عصبی تشوشات چی په تنفسی دندی باندی تاثیر غورځوی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

Neurologic disorders affecting Respiratory Function

تنفسی توقف
Apnea

لسمه برخه

اپنیا (Apnea) دتنفس له انقطاع څخه عبارت دی او د هغه سبب دتنفسی مرکز څخه
ناکافی عصبی تحریک ( عصبی سیاله) بصلی او تنفسی عضلاتو (central apnea) ته
دی .یا دهوایی لاری دتام بند ش (obstructive Apnea) څخه عبارت دی ، یا په اکثرو
ناروغانوکی د تنفسی انقطاعی صفحه په ګډه سره (Mixed Apnea) دمرکزی اوانسدادی
اپنیا له کبله مینځ ته راځی .لنډ تنفسی توقف چی معمولاً وروسته له لس ثانیوڅخه د مینځه
ځی ، هغه صفحه دی چی تنفسی هڅه صورت نه نیسی ، په ماشومانو او کوچینیانو کی په
نورمال ډول سره خصوصاً چی کوچنی وژاړی معمولاً نورمال تلقی کیږی . اما که تنفسی
توقف له پنځلس ثانیو څخه زیات دوام وکړی باید چی غیر نورمال وګڼل شی . په نورمال
حالت که د کوچنی په هوایی لاره کی بند ش پیدا شی ،کوچنی هڅه کوی چی تنفس وکړی
، په دی وخت کی له تنفسی مرکز څخه قوی او لوی عصبی سیاله بصلی او تنفسی عضلاتو
ته لیږل کیږی ، تر څو چی را پیدا شوی خنډ او مانعه له مینخه ویسی .لاکن که نوموړی
لیږل شوی عصبی سیاله تنفسی مانعه د مینځه وینوړی ، په ماغذه کی مانع شوی عصبی
سیاله ددی موجب ګرځی چی اخته کوچنی د تنفسی بند ش درفع کولو دپاره په غیر ارادی
ډول سره لاس او پښی واچوی یا د خپل بدن غړی په حرکت راولی ، که چیری سره له دی
غیر ارادی حرکاتو بیا هم تنفسی بند ش د مینځه لاړ نه شی متاسفانه ناروغ کوچنی په مرګ
محکوم کیږی .
د اپنیا اسباب او عوامل ډیر زیات او لا تر اوسه په مشخص توګه پیژندل شوی نه دی ،
یعنی د هغه میخانیکیت پوره واضح شوی نه دی ، (جدول ۱۲-۱۲ ) مخکی د وخت
نوی زیږیدلی ماشومانو کی د اپنیا حملات معمول وی چی اکثراً د سیانوزس او د
Bradycardia سره یو ځای لیدل کیږی ،په غټو کوچینیانو کی د Apnea وقوعات معالج
داکتر هڅوی چی خپل مشاهدات تکمیل او پوره غور او پاملرنه وکړی جراحی تداوی
( د Adenoid ، او د غټو تانسیلونو ایستل یا نور بند ش ورکونکی انساج د هوایی لاری
څخه لری کول آو Tracheostomy ) ممکن ضرور وی تر څو چی د تنفسی بند ش را


پیداش اعراض د مینځه لاړ شی .

( ۱۲-۱۲ جدول ) د apnea کتګوری

ناروغ مثال میکانیزم علامی تداوی



دPreterm Prematur مرکزی کنترول Apnea تیوفیلین
week 36 > دهوایی لاری بندش bradycardia
---------------------------------------------------------------------------------------------
Ondine curs leigh synd مرکزی کنترول Apnea میکانیکل تهویه
------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------- چاغی،تفریط تهویه چاغی ،prader دهوایی لاری بند ش چاغی ، تیوفیلین ،وزن کمول


syndrom willi مرکزی کنترول پولیسیتیمیا

په خوب کی مزمن فرط ضخاموی دهوایی لاری بند ش ورځنی خوب ،خریدل تانسیلیکتومی ،
انسدادی اپنیا تانسیل ،pierr robin ضخاموی تانسیل دشپی بیخوبی،بستر کی ادینیکتومی
syndrom down , adenoid میتیازی کول nasal trumpels
palsy cerbral دپزی دشا انسداد فرط فعالیت CPAP
dystropy myotonic غټه ژبه ، دفکی صدغی تنبل ، دکرکتر Uvuloveloplasy


myopathy مفصل نه اجرات، ستونزی ،فمی تنفس

سیانوتیک نفس نیول ،له (۳) اوږد ذفیری اپنیا سیانوزس ،syncope باید مطمین شو
نفس قیدول کالو ښکته،عمرکی فرط تهویه ، دماغی لنډ تونیک کلونیک چی دا حالت پخپله


spell anoxia حرکات محدودیږی

breath pallide نفس قیدول reflex , systola سریع پیل ، د ژړا سره Atropin
spell holding seizures anoxic یوځای او یا بیل ،خسافت اختلاج رد شی


bradycardia

په SIDS په پریمچور کی زیات مرکزی تنفسی کنترول ۲-۳ میاشتی کوچنی تداوی نه لری
سمدلاسه مړینه SIDS په خور ،ورور قلبی بی نظمی سیاتونیک معلومیږی دشا په تخته ولویږی
اوږد QT ،مرکزی قلبی اپنیک ،بی تبض
اوږد ذفیری اپنی
غیر معمول :
اختلاج ، parantel
iduced


obstruction way air

دژوند حاد تهدید کونکی حوادث
Acut Life threatening Events
کوچینیان کوم چی د ژوند حاد تهدیدکونکی حوادثو تجربی لری لکه اوږد اپننیا
(Apnea) ،چی د احیایی مجدد ضرورت لری ، معالج داکتر یو چلنج ورکونکی
ستونزی سره مخامخ کوی ، متعدد ممکنه اسباب یی په (۱۲-۱۳ جدول) کی توضیح
شوی دی . چی تشخیضه ارزش لری ، نو په دی لحاظ معالج داکتر یو لړ تشخیصیه
معاینات لکه Electroencephalogram ،صدری رادیو ګرافی،الکتروکاردیوګرام
د وینی د ګازاتو تحلیل ، د وینی کیمیاوی معاینی په شمول د ګلوکوز ، کلسیم ، د
وینی urea nitrogen ، الکترولیزس او د Gastroesophageal د Refluxارزیابی
( دباریوم په بلع او یا د PH ثبوتی مطالعه ) او د زړه او تنفسی فعالیت دولسو نه
تر (۲۴) ساعته ثبت باید تر سره شی .او دبلی خوا دماشوم مور او پلار باید دپیښیدونکی
خطراتو په مورد کی لازمه راهنمایی شی ، خصوصاً چی ماشوم له (۱۵) ثانیی څخه
زیات Apnea وښیی . والدین باید سمدلاسه مرپوطه روغتون ته په بیړه سره مراجعت

وکړی . دصوتی حبل فلج
aralysisVocal Cord P
دحنجری د فعالیت وظیفوی عدم اجراتومهم سبب د صوتی حبل فلج تشکیلوی .نوموړی
فلج ممکن یو اړخیز یا دوه اړخیز وی ، او هغه هم د حنجری د راجع عصب له تخریب
څخه نسبت مرکزی آفت ته مینځ ته راځی .کیڼ حنجروی راجع عصب د ابحر د قوس د
چاپیریال څخه تیریږی چی نظر راسته حنجروی راجع عصب نه د ماوفیدو زیات چانس
لری ، ترضیض لکه د ولادت په وخت کی دکوچنی غاړه د ولادت په کانال کی تر کشش
راتلل او د منصف افات د صوتی حبل د فلج عام اسباب تشکیلوی .د حبل صوتی دفلج کیدو
مرکزی اسباب د Arnold chiari سو تشکلات،Hydrocephalus، داخل لقحفی خونریزی
اود Ambiguus دنوی (nucleus) ناقص تکامل یا Dysgensis دی .
دصوتی حبل دفلج اعراض عبارت د Stridor ، په ټیټ آواز سره ژړل یا آواز ایستل
( په ماشومانو کی) ،Hoarseness یا Apnea څخه دی . د صوتی حبل یو اړخیز فلج
نسبتاً بی اعراض وی . نادراً صوتی حبل د تبعد په وضیعت سره فلج کیږی ،چی د هغه
پایلی یا نتیحه aspiration وي , ناروغان په پورتنی ذکرشوی وضع سره یا هغه
ناروغان چی دصوتی حبل په دوه اړخیز تبعدی وضع سره فلج ورکړی نو نتیجه به یی
دهوایی لاری بندش وی ، چی د Tracheostomy ضرورت پیښیږی ، د ناروغی انزار چه
صوتی حبل بیرته خپل نورمال وضع ته وګرځی د آفت په وضع او د راجع عصب د روغیدو

او حالت پوری اړه لری . قلبی وعایی تشوشات
Cardiovascular Disorder
ریوی فرط فشار/ monal Corpul
منتشر ریوی ناروغی ، دعلوی تنفسی لاری بند ش (ډیرضخاموی ټانسیلونه یا Adenoid)
ریوی Thromboembolism ، یا لوړی ارتفاع سره مواجه کیدل ممکن دی چی ریوی فرط
فشار (Hypertension) مینځ ته راولی ، ریوی فرط فشار هم ، هغه وخت چی د چپه خوا نه
راسته خوا ته قلبی SHUNT موجود وی دوینی د زیات مقدار حجم په بهیدو او جریان سره
مینځ ته راځی .
ددوامدار Hypertension په موجودیت سره کوم چی د لوړ دموی جریان له کبله دی یا د
Hypoxic Vasoconstruction له کبله د ریوی شریان intima او media دلوړ وعایی
مقاومت له کبله غیر قابل ارجاع ګرځوی – ابتدایی ریوی فرط فشار Idopathic وی چی د
سږی د پرانشیم په نشتوالی یا قلبی ناروغیو کی واقع کیږی ،د Autoimmun ناروغیو
( SLE, Scleroderma) ,سره یو ځای وی او د تداوی په مقابل کی ضعیف ځواب ورکوی ،
ریوی فرط فشار د سږی د ناروغیو له سببه ، Hypertrophy او په واقیعت کی د زړه د ښیی
بطین توسع مینځ ته راولی چی د Corpulmonal په اصطلاح سره نومول شوی دی .
په پیشرفته حالاتو کی دښیی زړه د عدم کفایی واقع کیدل له امکانه لری نه وی ،چی د ناروغ د
ورځنی فعالیتونوخنډ ګرځی ، کبدی احتقان ، د مایعاتو تراکم او د Tricuspide د دسام دعدم
کفایی سره په سریریاتو کی را بر څیره کیږی ، دناروغی په شدید حالاتو کی د بطیناتوتر مینځ
پرده چپ بطین خواته بی ځایه کیږی ، چی د هغه حجمی ظرفیت را ټیټوی ، او هم د هغه
وظایف په اختلال او کمښت سره مواجه کوی .
په کوچینیانو کی د Corpulmona ډیر مسول او عام اسباب دسږی منتشر مزمن ناروغی دی
لکه Cystic Fibrosis , اوBronchopulmonary Dysplasia . په دی حالاتو کی د هوایی
لاری بند ش د سنخی Hypoxia اود سږی د پرانشیم د Scaring سبب کیږی ،چی په نتیجه کی
ریوی وعایی مقاومت لوړوی ،.
دریوی فرط فشار تشخیص هغه وخت باید تر شک او ګمان لاندی راشی کله چی په اخته ماشوم
کی طولانی Hypoxemia یا دچپه خوانه راسته خواته شدید شنټ موجود وی د فزیکی معایناتو
دلاسته راوړنی څخه سربیره مترافقه ریوی یا قلبی ناروغی د زړه ددوم آواز د Pulmonic
برخی لوړیدل دی کوم چی د سینی په چپه خوا په دوم بین الضلعی ساحه کی اوریدل کیږی د
پاملرنی وړ وی .
قطعی تشخیص د زړه په Catheterization وضع کیږی ، Ecocardiography دزړه دراسته
خوا فرط ضخاموی موجودیت ، بطینی Dysfunction او د تریکوسپید ددسام عدم کفایه چی د
ریوی شریان د فشار د لوړیدو سبب ګرځی تاییدوی .
تداوی (Treatment) :ددی ناروغی تداوی د سببی عواملو په اصلاح او په له مینځه وړلو
سره صورت مومی ، د Hypoxemia د برطرف کولو د پاره معمولاً Oxygenotheraphy ته
ضرورت لیدل کیږی . د زړه د عدم کفایی تداوی د مالګی څخه پرهیز او دDiuretics تجویزول
دی .Vasodilatator تداوی نادراً ګټور ثابتیږی ، ددی ناروغی مزمن شکل انزار یی خراب وی

که چپه بطین په عدم کفایه اخته شوی وی د ناروغی انزار لا پسی خرابیږی . ریوی اذیما
Pulmonary Edema
پتوفزیولوژی :داسناخو اودشعریه اوعیو ترمینځ فاصله کی دشعریه اوعیو هایدروستاتیک
فشار اود نسجی اوسموتیک فشار دتفاضل له کبله په سنخ (هوایی space) کی مایع داخلیږی ،
چی هلته یعنی د سنخ په د ننه کی د پلازما فشار اونسجی میکانیکل فشار را ټول شوی مایع
له سنخ یا هوایی space څخه دباندی باسی یا خارجوی .په نورمال حالت کی ددی فشارونو د
نقش په لوبولو سره نوموړی را ټول شوی مایع رشف یاجذبیږی ، او سنخی فاصله یا space
بی له مایع وی ، باید په یاد ولرو چی که هر ډول مایع په سنخ کی داخل شی په نورمال ډول
دریوی لمفاتیک شبکی په واسطه سره له سنخه خارجیږی .
ریوی اذیما هغه وخت مینځ ته راځی چی Trnscapillary مایع لمفاتیک تخلیوی جریان لوړ
ویوسی .
دچپه بطین وظیفوی کمښت یا ټیټوالی دریوی وریدی فرط فشار سره يوځای Capillary
هایدروستاتیک فشار لوړوی ، چی په نتیجه کی زیات مقدار مایعات په بین الخلالی فاصلو او
او سنخ کی را ټولیږی چی په پایله کی ریوی اذیما مینځ ته راځی . په لمړی سر کی مایع
د نهایی قصیبی دشاوخوا فاصله ، سنخ ، او شراینو( بین الخلالی اذیما) کی را ټولیږی ، چی
دسږی د کلکوالی دذفیر په وخت کی د قصیباتو مخکی د وخت تړل کیدو ، Dyspnea ، او
Tachpnea سبب کیږی چی د سږی د اخذو دتنبی کیدو نتیجه دی . که نوموړی پروسه دوام
وکړی او مایع سنخی فاصله کی داخل شی ،نو په نتیجه کی تهویه ښکته کیږی اومایع دسږی
په دننه او بین الخلالی فاصلو کی منتشر کیږی چی یواځی دسږی په غیر تهویوی برخو کی
چی د Shunt په نامه یادیږی هلته په اسناخوکی مایع نه را ټولیږی ، بلکه Hypoxia
مینځ ته راځی .
ریوی فرط فشار په Corpulmonal کی هم نادراً ریوی اذیما مینځ ته راولی .ځکه چی لوړ
وعایی مقاومت شعریه اوعیو بستر ته نژدی وی .ریوی اذیما دداخل الصدری دمنفی فشار په
لوړیدو سره (لکه د پورتنی تنفسی لاری بند ش له ضخاموی تانسیل څخه) هم مینځ ته راځی .
همدارنګه ریوی اذیما په هغو ناروغانو کی چی د هغو د سیروم Ancotic فشار ښکته وی هم
مینځ ته راځی ، او هغه ناروغان چی د ورید دلاری له حده زیات مایعات واخلی یا د شعریه
اوعیو د تخریب په تعقیب( د لوګی د انشاق ، یا د هایدروکاربن انشاق ) یا لوړو ارتفاعاتو ته
ختل ، خصوصاً هغه ناروغان چی دCNS ماوفتی ستونزی ولری هم کیدای شی چی په ریوی
اذیما باندی اخته شی .
سریری تظاهرات :ریوی اذیما په وصفی ډول سره ، ساه لنډی ، ټوخی ( اکثراً ځګ
لرونکی، ګلابی رنګ لیکی لرونکی بلغم) ،Tachpnea ،جهدی تنفسی علایم او منتشر رالونه
په سریریاتو کی ښیی . په صدری رادیو ګرافی کی دسږی په قرب السروی( perihilar) ساحه
کی وصفی منتسر ارتشاح لیدل کیږی ، چی ممکن دسږی د نورو ناروغیوپه موجودیت کی پټ
یا مخفی پاتی شی .د بین الخلالی اذیما (Kerley B lines) نښی ممکن ولیدل شی ، خصوصاً
دسږی په قاعده کی .
تداوی :ناروغ ته د نیم ناستی وضیعت باید ورکړل شی او اوکسیحن باید ورته تجویز شی . او
هغه عوامل چی د ناروغی سبب شوی هغه باید بر طرف کړل شی . مورفین عسرت تنفس له
مینځه وړی او ناروغ ته ارامش بښی ، مرکزی ورید متوسع راګرځوی دوریدی وینی بازګشت
زړه ته راکموی ، چی باید په پام کی وساتوو .له بله پلو ددی ناروغی په تداوی کی د Diuretics
استعمال اود سریع تاثیر غورځونکی Inotropic مستحضرات که د ورید د لاری تطبیق شی
پایلی به ښه وی ، په شدیدو واقعاتو کی د ماسک په ذریعه سره دوامدار مثبت هوایی لاری فشار
ورکونه (CPAP) یا intubation دمثبت نهایی expiratory فشار(PEEP) ورکول ممکن
ضرورت ولیدل شی . ددی ناروغی انزار دهغه په عامل او د تداوی په ځواب اونه ځواب ویلو

پوری اړه لرل . ریوی غیر cardiogenic اذیما د اسناخو دشعریه اوعیو دinterface دقابیلت نفوذی دلوړوالی
له کبله کوم چی اسناخ او بین الخلالی فاصلی دTransudate ډول مایع څخه ډک کیږی مینځ ته
راځی . علاوتاً د سږی اذیما د کلاسیک میکانیزم له کبله ، التهابی مینځګړیتوبونه ( vasoactive
دکاهلی تنفسی تشوش سنددروم
( ARDS ) Adult Respiratory Distress Syndrome
مرکبات ، اندوتوکسین ، complement , cytokinase , prostaglandins ) اوجذری آزاد
اوکسیجن داوعیو او د سږی د پرانشیم د تخریب سبب کیږی او ددی تخریب له امله Hypoxia ،
او hypercapnea ،مینځ ته راځی چی د ریوی hypertension سبب کیږی ، فلهذا د ARDS ،
تظاهر د Pulmonary Shunt دترکیبی حالت په ذریعه مینځ ته راځی چی ریوی compliance
ښکته او د ریوی فرط فشار سبب کیږی .
د ARDS ایتیالوژی متفاوت او مختلف وی ، مګر اکثراً شاک ( خصوصاً سیپتیک شاک)
د هایدروکاربن Aspiration ، سمی لوګی او بخار ( لوګی ، 2No , 2So , 3NH, phasgen
2 Cl) یا ترضیض ( سوځیدل ، غرق کیدل ، قحفی ترضیض ، د کسر څخه راپیدا شوی
امبولی ) سببی عوامل ګڼل کیږی .
په ARDS باندی اخته ناروغ شدید Hypoxemia او تنفسی تشوش ښیی ، دناروغ په صدری
رادیوګرافی کی منتشر سنخی ارتشاح او په مقدم صفحه کی بین ا لخلالی اذیما هم لیدل کیږی .
تداوی : میکانیکی تهویه د PEEP په تطبیق سره یو ځای او د بلی خوا د اوکسیجن تجویز
او د سببی عواملو تداوی ضروری ګڼل کیږی .

ریوی امبولیزم
Embolism pulmonary
په کوچینیانو کی ریوی امبولیږم نادراً او کله کله د وعایی کتیتر په تطبیق ، فمی
contraceptic, anticoagulant , Lupus , Trauma , سقط ، یا خباثت سره مترافق
وی ، ځکه چی ریوی وعایی بستر ډیر زیات منبسط اوغزیدلی وی ، چی کوچنی امبولیزم
حتی د Multiple په شکل کی که واقع هم وشی نه کشف کیږی ،تر څو چی منتن ونشی ،
او د سږی د منتن کیدو سبب ونه ګرځی ، په هر صورت لوی امبولیزم ممکن د حاد ساه لنډی
، پلورایی صدری درد ، ټوخی ، Hemoptysis ، او حتی د مرګ سبب کیږی .
Hypoxia عمومت لری په الکتروکاردیوګرام کی د زړه دراسته خوا تغیرات په ښکاره ډول
سره لیدل کیږی ،دزړه دوم آواز لوړیږی ، په سږی کی Wedge ډول ارتشاح مینځ ته راځی .
د سږی Angiogram یواځنی پروسیجر دی چی نوموړی ناروغی تشخیصوی .
تداوی :ددی ناروغی تداوی وقایوی او محافظوی دی ( داوکسیجن تجویز) ، او د بلی خوا
مساعد کونکی فکتورونه یا هغه عوامل چی د امبولیږم په مینځ راتلو کی ونډه لری ، باید
تر پاملرنی لاندی وی ، او د هغو ممکنه تداوی د پامه ونه غورځول شی ،د Heparinتجویز
په اغلب ګمان سره د امبولیزم له پیشرفت څخه مخنیوی کوی .
دکتلوی امبولیږم تداوی Thrombolytic تداوی دی .

د اجنبی جسم انشاق
Foreign Body Aspiration
په شزنی شجر القصبی (Tracho Bronchial Tree) کی د اجنبی اجسامو انشاق له څلورو
کالو ښکته عمر ماشومانوکی ډیر معمول او عام وی ، او د مړنی ګراف هم په همدی ګروپ
عمر کی زیات واقع کیږی ، کوچنیان اکثراً هرشی چی په لاس کی ورشی بی له درنګه مستقیماً
په خوله کی اچوی اوهم په یوه لنډه شیبه کی د ډیر جدی مواظبت کونکی له نظره بیا هم اجنبی
جسم انشاق کوی ،ځوانو کوچینیانو په عمومی ډول سره غذا ، نانزکی ، یا نور واړه شیان انشاق
یا Aspirat کوی ،نوموړی ماشومان هر هغه شی چی په خوله کی اچوی د کامل بی اعتنایی له
امله هغه شی انشاقوی .
سریری تظاهرات : دکوچینیانو لوی فیصدی کوم چی اجنبی جسم انشاقوی د خفه کیدو یا
اختناق واضح او روښانه تاریخچه ( د اجنبی جسم د انشاق شواهد ) یا د اجنبی جسم فزیکی او
او رادیو ګرافیکی شواهد لری ، یو ډیر څه کم فیصدی ماشومان چی که اجنبی جسم انشاق کړای
وی ، ممکن دی چی منفی تاریخجه را ښکاره کړی ،او هغه هم په دی چی ممکن حادثه چا نه وی
لیدلی ( شاهد موجود نه وی ) یا داچه لیدونکی یا شاهد نه وی پیژندلی چی ماشوم څه شی انشاق
کړ ه یاکړ ، د اجنبی جسم په حاد یا سمدلاسه انشاق کی ، د سریریاتو له نظره په ناروغ کی د یو
طرفه تنفسی آوازونومعدومیت ، موضعی ویزنګ ،Stridor او په وینی سره ککړ بلغم لیدل کیږی
په رادیوګرافیکی مطالعه کی ممکن د اجنبی جسم خیال (Radiopaque) یا د هوا توقف یا احتباس
نښی نښانی په ضفیر (Exhalation;) کی ولیدل شی .په هر صورت کله چی د اجنبی جسم اشتباه
موجود وی ، نو ضرورت لیدل کیږی چی د سینی رادیوګرافی اجرا شی سره له هغه چی
فلوروسکوپی ډیر مرسته کونکی معا ینه ګڼل کیږی .
اجنبی اجسام راسته خوا سږی ته د قصبی د مستقیم غزیدو او د شزن مستقیم تمایل راسته پلو ته
نسبت چپه خوا سږی ته زیات انشاق یاAspirate کیږی .ډیر انشاق شوی اجنبی اجسام د ټوخی
په واسطه سره دراسته خوا سږی دقصبی د مستقیم غزیدلو له امله د باندی وځی ، ولی بیا هم یو څه
فیصدی اجنبی اجسام په چپه خوا سږی کی هم داخلیږی یا انشاق کیږی ، ځنی اجسام لکه مغزیات
(Nuts) یا تخمونه ( seeds ) پس له انشاق څخه په هوایی لاره کی له یو ځای څخه بل ځای ته په
نوسان کی وی ، یا کله کله په حنجره کی ځای په ځای کیږی ،چی ناروغ ټوخیږی او هوایی لار په
کامل ډول سره بندوی ، داډول مهاجر او نوسانی اجنبی اجسام په رادیو ګرافی کی شواهد نه ورکوی
او ډیر مشکل دی چی کشف او ولیدل شی یا د هغه هویت وپیژندل شی ، اچنبی جسم کله کله په مری
کی هم توقف کوی ، او د خپل توقف له امله په شزن باندی فشار واردوی ،چی د تنفسی اعراضو د
پیدا کیدو موجب ګرځی ، په مری کی د اجنبی جسم موجودیت په تشخیص تفریقی دهغه کوچینیانو
ناروغی کی چی دوامدار Stridor یا ویزنګ ولری ځصوصاً که دDysphagia سره یو ځای وی
باید شامل کړل شی .
تشخیص :اکثر کوچنی اجنبی اجسام دناروغ دټوخیدو فعالیت سره دباندی وځی ، اما ځنی
نور اجنبی اجسام د ډیرو مودی د پاره مخکی د تشخیص په سږی یا هوایی لار ه کی مستور
او مرموز پاتی کیږی ، او تر طبی پاملرنی لاندی د اعراضولکه تبه ، ټوخی ، بلغم یا د سینی
درد په ښودلو سره پریوزي ، ناروغ د دوامدار ویزنګ په لرلو سره چی دbroncho dilatator
تداوی سره ځواب ورنکړی ، دوامدار Atelectasis ، مکرر یا دوامدار Pneumonia ، یا
دوامدار ټوخی ، بی له کوم واضح دلیل سره هغه نښی نښانی دی چی د اجنبی جسم موجودیت
په هوایی لاره یا سږی کی را په ګوته کوی ، که چیری په سږی کی د اجنبی جسم د موجودیت
پوره شواهد( په تاریخچه ، فزیکی او رادیو ګرافیکی معایناتو کی) تر لاسه شی ناروغ باید
برانکوسکوفی شی .
وقایه او تداوی : د اجنبی اجسامود انشاق د مخنیوی ښه لاره دادی چی د کوچنی مور او
پلار او یا د هغه نژدی موا ظبت کونکی و پوهول شی چی د اجنبی جسم د انشاق څخه د
کوچنی په واسطه سره څنګه مخنیوی کیږی ؟ مخکی له هغه چی د کوچنی مولرغاښونه نه وی
وتلی ،هغه ته باید مغذیات ، اومه ګاذری او نور هغه عذایی مواد چی په آسانی سره په وړو یا
کوچنی برخو ویشل کیږی ورنکړل شی ، نانزکی او د هغی ځنی وړه متممه پارچی چی په
آسانی سره انشاق کیږی له کوچنی حخه لری وساتل شی .

غرق کیدنه
Drowning – Near
دکوچینیانو غرقیدل په اوبو کی اکثراً د کوچینیانو دتصادماتو عاجل واقعات جوړوی ، چی د
Hypoxia په مینځ راتلو کی دغرق شوی کوچنی غړی ماوفیږی ، او دهغه دسږی دندی یا
وظایف د تشوش سره مخامخ کیږی ، په ځنی واقعاتو کی د حنجری د سپزم او یا تشنج له امله
غرق شوی ماشوم نه پریږدی چی اوبه انشاق یا Aspirate کړی ، یواځی د Hypoxiaله کبله
نسجی تخریبات مینځ ته راځی ، چی د تهویی او د Perfusion اړیکی په تشوش اخته کیږی
او په دی ډول سره Surfactant دمینځه ځی او ریوی اذیما یا پړسوب مینځ ته راولی ، چی
د تداوی لمړنی هدف د Acidosis اود Hypoxia عاجل تداوی او اصلاح کول دی .
دتهویی د قطع کیدو څخه کوچینیان تر اوږدی مودی پوری د قلبی فعالیتونو توان لری او د
همدی مثلی به نظر کی نیولوسره لمړنی عاجل کړنه دادی چی تهویه باید په موثر ډول سره فعال
کړل شی ، په هر صورت انشاق شوی اوبه دسږی په واسطه سره زر جذبیږی ، نو په دی لحاظ
په ډیر چټکتیا سره بی له کوم ځنډ تهویه باید بیرته اعاده شی ،او ددی انتظار ونه وړل شی چی
اوبوڅنګه باید له هوایی لاری څخه وویستل شی ، نژدی صدری قلبی مساژ باید په کار ویوړل شی ،
که ضرورت وی باید چی intubation او PEEP ته سر وصورت ورکړل شی چی د ریوی
shunt په تنفیض او د oxygenation په بهبودی کی ډیر ګټور تماتیږی ، کله چی موثر تهویه
بیرته اعاده شی میتا بولیک اسیدوزس اکثراً پخپله اصلاح کیږی ، اما سره له هغه د بایکاربونات
تجویز لازمی ګڼل کیږی .
دماغی اذیما اکثراً د Hypoxia له سببه مینځ ته راځی چی باید له پامه ونه غورځول شی ، او د
هغه په اصلاح او تداوی کی عاجل اولازم تدابیر ونیول شی ، فرط تهویه ( د 2ocp اندازه په
مینځ د 25-28 ( Torr ) وساتل شی ، د مایعاتو تجویز قطع کړل شی ، اوسمتیک مدرر توصیه
او حتی له بطین څخه مایع دventriculostomy په واسطه سره باید خارج کړل شی ، چی ددماغی
ischemia په مخنیوی کی کوم چی دداخل القحفی فرط فشار په نتیجه کی مینځ ته راځی ضروری
عمل شمیرل کیږی . ددی حادثی انزار عمدتاً د Hypoxia د شدت په درجی پوری اړه لری .
اخته کوچینیان وروسته له هغه چی خپل د لاسه ورکړی شعور بیرته تر لاسه کړی نو انزار یی ښه
دی ، له (۹) دقیقی نهزیات غرقیدل او د قلبی ریوی احیای مجدد موده له (۲۵) دقیقی څخه مخکی
د بستر کید وزیات وخت نیول معمولاًد وافیاتو اود نیورولوجیک تخریباتوسره یوځای وی .
دا باید په پام کی ولرو چی که چیری کوچنی به یخو اوبو کی غرق شوی وی دیخو اوبو د حرارت
ورو میتابولیزم hypoxicتخریبات یو څه محدودوی یعنی زیات تخریبات مینځ ته نه راځی .

هیموزیدروزس
Hemosidrosis
ریوی هیموزیدروزس په سږی کی دخون ریزی څخه د Hemosidren په تراکم سره متصف وی .
دوینی سره کریوات په سږی کی د اسناخو دmacrophages دحجراتو په واسطه سره بلع کیږی او
هیموګلوبین په Hemosidrosis باندی اوړی ، هیموزیدرین د اسناخو د macrophage سره په
microscopic معایناتو کی کولای شو چی وپیژنو ، هیموزیدروزس د مکروفاژ حجراتو سره
کیدای شی چی په بلغم ، معدوی محتویات ، قصبی سنخی لواژ شوی مایع او په ریوی Biopsy
کی پیدا کړو .
اسباب : Etiology : هیموزیدروزس په سږی ، هوایی لار ، بلعوم ، انفی بلعومی یا خوله کی د
خونریزی له کبله چی له هر سببه وی مینځ ته راځی ، مګر معمولاً د اسناخو د منتشر خونریزی
له امله ( ممکن خفیف ، ګذری یا په کتلوی ډول ) مینځ ته راځی .
سریری تظاهرات : ددی ناروغی تظاهر ممکن متفاوت وی ، مګر اکثراًپه اخته ماشوم کی
داوسپنی د کمخونی چی د ټوخی د تاریخچی ، Tachpnea ، اوویزنګ سره یو ځای وی اکثراً
تظاهر کوی . کله کله په اخته ماشوم کی کتلوی Hemoptysis یا Hematemesis ، هم لیدل
کیږی . د سږی د حاد خونریزی په موده کی ، تبه ، لکوسیتوزس او حتی د sedimentation
د اندازی په لوړیدو سره د هغه تظاهر لیدل کیږی . او ځنی واقعات یی د لوړ Eosinophillia
سره هم لیدل کیږی . د صدر په رادیوګرافی کی معمولاً ګذری infiltration لیدل کیږی ، اما
په هر صورت اخته ناروغ په صدری رادیو ګرافی کی کتلوی ارتشاح ، atelectasis او
Hyperinflation ښکاره کوی .ددی حادثی په مزمن شکل کی بین الخلالی فبروزس هم مینځ
ته راځی . دبلی خوا څخه اکثر ناروغان په غلط سره په باکتیریل Pneumonia تشخیص کیږی
حال داچی د اوسپنی د عدم کفایی کمخونی یا Guaiac مثبت غایطی مواد په اخته ماشوم کی چی
سینه بغلی (خصوصاً که ایوزینوفیل موجود وی) هم ولری د ریوی هیموزیدروزس څخه نمایندګی
کوی . چی ددی مثلی د ثبوت د پاره و بلغم ، د معدی محتویات ، داسناخو لواژ شوی مایع او د
مکرو فاژ د حجراتو د میندلو دپاره معاینات باید تر سره شی .
دریوی هیموزیدروزس صنف بندی (classification) دمترافقه سریری نښی نښانی لاسته راوړنی
او د اسناخو د خونریزی ممکنه اسبابو انعکاس ورکونکی دی ، دکوچینیانو په اکثره واقعاتو کی
دهیموزیدروزس اصلی سبب نه دی پیژندل شوی ، او په همدی اسا س دریوی Idopathic
هیموزیدروزس تر نامه قرار نیسی ،ددی واقعی ځنی نورشکلونه دګلومیرول د قاعدوی غشا د
ناروغیو (Glomerulonephritis) سره یو ځای لیدل کیږی ، چی په دوه نورو ګروپونو سره
ویشل کیږی ، یعنی یو هغه ګزوپ چی د antigen-antibody دورانی کمپلکس تر نامه او بل
هغه ګروپ چی نوموړی کمپلکس یواځی د ګلومیرول په قاعدوی غشا یا سږی کی تراکم
(Goodpasture Syndrome) کوی . دغه complix antibody – nantige ممکن د یو
لړ کولاجن وعایی ناروغیو یا اجهزوی vasculitis , لکه wegner granulomatosis
Henoch schonlein purpura سره مترافق وی . په هر صورت په کولاجن وعایی ناروغیو
سره سږی مخکی د پښتورګو په اخته کیدو مبتلا کیږی ،په کوچینیانو کی ریوی هیموزیدروزس
دغوا د شدی د انتیباډی په ترسب سره سیروم کی هم ( Heiner syndrome) مترافق وی ،
دا ډول کوچینیان شاید چی ویزنګ ، ایزونوفیلیا ، لوړ IgE , وزن نه اخیستل او په کم فیصدی
سره adenoid Hypertrophy چی د پورتنی هوایی لاری په بندش سره یو ځای وی هم وښیی ،
دشدی د حساسیت نقشتر اوسه پوری معلوم نه دی ، مګر د نوموړی شدی په قطع کیدو سره د
اسناخو خونریزی هم د مینځه ځی .
تداوی ( Treatment): د حاد مرحلی په خونریزی کی اوکسیجن ، نقل الدم او که ضرورت
وی ، میکانیکل تهویه د PEEP سره یو ځای تجویز ، اجرا او په کار ویوړل شی ، دخونریزی
محراق او منبع هم باید Tamponad شی ، هڅه وشی چی د خونریزی سبب وپیژندل شی . چی
ددی منبع پیژندنه دسږی د بیوبسی په معاینی سره ( جدول ۱۲-۱۴) تر سره کیږی .
Idiopathic pulmonary Hemosidrosis دکورتیکوستروید په تجویز سره ممکن مرفوع شی
نور انحطاط ورکونکی مواد او مستحضرات لكه hamidcyclophosp او azathioprin هغه
وخت د تجویز استطباب لری کله چی د (۲-۳) میاشتو پوری د کورتیکوید سره تداوی نتیجه
ورنکړی دبلی خوا څخه ناروغ کوچنی ته باید د غوا شدی ورنکړل شی .
--------------------------------------------------------------------------------------



جدول( ۱۲-۱۴) دHemoptysis او ریوی هیمورژ تشخیصتفریقی :

قلبی وعایی :cardiovascular

Heart Failure *
syndrom Eisenmenger *
( syndrom - renduo - weber - osler ) fistula arterovenous *
Embolism pulmonary *
ریوی pulmonary
RDS *
Bronchogenic cyst *
sequestration *
parasitic , fungel, mycobacterial ,bacterial ) pneumonia *
fibrosis cystic *
trachobronchitis *
Abscess *
metastasis , hemangioma , carcinoid , adenima ) Tumor*
retention antibody Foreign *
Trauma , contusion*
معا فییت Immune
purpura schonlein Henoch *
Heiner syndrom *
Good pasture Syndrom*
Wegener granulomatosis*
Erythromatosis lupus systemic *
asperogillosis bronchopulmonary allergic *
نور other
hyperammonemia *
kernicterus*
( infant preterm ) hemorrhage intracranial *
انزار :ددی ناروغیا نزار دسببی عواملو کوم چی خونریزی ورکوی اړه لری
په Idiopathic شکل کی انزار یی د کور تیکوید په تجویز سره ښه وی ، مکرر
خونریزی چی د ریوی مزمن فبروزس نتیجه دی او تنفسی عدم کفایه ورکوی خراب
انزار بلل کیږی .
تنفسی عدم کفایه
Failure Respiratory
ریوی عدم کفایه هغه وخت واقع کیږی چی سږی کافی اندازه اوکسیجن به وینه کی د
میتابولیکی ضرورت دپاره عرضه ونکړی ، دغه ناتوانی ممکن ورو یا سمدلاسه او
یو ناڅاپی مینځ ته راشی ، معمولاً تنفسی هڅی ددی سبب کیږی چی ناروغ کی
Tachpnea ، ساه لنډی ، Retraction او د تنفسی اضافی عضلاتو هڅی مینځ ته
راولی ، اصغایی میندنی د ناروغی د ایتیالوژی په نظر کی نیولو سره متفاوت دی
او شاید چی د تنفسی اوازونو په معدومیت ، ویزنګ ، اوږد ذفیر ، crackles ، رانکای ،
او Grunting , exhalation سره یو ځای وی . ځکه چی تقریباً ld / g 5 دورانی
deoxygenated هیموګلوبین په نورمال صورت سره د سیانوزس د مینځ راتلو دپاره
په سریریاتو کی ضرورت لیدل کیږی ،ناروغ چی په کمخونی اخته وی بی له هغه چی
د سیانوزس تظاهرات را ښکاره کړی ، د اوکسیجن دشدید انتقال صدمی سره مواجه وی
په مقدم ډول د ناروغی په سیر کی Tachycardia عمومیت لری ،Bradycardia
ناوخت او معمولاً د Hypotension او د قلبی arrest په تعقیب واقع کیږی .
Hypoxemia شاید نارامی او مخرشیت چی په confusionسره تمامیږی مینځ ته راشی ،
د هوش او شعور تناقص ، اختلاج ، او حتی کوما مینځ ته راتلی شی ، Hypercapnea
ددماغی اوعیو د توسع سبب ګرځی چی شدید سر دردی سره مترافق او په اخر نی صفحه
کی ژور انحطاط پهCNS کی مینځ ته راځی .دتنفسی عدم کفایی تشخیص د ناروغ په ژور
کتنی ، تاریخچه او سریری قابل د ملاحظی تظاهرات او د لابراتواری خاص مشاهدات او
لاسته راوړنی پوری نه شلیدونکی ارتباط لری ، یواځی ډیر معمول لابراتواری مطالعه
دوینی د ګاز اندازه کول دی ،په هر صورت کله چی د سریریاتو له نظره دتنفسی عدم کفایی
شواهد ولیدل شی اوکسیجن تراپی بی له دی چی د وینی د ګاز انلایز ته انتظار وویستل شی
باید بی له کوم ځنډ پیل شی .
تداوی : دتنفسی عدم کفایی مستقیم تداوی د Hypoxemia,اوHypercapnia عاجل تداوی
دی ، دکوچینیانو په ناروغانو کی د صد فیصد اوکسیجن تطبیق د لنډی مودی دپاره نادراً
مضر وی او ناروغ باید دقیقاً وڅیړل شی ، کوچینیان چی په مزمن تنفسی عدم کفایی باندی
مبتلا وی Hypercapnea ته نامشخص عکس العمل ښیی ، په دی ډول حالاتو کی دلوړ
غلظت اوکسیجن توصیه کول paradoxical تنفسی انحطاط مینځ ته راولی ، دمسببه عواملو
دقیق او سیستمیک ارزیابی ( قویاً نکس کونکی عوامل) کوم چی تنفسی عدم کفایه ورکوی
صورت مومی ، په موجودیت د Hypoxia Refactory او یا شدید Hypercapnia ،
( g H mm 60 < 2 paco) کی د میکانیکل تهویی په مورد کی باید پاملرنی صورت
ومومی ، په تنفسی عدم کفایی باندی اخته ماشوم معمولاً غیر ثابت وضع لری چی باید تر
ژور پاملرنی لاندی قرار ونیسی ، به کوچینیانو کی د قلبی arrest عمده سبب نسبت لمړنی
قلبی غیر نورمال والی ته Hypoxemia ګڼل کیږی ،.
تنفسی عدم کفایه د تداوی په اجرا کولو سره په کلی ډول نورمال حالت ته نه را ګرځی ،( د
پنموتورکس یا دعلوی تنفسی لاری د بندش تداوی یا د برانکوسپزم تداوی ) ، انتوبیشن
او میکانیکل تهویه معمولاً ضروری شمیرل کیږی ،.
ددی ناروغی انزار د مسببه عواملو په خصلت او کرکتر او د تداوی د میتود په اجرا پوری
ارتباط پیدا کوی ، ناروغ د مرض حاد شکل سره ښه انزار لری اما کا ناروغ په مزمن شکل د
ناروغی باندی اخته شی او CF هم ولری دهغه انزار خراب او د قناعت وړ نه وی ، په هر
صورت دښه تداوی په اجرا سره ناروغ کیدای شی چی خپل ژوند ته دوام ورکړی .

ریفرنسونه
Pediatric of Nelson Textbook : ( ed ) RE Behrman*
Hemorrhage Alveolar JR Hoidal SF Davies , LeathermakJW *
Syndrome
Managment and Pathogenesis : D SCHIDLOW , H Panitch *
Children In Hemoptysis Of
دانترنیت له ویب سایتونو څخه *



پای
دکوچینیانو دتنفسی سیستم د ناروغیو او تشوشاتو
اخرنی برخه چی جمعاً لس برخه وشو
که ژوند باقی وه د کوچینیانو هضمی سیستم به
لوستونکو ته وړاندی کړم
په درناوی

پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)