داسرارو پرده ; شمال يا باد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



مشيد په داسې حال کې چې سړې هوا اودشمال لګيدو يې مخ او لاسونه يخ او په غوسه کړى يې دى له پرده دار سره مخ کيږي . پرده دار پوهيږي چې مشيد له يخنۍ څخه شکايت لري، نو ځکه له هغه څخه غواړي چې دستکشې او د غاړې دسمال واغوندي. مشيد چې ډير په غوسه هم دى او د پرده دار په خبرو عمل هم کوي وايي چې که شمال نه واى نو له دومره ستونزوسره به نه مخ کيده.


پرده دار وايي چې شمال د هوادخوځښت يا حرکت څخه منځته راځي، او که چيرې هوا نه وي نو تنقس کول هم ګران تماميږي.مشيد چې په دې خبرو يې سر نه خلاصيږي پوښتي چې شمال څنګه منځ ته راځي؟پرده دار دخپلو خبرو د اثبات او د مشيدد پوهولو په خاطر د پردې شعر وايي (( راښايې څومره ښه څيزونه پردې،پوره کوې مو ارمانونه پردې- دانتظار شېبې مو مه اوږدوه- راوسپړه نوي رازونه پردې! ))

د اسرارو جادويي پرده کش کيږي ، مشيد د پردې تر شا دبيلابيلو عمرونو ماشومان په رنګارنګ او وړينو جامو کې ويني چې پتنګان الوزوي.

آسمان په رنګارنګ او غټو وړو پتنګانو ښکلى شوى دى،يو هلک د شعر په ډول وايي: اى باده راپيدا شه – پتنګه په هوا شه. زياتره ماشومان د پتنګ الوزولو پر مهال دا شعر وايي او ګومان کوي چې د دې شعر په ويلو شمال زياتيږي.

ټول ماشومان د شمال په زياتيدوخوښي څرګندوي، يو هلک د پتنګ تار تاووي ، بل بيا د خپل انډيوال څخه د پتنګ په پورته کولو کې مرسته غواړي . يو هلک د ماهيګک، پتنګ، نيم تخته يي ،سه پارچه، او داسې نورو يادونه کوي(پتنګان د کاغذ د تناسب له مخې په دې نامه نومول شوي دي) او بيل بيل يې په اسمان کې شميري او غواړي هر يو يې آزاد شي چې دې يې ونيسي

په همدې وخت کې مشيد وايي اوس پوه شو چې شمال يا باد دهمدې شعر په ويلو پيدا کيږي نو بنديدل به يې هم په شعر سره کيږي نوځکه وايي : - شماله مه لګېږه - نور بس دى ودرېږه .

پرده دار اکا خاندي اودشعر تاثير د شمال په زياتيدو اوکميدوباندې ردوي. مشيد حيرانيږي، پرده داراکا ورته وايي چې مخکې يې ورته وويل ،دشمال لګيدل د هواد حرکت څخه رامنځته کيږي، او دا کار يې د باديا شمال د لګيدو پر مهال د پتنګانو په الوزولو کې په اثبات ورساوه . خو د مشيد ددې پوښتنې په ځواب کې چې د هوا حرکت څرنګه صورت مومي ، پرده دار اکا ورته د کريمې کيسه کوي.

کريمه ډيره هوښياره او کنجکاوه نجلۍ وه.کله به چې دکومې مسالې په هکله ورته کومه پوښتنه پيدا شوه ،نوضرور به يې په حل کولو پسې ګرځيده.يوه ورځ چې هواډيره ګرمه او لمر هم تيز و،د خپلې مور سره د سابو د ټولولپاره ځمکوته ځي.زيات کار او د لمر وړانګې يې دومره ستړې کوې چې له ځانه يې خولې څاڅي.

دکريمې زړه کيږي چې سوړشمال ولګيږي تر څو يې ګرمي ورکه شي. هغه له ځانه سره په سوچونو کې ډوبه وي چې شمال څرنګه پيدا کيږي، چې دمورناڅاپي غږيې دچورتونو لړۍ ورشلوي، موريې ورته وايي چې يوساعت دمه دې وکړي. ديوې ونې لاندې يې خوب وړي او په خوب کې يوعجيبه موجود ويني چې سر او نيمه تنه يې د الوتونکي او نيم وجود يې انسان ته ورته دى او په خلاصو وزرونو د هغې خواته د الوتو په حال کې رانيږدې کيږي.

کريمه هر څه خپلې مور ته چيغې وهي خو هيڅوک د هغې فريادونه نه اوري. کله چې نوموړى موجود دکريمې خواته رانيږدې کيږي خپل ځان باديا شمال پيژني او وايي : ((ما واوريدل چې تا مخکې زماد پيدا کيدو هيله څرګندوله.، هر پوښتنه چې لرې زه حاضريم چې ځواب يې درکم!))


په داسې حال کې چې کريمه تردې مهاله هم ويريږي، له باده پوښتي چې له کومه پيدا کيږي؟باد په زوره زوره خاندي او وايي : (( همدا اوس يې درته وايم، خو ته اول راځه زما په وزرونو کېنه!)) کريمه د باد دزيات ټينګار له کبله دهغه په وزرونو کيني، باد په خپل ټول قوت سره الوزي او کريمه چيغې او فريادونه کوي.

باد بيا هم په خندا وايي چې مه ويرېږه ، موږ ستاسې د شاخوا همدا هوايو، کله چې حرکت وکړو په باد يا شمال بدليږو، خو تاسو موږ په سترګو نه شئ ليدلاى. کريمه په دې برخه کې پوښتي ،باد وايي :

بادونه دزيات فشاردرلودونکو سيمو څخه د کم فشاردرلودونکوسيموته د هوا له حرکت څخه منځته راځي.د فشار تر منځ توپير د شمال په ګړنديتوب اثر لري، په هغه صورت کې چې توپير کم وي ، نرى شمال لګيږي اوکه چيرې توپير زيات وي نو تند بادونه لګيږي. موږ بادونه زياتره په سړو سيموکې اوسيږو ،او د لمر تودوخه زموږ په شدت او نرمښت کې زيات رول لوبوي.

کريمه له باد څخه هيله کوي چې خپل ګړنديتوب کم او يوې ګرمې سيمې ته يې بوځي، او بيا ترې پوښتي چې لمر دباد په پيدايښت يا نه پيدايښت کې څه رول لري؟

شمال ورته وايي چې زموږ لمر نه خوښيږي، ځکه دلمر تودوخه زموږ وزن کموي او موږ د پورته په لور ځو. خو کله چې سړه هوا زموږ مرستې ته راودانګې موږ ته قوت رابښي اووزن مو زياتيږي ،يانې کله چې زموږ سړه هوا زموږ د ګرمې هواسره يوځاى شي، موږ حرکت پيدا کوو.

کريمه پوښتي چې ولې ځيني بادونه په سړي ښه لګيږي او ځينې نور يې بيا ډير خطرناک دي ، بايد د کريمې دا خبره مني او کله چې خپل وزرونه ښوروي او تاويږي، کريمه ټکان خوري او له خوبه را ويښيږي.په خوب کې د باد ليدل او له هغه سره خبرو د کريمې ګنګسيت دوه برابره زيات کړ، ځکه همزولو ته يې دداشان کيسو کول دهغوىد باور وړ نه دي.

لږه شېبه لا نه وي تيره شوې چې د کريمې خورلڼه زهره راځي، سره له دې چې زړه نا زړه وي خو بياهم د شمال کيسه خپلې خورلڼې ته کوي. زهره ددې سره سره چې دکريمې خبرې تاييدوي وايي چې همدا خبرې يې د مور په يوه درسي کتاب کې هم لوستي دي.زهره د لازياتو مالوماتو لپاره کريمه خپلې مور ته چې ښوونکې ده له ځان سره بيايي.

د زهرې مور د باد د پيدايښت او لګيدو او د ګرمې او سړې هوا د پيداکيدو په هکله د بخارۍ په حرارت باندې ديوې عملې تجربې په توګه هغوى ته وايي ، کله چې ګرمې بخارۍ ، د تنور تيزو شغلو يا نغري ته متوجه شئ، نو په شاوخوا کې يې يو رقم بخار ياحرارت تر سترګو کيږي چې پورته خواته په حرکت کې وي. ماشومان بخارۍ ته په ځير کيدو او د حرارت په ليدو د هغې خبرې تاييدوي.

د زهرې مور زياتوي چې همدا شان د لمر وړانګې چې په ځمکه ولګيږي هوا ګرميږي، وزن يې کميږي، او له ځمکې څخه پورته کيږي. کريمه پوښتي چې آيا د ګرمې او سړې هوا له يو ځاى کيدو څخه شمال يا باد منځ ته راځي. د زهرې مور د هغې د خبرو د تاييد تر څنګ زياتوي چې همدا دهوا د فشار توپيرد شمال د حرکت موجب کيږي.

کريمه وايي چې ځينو وختونه نرى شمال( نسيم) ورباندې ښه لګيږي خو دتندو بادونو د لګيدو څخه ويريږي.د زهرې مور زياتوي چې دفشار ګړنديتوب د باد تيزوالى زياتوي چې په همدې سبب بادونه د توان له مخې په بيلابيلو کتګوريوويشل شوي دي .

ددې مسالې اورېدل د ماشومانو لپاره ډير په ز ړه پورې ښکاري نو ځکه د بادونو د ډولونو په هکله پوښتي، د زهرې مور د بادونو د ګړنديتوب په هکله وايي :

له 0 څخه تر 2 پورې توان لرونکى بادونه

د باد ګړنديتوب تر 11 کيلو مترو پورې(8 ميله) ( له صفر تر 7 ميلو پورې) په يوه ساعت کې وي، هوا آرامه ياد ورو حرکت سره ملګرې وي چې د غبار او پاڼو ورو حرکت ورسره وي.

له 3 څخه تر4 پورې توان لرونکى بادونه

د باد ګړنديتوب له 12 کيلو مترو(8 ميله) په يوه ساعت کې تر29 کيلو مترو(18 ميله) په يوه ساعت کې وي. په دې حا لت کې نسيم يا نرى شمال لګيږي چې جنډې سره ښوروي، کاغذونه هواته پورته کوي او شاوخواته يې وړي، اودونو پاڼې او کوچني ښاخونه په حرکت راولي.

له 5 څخه تر 6 پورې توان لرونکي بادونه

په دې حالت کې دباد ګړنديتوب له 30 کيلو مترو (19 ميله ) په يوه ساعت کې نيولې تر 50 کيلومترو(31 ميله) په يوه ساعت کې رسيږي. په دې حالت کې نيمه توان لرونکي يا دپوره توان لرونکي يا قوي بادونه لګيږي چې کوچنۍ ونې او دونو غټ ښاخونه په حرکت راولي او دځمکې پر مخ سپک شيان يوې خوا او بلې خواته غورځيږي.

له 7 څخه تر 9 پورې توان لرونکي بادونه

د باد ګړنديتوب له 51 کيلو مترو(39 ميله) په يوه ساعت کې نيولې تر87 کيلو مترو(54 ميلو) په يوه سات کې رسيږي، په دې حالت تند باد يا توفان منځ ته راځي، ټولې ونې ښوري،ښاخونه يې ماتيږي، دودرونه اودکورونو چتونه(بامونه) هم ورانيږي.

له 9 څخه تر 12 پورې توان لرونکي بادونه

د باد ګړنديتوب له 88 کيلو مترو(55 ميله) په يوه ساعت کې تر څه دپاسه 118 کيلومترو( 74 ميلو) پورې په يوه ساعت کې رسيږي.په دې حالت کې شديد توفان منځته راځي، ونې له بيخه وباسي او زياتې نورې خرابۍ را منځته کوي.

مشيد د پرده دار خبرې غوڅوي او وايي چې د هغوى په کلي کې يې داسې باد په ياد دى چې ډيرې غټې ونې يې له بيخه ويستلې وې.

په همدې وخت کې تند شمال راالوزي او پرده دار پوهيږي چې د خبرو وخت يې پوره شوى دى، ځکه له مشيد سره خداى پاماني کوي او په بيړه ځي چې پرده کش کړي.