پوښلی سپوږمی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

ښځه د نړی په تاریخ او فرهنګ کی په عام ډول او زمونږ دګران وطن افغانستا ن په تاریخ او فرهنګ کی په ځانګړی ډول له ډیروپخواو زمانوڅخه لا تراوسه غم لړلی ، ربړیدلی څیره اوانځورلری یعنی دهغه ژوند دتاریخ په مختلفو پړاونو کی د ربړونو ،ستونزو سره مخامخ اوتل د نارینوو تر لاس لاندی دچوپړ ،کنیز ، دعیاشی اود جنسی هیلو دسرته رسولو وسیله اودکورپه څلورکنجونو اوپخلنځی کی بندی پاتی شوی او کله چی دښځی دآزادی او د خلاصون غږ پورته شوی دټولنی د بیکاره ، مفتخورو ،سپک سرو ، تاریک فکرو ډلو ټپلو کرغیړن آوازونه تر آسمانه پورته شوی او خپل مخالفت اوضدیت په یورنګ اویا بل رنګ ښودلی اوپه ډیربی شرمی او سپک سری سره مدعی شوی چی د ښځی په آزادی سره ځمونږدین اوایمان په خطرکی ولویږی اواخرت موخرابیږی
داډول ذهنیت اوتفکر یااندیښنی په واقیعت کی دپوه اواصیلو انسانانو او افغانا نو په فرهنګ او کلتور کی ځای نه لری افغانی ښځی د تاریخ په اوږدو کی دخپل میړه، پلار ، ورور
اود خپل او خپلوانو او د خپل وطنوال سره وږه په وږه په اقتصادی ،سیاسیی ، فرهنګی ، ټولنیز او حتا نظامی ډګرونو
(ملالی دمیوند په تاریخی جګړه کی د انګریزانو په ضد) کی خپل ونډه تر سره کړی او ډیر قهرمانانی زیږولی چی تاریخ به هیڅکله هغه هیر نکړی ،مګرهغو چی ښځی ته سپکنظر
۱
کوی په واقیعت کی د اجنی اود پردیو د فرهنګ په ګروی کی دی اوددی بیګانه فرهنګ مبلغین او تالی څټی هغه پیژندل شوی څیری دی چی نن په افغا نستان کی دعربو اود پنجابی بادارانو په هدایت او اوامرو سره پرخلکو حکومت کوی اود خپل بقا اویا د خپل د هدف دتر لاسه کولو د پاره لکه د ماکیاویلستانو په څیر له هیڅ ډول کړنی څخه لاس نه اخلی اوخپل زشت اوکرغیړن څیری په نقابونو باندی پوښلی اود افغانیت اواسلامیت په جامه کی دافغان پراولس باندی ظلمونه کوی ،اولری به نه وی چی ددوی لمرنسکور نشی .
که د ښځه پیژندګلوی د تاریخ او د انسان د پیدایښت له نظره ترلنډ څیړنی لاندی دژوند په ټولوډګرونو(اقتصادی،اجتماعی فرهنګی ، ټولنیز ...)کی ونیول شی دا به را څرګند شی چی ښځه د خپل او د خپل د کورنی د ژوند واقعی معمار،منیجر، سازمان ورکونکی او مبتکر شخصیت دی هغه له همغه لمړیو تاریخی انسانی ژوند څخه د ماشوم د زیږه ونی لویه ونی ،ګړید نی ، تعلیم اوتربیت ورکونی ، ګیډی مړونی ،دکورنی داقتصاد تنظیم کونکی ، دکرهڼی ، مالداری ، کور جوړونی ، اوبد نی ، پخلنی ، او ............. دانسانی ټولنی اولنی غړی دی چی تاریخ دهغه هڅی اواند پخپل ګیډه کی ساتلی اودهمدی کارونو په لړ کی وه چی دهغه مقام په لمړی سرکی د مادرسالاری په نوم یاد یده اودا ځکه چی هغه دورځنی ژوند د کارونو په سازماندهی کی ځان مسول

۲

شخص ګاڼه ،په هغه زمانو کی اولاد دمورپه نوم یادیده چی په دری ژبه کی ورته( مادر تبار) وایی ، چی البته د ښځی دغه موقف او مقام د تاریخ د پړاونو په نظر کی نیولو او د تولیدی شیوی په پرمختګ اوودی سره له مینځه ځی اود کورنی واک اواختیار پلار ته انتقال مومی یعنی پدر سالاری مینځ ته راځی یعنی پد رسا لاری نظام کوم چی د جنګ اوجګړی نظام بلل کیده مادی اومعنوی قدرت د نارینوو په لاس ولویدل اوکورنی اړیکی یا خپلوی (خویشاندی) ارتباط پلرنی شو یعنی مادرسالاری خپلوی ته د پای ټکی کیښود. .د غه نظام د نوی تیګی له زمانی څخه په يو شمیر زیاتو اجتماعی ټولنو کی خپل تسلط او حاکمیت ټینګ کړ ، اوښځه دی ته وهڅول شو اویا دی مجبور وګرځول شو چی د نارینه تر فرمان اوچلند لاندی پریوځی ،د مرد سالاری سیاسیی او اقتصادی حاکمیت د تفاوتونو په نظر کی نیولو سره د نړی په رنګا رنګ فرهنګونو کی له هندو چین نه نیولی تر یونان اوروم پوری پخپل قوت اویا په کمزوری کی پړاونه وهلی . د ښځی د موقف انډول د سامی اود اریایی په مد نیتونو کی هم تشخیص اوپیژند ل شوی دی اود تیزبینو او هوښیارو څیړونکو له نظره هم پټ نه دی پاتی شوی . د مثال په ډول کولای شوچی د جرماین تیلیون فرانسوی ښځی له کار نامی څخه کوم چی هغه ډیر کلونه په افریقا کی په څیړنیز دندو بخت وه یادونه وکړو چی نړیوال شهرت لری او له هغی څخه ډیر د قدر وړ کتابونه او لیکلی اثار را پاتی دی چی د
ډیرو محقیقینو د څیړنو په رفرنس بد ل شوی اویا داچی
۳
تاریخ پخپل پاڼو کی د ښځو لوړ موقفونه یاداشت کړی کوم چی هغوی د شاعر، لیکوال ،مهندس،معمار، سیا ستوال او حتا لمړی وزیر او ټولواک ، او ........دندی په ښه شان سره تر سره کړی او یا تر سره کوی .لاکن بیاهم نارینه د تاریخ په اوږدوکی کوم وخت چی دپلار واکی تسلط ترلاسه کړی په ټولو اموراتو کی څه د نظامیانو او څه د اشرافو او کاهنانو په موقف کی دندی تر سره کړی او له ډیرو اړخونو څخه ښځه د نارینه سره برابراومساوی موقف نه دی ترلاسه کړی اوتل دهغه یعنی د نارینه تر تسلط لاندی ژوند کړی .
په بیرته پاتو اوبی لوست او لیکو ټولنو کی ښځه د سیاسی ، اقتصادی ، فرهنګی ، ټولنیز او کلتوری اړخونو له نظره اکثراً په حاشیه کی ساتل شوی ،تاریخ په یاد لری چی په دی ټولنو کی ښځه ژوندی ښخ شوی (مثلاً داسلام له پیدایښت څخه مخکی په عربی شبهه جزیره کی ) د مړ شوی میړه سره یو ځای سوځول شوی ( په هند قدیم کی ) لکه حیوان خرڅ شوی ، اوپه ځنو ځایونو کی لا تر اوسه خرڅیږی ، یا په زوره واده شوی یا واده کیږی ، د مال سره بدلیږی ( لکه چی اسلامی ټیکه دار قوماندان په قندوز کی ښځه د جنګی سپی سره په افغانستان کی په دی يویشتم پیړی کی تبادله وکړ )، ډیرو بی سوادو اوکم سوادو ښځه ته ناقص العقل ، عاجزه ، تور سر ، وزه او ....وایی تل رټل کیږی اویا داچی د میراث د تر لاسه کولو له نظره د خپل او خپلوان یا د لیور سره په زوره واده کیږی او هغه ته حق نه ورکول کیږی چی پخپل اراده سره خپل د خوښی جوړه وټاکی ،
۴
تحصیل وکړی،آزادانه د ندی تر سره کړی ،مسافرت وکړی ، اوله خپل حقه حقوقوڅخه ګټی ترلاسه کړی، حجاب اوپه مبالغوی ډول سره ستر او پرده پوشی د پاک لمنی اود عفت دساتلو یا د رعایت کولو دبهانی په نظر کی نیولو سره کوم چی د مسلطو حاکمانو ، سرکاری ، مذهبی بیسوادو ،او افراطی ناسیونالستانوډلو ټپلوله خوا پرښځه باندی تحمیلیږی دوی نه غواړی چی يو ښځه د نارینه سره مخامخ خبری اتری وکړی اوله دی څخه په ویره کی ولویږی چی مبا دا د نارینه سره جوړ راشی اوخطا تری سر ونه وهی . تاریخ په یاد لری چی په لرغونی یونا ن کی مینه او محبت دپوره باوراواخلاقی وجاهت سره دنراود ښځه په مینځ کی تر سره کیدل حال داچی په ننی یویشتم پیړی کی دغه پورتنی اصل نه مراعات کیږی اوډیرودقدرت خاوندا نو پاچاهانواو زور مندانو پخپل حرم ، خلوتګاه او ځانګړی ځایونو کی د خپل جنسی غوښتنی اوتمایلاتو دسرته رسولود پاره په رنګارنګ پلمو او د سیسو پر ښځو او حتی پر پیمخی هلکانو باندی جنسی تیری کوی او هیڅ ډول قوانین او مقررات نه مراعاتوی چی دغه پیښی ځمونږ په جنګ ځپلی هیواد کی اوس ډیر پیښیږی او ننی لاس پوڅی افغانی دولت دهغه له کنترول څخه پوره عاجز دی اویا نه غواړی چی ورته پام وګرځوی اودا ځکه چی فاعل ، یاد فاعل پلار ، ورور ، مور ، اکا ، او ... دقدرت خاوندا ن دی .
د بلی خوا که د ښځی موقف له فرهنګی اړخ څخه وڅیړل شی ځنی ځانګړتیاو سره ځنی وختونه مخامخ کیږو چی د
۵
ییادونی وړ دی ، مثلاُ ښځه په غزل او شعر کی ځانګړی انځور نه لری(اوحتا ځنی وختونه سړی نه پوهیږی چی په شعر اوغزل کی ښځه ستایل شوی اویا نر ) معمولاُ حسن او جمال د نمونی په څیر توصیف او ستایل کیږی ، اود غزل یاد شعردلوستونکو او اوریدونکو له خوا چی کوم لذ ت ،خوند اویا خوښی تر لاسه کیږی زیاتر دشاعر د قافیوو، سیلابو،تصنیفو، فصاحت ، صداقت ، صمیمیت او دهغه دزړه سواند مساله او موضوع ته زیات پاملرنه کیږی نه د معشوق انځور او جمال ، ځکه چی شاعر د معشوقی جمال ، دهغه انځور ، يا په مشخصه توګه د هغه هر غړی ( اننګونه ، سترګی ، شونډی ، غاړه ، ټټر ، اونه ، ګوتی ، او ... )د نورو د خوښی اود په زړه پوری شیانو سره تشبیه کوی اود اوریدونکو او دلوستونکو پاملرنه دښکلا اودزړه وړونکو شیانوعرصی ته ګرځوی اوهغه یعنی لوستونکی او اوریدونکی دخیالاتو په سمندر کی لاهو کوی چی دا بیا هم د شاعر ، معشوقی ، ښکلا او د په زړه پوری شیانو دراکړی ،ورکړی اود اړیکو نه شلیدونکی سلسله دی چی انسا نان پخپل ورځنی ژوند کی دهغه سره مخامخ کیږی ،ددغه پورتنی یادونو څخه بیا هم د یادونی وړ مطلب دا دی چی د ډیرو ټولنو په اد ب کی د ښځی د حسن ، جمال اوله هغه څخه د جنسی تمایلاتودپوره کولوپه اړین ډیر لیکنی،تالیفات او منظومی
۶
ی لیکل شوی اویا لیکل کیږی د دغه تالیفاتو په لړ کی د عرب داسلامی نړی په ادب کی هم ډیرکتابونه او تالیفات د انسان د شهوانی محرکی اود عشق او عاشقی په اړه لیکل شوی او یا چاپ شوی دی چی دهغو له جملی څخه یوهم (طوق الحمامه ) دی چی د ابن حزم اند لسی اثر دی نوموړی په دی خپل اثر کی داسی توضیح کړی چی ښځه په هغه وچه کی د معاشرتی سلوک له پلوه پوره آزادی درلوده اودهغه په مخ کی هيڅ خنډ نه په سترګو کیده ، دیادونی وړ مطلب په دی کی دی چی دغه اثر دغربی نړی دخاکسارانه عشق اومینی سره پوره یورنګی لری سره دهغه چی نوموړی اثر ډیر مخکی زمانو کی چاپ شوی هم دی مګر.بیا هم ښځه د تاریخ په اوږد پړاونوکی که ستایل شوی ، یا سپک شوی اویا که پرهغه باندی تیری شوی دی مګر هیڅکله چُپ نه دی پاتی شوی اودهر ډول ظلم اوتیری په مقابل کی دآزادی اود خپل د پت اود وقار بیرق لوړ کړی اونه ستړی کیدونکی مبارزه کړی اولا پسی تر اوسه کوی .
مینه یا عشق په پیل کی عذ ری (ننوات) بڼه درلوده یعنی په هغه کی قومی ښکلا او نیکویی تجلا کول کوم چی د افسانی ،یا داستان په شکل تصنیف کیدل ، په عشق اوعاشقی کی پاکوالی ،عفت،عصمت، میړانه، سر شیندنه
۷
(په افغانی اوپښتونولی ټولنه کی ځوانی ، نارینتوب ، خودګذری او ...۰) په نظر کی نیول کیده اود معشوقی د نوم د یادولو څخه پوره ډډه کیدل چی دا خپله د پاکی مینی له سپیڅلتیا څخه استاذی توب دی او ځما په نظر داهغه ډول ځوابیه عکس العمل او واکنش وه کوم چی د زمانی د بد سترګواو چټوبازو نا اهلو نارینوو په مقابل کی په کاروړل کیدل چی دهغه په نتیجه اوپایله کی سوزناکی داستانونه ټول د یوواحد نمونی په څیرد واقعی او خیالی شاعرانو په نامه جوړ شو،چی په هغه کی یعنی دنوموړی واقعی او خیالی شاعرانو دشعرونواوداستانونو په محتوی کی ښځی ځا نته ځانګړی لوړ مقام تر لاسه کړل . قیس عامری لمړنی عذری شاعر وه چی د عذ ری شعر په ضد شعروویل ، یعنی هغه په ډیرجرات سره دعذ ری ډول شعر مضمون ،محتوا ، رازونه بربنډ او دعذ ری عشق د قانون پاکوالی او قد سیت را ما ت کړ او د قبیلی پر دغه ټینګ دودونه کوم چی هغوی دی ډول عذری شعرونو باندی ډیر پا بندی درلود ل ور ودانګل اود خپل هڅی او اند سره پر هغه دودونو نیوکی وکړل او دخپل په همدی کوښښ سره ترهغه ځای مبارزه وکړ چی د قبیلی دخلکو له خوا ورته د مجنون لقب ورکړل شو. له هغه څخه څو پیړی وروسته یعنی دوسطی پیړی په نیمایی کی په اکثرغربی هیوادونو لکه فرانسه ، الما ن ،
۸
نانګلستا ن او .... کی يو ډول خاکسارانه ،نرم او متواضع ډول غزلونه ډیر رواج بیداکړی وه کوم چی دهغه ډول شعرونو په مضمون او محتوا کی په مرتب منظومی بڼه سره معشوقی ډیر ستایل کیدل ، او په نوموړی هیوادونو کی زیات شاعرانو ددی ډول اشعارو په ویلو مصروف اود شهرت خاوند ان شول ، دځنی محقیقینو او ادیبانو له خوا دغه ډول خاکساری شعرونه( سره د ځنی کم او یا زیات تفا وتونه کوم چی تر سترګو کیدل ،) عذری شعرونو ته نژدی او ورته وګڼل شو یعنی خاکسارانه مینی دعذری مینی سره دمضمون له لحاظه نژدیوالی درلود ،په پا ی کی دغه خاکسارانه مینی د درباری عیاشو اوقصرنشینو ښځو په خود مختاری آین اوطریقت باندی واوړیدل او کله ناکله دغه ښځی پخپل محفلونو کی دا ډول خاکسارانه غزلونه زمزمه کول اوتری خوند اخیستل اودهمدی خاکسارانه تغزلاتو په منلو او سرګرمی سره یوشمیر غښتلی ،عشق بازی ښځی ددی ډول عشق او عاشقی بازی د قوانینو د تدوین دپاره مټی ونغاړل اوهغه په دی معنی چی عاشق په مینه کی باید د معشوقی چوپړ ومنل شی اوتل د معشوقی په خدمت کی خپل مینه وکړی کوم چی دغه خدمت ګذاری اوچوپړ تیا په واقیعت کی دعاشق د ادب اود تربیت څخه استاذی توب کول دی اوهغه په دی معنی چی دا پخپله دعاشق نفسانی تهذیب او
۹
د پوره اخلاقی مینی ښکارندوی دی اوهغه عاشقان ددی انجمن غړی کیدای شی کوم چی په پورتنی ذکرشوی اوصافو باندی موصوف وی .
د تصوف په فرهنګ کی ځنی مشایخ او دقوم ځنی نظر پردازان لکه شیرازی بقلی روزبهانی وابن العربی او... ځمکنی پاک او سپیڅلی اوبی جوړه مینی ته دروحانی مینی سریزاومجاز ته د حقیقت پل او یا قنطره ویل ، هغوی په دی باور وه اویا په دی باور دی چی انسانی مینه د ربانی مینی منهاج اوریښتنی لاره دی اوهمدی نظر په درلودلو سره هغوی د تصوف د طریقی بنسټ کیښود او زیات رسالی او کتابونه سره ولیکل چی ځما په ګمان سره دا یو له ډیرو ښکلی جمالی تصوفی مکتب څخه شمیرل کیږی اوویل کیږی چی ددی ډول جمالی تصوفی مکتب له لمړنی ویونکو اوغزل سرا څخه یو هم رابعه عد ویه مکنی دی کوم چی هغه په اوله کی مینځه وه اود ښایسته حسن او جمال څښتن وه چی وروسته له آزادی څخه دخدا پرستی په مینه سره خپل ژوند تیروی او خپل آزادی د خپل خدای لطف اوکرم بولی ( لکه چی زلیخا د یوسف په سریال کی دیوسف مینه له یاده با سی اود خدای په عبا دت مصروفیږی ). دښځی مکر او حیله کوم چی ډیرو لیکوالو دهغه په اړه ۱۰
زیات حیرانونکی داستانونه او طنزونه لیکلی دی او تل د نارینووپه محفلونواومجالسوکی ورځنی یادونه کیږی په واقیعت کی د ښځی له هوښیاری او ذ کاوت څخه استاذی توب دی یعنی دښځی چالاکی ،مکر او حیله ګری په واقیعت کی دهغو عکس العمل دی چی د نارینوو په مقابل کی دهغو دنه احترام کولو او دسپک نظرو دکتلو په نتیجه کی ترسره کیږی او ښځه په دی ډول سره له نارینوو څخه دخپل مکر په ښکاره کولو سره انتقام اخلی اود نارینوو پام دی ته اړوی چی که زه ښځه یم اود ستا ښځه ،معشوقه یا مینځه یم خو انسان یم پس ما ته د انسان په نظرګوره نه دستا زرخرید اوکنیزله یاده باید ونه ایستل شی چی شهزاد افسانه ویونکی په ډیرزرنګی اوحیله سره چی ډیر پیاوړی مقام او مرتبه درلود وشوکړای چی خپل خویندی له کینیزی اومینځیتوب څخه راوباسی اودهغو آزادی ترلاسه کړی اودزروشپو په قصی ویلو سره وینی توونکی او مستبد پاچا له خپل هوډه څخه را ګرځی اونور پخپل رعیت ظلم نه کوی چی دا خپله یو ډول مبارزه اویا په اصطلاح سره حیله،مکر،اوکیمیاګری دی اوپه واقیعت کی دا ډول چلند هغه یو ډول واکنش دی چی د ځنی ناوړو او بد سترګو نارینوو په مقابل کی دهغو د بد عملونو کوم چی پرښخو باندی تعدی ،ناروا،سپک نظراو

۱۱
ظلمونه کوی اود ښځی مقام ته په ټیټو سترګو ګوری تر سره کیږی اوله دی څخه داسی را څرګندیږی چی دزور ځواب تل زور نه وی کیدای شی چی دزور ځواب په زیرکی ، هوښیاری ، مکر او حیله سره هم ورکړی شی او هغه نارینوو چی کوږ ځی سمی لاری ته وکاږل شی اوبیغیر له هغه ژوند په رنځ او مشقت سره به تیر شی . نو ویلی شو چی دښځی ژوند زمونږ په تاریخ او فرهنګ کی په هرصورت لکه هغه سپوږمی ته پاتی کیږی چی تر توری وریځو لاندی پټ او پوښل شوی او په حق دی چی ښځی د خپل حقه حقوق دلاسته راوړلو دپاره باید نه ستړی کیدونکی هلی ځلی تر سره کړی اوټول هغه تنګ نظر ، متعصب ،مذهبی ، ناسیونالستی ،افراطی ډلی ټپلی کوم چی د ښځی په وړاندی ناروا کوی په پوره هوښیاری سره وځپل شی تر څو چی نورو ته عبرت ورکړی ،پس ویلی شو چی ښځه ناتمام نر نه دی بلکه ښځه زیږل کیږی او ښځه پاتی کیږی ښځه فرهنګ او ټولنه نه دی چی هغه د ښځی په بڼه مینځ ته راوړی ددی خبری معنی دا دی چی ښځه یو مستقل موجود دی لکه چی نر یو مستقل موجود دی او دواړه په عین استقلال کی یوبل سره تړلی اویودبل مکمل اوبرابر حقونه لری ، او په ځانګړی ډول په دی یوویشتم پیړی کی باید ښځی ته په درنه سترګی وکتل شی اوکه څوک ځان متمد ن ګڼی نو
۱۲
ب باید چی د ښځی حیثیت ته درناوی وکړی ، هغو لکه زمونږ د وطن ځنی ناپوه افراطی ډلی ټپلی چی لا تر اوسه دژوند په معنی نه پوهیږی او پخپلو سر کشو آسونه سپاره دی پریږده چی تاریځ پری قضاوت وکړی او راتلونکی نسلونه ورته په کرکه وګوری ،ښځه مور ، خور ، ترور ، ورایندار ، دماما لور ، دکاکا لور او سر انجام مسقل شخصیت او انسان دی دهغه احترام دمتمد ن انسان دشخصیت ښکارندوی دی ،
پـــــــــــــه درنـــــــــــاوی

رفرنسونه :
!- دکورنی منشا ( انګلس)—۲ جلال ستاری (دمقالاتو مجموعه ) ۳- له انترنیټی انګلیسی سایټونوڅخه