له نښې وروسته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اكبركرگر

لنډه کېسه

يوه شيبه ښه په زوره و ټوخيداوچې كله يې ټوخى ودريد نو غاړه يې صافه كړه . سپين ږيري.په كرار له زاړه كټ څخه راكړوپ شو. كلوشې يې له كټ لاندې كړې . بيا يې دشنو چايو چاينك اوشنه پياله هم تر كټ لاندې ننويستله .دچرسو چيلم يې هم چې تازه يې له سرخانې لوږى خاته اوله تازه اوبو لوند خيشت و.له خپلې مخې ليرې كړ. دكټ سر ته يې ودراوه ۔ اوبيايي ځان دې ته جوړكړ چې پښي وغځوي اوخپله دمه جوړه كړي۔
زموږ دسلام په اچولو سره هغه لږ اوتر غوندې شو .زما سره روان كس ته يې چې زما په عمر و په زير زير وكتل اوبيا يې و پوښتلم :
چيرته ځي ؟
هسې تر اغه بر (پورته ) وستل پورې دا ملگرې بدرگه كوم بيرته راگرځم ۔
سپين ږيرې نور غږ ونه كړ ۔ غلي په كټ كې پريووت .زه ډير واټن پورته ولاړم اوچې كله بيرته راستون شوم له ليرې هم دكلا خوا (چنه) ښكاريده ۔ اودپاسنيو پټو څخه چې كلا يې په بيخ يا ژوره كې پرته وه هر څه له پاسه په ډاگ مالوميدل ۔ خو په دې ټوله اوږده شيبه كې را سره همدا تلوسه چاغيدله اولويدله چې ولې نن بوډا په داسې انداز زما دپورته تللو پوښتنه وكړه.ا يا دهغه به څه كار و؟۔ ايا څه يې ويل غوښتل چې زمادلاروې ملگري له وجهې يې ونه ويل ؟ اوكه بله څه خبره وه ۔ خو ما مې ملگرې له وستل څخه واړاوه ۔ هغه مې رخصت كړ اوله مخه ښې وروسته بيا په برو اوپاسنيو پولو كښته خواته په راتلو شوم ۔
دژمې وروستۍ شپې وې .په لمر كې لږه تودوخه پيدا شوې وه ۔ غنم له خاورو را پورته شوي او دچا خبره دپښو زنگنونو ته په را پورته كيدو كې و .دغنمو په منځ كې دشوتلو پټيو څو اوبه څښلې وې اواوس په كې چا اجازه نه درلوده چې له بيخه يې دسابو له پاره وباسي ۔ ځينو خلكو په كې سرې اچولې ۔ اوځينو پرې اوبه سمولې ۔ ويالي ښې پړندې اوډكې روانې وې ۔
دا مهال زه بيا دكلا مخې ته په رانږدې كېدو شوم ۔ هلته وړاندې په ديره كې چې نيمه پيتاو اونيمه سيورې و.دوه قلبه يي غوايان ولاړ و ۔ ديوه ښكرونه كاږه واږه اوديو بد اوشينه (بدماش) بنيادم په څير يې لومړى دسړي په ليدو يو تيز اسويلي له خولي ويستلو اوبيا به يي دعادت له مخې ارو مرو چې دگوزار په موخه سر نيغ پورته غورځاوه ۔ دكلا په مخ كې جومات چې له كلونو راهيسې ولاړ و كله به يې ناوه بارانونو ارتولې وه اوكله به هم جوړه وه . له ډيره وخته راهيسې اوس خو جومات نور نه ماشومانو ته دسبق اوقاعدې دښودلو ځاى دى اونه هم په كې دجمعې لمونځ كيږي.يوازې بوډا اوكوم لاروې په كې دماسپښين لمونځ كوي . دا مهال له ليرې دبل كلي نااشنا سپۍ اوږده لكۍ په ځان پسې راښكودله دجومات دروازې مخې ته په څوړ (كښته ) سر راورسيده. دكوربه ساتونكي لوې سپي پرې غړم لگول اوبيرته دغويانو په ترهيدلو اوله ځايونو څخه په پاڅيدلو يې لكۍ په ځان پسې راښكوده او دلښتي له لارې وتښتيده ۔
زه هم دسپې ددرانده غړم اوغپ سره يوځاى دبوډا كټ ته ودريدم اودسر په خوځولو يې دكټ لنگي ته كښيناستم ۔
©©©
دپورې كلي په كوزنۍ كلا كې داحمد خان دزوى ډير مست واده و دا څو كاله يې ورته تيارى نيولې وه .له ډېري مودې راهيسې يې ورته پسونه ساتلي و.احمد خان دكلي ياد اومالداره سړى و ۔ په واده كې يې جوړې سازيان هم راوستې و دميرا اوتوكل په غزلو دغرنۍ درې دهوا مارغانو اتڼ كاوه ۔ اوچې مجلس به ودريدنو دكلي زلمو به دديرې په اخواته پټې كې په ډبرې غورځولو اوغيږ نيولو پيل وكړ .هر يو به خپل زور ازامايلو اودخوشاليو اومستيو اوسات تيريو بازارپه كې ښه تود و ۔
مير سلام خان ي دكلي له دڅڼه ورو اومستو زلمو نه يوو. و.سره له دې چې واده يې درلود خو دكلي دگلابې په نامه پيغلې يار اودخلكو په ژبه جوړ درخانۍ او ادم خان وو ۔ هغه دكلي په يو ه ښكلي پيغله گلابه مين و ۔ گلابه چې مور به يې ورته دگلۍ غږ كاوه ۔دكلي ډيره ښكلي اوچټه پيغله وه ۔
كله چې د گلابې پلار ومړ نو تربرونو يې هغه يوه بيړا ( گونگه ) ته په نامه كړه ۔ دا ځكه چې هغه له پلاره همدا يوه لور پاتې وه٬ اوښه ښايسته پټې اوجايداد ۔
خو داورځ په كلي كې دواده څه بل شان ورځ وه ۔ ميرسلام دهر چا دسيل زلمې و ۔ دنگه ونه رسا څيره او ښكلى زلميتوب يې ددې جوگه وچې دمينې خبرې هم ورسره يو ځاى شي ۔ هر چا به دهغه له ليدلو خوند اخيست ۔ اوځينو به چې ميرسلام دډبرې په غورځولو وليد نو په خپلو منځو كې به يې سره وويل : دگلۍ دې روزې شې . څومره به ښه وايي چې دا يو ه جوړه واى ۔
خو كه له يوې خوا به دراغلو كليوالو پرې زړه باغ باغ كيده نو له بلې خوا دگونگه ((كاكي ))تربرونو چې دهغه دمينې له داستانه خبر ول په زړونوكې يې ورته وينې خوټيدلې ۔
خو دهغې ښكلا اودميرسلام زلميتوب داوخت دكليوالو په خوله لكه بوړبوكۍ نڅيدله ۔
كله چې به ميرسلام دكلي دزلمو منځ ته شو نو دټولو ورميږونه به دهغه په لور وركاږه شول ۔ دواده هلك دټولو له خياله وتلى و ۔
خو گونگه كاكى چې دا وخت له ښو اوبدو خبر نه وو .تربرونه اودتره زامن يې په هر څه اگاه و اوتل په دې فكر كې ول چې ددې رسوا مينې دپټولو له پاره څه چاره وكړي ۔
داحمد خان دزوى واده ښه په مستۍ روان و. واده دويمې ورځې اوبيا دريمې اووروستئ ورځې ته داخل شو .
زلمو به دگټي غورځولو اودخوسي دلوبو دغيږې دنيولو په خوا كې كله چې به خلك دناوې اويا ډولۍ دراوړلو پسې ولاړل ٬ نو دنښې ويشتلو لوبه به يې كوله ۔ داوار هم داسې وشول. دباروتو ټوپكونه نوې رواج شوي و .ډيرو مستو زلمو خپل څاروي ددې سياليو له پاره پلورلي اوټوپكې يې پرې رانيولې وې ۔ زموږ كلي ته هم دا ټوپكې رارسيدلي وې ، مالدارو به دوه درې غواوې اوڅو وزې پلورلي اودباروتو ټوپك به يې پرې رانيوه ۔
دكاكي تره لا دمخه دا كار كړى و هر وخت به دباروتو دټوپك سره گرځيده خو نن يې په لاس كې هم نه وو نيولى ۔ په دې ورځ يې خپل ټوپك خپل كوچني زوى ته په لاس وركړى و۔ دپالې (منډې ) ډزې روانې شوې ۔ هر چا به منډه اخيستله اودباروتو په ټوپك به يې نښه ويشتله . ۔ څو تنو زلميو مخه وكړه .ډزې يې وكړې چا وويشتله اوچا هم خطا كړه ۔ دميرسلام وار راغى ۔ هغه ځان جوړاوه چې منډه واخلي اونښه وولي ۔ ډيرو په زړه كې دميرسلام دنښې ويشتل دهغه دمينې سره تړاو وركاوه ۔ چا به ورته په زړه كې دوعا وى كولي اوچا به ۔۔ خو دزياتو كسانو دا پيرزو وه چې ميرسلام به ارو مرو چې نښه ولي ۔ دميرسلام په ليدو به زياتو خبرو كسانو ته دهغه مينه گلابه هم سترگو ته دريده ۔ خو دكاكي تره خپل كوچنې زوى اختر دسترگو په اشاره تيار كړې و. ميرسلام منډه واخيسته دهغه له ډزه وروسته بل ډز هم پورته شو ۔
هو ميرسلام نښه وويشته ۔ اوميرسلام په نښه شو اووويشتل شو ۔ ميرسلام يې دولو په منځ دمنډې په حال كې وويشت. لكه غر راونړيد. ټول را پاڅيدل . دا چا ؟ داچا ؟ غږ پورته شو.
كوچنې اختر! يو چا سم دواره په غيږ كې پورته كړ ۔ په منت اوقهر يې له ډگر نه وويست ۔ اودخطا يي ډز غږ پورته شو ۔
همد ا خبره څو وار تكر شوه ۔
اختر ماشوم دى ۔
په خطا ترى ټوپك خلاص شو .
خو خلك پوهيدل چې خبره څه ده ؟ اوكيسه چيرته ده ۔ دډولۍ پر ځاى جنازه له پټي پورته شوه ۔ اوميرسلام يې په خپل كلي كور ننويست ۔

©©©
نو بابا څه خبره دې كوله ؟
نيكه غاړه صافه كړه ۔ اوپوښتنه يې وكړه ۔ دا هلك چې له تاسره روان وو . څوك اودكوم ځاى و؟
هو بابا دادكلام زوى دى ۔ دبر كلي دكلام ۔

ـ ښه دميرسلام نمسى دى ؟

- نيكه يې نه پيژنم ۔

- بچيه زه يې ښه پيژنم . ته لكه چې دزمو ږ دكيسو نه خبر نه يې يوه خبره درته كوم ۔ چې زما په پولو دميرسلام تومنه مه گرځوه ۔ هغه به يو وخت نه يو وخت دنيكه قبر ته ودريږي ۔ اوپه زوره زوره

به له قبر نه زما له لاسه دنيكه ژړا اوفرياد واوري ۔



لندن ۱۴ –۴—۲۰۰۹