریږ دي او شپه اوورځ دهغوی په تخریب نه ستړی کیږي؟اوغواړي په یوه نامه اوبل نا مه یی بدنامه کړې.
له دی ځخه واضع معلومیږی چی دغه ځو نفره پاتی او ژوندی نظامی جنرالان دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند برجسته غړی او هغه شخصیتونه دی چی دافغانستان دخاوری اوهیواد دښمنانواو دهغوی د خارجی بادارانو دسترګو اغزي دې چی دخپلی نظامی پوهی او تجربی په اساس یی دخپل دوطن،خلګو اواستقلال ځخه هر وخت په هرنوع حالاتو کی دفاع کړي ده اودهیواد دښمنانو ته یی په مخامخ جګړه کی څوځله  غاښ ماتونکی جواب ور کړی دی او اوس یی بیا هم دوطن او هیواد دساتنی په خاطر په کلکه ملاوی تړلی دی ،دپاکستان داستخباراتو ( ای،اس،ای ) او دنوروخارجی ملکونو تراوسه هغه ماتی له زړه نه دی ایستلی کوم چی ۶۰ لسیزه کی دافغانستان په مختلفو ولایاتو لکه ننګرهار،کندهار،پکتیا،خوست،زابل اودهیواد په نورو سیموکی دوی دحزب دهم دغو با تجربه جنرالانو تر قومندی لاندی دهیواد دوسله وال فوځ له لوری لیدلی دی او تر پنجابه یی زغله ولی دي،دشمن ونشوای کولای چی له هغوی ځخه په بل شکل انتقام واخلی بنا غواړی دخپلو اجنتانو په وسله دوی ته دحزب په داخل کی دسیسی اوتوطیی دتیرو کلونو په شانی جوړی کړي او ددی هدف پخاطر یی ننی دحقیقته لیری ډرامی اوکلیپونه په کار اچولی دي ،دا کلیپونه دنن خبره نه ده داتقریبا د۲۰ کالو مخکی خبره ده ،دادومره وخت داکلیپونه چیری او دچاسره غلی پراته ؤ،ایا مونږ دحزب غړی دا درک نه لرو نن چی دیوه واحد حزب دجوړیدو خبره ده او ورسره سم دښمنانو دغه پرونی زوړ او پیزندل شوی تبلغاتی میتود اوطلسم بیا را ژوندی کیږي دادځه په خاطر دي؟،مګرم خوشبختانه دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند غړی اوس ددشمنانو په دغه نیرنګ اومکر باندی نسبت پخوا ته ښه پوهیږی که دښمنان هر څومره دخپلو اجنتانو په واسطه تلاش وکړی بیاهم هغوی افشا او مخ تورن کیږي او دحزب غړی په خپل یووالی ،اتحاد ته اعتبار ورکوي اوپه خپلو ملګرو باندی باور پیدا کوي. اومخ په وړاندی به انشالله دافغانستان دعام ولس سره وږه په وږه په هیواد کی دسولی اوامنیت په خاطر قدمونه ږدي..
زما په عقیده ه دحزب ګرده غړی ددی طرفدار دي چی جنایت کاران او ملی خائنین باید دخپلو اعمالو جزا ووینی او دخلګو په وړاندی باید حساب ور کړی داپه دی شرط امکان لری چه زمونږ قضاوت اوطرز دید دټولو په شان مساویانه اوبرابر وی، په دی باب باید دهیځ نوع قومی تعصباتو اونژادی توپیرونو ځخه باید استفاده ونه شی،دهیچا لحاظ اومراعت باید ونه شی، دحزب دتهداب دورځی ځخه تر نن پوری چی هرچا توطیی اودسیسو ته زمینی مساعده کړی وی دافغانستان دخلګو په سرنوشت اودحزب دغړو په سرنوشت باندی یی دځان اوخپلی ډلی په نفعه غلطه استفاده کړي وي زمونږ قضاوت دهغوی دعاملینوپه باب باید یو شان وی ،دلته غواړم په مختصره تو ګه په حزب کی ډیرو مهمو دسیسو او پيښو ته اشاره وکړم چی لا تر اوسه  په دی باب هیچا هیځ هم نه دی ویلی اویا هم نه غواړی چی ځه ووایی ..
په ۱۳۵۷ کال کی د ثور دمیاشتی په ځلورمه نيټه دهغه وخت دحزب درهبری شوراه غړی میر عالی اکبر خیبر شهید شو دنوموړی دشهادت په وړاندی چا ځه وکړل؟ ایا  دغه اوسنی ډنډوره چیان دهغه دترور دعاملینو په باب معلومات نه لری اویا هغه نه پیژنی؟ ولی دهغه وخته ځخه تر نن ورځی پوري ټول چپه خوله پاتی دی او هیځ نه لیکلی شی اونه یی ویلی شی؟ او که هغه توطیه او دسیه نه ؤ؟
دوهم-- د نورمحمد تره کی او دحافیظ اله امین په وخت کی دبالا حصار حادثه دځینو ښاغلو دیاده وتلی ده چی دهغی حادثی په نتجه کی دحزب دڅه دپاسه ۳۰۰۰ غړی بدون دکوم جرم او ګناه ځخه اعدام شول هغه شهیدان ولی هیر شول که مو هغه رښتیا هیرکړی وي کوم وخت چی دتفریح اوچکر لپاره له اروپا اوامریکا ځخه وکابل ته ولاړی دهغوی کونډی او یتمان وګوری که ستاسی په زړونو کی یوه قطره درحم او انسانیت وینه په حرکت کی وی هغه به حتمی در پیادشی،ولی دبالاحصار دپیښی په باب پټّ خوله ناست دي؟ ولی په خپلو دمستیو اوددرواغو نه ډک سایتونوکی دهغه وخت یوه لیکنه نه خپروی،دچا انتظار کوی؟ دچا ودستور ته سترګی په لار یاست؟
دریم -- دافغانستان دخلق دموکراتیک کوند عمومی منشی اورهبر شهید نورمحمد تره کی په سپینه ورځ په ارګ کی خپه شو او تر نن ورځی پوری یی دبدن دهډوکو پته هم دچا سره نشته،خدای خبر چی دارګ په کومه کنده کی دهغه هډوکی  پراته وی دهغه دمرګ توطیه کوم ښاغلی وځیړله ؟ ایا هغه خپله شخص امین مړ کړی اویا دامین په دستور دهغه ډلی دا جنا یت تر سره کړي؟ که دتعصف اوتبعیض خبره نه وی کوم ښاغلی دنورمحمد تره کی دشهادت په باب یوه ورځ په خپل سایت کی ځه ولیکل؟ که ده تعصب ،توپیر اویا د خلقی اوپرچیمی هغه زړی بابولالی اوسندری نه وي ولی دهغه قاتلین چی همدا اوس په جرمنی ،دنمارک او امریکا کی سری سترګی ناست دی او په مستیو کی ډوب دی یوه ورځ چا دهغوی دمحکمی غوښتنه ونه کړه،مهمه خبره داده چی دحزب اکثریت قاطع غړی دهغه میکروب اوویروس دناروغی ځخه جوړ راووتل چی دخلقی او پرچمی  اونورو نومونو یی په خپل مینځ کی یوځل په تیر وخت کی سره ووهل او نتجه یی هم ولیدله،نور نه باید ځان په هغه پخوانی مرض باندی اخته کړی چی داڅل به یی دجوړیدو امکان نه وی او ټول په یو ځای نابود کیږو،هغه لاره باید تعقیب نه کړو چی یو ځل موشکست خوړلی دي.
ځلورم -- که دتعصب خبره نه وی حافیظ اله امین څرنګه مړ شو ایا په هغه شپه یوازی امین مړ شو اوکه ور سره دحزب د۵۰۰ شاوخواکی غړی او دهغه دامنیتی ګارد ټول منسوبین  په ناحقه شهیدان شول ایا لازمه نه ده چه دهغی شپی په باب دی څوک ځه ووایی؟ ایا هغه افغانان اوحزبیان نه ؤ؟ دهغوی قاتلین څوک نه پیژنی؟ ایا اوس هغه ژوندی نه دی، داسداله سروری په باب ولی تاسی ښاغلی پټه خوله ناست یاستی ایا دزندان خلاص شی اوکه اعدام شی؟که دتعصبونو خبری نه وي دهغی حادثی څیړنه هم باید وشی.
پنڅم ـــ په سپینه رڼا ورځ پر حزب باندی دحزبی غړو دکودتاه په با ب یوه ورځ هم ما ددغو ښاغلو په سایتونو کی چی دانن ډیر وارخطادی اوتر پښو لاندی یی سور اور بل شويدی کوم مطلب اولیکنه ونه لیدله چی حدی اقل دحزب غړو ته ځرګنده شی چی ملامت ځوک ؤاو سلامت ځوک ؤ؟ کودتا چا وکړه او دفاع چا وکړه په دغه باب یوازی یو سایت دی چی همیشه دشهید نجیب اله دخبرو اومصاحبو دویدیویی کلیپونو ځخه تکرار در تکرار استفاده کوی او دزیارت دخوردو په شکل استفاده ورځینی کوی ولی په خپله نور تر دی یوه زره هم مخ ته تګ نه شی کولای اونه ځه ویلی شي ،دلته غواړم واضع کړم چی زه وشید داکتر نجیب اله ته دزړه له کومی په احترام قايل یم ولی دهغو مخالف یم چی دده دنامه ځخه غلطه استفاده دځان په ګټه کوی که داسی له تعصبه اوژوری کینی نه ډک وضعیت کی هغوی قرار ولری لکه دا اوس چی دی هیڅ وخت به یی موقت تشکیلات په اصلی تشکیلاتو باندی تبدیل نه شی ، زه چی ددی موقت تشکیلاتو درهبری دځوغړو دتعصب اوکرکی سره چی دنورو په باب یی لری اشنایی لرم په دوی کی داتوان نه ګورم چی دوی دی دشهید داکتر نجیب اله وارمان ته کار وکړی فقط هغه متل دی چی وایی پهلوان زنده خوش است،اودشهید داکتر صاحب نجیب اله دکلیپونو په ښودلو دخپل ځان په باب د اینده ټول مسولیتونه رفع بولی اولاس تر زنی په مستیو کی دنورو په انتظار کی دي.
شپږم--- دشهید داکتر نجیب اله دشهادت په باب چا ځه وکړل،دهغه دمرګ عاملین چا په ګوته کړل،اوس چی ددغو ښاغلو ځخه پوښتنه وکړم چی داوس یی ددی ډاره اور اخستی دی او روغ لیونی دی او هری خواته خولی اچوی او ددی مانع ګرځی چی دحزب غړی باید سره یو ځای نه شی او هره لیکنه کی وایی چی دوی خو په داکتر نجیب اله باندی کودتا وکړه اوځینی نورو دی ته ورته داسی بی مسولیته  خبری توطییو اودسیسیو ته دحزب غړو ترمینځ لمن وهی ،ښه فرض کړو ستاسی دخوشحالی په خاطر  دا تائد کړو چه دوی کودتا وکړه،ولی  تاسی یو کوچنی مثال ورکولای شی چه دثور داوومی ۱۳۷۱ کال کی دحزب غړی اویا عام خلګ تلف شوی وی معلومه ده چی هیځ نه شی ویلای دوی خو داکتر نجیب اله شهید نه کړی بلکی برعکس ځوکاله یی جوړ اوسلامت وساتی،تاسی څه فکر کوی چه شهید داکتر صاحب شورای نظار ساتلی ؤ اوکه دغه یو ځودحزب ملګرو چی تر اخیره هم هلته په کابل کی پاته ول  او دده په شاوخوا کی یی امنیتی دندې در لودي؟ دهغو په باب چی داکترصاحب نجیب اله یی په شکاره ډول شهید کړی تا سی ځه وکړل،دهغه نژدی ملګری چی ددی رازه ځخه ښه خبر دي ولی دجرایت نه لری چه حقیقت برملا کړی،بیاهم درزاق مامون یی کور ودان چی یو غیری حزبی شخص دی دداکترصاحب نجیب اله په باب یوځه مطالب راټول اودخلګو په اختیار کی  یی ور کړل او  دډاکتر صاحب نزدی دوستانو دهغو په باب کوم مثبت اویا منفی نظر دکودتا چيانو دډاره ورنه کړی ،ایا دا دژبنی،سمتی،قومی اود نژادی تبعیض خبره نه ده چی دشهید داکتر نجیب اله دشهادت د قاتلینو په باب پته خوله ناست یاستی ولی دیوځو با تجربه سیاسی اونظامی جنرالانو په باب دهری ممکنی لاری ځخه دتوطیو اودسیسو ځخه استفاده کوی، چی هغوی دا اوس هم دافغانستان په داخل کی دخپلو خلکو اوهیوادوالو په بغل کی په ډیرو نا امنه شریطو کی دافراطی ګروپونو تر ظالمانه سیوری لاندی دافغانستان دخلق دموکراتیک ( وطن ) ګوند داهدافو ځخه په کلکه دفاع کوی او دافرطی ډلو په مقابل کی یی دعادلانه مبارزی سنګر دپخوا په شان ګرم ساتلی دی وګوری دافغانستان ځخه تلویزیونی خپرونی اودخپلو زړونو ځخه تیری بی ځایه کینی اوګیلی وباسی واوری چی هغو روزمره ځه وایی اوتاسی ښاغلی په اروپا او امریکا کی هم دحقیقت ویلو اولیکینو جرایت نه لری اوخپل شیطانی انترنیتی سایتونه مویوازی ددی ملګری اوهغه ملګری په ضد له چټیاتو ځخه ډک کړي دي په خدای قسم چی زه بعضی وخت ستاسی په چټیات لوستلو له ځانه شرمیږم اوله خپله ځانه سره په ژړا کیږم او په دی می افسوس راځی جی زمونږ ملګری ولی شرایط نه شی در کولای او ځه وخت به دوی خدای پاک پوه کړي زه دا دهغوی لپاره ډیرشرم بولم چی دهیواد دروزمره پیښو ته یی شاه کړی ده اوله هرځه نا خبره دي یوازی په دی باندی یی اکتفا کړي ده چی ځرنګه وکولای شی دپردیو استخباراتی سازمانونو په خوله دحزب ملګری په خپل مینځ کی دیو اوبل پرضد تحرک کړي  او ډیر شرم ګڼم چی دخپلو ملګرو ومرګ ته په ارو پا او امریکا کی په سنګر کی ناست یاستی، ولی برعکس دافغنستان په داخل کی هغوی ته خلګ دخدمت په برخه کی سترکی په لاره دی اوهغوی ته په پارلمانی اتخاباتو کی نسبت ترټولو نورو کاندیدانو  په قندهار،روزګان،خوست ،پکتیا،فراه ،هلمند ،شبرغان،بلخ، جلال باد،زابل،اودیکنډی کی داعتماد ډیری رایی ور کوی،باید پرهغوی باندی مونږ افتخار وکړو .پاي رحمت اله روان