دكندهار د اطلاعاتواو كلتور رئيس په شهادت ورسيد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
{jcomments on}{jcomments off}نوموړى دچهارشنبې په ورځ سهار د نهو بجو په شاوخوا كي په داسي حال كي دلومړۍ ناحيي اشرفيه مدرسي ته څيرمه په شهادت ورسيد چي د خپل كور څخه د دفتر په لوري روان وو
د كندهار والي پوهنوال ډاكترتوريالي ويسا پر دې پيښه خواشيني ښودلې ده او د خداى بخښلي كورنۍ او كندهار خلكو ته يي د تسليت مراتب وړاندي كړيدي

ښاغلي ويسا وايي چي ارواښاد عبدالمجيد بابى د خپل ژوند ټوله برخه د دې هيواد په پښتو ادب كي تېره كړي وه او په دغه برخه كي يي د يوه معقول حركت پراساس،ملي او وطني مبارزې دټولووطنوالوتوجه جلب كړي وه. ارواښاد بابى د پښتوفرهنګ ،ژبي او ادبياتو په برخه كي نه هيريدونكي او نه وركيدونكي لاس ته راوړني لري چي تر پيړيوپيړيوپوري به ددې هيواد دفرهنگ په رڼا او ځلاكي لويه ونډه ولري
موږپه داسي حال كي دارواښاد بابي دشهادت ويرجن اوغمجن خبرترلاسه كوو چي ددوى يوډيرمحترم اوعلمي اثريعني جغرافيايي سينددچاپ تردرشله رسيدونكى دى .
كاشكي اجل وخت وركړى واى چي خپل دغه علمي اثريي په چاپي ډول ليدلى واى .
د ارواښادبابي شهادت دكندهاردولايت مقام نورودولتي ادارو او په عمومي ډول دټول كندهاراو دپښتوادب لپاره ستره ضايعه اوفاجعه بلل كيږي ښاغلي ويسا ارواښاد بابي ته د فردوس جنت او كورنۍ اودوستانوته يي دجميل صبرغوښتنه وكړه .
همدارنګه د كندهار د ولايتي شورا رئيس احمد ولي كرزي او غړو يي هم د ارواښاد عبدالمجيد بابي په شهادت خواشيني وښوده هغه دچهارشنبي په ورځ غرمه مهال په يوه خبري ناسته كي وويل چي دعبدالمجيد بابي شهادت د ټول افغانستان دخلكو او په ادبي او فرهنګي ډګر كي يوه لويه ضايعه ده
همدارنګه ښاغلي کرزي د افغانستان پر ټولو امنيتي ارګانونو نيوکه وکړه چي د کندهار دپاره په خپله دنده کښي پاتي راغلي او غوښتنه يي وکړه چي کندهار ته يو لوړ پلاوى را رواستول سي او دکندهار امنيتي حالت چي ورځ تر بلي کړکيچن کيږي له نژدې وڅاري او دې ستونزي ته دي دحل لاره پيدا کړي
دكندهار ولايت د امنيې قومانداني د امنيت امر سمونوال فضل احمد شيرزاد وايي چي زموږ پوليس څليرويشت ساعته د خلكو په خدمت كي دي او د امنيت په راوستلو تل كوښښ كوي خو كله كله بيا هم دې ته ورته پيښي رامنځ ته كيږي دده په وينا چي دښمن اوس د مخامخ جګړې توان د لاسه وركړى اوس يوازي او يوازي غلچكي بريدونه كوي اوياهم په لويو لارو كي ماينونه ځاى پر ځاى كوي هغه دا هم وويل چي د شهيد عبدالمجيد بابي د قاتلينو د نيولو هڅي په ګړنديتوب سره رواني دي
دكندهار د اطلاعاتواوكلتورد رئيس اروا ښاد عبدالمجيد بابي موټر چلوونكي د پېښي د سترګو ليدلي حال داسي وويل
(پر سړک باندي دبابي صاحب په انتظار وم چي پوليس مي دځغاستي په حال کي وليدل چي په کوڅه ننوتل . پوه نه سوم چي څه خبره ده ددې حات دخبرولو دپاره مي و بابي صاحب ته ټيليفون وکړ هغه ټيليفون يو پوليس پورته کړى اوراته ويي ويل ته څوک يي ما ورته په جواب کي وويل چي زه يي هم زوى او هم يي موټر چلونکى يم هغوى راته وويل چي ژر راسه کله چي ورغلم بابى صاحب دلښتي پر غاړه پروت وو بيايي کورته ورغلم اوکورنۍ مو خبره کړه دهغه وروسته مو په امبولانس کي روغتون ته بوتۍ )
پاته دي نه وي چي ښاغلى ارواښاد عبدالمجيد بابى د افغانستان په سطحه يو وتلى نامتو ليكوال او شاعر وو چي د خپل قلم په تېره څوكه يي په فرهنګي ډګر كي نه ستړي كېدونكي هڅي كړيدي او ددې سيمي كلتور او دودونه يې تل په خپلو علمي اثارو سره ژوندي ساتلي وه چي د كندهار ادبيان ، ليكوالان ،شاعران او فرهنګيان د ارواښاد عبدالمجيد بابي مړينه په فرهنګي ډګر كي غټه تشه وبلله او د هغه پر مړينه يې سخته خواشيني وښودل او په سختو ټكوسره يې د هغه مړينه وغندل او ددولتي مسؤلينو څخه يي دهغه د قاتلانو د ژر نيولو غوښتنه وكړه
د جمهوري رياست لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې حامد کرزي د بابي پر وژل کېدوخواشيني ښودلې او هغه يې يو ترهګريز بريد بللى دى .
ولسمشر کرزي زياته کړې: (( د افغانستان د تاريخ او فرهنګ دښمنان دې په دې پوه شي، چې د عبدالمجيد بابي په څېر د فرهنګي شخصيتونو په وژلو سره به، دوی هېڅکله هم په دې بريالي نه شي، چې خپلو شومو هدفونو ته ورسېږي، ځکه چې افغانستان په سلګونو داسې افغان هېوادپال فرهنګيان لري، چې د افغانستان کولتوري بهير په برياليتوب سره پرمخ بوځي ((
هغه، بابی يو صادق او هېوادپال شخص او دده مړينه يې د نوموړي کورنۍ، د کندهار خلکو او د افغانستان فرهنګي ټولنې ته يوه ستره ضايعه وبلله .
همدارنګه د کندهار د ولايتي شورا رييس احمد ولي کرزي نن په يوه خبري ناسته کې د بابي وژنه په کلکه وغندله او دا يې د هېواد پر تاريخ او کولتور بريد وباله .
ولي کرزي په دې برخه کې د کندهار له امنيتي ارګانونو سخت شکايت وکړ او ويې ويل، چې هره ورځ په ښار کې په سلګونو وسلوال پوليس په رينجر موټرونو کې ګرځي را ګرځي، معاشونه اخلي، خو ولې بيا هم زموږ د خلکو امنيت نه شي ساتلى .
ټاکل شوې ده، چې د خداى بښلي بابي جنازه د کندهار پوهنتون ته څیرمه د کندهار د مشاهيرو په هديره کې خاورو ته وسپارل شي .
د ارواښاد عبدالمجيد بابي لنډه سوانح
ارواښاد عبدالمجيد بابى د مرحوم حاجي غلام حيدر بابي زوى او د مرحوم عبدالله خان بابى لمسى وو. نوموړى په ١٣٣٣ ش کال د کندهار ښار د باميزو کوڅې د بابيانو په منوره او روشنفکره کورنۍ کي وزېږېد .
لومړنۍ زده کړي يې په مشرقي ښوونځي کي، منځنۍ زده کړه يې په تجربوي ښوونځي او د دوولسم ټولګي فراغت ليک يې د احمدشاه بابا د عالي لېسې څخه تر لاسه کړ. د دوولسم صنف تر فراغت وروسته د وخت د حکومت له خوا وکړول سو. خو زغم يې د لاسه ور نه کړ او وروسته يې د کندهار په عالي دارالمعلمين کي د اجتماعياتو څانګه په بري سره سر ته ورسوله، د څوارلسم ټولګي تر فراغت وروسته په زرغونه تجربوي ښوونځي کي ښوونکى او بيا د زرغونې تجربوي ښوونځي د آمر په صفت وټاکل سو .
د نوي ادارې په رامنځته کېدو سره د کندهار ولايت د مسئولينو له خوا د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ونومول سو، څو د ژوند تر وروستۍ لحظې پوري پر نوموړې دنده په پوره ايمانداري او واقعي صداقت پاته او د کندهار د کلتور او فرهنګ ساتني لپاره يې هر اړخيزه خدمت وکړ .
ارواښاد عبدالمجيد بابى د زده کړي له هماغه پيله د ادبي او فرهنګي موضوعاتو سره ځانګړې علاقه لرله، د نوموړي علاقې له مخي يې په شعر ويلو پيل کړى او وروسته وروسته يې څېړنو او تحقيق ته مخه وکړه او په نوموړو دواړوبرخو کي يې د ځانګړو چاپي آثارو تر څنګ په لسګونو بېلابېلي علمي او څېړنيزي مقالې او شعري پارچې خپرې سوي دي .
د چاپي کتابونو څخه يې لاندي آثار د نمونې په ډول يادوو :
( پښتنه اوښکه (شعري مجموعه -1
ستايني او وېرني (څېړنيز او شعري اثر) -2
۳- جغرافيايي سيند (د جغرافيايي اصطلاحاتو يو بشپړ قاموس) تر چاپ لاندي
د ارواښاد بابي وروستى کتاب هغه اثر دئ چي د عمر زياته برخه يې ورته وقف کړې او په خورا تکليف او خوارۍ سره يې ليکلى او ترتيب کړى وو، خو د هغه ارواښاد سره د نابودي دنيا ژوند ياري ونه کړي څو وکولاى سي د خپل ژوند دغه ثمره پخپلو سترګو په چاپي بڼه وويني .
د پورته آثارو تر څنګ د ارواښاد بابي څخه د اتو ټوکو په شاوخوا کي نور ناچاپه آثار هم پاته دي، چي دا مهال د هغه د کورنۍ سره خوندي دي .
ارواښاد عبدالمجيد بابى د درانه شخصيت څښتن وو، د دوستانو او ملګرو سره يې په ورين تندي راشه درشه کول، د ډېر نرم او پاسته طبيعت په لرلو سره به يې همېشه دوستان خوږې خاطرې ياد ولري، نوموړى د وطن او خلکو په درد دردېدلى وو، همېشه به د وطن په غم غمګين او د جوړ په فکر وو. د غريبانو په حال يې ځان خبراوه او تر خپله وسه يې مرسته ورسره کول. تېر کال د بيت الله شريف په ليدلو مفتخر او د حج فريضه يې ادا کړه .
بايد يادونه وکړم، چي د ارواښاد عبدالمجيد بابي څخه دوه زامن او دوې لوڼي پاته دي .
د افغانستان دټولو خلګ د افغان حکومت او نړیوالومرستندویانوځخه په کلکه غواړي چې د نوموړي د قتل دوسیه په جدي توګه وڅیړي او عاملین یې پیدا او د ټولو مخې ته محاکمه کړي، نه دا چې د شهیدبابي د قتل دوسیه هم د نورو دوسیو په څير د پولیسو د مرکزونو په آلماریو کې د خاورو تر انبارونو لاندي دتل په شانی پاتی شی .پای رحمت اله روان .