سوي تغذي شده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

موږخوشبخته شوو اووطن ته مودامريکاپه لار ښوونه اوفعال ګډون دټولې دونيا ډالرونه اوتوپکونه راورسېدل نوداوغانستان سپورټ هم په دونياکې رسمي شودنړۍ دپشيانو دمنډي وهلولوبه وه په دې لوبه کې يې آوغانستاني پشی هم ورګډ کړ.



لوبي ته په زرګونو لېدونکي راغلي وو.دومره په زوږ، چيغي اوچکچکې وې چې غوږنه يې کڼول،همدارنګه خلکو په لاسوکې بيرغونه اورنګارنګ پلاکاټونونيولي اويوې بلې خواته يې ړپول دالاڅه کوې ډولونه ،دومبرې اوشپلاقونه يې هم ورته وهل خلکودومره تلواردرلوده چې له ډېروچيغواو دپشيانوخواته په ځيرځيرکتلو يې له سترګواوښکي بهېدې اودغاړو په برګو دسمالو يې پاکولې چې دخپل پشي ځغستل وګوري .



دټولووطنوپشوګان يې چې ميدان ته راوستل يوماشر(محشر) جوړشو،داددې له پاره چې افغانستاني پشی يې دنوروپشيانوپه سرکې درولی وو.ټول پشوګان يې سم په يوه کتار ودر ول دافغانستان ژېړ بخون پشی چې لمبريک وو اوداول عددشمېر پرې ليکل شوی ټوکر يې په شا تړی وو دتماشه چيانوپه چکچکواوولولو مسابقه پيل شوه اوزموږ پيشی داسي را وغورځېداولکه پړانګ غونديې ټوپ کړ نورټول پشيان يې شاته پرېښودل اوتېزوالی يې وار په وارزياتېده تر ټاکلی ځای پوري دسترګو په رپ کې ورسېده اولومړی مقام يې ترلاسه کړ. دپشي دخاوندمز دوران هلته ورته ولاړ وو خولې يې ورته پاکې کړې ټول ځان يې ورته چاپي کاوو چې دنورو ملکو پشيان يوپه بل پسې راورسېدل. بيايې نوهغه ځای ته بوت چې هلته منصفان(ارزونکي منځګړي) ناست وو، هريوه منصف پشی ونازاوولاسونه يې په څټ ورته تېرکړل اوپه کناټي يې دنازڅپېړې ورکړې طلا يې مدال يې په غاړه کې ور واچاوو،دسپورټ ريس صاب،ترېنراوخاوندته يې ددې له وياړه ډکې کاميابي مبارکي ورکړه، بيانودژورنا لستانو منډي ترړي شروع شوې ډېرعکسونه يې واخستل شول اودخپلې کمېټې بيرغ يې په هوا کې ورپاوو.پرېس کنفرانس وو ټېلې اوټمبې وې چيغي وې،په پرېس کنفرانس کې دهيوا ددسپورټ دکميټې جلالتمآب امير صاحب،ترېنراودپيشي خاوندګډون وکړ اود ژورنا لستانو پوښتنو ته يې قناعت بخشه اوغاښ ماتوونکې جوابونه وويل.



ټول ډېر زيات خوشاله وو، ډانسونه يې کول،لونګۍ اوپکو لونه يې پورته هواته غورځول چاهم دغاړوبرګ دسمالونه هواته غورځول په خپلو منځو کې يې سره ويل: آفغانستان يوځلې بياخپل شجاعت، مقاومت او قهرماني جهان ته وښودله او ثابته يې کړه چې آفغانستان څه ډو ل قهرمان پشو ګان لري. افغانستاني اوخراسانی پشی دی،او نوم به يې په تاريخ کې په زرين خط وليکل شي. ددغه وياړاولاسته راوړنې له پاره په پنج ستاره هوټل کې دسپوټ دکمېټې په نوښت اود(ډبليوآی اف ان) اينجود يوميليون ډالرو په مرسته شانداره مېله جوړه شوه او مشهورنرينه اوښځينه ځوان وطني سندرغاړي چې غربي دلېونو غوندي څرخېدل کوي اوپه کليوالي سندرغاړوپوري خاندي ښه مست کنسرتونه به ورکړي.دې کنسرت ته دهغوسرکاريا نو، اينجوګانواوموسيسو کارکونکي، دهغوي فاميلونه، دوستان اويارانو ورتګ وړيادی خوپه دې شرط چې تنخوايې له پنځوسو زرو افغانيو څخه کمه نه وي په کاروکې ښه لايک وي اوښې شادت نامې يې په پيسواخيستي وي اوبل داچې په انګليسي ژبه ام،وېل،يه،وو يلای شي.که داخبرې ونه لري نوکم له کمه دوطن په خرابو لوکې خو يې ليږ ګډون کړی وي... دنوروشوقيانو له پاره دټکټ بيه دهغې کمېټې دآبادي په خاطر سل ډالره وه ترڅونورداسي پيشوګان وروزي.دمېلې اومحفل وخت شو، مېله لکه د نورومېلوغوندي دوديزه پيل شوه وروسته بيادسپوټ دکمېټې هغه لوی ريس صاب ددغه او نورو سپورټي خوشا ليوپه هکله مېلمنوته ليږي خبري وکړې ځکه کنسرت بايدژر شروع شي دکنفرانس دلومړۍ برخې په اخېر کې دجمهورصاب فرمان دهغه دشپږم معاون صاب له خوا ولوستل شواوډېرنقدانعامونه يې ووشل اودسپورټ دکمېټې دټولومزدورانوماشونويې دچورله پيسوڅخه صفرفيصده زيا ت کړل اوپشي ته يې دقهرمان نوم تحفه کړ. لاندې امرونه خلک بايدمرات کړي: پشی بايدقهر مان ووبلل شي ،په لويوڅلورلارو اوجګو جګوځايوکې دپشي غټ غټ عکسونه ودرول شي اوهرڅوک يې دليري وليدلای شي اوهمدارنګه په سروېسونو،ټکسيانو،بايسکلونو،اوکرا چيوباندي هم عکسونه بندشي اوورباندي ووياړي. ناستوخلکو لاسو نه وکړپول، ولاړسول اوچکچکو ښه ځنډدوام وکړ. په عين وخت کې ستېج ته له ښکلورنګارنګ پردوڅخه په ملي کالوکې يوه ښا يسته ځوانه نجلۍ راووتله اوهنرمنديې حاضرينوته معرفي کړ.ځوان بااستعد اده محبوب اوخوښ آوازه سندرغاړي ته يې بلنه ورکړه اوله حاضر ينوڅخه يې دچکچکو په تړ کولو،دګوتواوخولې په شپېلاقوسره دسندرغاړې دتشويق خواهېش وکړ. خلکو دزړه له کومي لاسونه ورته وتړکول اودزيات تشو يق له پاره له ځايوپورته شول اوپه دووپښوتيار سۍ ودرېدل اوښه ډېرشپلا قونه يې ورته وسورول . سندرغاړی چې راووت نيم لوڅ نيم پټ، پنډاونري ځنځيرونه يې په غاړه اونور بدن تاوکړې وو ،يوه تېزه منډه يې وکړه ،ګردچا پېره دستېج په سروځغلېداوحاضرونوته يې لاسونه اوڅڼې وښورو لې اوځنځيرو نويي شرنګهار جوړ کړ، په دې ډول کنسرت شوروع شو.چا کنسرت ته غوږ ونيواوچاهم دچای اووچي مېوې په خوړلوپيل وکړنورهم په پوښتنو ،ګروېږنو اوشخصي خبرواترو لګيا شول.



دپشي دخاوند يوه نېژدې ملګري ډېره تلوسه در لوده چې دپشي په هکله پوښتنه ځني وکړي. ددغه پشي په هکله خو يې په خواده ته څه نه وه ويلي.نوفورأيې دهغه څنګ ته ځان ورساوو، وروسته له سلامه،ستړمشي اودپشي دلومړي مقام دلاسته راوړلو- هغه هم په ځغاسته کې د مبارکې دورکولوڅخه يې وروسته پوښتنه ځني وکړه،دا څنګه چل وو؟ زه خوله فخره اوخو شالي په جاموکې نه ځايږم، راته ووايه! ستا بريا ليتوب، ستا دپشي برياليتوب اوقهرماني باالاخېره داخودآفغا نستان او آفغانستانيانوبرياليتوب دی، دابه دتاريخ په ټولو پا ڼو کې نويشته کېږي. دپشي خاوندکټ کټ وخندل ، په ورانه يې يوه موکمه(محکمه) څپړه ورکړه او ورته ويې ويل:ګپ پيشي خودت امانت باشه، خوده چوپ بيګرين، کسي ره چيزي نه ګوين٫ اين پشک نيييس پلنګ اس، پلنګ! منتها سوي تغذي شده درکوهاچيزي يافت نميشدکه بخوره.ددې خبري په اورېدوسره يې ملګری هک پک شو، نه پو هېده څه وکړي،خېرـ خبره غوږ په غوږ، خوله په خوله شوه آن تر ريس صاب پوري ورسېده. ريس صاب چې داخبره واورېده نو (زړه بدي) خواګرزېدنه اودنس درد ورته پيداشو، فقط دومره يې وکړل چې خپلو خپلوانوته خبر ورکړي چې: زه اجله(عجله) لرم،په تيزي کي يم، ولاړم، تاسي ځانونه خپله کورته ورسوي! همداسي وشول.پرېس کنفرانس (مطبعاتي مصاحبه) خبري ناسته چې دمحفل په ختم کې پلا ن شويوې وه ونه شوه.



داکيسه زما ترغوږهم راورسېده او ستاسو محترم حضورته مي له درناوي سره وړاندي کړه.



۲۰۰۵۰۶۱۲