دشیطان ورم

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیز پرهیز
هغه له مودوڅخه دانسان سره نږدې پاتې شویدی اوخپله د انسان په وینا تل لکه دسیوري له ده نه وړاندې یا وروسته روان وي

او په کړو وړو کې يې لاس وهنه کوي
ښه به ورته بد او بد به ورته ښه برېښوي
انسان دی نه شي ليدلی خو هغه يې ګوري
سره له دې چې له وګړو ځنې زیاتې ستغې سپورې آوري
خو هيڅ په مخ نه راوړي
او له انسان سره خپله ملګرتیا نه پریږدي
له مودو راهیسې د وګړو رټلو ویناګانو دده خوا خورا تنګه کړې وه
غوښتل يې یوه ورځ خپله دغه چوپتیا ماته کړي او د زړه بړاس وباسي!
بالاخره دادی نن يې خپله ګنډلې خوله پرانيستله
او انسان ته يې وویل :
ای د خدای ددې ارت جهان ترټولو لالهاند او لغړن مخلوقه!
ستا وجود رښتیا هم د ډیرومتضادو خویونو او خصلتونو پېچلې ګنډه ده
که له یوې خوا د عقل او وینا تر ټولو غوره او ناویاته شتنمني ستا په خټو کې نغښتې ده.
له بلې خوا د کرکې ، رخې اولويې د ناوړه ناروغیو ځا له هم ستا په تن کې ايښودل شوې ده،
کله ستا کاته او سوچ دومره حساس او ژور شي چې د ځمکې د اوسیندونو په تل کې واړه بڅري او ذرات دې له سترګوپټ نه پاتې کېږي.
کله هم دومره لنډ پاری او تنګ سترګی شې چې د خپلو پښو لاندې ځمکه نه وينې
او د خپلو ګټو په وړاندې خپل او پردی نه پېژنې
ستا زړه او ماغزه هیښونکی رغښت لري.
دهغې پېچلتیا او ژورو ته زما زيرک فکر عاجز دی
ته خپلې چارې تل د نورو له لاس وهنو پرته مخته وړې
د ښو او جوړونکو چارو ویاړ تل د ځان بولې،
مګر د خپلو ناوړه او غلطو کارونو پړه په ما اچوې،
په دې توګه غواړې خپل ناولی لاس زما پر لمن پاک کړې
خو خدایشته چې اوس زه بیوزلی ستا د یوې ویجاړۍ له ځوابه نه یم،
او نه ستا په ښو بدو کې لاس وهلی شم،
اما کله چې ته ما په خپلو نادودو پړ وګڼې سر را باندې وچورلي
له ځانه سره وخاندم،
ووایم: ددروغجن دې مخ تور شي!
څنګه چې ته پر ما لعنت وايې ، داسې یو غوړ لعنت در باندې حواله کړم،
ځکه تا اوس په پوهه ، زیرکۍاو چالاکۍ کې زما لاسونه تر شا تړلي دي
زه ګورم او شاهد یم !
چې ته دا مهال داسې چاروته لاس اچوې ،
ما خو څه کوې : حتی زما د پلار اونيکه عقل ورته نه رسېږي،
تا د ځمکې په مخلوقاتوسرګرځولی،
اوس دی د هسکونو پسې پښې لوڅې کړي دي،
یعنې دغه وسایل او افزارچې تا جوړ کړي او ستا په واک کې دي
مخکې يې چا هډو خوب نه شو ليدلی،
زه او زما غوندې نور بره اوسیدونکي
ستا له اوسپنیزو او اوږدو لاسونو څخه خورا ډاریږو.
او ستا دغه ځواک ته ګوته په غاښ یو او دوه لاسي سلام درته کوو،
ما د دوزخ او جنت یوازې نوم آوريدلی وه!
دادی ته اخته يې دواړه جوړوې،
جنت دې د ښه او دښېګڼې کار دی.
کېدی شي تاسې ، موږ اونورو لپاره د هوسا او دمې ځای وي.
اما ستا له اورونو او دوزخونو نه توبه!
چې په یوه وړه غونډسکه کې دی ایسار کړیدی
خدای مه کړه که ستا د زیاتي غوښتنې او لويۍ شرمښان سرواخلي.
اوناببره دی ګوته د غونډسکې په ماشې ونښلي
نو بیا ننداره کوه!
دداسې دوزخونو خوله به بیرته شي چې لمبې به يې هر څه لولپه کړي،
نه به بیا ته يې او نه به زه اونه به بل!
دغه ښکلی او سمسوره ځمکه چې هره ورځ ستا په سحرګرو مټو سینګاریږي
د خپلو ټولو ښایستونو سره د غونډسکو په اورونو کې ایرې شې
کله ناکله زړه راته وايې چې د شيطان ددغې لقب په پام کې نیولو سره
چې په ناحقه تا ماته راکړی،
تا تیر باسم او دغه غونډسکه ستا په خپل لاسونو په تا وچوم،
خو بیا پښیمانه شم،
ددې وجه داده:
چې زه پخپله هم له دغو اورونو او دوزخونو څخه ویریږم
هسې نه چې زه هم پکې سوکړۍشم.
نو راشه د څښتن ومنه!!
له دغې اور لوبې څخه لاس واخله!
ستا په اند سره له دې چې زه شیطان (چوغلګر) یم
خو داسې لوی او نا پایه ناورین مې پر دې ځمکه او د هغې په استوګنو
نه لوریږي
که ما کله تاته کوم لمسون کړی وي!
هغه به خامخا ډیرو وړو ذاتي چارو کې وه،
خو له بده مرغه کوم څه ته چې تا بډې وهلي دي،
دا بې چمه خطرناکه او زړه بوږنونکی ناورین دی
راشه!
د ځان او جهان د ښېګڼې لپاره د خپل چوغلګر (شیطان) خواخوږې
خبره ومنه!
دا غونډسکي منډسکي چې ته ورته (اتوم) وايې!
ښه په دمه او ډاډه زړه بې ضرره کړه!
یا چورلټ يې له منځه یوسه!
په دې ډول ځان او نړۍ له دغه ستر شر څخه وژغوره!
که څه هم ستا په اند شر زما کار دی،
مګر زه چې اوس ستا دغه ستراو عظیم شر ګورم او د هغې طاقت ته
سوچ کوم له نوم شر څخه مې زړه تور دی
که ته زما دغه بلنه و منې ، او ددغه ویجاړونکي شرلمنه ټوله کړې
زه چمتو یم چې تاته ستا دوه ډیر ویجاړونکي او ورانکاري دښمنان در وپېژنم
دوی ستا په تن کې ځاله کړې او ته یې هیڅکله نه شې لیدلی او
نه پوهېږې دوی څوک دي؟
دا دواړه ستا خپل ککړ خصلتونه یعنې زیاتي غوښتنه او لويې دي!
پخوا یا اوس چې کومو بدو او ناوړه چارو لتا سر وهلی:
دا زما له اړخه نه، بلکې ددغو کرغړنو لمسون دی!
دغو ناولو چې ستا په تن کې ځای نیولی، پټ په پټه ستا زړه او ماغزوته
ننوځي او په تا اغیز پرې باسي.
تا هڅوي او وايې:
پاڅه ! څله ، په دې لږو شتو او بډاينه بسیاینه کوې،
شابسې هر څه ژر ځان غښتلی او ځواکمن کړه!
د نړۍ په شتو خېټه واچوه نور اونور .... را غونډ کړه!
که څوک ستا ددې هڅوتر وړاندې خنډ شي،
له منځه يې یوسه، ووژنه، وسیزه اونشت يې کړه!
دوی دي چې تا دغو غونډسکو او د ډله یزې وژنې نورو
وسلو جوړولو ته هڅوي!
هوښیار اوسه!
د خپل تن دغه پټ میرڅمنان له ځانه لیرې وشړه!
که ستا نه مړیدونکې خېټه ځان له دې حریصو شرمخانو نه شي ساتلی!
او د خپلو هوسونو د ژورو کندو د ډکولو په خاطر تاته وسوسې در اچوي
او تا د منځ تشو او پوچو غوښتنو اوچتو څوکو ته خېژوي!
او غواړي چې یوازې ستا غېږه دې د نړۍ له شتو چاپیره وي اونوردې هيڅ وي،
ومنه: دا شونې نه ده چې ته دې له دې لارې خپلو هوسونو او ارمانونو ته ورسېږې:
ځکه ته له نورو پرته په یوازیتوب او ځانګړتیا کې هيڅ نه يې!
ستا ځواکمني په ټولنه کې نورو تر څنګ ده:
ته اوس هغه څوک نه يې چې پخوا وې!
ستا عقل او پوهه بلوغ ته رسېدلي دي او د ځوانۍ پړاونه وهي!
خپل مټ مه ماتوه!
سترګې بره ونیسه او پورته هسکونو ته پام واړوه!
هلته ددغو ګڼو ستورو او هسک لارو تر منځ!
په سلګونو او زرګونو داسې ستوري موندلی شې چې د ځمکې غوندې
خاوره، اوبه او هوا ولري!
ته اوس ددغه کار لپاره لازمه پوهه او وسایل په واک کې لرې،
او یو بل ته په نژدې کيدو او پوهاوي کې يې لا پراخولی شې!
نوره زیاتي ددغو خطرناکو غونډسکواور لوبه پريږده!
او د ځمکې د ویش ورانونکې شخړې ته د پای ټکی کېده!
ځمکه یوازې د ځان لپاره نه !
بلکې دټولو دپاره ومنه! داکار به په هسکونو کې نويو ځمکو ته د رسېدلو ستا هاند او زیار لا ګړندی کړي!
په دې توګه ودې شي: چې ستا د لالهانده منډو ترړلو موخه ترلاسه شي!
او د خپلو سرسامه او لېونیو هوسونواو خوبونو تعبیر بيامومې،
او زه بېوزلی دې له خولې پريوځم.