مسلمانې مډونا نورې پښتو سندرې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دیبا چې په لويديځ او امريكا كې د مسلمانې مډونا په نامه مشهوره ده ، د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې په رتلونكي البوم كې به يې درې پښتو سندرې ځاى ولري .

ددغه البوم يوه سندره يې د (( لورې )) په نامه وار له مخه د اډيو په ډول ثبت كړې ده .



ډىىا ،همدا راز د يو ځانګړي برښنا ليك له لارې راته وويل چې دا ډيره خوشاله ده چې د راتلونكي البوم لومړنۍ پښتو سندره يې چې (( لورې )) نوميږي ، په نړيواله كچه ستايل شوې او ددغې سندرې په اړه د غږ د مينه والو له خوا يې د زرګونو ستايونكو برښنا ليكونو له تر لاسه كولو څخه يې وروسته پريكړه كړې چې په دې البوم كې به يې د اردو ، پنجابي او انګريزي سندرو سربيره درې پښتو سندرې ځاى ولري او دا مهال نوموړې په امريكا كې ددغو سندرو پر ليكلو او ثبتولو لګيا ده .



ډييا ، د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته په يو ځانګړي برښنا ليك كې د خپلې كورنۍ په اړه هم ليكلي دي

ډييا ،چې په لويديځ كې زيږيدلې او لويه شوې په امريكا او اروپا كې يې انګريزي سندرې ډير مينه وال لري او زښت ډير شهرت يې تر لاسه كړى دى .

خو پښتو ، اردو او پنجابي سندرو يې ددې شهرت نور هم پسې زيات او په ټول ختيځ او سويلي اسيا كې يې ورځ په ورځ د مينه والو شمير مخ په ډيريدو دي .

د لويديځ دغه اوه ديرش كلنه نوميالۍ او وتلۍ سندر غاړې نه يوازې په بيلا بيلو ژبو كې د هنر مينه والو ته يې په خواږه غږ كې سندرې اوروي بلكې غواړي چې د انساني حقونو د پر ځاى كولو لپاره هم خپلې مټې راونغاړي .