دملنګ جان ژوند ليک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
په (۱۲۹۳ه) کال کې د ننګر هار د بهسودو په چميار کلي کې يو داسي روښانه ستوري دنيا ته راغي چي په راتګ سره د چميار کلي ته حو شخالي او په حقيقت کې يې ټول ننګر هار ته روښنايې ورکړه
دغه پر ثمره ونې دتل لپاره دڅپلو هيواد والو لپاره ميوه توليده ،او دخپلي ميوي په واسطه يې خلک او خپل هيوادوالو خو شحاله سا تل او هميش لپاره يې يو غږ په خوله باندې جاريو چې هغه ازاديوه .

دغه روښانه شخصيت ښا غلي محمد امين (ملنګ جان) دعبدالشکور زوي دي ، نو موړي په دري کلنۍ دخپل پلار څخه يتم پاتې شوي او پوله پټي يې دتر بګنيو له لاسه ورته باتې نشو اوپه (۵) کلنۍ کې بلارنۍ ټاټو بي څخه دمسافرۍ غيږي ته لويدلي او دکامې ړلسوالۍ په مزدوري بوخت شوي دي . نو موړۍ دمسافرۍ په وخت کې .و دشعر

ژبه يې روانه شوه شپږ مياشتي وروسته له کامي څخه بيرته خپل اصلي ټا ټوبې ته راستون شو او وروسته له دي څخه دجلال آباد په امنيه قو مندانۍ کې او دکونړ په لويه ولسوالي خپله دعسکري دوره تيره کړه . دنوموړۍ ترانه داتحاد مشرقي په اخبارکې خپره شوه ، دا هغه وخت و چې دده سندري دسين غاړو ته رسيدلي وز او دپوره نوم څښتن شوي و .
په کال ( ۱۳۳۲ه) کې دکابل راديو ديشتو مو سيقۍ منتظم ړټاکل شږ ، خو ددغې دندۍ څخه بيرته ( ۱۳۳۳ ) کې ګو ښه کړي شو او بيا بير ته (۱۳۳۵ه)کال همدغي دندۍ ته را وبلل شو او تر ژوند تر پايه پورې پدغه بر خه کې دنده اجرا کوله . په اول کې دي يو نا لو ستي شا عر و حتي خپل شعر يې هم نشواي ليکلاي ،خو په کال (۱۳۲۸ه)کې دسردار محمد داود لخوا ورته يو دليک لوست ښوونکي وټاکل شو او په شپږو ميا شتو کې دومره څه زده کړه چې پس له هغه نه يې شعرونه پخپله ليکلاي او لو ستلاي شول .
په (۱۳۳۶ه)کال هغه و چې ملنګ جان دخپلي کډې سره او دري نيم کلن ما شوم دوا جان يې هم په غيږه کې و ،خو کله چې دبند په کږ ليچونوکې بري ګاډي واوښت چې لو مړۍ يو بل سړي او ورپسي ملنک جان او دوا جان ورولويدل هغه بل سړي بچ او ملنک جان سره دخپل واړه ماشوم ځانو نه دادي ژوند غيږي ته وسپارل او له پا نې دنيا نه يې تل ستر ګې پټي کړي .ښايې چې دا به دتقدير کر ښه وې او دملنک جان په هغې دعا به ملا يکو آمين کړي وې لکه چې وايې :
ستا سو ځانو نو ځنې ځان مې ځار شه ستا سو بچو نه دوا جان مې ځار شه
واورﺉ له ما ملنک جان ګرانو وروڼو زما محکو مو مظلو مانو ورونو
دملنک جان ژوند ته دپاي ټکي ايښودل کيږي او دبهسو دو دچميار کلۍ په پلارنۍ هديره کې خا وروته سپارل کيږي (روح دي ښادوې او يادي تل وې )
رفيع الله ستانګزی دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.