شين خالۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شين خالۍته دشنو نوم په اوله کې دومره په زړه پورې نه ؤ ،خوهغه پدې پوهيده چې کليوال هغه د نازه پدې نوم يادوي نو چې کله کله به زيړګـل ورته دشنوخطاب کاوه هغـــې به د زيړګل په اوازکې د مينې او مـــحبت احساس کاوه ٠شين خـــالۍ دموراوپـــــلاريواځيـــنۍ لـــــور وه چـې هــغه يې ډيره نازوله اوطبعې پسې به یې ګرزيدل ٠هغې دکليوالي سينګارسره خاصه علاقه وه همداچې بنجاره به دکلي په کوڅوکې په ناروسرشونو مور ته به یې په خواږه اواز کې ويل٠
مورې بنجاري ماما راغلی دی او د مورڅخه به ېې دبنجاره نه د اخیستلو پيسی تر لاسه او دکلي د نورو همزولو سره یوځای د بنجاري مـــــامـــــا نه دسينګار شيان رانيول ٠
شين خالۍ د بنجاري مـــــامـــــا نه چارګل ، پازيب ، سیـــــخکونه، دنداسه، عطرونه او د کليوالي هرډول دسينګار شيان خوښول او مورته به یې داسې زمزمه کوله٠

مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

په رښتيا هم چې کله به شين خالۍ پـه کلي کــې تېـــريده نوخوشبويي به د کلي په کوڅو کې ترې په ګډاو ه ، رنګ رنګ سيخکونه يې په اوربل قطار،سترګې په کجلو تورې او د پايزېبو شرنګهار يې د لرې اوريدل کيده ٠ چې هغې به د بنجاري په راتــــګ دمور نه د پيـــسودترلاسه کولو لپاره داسې بهانې کولې٠

مورې پیسې راکه چې پایزیب مې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیـــــخکونه په اوربـــل مې هوسیږي
عطر شام پاریـــــس مې په دمـــــاغ ډیر ښه لګیږي
نقدی پیسې نـه وی ماما پور پـــــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

شين خالۍ په کليوالي سينګارکې د کــــلي د نــورو خــــورلنـــډو څخه مخکې وه ، د هغې به هميش لاسونه په نګريزوسره وه،ښکلې نتکۍ به يې په سپينه ټــــنده بــليده او د سرو زرو چارګل به يې په پوزې ګرزاوه،د هغې به هميشه په دنداسې شونډې سرې او غاښونه سپين وه اوله ډير ذوقه مورته داسې ويل ٠

اخـــــلم دنداسه چـــــې دنداسه مې ډیر خوښیږي
سری شونډی چې ګرځم نو اشنامې خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږی
سرو زروچـــارګل ماما پـه برجب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

شين خـــالۍبه دمـــور او هـــــمزولـــــو سره د زړه راز او هيلې داسې شریکولې ٠

ځان چې مې سینګارکړه بیانوځـمه دګدر په لور
مورې دهـــــمزولـــــوسره نـــن دمـــــازدیګرپه لور
ډیربـــــه شم خوشحاله چــې دیارشم دنظر په لور
اچوم ټکریــــی چې افغاني کلتورمو ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلي دی

ما هم د شين خالۍ د زړه خبری را ټولې او د شعر پـــه بڼه جوړ او دوطن خوږ ژبي سندر غاړي طــــاهر شباب ته د کمپوز لپاره ورکـــړ چې ښاغلی شباب بيا د هغې د زړه خبرې په ښکلي کمپوز کې داسې ښکلی سندره ترې جوړه کړه چې زموږ د هيواد والو دتوجو وړ وګرزيده چې دهغه شعرمتن په لاندې ډول تاسو درنو لوستونکو ته ډالۍ کوم ٠

بنجاره ماما
نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

مورنه پیسې غواړي چې پایزیب یې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیـــــخکونه پــــه اوربـــل یې هوسیږي
عطرشام پاریـــــس یې په دمـــــاغ ډیــر ښه لګیږي
نقدی پیسې نه وی ماما پــــور پـــــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

اخـــــلي دنداسه چـــــې دنداسه یې ډیر خوښیږي
سری شونډی چې ګرځي نو اشنا یی خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږي
سرو زروچــــارګل ماماپـه برجیب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی


ځان چې یې سینګارکړه بیانوځي نوردګدرپه لور
مورې د هـــــمزولـــــو سره نـــن دمـــــازدیګر په لور
ډیربه شي خـــــوشحاله چــې دیــارشي دنظر په لور
اچوی ټکریې چــــې افغاني کلتور یـې ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
*** ****** ***
سميع الدين افغاني
١٦ - ١٢ - ٢٠٠

دریمه برخه دلته ولولۍ

لومړۍ برخه