د مغزو پټ رازونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دعبدالملکپرهيزژباړه




په وروستيو کلونو کې څيړونکو د انسان د بدن د خوارامهم او له رازونو ډک غړي يانې مغزو په اړوند پراخه پوهه تر لاسه کړي ده. دوي په خپلو څيړنو سره ډيرې پخوانۍ اوسانې بې بنسټه کړې او په حيرانونکې توګه يې نوې پوهه رامنځ ته کړه. په دغه ليکنه کې به تاسې ولولې، د بيلګې په توګه چې زموږ ماغزه څنګه کولې شي پوهه، حافظه او هوښیارتيا کنترول کړي.



موږپه پرله پسې توګه هوښياره کيږو


هو. په دي وروستيو پنځوسو کلونو کې همداسې وه. څيړونکې نه پوهيږي چې ولې زموږ استعداد، ان تر ننه او همدا اوس په پرله پسې توګه، زیات او لازيات وده کوي. خو ځنې د بيلګې په توګه په دي عقيده دي چې دغه وده د ښو خوړو پايله ده. خو بیا یوګڼ شمير بيا دا باور لري چې په دغه کار کې زموږ پيچلي ټولنيز حالات خورا مهمه اغيزه لري: موږ شپه او ورځ د تلويزيون، کمپيوتر او نورو ډله ايزو رسنيو تر بمبارد لاندې يو، نو ځکه زموږ ماغزه د هميشني غبرګون او عکس العمل سره مخامخ دي. اوس موږ د خپلو پلارونو او ميندو په پرتله خپل زيات وخت پر ښونځي او ښې زده کړې لګوه. د ۱۹۹۰ کلونو په موده کې د پوهې ګراف ډير پورته لاړ. شايد دا ددي له امله وي چې موږ د بيالوژيکي امکاناتو په اډانه کې ورګډ شولو.

الکول د ماغزو حجرې وژني

نه. نوي څيړنې ښيي چې الکول د مغزو حجري نه وژني. خو الکول پرمغزو باندي کيمياوي اغيزه کوي، او په وينه کې د الکولو د اندازې د زياتوالي په انډول ،د مغزو د بيلابيلو حجرو ترمنځ د ګډ کار امکانات او اړيکې له منځه ځي. که په يوه اوږده موده کې له حده زيات الکول واخيستل شي د ديمنس د ناروغۍ په بڼه ماغزه زيانمن کوي .«ديمنس روانی ناروغي ده، چې د حافظي د کمزورتيا، تشويش او پريشانۍ عواملو رامنځ ته کوي او دغه ناروغانو ته د څارنې او پالنې ټينګه اړتيا ليدل کيږي، په تيره بيا د نظافت او دجامو د آغوستلو په وخت کې». او په ظاهره د ويټامين د کمښت احساس کيږي. په اميدواره ښځو کې د ماشوم د زيانمن کيدو سبب ګرځي.

سړی تر ښځې هوښيار دي

نه. که څه هم مهم کسان دا دعوه کوي چې ښځې د مغزو يوازې څلور حجرې لرې [د برقي منقل د هر ټيکلي دپاره يوه حجره] . واقيعيت دادي چې موږ برابر هوښيار يو. خو زموږ د هوښيارې کچه سره توپير لري . د ژبې د زده کړې په برخه کې ښځه تر نرينه زياته وړتيا لري. خو کله چې دوې ديوې لويې دندې لکه د یوې فکري پوښتنې په حلولو کې برې تر لاسه کوې نو خوښي کوي او امتياز غواړې. د پوهې په برخه کې دا کار ناشونې دي چې وارزول شي کوم يو له دوې، نر او که ښځه هوښيار دي.

آيا موږ د خپلو مغزو له يوازې لسمې برخې څخه کار اخلو


نه. دغه اوسانه په ۱۹۳۰ کلونو کې منځ ته راغله، کله چې مغزي جراحانو، پر خلاصو مغزو الکترودونه ولګول او په ظاهره داسې څرګنده شوه چې ګنې د مغزو يوه لويه برخه فعاله نه ده. د سکانولو پرمختللې تکنالوژي وښيودله چې داکتران تيروتي وه. ځکه يوازې د يوې عادي دندې لکه په جګ غږ سره د لوستلو په وخت کې د مغزو ډيرې ژياتې حچرې فعاليت کوي او په دغه بهير کې ونډه اخلي. همدارنګه د اتريش څيړونکو وښودله چې د لوړې پوهې او ذکاوت لرونکي خلک ،نسبت عادي خلکو ته د خپلو مغزو له زيات حجم څخه ګټه اخلي. کله چې سړی يوه ټاکلې دنده ترسره کوي نو په مغزو کې یوه ټاکلې برخه ډيره فعاله وی، د مغزو بيلابيلې برخې ددندو له مخې سره ټوپير لري نو ځکه د ټاکلې فعاليت په وخت کې نوری برخې لږ فعاله ښکاري.

لوې ماغزه د کوچنيو مغزو په برتله زيات هوښيار وي

نه. بيخي نه د مغزو کوچنيوالې يا لويوالې د هوښيارې سره هيڅ تړاو نه لري. د نهنګ مغز ۶ ځله زموږ له مغز څخه لوي دي، خو نهنګ تر موږ هوښيار نه دي. ددي خلاف څيړنې ښيي چې د البرت انيشتين ماغزه په منځي توګه د عادی وګړو له مغزو څخه ۱۵ فيصده لږ وه. خو د کوچنې مغز دلرلو سره سره البرت انشتاين د نسبيت د بې سارې تيورې او ځنې نورو تيوریو بنسټ ايښودونکې دي.

زاړه خلک ښه حافظه نه لري

نه. څيړونکو دغه اوسانه هم بدله کړه چې ګنې د عمر په زياتيدو سره د سړي حافظه هم خرابيږي. ددې خلاف ثابته شوې ده چې د عمر په زياتيدو سره زموږ حافظه هم ښه کيږي او موږ کولې شو کلمې او عددونه په ښه توګه راپه ياد کړو اود نويو څيزونو د زده کړې په برخه کې زموږ وړتيا د ژوندانه په ټوله موده کې په خپل حال پاتې کيږې. خو شرط یې دادي چې موږ تل خپل ماغزه د نويو مفکورو او نويو چلينجو تر وړاندي فعال وساتو او ترې کار واخلو. خو دلته يو توپير شته او هغه دا چې موږ څه په ياد کې ساتو، ځوانان جزييات په ياد کې ساتي خو د پاخه عمر خلک مسايل په ټوليز پيوند کې په ياد ساتي.



دولفين يو هوښيار حيوان دي

هو. خو تر هغه نور زيات هوښيار حيوانات هم شته، لکه سپی. موږ فکر کوو چې دولفين هوښيار دي داځکه چې دوې لکه د انسانانو په څیر د خوړو د پيداکولو دپاره د غږ او د ګډ کار د لارې په خپلو کې سره اړيکې ټينګوي. داسې کيسې هم شته چې دوې د سمندري کارکونکو او بيړيو د ژغورنې په برخه کې په ډيرو خطرناکو حالاتو کې له هغوې سره مرسته کړې ده. سربيره پردي موږ پوهيږو چې دولفين ټولنيز او مرسته کونکې خصلت لري. دوې د تيري کونکو پر خلاف ګډه جبهه چوړوي او په ګډه زيار باسي څو خپل يو همنوعه چې د مړينې په لومه کې پريوتې دي، وژغوري.

کمپوتر بې عقله دي

هو. هغه کمپيوترونه چې نن يې موږ پيژنو، د کوچنيو بيزوګانو تر حده بې عقله دي. خو دا به تل همداسې نه وي، کمپیوتر په بې سارې توګه وده او پرمختيا کوي، هغه کمپيوتر چې موږ يې تازه په مغازه کې رانيسو ، مخکې له دي چې له مغازې يې وباسو زړيږې. په ۱۹۵۰ کال کې تر ټولو قوي کمپيوتر له يوې لويې حشرې نه زيات هوښيار نه ؤ، خو نن تر ټولو ښه کمپيوتر د يوې کوچنې بيزو نه هوښيار نه دي. خو زيات شمير څيړونکي په دې باور دي چې ډير ژر، نژدې ۱۶ کاله وروسته به ، يانې په ۲۰۲۰ کال کې په کمپيوتر د انسان تر بريده هوښيار شي. او په ۲۰۳۰ کال کې به په زياتو برخو کې تر موږ دمخه شي.

کوپړۍ د کریمينال څخه پرده پورته کوي

ؤ چې په ۱۷۹۶ کال کې يې فرينولوژي رامنځ ته کړه.Franz joseph Gallنه. دا
( برينولوژي يوه پوهه ده چې سړی د هغه په مرسته کولې شي د کوپړۍ د اندازه کولو د لاره د خلکو کرکتر او سلوک ځان ته معلوم کړي) ددغه تيورې له مخې ماغزه ۳۱ برخې لري چې هره يوه برخه په متناسب ډول يوشمير کرکترونه او چلندونه اداره کوي او همدغه برخې دي چې کوپړۍ ته ځانګړې بڼه ورکوي. په دې ډول کله چې په يوسړی کې ځانګړی کرکتر او سلوک وده کوي نو همدغه سلوک او کرکتر د کوپړۍ د پاسه د موړو په بڼه ليدل کيږې. د فرينولوژي تيوري هيڅ ډول علمي اساس نه درلود. که څه هم دغې تيوري په ۱۹۳۰ کلونونو کې زيات رواج پيداکړ خو ډير ژر له اعتباره ولويده. هو تر اوسه هم د هغه ورځې په شان داسې کسان پيداکيږې چې وایې دوي د انسان د کوپړۍ د پاسه د انسانانو ځانګړتياوې لوستلې شي.



موږ سمدستي څيزونه پيژنو

نه. موږ د ځان سره داسې تصور کوو چې موږ پرهغه پيښو، چې زموږ په شا او خوا کې پيښيږي، دهغو له پيښيدو سره سم، پرې پوهيږو. دا يوازی زموږ له هيلې سره سم يو فکر دی. خو په واقعيت کې موږ تل د پيښو د پيښيدو له وخته، نيمه ثانيه وروسته پاتې کيږو. که موږ خپله ګوته د تاوده چای په پياله کې کوزه کړو په واقعيت کې نيمه ثانيه آوړي څو موږ پوه شو چې چای تود ؤ. زموږ ماغزه موږ سره له چل نه کار اخلي او موږ دوه وختونه نه پيژنو. يوه هغه نيمه ثانيه چې مغز ته د تود چای په هکله خبر وررسيږي او بله هغه نيمه ثانيه چې مغزه يې د تود والي د تاييد په اړوند ګوتې ته د ځواب دپاره په کاروي. خو موږ په نا سمه توګه داسې پوهيږو چې ګنې موږ چای ته د ګوتې د کوزولو سره جوخت د چای په تودوالې پوه شوې يو.