د انسان او بيزو تر منځ گډ خصوصيات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کېدای شي چې ډېر خلک تعجب وکړي، خو د ساينس له اړخه انسانان بيزوگانو سره گډې ځانگړتياوې او ورته والی لري. په تېره بيا لهشيمپانزي او گوريلا بيزوگانوسره.


څېړونکي په دې اړه غور کوي چې د انسانانو او بيزوگانو گډې وړتياوې کومې دي، چې د زېږېدنې څخه وروسته يې شريکوي. سره له دې د انسانانو او بيزوگانو تر منځ ډېر توپير هم شته. مادلين امبېرگر پرې رپوټ کوي او نوي زېږېدلي ماشومان له يوې بيزوگۍ سره پرتله کوي.

ياسونگو نومي بيزوگۍ خندا ډېره خوښوي. دغه بونوبو ډوله بيزو د اته لسو مياشتو ده او د آلمان د شتوتگارت ښار په يو ژوبڼ کې ژوند کوي. هغه تخنېدل ډېر زيات خوښوي.
لکه څنگه چې د هغې له کټ کټ خندا څخه څرگنديږي، هم انسانان او هم بيزوگانې دواړه د خندېدلو وړتيا لري. خو د دې تر منځ پرتله کول ډېر گران دي. وگړي د احساساتو د څرگندولو او د خندا مختلف ډولونه پېژني، خو بيزوگانې څه مهال او څله خاندي؟ الکه څيمرمن او د هغې ټيم د هانوور په پوهنتون کې پرېکړه وکړه چې دوی په پيل کې تر تخنيدو وروسته د بيزوگۍ خندا څېړي، ځکه چې د تخنيدو پر مهال نه انسان او نه شادي له کټ کټ خندا څخه ځان ژغورلای شي:

«سړی بيا کتلای شي چې دغه غږيز غبرگون څومره د انسان خندا ته ورته وي. بيا په پرتليزه توگه د بونوبو، چيمپانزي، اوران اوتان او گوريلا د بيزوگانو خندا نيسو. په پای کې دا خندنيز غبرگونونه د انسان د ماشومانو له خندا سره پرتله کوو، په دې ډول مو وليدل چې د ماشوم او بيزوگۍ خندا په ځينو برخو کې سره ورته ده.«

نه يوازې دا چې خندا يو بل ته ورته ده، بلکې دواړه، هم ماشوم او هم بيزو يوه شناخته نفر او د اعتماد فضا ته اړتيا لري تر څو چې په خندا لاس پورې کړي.

«تخنونکی بايد بيزو ته معلوم وي کنه نو نه خاندي او نه موسک کېږي. پالونکی او تخنول شوی حيوان بايد يو بل سره وپېژني تر څو چې بيزو خندلو ته وهڅول شي. «

داسې ښکاري چې دغه ډول خندا هم په وگړو او هم په بيزوگانو کې يو عادي شی دی، دا چې هغه تر زېږېدنې وروسته د ماشومانو او بيزوگانو سمدلاسه زده وي کنه، په دې اړه د جاپان د کيوتو پوهنتون يو تن څېړونکی تېڅورو ماڅوزوا وايي:

«د انسان نوی زېږېدلی ماشوم پخپله خاندي. مور او پلار يې ډېر خوشحاليږي، خو که سړی په ځير د ده مخ ته وگوري، نو سترگې يې پټې وي، يعنې خپلې مور او پلار ته نه خاندي. دا خندا پخپله، په مېخانيک ډول رامنځ ته کېږي، که سړی حتی شور وکړي، نو ماشوم خاندي. دا په دې معنی ده چې په آرامه فضا کې هم ماشوم تل خاندي. مطلب دا دی چې خندا يو طبعي شی دی.«

د بيزوگانو خندا بيا هومره په آسانه توگه نه شي څېړل کېدای. څېړونکي بايد د بيزو بچو ته ډېر نژدې شي او بيزوگانې په زور د دې مخنيوی کوي. تېڅورو ماڅوزوا د دې پر ځای چې په ځنگلونو کې بيزوگانې وڅاري د کيوتو په پوهنتون کې د بندي شويو بيزوگانو څېړنه کوي، دا درې ښځينه بيزوگانې او د هغو بچيان دي:
«موږ هم د فلم اخېستلو له کمرو او هم له اينفرارېد وړانگو څخه گټه پورته کوو، د شپې هم د نويو زېږېدلو بيزوگانو خندا څارلای شو. اوس مو دا خبره جوته کړې ده چې يوه تازه زېږېدلې بيزوگۍ هم خاندي، دغه ډول خندا يوازې انسانانو پورې محدوده نه ده.«

د انسانانو بچيان دغه وړتيا د ژوند په اولو دوو مياشتو کې د لاسه ورکوي. بيا يوه په اصطلاح ټولنيزه خندا رامنځ ته کېږي. خو بيزوگانې هم په خپله ټولنه کې خاندي، خو په هومره پيمانه نه لکه انسان. دا اوس د خندا کومه خبره هم نه ده، ځکه چې خندېدل او موسکا د انسانانو د ټولنې د تفاهم او پوهاوي يوه وسيله هم ده. دغه ډول اسانتياوې د بيزوگانو په ټولنو کې هومره ارزښت نه لري.
د انسانانو او بيزوگانو تر منځ يو بل مشترک ټکی د زده کړې وړتيا ده. سړی د پېښو د لارې له نورو څخه يو څه زده کوي. په دې ډول کلتور او ژواک رامنځ ته کېږي. د بيزوگانو ځينې ډلې د مثال په ډول غوزان يا چار مغز ماتولی شي تر څو چې چاغزی لاس ته راوړي، د نورو بيا دغه چم نه وي زده. د سکاتلينډ د سينکت اندريوس د پوهنتون د تدريجي تکامل روانپوه اندريو ويتن په دې اړه چې پوهه څنگه له يوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي، وايي:

«زموږ ارقام دا ښيي چې بيزوگانې څنگه د نورو پېښې کوي. خو ماشومان تر دې وړاندې ځي او غور کوي. يوه ساده خبره دا ده چې موږ کلتوري موجودات يو او ځانونه له هر څه سره عيارولای شو. کله چې ماشومان له لويانو څخه يو څه زده کوي، نو په پيل کې د هغوی پېښې کوي، او بيا هغه څه اصلاح کوي چې د دوی په نظر سم نه وي.«