زموږ ليده او کاته هره ورځ مږ تير باسې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز
له اتترنيشنل جیوګرافيک څخه ژباړه

زموږ ماغزه له نظم سره مينه لري نو ځکه زموږ د ليد انځور په آوښتې (تغييرشوې) بڼه څرګنديږي. له دغه موجزې نه انځورګران او مهندسان ګټه اخلي او د تقلب له لارې د باور وړ انځور رامنځ ته کوي
کله چې موږ د موټر د اشترينګ ترشا ناست یو او موټر چلوو، نو زموږ سترګې موږ تير باسي. موټر چلونکی د اشترينګ ترشا په ټيټه څوکۍ يا سيټ ناست وي اوکله چې مخامخ لارې ته ګورې نو لاره د يوې ټاکلې زاويې (د زاويې له سوکې) څخه ويني. په دي حالت کې ددي په پرتله چې سړی له يوه جګه ځايه وګوري، تصويرونه لنډ او نري ښکاري. ددې دپاره چې د تصويرونو ددغه راز بدلون مخنيوې وشې، د بيلګې په توګه هغه ويکتور چې کيڼ اړخ ته د تاويدو لارښوونه کوي، باید کيڼ لور ته تاويدونکې برخه يې اوږده وې او په عين حال کې د ويکتور عمودي برخه بايد دهغه د افقي برخې په پرتله پلنه وې. نو ځکه مسوول کسان دغه ټکې ته زياته پاملرنه کوې. همدا سبب دې کله چې موږ د موټر د مخکني سيټ او يا څوکې څخه لارې ته ګورو د لاري علامې سم ، ښه او په همآهنګۍ کې ښکاري. خو کله چې بيا له يوه چګه ځايه وګورو نو دلاري نښې څرګندې نه وې اوپام ګډوډونکي بريښي. «خو په حقيقت کې نښې هماغه دې، چې وې».

د نسبيت پلار البرت انيشتاين تر بل هرچا ښه پوهيده چې څنګه زموږ حسونه موږ تير باسي. بې له شکه د تضادونو په نظريه کې هم څه نا څه رښتيا شته دې. د انسانانو ټول حسونه او په ځانګړې توګه دليدو حس ، دا وړتيا لري چې د هغې په مرسته سړی کولی شي ځان ته له حالاتو سره په ډیره هدفمنده توګه سمون ورکوو. خو دغه نړۍ له هغه ساده حقيقت څخه چې موږ پکې ژوند ، هلې ځلې او خوځښت لرو، خورا زيات واټن لري. زموږ ماغزه او زموږ حسې ارګانونه په زياتې چټکې سره د حقيقت اغيز دومره ساده کوي څو موږ ته د پوهيدو وړ وي او يا پرې پوه شو. په عين حال کې زموږ ماغزه پخواني حقيقتونه او اغيزې ثبتوي او دا کار مرسته کوې څو هغه ګڼ معلومات او اغيزې چې زموږ د حسونو د لارې زموږ ماغزو ته را رسيږې ژر او په آسانۍ سره و ارزول شي او پايلې يې را وايستلې شي.

يونانيانو د ستنو(پايو) د تقلب څخه کار اخيسته:
زموږ د حسي سيستم د ساده کونې خاصيت ددې سبب کيږې څو موږ په آسانۍ سره د تصويرونو او د خپلو لېدنو قرباني شو. ددې کبله اړونده مسوولين په ترافيکې چارو، انځورګرۍ، سايکولوژۍ (روح پيژاندنې) او د مغزو د څيړنې په برخه کې دغه مساله په کلکه په پام کې نيسي. پخواني يونانيان پوهيدل چې د څيزونو د سم ښودنې دپاره کله ناکله بايد له تقلب څخه هم کار واخيستل شي، نو ځکه دوې د زيارت او عبادت ځايونو د جوړولو په وخت کې دغه خبره پوره په پام کې نيوله. سترګې او ماغزه په ګډه په زياتې چټکۍ سره د يولړ پيچلو کړنو په ترڅ کې د را رسيدلو معلوماتو څخه يوه منظره يا تصوير جوړوی خو کله کله دا کار د ډيرو جزياتو پر بنسټ ترسره کوي. کله چې موږ يوه نرۍ ستن (پايه) او یا دوه موازي کرښې وينو نو زموږ ماغزه به هغه د چاپيريال سره په يو ژور تړاو کې وويني او هڅه به وکړي څو هغې ته د يو اساسي لرليد په اډانه کې سمون ورکړي

. پايله به دا وي چې موږ په داسې پوه شو چې دغه برابرې کرښې په يوبل کې دننه اوبدل شوي. ددې دپاره چې دغه انځور سم کړي شي یونانيانو دخپلو ودانيو ستنې (پايې) په منځنۍ برخه کې يو څه ډبلې جوړولې. يوازې په دې توګه هغوې کولې شو څو هغه لکه د پړي اوبدل شوي وښيي. د لرليد او ژورتيا په هکله زموږ پوهه تر زياته بريده زموږ په مغزوکې د ليد د طيفونو اوبيلابيلو څيزونو ترمنځ، د هغوې د اندازې د څرګندې بڼې د ارزونې په پايله کې منځ ته راځې. که چيرې دوه څیزونه چې د لویوالې له پلوه سره برابر وي خو له ورايه برابر نه ښکاری نو زموږ تجربه موږ ته وايې او زموږ ماغزه په اتوماتيکي ډول له هغه څخه داسې پايلې راباسي چې هغه کوچنې شيي کيدې شې له موږ څڅه ډير ليرې واټن ولرې. په مهندسۍ کې له دغه ځانګړنی څخه داسې ګټه اخلي څو هغه څيزونه چې په حقيقت کې دومره لوی نه دي زيات لوې ښکاره شې. دا خبره د بيلګې په توګه په ايټالې کې د « پلازو سپاده» ۱د دالان په هکله د ويلو وړ ده، چيری چې ددالان وروستې ستنې (پايي) د مخکنې برخې د ستنو په پرتله لنډې دي. ددالان پر مځکه کارول شوي کاشې ګانې مستطيلي نه دي بلکې په وروستۍ برخه کې نرۍ دي. دا تصوير پر سړي ژوره اغيزه کوي، خو کله چې سړې په دغه ستنيز دالان کې وګرځې نو ډير ژر هر څه سړي ته روښانه او څرګنده شې. يوه بله بيلګه چيرې چې د سترګو د تيروتو له تخنيک څخه پکې کار اخيستل شوې دی هغه د « آمس» ۲ په نامه يوه کوټه ده چې د سترګو دداکتر« ادلبرت آمس» په نامه نومول شوې ده. چې د لومړي ځل دپاره يې په ۱۹۴۶ کال کې ددغه کوټې نقشه جوړه کړې وه. که چيرې په يو ديوال کې د ليدو له يوې کړکۍ څخه په يوې ټاکلې زاويې کې د کوټې منځ ته وکتل شې نو د ادلبرت امس کوټه بيخې نورماله او مستطيلي ښکارې، خو په حقيقت کې مخروطي شکل لري. ديوالونه، ځمکه او چت په ظاهره په قايمه بڼه له مستقيمو کرښو جوړ شوې، خو په واقعيت کې لږ څه کاږه دي، نو ددې کبله کوټه په يوه سر کې تنګه او کوچنۍ او په بل سر کې لويه ښکاري. د ادلبرت آدمس کوټه کې چې له بيلابيلو علمې کړنو او فنونو څخه په کې کار اخيستل شوی دی، د مغزو د فکري عادت له ځانګړنې څخه ګټه اخلي. موږ داسې عادت کړې چې په يوه څلور کنجيزه خونه کې چې برابرې زاويې لرې، ژوند وکړو. او که چيری ممکنه وې نو زموږ ماغزه تل د کوټې هغه بڼه غوره بولي چې موږ ته آشنا وي، یانی برابرې زاويې او کرښې ولري . خو ددي خلاف موږ به دغه بی منطقې ومنو چې کله څوک د خونې له يوه سره بل سر ته ځي په ترتيب سره کله لوې او کله کوچنې شې. يو ماشوم چې د خونې په کوچنۍ برخه کې ولاړ دی دومره لوی ښکاری چې د يو غټ سړي سره چې د کوټې په لويه برخه کې ولاړ دي، پرتله کيدای شي.

روبنسون په قصدي توګه انځور غلط جوړوه

د انځور هنرپوهان هم پوهيدل چې څنګه د واقعيت څخه د سترګو او مغزو د غلط پوهيدنې له نيمګړتيا څخه ګټه پورته کړې. د شپاړلسمې پيړۍ انځور پوه روبنسون په خپل ټول منطق سره هڅه وکړه څو ديو انځور « د صليب څخه د کوزيدو انځور» په وسیله ،د واقعيت انځور جوړ کړې. په انځور کې يوه لاره ښودل شوي ده په کومه چې له صليب څخه دعیسې بې روحه بدن کوزوي، د لارې په منځ کې يو سړې ولاړ دی چې دلاری ټوله منځۍ برخه يې پټه کړې ده، نو ځکه يوازې د لار ښکتنۍ او يو څه پورتنې برخه ليدل کيږي، خوپه تصوير کې هر څه ډير ښه نظم لري. خو کله چې سړی يو خط کش (کرښه راښکونکې) د انځور د پاسه کيږدي نو د لارې کوزنۍ برخه له کرښه راښکونکې څخه ليری پاتې کيږې، دا څرګندوي چې لاره مستقيمه نه ده او په منځنې برخه کې سره نښتې نه ده. روبنسون د لارې بورتنۍ او کوزنۍ کرښې په موازی توګه د لارې په منځنۍ برخه کې پټ ساتلي، ځکه هغه پوهيده چې يوه کږه کرښه چې منځنۍ برخه يې پټه وي داسې ښکاري چې ګنې د هغه د پورتنۍ او ښکتنۍ برخې يو له بل سره هيڅ تړاو نه لري. هغه توضيح چې د انځورپه هکله د لومړي ځل د پاره د جرمني فزيک پوه «ج.س. پوګندروف» له خوا په ۱۸۶۰ کال کې وليکل شوه، زيات بحثونه پرې شوي، او زيات تشريحات يې په هکله شته دی، چې هيڅ يو يې هم د ډاډ او باور وړ نه دی. زيات شمير څيړونکې په دې خبره يو دي چې دا د لرليد احساس دی چې په موږ کې مهم رول لوبوي. انځور ظاهري دي، ځکه زموږ ماغزه د کږو کرښو نيمه برخه داسې پيژني چې ګنې ددوو مختلفو جسمونو کنجونه دي چې په درې بودي لرليد کې څرګنديږې. په خپله روبنسون د ځنيو معقوله دليلونو له مخې ونه شو کړی په انځور سم پوه شي. هغه بس همدومره وویل چې انځور هغه وخت طبعي ښکاره شو کله چې هغه د لاری د پورتنۍ او کوزنۍ برخې څخه يوه برخه په تناسبې ډول پټه کړه.



انځورونه د مغزو نيمګړتياوی رابرسيره کوي

انځورګران ډير کله کولې شې د طبعي قوانينو له اډانې نه ووځي. ډير وخت موږ په يو تصوير کې د منطق نشتوالې وينو، ځکه ماغزه د ليد هغه تصوير چې د سترګو لاری جوړيږي، ساده کوي څو د هغې محتوا په چټکه توګه وارزوي. د مغزو څيړونکو، د انځورونو د څيړنې په وخت کې په دې هکله چې زموږ د ليدو حس څنګه کار کوي، زيات څه رابرسيره کړي دي. خو دا خبره لږترلږه د امپرسيونيستې او کوبیستې انځورونو په اړوند اعتبار نه لري. ټاکلي انځورونه، په کوم کې چې وګړي او حالات دداسې رنګونو او هندسي شکلونو څخه چوړ شوي دي چې يو له بل سره تړاو نه لري، کيدي شې د يوی داسې طبعي منظری سره پرتله شي په کوم کې چې يو څوک د يوی ونې دڅانګې اويا ډډ ترشا نيم پټ ولاړ وي. په دواړه حالاتو کې موږ په آسانۍ سره کولې شو د انځور په مقصد پوه شو، او ددې خبرې مانا داده چې ، نورماله ماغزه کولې شي د انځورونو تشې او پټې برخې په خپله ډکې او بشپړې کړي او په دې ډول د ليد انځور يا تصوير په بشپړه توګه ترسترګو کيږي او دا په دی مفهوم دي چې زموږ ماغزو لا له پخوا نه د ورته يو تصوير سره آشنايې درلوده چې اوس يې يو ځل بيا ويني. د مغزو د سکانولو له زمانې څخه دمخه نيورولوګانو داسې تصويرونه به کارول چې سره هيڅ ګډ تړاو يې نه درلوده، لکه ايټالوي انځورګر «ګينو سويرينس» په لوي مغز کې (چيرې چې د ليدحسي او نور حسي معلومات تر کار لاندې نيول کيږي) د نيمګړتيا او زيانونو د رابرسيره کولو د پاره د «ژړ نڅاګرو» له انځور څخه کار اخيست. تصوير د يو شمير څرګندو رنګي ټکو څخه چوړ شوې دی. د روغ ماغزو خاوندان دغه تصوير ددوو نڅاګرو دانځور په توګه وينې اوپيژني، په داسې حال کې چې زیان ليدلې ماغزه هغه د يو مبهم تصوير او ګډو وډو ټکو په بڼه ويني.
د ليدو حس زموږ تر ټول غوره حس دی چې دهغې د کار ميکانيزم خورا ډير پيچلی دي. دا هم د مغزو د څيړونکو د پاره خورا ستره او پيچلې مساله چې د هغې کار ميکانيزم په عملي ډول روښانه او څرګند کړي. د څيړنې په دغه کار کې يوه مهمه وسيله د ليد غولونکې رول دي. کله چې سترګې او ماغزه دليدلو عمليه ترسره کوي نو خپل پټ رازونه برسيره کوي.


plazzo spada:1
Ames: 2
Adelbert Ames:3
j.c.Poggendorff :4