دسولي بهير اودمارجي عمليات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


(دمقيم افغان ليکنه)

دمارجې عملياتو داپه ډاګه کړه چي دافغانستان دولت له وسلوالومخالفينوسره په جوړجاړي کولو کي ترکومه بريده خپلواک دي.


داچي افغان دولت له ډيره وخته راهيسي دا وايي چي له وسلوالو طالبانوسره دخبرولپاره هڅه کوي اوڅوځله خو دا خبري ډيري ګرمي شوي همدي خوله بده مرغه بي له کومي مثبتي نتيجي پاي ته رسيدلي دي.
خوداځل له وسلوالوطالبانو سره دجوړجاړي خبري هغه وخت را پورته شوي کله چي ولسمشرکرزي دلندن په کنفرانس کي چيرته چي نژدي د70هيوادولوړرتبه مامورين را غونډ شوي وو له وسلوالو مخالفينوسره په جوړجاړي کولو ټينګار وکړاو دايي په افغانستان کي دامنيت راوستلو لپاره اغيزمنه لار وبلله ، اوله هغه وروسته يي پدي موخه چي دسولي دخبرولپاره لارهواره کړي عربستان ته سفروکړاو دهغه ځاي له چارواکوسره يي پدي هکله خبري وکړي،او داسي بريښيده چي دا ځل په رښتيا ولسمشر ددي لپاره مټي رانغښتي چي نور دافغانانو وژنه بنده او سوله راشي. دافغانانومړاوي هيلي يوځل بيا راتازه شوي په ځانګړي ډول دهغه افغانانوچي په تيرو اته کلونو کي يي خپل خپلوان او يا دکورنۍ غړي په بيلا بيلو پيښو کي له لاسه ورکړي وو خورا هيله من ول چي ګوندي نور ددي ناخوالو ټبر له افغان ولس نه په ټوليدودي. داچي وايي دلاس ګوتي يوشان ندي نو په افغانانو کي هم ځني پلورل شوي پيدا شول چي تراوسه يي دځوريدلي افغان ولس دا بده ورځ نده درک کړي او پدي ندي خبر چي په افغانستان کي په هر کال کي څومره کوچنيان يتيمانيږي،څومره ميندي بوريږي اوڅومره ناوياني کونډيږي... دبيلګي په ډول يي هغه بي احساسه افغانان يادوم کوموچي په لندن کي په هماغه دکنفرانس په ورځ ددي لپاره لاريون وکړ چي ولي افغان دولت له مخالفينو سره سوله غواړي او ولسمشرته يي له دي امله خورا سپکي سپوري وويلي. اودلته په کابل کي هم څوتنو ميرمنو چي له هغه حقونوڅخه چي ډيموکراسي ورکړي څو چنده زياته ګټه اخيستي اوها دچا خبره  له پارلمان نه يي ارايشګاه جوړه کړي    پدي انديښنه وښودله چي که دولت له وسلوالومخالفينوسره جوړجاړي وکړي نو زموږ حقوق به ترپښولاندي شي .زه دي ته حيران يم چي دوي دڅه ډول حقوقو خبره کوي.
ايا داحق چي په هرکال کي په زرګونوافغان ميرمني خپل زامن،ورڼه يا خاوندان په جګړوکي له لاسه ورکوي....؟! که دا حق چي تاسو به بيا خپل سينګاروکيلانو يا دميډيا له لاري خلکو ته ونه ښودلاي شي.....
په هرصورت دا هغه افغانان دي چي ترشا يي دځينو سياسي ډلو يا بهرنيو هيوادو لاس دي چي په افغانستان کي سوله نه غواړي اوله مخالفينوسره دجوړجاړي سخت مخالفت کوي او تر افغان ولس خپلوبادارانو ته ډير ارزښت ورکوي.
خو په اصل کي دسولي دا بهير چي ولسمشرکرزي پيل کړي هغه وخت ټکني شو کله چي دسولي خبري لا همداسي تودي وي چي نړيوالو ځواکونو دهلمند ولايت په مارجي ولسوالي کي دوسلوالو طالبانو پرضد دپراخوپوځي عملياتوخبر ورکړچي له 2001 کال راهيسي به يوله غټو پوځي عملياتوڅخه وي چي نژدي15000پوري بهرني اوکورني سرتيري به برخه پکښي اخلي.
که دي ټکي ته لږپه دقت وکتل شي نو لاندي پوښتي را پيدا کيږي:
1- داچي دمارجي ولسوالي له يونيم کال نه ډير وخت کيږي چي طالبانو نيولي ده ولي ددي يونيم کال په دوره کي بيرته دولت ونه نيوله  چي پدي حساسو شيبوکي چي له يوي خوا کرزي غواړي له طالبانو سره خبري وکړي او له بلي خوا نړيوال ځواکونه دي ته شله دي چي په پراخه کچه عمليات پيل کړي...؟
2- ولي دي عملياتو ته دلمړي ځل لپاره دومره تبليغاتي بڼه ورکړل شوه چي له پيليدو نه څو اونۍ وړاندي اعلان شول او د ټولو پاملرنه يي ځانته را واړوله چي دسولي بهيرته ښکاره خنډ ده...؟
3- داچي له سيمي څخه په سلګونوکورنی بيځايه شوي پداسي حال کي چي سخت اورښتونه هم دي نو پدي موسم کي کډه کول خورا سخت دي ولي دسيمي دخلکو لپاره دا عمليات څه موده ونه ځنډيدل...؟
4- ولي دنورکله په خلاف دي عملياتو اخطاريه بڼه درلوده ترڅو دمخالف لوري احساسات د افغان دولت په وړاندي را وپاروي...؟
دپورته پوښتنو په ځواب موندلو سره دي پايلي ته رسيږوچي ددي عملياتو تنظيموونکي اوپلويان په هيڅ ډول په افغانستان کي سوله او دافغان وژني بنديدل نه غواړي چي البته دا به ددوي دګټو په تاوان وي، ځکه دا ترلمرسپينه خبره ده چي په دومره لوړه کچه پوځي عملياتوسره چي هغه هم دبهرنيو ځواکونو لخوا ترسره کيږي پدي مهال کي دسولي راوستل او دجوړجاړي کول په هرډول ناشوني دي...
او دافغان دولت په ځانګړي ډول په رهبري باندي له افغانانوسره دوه شکونه پيداکيږي:لمړي داچي يا ددي وس نلري چي دسولي دبهير ددي سترخنډ((دمارجي عملياتو)) مخه ونيسي.
اويا داچي پدي خطرناکه لوبه کي کومه چي بهرنيانوپيل کړيده افغان دولت هم ديو لوبغاړي په ډول کارکوي.