د خبرو اترو(چټنګ) او بریښنالیک لیږلو آداب

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times





ليكوال: زاهدجلالي

يادونه : دا ليكنه مي د ښاغلي استاذ شپون په غوښتنه وليكله هيله ده خوښه يي شي او لدينه چي زه يي هڅولي وم ډيره مننه.


اسلامی شریعت د ژوند یو بشپړ قانون دی چی د بشری ژوند په هره برخه کی ځانگړی قوانین او ځانته آداب لری. کله چی رسول الله ص د هغه مهال پادشاهان د اسلام مبارک دین ته رابلل نو د لیک لیږلو له لاری څخه یی کار واخیست او مونږ مسلمانانو ته یی د لیک ښه بیلگه پریښوده، د رسول الله ص د لیک شکل په پام کی نیولو سره لاندی آدابو ته ستاسی پام راگرځوم:
لومړی د چټنتگ آداب:
1-کله که څوک نه غواړی په انټرنټ کی له چا سره چټنگ وکړی، وخت نلری یا کومه بله ستونزه ویباید خپله نښه مصروفه وښایی، تر څو مقابل لوری پر دی پوه شی چی ته مصروف یی.
که له چا څخه د مصروف ښودل هیر شوی وی او له بل لوری پری غږ وشی او دی مصروف وی باید بی له کوم زړه نا زړه توبه ورته ووایی چی زه اوسمهال مصروف یم او له تا سره چټنگ نشم کولای، مقابل لوری هم باید پدی کار خواشینی نشی ځکه دا موږ ته د اسلام لارښوونه ده، د پاك قران يو ايت دي وايي اذاقيل لكم ارجعو فرجعو او یو صحابی وایی چی د قرانکریم ټول احکام یی په خپل ژوندانه کی پلی کړی دی یواځی دا پاتی دی چی د چا کاله ته ولاړشم او راته وویل شی چی مصروف یم او له تا سره نشم کتلای او بیرته خوښ راوگرځم.
2-. که چیری دوه کسه انلاین وی او څوک مصروف نه وی هر څوک که په مقابل کس سلام واچوی او د حال پوښتنه یی وکړی خدای ج به اجر ورکوی.
ځکه د جمعی د لمانځه یو مهم هدف هم دا دی چی مسلمان د مسلمان له حاله خبر شی او نن سبا خو ډیری وروڼه د نړۍ له یوی او بلی برخی سره چټنگ کولای شی او باید مسلمانان د یو او بل له حاله خبر اوسی.
3-. که چیرته څوک له چا سره چټنگ پیل کړی باید دومره ورسره وغږیږی چی د خغه له احواله ځان خبر کړی او اړینی خبری وشی، دومره ډیر باید ونه غږیږی چی هم خپل وخت ضایع کړی او هم د مقابل لوری هغه.
د بریښنالیک لیږلو آداب:
له بده مرغه نن سبا خلک په بریښنالیک کی بیخی بسم الله نه لیکی، پداسی حال کی چی رسول ص په یوه حدیث کی فرماییلی حوم کار چی بی له بسم الله څخه پیل شی لنډ او نی نیسټه وی.
نو دی ټکی ته باید په بریښنالیک استولو کی پام وشی.
2-. د بریښنالیک په پیل کی یانی له بسم الله څخه وروسته باید د سلام لفظ وکښل شی ځکه د سلام په اړه رسول ص ډیرو احادیثو کی ټینگار کړی دی او وییلی دی چی پخپلو منځو کی سلام رواج کړی.
3. په بریښنالیک باید له درواغو ځان وژغورو. نن سبا په انټرنیټ باندی ډیر خلک درواغ وایی ځان چاته کره نه ورپیژنی او یا کوم بل درواغ وایی چی دا هم په درواغو کی شمیرل کیږی او لدی کار څخه رسول ص سخته منع کړیده او درواغ یی د منافق له عاداتو څخه گڼلی.
4-. په بریښنالیک کی باید څوک ونه ځورول شی. ډیری ملگری په خپل منځ کی دا کار کوی خپل ملگری ته ځان نه ورپیژنی او لدی لاری یی ځوروی. چی لدی کار څخه باید ځانونه وژغورو ځکه چی مسلمان د بل مسلمان ورور دی او د ورور ځورول سم کار ندی. همدارنگه رسول ص فرمایی بشپړ مسلمان هغه دی چی نور مسلمانان د هغه د لاس او ژبی له ضرر څخه خوندی وی.
5-. چاته له پرلپسی بریښنالیک لیږلو څخه ډډه وکړو. کله که څوک چاته پرلپسی بریښنالیک ولیږی دده د بریښنالیک ارزښت د مقابل لوری په وړاندی کمیږی او بی قدره کیږی او همدارنگه بریښنالیک مو باید مفهوم او منځپانگه (محتوا) ولری.
6-كله كه موږ ته څوك بريښناليك راليږي, بايد ځوابي بريښناليك وروليږو.
كه بريښناليك كي د كومي موضوع په اړه راڅخه پوښتنه هم نه وي شوي بايد يو ځوابي بريښناليك مقابل كس ته وروليږو ياني يايي د بريښناليك ستاينه وكړو او يايي د ليك قدرداني وكړو ځكه ددي كار په كولو سره مو اړيكي ټينګي پاتي كيږي.