لنډه پیژاندنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
خوشحال خان دشهباز خان زوی ديحيی خان لمسی، د ملک اکوړې کړوسی د جينجوخان کودی، دتوري او قلم د ميدان اتل، دپښتوژبې غښتلی شاعر، سترليکوال، پيژندل
شوي ملي مبارز دخټکودپښتنی کورنۍ د پښتو دادبي مکتب بنسټ ايښودونکی دملي غورځنګ لارښوونکی په (١٠٢٢) هجری قمری کال کې د دوه يمي خور په اتلسمه نيټه د خټکوداکوړۍ د سيمې د لنډي سيند په ښۍ خوادلرې پښتونخوادپيښور ختيځي خواته دښارڅخه پنځه ديرش ميله لرې په سرای نوم ځاي کې زيږيدلی په (١١٠٠) هجری قمری کال کې مړ اوخاوروته سپارل شوی دی.

خوشحال خان ديوولسمی پيړۍ ستر شاعروچې ترننه پوری يې د ياد ګيرنې په درنښت پرتمين تلين نيول کيږي.

خوشحال خان د هلک توب په دوره کې ډير ځيرک پوه زړور، قوتمن پلټونکی، دمشرانو منونکی او په کشرانو مهربان، دهمځولوکلک ملګری و، هميشه به يې خپل ژوند په خوشحالی تيراو.

خوشحال دځوانۍ په دوره کې : ډيرغښتلی، هيوادپال ځلمی و خوشحال خان خټک په اتلس کلنۍ کې واده وکړ. څرنکه چې ده د پښتو ژبې له شعرويلوسره ډيره مينه درلودله نوهمداسبب و چې په شل کلنۍ کې يې په (١٠٤٢) هجری قمری کال د شعرپه ويلواو ليکلوپيل و