دردونه او خوندونه د مړښت سبب کيږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

څيړونکي هڅه کوي څو د اشتها او مړښت دلیلونه بیان کړي



د رومیانو په ښورا کې مرچ ګډ کړۍ، نو ډير ژر به د مړښت احساس وکړۍ. دا د یوې نوې څيړنې لنډ بیان دی چې د کوپنهاګن په پوهنتون کې څيړونکي پرې څيړنې کوي. په دغه څيړنځای کې دوه ډلې کسان تر څيړنې شوې. يوې ډلې ته د رومیانو ښوروا چې لږ مرچ په کې ګډ شوي ول ور کړی شوه او بلې ډلې ته همدې ته ښورا خو بې له مرچو ورکړی شوه، څيړنې وښوده چې مرچ لرونکې ښوروا د ټولو زياته خوښه شوه خو هيڅ چا تر یوې کاسې زياته ښوروا ونه خوړه، خو بې مرچه ښورا تر مرچ لرونکې زياته وخوړل شوه. همدارنګه هغه کسانو چې مرچ لرونکي ښورا یې خوړلې وه دهغه کسانو په پرتله ډير ژر ماړه شول چې بې مرچه ښوروا يې خوړلې وه.

خو ولې؟
سړی ګومان کوي هغه څه زيات خوري چې زيات يې خوښ وي خو واقیعت داسې نه دی. دا چې موږ داسې ګومان کوو علت يې دادی چې خوندور خواړه چې زموږ زیات خوښيږي په چټکۍ سره زموږ حسې رضایت رامنځ ته کوي.

دا خبره څيړندوی پر مولر۱ کړی ده. نوموړی په هغه څيړونو کې ګډون درلود چې د اشتها او مړښت د فزيولوژيکي کنترول د بيانولو په برخه کې ترسره شوي دي. همدارنګه نوموړی وايې چې تنده مرچ او مثاله د مغزو پرهغه برخه اغیز کوي چې د خوند اخيستلو چارې تنظيموي.

خوند او درد
دا پريکړنده ده چې څه شیی خوند کوي، او تنده او تيزه مثاله زموږ په بدن کې د اندورفین ۲د رامنځ ته کيدو سبب کیږي او دا کار په موږ کې د درد په ډوله یو احساس رامنځ ته کوي .
نوموړي د اروپایې اتحادیې د مرستې د تر لاسه کولو دپاره په يوې داسې پروژه کار کوی چې د بیلابیلو هیوادونو څخه د راز راز کسب او کار خاوندانو په کې ګډون و لری، دوې غواړي له نژدې وګوري چې ایا کميت د کيفيت په وسيله جبران کيدی شي او که نه؟. موږ لا تر اوسه دټولو هغه موادو په هکله پوره مالومات نه لرو کوم چې د خوړو په موادو کې پیداکیږي او زموږ پر اشتها اغیزه لري. تر اوسه لا يوازې د ديګ د مثالي په اړوند زموږ مالومات بشپړ نه دي موږ يوازې د مرچو په هکله يو لړ مالوت لرو خو داسې نو ډیر څه شته چې زيات کار او څيړنو ته اړتيا لري.
د خوړو د موادو د برخې پوهان په دې عقیده دي چې تند او تیز خواړه د هغه خوړو په پرتله چې تند او تیز نه دي او مرچ او مثاله په کې کارول شوې نه ده، ژر سړی مړوي.
دا چې ولې تند او تيز خواړه ژر سړی مړوي، د منطقي پلوه داسې بیانېدی شي:
کله انسان وهڅول یا(تحریک ) نه شي نو د انسان مغزه ویده وي او د خوړو شتون ته يې پام نه آوړي. خو کله چې ماغزه فعال او اکتیف شي نو د حسونو جال هم فعاله کيږي او په کار پيل کوي او ډیر ژر مړیږي.
جېنونه زموږ خلاف چلند کوي
د خوند مانا څه ده؟
په بنسټيز ډول موږ د طبیعت د پيداوارو پر بنسټ عيار شوي يو، کله چې انسان نوی وزیږیږي نو د مور شېدې څکي او خواږه او غوړ خواړه یې زیات خوښ وي، اومه او ترخه خواړه د سړي نه خوښيږي، ځکه داسې خواړه تل د ناروغۍ سبب کيږي او په طبيعیت کې مسمومونکي وي.
دې حالت ته بدلون ورکول ستونزمن کار دی، ځکه ددې کار دپاره باید د عصبي سيستم رمزونو (کود) ته باید بدلون ورکړای شي.
تاسې هرڅومره خپل ماشوم ته وواياست چې ټېپر د روغتيا دپار ښه او ګټور دي، دا ددې سبب کيږي نه چې ستاسې ماشوم دې په خوند سره ټېپر و خوري او خوښ يې کړي، ځکه ټېپر چندان خوند نه لري ـ خو ماشوم بايد ځان له دې سره عادت کړي.
په همدې ډول موږ کولی شو ځانته له نورو غیرعادي څيزونو سره عادت ورکړو، د بېلګې په توګه موږ بايد له دغه ادب سره چې څومره خواړه وخورو باید ځان عادت کړو.
دا يو ډير نا سم فکر دی چې موږ خپلو ماشومانو ته زده کړو يا هغوې دې ته اړ کړو چې څومره خواړه وخوري. ـ ټول انسانان کله چې ماړه شي په خپله خوښه د خوړو خوړل بسوي.
خو باید ووایو چې د چاغۍ ناروغي هم له همدې کبله پيداکيږي. نن موږ له داسې خوړو څخه کار اخلو چې زياته انرژي رامنځ ته کوي خو په معده کې ډير لږ ځای نيسي نو له دې کبله موږ ځان وږی احساسوو.
موږ له جنیتیکي پلوه داسې جوړ شوي يو چې د ولږې په وخت کې هر څه مو چې خوښ شي خورو يې.
وايې:ـ Birgitte Sloth د کوپنهاګن د پوهنتون څخه
« په عادي حالت کې زموږ جېنونه زموږ خلاف چلند کوي. دا په دې مانا چې دوی له ولږې څخه د ځان د ژغورونې دپاره کار کوي.» نوموړې هغه کسانو ته ګوته نيسي چې غواړي د خپل بدن دروندوالی یا وزن لږ کړي، او یاخو نه شي کولی خپل دروند والی یا وزن په هغه حد کې وساتي چې کم کړی يې دی. په دغه وخت کې چې سړی خپل وزن کموي د انسان په بدن کې يو هارمون ۱چې د ولږې د هارمون په نامه ياديږي منځ ته راځي او اندازه يې زياتيږي، دا ځکه چې بدن غواړي له ځانه دفاع وکړي او بدن لومړني حالت ته ستون کړي.
هغه وايې « په دې وخت کې باید موږ له خپلې پوهې څخه مرسته وغواړو، کله چې انسان خپل وزن کموي نو په کار ده چې ددرملو په مرسته د ولږې د هارمون اغیز له منځه يوسو او يا ددې خلاف د مړښت هارمون چې په کولمو کې منځ ته راځي ، زيات کړو.
تر اوسه څيړونکو ټول ميکانیزمونه او د هغوې تر منځ دوه اړخيزې اړيکې پوره نه دي پيژاندلي ، د وخت په تیریدو سره نوي امکانات رامنځ ته کيدی شي.
آیا موږ په ريښتیا دې ته اړ يو چې درمل او يا داسې خواړه وخورو چې ټاکلې فزيالوژيکي اغیز لري؟
« د اشتها فزيولوژيکي کنترول ډير غښتلی دی او ډیر کسان نه شي کولی هغه له منځه يوشي. بدن په خپل ټولو امکاناتو سره له ځانه دفاع کوي. ددې دپاره چې د چاغۍ پر خلاف جګړه کې بريالي شو، باید چې په ميکانیزمونو ځان پوه کړو او له خپلې پوهې څخه کار واخلو.»
نوموړې وايې « هغه درمل او خواړه چې پر اشتها اغیز لري په يواريوالي سره بس نه دي. دا يوازې مرستندوی مواد دي، څوک چې غواړي يو مناسب دروندوالی یا وزن ولري هغوی ته په کار ده چې ځانونه دې کار ته چمتو کړي. دا د نېکوتین پلستر ته ورته دی چې سړی تل چمتو وي يو سګرټ ولګوي»




Per Møller.1
Endorfiner.2
Grehlin.3