د کونډې زوی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کلیوالي کيسه: ليکونکی عبدالملک پرهيز

څو لنډې خبرې:

دغه کیسې ته ورته یوه کیسه ما دمخه د «لوی او کوچني کلاوس » په نامه ژباړلې او خپره کړي وه او هغه مهال مې ددې کیسې د خپرول ژمنه مې هم کړې وه. ما دغه کیسه کله چې زه کوچنی وم آوريدلی وه خو د هغه د ليکوال په هکله هيڅ مالومات نه لرم کیدی شي دا یوه فلکلوري کیسه وي.


د لوې او کوچني کلاوس د کيسې په لوستو سره دا فکر را پیدا شو څو دغه کیسه وليکم . که چيرې دا زموږ د هيواد فلکلوري کيسه وي نو لږ تر لږه به د له منځه تللو له خطره خوندي شوي وي .
البته د کیسی په ليکلو کې ما هڅه کړی څو هغه څه چې مې آوريدلي دي په بشپړه توګه وليکم. خو د خبرو اترو او ديالوګ تنظيم يې ما په خپله کړی دي.
البته ما کله کيسې نه دي ليکلي نو که په دغه ليکنه کې نيمګړتياوې وي له درنو لوستونکو څخه د هغې له امله بښنه غواړم.





يو وخت په يو کلي کې يو بزګر د خپلې ښځې او زوی سره په يوه غريبانه جونګړه کې ژوند کاوه. دوې ډير بې وزلي ول. بزګر به سهار تر ماښامه د خانانو په ځمکه کې کار کاوه او له دغې لارې به يې خپلې کورنۍ ته خواړه او جامې برابرولي او د ژوند شپې او ورځې به يې تيرولې.
د بزګر ميرمن هم په کور کې د خپل زوی سره دکور په چارو بوخته وه. دوې يوه غوا هم لرله
.
بزګر به هره ورځ له سهاره تر ماښامه ډير سخت کارونه کول. يوه ورځ بزګر سخت ناروغ شو او وروسته له څه مودې د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله مړ شو. د بزګر مړينې د هغه ښځه ډيره پريشانه کړه. ځکه دا بزګر ؤ چې د کورنۍ ټول لګښتونه او اړتياوې به يې برابرول. دوې ته پرته له يوې غوا، يو من غوړيو او لس منه وريجو بل څه نه ول پاتې. د بزګر کونډې له ځانه سره فکر وکړ او له ځانه سره يې وويل:« داهر څه به ډير ژر خلاص شي نو چې دا هر څه خلاص شي بيا به څه خورو او څنګه به ژوند کوو!»

کونډه ډيره پريشانه وه او تل به یې ژړل. هغه نه يوازې د خپل ميړه د مړينې په ويرژړل بلکې په دې خاطر يې هم ژړل چې د زوې راتلونکې به يې څنګه شي. زوې يې چې دا وخت لا د کار جوګه نه ؤ د خپلې مور ددغه حالت په ليدو ډیر پريشانه ؤ. نو مورته يې وويل:
« مور جانې ته به تر څو داسې ژاړې، پلار دې خداې وبښې هغه خو په ژړا بیا نه شې را ژوندی کولی، مړي چا دي ژوندي کړي په ژړا؟»
مور يې په ځواب کې وويل:« بچیه ستا خبره سمه ده خو زه ستا له غمه هم ژاړمه او اوښکې تويومه!»
هلک ترې داسې پوښتنه وکړه:« زما له غمه! ولې زما له غمه! په ما څه شوي دي؟» دغه پوښتنه هلک په ډيرې حیرانتيا او وارخطایې له خپلې مور څخه وکړه ځکه هلک ډار شوې ؤ « نه چې ما ته هم کوم څه راپيښيږي! نه چې زه روغ يم؟ نو مور مې ولې زما دپاره پريشانه ده؟» د هلک په ذهن کې داسې ډيرې پوښتنې ګرزيدلې.
مور يې وويل:« بچيه ! زه ځکه پريشانه يمه چې موږ پرته له یوې غوا، لس منه وريجو او يومن غوړيو نور هيڅ نه لرو او دا چې لرو دا به هم ډير ژر پای ته ورسيږي! نو کله چې دا هر څه خلاص شي بيا به څه کوو او څه به خورو؟» او بيا يې زياته کړه: « ته لا د کار او بار نه يې، کوم کارونه چې ستا پلار ترسره کول هغه ډیر سخت کارونه ول چې هماغه سختو کارونو ستا پلار غريب ناروغه کړ او له موږه یې واخیست او په ځوانۍ کې ځوانیمرګ شو.»

هلک د مور ددغه خبرو په آوريدو سره سخت ولړزید ، ته به وايې چا له ژوره خوبه ويښ کړی وي. نه پوهيده چې څه ووايې، د فکرونو په ټال کې ډوب شو. دهغه پام شو چې دغه وريجې او غوړي چې دوې يې لري که ډیر لږ هم وخورې بيا هم به په يو څو میاشتو کې خلاص شي او بيا به نو څه کوي.
« مور رښتيا وايې، ما خو هډو په دې اړوند هيڅ فکر هم نه ؤ کړی!»

هلک ته پلار ور په ياد شو چې څنګه په ميړانه به يې بې له دې چې د ستړيا احساس وکړي د پرديو په ځمکو کې کار کاوه او د نورو د ظلم او ستم دروند پيټی به يې پر خپلو اوږوچلولوڅو خپلې کورنۍ ته خواړه ، جامې او داسې نور برابر کړي.
هلک په خپلو مټو کې لا د خپل پلار د مټوقوت او توان نه ليده . هغه پوهيده چې لا د هغه کارونو د ترسره کولو وس او توان نه لري کوم چې پلار يې ترسره کول. نو د فکرونو او اندونو په درياب کې لاهو شو. خو هيڅ لاره او چاره ورته نه تر سترګو کيده. نو په پای کې يې خپلې مور ته وويل : « زه نه پوهيږم چې څه به کوو خو خدای مهربانه دی څه لاره چاره به پيدا شي. ځه مور جاني ويده شه ، زه هم ويده کيږم او په خپل ځای کې به په دې هکله فکر وکړم، ته هم فکر وکړه او سبا به له خیره سره خبرې وکړو او خپل اندونه به شریک کړو چې څه وکړو؟».
مور هم د زوې خبره ومنله او خپله بستره يې آواره کړه او په خپل ځای کې پريوتله او په نا اميدي او نا هيلۍ کې د فکرونو په درياب کې ډوبه شوه.
زوی يې هم په خپل ځای کې پريوت او د لارې چارې د موندو په هيله يې په فکراو اند پيل وکړ او د همدغه فکرونو په ټال کې ويده شو.
سبا کله چې دواړه له خوبه پاڅيدل نو د سبا ناري وروسته هلک له خپلې مورڅخه پوښتنه وکړه:« مور جانې! شپه دې څنګه تيره کړه خوب دې وکړ او که نه؟»

مور يې په ځواب کې وويل:« بچيه کوم خوب، خوبونو له ما تيښته کړې ده یوه شيبه مې هم سترګې پټې نه شوې. که کومه شيبه سترګې مې پټې شوې هم وي نو ډير پريشانه خوبونه مې ليدلي!»

هلک ددې خبرو په آوريدو نور هم چرتي او پريشانه شو او مور ته يې و ويل:«څه چې د خداې رضا وي هغه به کيږي خو موږ بايد د خپلې ستونزې د حل په اړوند فکر او اند وکړو.» او بيايې زياته کړه:« نو مور جانې تا څه فکر وکړ او آيا کومه لاره او چاره دې پيداکړه او که نه؟»
مور يې په نا هيلۍ سره وويل:« زوی جانه ما ډير فکرونه وکړل خو هيڅ کومه چاره مې فکر ته را نه غله!» او بيايې زياته کړه:« نو تا څنګه کومه لاره چاره پيدا کړه او څه په فکر درغله او که څنګه؟»

هلک لږ له ځانه سره فکر وکړ او بيايې وويل:« هو مور جانې ما هم ډير فکرونه وکړل خو په پاې کې راته يو فکرپيدا شو او ما ته دغه فکر سم او پرځای ښکاري!»

ددې خبرې په آوريدو سره د مور پر تندي کې د خوښې بريښنا خپره شوه او تلوسه يې نور هم زياته شوه چې ډیر ژر د خپل زوی له خولې دغه ښه خبر واوري. نو په بيړه يې له خپل زوی نه وپوښتل:« ولې چوپ شوې زويه؟ وايه څه فکر دې کړی ؟»
زوی خپل مور ته وکتل او د خپل مور په څيره کې يې د هيلو او اميدونو غوټۍ په غوړيدو وليدل نو په سړه سینه يې خپلې مور ته وويل:« هو مور جانې! کوم فکر چې ما وکړ هغه دادی چې په دغه وريجو او غوړيو خو بې له هغې هم زموږ چاره او ګوزاره نه کيږي او غوا به هم ډير ژر د ولږي له لاسه مړه شي. دغه وچ واښه او بوس به ډير ژر خلاص شي. بیا به واښه له کومه کوو چې غوا پرې وساتو؟ موږ خو ځمکه هم نه لرو چې واښه په کې وريبو او غوا ته يې ورکړو!»
نو مور يې وويل «هو ته ريښتيا وايې زما پريشاني هم له همدې کبله ده. نو چاره څه ده ؟ او تا په دې اړوند څه فکر کړی دی؟»
هلک وویل:« ما فکر وکړ که موږ دغه غوا هلاله کړو او دغه وريجې پخې کړو او بيا د کلي ټول خلک ميلمانه کړو نو بيا به کليوال هم هره ورځ موږ ته د مېلمستيا بلنه راکوي او چۍ ټول کليوال موږ ميلمانه کړي نو يوکال به تير شي او يو کال وروسته به بيا هغه کليوال ته بيا وار ورسيږي چې په پيل کې يې موږ ميلمانه کړي وو. او په دې ډول به يو بل کال هم تيرشي! او بیا به ګورو چې وروسته له هغې خدای څه کوي ، تر هغه به زه هم پوره ځوان شم او د کار او بار وس به راسره پيداشي!»
کونډه د خپل زوی د خبرو په آوريدو سره زياته چرتی شوه، هغې ته د زوی فکر دومره سم مالوم نه شو او له ځانه سره يې وويل: «او که څوک مو ميلمانه نه کړي نو بيا څه؟»

هلک د خپل مور د فکرونو لړۍ وشلوله او ترې پوښتنه يې وکړه:« په فکر کې ډوبه شوې، څه وايې زما فکر څنګه ؤ خوښ دی شو او که نه؟»
مور يې وويل« بچيه ته دا خلک دومره ښه نه پیژنې، دا څه چې لرو دا به هم راڅخه وخوري او بیا به هڅې سپیره ناست يو نه به ميلمستيا وي او نه به بلنه!. اوس خو لا د يو څه وخت دپاره دومره څه شته چې ويې خورو، خو که څوک مو ميلمانه نه کړي نو بیا به له همدا اوسه وږي تږي ناست يو!»
د مور خبرو هلک هم چرتي کړ خو په پاې کې مورته يې وويل:« مورې دومره بدګومانه هم مه اوسه ، داڅنګه کيدی شي چې خلک دې زموږ ډوډۍ وخوري او بيا به موږ ميلمانه نه کوي! دومره خو لا په خلکو کې حيا پاتې ده! که په ريښتيا بلنه نه راکوي نو د زړه د سره به خو راته ووايې چې راځۍ نن موږ کره راشۍ! موږ به ست او سلا نه کوو او هر چا چې بلنه راکړه نو کور ته به يې ځو او يوه ورځ به له هغو سره تيروو! »
موريې وويل:« هلکه زه څه نه وايم او په دې هم نه پوهيږم چې څه وکړو، ستا خوښه چې څه کوې او څه ستا خوښه زما خوښه ده!»
هلک خپل مور ته وويل:« مور جانې څه اوس او يا څه وروسته دا څه چې لرو خلاصيدونکي دي، راځه دا کار به وکړو او کليوال به مېلمانه کړو او د خپلو کليوالو په نيت او اراده به هم پوه شو چې دوې څنګه دي!؟»
له دې خبرو وروسته مور او زوی په دې سلا شول چې کليوال ميلمانه کړي. بله ورځ هلک ټولو کليوالو ته د ميلمستيا بلنه ورکړه او خپله يوازنۍ غوايې هلاله کړه او ټولې وريجې يې په هغه غوړیو کې پاخه کړل چې په کورکې يې لرل.
کليوال په خوښۍ او خوشحالۍ سره ميلمستيا ته راغلل او د خوړو تر خوړلو وروسته ټولو د کونډې زوی ته کور ودانی وويلو او هر څوک په خپله مخه لاړ.
سبا وختي د کونډې زوی له کوره ووت او د خپل کور مخې ته ودريد څو کليوال ده او دده مور ته د ميلمستيا بلنه ورکړي. کله چې کليوال او ګاونډيان به د کونډې زوی ته نژدې شول نو هغه به په هيله ناکه سترګو د کليوالو سترګو ته کتل او د بلنې هيلي به له ورايه ترې څرګندېدې. کليوالو به ويل:« هلکه څنګه يې، جوړ يې، مور دې ښه ده!» او په دې ډول به د هغه له څنګه تيريدل. هيڅ چا هم د کونډې زوی ته د ميلمستيا بلنه ورنه کړه. د کونډې زوې ډير پريشانه شو او په مات زړه کور ته ستون شو. مور يې ترې پوښتنه وکړه :« نو څنګه زوی جانه څو تنو ميلمستيا ته را وبللو؟»
هلک په مات زړه وويل:« مورې تا ريښتيا ويل چې دا کليوال د باور وړ خلک نه دي، هيڅ چا هم د ميلمستيا بلنه رانه کړه!»
مور يې هم ډيره خپه او پريشانه شوه، خو کار له کاره تير ؤ « اوس به څه کوو؟» د هلک مور دا خبره وکړه.
هلک ويل :« مورې زه وږی يم کوم څه په کور کې شته چې ويې خورم او که نه؟»
موريې په مهربانۍ سره وويل:« زوی جانه دلته له پرونه يو څه پاتې دي راځه ويې خوره!»
هلک د ډوډې له خوړو وروسته خپلې مورته وويل:« موري موږ ته خو نور څه نه دي پاتې ، هغه د غوا پوستکی راکړه ښار ته به يې يوسم او خرڅ به يې کړم. لږ څه به په لاس راشي او د سملاسي چاره به وشي او وروسته به بیا ګورو چې خدای څه کوي؟»
هلک له خپلې مور څخه د غوا پوستکی واخيست او د ښار په لور لاړ. تر ښاره لاره ډيره اوږده وه او نوموړی دې ته اړؤ چې زیات اوږد مزل وکړي. ښار ته څيرمه د لارې ترخوا يو بزګر په خپلو ځمکو کې په کار بوخت ؤ. هلک بزګر ته سلام ورکړ او بيايې وويل:« کاکاجانه ما سره د غوا يوپوستکی دی، خرڅوم يې!» د کونډې زوی بزګر ته د خپل پلار د مړينې او ميلمستيا په هکله ټوله کيسه وکړه. او له بزګر نه يې په خوشامندو او زاریو غوښتنه وکړه چې دغه پوستکی ترې په ښه بيه وپيري. « کاکاجانه! موږ په کور کې د خوړو هيڅ نه لرو څه مو چې لرل ټول کليوالو راڅخه وخوړل، دغه پوستکې دم مهال زموږ وروستۍ هيله ده! تا ته به خدای ددې ښيګنې په بدل کې زيات څه درکړي دا راڅخه واخله ثواب به دې وشي!»
بزګر ډير ښه او مهربانه سړی ؤ او د کونډې د زوې د کيسې په آوريدو زيات خواشينی شو او زړه يې پرې وسوزيده. بزګر هلک ته وويل:« بچيه زه دغه پوستکي ته هيڅ اړتيا نه لرم خو ستا د پاره يې رانيسم. » او بيا يې هلک ته وويل:« ورځه هغه کلا ته ، هلته وړاندې چې يې وينې، هلته ته ورځه. هغه زما کور دی او هلته به زما ميرمن ته زما له خوا سلام ووايې او دغه پوستکی به ورته ورکړې او زما له خوا به ورته ووايه چې تاته پنځه منه غنم درکړي!»

هلک په زياتې خوښۍ او خوشحالۍ سره د کلا په لور و لاړ. د کلا ور يې و ټکولو.
بزګر به هيڅ کله هم په دغه مهال کورته نه راتللو او بل څوک به هم په دغه مهال د بزګر کور ته نه راتللو. ددروازې د غږ په آوريدو سره د بزګر ښځه ډیره وارخطا شوه ځکه په دغه وخت کې د بزګر کورته د هغی د ميرمن يار په پټه راغلی ؤ. او د بزګر ميرمن ورته زياتې هګی په ارکاره کې پاخه کړي ول. د ور په ټکيدو سره د بزګر ښځې ګومان وکړ چې کيدی شي دا د هغې ميړه وي چې ورټکوي نو په وارخطايۍ سره يې خپل يار په يو لوي تش کندو کې پټ کړ او ددې د پاره چې ميړه يې پوښتنه ونه کړي چې دا دومره هګۍ يې د څه دپاره او چاته پاخه کړي دي نو د هګيو سره ارکاره یې را واخيسته او په کندو کې ناست خپل يار ته يې وويل :« خوله دې خلاصه که!» او کله چې هغه خوله پرانيستله نو د هګيو سره ارکاره يې د هغې په خوله کې تشه کړه او د کندو سر يې بند کړ. او په بيړه د کلا د ور په لور و لاړه. کله چې يې ور خلاص کړ نو هلته يو هلک (دکونډې زوی) یې وليد چې ميړه يې را ليږلی ؤ.
« څوک يې او څه غواړې؟» د بزګر ميرمن په قهر دا سې پوښتنه وکړه. هلک وويل:« ترور جانی زه ستا ميړه استولی يم څو دغه پوستکی تاته درکړم او له تا څخه پنځه منه غنم تر لاسه کړم!»

ميرمن ويل:« ښه ده ، همدلته اوسه زه بيرته راځمه!» او په بيړه کور ته ستنه شوه او د کندوسر يې پورته کړ. څه ګوري! په کندو کې دده يار د سره غوړيو له امله مړ شوی ؤ. ښځه حيرانه شوه چې اوس به څه کوي. که ميړه يې راشي او ددغه سړي مړی په دغه کندو کې وويني نو هرومرو به يې مړه کړي. په بيړه بيرته د هلک په لور لاړله او هلک ته يې لومړی د ټولې پيښې کيسه وکړه اوبيا يې ورته وويل :« که ته دغه مړی له دغه ځايه وباسي نو زه به تاته د پنځه منو غنمو سربيره په پنځه خرو بار پنځه بورې غنم هم درکړم!»
هلک د ښځې خبره و منله او مړی يې له کندو څخه را و ايستلو او يوه سپينه ږيره يې ورته جوړه کړه او يوه امسا یې هم په لاس کې ورکړه او د وروستي خره دپاسه يې سپور کړ. خره يې د خپل کلي په لاره سم کړل او په خپله په یو لیرې واټن کې په داسې حال کې چې پنځه منه غنم يې په شا ول د هغوی شاته روان ؤ.
کور ته په لاره، بزګر له هلک څخه پوښتنه وکړه چې :« بچيه غنم دي واخيستل؟»
د کونډې زوې په ځواب کې وويل:«هو کاکا جانه! دادي وامې خيستل!» او هغه غنمو ته يې اشاره وکړه چې په سختۍ سره يې په شا وړل.
د لارې په اوږدو کې خره د يو چا په فصلونو کې ګډ شول. او د کروندې خاوند پر هغه چا چې پر خر سپور ؤ غږ کړ چې« او سپين ږيريه خره دی زما له فصلونو واړوه.» خو څوک چې په خره ناست ؤ هغه نه شو کولی خره له هغه ځايه و شړي ځکه هغه ژوندی نه ؤ او د چا غږ يې هم نه آوريده او په حقیقت کې د کونډې زوی دغه مړی په خره کينولی ؤ. د کروندې خاوند څو ځله بیا هم پر خره ناست سړي غږونه وکړل« وه سپين ږیريه! وه بوډا! دا خره دي و شړه! زما فصلونه دې تباه کړل!» خو پر خره سپاره سړي هيڅ غبرګون نه ښودلو. د کروندې خاوند په قهر شو او له زياته قهره ايشيده او د بوډا په لور يې منډه کړه: « دووسه! اوس به زه درسره ګورم! ته هيڅ په سمه نه پوهيږې!» بزګر دا خبره وکړه او په خره سپاره سپین ږيري یې بريد وکړ او د هغه امسا يې کشه کړه او پر سپين ږيري يې څو ګوزارونه وکړل او له خره يې ښکته را ګوزار کړ.
په دې وخت کې هلک منډه کړه او په غالمغال يې پيل وکړ « تا زما پلار مړ کړ! پريږدم دی نه! زه له تا سره ګورم!»
کله چې د کروندې خاوند وليده چې سپين ږيری مړ دی نو ډير وارخطا شو. او هلک ته يې وويل:« زويه ما نه غوښتل چې هغه ووژنم ما څو ځله پرې غږ وکړ چې خره زما له فصلونو وباسي خو هغه زما خبرو ته هيڅ ارزښت ورنه کړ او خره يې پريښودل چې زما په کرونده کې وڅريږي . ګوره دې فصلونو ته چې څنګه يې خراب کړي دي! ماته هم قهر راغې او غوښتل مې چې و يې ډارکړم خو ما نه غوښتل چې مړ يې کړم. خو لاس مې خطا شو اوپه خطا کې راڅخه ووژل شو. اوس خو هغه غريب مړ دی او هيڅ مو د لاسه نه دي پوره . زه به تاته شل خره غنم درکړم او پلار به دی هم په عزت خاورو ته وسپارم. خو په دې شرط چې ته پر ما دعوه و نه کړې او چا ته په دې اړوند څه ونه وايې، تباه به شم که چا ته دې وویل ، تاته به څه ګټه ورسيږي، هغه خو به ژوندی نه شي!»
هلک و منله او شل بورۍ غنم چې په شلو خرو بار ول له هغه څخه واخيستل او کلي ته ولاړ. د کلي خلکو کله چې د کونډې له زوی سره دا دومره غنم او خره وليدل نو ټول هک حيران شول. ځکه هغوي پوهيدل چې د کونډې زوی پرته د غوا له پوستکي بل هيڅ هم نه لري.
« هلکه دا دومره غنم او خره دې له کومه کړل؟» د کلي خلکو دا پوښتنه وکړه.
د کونډې زوې وويل: « تاسې ډير پدنيته خلک ياست ما تاسې ته ملمستيا درکړه او څه مو چې په کور کې لرل ټول مو تاسې ته پاخه کړل او تاسې ته مو در کړل، خو له تاسې څخه آن يو تن هم موږ ته آن په دروغو هم د میلمستيا بلنه را نه کړه! خو خدای تل د بې وزلانو مل دی ،ما د غوا پوستکی ښار ته يوړ، هلته پوستکي په ډيره جګه بيه خرڅيږي. ما څومره غنم چې اخيستلی شو او راوړلی مې شو نو وامې خيستل او له ځانه سره مې را وړل چې تاسې يې اوس له ما سره وينۍ! له دې زيات مې نه شو راوړلی! خو همدا مې بس دي!»
خلکو د هلک خبرې ومنلې او باور يې پرې وکړ او خپلو کورونو ته لاړل او هر چا خپل غوا، غوايان اوپسونه هلال کړل او ښار ته لاړل:« پوستکي،پوستکي!» د کلي خلکو د ښار په لارو او کوڅو کې داسې چيغې وهلې. کله چې ښاریانو د پوستکو د بيې پوښتنه وکوله نو دوې به ويل:« د يو پوستکي بيه څلويښت خره غنم !»
کله چې د ښار خلکو د پوستيکي خرڅونکو دغه ځواب آوريده نو ښاريانو به خندل او دوې ته به يې ويل:« نه چې د ليونيانو له ښاره راغلي ياست؟ دا پوستکي څوک په يو پاو غنمو هم نه رانيسي!نه چې تاسې خپل عقل د لاسه ورکړی!»
د کلي خلک چې ډیر ستومانه شوي ول او ډير ملنډې هم پرې شوې وې نو په داسې حال کې چې د کونډې پر ځوی ډير په قهر ول د کلي په لوررا روان شول، په لاره کې دوې د يو او بل سره داسې خبرې کولې:« دغه هلک خو موږ ډير سپک کړلو او ډیرې بدې ملنډې يې پر موږ ووهلې! دا سپين سترګی بايد د خپلو کړو سزا وويني!» کليوالو پريکړه وکړه چې د کونډې زوی ته به سخته سزا ورکوي.
د کونډې زوی د کليوالو له پريکړې خبر شو او د کليوالو له ډاره له کوره او کلي ووتلو او ددښتې په لور وتيښتيده. کليوال هم پسې راووتل چې د کونډې زوی ونيسي.
په داسې حال کې چې د کونډې زوی په دښته کې د کلي له خلکو څخه د تيښتې په حال کې ؤ . هلته په دښته کې شاهي ګارد د موسیقۍ په غږولو سره د تيريدو په حال کې ؤ. د کونډې زوی د پاچا د عسکرو له څنګه په ځغاسته تير شو. داسې مالوميده چې د پاچا د لور واده وي او ناوی په ډولۍ کې بلې پاچاهۍ ته وړي.

په داسې حال کې چې د کونډې زوی د خلکو نه د تيښتې په حال کې ؤ. يو شپون په مخه ورغی چې په دښته کې يې رمه پيوله.
« خير هلکه ! ولې ځغلې؟» شپون داسې پوښتنه وکړه.
« زه د پاچا د عسکروڅخه په تيښته يم!» د کونډې زوی داسې وويل.
« ولي؟ تا څه کړي دي؟ چې د پاچا له عسکرو تيښتې! » شپون دا پوښتنه وکړه.
«پاچا په زوره خپل لور ماته راکوي خو زه يې نه غواړم. وګوره پاچا خپل لور په ډولۍ کې کينولې او په ما پسې را روان دي څو په زوره يې ماته راکړي! خو زه يې نه غواړم!» شپون ترې بیا پوښتنه وکړه:
« نو ولي يې نه غواړې؟» .
« بس نه يې غواړم ، نه مې خوښيږي!» د کونډې زوې وويل: « خو که ستا زړه غواړي چې د پاچا له لور سره واده وکړې نوراځه چې جامې سره بدلې کړو او زما پرځای ته ودريږی او ووايه چې چمتو يې له هغې سره واده وکړې!» د کونډې زوې شپون ته داسې وويل.
« ښه نو چې ته يې نه غواړې او د پاچا پر لور کبر کوې نو زه کبر نه کوم زه چمتو یم چې دا کار وکړم (د پاچا له لور سره واده وکړم)، خو ګوره چې زما رمې ته به پام ساتې چې درڅخه ورکې نه شي چې وروسته له واده يې بيرته درڅخه اخلم!» شپون د کونډې زوی ته داسې وويل.
« بيخي سمه ده! ځه ورځه زه دې رمه ساتم بيخي بې غمه اوسه!» د کونډې زوی وويل.
دوې خپلې جامې بدلې کړی او اوس شپون بيخي د کونډې زوی ته پاتې کيده. شپون ولاړ او د شاهي کاروان مخې ته ودرید، چيرې چې د کلي خلک هم ورسره يو ځای شوي ول ول. شپون چې د کونډې زوی ته ورته ښکاريده په جګ غږ نارې کړي. « زه واده ته چمتو یم ! زه چمتو يم!»
د پاچا عسکرو له شپون څخه پوښتنه وکړه:« له چا سره واده ته چمتو يې!»
« د پاچا له لور سره!» شپون داخبره وکړه.
« ښه د پاچا له لور سره واده کول غواړې! اوس به درته داسې واده و کړو چې په ژوند کې يې هير نه کړې!»
د پاچا عسکرو شپون ونيولو او ډير يې ووهلو.د کلي خلکو ويل:« دی ډير سپین سترګی هلک دی . دی ژوندی مه پريږدۍ ، ده له موږ سره هم لويه غداري وکړه!»
عسکرو د کونډې زوی چې په اصل کې د کونډې زوی نه بلکې شپون ؤ په يوه بورې کې واچولو او سيند ته يې ګوزار کړ.
د ماښام په مهال د کونډې زوی د پسونو له لویې رمې سره کلي ته راغی.
« دا څه وينو!» د کلي خلکو داخبره وکړه. « ته خو موږ سيند ته ګوزار کړې! دا پسونه او رمه دې له کومه کړه!» کليوالو د کونډې له زويه دا پوښتنه وکړه.
« بد نيته خلکو تاسې خو زه سيند واچولم څو ما ووژنۍ، خو خدای چې چاته ورکوي نو په سيند کې يې هم ورکوي!» د کونډې زوی داسې وويل.
« رمه دې له کومه کړه!» خلکو بيا پوښتنه وکړه.
« کله چې تاسې سيند ته واچولم په سيند کې د بورې سر خلاص شو او زه ترې راووتلم. هلته دومره پسونه ول چې هيڅ شمير يې نه ؤ مالوم. ما دغه پسونه چې وينۍ له اوبو وايستل او نور زيات ستړی شوم. خو له دې زيات مې په کار هم نه دي.» د کونډې زوی خلکو ته دا خبره وکړه.
خلکو کله چې د کونډې د زوی دغه خبرې واوريدې نو په خپلو کې يې يو بل ته په حيرانتيا کتل او ويل يې« چې د کونډې زوی دروغ نه وايې!» .« موږ په خپل لاس دی په بورې کې سیند ته ګوزار کړ. نو په يقين سره رمه يې له هماغه ځايه راوستې ده.»
خلکو پريکړه وکړه چې سبا به ټول د سیند په غاړه را ټوليږي او داخبره به مالوموي چې په سيند کې پسونه شته او که نه؟ او که هلته پسونه ول نو دوې به هم ځانته د پسونو رمې را باسي.
سبا ټول خلک د سيند په غاړه ټول شول. هر چا غوښتل چې سيند ته ټوپ کړي او پسونه را وباسي. ځکه دوې ډاريدل چې پسونه خلاص نه شي او ټولو ته به و نه رسيږي او نه چې دوې ترې بې برخې پاتې شي. خو په خلکو کې يو هوښيار سړی پيداشو او داسې یې وويل.
« دا لا څرګنده نه ده چې هلته د پسونو رمې شته او که نه؟ نو ښه به دا وي چې يو تن سيند ته ور ګډ شي او وويني چې هلته پسونه شته او که نه، که چيرې هلته پسونه ول نو موږ ته به هم غږ وکړي او یا د لاس په خورولو سره موږ ته د پسونو د شتووالي په هکله ووايې! او بیا به موږ ټول سيند ته ودانګو او هر څوک به خپل ځان ته پسونه را وباسي.»
يو دوه تنو په خپله خوښه سيند ته ودانګل. دا يو ډير مست سيند ؤ، څپې به ډیريې ډير پورته او اوچته آلو تلې. کله چې دغه دوتنو ځانونه سيند ته ګوزار کړله نو د اوبو مستو څپو دواړه په مخه او سخت تروره کړل. دوې ډير ژر د سيند د څپو په وړاندې خپله ناتواني احساس کړه او نه يې شو کولی د څپو تر وړاندې ټينګار وکړي نو په وارخطايې سره يې پر خلکو غږ کړ چې« هله ژر شې موږ و ژغورۍ او که نه سيند ومو وړي!» دوې همدارنګه لاسونه هم د مرستې دپاره خورول. سيند په ډير لوړ غږ شڼيده او غړمبيده نو ځکه ددوې غږونه چا نه آوريدل. خلکو ليدل چې دوې په چټکۍ سره د خلکو په لور لاسونه ښوروي. خلک چې همداسې اشارو ته په تمه ول نو ټولو دا ګومان وکړ چې ګنې هغوې په سيند کې د زياتو پسونو د شتوالي زيری ورکوي. نو ځکه خلکو له يوه سره سيند ته په چټکۍ سره ځانونه ګوزار کړل او هر چا هڅه کوله سيند ته په ټوپ وهلو کې له نورو ځان ړمبی کړي. په دې ډول ټولو کليوالو سيند ته ځانونه ګوزار کړل او لږ وروسته ټول خلک د سيند په مستو څپو کې له سترګو ورک او پناه شول.
د کونډې زوی چۍ ټول يې په سيند لاهو کړي ول له ځانه سره وويل:« خدای دې وکړي چې دغه بد نيته او بخيله خلک د پسونو په ويش کې سره جوړ راشي او سترګې یې مړې شي»!