د ليونتوب علت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


عبدالملک پرهيز

د روغتيا وزارت يو داکتر د ليونيانو يو روغتون ته ورغۍ، هلته يي د ليونيانو په منځ کې يو سړي هوښيار په نظر ورغۍ . له هغه نه يي په زياتۍ مهربانۍ پوښتنه وکړه: ته يي ولي دلته راوستي يي



نوموړي په ځواب کي وويل: داکتر صاحب ! ما د يوي ښځۍ سره واده وکړ چۍ اتلس کلنه لور يي لرله. يوه ورځ زما پلار پر جني مين شو او له هغۍ سره يي واده وکړ. له هغۍ ورځۍ نه زما ښځه، دخپل ميړه دپلار دښځۍ مور شوه. لږ وروسته زما دښځۍ لور چۍ زما دپلار ښځه وه ، د زوي خاونده شوه. دا هلک زما ورور شو ځکه چۍ زما د پلار زوي ؤ



خو په عين حال کې زما د ښځۍ لمسۍ ؤ نو ځکه زما لمسۍ هم ؤ له دي کبله زه د خپل ناسکه ورور نيکه شوم. لږ وروسته زه هم د زوي خاوند شوم چۍ له همدغي ورځۍ زما د پلارښځه زما د ځوي ناسکه خور اود هغه نيا شوه، او زما زوي د خپلۍ نيا ورور او دهغي لمسۍ شو



له بلي خوا زما اوسنۍ مور، ياني زما د ښځۍ لور، زما دزوي خور ده او زه د خپل زوي خوريه يم. همدارنکه زه خپل پلار خسر او د ميري مور پلار او د ورور نيکه يم، زما د پلار زوي هم زما ورور او هم زما لمسي دي د



داکتر صايب! که ته هم دداسي بدمرغۍ سره مخ شۍ نو ته به هم په ليونتون کي اوسۍ

٢١ـ٠٧ـ٢٠٠٥