لمر يو ډول وريځې هم زمکې ته رااستوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د لمر تودونکې وړانگې هره ورځ د زمکې کرې ته رارسېږي او هوا گرموي. خو کله کله هم غټې طوفاني وريځې چې له چارجلرونکو ذرو څخه عبارت دي پر زمکې راورېږي. هغه چاودنې چې د شمسي نظام په مرکز يعنې لمر کې رامنځ ته شي، د ستورو پېژندونکو دپاره تر اوسه پورې د فهم او پوهېدو وړ نه دي.

اوس دوې نوي سپوږمکۍ فضا ته توغول شوي دي تر څو دغو رازونو ته ځواب ومومي. ديرک لورېنڅن پرې رپوټ راکوي.

د زمکې له کرې څخه لمر په آسمان کې يو آرام، زيړ ستوری ښکاري. خو په حقيقت کې لمر يو ډېر فعال ستوری دی چې برسېرنه کچه يې خوټيږي. او کوم چې وار په وار د گازو چاودېدونکې وريځې فضا ته غورځوي. خو ستوري پېژندونکې تر اوسه پورې په دې اړه دومره معلومات نه لري. څېړونکي يوازې دا څارلای شي چې په لمر کې چاودنې شته خو دا چې کله به د کوچنيو ذرو وريځې زمکې ته راورسېږي د دې وړاندويينه ناشونې ده.

خو دغه حالت به د Volker Bothmer په اند چې د گوتينگن پوهنتون د نجومي فزيک د څانگې يو څېړونکی او د ناسا د ستېريو په نامه د دغې پروژې د آلمانانو د ونډې مشري کوي، ډېر ژر بدلون ومومي.

«په پيل کې دوه ورته سپوږمکۍ د زمکې له کرې څخه سپوږمۍ ته رسېږي او پرې راڅرخي چې ورپسې به له زمکې سره يو ځای پر لمر راڅرخي. بيا به د وخت په تېرېدو سره له زمکې څخه لري کېږي او دوې سپوږمکۍ به په يو ځل د ډېرو پېچلو کمرو په مرسته د لمر د چاودنو څارنه وکړای شو، له لمر څخه تر زمکې پورې.»

يوه ستېريو سپوږمکۍ د زمکې له مدار څخه ها خوا وړاندې دانگي او دويمه سپوږمکې زمکې پسې درومي.
په دې توگه دواړه سپوږمکۍ په لومړي ځل هم لمر او هم زمکه څارلای شي او د لمر زورورې چاودنې له بېلو زاويو څخه نيسي:

«موږ غواړو په دې پوه شو چې دغه لمريز طوفانونه څنگه رامنځ ته کېږي او د لمر او زمکې تر منځ پر درې بودي غځونې يې او هم پر اغيزو باندې يې سر خلا‍ص کړو.»

دغه طوفانونه په حقيقت کې د چارجلرونکو ذرو وريځې دي چې په ميليارډو ټنه مواد رانغاړي او تر دېرشو ميليونو کيلومېتره وړاندې غځېږي. ټاکل شوې ده چې د ستېريو په نامه دغه پروژه به د دغو چاودنو علتونه وڅېړي:

«موږ په دې پوهېږو چې د لمر د يوې خاصې برخې څخه مقناطيسي ځواکونه په يو څو دقيقو کې غټو، پراخو جوړښتونو ته غځېږي او په ثانيه کې د درې زرو کيلومېترو په سرعت تر زمکې رارسېږي. دغه جريان يو څو ورځې يا يو څو ساعته وخت نيسي.»

يوه بله امريکايي او اروپايي سپوږمکۍ سوهو تر اوسه پورې ستورو پېژندونکو ته د لمر د طوفانونو په اړه يو څه معلومات ورکوي. خو دا معلومات دقيق نه دي او ډېر ځله څېړونکي دغه پوکاڼۍ ته ورته د مادې لوی جوړښتونو چې زمکې ته راغورځي په خپل وخت نه ويني:
«زمکه د گازو د يوې داسې پوکاڼۍ په وړاندې لکه د ستنې سر دی چې د ژاولو يوې پوکاڼئ سره مخامخېږي. د سوهو د پروژې په غځولو سره حتی هغه چاودنې چې ډېره رڼا نه ورکوي هم تر زمکې پورې څارلای شو.»

د په اصطلاح د ژاولو د دغې پوکاڼۍ چې اصلا له چارجلرونکو ذرو څخه عبارت ده ننداره سړی له زمکې څخه نه يوازې د ښکلو پلوشو او رڼا گانو په بڼه کولای شي، بلکې منفي اغېزې يې دا دي چې د سپوږمکيو برېښنايي يا الکترونيکي سيستم ويجاړوي او يا د زمکې په سر د برېښنا جوړښونو ته هم ضرر رسوي.