وژونکي ناروعۍ(AIDS) د

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدولي اڅکزی

اېډز هغه وژونکې وېروسي ناروغي ده چي د اوسني پېرپه سترو ننګونو کښي شمېرل کيږي. دتيري چهار شنبې په ورځ په ټوله نړۍ کښي د اېډز نړۍ واله ورځ ولمانځل سوه. او د هغه نه يوه اونۍ وړاندي د ملګرو ملتونو نړۍ واله اېډز راپور راوايستل سو .

د٢٠٠٥ مېلادي کال د ملګرو ملتونو نړۍ واله ايډز راپور ښيي چي په نړۍ واله کچه د ايډز په ناروغۍ اخته نويو کسانو شمېرڅلور اعشاريه نهه مليون ته رسېدلی دی. او پدې ډول په ټوله نړۍ کښي تر ٢٧ مليونو نه زيات انسانان پدغه ناروغي اخته دي. د اېډز په ناروغي اخته کسانو شمېر هيڅکله دومره زيات نه و. يوازي په تېرو ١٢ مياشتو کښي درې ملينو انسانانو د اېډز له وجي خپل ژوند د لاسه ورکړی .

اېډز څه شی دی؟

اېډز يا اې آی ډي اېس د انګليسي ژبي د

A cquired I mmune D eficiency S yndrome

() مخفف دی چي معنی يه د انساني جسد د ايمون سيسټم يا د ناروغيو پر ضد د مقاومت کولو د واک دمنځه تللو ناروغي ده. دغه ناروغي د اېچ آی وي د وېروس نه چي د

H uman I mmunodeficiency V irus

() مخفف دی نه منځ ته راځي .

انساني وينه د دريو ډول حجرواو يو ډول مايع نه جوړه شوې په کومه کښي چي دغه درې ډول حجرې لامبو کوي. د ويني سپيني حجرې هغه هجرې دي چي په انساني بدن کښي د ناروغيو د پېژندلو او د پېژندلو نه وروسته د ناروغيو د مکروبونو د منځه وړلو دنده په غاړه لري. ياني که کوم وخت چي د انسان و بدن ته يوه ناروغي ور ننوځي نو د ويني د سپينو حجرو په مرسته انساني بدن پخپله يو ډول دارو جوړوي چي د دغه ناروغۍ سره مقاومت وکړي. ياني ويلای سو چي دغه حجرې دانساني بدن دفاعي نظام دی. د اېچ آی وي وېرس دويني دغه مرستندويه حجرې له منځه وړي. د وخت په تېرېدو سره د هغه انسان په وينو کښي، چي په اېچ آی وي وايرس اخته وي د مرستندويه حجرو شمېر کميږي. کله چي د دغه مرستندويه حجرو شمېرپه وينه کښي ډېر کم شي نو د انساني بدن دفاعي نظام له واکه ولويږي. پداسي حال کښي چي د انسان دجسددفاعي نظام ړنګ کړل شوی وي نو د انسان جسد د هر ډ‌ول ناروغيو په وړاندي لاچاره وي. پدغسي يو حالت کښي د انسان جسد حتی د زکام دمعمولي ناروغۍ په وړاندي لا هم مقاومت نه سي کولای او پدې ډول د زکام غوندي معمولي ناروغی نه لا هم مړ کېدلای شي. کله چي اېچ آی وي وايرس انساني دفاعي نظام ړنګ کړي نو ويل کيږي چي دغه انسان د اېډز په ناروغی اخته شو. کله چي د انسان و بدن ته د اېچ آی وي وايرس و ننوزي نو پسله څو کالو بيا د هغه نه اېډز ناروغي منځ ته راځي. خو هر هغه څوک چي پدغه وايرس اخته شي نو که وختي وي او ناوخته خامخا د اېډز په ناروغي اخته کيږي .

د اېچ آی وي وايرس د هغو وايرسونو د کورنۍ سره تړاو لري کوم چي په بيزوګانو يا په شادي کښي و اېډز ته ورته د ايمون نظام ناروغي راپاروي. ويل کيږي چي د بيزوګانو دغه وايرس څه باندي سل کاله وړاندي و انسانانو ته واوښتی .

دا چي دغه وايرس کله، چيري او څنګه دغه وايرس د بيزو نه و انسان ته واوښتی پدې هکله هيڅ معلومات نسته. د بيرمينګهم او الباما د پوهنتونونو وروستۍ څېړني ښيي چي په بيزوګانو کښي يو ډول وايرس چي اېس آی وي نوميږي د انسانانو د ايچ آی وي وايرس په ډول د بيزوګانو د جسد دفاعي نظام ړنګوي. ساينپوهان وايي چي د اېچ آی وي وايرس د دوو بيلو وايرسو نه منځ ته راغلی .

پداسي حال کښي چي د بيزوګانو په سلګونو اقسام سته دوه ډوله بيزوګاني شيمپانزي او ګوی ننز داسي وايرس په وينو کښي لري چي ورته د اېډز د وايرس اېچ آی وي مور ويل کيږي. خو د اېډز راپارونکی وايرس د دغه دو وايرسونو د سره يو ځای کېدو نه منځ ته راغلی. شېمپانزي بېزوګاني د ګوی نن بيزوګانو ښکار کوي او هغه خوري. ساينسپوهان واي چي ښايي يوې شېمپانزي بيزود يوې ګوی نن بيزو غوښي خوړلي وي او هغه په داسي حال کي چي دواړو په وينو کښي دوه بېل د ايمون د ناروغي راپارونکي وايرسونه درلو دل او همدارنګه دواړه وايرسونه سره يو ځای شوي او د هغه نه د اېس آی وي وايرس جوړ سوی کوم چي د اېچ آی وي وايرس مور ګڼل کيږي. ساينسپوهان واي چي ښايي د نن نه ٨٠ کاله وړاندي دلومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېس آی وي وايرس اخته سوي چا چي د بيزوګانو غوښي خوړلې. د لومړي ځل لپاره په نونس سوه نه پنځوسم مېلاد ي کال کښي ديوه انسان په وينه کښي د اېچ آی وي وايرس وموندل سو. دغه موندنه د افريکا په هيواد کونکو کښي وسوه. بيا په نونس سوه نه شپېتم کال کښي د يوه امريکايي عسکر په وينو کښي اېچ آی وي وموندل سو. خو هغه وخت لا انسانان د اېډز د ناروغۍ نه ناخبره وه او دغه ناروغي يه نه پېژندل .

احمدولي اڅکزی