په هلمند کي د مارکيټ غرقيدل خوشي اوازې دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د تير ماښآم راهسي په هلمند کي داسي اوازې خپرې سوي چي ګواکي يو مارکيټ سربسته په مځکه کي ډوب سوى دى ، تر داسي اندازې چي د لري لري ولسواليو څخه او ان د کابل څخه خلکو ته ټليفونونه کيږي چي په هلمند کي ماکيټ غرق سوى دى دا سمه ده چي مارکيټ را غوځيدلى دى خو د غرقيدا خبره يې خوشي اوازې دي


يو جالب ټکى يې دا دى چي نو کس راته ټليفون وکړ ويل داسي ويل کيږي چي بهرنيانو دا مارکيټ په تخينک په مځکه ننوستلى دى او غواړي ددې لاري ملي اردو او نور مواد مرجې ته وليږي
حيران پاته سوم ددې خلکو ساده توب ته .
سپناوى :
تير ماښآم لا داسي خبري کيدلې چي مارکيټ په مځکه ننوتلى دى خو سهار چي کله معلومه سوه دا بيخي بې بنياده خبره وه

ځکه دې مارکيټ لاندي زير خانه هم لرله چي ددې مارکيټ ډير څه ياني ديوالونه ، د چت خښتي او داسي نور ډير مواد ميده سوي دي او سړکونه يې ټول پر سر اخستي دي او زيات يې په زير خانه کي ځاى پر ځاى سوي دي خلک داسي ګمان کوي چي دا په مځکه ننوتلى دى
دوهمه خبره چي خلک يې زيات يادوې هغه دا ده چي : څنګه دا مارکيټ خپله ونړيدى ، په وينا يې که ماين پکي چاودلى واى يا الوتکي په نښه کړى وايي چي لږ تر لږره ږغ خو به يې خلکو اوريدلى وايي .
خو زه بايد ووايم چي د يوې ودانۍ د نړيدلو لپاره بم يا بمبار حتمي ندى زيات نور لاملونه هم سته چي يوه ودانۍ له پښو غورځوي

دا هغه مارکيټ دى چي د جنوري پر ٢٩مه يو شمير بريد کوونکي ور ختلي وو او د هغه ځايه يې پر ملي اردو او ولايت ډزي کولي چي بلاخره ماښآم پوليس وتواندل چي مارکيټ و نيسي . اوس راسى پوسو چي په څه سبب دا مارکيټ نړيدلى دى .
١ : په افغانستان کي بيا په خاصه توګه په هلمند کي چي کوم لوى مارکيټونه جوړيږي بدبختانه چي ټول پکي پنجابي انجينران کار کوي هغوى چي د پاکستان څخه دلته راځي معلومه خبره ده چي د خپلو ګټو په موخه راځي او د چا د مارکيټ ، مځکي او تاوان غم ندي نيولي او په دې هم ښه پوه دي چي دلته دتارياکو پيسې ډيري دي او خلک د مارکيټ او ودانيو له بنياد او انجنري قانون سره ندي بلد ، چي د هغوى څخه يو هم هم دا ماکيټ وو چي د انجنيري قانون خلاف يې بنسټونه ډير کمزوري وه دې ته ورته په لښکرګاه کي يو بل هم داسي ماکيټ ناجوړه پاته دى چي د نړيدلو له ګواښ سره مخ دى داسي ويل کيږي چي بيخي يې انجينر تښتيدلى دى .
٢:د جنوري پر ٢٩مه نېټه پر دې مارکيټ ټوله ورځ جګړه روانه وه چي په هغه کي ، لاسي بمونه ، راکيټونه ، د چورلکو بمبار او نور زيات شمير وسلې و کارول سوې ، تر جنګړې وروسته دمارکيټ حالت بيخي د ليدلو نه وو ټولي هندار يې ماتي او ديوالونه يې سوري سوري وو ، دا هم دې ته لاره هواروي چي د مارکيټ بنيادونه سست کړي په دې ورځ موږ تقريباً دوه کليومټره لري په يوه بل مارکيټ کي وو کومي ډزي چي په پر ياد مارکيټ کيدلې زموږ د مارکيت ديوالونه به يې هم لړزول تاسو فکر وکړئ چي د هغه مارکيټ به څه حال وو .
٣ دا مارکيټ د هلمند سيند په غاړه پروت دى او د ښآروالۍ لخوا د اوبو پايپونه چي ښآر ته اوبه پکي تيريږي هم ددې مارکيټ څنګ ته تيريږي . د جګړې په ترڅ کي يو يا دوه مرمۍ پر دې پايپ هم لګيدلي او اوبو د مارکيټ بيخونو ته لاره کړې . د ملي اردو په وينا چي وروسته يې له دې اوبو څخه د مارکيټ څښتن خبر کړ خو هغوى پرته له دې چي کوم جدي اقدام وکړي يوازي يې تر پايپ څو لرګي لاندي کړه چي دا د اوبو مخه نسي نيولاى .
٤ : د انجنرۍ په قانون کي زلزله او چاودنه يو ډول دي ځکه په دواړه حالتونو کي مځکه په حرکت راځي موږ او تاسو پوهيږو چي زلزله څومره اندازه د ودانيو دښمنه ده ، تيره ورځ د فبروي پر ٢٣مه چي کومه چاودنه په لښکرګاه ښآر کي وسوه شاوخوا ټولي سيمي يې و لړزولې چي دا مارکيت هم ډير لري ندى .
دا مارکيټ چي نړيدلى دى دا څلور علته لري چي ددې څخه يې يو هم د نړيدلو لپاره کافي دى نن د فبروي پر ٢٤مه د ملي اردو يوه سرتيري چي خپله يې په دې مارکيټ کي ګزاره کول داسي کيسه کړيده .
(( موږ به په دې مارکيټ کي يو ډول ږغونه داسي ږغونه اوريدل کله دوه ديواله چي سره خيږي دا ږغونه ورو ورو زياتيدل موږ په دې پوه سوو چي مارکيټ نړيږي ژر ورنه ووتو خو زموږ د دوو ملګرو شړۍ هلته پاته وې هغوى چي کله په خپلو شړيو پسي مارکيټ نه ننوتل مارکيټ ورباندي را پريوتى او د مارکيټ لوټو او خښتو دوه د ملي اردو عکس هم ژوبل کړه )).
مارکيټ ته نژدې يوه کس خبره کول چي د ماښآم تر لمانځه وروسته مارکيټ را پريوتى او زموږ ټول شاوخوا کورونه يې په دړو کي پټ کړل .
که چيري دا مارکيت په مځکه ننوتلى واى نو بيا دومره دوړي له کومه کيدې چي نژدې ټول کلى په دوړو کي پټ کړي .
دا دوې درې د سپناوي کرښي مي په دې خاطر وليکلې چي زموږ خلک تل د ناوړه تبليغاتو ښکار سوي دي دا ځل هم چي خلک مي په دې عقيده وليدل (( دا يوه نښانه ده)) نو و مي غوښتل چي دا هرڅه ټولو ته روښانه کړم .
هيله ده چي قناعت مو حاصل سوى وي .

احمدشاه پاڅون