حال دا دى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالهادي حيران

د تورخم د لويې دروازې څخه شل پنځۀ ويشت قدمه شاته د کوم زوړ هوټل مخې ته چې زۀ ولاړ وم، هلته نۀ يواځې د خوا و شا ټول دوکانداران، مزدوران اؤ تلونکي راتلونکي مسافر بلکې په ډيوټۍ ولاړ ملېشې والا هم راټول شوي وو اؤ ټولو مخامخ د شمشاد غر په لور داسې په توجو کتل لکه سېنما هال کې چې د يؤ ښۀ فلم اخري منظر ته ساه نيولي ناست وي اؤ په دې تلوسه کې وي چې اوس به څۀ کېږي. په هغه ګڼ ګوڼ بازار کښې داسې چُپتيا خوره شوې وه چې د نسوارو اچولو اؤ تُوکلو عمل هم شور محسوسېدۀ. مخامخ د سيمې تر ټولو جيګ غر شمشاد د تورخم د دروازې نه پورته لمنه کې د تېرو دوؤ ساعتونو څخه د ژوند اؤ مرګ يؤ عجيبه منظر ؤ چې يوې خوا ته يې هلته راټول شوي سلګونه خلق د "اوس به څۀ کېږي؟" په تلوسه کې اچولي وو اؤ بلې خوا ته يې د وېرې اؤ کرکې نه په هر چا غونى زيګ کړى و.

منظر اؤ پس منظر داسې وو چې د تېرو څو ورځو راسې د جلال اباد څخه تر شمشاد غر پورې دغه سيمه کې د افغانستان د دوؤ لويو جهادي قوماندانانو الحاج قهرمان اؤ انجينئر حزب الله د ځواکونو ترمنځ د سيمې په واکدارۍ داسې سخته جګړه روانه وه چې د جلال اباد نه تورخم پورې د تلو راتلو لارې يې بندې کړې وې. د شمشاد په غر کې اؤ ورسره خوا و شا ته جګړه هم د څو ورځو نه روانه وه خو په هغه ورځ د شمشاد په مخامخ لمنه کې د الحاج قهرمان اوۀ جنګيالي د وسلې اؤ خوراک د ختمېدو له امله لاندې د تورخم په لور د راتښتېدو په هڅه کې وو چې د انجينئر حزب الله جنګيالي ورپسې د بره خوا څخه راواوُختل اؤ ډزې يې پرې پېل کړې. په دغو ډزو کې د الحاج قهرمان يؤ جنګيالى ولګېدو اؤ مخ په ښکته دومره ځاى پورې راورغښتو چې د آه و فرياد اواز يې لاندې تورخم کې ولاړو تماشه کوونکو اورېدو، اؤ په کومه تيږه چې يې سر پروت و د هغې نه څڅېدونکې نرۍ نرۍ وينه هم هر چا ليدله خو په هغۀ پسې د ورختلو زړۀ په هيچا کې نۀ و ځکه چې د هغۀ مخالف "مجاهدين" لا بره ولاړ وو. اؤ کۀ څوک د لوي زړۀ خاوند پيدا شوى هم وى نو هغۀ له قانون اجازه نۀ ورکوله ځکه چې د مرګ اؤ ژوند دا لوبه د افغانستان په خاوره روانه وه اؤ تماشه کوونکي يې د پاکستان په خاوره ولاړ وو اؤ د دواړو په مينځ کې يوه لويه دروازه ده چې هغه وخت ورته يؤ غټ قلف پروت و.

د زخمي شوي تن نور شپږ ملګري د ډزو سره سم د يوې غټې ګټې (تيږې) لاندې جوړې شوې مورچه کې پټ شول چې له بريد کوونکو څخه يواځې يؤ څو قدمه لاندې وه.

د شمشاد د افغانستان د اړخ دغه لمنه د تورخم د بازار پاکستاني اړخ ته داسې مخامخ ده چې هلته ولاړو تماشه کوونکيو په مورچه کې پټ شوي کسان، په هغوئ بريد کوونکي اؤ اَن تر دې چې لاندې رغښتلى زخمي هم ليدلو خو بريد کوونکيو د خپلو روسي بوټانو نه پينځۀ قدمه لاندې مورچه اؤ په هغې کې پټ شوي مخالفين نۀ ليدل. هغوئ په لاسونو کې ډک کړي کلاشنکوف مشينونه نيولي وو اؤ په احتياط احتياط يې اخوا دېخوا يؤ يؤ قدم اوچتولو. اخر درې واړه بريد کوونکي د هغې ګټې سر ته راورسېدل چې بالکل لاندې ترې مورچه وه اؤ د هغوئ شپږ تنه مخالفين پکې پټ شوي وو. په دې منظر کې چې د دواړو مخالفو ډلو حالت هر څۀ و، و به خو د تورخم د تماشه کوونکيو د توجو کيفيت د ليدلو وړ و. دې کيفيت پوره يؤ ساعت ټول خلک په خپلو خُوَلو کې ډوب کړي وو اؤ ټولو په وازو خولو اؤ بېرته سترګو د مخامخ غر په لور کتل.

دې کې ناڅاپه درې واړه بريد کوونکيو د مورچې مخې ته راودانګل اؤ د سترګو په رَپ کې يې مورچه د انساني غوښو اؤ وينو په ډنډ بدله کړه. بيا يې يؤ بل ته وخندل اؤ په اطمينان سره د شمشاد په سر واوختل.

لدې وروسته د تورخم تماشه کوونکيو کې ځينيو وژونکيوته، ځينيو وژل شويو ته اؤ ځينيو دواړو ته کنځلې وکړې، ځينيو پکې خپل تاثرات له ځانونو سره خوندي وساتل اؤ په خپلو خپلو کارونو پسې يې حرکت وکړو. لږ ساعت وروسته هوټلونه د کړاهي غوښې اؤ کباب خوړونکيو نه ډک شول، مزدوران په خپلو خپلو کارونو بوخت شول اؤ ټول خلک خوارۀ وارۀ شول. داسې ښکارېده لکه يؤ ساعت د مخه چې هلته اديره وه اؤ اوس پرې بازار جوړ شو. د تلونکيو راتلونکيو خلکو د خبرو نه معلومه شوه چې زخمي شوى تن هم د ډېرې وينې د بهېدو له امله "شهيد" شوى دى.

تماشه پاى ته ورسېده خو زما تلوسه لا په ځاى وه. زۀ په دې سوچ کې وم چې خدايه دا اوۀ کسان به څوک وو؟ دوئ به د افغانستان د کوم ولايت وو؟ د دوئ کورونه اؤ بچي به په څۀ حال وي اؤ دا ټوټې ټوټې وجودونه چې د دوئ کورونو ته ورسېږي نو هلته به د غم اؤ ماتم څۀ منظر وي؟. د دې ټولو خبرو د معلومولو يواځينۍ لاره اخبار و اؤ اخبار ته تر سبا انتظار کول وو.

زۀ کله کله اورم چې انتظار د مرګ نه هم زيات سخت دى، خو دا خبره راته عملي په هغه وخت شوه چې نيمه ورځ راته د قيامت هومره اوږده شوه. ورځ چې تېره شوه نو ويل مې چې شپه خو به په خوب تېره شي خو خوب چېرې و؟ له ډېر کوښښ وروسته چې به مې سترګې پټې شوې نو زۀ به د تورخم د لويې دروازې نه شل پنځۀ ويشت قدمه شاته د همغه زوړ هوټل مخې ته ولاړ ووم اؤ مخامخ د شمشاد غر په لور به مې کتل. هلته د يوې ګټې په سر درې کسان د ډکو کلاشنکوف مشينونو سره ولاړ وو اؤ خپل مخالفين يې لټول. مخالفين يې شپږ کسان وو چې د ګټې لاندې مورچه کې پټ شوي ناست وو. دې کې به ناڅاپه هغو درې کسانو د ګټې لاندې د مورچې مخې ته راودانګل اؤ د سترګو په رَپ کې به يې ژوندي انسانان د وينې اؤ غوښې په ډهيري بدل کړل. دې سره به ما يؤ ټوپ وکړو اؤ راويښ به شوم. اؤ چې په کوټه کې به مې ګېرچاپېر وکتل نو داسې به مې محسوس کړه چې زۀ په خپله هم په هماغه مورچه کې ناست يم.

بيا زما تصور پخپله د وژل شويو کسانو يؤ کور ته ځان ورسولو. هلته په دوؤ کټونو باندې بېل بېل سپين څادرونه کلک تړل شوي وو اؤ ګېر چاپېر د ښځو، ماشومانو اؤ ځوانانو ژړا انګُولا وه. يوې بوډۍ ښځې ځان د ځمکې ځمکې ويشتلو اؤ په زوره زوره يې چيغې وهلې. دوؤ کسانو هغه د لاسونو اؤ پښو نه کلکه نيولې وه اؤ د يوې کوټې طرف ته يې راښکله خو هغې د مړو د کټونو طرف ته زور کولو اؤ چيغې يې وهلې. په چيغو چيغو کې هغې ډېر څۀ وئيل خو زۀ يې په دې يوه خبره پوه شوم چې "ماته يې مخونه راښکاره کړئ چې زۀ يې يؤ ځل ښُکل کړم". ما هلته د ولاړ يؤ سړي نه پوښتنه وکړه چې دا بوډۍ ښځه څوک ده؟ هغۀ کټونو ته په اشاره سره ځواب راکړ چې دا د دوئ دواړو مور ده. ما هغۀ ته لږ په مړغوني غږ وويل چې دوئ يې پرېږدي ولې نۀ چې يؤ ځل دا خپل بچي وويني اؤ ښُکل يې کړي؟ هغۀ د سترګو نه اوښکې وچې کړې، يؤ ځل يې ماته حيران حيران وکتل اؤ بيا يې په ژړغوني غږ وويل " ګورې نۀ چې په کفنونو کې يې کلک تړلي دي! وجودونه خو يې داسې دي لکه قصاب چې د قيمې لپاره ټکولي وي نو دا غريبه به يې کوم ځاى ښُکل کړي؟". زما غونى زيګ زيګ شو اؤ ډېر په مشکله مې دا ټول تصور د خپل ذهن د پردې نه وڅنډلو.

سهار وختي د هر څۀ نه وړاندې زۀ بازار ته په اخبار پسې لاړم اؤ چې اخبار مې راواخيستو نو هم هغلته د سړک په غاړه يې لوستلو ته ودرېدم. د اخبار د سُوپر ليډ د کتو سره مې ټول وجود لکه د فالج د مريض پشان په رپېدو شو. د اخبار په تندي، يعنې د اخبار د نوم دپاسه د يؤ هلک د وادۀ عکس لګېدلى و، بيا ورپسې د اخبار د هغې ورځې تر ټولو لوي خبر و اؤ بل سر ته يې د هم هغه عمر د يؤ بل هلک د وادۀ عکس لګېدلى و. د دواړو عکسونو سايز يؤ و. د يؤ هلک په مخ نرۍ نرۍ اؤ د بل په مخ توره ګڼه ږيره وه خو د وادۀ خوشحالي د دواړو په مخونو يؤ شان وه. د دواړو عکسونو ترمنځ سُوپر ليډ و چې: "د افغانستان د دوؤ لويو جهادي مشرانو د ځامنو ودونه وشول". "د تفصيلاتو له مخې د انجينئر حزب الله د زوي د لومړي وادۀ څلور کاله وشول خو هغه د اولاد له نعمت څخه بې برخې و نو په فرانس کې يې د افغانستان د سفير د لور سره دويم وادۀ وکړو. اؤ پرون يې د وادۀ مراسم په لوړ کچ ترسره شول. الحاج قهرمان چې د دې خپلوۍ نه لا پخوا خبر و، نو هغۀ هم د خپلې سيالۍ د برابرولو لپاره خپل زوي له په جرمني کې د يؤ لوي افغاني تاجر د لور سره وادۀ وکړو. دا د هغۀ هم دويم وادۀ دى. د يادونې وړ ده چې دواړه مشران هم دوه دوه مېرمنې لري".

په نور اخبار کې د بېلابېلو هېوادونو، ګوندونو، ډلو ټپلو اؤ شخصياتو له اړخه د دغو دواړو ودونو مبارکيانې اؤ د روښانه راتلونکي دعاګانې........





٢٠٠٢ مېلادي کال

کراچۍ