!دبينوا ژوند ليک ته يوه کتنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

!دبينوا ژوند ليک ته يوه کتنه
ليکونکی : حبيب غمخور 2006.05.06

ارواښاد عبدالروف بينواصاحب زموږ دوطن ډيرپخوانۍعالم ندۍ هغه په 1292 لمريزکال کي د وږي په لومړۍ ورځ چي د 1913 مېلادي کال د اګست د 23 مي سره سمون لري په يوه منوره او علم پروره کورنۍ کې دنياته سترگي روڼي کړې ، او په ه 1363 لمريز کال د جدي پر 21 مه نېټه دجمعي په مبارکه ورځ د هغي ناروغی له امله چې ورپېښه وه له فاني دنياسره يې دتل لپاره مخه ښه وکړه ؛ دهغه دژوندليک په مطالعې سره داڅرگنديږي چې ددغي کورنۍ ټول غړي دعلم او معرفت سره لويه مينه لرل . دبيلگې په توگه دبينوا صاحب مشر ورور مولوي عبدالکريم حقاني د 53 کتابونو مولف و. له نيکه مرغه دبينوا صاحب نه پاتهاولادونه يي هم دلوړو تحصيلاتو او ښه نوم خاوندان دي
ديادولو وړ يې گڼم چې دبينواصاحب کورنۍ نه يوازي دا چې دپوهانو،اديبانواوهنر پروروپه منځ کښي يې لوړ قام درلود دهلمند ولايت دموسي کلادولسوالی (زمينداور) ټولوخلکودقدرپه سترگه ورته کتل . ما دخپل خداي بخښلي پلار په ملگرتيا چې ددوي سره يې قومي اړېکي درلودې په 1352 لمريزکال په پسرلي کې دبينوا او حقاني صاحب سره ددوي په کور کې ليدلي دي ،هغوي دواړه په برخورد کي ډير مهربانه او ميلمه دوسته خلک وه ،دميلمه يي پخپله دومره قدر کاوه چې په رښتيا سره انسان ددوي له دغه ډول عزت اوميلمهپالني نه خوند او عبرت اخيست
زه اوس نه غواړم دلوي استاد بينوا صاحب ژوندليک يوځل بيا دلته دوباره تکرار وليکم ؛ يا دپخوانيو او اوسنيو دولتي چارواکو څخه يوه افغاني گيله وکړم چي ولې تل د بينوا صاحب سره دميرې زی برخوردشوی ؟ دهغه علمي پوه او سياسي دريځ خو په روښانه توگه دافغان ولس لپاره ديوي دموکراتيکي او دټولنيز عدالت پر بنياد يوې ښيرازي ټولني جوړولونه بل څه نه وه ،که دا گناه وي بيانو اوس داټول چې دهيواد دبيارغاوني او دموکراسی دپلي کولواو افغانانو ته.دچوپړ خبري کوي هم بايد کناه کار وبلل شي
ولې دهغه جسد تر اوسه په پردي ملک کښي پروت دی ؟؟؟ دابه ښه نه واي چي جنازه يې په دولتي مراسمو خپل پلارنۍ هديرې ته راوړل شوي واي ؟؟؟ ايا مرحوم بينوا پر خپل ولس او دولس پر سر حاکمانوباندي داملي حق نلري ؟؟؟ کوم سالم وجدان به ددولتي چارواکو سره داومني چې وايي : موږ دهيواددعلمي او تاريخي شخصيتونوقدر کوو. له بده مرغه اوس په افغانستان کې دهغو قدر کيږي اويايې څومتره عکسونه دهيوادپه پلازمينه کې پورته اوکښته ځوړنديږي کوم چې لاسونه يې تر څېنگلو دولس په وينو سره دي ؛ نه دهغو چې د افغانانو لپاره يې په علمي او فرهنگي چوپړ کې شپه او ورځ نه پيژندل ،او غوښتل يې ملت يې.دغفلت له خوبه رابيدارشي
د کندهار پر زلمو برکت او وياړ چې فرهنگي ټولنه يې ددې نامي او سترشخصيت په نامه ونومول او دهغه ياد يې نور هم ژوندی وساته . اوس هر ورځ په هيواد کې دننه اوله هيواد نه بهر افغان دوستان دهغه نوم دبينوا فرهنگي .ټولني ويب پاڼي په پرانيستلو سره پر ژبه راوړي
ددې نه سترگي پټول چې بينوا د افغانستان د څوګوتو په شمار نوميالو پوهانوڅخه گڼل کيږي چي افغاني ادب او ژبي ته ئې څه دپاسه ((70 ))علمي او ادبي کتابونه په ميرات پريښودل ،چې تر ډيري زمانې به دده له څېړنو څخه د ادب اوتاريخ مينه وال ګټه واخلي . بينوا ساحب د مرګ تر اخيرنۍ سلګۍ پوري د کتاب او قلم سره خپله مينه روانه وساتل ،دليکنو او څېړنو نه ستړۍ .نشو،يوازي دمرگ توري وحشي څپې يې قلم له گوتونه جلاکړ
دافغانستان دوتلي ليکوال او سياسي څيرې عبدالروف بينوا دعلمي او سياسي کارنامو په هکله له بده مرغه لا تر اوسه هم لږ څه ليکل شويدې ، دهغه دعلمي او سياسي شخصيت دادبي او تاريخي اثارو دارزښت او رول په هکله لکه څنگه چي اړېينه برېښي څېړني او تحقيقات ندي شوي ؛داسي معلوميږي چې دبينوا صاحب دليکنو او تحقيقاتي مقالو برخه ليک لاتر اوسه دفرهنگي خواخوږولخوا راټولو ته سخته اړتيا لري . تر اوسه دهغه دليکنو پوره او دقيقه شميره او دهغوي په اړوند لازم معلومات نشته .دا دتاريخي او علمي شخصيتونو،او زموږ دهيواددتير دوران په اړوند دډول ډول دقيقو معلوماتو دراټولولو او سوچه کولو سره هغه لويه جفااو خپل سري ده چي دهغو په پايلو کې هر څه رانه ورک دي .که رښتياووايم همدا دليل دۍ چي زموږ دتاريخ ډيري خوا وي تر اوسه تاريکي پاته دي .موږ دنړيوالو دتاريخ او دهغوي دهر څه په هکله ليکلو ته ډير تيار يو ،خو خپل مو هر څه بل چاته پري ايښيدي !!! پرون ژوندي وه ،متاسفانه نن دهغوي په هکله له بهرني موخذو نه په وياړ ،چې په حقيقت کي شرم بايد وي استفاده .کوو
پدغو ورځو کښې مي ديوه دوست څخه يو ډير پخوانۍ کتاب دلوستلو لپاره ترلاسه کړ ،دا کتاب د((پښتني ميرمني)) په نامه ديږي ،په 1323لمريزکال دکابل په دولتي مطبعه کې ((500 ))ټوکه په(( 256)) مخونوکښې چاپ شویدۍ
.دپښتني ميرمنو مؤلف ارواښاد بينواصاحب دی
لوي استاد دکتاب په لومړئ پاڼه کې داسي ليکي
اهدأ
داکتاب هغو پيغلو نجنوته تقديموم چه دپښتون ملت داميد سترگي ددوي ښې تر بيې ته گوري. او هغو پشتنو ميرمنوته ئې اهدم کوم چه دپښتانه راتلونکي زامن ددوي په پاکوغيږوکښي روزل کيږي ! (( بينوا))
ددغو څو دحياتي ارزښت لرونکو جملوپه ويلو سره زما هغه پورته سوال ته جواب پيداکيداي شي چي ولي داستر شخصيت دټولودربارونو او په افغانستان کي دقدرت دخاوندانو ښه نه ايسېده .
پر دغه کتاب تقريظ داغلي حميرا لخواد 1322 لمريز کال دسنبلې په مياشت کي ليکل شویدۍ .
څرنگه چې دبينوا صاحب په هغو ژوند ليک کښې چې په بينوا ويب پاڼه کې پروت دي ددې کتاب نوم تر سترگو نشو ،او نه بل وخت چا ددغه مهم کتاب په هکله يادونه کړې ،سوال راته پيداشو چې بينوا صاحب خو پخوانۍ عالم ندی پدغو نژدې شپو او ورځو کې ژوندۍ و ،مگر معلوميږي چې دهغه د ټولو ليکل شويو اثارو نومونه او منځپانگه لاتر اوسه په مجموعي توگه ځيني ليکوالو ته نده څرگنده ،ځکه مې(( دبينوا ژوند ليک ته يوکتنه )) تر نامه لاندي وغوښتل ددغه کتاب نوم او دهغه دمنځ پانگي په هکله دالنډ مطلب وليکم . زما په عقيده که دارواښاد بينوا صاحب مشهور اثر(( اوسني ليکوال ))دافغاني ليکوالو په هکله دمعلوماتو دتر لاسه کولو ستره زخيره ده ،نو د((پښتني ميرمني )) اثر يې هم دهغوافغاني پيغلواو ميرمنو په هکله دراټولو شوو معلوماتو گټوره مجموعه ده کوم چي زموږتاريخ پرې وياړې . دا کتاب دهغو افغانو وياړلو پيغلو او ميرمنو دژوند او دهغوي دعلمي اوادبي هستونو په هکله لوستونکو ته معلومات وړاندي کوي چې له خپله ځانه يې نه هېرېدونکې کارنامي او ادبي اثارراتلونکو نسلونو ته په ميراث پرې ايښي دي .
پدې ارزښتمن کتاب کښي بينوا صاحب نږدي د(( 112)) وياړلوميرمنو او پېغلو په هکله په زړه پوري معلوماتونه راټول کړيدې .
تر کومه ځايه چي داکتاب په ډير کم تيراژ چاپ شويدۍ پر ځاي يې بولم چي په هيواد کښې دولتي اړونده چارواکي دپرديو خيراتي پيسې پر عبثو لارو مصرف نکړې ددغه کتاب د دوباره چاپ لپاره ژر تر ژره لاس په کارشي .
داکتاب هغو تنگ نظرو ته هم خوله ماتونکۍ ځواب دۍ چې زموږ دهيواد په تاريخ کي دپښتنو او په ځانگړې توگه دپښتني پيغلو او ميرمنو رول او مقام ته په ټيټه سترگه گوري . ددغه تاريخي اثر په لوستلو سره هر بنسټپالی ته ځواب پيداکېداي شي چې افغاني پيغلو او ميرمنو له ډير پخوالادنارينه وو سره دژوندپه ټولوبرخو کښې برابره ونډه اخيستې ده .
دا کتاب دپښتنو دسترمشرخان عبدالغفارخان دهغي وينا ښه ثبوت دی چي ويل يي : که څو هيواد بيله ښځينه وو دگډون څخه جوړوي دابه کنډواله کورته ورته وې .
زه ددې کتاب لوستل دټولو افغانانو لپاره گټور بولم .
که اوسنۍ دولتي اداره په رښتياسره غواړې چې دجهل ،ناپوهۍ او خپل هيواد دتاريخ څخه دبي خبرۍ توره کمبله ټوله شي ، دبي ځايه او بي مفهومه جشنونواو غونډو دلگښت پر ځاي بايد دافغاني پوهانو او اديبانو يو زيات شمير اثار چي پخوا په ډير کم تيراژ چاپ شوې وه دوباره چاپ ،دعلمي او تاريخي معلوماتودبشپژولو په خاطردځوان نسل په واک کښي ورکړه شي .
هيواد جوړونه بايد له جواهر لعل نهرو او مهنداس کرم چند گاندي څخه زده شي .
پدې اميد چي دبينوااو بينوا غوندي ميړنيو پلاس بله شوې شمع تل دافغانانو تاريکۀ کور روښانه کړي .