طنز کانديد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

د ګډ وډي او شرانداز ي راډو(راديو) دخبر په حواله دسپوجنګولو دګډ وډې ټولنې لوی ريس
بلاکِردارصاب د ولس مشري چوکۍ ته ځان ونوماوو او د اِداري فساد، رشوت،اختلا ص،په توره شپه او رڼاورځ کې دغلاوو،انسان تښتونو، جنسي تجا وزو نو، دچور او چپاول د مؤسيسې قومندان بدماش صاب يې دلومړي مرستيال اودپوډرو دتحويلخا نې عمومي تحويلدار قو مندان زار(زهر) خورصاب يې د دوهم مرستيال په توګه سيخ او ټينګ وټاکل .
همدغه خبريال خبر ورکړ چې بلا کِردار صاب دنوم ثبتولو په وخت کې دشر او نفاق اندازي رسنيو ته داسي وويل : زموږ خط مشي اوستراتېږي داده : چي بې قانونه ازادي ،ګډه وډه امريکايي ديموکراسي اوپه حکمتي اِداروکي به ګډه وډه ټولواکي په پوره ډاډ اوامن سره چلېږي .
موږ به نه ستړېدونکي هڅې وکړ و چې دنړۍ دګډوډ اوځنکدن (جانکدن) په حال کې کپټاليزم لا ډېري ډالري مرستې دجنګي ،ښکاري او دکوڅو ولګردو سپو لپاره چي له زروزياتو کلونه را پدې خوا يې دجهالت دظلم له لاسه ډېر ناوړه اوبدبخته ژوندتېري کړی دی ، را جلب کړو. ترڅوددوی دښه،هوسااوډاډ من ژوند لپاره هرډول اسانتيا وي برابري کړو .
اوهمدارنګه به له دې وروسته د ځان مرګو چې جنت ته په ګرنټي(ګرانټي) سره تلونکي دي، مخه نه نيسو.
دکوکنارو کښت او کروندو ته به په هوښياري او چل ول سره لاپراختيا ور کوو، تاسو بېغمه اوسی ، کوم کار چې شروع کوو هغه به خامخا پای ته رسوو.
يوشريرنفاق انداز خبريال ځيني وپوښتل : جالال مآب (جلالتمآب) تاسونو دسپو ،مړو او کوکنارو غم خورﺉ ! نه د عامو، وږو، بربنډو او په سل آفتو اخته جاهلو ژوندوخلکو؟ که په دې هکله معلومات راکړی مهربانه به ياست، ترڅو ټول تاريک مغزونه روښانه شي!
جواب : اې حمقه خبرياله! ته لا تراوسه په تاريکه کې اوسې ! د عاموخلکو نسونه خوخدای مړوي، خدای روزي رسان دی ، نو ما اوزما معاونانو او سلا کارانو ته څه ضروت دی چي دخدای په کاروکي لاس و وهو، داګناه ده، موږ ګناهکاران نه يو.
رابه شو ستا دپو ښتني دوهم جز ته، هغه داچي خلک جاهلان نه دي ، خلکوته په جوماتوکي، مدرسوکي اوحجروکې پوره تعليمات اومعلومات ملايانو،شېخانو،پيرانو او ازرتانو ورکړي دي ، هغو ی پوه دي چې د خپلوځانو غم څه ډول وخوري . دا ته اوتا غوندي نور احمقان دي چې پرې نه پوهيږي ...