له کابل څخه دوتلو دوهمه خاطره په جلال آبادکې مزدوري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداسلام اندړ

(۲)

مازديګر لوړ وو چې ګلرنګ او بلرنګ دجلال آباد ښار ،دنارنج دګلوهار ته ورسېدل . ګاډي(موټر) لاتوقوف نه ووکړی چي کلېنر اويوبل کس دګاډي (موټر)له سر څخه دغوټو (ګنډو)، بکسو اوبسترو په را غورځولو شروع وکړه ،ګلرنګ اوبلرنګ خپلي ګنډي را واخيستې، ماشومان يې ترلاسو ونيول اوتور سري يې له شا ورپسي رواني شوې .


ګلرنګ په ښارکې څه بلد غوندی وو، دکرايي کوټو په لټه کې شو، دکابل دمهاجرينوسيلاب لا دجلال آباد ښار نه وه خړوب کړی، نوکرايي کوټې پيدا کېدلې .
ګلرنګ سمدستي يوخرګاډی کرايه کړ،بسترې ،ګنډي او ماشومان يې ور پورته کړل او دګوړو دمنډيي په لور وخوځېدل، دګوړو يوه لوی سرای ته ورغلل اويوه يوه کوټه يې کرايه کړه . کوټوکې دری ،څلور کټونه چې چټلي او غوړي بړستني ورباندي پرتې وې اوبس؟؟؟ .
داکوټې له هوټلو څخه څو ځله ارزانه وې،دخپلوجېبو سره يې په مشوره همدلته واړول .
سهار يې په شپږو بجو ،خوږ چای اودنانوايي يوه يوه ډوډوډۍ له سماواره څخه راوړل ، چای يې په بېغمه زړه وچښل،له چای چښلو نه وروسته په مزدوري پسي ووتل، دمزدارانو دچوک پوښتنه يې وکړه، هلته ولاړل، ګوري چې دمزدورانو ګڼه ګوڼه ده ، دوی چې ور ورسېدل، مزدورانو د دوی خواته ور ودانګل فکر يې وکړ چې مزدوران يې په کاردي،ځکه ګلرنګ او بلرنګ ښه پاک کالي،برس کړي توربوټونه،کونډۍ مبارکي ږيري درلودې، دهغوی ګومان پرځای وو.
له مزدورانو سره يې دسلاما ليکي سرونه وښورول،جوړ تازه يې سره وويل ،يوه مزدور پوښتنه ځيني وکړه (جي) مزدوران مو په کار دي؟ دوی ورته وويل نه، موږ هم په کار او مزدوري پسي راغلې يوکه مو کوم کار اومزدوري پيداکړه . هغه کړک کړک ورته وخندل اوتمسخرآميزه يې ور ته و ويل : تاسي با نجاري کوی ، ځکه داسي غوړ اوپاک ياست . مزدورانو بېرته بوجۍ کېښودې اوپه دوپښو کېناستل .
دوی هم ديوه پاخه عمر سړي څنګه ته څادرونه په ځمکه واچول او پرې کيناستل . د دغه سړي زبېښلي څېرې ،په شونډانو دوينو تورو وچوکترو،ژېړ ډنګر مخ چې په شنو لنډو وېښتانوکې نوی پټ شوی وو،په پراخه ډنډه کې دمايو سۍ ،کړاو اوغم تازه اُفقي لارو د هغه دژوند کيسې کولې .
بلرنګ سړي ته له سره تر پښو څوځله په ځير وکتل،ماموره سړی ورښکاره شو، له ځانه سره يې ومسل، ورته ويې ويل : وروره ! نابلده يو،په مزدوري هم نه پوهېږو،کله موروزانه مزدي هم نه ده کړي، نوځکه نا وخته راغلو، بايد وختي راغلي وای،ګوندي چا کار ته بولي وای .
هغه سړي ورته وويل : صيب زه چې وختي را غلی يم ، لا هم ناست يم،لکه چې خدای پاک رانه خپه دی! ياهم راته په قهردی! چې داحال يې راباندي ولوراوو.
اوس به دکوم کومندان سړي راشي، هغوی ليږ ناوخته راځي، مزدران يې په کاردي .
بلرنګ سمدستي پوښتنه ځيني وکړه : مزدوري پيدا کيږي؟ سړي يو دروند او اوږد اسوېلی ويوست ويې ويل : هوصېب! کارونه شته،خو ستړي کارونه دي اُجوره يې هم کمه ده، څه وکړو، مجبور يو.
بلرنګ : څه ډول کارونه شته ؟
سړي په کټ کټ وخندل ،ويې ويل : صېب ! ته څه فکر کوې ؟ چې څه ډول کارونه به وي ؟ دچور،چپا ول او ورانولوکارونه! له دې کاروڅخه بيغير به، صېب نورڅه کارونه وي .
بلرنګ : چور،چپاول او وراني په مزدورانو کوي؟
سړي دشهادت په ګوته له خولې څخه نسوار ويوست، مخ يې شاته واړا وه ګوته يې وڅنډله، په وچه خوله کې يې ژبه ښه ځنډ وښوروله ،ناړي يې توکړې ،په برېتو اوږيره يې څوځله تڼاکو پړسولي ګوتي ووهلې، ويې ويل : هوصېب! خبره يې پسي وغزوله، يوه ورځ مې په عسکري قطعه (غنډ،فرقه)کې مزدوري وکړه، بيا هغه کارته نه ولاړم ،له مزدوري څخه مي زړه تور شو، صېب اړيم څه وکړم، ماشونه (معاش)راباندي بند شول،زموږ خو ژوند په تنخوا پوري تړلی وو.
بلرنګ : ولي؟ بيا ولي نه ولاړې؟
سړی : صېب ! کوم بل کار به پيدا کړم،هغه کار راته دزهروغړپ وو. زړه ...( ژبه يې بنده شوه) ، بلې ! هوصېب! زړه يې را ژوبل کړ، له هغې ورځې وروسته مي ټول ځان لړزېږي .
پسي زياته يې کړه : صېب که جهاد وو خو دشورويانو تروتلو پوري جهادوو،چې شو رويان ووتل ، بياداجهاد...! بلې، صيب داجهاد دخدای (ج) درضالپاره نه وو،صېب داجهاد اسلام دژغورلو لپاره نه وو، دا دچور ،دادوطن دبربادۍ ، دا دخلکو د وژلو او دځانود مړولو دسيسه وه، دا دجهاد تر مقدس نوم لاندي يوه اسما ني دبدبختيو ټکه وه ،چې په موږ خوارو را ولوېده ، صېب! نه تنها په موږ ،بلکې دټول کړېدلي ملک په سر راولوېده . په خدای مي دي قسم وي که په خپل ټول ژوندکې د وطن د آبادۍ اوارامۍ وو ينو .
ګلرنګ هم په خبرو کې ور ولوېد، سړي ته يې وويل : اوس پوه شوې ...؟ په فرقه کي دي څه کار کاوو؟
سړي له ګردو ډک باڼو ګان ورپول، سترګي يې رډي رډي راووتلې، مخ يې يوې او بلې خواته واړاوو، په ځير ځير يې وکتل ، په کُنډۍ شنه ږيره کې يې تڼاکي اوزخمي ګوتي وهلې ، و يې ويل : ټانکونه مو کباړ ول .
بلرنګ چې دکباړ په مانا نه پوهيده، له سړي څخه یې وپوښتل : کباړ څه ته وايي؟
سړی : ملګريه !پاکستانيان ليلامي ته کباړ وايي ، دګازي (اولډينګ) ماشينو نو په دوزخي اورسره به يې ټانکونه څيرل ، ټوټې کول به يي، او بيا به موږ مزدورانو په راکيټو( لاريو) کي بارول اوپاکستان ته به يې وړل او هلته به يې په ليلام خرڅول، دې ته کباړ وايې .
سپينه دلمانځه ټوپۍ يې له سره لري کړه،سره يې کلک کلک وګراوو، په ستړي درانه غږ يې وويل : صيب (نوي جديد ټانکونه وو؛ جوړ اوفعال ټانکونه وو)يوه لحظه چوپ وو، بيايې په ژړغوني اواز پسي زياته کړه :زما مسلک ټانک وو ،زه دټانک دتخنيک انجنير وم ، دماسټرۍ تر درجې پوري مي په دې مسلک کې زده کړه کړې وه .
دټانکونو ماتېدل نه وو، زما دزړه ماتېدل وو. نو ځکه نور نه ولاړم .سړي يوځل ګلرنګ اوبيا بلرنګ ته سترګي تنګي کړې ،په تنګو سترګو يې ښه ځنډ هريوه ته وکتل او پوښتنه يې ځيني وکړه : تاسي څه کاره واست؟ ګلرنګ بې څنډه جواب ورکړ ، دځان په شان مو فرض کړه!

دمرحوم شهيد ډاکتر نجيب دحکومت معلمانو،ډاکترانو، انجنيرانو ،افسرانو، سربازانو اومامورينو دننګرهار په ښارکي دجلادانو دچور اوچپاول په مارکېټ کي رنګارنګ مزدورۍ کولې، ګلرنګ اوبلرنګ هم ورسره يوځای شول .
دوی لا په خبرو وو چې يو عسکري روسي جيپ راښکاره شو،جيپ لا نه وودرېدلی چې مزدورانو ورمنډه کړه ،سپيني دوړي پورته شوې اودجيپ پر شاوخوا يې اتڼ جوړکړ،بلرنګ ، ګلرنګ اوسړي خپله جمه (مجلس) کاوه، څوشېبې وروسته دمزدورانو آ تڼ مات شو .

جادوګر بېلرونه
جيپ حرکت وکړ دګلرنګ هغوی مقابل ته چې ورسېد، غږيې وکړ :( کار کوی ؟) ګلرنګ اوبلرنګ په بېړه ورپورته شول ، څادرونه يې وڅنډل دجيپ کړکۍ ته ودرېدل که ګوري چې په جيب کې دوه ښکلي،لغړ خولي هلکان چې سپيني پاکې اوتو کړي جامې او تور واسکټونه يې په ځان وو،دسرو نري ځنځيرونه يې په غاړو کې ځلېدل ، ګلرنګ ورته په ځير ځير وکتل ... هو! څه ډول کار دی؟ یوه ژڼي جواب ورکړ : په بام دوه بېلرونه دي هغه به له کوهي(څاه)څخه اوبو راکاږی او ډک به يې کړﺉ اوبس .
ګلرنګ دڅاه دژوروالي ،بيلرونو دلويوالي او اجورې په کله پوښتني ځيني وکړې،نوبلرنګ ته يې په غوړېدلی تندی مخ ور واړاوو، ورته ويې يل : ورسره ځو!
هغه هم د هو پرځای له خوشالي سر ورته وښوراوو. دجيپ دشا په سېټ کې کېناستل پنځه دقيقې وروسته یې ددوکانو شاته کته کړل، هلته يوه څاه وه ،په څاه غر غره(څرخ) ولاړه وه دڅاه د غرغرې د رسۍ په يوه اوبل سر پوري دنباتي غوړو دوه مني ټيمونه(قطي) تړي وو، څلور دوه مني ټيمونه دڅاه په غاړه خالي ايښي وو، دوه سوه ليتره ،دوه سره نښتي بېرلونه دبام په سر ايښي وو، بام ته دلرګو يوه کږه وږه زينه ايښي وه.
زلميانو دلاس په ښورولو ورته کار وښود، جيپ چې حرکت کاوو،بلرنګ له شا پسي غږ کړ کار به په څوبجو ختموو؟ زلمي ورته وويل : کله چې موبېلرونه ډګ کړل، ددوی تندي نور هم وغوړېدل، خپلو منځو کې يې ښه په وازو خولو سره وخندل ، داخو به په توکل دخدای ژر ډک کړو.
دواړو په عجله سره پايڅې پورته کړې،لستوڼي يې وټومبل ،ټوپۍ(خولۍ) اوبوټونه يې په څادرو کې ونغاړل اوپه کار يې پيل وکړ. ګلرنګ ژر ژر پيپونه ډک کول، بلرنګ هم حملې پرې وکولې اوپه منډه يې دبام سرته خېږول ، په بېرل کې يې خالي کول ، که ګوري چې بېرلونه تر نيمايي ليږ ټيټ دي . له ډېري خوشالي يې دبام له سره په ګلرنګ غږ وکړ ، اشنا دا خو ترنيمايې پوري اوبه لري . هغه ورته وويل ځنډ مه کوه ژر راځه! هله هله ! تر يوې بجې پوري يې په منډه اوبه وخېږ ولې مګر بيلرونه په همهغه پيمانه ولاړ دي ، يوسانتي هم اوبه پورته نه ځي. دواړه ډېر ستړي شوي هم وو، په لاسو اوپښو کې يې تڼاکي راوټوکېدې ، پخې شوې اوچاودلې خوکاريې په بېړه کاوو ترڅو پيسې ورته حلالي شي، دوی په ټګي او برګي هم نه پوهيدل
ګلرنګ بلرنګ ته وويل اوس ته راشه اوبه راکاږه! زه به يې خېږوم ، بيا يې په تلوار تلوار کار شروع کړ ،خو بيلرونه کې اوبه په خپل حال ولاړي دي، هيڅ تغيريې نه کاوو،بلرنګ وويل : ياره داڅه حال دی! پوښتنه يې ځيني وکړه څنګه شوو بېلرونه؟ هغه په بوڅو شونډو ،په درانه غږ ورته وويل پخپل حال دي .
ګوري چې يوه ماشوم په پتنوس کي يو چای اودوه دنانوايي ډوډۍ راوړې، هلک ورته وويل: راشی ډوډۍ مو وخورﺉ ! چای يې په وړو وړوګيلاسوکې ور واچاوو، دډوډۍ په خوړلو يې شروع وکړه، بلرنګ اوله ګوله ستوني لانه وه تېره کړي ، په ډکه خوله يې ګلرنګ ته وويل : دوه خبري دي : يا دا بلرونه سوري دي ، اويا خوهم دابېلرونه جادوګردي .
ډوډۍ يې ژر ژر وخوړه، دمه یې جوړه کړه اوبيا يې په کار پيل وکړ، ښه چټک يې کار کاوو، مګر دبېرلو همهغه حال وو، دورځي په اوږدو کې يې څو ځله کارسره بدل کړ ،هيڅ ګټه يې ونه کړه، دبېلرو داوبو په زياتوالي کي څه توپير را نه غی، ورځ هم له څلورنيموبجو تېره وه، دمزدورانو کار تر څلورو بجو وو.
کاريې ختم کړ، دلاسوويني ومينځلې دڅادرو په پيڅه يې د لاسوويني وچي کړې ، ټوپۍ يې په سرو کېښودې ، بوټونه يې په څادر وکې شاته واچول ،کالي يې اوقوارې يې اوس نو سم دم مزدورانو په شان شول ، ددوکانو له شا دبازار منځ ته ددوکان مخ ته ورغلل ګوري چې داحمام وو،خلکو حمام کاوو او وتل ، ګلرنګ اوبلرنګ يوبل ته سره وکتل ښه په کړنګ يې سره وخندل ، ځکه پاکستاني سيستم حمامونه دوی کله هم نه وو ليدلی.
څلويښت، څلويښت پاکستاني کلداري چي يې له کار والا څخه اخيستلې نوحمامي بدي ردي اوښېراوي ورته وکړې ( خدای دي هره روپۍ درته د دوزخ سکروټه کړي) داچې بېرلونه مو ډک نه کړل .
نور بيا