له اسلامي مقدساتونه سياسي استفاده گناه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
يوه اړينه يادونه : ددې ليکنې نه زما موخه دکوم مقام اوشخص دفاع نده بلکي دهدف مي دوسلي گټونه ملاتړ اودهغوي ددوه مخو دوستانو ورپېژندل دي .
نن دروان ۲۰۱۰ م کال دفبروري دمياشتي پر ۲۳ مه مي داروپا لپاره دښاغلي بيات تلويزيون (آريانا افغانستان تلويزيون) په خبري سرويس کښي دښاغلي قانوني
دوينا هغه څو ټکي واورېدل کوم چي نوموړي په افغانستان کي دمذهبي ورځو دتجليل له پکه کېدونه شکايت کړی وو. هغه وويل ((دراين روزها تجليل ويادبود از روزهاي مذهبي کم رنگ شده )) که مي ټکې په ټکې دهغه خبره نه وي ليکلې عفه غوام .
ددې ټکو په اورېدوسره مي له ځان سره وخندل او ومې ويل کاشکي پارلماني دوره يوکلنه واي اوپسله هر يوه کال نه دپارلمان لپاره ټاکنې کېدي نوهرڅه به سم واي . خوبيامي له ځان سره وويل چي داسي عنعنه په نړۍ کي نسته، نوڅنگه کېداي سي يوازي دافغانستان پرلمان ديوکال لپاره وي ؟ ځانته پدې قناعت ورکړچي په افغانستان کي هغه څه ترسره کېږي اوهغه قوانين پلې کېږي چي په نړيوال گدام کښي ئې څوک بېلگه نسي موندلاي ،نوداکار هم شونی دی ترڅوزموږدغه قانوني صاحب غوندي وکيلان هر څه ته متوجه اوسي ښه داده چي پارلماني دوره دپنځوکالوپر ځاي يو کال اوسي . دخپل دغه فکر اونظر دتائېد لپاره مي دامسله ديوه فکت په توگه له ځان سره يادول چي دازموږ دپارلمان رئيس صاحب خو داڅلور کاله په همدې پارلمان کي دقدرت پر آس سپور وو،اونن هم . موږ خودمذهبې ورځو دتجليل په مناسبت کي کومه سړتيانه وينو! ممکن قانوني صاحب سړتيادانترکانتيننتال هوټل ،عفه غواړم اوس موډسيرينا هوټل دي مېلمستياوي کمې سوی وي ؟ دابله خبره ده .بېله دېنه په کوم دليل اوبرهان قانوني صاحب پدي بې ځايه گوت نيونه حکومت چي ددي موخه نېغه په نېغه کرزی دي ملامتي وي ؟ اولس له لوږي اوبيکاری نه مری اوقانوني دورځودتجليل په غم کښي دی ،موږ دقوانينوله نه شتون څخه ساندي وهو،خوقانانوني صاحب دنوو قوانينوخبري کوي سره له دې چي دغه قانون کوم چي ښاغلي قانوني ئي يادوي ددې پارلماني دورې تر پايه په طبعې شکل نسي فيصله کېداي نوکه داډول څرگندونې سياسي تجارت ندی نوڅه دي ؟
دابايد په ډاگه ووايوکه په رښتياسره دمذهبي ورځودتجليل مسله مطرح وي نودغه زورېدلي ولس ته دارام اوبسياژوند شرايط بايد برابرسي تر څوهغوي وکولاي سي دمالي امکاناتوپه لرلوسره ملي اومذهبي ورځي په خوښيو اوخوشحاليوسره په خپلو کورنيوکي بېله دېنه چي تاسوغوندي ښاغلي هوټلونوته ولاړ سي اوهلته لکسي ډوډئ او . . . وخوري تجليل کړی . په پاکو کالو عبادت تر ناپاکوکالو ډير ښه دی ،پاک کالي هغه وخت يوڅوک لرلاي سي چي اقتصادي امکانات ولري .عفه غواړم ! ماندي ويلي چي ټول افغانان دي په شير چور ،کارته سې اوياوزير اکبر خان مينه کي کورونه ولري .ځکه داملت دوږخي پيداسوی دی بايد په ستونزوکي لوي اوله منځه ولاړ سي .داقانوني غوندي کسان دي چي په افغانستان کي له ټولو مالي اومادي امکاناتونه داستفادې حق لري .
ديوه شاعر شعر مي راپيادسو چي وايي :
غټان ،غټان پيدادي دوي خوله موره جنتيان پيدادي
راځۍ هغوي لره جنت وگټو کوم چي له موره دوږخيان پيدادي
گورئ چي په بله گناه مي ونه نيسئ زه هغه انسان ن يم چي تر هرڅه راته انساني ارزښتونه اوانساني حقوقو محترم دي ،زما داپورته خبرې دچانه ددفاع معنا نلري . خو پر اسلامي اومذهبې مقدساتو اوملي ارزښتونو باندي سياسي تجارت دمنلو وړ نه دی اونه پدې تجارت بايد يوځ متهم سي .پدې ټول پوهېږي ددې لپاره چي په راتلونکو ټاکنو کښي بياتاسو غوندي کسان دابې سواده ولس وغولوي سر له اوسه داسلام مدافعين سولاست ! ځکه خودکم رنگيو اوبې رنگيو خبري کوی . ملت په وينوکي لړي ،دلوږي مري ،جگړه اوبې ثباتي اوج ته رسېدلې ،دولتي فساد چي په هغې ناروغې ککړيودولتي جزپارلمان هم دی اوج ته رسیدلۍ ،ډير دقانوني صاحب په گډون په دغو ناوړو شرايطو کښي چي تر ستوني دبهرنيوپه قرضونو اوخيراتونوکي ډوب يوپه بهرنيو لکسو سفرونوستړي سوی دي .پدې برخه کي قانوني صاحب اوانډيوالان ئي چوپ دی خودراتلونکو ټاکنودکمپاين لپاره دعام ولس له پاکو احساساتونه ناوړه اودځان په گټه استفاده کوي .
که رښتيا سره ووايو دظاهر شاه اوداودخان دحاکميت په دوران کي په دومره رياکاری اوسياسي سوداگريز شکل زموږ دوسل له عقايدو نه استفاده نه کېدل اونه پدې بڼه دځينو ورځو لمانځل تر سره کېدل .
دبېلگې په توگه کله کله دسړې نه ورکه سي چي موږ په ايران کي اوسو اوکه په افغانستان کي .
بلې دارته معلومه ده چي ايراني چارواکي په افغانستان کي دايراني کېدولپاره دهمدغو ښاغلو په مرسته اودولتي امکاناتواومذهبي ورځودتجليل په نامه څومره پراخه استفاده کوي اوپدې هکله ئي په افغانستان کي دديپلوماتيکوشبکو له لاري کار پر مخ روان دی .
قانوني صاحب وويل : ددې پر ځاي چي په اخلاقي بڼه دولتي چارواکونه دمذهبې ورځودتجليل غوښتنه او انتظار ولرو ښه به داوي چي دې کارته قانوني بڼه ورکړو.
دلته پوښتنه پيداکېږي ! که سياسي مذهبي سوداگري نه وي نو پارلمان داساسي قانون پر نبياد دمذهبې ورځودکم رنگه اويارنگه تجليلي لپاره نه دي رابلل سوی .پارلمان ددولتي جوړښت دريم جزدي اوهغه نوري دندي لري .خوچي کله اړتياوي بياقانوني صاحب په هغو ښه پوهېږې اودهغونه په لوړ اوازيادونه کوي .
رښتيا خو داده چي قانوني صاحب اونورډيرو انډيوالانوئي دملي ثبات پر ځاي دملي بې ثباتۍ لپاره دقانوني مراجعواو امکاناتونه په استفادې سره تر ورستيو لحظو پوري استفاده کړې ده .
دغه وروستۍ پارلماني کال سره له دې چي يوشمير سياسي سوداگربه دافغان ولس دغولونو لپاره دځان په گټه له هغه نه استفاده وکړي خوهغه متل دی چي ((آزموده را ازمودن خطاست)) که دموکراتيک انتخابات وسي چي تر اوسه لادبدمرغه دهغو امکانات نسته پدې باوري يم چي ډير ښاغلي به دقانوني په گډون پارلمان ته لارپيدانکړي .
په هر حال زه دچاسره سيالي نلرم ځکه دکوم مقام دترلاسه کولوتږۍ نه يم ،خودهرهغه چاپه وړاندي چي غواړي په خپلو نرمو اوچربو خبرو ولس وغولوي چوپ نسم پاته کېدلاي ځان اونورپدې مکلف بولم چي زمور رون اندي دملي او اسلامي مسوليت پر بنياد بايد هره هغه دسيسه رسواکړي کوم چي مخوه ئي خپلي گټې اودولس غولونه وي . نه غواړم چي سياسي سوداگر زموږ دپاک زړه خاوند ولس په خپلو بې بنياده خبرو وغولوي .
زه نۀ غواړم مسله ډيالوگ ته کش کړم ،مگر دخپلو خبر دروښانتيا لپاره اړينه بولم پوښتنه وکړم چي له خپلوچي دقانوني صاحب شخصې کرکټر،لباس ،کړه وړه داټول له اسلامي قوانينوسره برابردي ؟ځواب به ئې منفي وي .
نوښه داده چي يوځل خپله ټول کړه وړه لباس ورېښتان جوړول اونورو . . . ؟ پرمذهبي بنيادونوبرابرکړي بياد پيکه کېدو خبره وشي .
افغانستان يواسلامي هيواد په توگه ټول اوسېدونکي ئي مسلمانان دي .پارلمان اويابل کوم مقام دوي په عقايدواو باورباندي کوم څه نسي زياتولاي .مذهبې ورځې که په پخوانۍ اوطبعي بڼه ولمانځل سي ډيره ښه خبره ده .پيکه کېدل اوياروښانه کېدل ئي سياسي څيره اودسياسي سوداگريودمعاملو خبره ده ،چي دا کار پخپله زموږله مقدساتوسره په مخالفت کښي دي .
ښه به داوي چي دپارلمان رئيس صاحب يوازي هغه دندي سرته ورسوي کوم چي په قانون کي دته سپارل سوي دي . دمذهبي ورځو دتجليل بڼه دحج او اوقافو دوزارت کار اونده ده .قانوني صاحب بايد حکومتي چارواکي پرېږدي چي خپلې دندي لکه څنگه چي اړتياده سرته ورسوي .که له قانون څخه سرغړونه وسول بيادې پارلمان اړونده چارواکی راوبولي .له پارماني امکاناتواودپارلمان له ترېبون څخه دراتلونکو ټاکنو لپاره استفاده پخپله دقانون تر پښتولاندي کول اودخلکو له پاکو احسادساتونه ناوړه استفاده ياپه بله اصطلاح ولس ددولت پر خلاف راپارول دي ،چي دغه ډول کړنې ته په قانون کي لازمې جزاگاني ټاکل سوی دي .
زموږ خلک بېله پارلماني مداخلو څخه د مذهبې ورځوپه تجليل پوهېږي،ځکه داورځې دپارلمان زېږنده ندي .پرېږده چي زموږ متدين اومسلمان ولس بيله سياسي سوداگريزومداخلونه خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.
که څوک دکرزی اويابل چاسره مخالفت لري اوياغوړي په ۱۶ دوره کي بيا دخلکوپر اوږسپورسي هغه کېداي سي بېله مذهبي سوداگرۍ نه هم وسي ،ځکه تر اوسه لا دبدمرغه ټول واک دهمدې ټلوالوداچي کومه ټلواله ده پلاس کښي دی . پدې هله چي يوه ورځ زموږ ولد له دې تورمخي تجارت نه نجات ومومي .ومن الله التوفيق

ليکوال :غمخور
دفبروري ۲۳ مه