ښځینه پروجسترون هورمون ممکن دی،چی ددماغی را پیدا شوی آفاتو او ټپونو څخه داخته شخص ژوند له خطرڅخه وژغوری

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

         هغه کسان  کوم  چی په  یو او یا بل  رنګ د ماغزه په آفتونو اویا زخمونو باندی اخته کیږی اویااخته شوی وی اودسړی ژوند له خطر سره مخامخ کړی لکه چی مخکی مخامخ هم کیدله  په دی لنډو ورځو مخکی، د هغه  تحقیقاتو او څیړونو څخه کوم چی په  متحده  ایالاتو  کی ډاکتران په امتحانی ډول سره د ماغزه  په افت سره ککړ  ناروغانو ته  ښځنی  پروجسترون هورمون د پرفیسون په شکل پیچکاری  کړی دی ګټوری لاسته راوړنی ور په برخه شوی دی ،

اود نوموړی ناروغانو روغتیایی حالت یوڅه  بهبودی  تر لاسه   کړی  او یا دا چی دناروغی د شد ت په سیر کی یو څه کموالی را مینځ ته شوی دی .  نو په همدی بنیاد سره په راتلونکی میاشت کی به په نوموړی افت باندی اخته (۱۰۰) ناروغان په امتحانی ډول سره وروسته د نوموړی هورمون  دترزیق څخه تر پام لاندی ونیول شی اودهغه  څخه لاس ته راغلی نتایج وڅیړل شی ، که چیری  لاس ته راغلی پایلی مثبت وی  نو  په  هغه صورت کی به نوموړی تحقیقات  پر (۱۷) ناروغانوباندی دهغه هیوادپه (۱۵) روغتونونو کی تر سره شی  اوهم به  د متحده ایالاتونو په  روغتونوکی درندم(Radom)  سمپل په شکل  پر( ۱۱۴۰)  هغه ناروغانوکوم چی د سر په ترضیض اویا افتونو  باندی  ککړ  او  (۱۱) ساعته وروسته دروغتنونو عاجلو څانګو  ته مراجعه  وکړی ،سمدلاسه به تر مراقبت لاندی به نیول کیږی او ددری ورځو دپاره هغوی ته نوموړی هورمون ( progestron) پیچکاری کیږی او بیا به دهغه پایلی کتل  کیږی ،  که چیری ددی تحقیقاتو نتایج په زړه پوری وی نو په هغه صورت کی به  مو په   نوموړی  افت سره اخته اویا کوم چی سړی پری اخته  کیږی وژغورل شی اوله دی ناروغی څخه  د مړنی ګراف  نزولی  سیر  وکړی  اودا  ځکه  چی نوموړی  دوا له یو  پلوه  ارزان اوله  پله  پلوه ډیر اسان میتود اودرملنه دی .                    David Wright داتلانتا د طب پوهنځی  د ایموری په پوهنتون کی  مسول  پروفیسور داسی وویل : دا به مونږ ته لاره  اواره کړی چی په د ماغی  آفتونو  سره  اخته  ناروغانو درملنه وکړو اوهغه به ډیر درامتیک بهبودی او دناروغ شفا وی [ هیله  لرو  چی  همداسی وشی] کوم چی په دی دیرش کلنو کی مونږ د دی ډول ناروغان په درملنه کی دیولړ ستونزو سره مخامخ یاستو . لکه چی  ټولو ته  څرګند دی پروجسترون دښځی په  عقامت   کی ستر رول لری اوهمدارنګه دنوموړی هورمون یو څه لږ مقدار ډ نارینه اود ښخينه په د ماغ  یا دماغی نسج کی په طبعی  ډول  سره  موجود وی اود هغه  دنده  دادی  چی د عصبی الیاف اودنسج په ترمیم اورغیدنه کی کوم چی په افت ککړ شی ونډه  اخلی  او نسج  یا عضبی  لیف بیرته ترمیموی .داکترانو داسی لاسته راوړنی تر لاسه کړی دی چی ښځه نظر نارینه ته کوم چی په دماغی آفاتو ککړ شی نظر دی ته چی ښځه نوموړی هورمون دنارینه په پرتله زیا ت لری نو په همدی وجهه زر روغیږی یا زر شفا مومی . Doland stein دهمدی تحقیقاتی ټیم اود عاجلو واقعاتو مسول پروفیسورداسی څرګندونه وکړ : تحقیقات داسی ښودل دی چی دپروجسترون هورمون دښځی هر ډول دماغی آفات دحمل په لومړی دری میاشتو کی بیرته ترمیموی اودماغی نسج بهبودی ترلاسه کوی . د انګلستان  د  قحفی  او دماغی   ترضیضاتو ددیپارتمنټ مسول په قول ، هر کال  یومیلون انسان په قحفی  ترضیضاتو  باندی  اخته   او (۱۳۵۰۰۰) تنه ناروغان په روغتون کی بستر اودهغه واقعاتو تقریباُ نیمای  برخه  وروسته د روغیدو څخه  بیا هم  ځنی مغزی ناتوانی لری چی دهغوی عمراکثراُ له (۴۰) کالوڅخه ښکته وی . په هرصورت دغه تحقیقات به ممکن له ډری  نه تر شپږ کال موده په بر کی ونیسی ، اوهیله مند یو چی دنوموړی تحقیقاتو څخه ګټور ننایج تر لاسه شی  .    پای

دمقالی لیکونکی :Jan sample san diego    

         سرچینه : ګاردین دفبروری دمیاشتی نولسمه      

         ژباړه او لنډیزونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)