نن شپه اوښکې توییږي رومان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال : کــــــــورس ( بابایي )

ژبـــــاړن : سید نظیم ( سید ي )



دکتاب ځانګړنې :
دکتاب نوم : نن شپه اوښکې توییږي
لیــــکوال : کورس بابایي
ژباړن : سید نظیم ( سیدي )
خپرندوی : صمیم ادبي ټولنه
لړ : (۶)
چاپ شمېر: زرټوکه
چاپ نېټه : ۱۳۸۶ لېږديز_ لمريز
کمپوزګر : امان الله (عابر )
برېښناليك : دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بریښنالیک :
چاپ ځای : دنورمطبعه


ډالۍ

خپلې ډېرې درنې مور او ډېردرانه پلار ته یې په ټوله کولتوري اوفرهنګي مینه ډالۍ کوم چې په شپږ کلنۍ کې یې دقلم او کتاب سره اشنا کړم .
( سیدي )


سريزه

دانړې او ځمكه هغه خوړونكې هديره ده چې تل يې د انسانانو مړو ته خوله خلاصه نيولې وي او تل يې د ځمكې پرمخ نېك اوشريف انسانان خوړلي دي .
د دې نړۍ رڼا هم نوره پيكه او تته شوې ده چې پس له دې به د ژوندون خُمارغځونو ته پرې نږدي .
نننى انساني قانون هم هغه ړنده اوكڼه محكمه ده چې د بډايه او ظالم په غاړه او لاسونو كې يې د ګلونو هارونه او ګېډۍ وركړي او د مظلوم په غاړه او لاسونو كې د دار كړۍ او ولچكې .
د اوسني ډېرى انسانانو د تربيت او تهذيب ولكې د هغه بې قېزې آس په لاس كې ورلوېدلي چې تر دې دمه يې بې وسه اوبې كسه انسانان ترپښو لاندې كړي او د زمانې د تاړاكونو په نامه يې دل او دُل كړي دي .
په دې نړۍ كې د انسانانو د پيداېښت نېټه له نېټه ليك ( تاريخ ) څخه رانيولې بيا تر نن پورې هېڅ كله داسې انسانان پيدانشول چې حتىٰ په سلو كې دوه سلنه يې هم دخداى ( ج ) قانون په اره توګه پلې كړي او په واقعيتونو سترګې پټې نكړي ، ځكه دايوه زبات شوې خبره ده چې د درد نغمه ، دناچارۍ او بې كسۍ سندره ، د زندانونو غروبونه او ټول هغه وچ او سپور اوازونه چې سل ډول څړيكې او دردونه په كې نغښتي دي په احساس لرونكي او دردلرونكي زړه باندې اغېزه وښندي .
د نړۍ په ټولو انسانانو كې به داسې څوك پيدا نشي چې تراوسه پورې يې د درد څكه نه وي كړي او د زمانې په پنجو كې نه وي راښكېل شوى .
كه انسان هرڅومره لوى شي او هرڅومره د خداى يۍ دعوه وكړي ، بيا به هم غم او درد ورباندې راځي او هرومرو به د مرګ ترخه زهر تر ستوني تېروي .
دا دې څوك نه وايې چې مهال به تل د ده په واك كې وي او تل به د دغه عېش اوعشرت څخه خوند اخلي . دخداى ( ج ) غونډال ( نظام ) ډېر ټينګ او تل پاتې دى ، دخداى ( وېش ) او وركړه په يو ډول او مساوي توګه ده ، هېڅ كله به څوك د خداى ( ج ) په قانون كې تېرى او ظلم پيدا نكړي ، هرډول تېرۍ اوګډوډۍ انساني قانون كې دي او د هر ډول ستونزو زېږېدونكي په خپله انسانان دي ، ځكه كه چېرې د خداى ( ج ) په غونډال كې دمال او دولت له پلوه اوچتوالى او برتريت واى نو نن به ټول پاچايان او پانګوال د سرو زرو په كفنونو او تابوتونو سره خاورو ته سپارل كېدل او تل به يې په قبرونو پيرې كېدلې . هېڅكله داسې ونه شول او حتىٰ كفارو هم دا كار ونكړ ، ځكه څو څوځلې يې دا كارونه تجربه كړل او ...
سره ددې چې د هر ډول ستونزو او فسادونو زېږنده انسانان دي ، خوبياهم يو ډول انساني عاطفه او مينه په كې ژوندۍ ده چې كله ناكله د انسانانو ولكې تخنوي او د نيلي آس څخه يې را كښېباسي .
انسان اړ دى چې د ټولنې رنګينۍ اوښايست لپاره مينه هم وكړي او د دې مينې مراندې دومره وغځوي چې په كې ورك شي او ټول مينه مينه شي ، نو كه هركله يو انسان د مينې په ارزښت پوه شي او په ريښتينې توګه مينه وكړي ، نو ټولنه جوړه ده او د هېڅ ډول تشنج زمينه به برابره نشي .
په هر حال خبره نه اوږدوم او دلنډېدو درشل ته يې ځم ، دغه ناول هم ديوې رښتينې مينې زېږنده دى چې د دوه زړه بايللو د ژوند او د زړه د مراندو د كلكوالي او نږدېوالي استازي كوي او ...
زه نه غواړم چې دناول د سكالو او منځپانګې په اړه وغږېږم او يا پرې قضاوت وكړم ، خو دومره ضرور ويلاى شم چې ډېر څه په كې شته او همدغې شيانو اړ كړم چې ويې ژباړم او ستاسې درنو مخې ته يې كېږدم ، څوپه خپله پرې قضاوت وكړئ او سمه ګټنه ترې پورته كړئ .
په پاى كې د دوو خبرو يادونه اړينه بولم او هغه داچې لومړى د ډېر لوى او متعال خداى ( ج ) شكر پر ځاى كوم چې دومره وخت يې راكړ دا ناول وژباړم او ګرانو مينه والو ته يې وړاندې كړم او دويم داچې د غزني ډېر محترم او په كولتور مين والي ښاغلي معراج الدين پټان څخه مننه چې زما ددې كتاب د چاپ چارو مالي لګښت يې په خپله غاړه واخيست .
دغه راز دګران ليكوال اوشاعر عطاالله حيران څخه هم يوه نړۍ مننه چې زماد ډېر ډېر ګران استاد څېړونكي ، ليكوال ، شاعر، اديب ، ناقد او ... استاد محمداصف

( صميم ) په نامه يې ټولنه جوړه كړه او بيايې ماته دا وياړ راوبخښه چې د درانه استاد دټولنې له خوايې راته دا كتاب چاپ كړ چې زه يې د احسان او مينې ځان پوروړى او منندوى بولم .
خـــداى ( ج ) دې حيران صاحب ته ټولنه بريالۍ او قلم تېره لري .

په درنښت
سيدنظيم سيدي
كابل پُل آرتل
۱۳۸۵/۱۲/۲۲



لومړی څپرکی

کله چې له ما جلا شوه ويې ويل : زما ښايسته ګله ،که سل کاله وروسته مې قبر وسپړې ا و زړه مې شته وي نو وبه ګورې چې پرې ليکلي وي يوازې له تا سره مينه کوم .
دشپې وروستۍ شیبې وې چې چا ټلیفون کې راته وویل : دسپند په واټ کې مړی شوی اوبې له دې چې نور جزیات راته ووایي ،غوږۍ یې کېښود .
خومخكې له دې چې غوږى كېږدي سمدستي مې ترې وپوښتل : آیا دپولسیو مامورینودوژنې خبر تائید کړی دی ،نوموړي دهو ځواب راکړ ، بې له ځنډه دخپلې ورځپاڼې د عکاس اوموټر سره دپېښې ځای ته ورغلم ،سره ددې چې لا سهار نه و را دبره شوی ، خوبیا هم ډیری خلک چې تازه له خوبه راپاڅېدلي وو له هغې کور سره یې ( چې مړی پکې شوی و) ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه ،او دپېښې په اړه یې خبرې کولې ، دسیمې دیوه اوسیدونکي له خولې خبر شوم چې یو سړي خپله مېرمن وژلې اوپه خپله تښتېدلی دی ،په دې وخت کې دولتي امبولانس چې ډاکټران په کې ناست ول ،دپېښی ځای ته راغلل اوورپسې دجنازې پولیسو موټرهم ښکاره شوچې جنایي کسان په کې ناست وو ،ډاکټران ،جنایي پولیس اونورعادي پولیس ټول په بیړه دمړي کورته ورننوتل ،ترلږ ځنډ وروسته زه هم کور ته ورپسې دخبر چمتو کولو لپاره ورننوتم ،کورډېر ښکلی نه ‌ؤ ، دکورپه غولي کې یوه مړه ښځه په څنګ پرته وه ،چې په غاړه اودبدن په نورو ځایو نو یې شنې چاپې له ورایه معلومېدې ، ترلږ ځنډ او خاموشۍ وروسته ډاکټرانو دمړي په کتلو پیل وکړ او دایې مالومه کړه چې هغه تر داوو او دنګلو وروسته زندۍ شوې ده وژونکي ( قاتل ) دهغې دژوندۍ پاتې کېدو ټولې هیلې په خاورو لړلې وې ، دډاکټرانو له کتنو معلومه شوه چې مقتوله نشه او مسته وه او دخولې څخه یې دشرابو بوي راتلو، د ډاکټرانوترڅېړنو وروسته سمدستي جنایي مامورینو خپلې پلټنې پیل کړې ، دا چې قاتل تښتېدلی و، نو پولیسو دګاونډیانو څخه پوښتنې او ګروېږنې پیل کړې ، څو ګاونډیانو يې پولیسو ته وویل دمقتولې نوم ( شهلا ) دی او په دې کور کې یې له خپل یوه زوی او مېړه سره ګډ ژوند کاوه ، دنوموړې ښځې دمړينې څخه څو ورځې دمخه یې زوی دکور په حوض کې دلویدلو له کبله په حوض کې مړ شوی و ، په داسې حال کې چې دشهلا مېړه هم په مسافرت کې شپې سبا کولې ، مګر یوې ښځې چې ددې ګاونډۍ او دیوال شریکه وه جنایي پولسیو ته وویل : تېره شپه (( بهمن )) چې دمقتولې میړه دی له مسافرته راغلی و او تر وژنې څو دقیقې ترمخه مې دهغوی شور او زوږ واورید ، نوموړې ښځې زیاته کړه له کومې ورځې چې دغه خلک دې سیمې ته راغلي دي تل یې په کورکې شوراوزوږاورېدل کېده،اوپه غالب ګومان بهمن هم دهمدې شخړو له امله خپله ښځه وژلې ده ، په همدې شېبو کې چې جنایي مامورینوڅېړنې پای ته رسولې پولیسو خبر ورکړ چې وژونکي خپل ځان دپولیسوحوزې ته تسلیم کړی دی او اعتراف یې کړی دی چې خپله مېرمن شهلا یې زندۍ کړې ده . خو دمړینې لامل یې نه دی ښودلی ، د دې خبرې په اورېدو سره جنایي مامورینووویل مړی دطبي څېړنو لپاره عدليې روغتون ته یوسئ ، څو دقیقې وروسته یې دشهلا مړی دخلکو دګڼې ګوڼې او ها ها څخه راوویست او دروغتون پرلور یې بوت ، پولیسو دخلکو ګڼه ګونه خوره کړه او دشهلا دوژنې دڅېړنې په موخه دجنایي څانګې پر لور روان شول،دساتونکي دخونې په یوه کونج کې دلرګینې څوکۍ پرسریوښایسته ځوان چې په څېره کې یې له ورایه دخپګان او ناکرارۍ نښې ښکارېدې او په لاسونوکې یې زولنې پرتې وې ناست و ، دجنایي افسر دراننوتلو سره سم دنوموړي ددرناوي لپاره له خپله ځایه پاڅېده او بې له دې چې څه ووایي په خپل ځای کې کښیناست ساتونکي افسر جنایي پلټونکي ته دنوموړي دوسیې د ورکولو په ترڅ کې وویل : چې قاتل دخپلې مېرمنې دوژنې په جرم اعتراف کړی دی خو تر اوسه یې دوژلو د لامل په توګه څه نه دي ویلي او دتحقیق په ټولو پړاونو کې یې خو له چوپه وه، جنایي پلټونکي سمدستي دساتونکي له خونې ووت او بلې خونې ته ولاړ او امر یې وکړ چې بهمن راولئ .
نږدې یو ساعت نوموړي له بهمن څخه پوښتنې اوګروېږنې وکړې خو نوموړي تورن یوازې یوه خبره کوله چې ما خپله ماندینه وژلې ده او نور څه په دې اړه نلرم چې تاسې ته یې ووایم ، جنایی پولیس فکر وکړ چې وژونکى رښتیا نه وایي نو امر یې وکړ چې بهمن دمحکمې زندان ته بوځي ، جنایي مامور دڅېړنو له خونې راووت او پولیسو بهمن په داسې حال کې چې په لاسونو کې یې زولنې پړقېدې دمحکمې دزندان پر لور روان کړ .
زه دقتل دخبر ا وتصویر تر لاسه کولو وروسته دورځپاڼې دفتر ته لاړم او په داسې حال کې چې تر دې دمه مې ددې پېښې په اړه فکر او سوچ کاوه خبر چمتو او دورځپاڼې مسوول مدیرته دچاپ لپاره وسپاره اوپېښه له ټولو جزیاتو سره چې دپولیسو پوښتنې او دبهمن یا قاتل چوپتیا،دکلیوالو شور او غوغا راپور مې مسوول مدیر ته وسپارل او ددې ورځې په مازیګر ورځپاڼې کې چاپ شول ، ددې مینه وال وم چې دالړۍ او پېښه وڅارم ځکه تر اوسه داسې پېښو سابقه نه درلوده چې یو څوک دې لومړی قتل وکړي او بیا دې په داسې ساده ګۍ اقرار هم وکړي له جنایي مامور نه مې په ټيلیفون کې څوڅو وارې وپوښتل چې تورن څه ویلي اوکه نه؟ خو هغه راته وویل څوڅو ځله مې څېړنې ځنې وکړې خو هغه بد بخته هماغه یوه خبره کوي او دقتل لامل نه په ګوته کوي او یوازې دګاونډیانو څرګندونې یې دي چې په دوسیه کې لیکل شوې دي
ددې لپاره چې دپېښې موضوع ښه روښانه شي نوموړې دوسیه سترې محکمې ته وړاندې کېږي .
دپېښې څخه څو میاشتې تېرې شوې وې چې دمعمول سره سم دورځپاڼې دفتر ته لاړم مسوول مدیر راته وویل ټاکل شوې چې دبهمن محاکمه په دې نږدې ورځو کې ترسره شي او ته بویه هغه څه چې په محکمه کې تېرېږي کټ مټ ورځپاڼې ته ولیکې نو ورته مې وویل سمه ده ، زما هم ددې پېښې روښانتیا ته نوره تنده زیاته شوې وه او ځيروم چې دبهمن محاکمه به څه وخت پیلېږي ،خبر شوم چې دراتلونکې اونۍ په خالی ( شنبه ) ورځ به دمحاکموله تالارنو څخه په یوه تالارکې محکمه کیږي .
دخالي په ورځ محاکمه پیل شوه او د پیل نه خلک خورازیات راغلي ول،خونوموړي په ټولوپړاونوکې چوپتیا غوره کړې وه ترڅومحکمې اعلان وکړچې سبا محکمه خپله پریکړه اعلانوي او دتورن په اړه به نهایي تصمیم نیسي،سبا خبرشوم چې وروستۍ غونډه ده اودخلكو به هم ګڼه ګوڼه ډیره وي نو ترنورو ورځو لږ څه دمخه دورځپاڼې دفتر ته لاړم له مسوول مدیراویوڅوتنونوروکارکوونکوڅخه پرته نورڅوک نه وو راغلي ،جریان مې مسوول مدیرته ووایه اوله عکاس اوډریور سره یوځای دمحکمې پر لور روان شوم کله چې دجنایي سالون مخې ته ورسېدم ،نودخلکوګڼه ګوڼه مې ترسترګو شوه ،داسې ښکارېدل چې دخلکودزیادت له امله خلک ددروازو ترشا ولاړدي، زه له عکاس سره یوځای دخبریالانو په ځانګړیو څوکیو کښېنا ستو ، پولیس هم د دروازې ترڅنګ ولاړ ول چې دزیاتوخلکودراننوتولومخه ونیسي،شاید د جنایي پېښوپه محاکمه کې دخلکوداډول اله ګوله بې سارې وه ، د وره تر شا خلک به هرو مرو پښېمانه ول چې ولې وختي نه راتلل چې څوکۍ یي نیولای وای خوبله چاره نه وه باید دمحکمې ترپایه همداسې دوره ترشا پاتې وای .
دا داسې محاکمه وه چې یو تورن دوژنې په تورمحاکمه کېده اوبرخلیک یې ورټاکل کېده زه هم په یوه کونج کې دخلکو ترمنځ منتظرناست وم،مخامخ راته قاضي ناست وچې په رسمي کالیو کې دریاست پرګدۍ ناست دی اوټول دده دامر انتظار باسي .
ترلږځنډه وروسته دقاضي د څټک وچ غږ دخلکو په منځ کې انګازې جوړې کړې اوخلک یي اړویستل چې چوپ شي ، ټول خلک منتظروو چې دداسې یوچا محاکمه ده چې په ټولوتحقیقاتوکې یوازې په قتل اعتراف کاوه اونورڅه یي نه ویل نن یې برخلیک ته ډیرخلک په تمه وو.
وروستي ځل لپاره دقاضي د څټک غږ د خلکوساګانې په مرۍ کې زندۍ کړې او یوې غلې چوپتیا دمحکمې فضا محاصره کړه او غږ غوږ ورک شو، دمحکمې ریس په جګ اواز وویل : ( د ۴۴۹ نمبرقیدي ....) یو جګ سړی دخپلو جړوبړویښتانو سره د تورنو له ځایه راجګ شواودویم ځل لپاره بیرته بې له دې چې څه ووایي کښېناسته، یوه عجیبه هاها دخلکوپه منځ کې تاوه راتاوه شوه ، ښځواونجونوبه ویل چې غریب ته وګورﺉ له څېرې خویې نه معلومیږي چې قاتل وي په دې وخت کې قاضي خلکوته ګواښ وکړ چې شوربند کړي اوبیا یې مخ دمجرم پرلورواړاوه او ویې ویل : ددوسيې داسنادو او شواهدو ستادګاونډیانودشهادت اوستا د خپل اعتراف له مخې ته مجرم یې ځکه څه موده وړاندې دې خپله بډایه اومالداره مېرمن وژلې ده ،آیا ته په خپلوخبرومعترف یې ؟
قیدي دقاضي دخبرو پروړاندې لاخپل غبرګون نه ووښودلی چې مدافع وکیل له خپله ځایه را جګ شو ویې ویل : دمحکمې ښاغلی ریس صاحب ددې خبرې په پام کې نیولو سره چې نن دمجرم دمحاکمې وروستۍ غونډه ده اجازه غواړم یوڅو خبرې عرض کړم .
په داسې حال کې چې دروند اولړزیدلي اواز یې انګازې کولې داسې وویل : څرنګه چې تاسې پخوا لاخبر شوي وﺉ چې څوک په قصدي توګه څوک ووژنې دقانون له مخې اعدامیږي ، نو د ټولنې نظام ایجابوي چې قانون دمجرم په اړه خورا په جدي توګه پلې شي ترڅو د نورو لپاره عبرت وګرځي چې له داسې جنایتونو څخه ځان وساتي ،له دې امله ښاغلي قاضي صاحب څخه هیله کوم چې قانون په سمه توګه پلې کړي ،ځکه داکوم قاتل چې په ډېرې بی رحمۍ اوشقاوت سره یې خپله ځوانه اومعصومه مېرمن وژلې ده .نوموړي دمحاکموپه ټولوغونډوکې په خوله مهرلګولی واوچوپتیا یې غوره کړي وه او د وژنې په اړه یې هیڅ هم نه دي ویلي .
ټول پوهیږي چې دمجرم چوپتیا ټولو محکمو کې دښاغلي قاضي صاحب حوصله تنګه کړې ده اوزه یقین لرم چې نوموړی غواړي چې قاضي ته وښایې چې ګواکې هغه لیونی دی او دلیونتوب له امله یې چوپتیا غوره کړې ده موږ دمحاکمو ددوسیو په ترڅ کې ډېر مجرمان ولیدل چې دځان ژغورنې په موخه داسې کارونه کوي او بهمن هم دغه لاره غوره کړېده او ښکاره ده چې دا ځل به هم خپله چوپتیا ماته نکړي وړاندیزکوم چې دښاغلى قاضي صاحب دې قانون سم پلې کول په پام کې ونیسي اودټولنې داصلاح لپاره دې امر صادر کړي اوپه ضمن کې دې پاملرنه وشي چې مجرم باندې دقانون عمومي مجازاتو له مخې داعدام حکم صادر شوی دی مدافع وکیل چوپ شو اوپه خپل ځای بیرته کښېناست ، دټولو ګډونوالو سترګې دمجرم پر لور ورواوښتې څرنګه چې دمجرم مسلسل غمونو په زړه کې څپې وهلې، یوه عادي اوله ملنډو ډکه موسکا یې پر شنډو خوره شوه پدې وخت کې چې غم ځپلې سترګې یې دقاضي په وجود کې ښخې کړې وې په ارامۍ سره له ځایه راپاڅېداومطلقې چوپتیا فضا نیولې وه ،تورن په داسې حال کې چې په لړزېدلي اواز یې څوبې جاجه غونډلې ( بې مفهومه کلیمې) دشونډو لاندې دژبې پرسر راوړې ،شونډې یې په ژبه لمدې کړې اوبیایې په کراره او شمارلي غږپه خبرو پیل وکړ :( ښاغلی رئیس صیب ،قاضي صاحبانو، زه یو ځوان یم دهغې ټولنې ځوان چې تاسې ښاغلي قاضي صاحبان او ګډونوال یې هم یوه برخه اوغړي یاست ، زه اوس مهال دوژنې په تور دعدالت پروړاندې ولاړیم اودعدالت دپرښتې دسروزرو وزرې په خپلو سترګو وینم چې ماته ګواهي اوزیری راکوي،عدالت تل ژوندی دی. عدالت !
هوکې عدالت ژوندی دی او زه هم له هغو کسانو څخه چې دقانون اوعدالت دروند پیټی یې په اوږو دی غواړم چې خبروته مې غوږونیسي اوپاملرنه ورته وکړي وروسته بیاخپله پرېکړه (فیصله ) وکړئ او عدالت وچلوئ.
زه سوادنه لرم ،البته داپه دې مانا نده چې ګواکې ماهېڅ درس ندی ویلی ،نه داسې نده ،بلکې زه غواړم ووايم چې زما زده کړې ستاسې په پرتله چې حکم صادروئ په هغه کچه ندي،حق هم لرم،ځکه چې ښوونځی مې په نیمایي کې پرېښود،خو همدې زده کړو په وسیله مې هم په اجباري توګه خپله دفاع په خپله کوم او دمحکمې په وروستۍ غونډه کې خپلې خبرې اودفاع کوم .
زه له خلکو شرمېدم او خجالت مې ویستو چې حقایق راوسپړم خواوس احساس کوم چې داهرڅه اشتباه وه ځکه خلك هم دهمدې ټولنې جز دي ،دهغې ټولنې چې په ډیر لږوخت کې یې زه له ښوونځي څخه په تېښته کړم اوزما ټولګېوال یي په کراتو کراتو له ما څخه پورته پوړیوته ورسول،اوکه رښتیا ووایم نودادهغوی حق هم دی ځکه هغوی درس ویلی اومانه دی ویلی ،اوبویه (باید) چې خپله سزا ووینم .
ماوروسته ترمدرسې خپلې زده کړې په همدې ټولنه کې چې تاسې تشکیله کړې ده ترسره کړې اوهمداټولنه وه چې زما ملایې راماته کړه اوزه یې په خپلوپولادینو پنجو کې ورک (نابود)کړم .
ماپه همدې ټولنه کې دبې وزلواوبې ګناه خلکوغږونه واوریدل اودهغوی سره هم غږی شوم ،هوډ مې وکړ چې دهغوی ټولګیوال شم اوورسره یو ځای درس ووایم .
مګر دادرس داسې درس نه وچې ښوونکي اویا ښوونځي ته اړتیا ولري ځکه ستر ښوونکی یې پخپله ټولنه ده .
زه اوټولګیوال چې په ټولنه کې مې پیداکړي ول ټولو یوه موخه درلوده چې دځوانۍ رنګین اوپسول شوی مرغه ته حقیقت بخښل ول . زموږزړه هم غوښتل چې دبډایه اومېړه لرونکو خلکو غوندې د ژوند ټولولذتونو (خوندونو ) څخه برخمن شو .
موږ هم غوښتل چې موټر،پیسې اوټولې اسانتیاوې چې بډایه خلک یې لري ولرو .
خوافسوس چې موږګناهکاران وو اوګناه مودپیسواومیلمستیاوو نه درلودل ول . په غالب ګومان که ما دغه څيز درلودای نن به زما ځای دتورنو په کتارکې نه و.
او د سرو زرو هیلې اوارمانونه به مې نن نه خاورې کېدل . ځینې په دې ګروهه دي چې په ژوند كې برخلیک وجود نلري اوانسان چې هرڅه کوي پخپله يې خپل ځان ته کوي ،خوکه داتریوې کچې سمه وي نوسل په سلو کې سمه نه ده ، مېږی چې دشل ځله ښکته اوپورته راتللو څخه وروسته غنم خپلې ځالې ته وړي اونه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوی څوچې بریالی شي ،خوکه همدامېږی په یو ډېر بد اوطوفانې حالت کې راښکیل شي څه کولاى شي ؟
ښکاره ده چې هېڅ یې له لاسه نه کیږي !
زه هم اوس په یوه داسې اکر کې راښکیل یم چې یوه خواشینونکي توپان راپه مخه کړی یم اوهېڅ هیله مې دژوندي پاتې کیدونشته ،زماژوندي پاتې کیدل ،دمیږي دژوند په څېردى چې په یو توپاني اکر کې دتصادف له مخې دکومې تختې پورې نخښلي اوله مرګ نه بچ کېږي .
ماهم دټولنې له سين یا توپان څخه دمرګ نه خلاصون موندلاى دی ،خولکه څنګه چې ګورﺉ نن د یووژونکي په توګه محاکمه کېږم .
له تاسې څخه غوښتنه وشوه چې خپله قطعي رایه صادره کړﺉ اومامحکوم کړﺉ ، ولې ؟
ځکه ماچوپتیا غوره کړې ،آیاکه څوک ونه توانېږي چې خبره وکړي باید سمدستي یي داعدام حکم صادرکړﺉ ؟
تاسې ماته ووایاست ،آیا دهرچا چې ژبه بنده شوه اودخپلې ابرواوعزت دخوندې ساتلو لپاره له ځانه څخه دفاع ونکړه نوباید دځمکې په تل کې استوګن شي اودهېرېدونکي ( فراموشۍ ) تيږه یې پرمخ کېښودل شي .
تاسې تل خبرې او نارې سورې دعدالت کوﺉ، خو په دې نه پوهېږﺉ چې نارې سورې وهل دعدالت په نامه پخپله یو ډول بې عدالتي ده .
عدالت!!!
رښتیا څه ښایسته او ګلورین ویی دی، خو په تاسف سره چې دهېچا په وجود کې په خپله رښتینې او واقعي مانا نه پیدا کېږي او بشري قانون هېڅکله نه شي کولای چې پخپله رښتینې مانایې پلې کړي!
اې عدالته ستا په پار تيږه سینه وهي نارې اوسورې کوي خو هېڅکله نه حاضرېږی چې اعتراف وکړي او دغه راز دعدالت په نامه څه جنایتونه نه دي چې نه کېږي.
او څه کارونه نه دي چې نه تر سره کېږي !
نن هم دعدالت په نامه وغوښتل شول چې زما په اړه داعدام حکم صادر کړي او مسلماً داعدام دحکم په صادرولو سره به ستاسې په اند عدالت پلې شوی وي .
ډېر وویل شول چې داعدام په حکم به دجنایاتو شمېره را ټیټه شي ، خو هېڅکله داسې ونه شول دورځې یو تن اعدام شي خو دشپې بیا بله وژنه وشي.
نن ورځ دنړۍ دپرمختللیو هېوادونو په قانون کې داعدام حکم منسوخ شوی او زموږ قاضي صاحبان دې هم دې ټکي ته پاملرنه وکړي.
ټول هغه کسان چې دوژونکو یانې قاتلانو په نامه په محکمو کې محاکمه کېږي دپیدایښت نه وژونکي نه وي.
زه نه وایم چې داعدام حکم مه پلې کوﺉ ، زه وایم په دې اړه پوره څېړنه وکړﺉ وګورﺉ دوژنې لامل څه دی؟
تاسې چې دعمومي مجازاتو دقانون له مخې دهر وژونکي لپاره داعدام غوښتنه کوﺉ ایا کله مو داسې سوچ هم کړی چې شاید تاسې ته هم کوم وخت غوسه درشي او و نه شئ کولای خپل اعصاب کنترول کړﺉ او په یوې څپېړې څوک ووژنئ !
ایا په دې صورت کې باید تاسې اعدام شئ؟
البته دا وایم چې دوژنې ټول اړخونه ښکاره او بربنډ شي تر څوسمه او بشپړه څېړنه تر سره کړﺉ .
زما په اند قانون باید واقعي او رښتیني وژونکولپاره پلې شي نه هرهغه چاباندې چې دقاتل نوم پرې اېښودل کېږي په داسې حال کې چې ګناهكاران هم نه وي!
ښه به داوي چې دداسې ځانګړو مواردو لپاره په قانون کې له سره بیا کتنه ( تجدید نظر ) و شي او ددغو ستونزو لپاره بشپړې څېړنې وشي ، ځکه زه یوازې تورن په وژنه نه یم چې په دې محكمه كې محاکمه کېږم مسلماً له ماورسته او ترما دمخه داسې محکمې هم شوي او وبه شي .
تاسې ټول منتطریاست چې زه په خپله دوژنې لامل تشریح کړم په داسې حال کې چې داستاسې دنده ده چې بویه په دې اړه بشپړه او په رښتني توګه څېړنه وکړﺉ ، بې له دې چې ماته کومه اړتیا پیدا کړﺉ . تاسې دقانون پلې کول دعدالت په نامه ستره کامیابي ځانته بولی آیا کله مو داسې سوچ هم کړی که اشتباه وکړﺉ څه به وشي .؟
نه ، هېڅ کله هم نه !
هر ګوره څنګه چې رایه صادره شوه نو نوردپای ته رسېدو اړتیا نشته او .... زه که داخبرې په ژبه راوړم نو دځان لپار یې نه وایم ، بلکې دهغه چا په پاریې وایم چې په ګانده کې به په دې محکمو کې محاکمه کېږي ، باید دهغوی په فکر کې واوسو!!)) په دې وخت کې مدافع وکیل دعتراض په ډول له خپل ځایه راجګ شو او په جګ اوازیې مخ دمحکمې رئیس پر لور واړاوه اوویې ویل :
(( ښاغلی رئیس صاحب تورن له آرې سکالو بهر وځي ، ښه به داوي چې دحاشیو پر ځای آر مطلب ته راشي ! )) .
تورن په بې پروایۍ مدافع وکیل ته وکتل او ویې ویل :
(( نه ، زه دسکالو نه بهر نه یم وتی ، آره سکالو ( موضوع ) هم په همدې خبر وکې چې مې یا دې کړې نغښتې او څرخي ، مګرزه تورن نه یم ، دیوې وژنې په جرم نه یم تورن شوی ، داحق بویه ماته راکړل شي چې له خپله ځانه دوروستي ځل لپاره دفاع وکړم ، نو په دې اساس بویه دومره آزادي خو راکړل شي چې دښاغلي قاضی صاحب . ذهن دهغو پېښو په هکله چې هره وژنه په یوه لامل ترسره کېږي روښانه کړم ،په دې اساس هغه څه چې تاسې ورته دحاشیې نوم ورکوﺉ په بشپړه توګه زما دخبرو سره تړاو لري او زه باید په جدي توګه ووایم چې زه دسکالونه بهر نه یم وتی .
په هرحال دښاغلي قاضي نه هیله کوم هر هغه څه چې زه یې وایم ورته پاملرنه وکړي، په حقیقت کې دا زما تېر شوی ژوند ( سرګذشت ) دی چې زما دمېرمنې له وژنې سره په بشپړه توګه تړاو لري او زه یې دوروستۍ دفاع په نامه محکمه کې څرګندوم . په داسې حال کې چې دګډونوالواو قاضي صاحب لپاره به دیو داسې چا داستان وي چې نن یې ژوند تباه شوی او باید دژوند تر وروستیو شېبو پورې دخپلو خاطرو سره ژوندى واوسي .
اولس کلن وم او دلیسې په پنځم ټولګي کې مې زده کړې کولې ، راتلونکي ته ډېر هیلمند او لیوال وم چې یوه ورځ ځان سوکاله احساس کړم ، زړه مې غوښتل چې ډېر ژر دغه دوه کاله تېر کړم او پوهنتون ته لاړ شم .
ژوند راته ښایسته او سینګار شوی ښکارېده دښوونځي چاپېریال او ښکلا نه مې خوند اخیست او له دې چې احساس مې کاوه وروسته تر زده کړو به د هېواد والو لپاره دچوپړ جوګه شم ، ډېر خوشحاله وم او له ځانه سره مې نقشې جوړولې ، په هغه وخت کې ماته دښوونځي ټالۍ ( زنګ ) دنړۍ ښایسته او ښکلې مو سیقي وه ، په ځانګړي توګه دسهاري ټالۍ چې زموږ تر ښوونځي ښکته دنجونو ښوونځي ټالۍ هم ورسره سمه اورېدل کېده ، دغرمې موده به چې کله دهلکانو او نجونو ښوونځي رخصت شول نو په پیاده رونوکې به عجیبه غوغا او هاها جوړه وه ، ما به دنجونو له لیدو څخه خوند اخیست ، خو تل به مې نا خود آګاه کوښښ کاوه چې دنجونو څخه ځان لیرې وساتم . سره ددې چې خوش ټیپه هم وم او په ضمن کې ملګرو مې هم څوڅو ځلې ویلې وو چې دنجونو ؛ په منځ کې محبوبیت او جذابیت لرم ، خو هېڅ کله مې کوښښ نه کاوه چې دنجونو سره ملګری شم په ياد مې دي چې څوځلې موقع مساعده شوه چې دنجونو سره دوستي پیل کړم خو خپله مې داکار ونه کړ! کله به مې چې ټولګیوالو دنجونو دمینې په هکله خبرې کولې ما به پرې ملنډې وهلې ، هغوی ته به مې تل ویل چې په دې پېر (( دوره )) کې مینه او عشق مانا نلري ، هغوی به چې زما داخبرې واورېدې او پوه به شول چې ددوی هم ژبې نه یم نو نور به یې ماته دنجونو به هکله هېڅ نه ویل خو کله به چې همدغو هلکانو سره جونو بې وفایي وکړه او یا تر دوی بل کوم بډایه ، ښایسته او خوش ټیپه هلک به یې ولید او دهغه سره به یې دانې وځغلولې نو زما خواته به راغلل او په داسې حال کې چې فوق العاده به غوسه ول زما خبرې به یې تائیدولې .
رښتیا داوه چې ماښځینه کول او مینې ته یې هېڅ ګروهه نه درلوده ، په همدې اساس په هغه وخت کې ماته دمینې غونډلې غیر دملنډو بله مانانه درلوده !
با لاخره دبرخلیک اوتقدیر لوبې دیو ځایه پېلېږي چې انسان یې پخپله هم سوچ نشي کوای ، دغه لوبه ماته هم دیوې وچې یخې ورځې نه پیدا شوه او ...
هغه ورځ وروسته ترغرمې دفوټبال لوبې لپاره لوبغالي ته تللی وم تر ( ۸۰ ) اتیاو دقیقو مې دفوټبال لوبه ولیده خو نپوهېږم ددې دومره مینې سره سره چې دفوټبال سره مې درلوده ولې وروستۍ لس دقیقې ایسار نشوم . دګډونوالو دګڼې ګوڼې نه راووتم او لږ شېبه وروسته په داسې حال کې چې دګډونوالو دهڅونې نارې ، سورې مې تر غوږو کېدی دلوبغالي له وره ( دروازې ) راووتم .
په لوی واټ کې داوچتواوچتوګامونو په پورته کولو سره دکور پر لور روان شوم څومره چې به وړاندې تللم په هماغه کچه به مې سوچونه زیا تېدل ا ودراتلونکي لپاره مې ځانته نقشه کاږله . نا څاپه مې خپلو کتابونو ته پام شو چې په ځمکه راڅخه لوېدلي دي ، کله مې چې سر د سوچونو له نړۍ او چت کړ نو څه ګورم چې یوه نجلۍ مې کتابونه راټولوي ، له ځانه سره مې وویل شاید خوب وینم ، خو ښایسته ، پاسته اوزړه راښکوونکي اوازیې زه له سوچه رابهر کړم . دبخښنې په غوښتنې سره يې وویل : زما دتقوې ( تقویتي ) ټولګي درسي ساعت چې په دې واټ کې دی پیل شوی ځکه مې منډې وهلې چې ګواکې درس ته ځان ورسوم په دې اساس پوه نشوم او له تاسره مې ټکر وکړ ؟
دا داسې نجلۍ وه چې دښایست پرې تمامه وه،زېړ اوږده ویښتا ن او شنې جذابې سترګې یې درلودې ، سم نه پوهېږم چې څه اكر مې درلود . خبرې مې نکولې په مات او اوتره توګه مې بې اختیاره دهغې سترګوته وکتل،هغې په ډېرې تیزۍ کتابونه راټول کړل او ماته یې په لاس کې راکړل . خدای په اماني یې وکړه او لکه برېښنا څو ګامه وړاندې ودانۍ ته چې ټولګی یې و ولاړه او له سترګو مې پناه شوه.
دهغې ښکلا او جذابیت پرما ډیره اغیزه ښندلې وه چې له ځانه یې بې خوده کړی وم پښې مې وړاندې نه تللې ، ګومان مې کاوه هغه څه چې راته لږه شېبه وړاندې پېښ شوي و تر خوب راته ډیر ارزښت او اهمیت نلري ، غوښتل مې چې ویې څارم خو وخت تېر شوی وو ، په کراره ارامه او لړزېدلي ګامونو دکور پر لور روان شوم . کله چې کورته ورسیدم نو نږدې غروب و بې له دې چې دمعمول په څېر دمور خونې ته لاړ شم اوله هغې سره روغبړ وکړم ، خپلې خونې ته لاړم او دوره له بندیدو وروسته په سوچونو کې لاهو شوم . په هغه شپه مې چې مورهرڅومره ټینګار وکړ چې ډوډۍ وخورم ومې ونه خوړه . سم نه پوهېدم چې څه حال مې درلود ،مورمې که هر څومره ټینګاروکړ چې ما په خبرو راوړې خوګټه یې ونکړه په پایله کې مې ورته د درواغوپلمه وکړه چې ډېرستړی یم اونشم کولای دډوډۍ خوړلوخونې ته لاړ شم ،مور مې بېرته ولاړه اوزه دویم ځلي په سوچونوکې ډوب شوم !
داسوچونه ټول دهماغې زیړو ويښتانودرلودونکې جنۍ سوچونه ول اوهغه څه چې پېښ شوي و په یادمې راوړل ، په پایله کې دساعتونو سوچونو وروسته بیاهم بریالی نشوم چې له یاده یې وباسم نوهوډمې وکړچې هرڅنګه کېږي باید پیدایې کړم !
ډېره عجیبه شپه وه هغه چا چې تل په مینه ملنډې وهلې اوس په خپله دیوې نجلۍ دمینې له کبله خوب نه وړ،هغه شپه د ډېروګډو وډو اومشوشوسوچونووروسته خپل پالنګ ته ولاړم اودهمدې نجلۍ په یاد ویده شوم .
سهارلږ څه وروسته دمعمول له مخې راپاڅېدم ،دسهارچای ترخوړلووروسته مې په درواغوځان خوشاله خوشحاله کاوه او دشپې ، دستړیاله کبله مې له مورڅخه بخښنه وغوښته.کتابونه مې راواخيستل او دښوونځې پرلورروان شوم .خوښوونځي ته لاړنشوم اوپه کوم ځاى کې مې چې هغه پرون لیدلې وه لاړم ،فکرمې وکړ چې شاید کوریې په همدې نږدیوکې وي اوممکن هغه وګورم،خودا اندبې ګټی و اوما هغه ونه لیده!غرمه مې کورته ټيلیفون وکړ چې دفوق العاده ټولګۍ له امله نشم کولای غرمې ډوډۍ ته راشم او وروسته ترغرمې هم هلته پاتې شوم خوبیا مې هم ونه لیده .
دغروب پرمهال غم ځپلې اوناکراره مې دکورلاره راونیوه ،هغه ورځ دلومړي ځل لپاره ښوونځي ته نه وم تللی له همدې کبله مې په ټوله لاره له ځان سره داسوچ کاوه که چېرې زموږ کورته یې دښوونځي له خواکومه دغیرحاضرۍ پاڼه رالېږلې وي ،ابروخوبه مې لاړه شي ،خوآخرمې دحل لیاره پیداکړه هوډمې وکړ چې پُست راوړونکي ته به یو څه پیسې دبډې په توګه ورکړم چې دغیر خاضرۍ پاڼه ماته راکړي ، په دې توګه دهغې ورځې پرمازیګر وختي کله چې پُست راوړونکي زما دپلار لپاره پاڼه راوړه نوپنځه تومانه مې نوموړي ته ورکړل اوهیله مې ترې وکړه چې دغیرحاضرۍ پاڼه ماته راکړي ، هغه ومنله له خپل دې کارڅخه ډېرخوشاله وم ،ځکه که وروسته تردې یوڅوورځې نورهم ښوونځي ته نه وای تللی نو باک یې نه درلود.
بله ورځ بیا هم هماغه ځای ته ولاړم خوچې هرڅومره یې منتظرکښېناستم رانغله ، د مازیګرپرمهال هغې ودانۍ ته ولاړم چې دشپې ښوونځي زده کوونکي ورته راتلل ،زما ستونزه داوه چې دهغې ټولګي سهي (صحيح ) پته راسره نه وه نو ځکه بیامې هم پیدانکړه اوزمالټون بې پایلې شو.درېیمه څلورمه ،اوپنځمه ورځ هم تېره شوه خوزه ونه توانیدم چې هغه پیداکړم بلاخره دشپږمې ورځې ترغرمې لټون وروسته په هماغه ساعت کوم چې څوورځې دمخه مې هغه په کې لیدلې وه په هماغه ځای کې ولیده،خومخکې تردې چې زه کوم غبرګون ښکاره کړم هغه یوې کتاب اوکتابچې پلورنځي (قرطاسیه فروشی ) ته ننوته ،منتظر کښېناستم ترڅود دوکانه رابهرشي.


دویم څپرکی

بې اختیاره مې بدن ریږدېده یو عجيبه اکر مې درلود ،زړمې په سینه کې درزېده ،روح مې ترشونډولاندې یوه سندره زمزمه کوله ،چې دهغې نغمې ماته بې جاجه وې ،ښایي دغه زمزمه دمینې زمزمه وه ، ځواني وه ، شوراواحساسات و،په هرحال نږدې و چې له خوشالۍ نه لیونی شم ،خپله مې هم دهغه منقلب حال نه چې پیدا کړی و تعجب کاوه .
له ځانه سره مې سوچ کاوه چې کله له دوکانه رابهر شي څه ورته ووایم اوڅنګه ورسره دخبرولړۍ پیل کړم،په همدې شېبه کې هغه له مغازې راووته،ژبه مې بنده شوې وه،هغه زما پرلور را روانه وه،اوس نوسوچه له ماسره نږدې شوې وه ،ماهم دهغې څېرمه ( فرعې ) واټ په دیوال تکیه وکړه په کوم چې هغې غوښتل وروګرځې
جرات مې ترینګلى کړ او ورته مې وویل : سلام !.
په داسې حال کې چې موسکا یي په شونډوخوره شوه ويې ویل : سلام ! په دې اساس له ډېره هیجانه لړزېدم ترې مې وپوښتل :یوازې یاست ؟ (هو!) ، ( اجازه راکوﺉ چې یوڅه خبرې سره وکړو؟ ) وموسیده اوڅه یي ونه ویل .
دهغې چوپتیا درضایت مانا درلوده ،له همدې کبله يې څه ونه ویل اوهغه وخت په لاره روان شوو، زموږ ژبه په لومړیوکې یوازې یوبل ته لیدل ول .....
ترلږځنډوروسته دهغې په وړاندیز قهوه تون (قهوه خانې ) ته لاړو.
ښایسته سینګارشوې وه،شنوسترګواو زېړو ویښتانويی زه سوچه مجذوب کړی وم ،صورت یي دګلویوې ښایسته اویوې جوړې شوې ګېډۍ ته ورته واوشونډې یي دیوې نرۍ او شرابې نجلۍ اکرغوره کړی و.
لکه څنګه یي چې دحُسن اوښکلا په تماشا کې ډوب وم په خبرو راغله او ویي ویل : ولې خبرې نه کوې ؟ مګرتاسومیلمنه نه ده دعوت کړې ،ولې نه پوښتئ چې څه کږون ( میل ) لرﺉ ؟ لکه څوک چې نوی یودم له درانه خوبه راویښ شي اوترشوم او ورڅخه مې بښنه وغوښته اوبیا مې پرشرميدلي ګړدود ( لهجې ) ورته وویل :
وبښئ ،رښتیاّڅه کږون لرﺉ ؟
( هرڅه چې ستاسې خوښه وې )
( تاسې څه کږون لرﺉ ؟ )
( زه معمولاًیوګیلاس قهوه څښم )
زه هم همداسې !
هغه وخت مې د دوه ګیلاسو قهوې غوښتنه وکړه اوڅوشېبې وروسته ګارسون دوه ګیلاسه قهوه راوړه ،په حین وخت دڅښلوکې مې دخبرولړۍ پیل کړه اوورسته دمتفرقه خبرومې ترې دملګري یا کوژدنې په هکله وپوښتل ،هغې ماته وویل ،یوهم نه لرم ما هم ورته په خوشالۍ ددوستۍ وړاندیز وکړ .
چوپ شوه اوڅه یي ونه ویل ،ماورته ټوله کیسه وکړه چې څنګه څوورځې ښوونځې ته نه یم تللې اودهغې دپیدا کېدوله کبله مې انتظار کړی !
سترګو یې دشوخۍ اکر غوره کړاو په موسکیدلي اکریي زما په ځواب کې وویل: دناروغۍ له امله څوورځې ښوونځي ته نه ده راغلې او څرګنده یې کړه چې هغه هم دهغې ورځې دټکرله امله په سوچونو کې وه ، په دې غونډلو سره مې په زړه کې دهیلو رڼاګانې وځلېدې اویوه نوې دریڅه په کې پرانیستل شوه ،اوس مې نودزړه درباپه خپله هم په جګ غږاوریده، زما لپاره داسې شېبې چې تراوسه دنجلۍ سره نه وم اشنا شوی خوندورې وې او زړه راښکونکې وې،داسې دخوشالۍ احساس مې کاوه چې تردې دمه مې هېڅکله دداسې سوکالۍ احساس نه وکړی .
سترګو یې بریښنا کوله،ځانګړې بریښنا ،داسې چې وژنه یې کوله،ښایي مخکې تر وژل کیدو سوځول او ایرې کول یې ، هغې زما لپاره فوق العاده هرڅه کول، تتوونکې ښکلایې د سحر او جادو ډکه وه چې سړی یې ماته وه .
زما او دهغې به یوساعت کېده چې په قهوه تون کې موسره خبرې كولې یودم ځیر شوم چې رنګ یې واوښت ، سترګو یې خپله ارامي له لاسه ورکړه اوداسې شوه لکه په زړه یې چې درد وي دمارپه څېرتاوېده راتاوېده، رګونه یې ټول پړسېدلي ول او دبدن سوروالى یې ټول تګ شین خاپې شو .
بې اندازې ناکراره شوم او ترې مې وپوښتل : (( حال موښه نه دی ! ))
په شنه زوریې موسکا پرشونډو خوره کړه اوویې ویل : (( نه ، نه ښه یم ولې )) یوازې مې په زړه لږ درد دی او هغه وخت یې بخښنه وغوښته او له خپله ځایه جګه شوه ، دلاس وینځلو ځای پر لور روانه شوه او چې کله بیرته راستنه شوه نو حال یې تر یو ځایه ښه وو، په داسې حال کې چې دهغې حال له تغیره متعجب شوی وم ګومان مې وکړچې شایديا ښایي دقهوه تون دسالون هوا پرې بده اغېزه کړې وي او په دې حال شوه نو وړاندیز مې ورته وکړ چې بهر واټ ته ووځو او لږ سره قدم ووهو .
ویې منله او وروسته دقهوې پیسوله ورکولوڅخه دقهوه تون نه بهر شو . دڅو واټونو څخه واوښتو څو شېبې وروسته په یوه څېرمه واټ چې له ودانیو ډک و ورسیدو، واټ تش و او زموږ دګامونو غږونو په کې انګازې کولې .
هغه ورځ زما دژوند یوه خورا ښه او نېکمرغه ورځ وه ، ځکه ما داسې حس کاوه چې دهغې دپیداکېدلو سره سره ما رښتیني نېکمرغي تر لاسه کړې ده .
دهغه چا لپاره چې په مینه به یې تل ملنډې وهلې داصحنه یو خوب او یا هم دنه منلووړخبره وه .خو په هر حال اوس راغلې وه . په داسې حال کې چې زما زیږو او سوزونکو لاسونو دهغې پاسته او تک سپین لاسونه منخل هغې یوازې موسل او بس.
ما په داسې حال کې چې دهغې خوږې موسکا کې مې سترګې ښخې کړې وې ورته وویل درسره مینه کوم ، ډېره زیاته ، حتی د دې مینې له کبله حاضریم چې خپل ځان هم درنه قربان کړم ، هغې هم اعتراف وکړ چې راسره مینه کوي او ماهم دهغې دې خاطرې لپاره چې مې تل په یاد وي په زړه کې ، ځای ورکړ او هېڅکله یې نه هېروم .
بې سابقې شور او زوږ مې په وجود کې څپې وهلې ځکه چې دخپلې ګاندې لپاره مې نجلۍ ( مېرمن ) پیدا کړې وه ، بې كچې مې دخوشحالۍ احساس کاوه . هغه اوس زما لپاره دنمانځلو یوبته وه.ما اوهغې ډېرى وختونه په واټونو کې چکرې وهلې او کله به چې شپې وغوښتل خپل تور پړونې په شنه اسمان وغوړوي نوزه به دهغې په خوښې ورڅخه جلا شوم .
زه چې ددې نا څاپي بلدتیا څخه ګنګس او اوترشوی وم حتی هېرمې کړل چې نوم یې وپوښتم ، خو دخدای په امانۍ پر مهال یې په خپله داسکالو زما په یاد کړه او ویې ویل زما نوم (( رویا )) ده او دحقوقو پوهنځي دلومړي کال زده کړیاله یم ، ما هم ځان وروپېژند او ورته مې وویل زما نوم (( بهمن )) دی او تر اوسه لا په ښوونځي کې زده کړې کوم ، هغه وخت مو لاسونه سره ورکړل او تږې سترګې مو په یو بل کې ښخې کړې او یو څو شېبو چوپتیا نه وروسته مو دکږون برعکس له یوه بله جلاشو په داسې حال کې چې دسبا دلیدلو ژمنه مې ورسره وکړه دکور پر لور روان شوم خو دهغې ورځې نه هېرېدونکې خاطره مې تراوسه په زړه کې پاتې شوه.
درېيم څپركى

دهغې ورځ په سبا زه ښوونځي ته لاړنشوم او درویا دلیدلو لپاره دپوهنتون پر لوررهی شوم . په لیاره کې مې دهغې ورځې ټکر باندې سوچ کاوه او له بله پلوه دې سوچ وړی وم چې هغه دپوهنتون په لومړي ټولګي کې وه نو معمولاً یې عمر تر ما زیات دی خو ما دې شیانو ته ډېر اهمیت نه ورکاوه ، او که رښتیا ووایم نو داشیان ماته سوچه بې ارزښته ول . ما احساس کاوه چې (( رویا )) سره مینه لرم او داراته مهمه نه ده چې هغه تر ما مشره ده او که کشره ، په داسې حال کې چې په همدې سوچونوکې ډوب وم نیم ساعت وروسته دپوهنتون رخصتۍ څخه دپوهنتون وره ته ورسیدم ، زده کړیال ( محصلین ) دمړۍ خوړلو لپاره روان وو، ښه مې دا وګڼله چې دپوهنتون د وتلو وره ترڅنګه چې درویا پوهنځي سره نږدې و ودریږم .
دانتظار په هماغه شېبو کې وم چې نا څاپه مې یوه نه باور کېدونکې صحنه په خپلو ګناهکار سترګو ولیده ، په دې وخت کې یوسور رنګى شخصي موټر چې دپوهنتون نه دوتلو په حال کې و بریک وکړ،ما ګومان کاوه چې ګوندې اشتباه کوم نوځکه یې زما پاملرنه هم ځانته واړوله .
نوموړي موټردوه سورلۍ درلودې یوه یې یو نا بلده ځوان چې تورې چشمې یې په سترګو وې او دویم یې ما ښه پیژندله غیر زما له مینې ( رویا ) نه بل څوکه نه وه! کله چې یقیني شوم اشتباه نګورم له دې چې ((رویا )) مې په یوه شخصي موټر کې هغه هم دناپیژندل شوي ځوان سره ولیده نو ژوند راته تیاره او اور ښکاره شودڅو شېبولپاره مې داعصابو کنټرول له لاسه ورکړحتی دومره حال مې نه درلوده چې هغوی مې څارلي واى . یوازې دومره وتوانېدم چې دموټر شمېره یې ولیکم ، وروسته مې هوډ وکړ چې هر څنګه کېږي دپېښې هر اړخیزه څېړنه وکړم .
په همدې اساس کله چې زده کړیالان له پوهنتون څخه بهر شول،اوپوهنتون په غولي لږه څه ګڼه ګوڼه کمه شوه نو پوهنتون ته ننوتم او راساً د رویا پوهنځي پر لور روان شوم دڅو پوښتنو او ګروېږنو وروسته دنښو په تر لاسه کولو سره وتوانېدم چې درویا ټولګی پیداکړم کله یې چې ټولګي ته نږدې شوم نودیوه سپین ږېري چپړاسي نه مې دنوموړې په اړه پوښتنې وکړې .
زوړ چپراسي چې زما دپوښتنو او ګروېږنو نه په تنګ شوی و ګډو وډو ځوابونو په راکولو یې پیل وکړاوپه آخره کې لا په غوسه هم شوخوکله چې مې ورته دتو ما نو یو څوګون په ورغوي کې ورکېښود ويې خندل او ویې ویل:
(( وبخښی زه سم ستاسې پوښتنو ته ځیرنشوم هر څه چې غواړﺉ وپوښتی ښاغلیه تركوم ځایه چې معلومات لرم درته یې وایم اولارښوونه درته کوم ))
د((رویا )) نښې مې ورکړې اوپوه شوم چې دا رویا ښه پېژني هغه وخت مې ورته ځان د رویا مرکچین ښکاره کړ چې ګواکې زه رویا سره واده کوم او مخکې له واده غواړم دنوموړې په باره کې څېړنه وکړم نو تاسې چې هرڅه دهغې په باره کې پوهیږﺉ راته ووايئ.
چونکه ناکراره اوکنجکاو وم لومړی مې کوښښ کاوه هغه ځوان چې رویایي په موټرکې سپره وه وپېژنم او د دې لپاره چې ترهرڅه دمخه دغه سکالوماته روښانه شي . زاړه چپړاسي ته مې وویل : رښتیامااوس رویاپه یوه شخصي سور رنګي موټر کې ولیده ((دغه شخصي سور رنګه موټردچادی؟))
تریوې شېبې چوپتیاوروسته یې راته وویل ښاغلیه هغه ((احمدف)) درویا ټولګیوال دی،پلاریې دښاریولوی بډایه دی اوخپله يې هم ښه قوي ځوان دی.
په داسې حال کې چې دشونډولاندې مې یوڅوبدې ردې احمدف ته وویلې،دخپلې رویاپه هکله مې ترې یوڅوپوښتنې او... وکړې،یوه دملنډو ډکه موسکا يې وکړه اوویې ویل : ((لکه څنګه چې خلک وایي رویا داحمد ملګرې ده اوهغوی هم ډېری ورځې ساعتونه،ساعتونه سره یوځای تېروي .اوازه وه چې احمد پوډري و او رویا یې هم له ځانه سره په دې ناولي عمل روږدې کړې،رویا هم ددې لپاره چې له احمدف څخه پوډر واخلي دمجبورې ورځې ورسره ملګرتیاکوي ،احمدتېرکال دبد فعله ملګروسره دهېوادڅخه بهر په پوډرو روږدی شو ،پلاریې چې خبرشونوده ته یې دپوډرولپاره پیسې نه ورکولې احمد اړشوچې دمخدره توکو له بانډ سره کار وکړي اوکله چې دپوهنتون پازه وال (مسوولین) پرې خبر شول نواحمدیې له پوهنتون څخه وشاړه خوپلاریې دخپل ابرو اوعزت خوندي ساتلوپه پارنوموړی دپوډریانوددرملنې روغتون ته بوت او بستریې کړ ترڅوښه شو او دویم ځلي یې دپلاراوپوهنتون سره ژمنه وکړه چې بیابه داکار نه کوي اوخپلوزده کړوته یې ادامه ورکړه .
خوبیا لږاوډېره اوازه ده چې احمد بیا پوډري شوی او رویا یې هم په همدې ناولي عمل روږدې کړې ده،دزاړه چپړاسي دخبرو په اورېدوسره مې ټول بدن ولړزېد پښې مې سستې شوې احساس مې وکړچې ګوندې پرځمکه ولو وېدم، په بیړه مې دزاړه چپړاسي سره خدای په اماني وکړه اوزنګېدلی ،زنګېدلی له پوهنتونه رابهرشوم.
ښایسته نری بادرا الوته د ونو له پاڼوتېرېده اوزماپرمخ لګېده ،اوس نوزه دیوبې دمه اوسست سړي په څېر شوی وم چې هره ګړۍ مې دلوېدو شونتیاوه .په هرې خوارۍ چې و ماځان واټ ته ورساوه دیوې شېبې لپاره مې دلومړۍ ورځې ملاقات راپه یادکړ،نوی پوه شوم چې په هغه ورځ د رویا اکرپه قهوه تون کې ولې تغیر وکړ،نوهغه پوډرۍ شوې ده اوزه پدې نه پوهېدم .احساس مې وکړچې درویا ژوند په خطرکې دی اوهر څنګه چې کېږي هغه باید وژغورم ، ماله رویا سره دزړه له تله مینه درلوده اواوس داشونتیا وه چې هغه له لاسه ورکړم او راڅخه پناشي،اوس چې په حقیقت پوی شوی وم بې له دې چې هغه پوه شي باید زه یې وژغورم .
اوس نوهره شېبه دهغې ژوند په خطرکې و او ډېرژر یاوروسته به دمرګ غېږې ته ځان تسليم کړي ،اوپدې صورت کې زه هم باید مړشوی وای ،په همدې سوچونوکې ډوب وم چې کورته ورسېدم .
له کوره مې رویاسره ټيليفوني اړیکه ټینګه کړه هغه په کور کې وه ،زه بې له دې چې دپوهنتون دتللو په هکله ورته څه ووایم ورسره مې وټاکله چې سبا دمازدیګر په څلورو بجو دتریایي واټ په سیمه کې دضیا شاعر په واټ کې سره وګورو ،وروسته له ټیلیفون څخه په سوچ کې ډوب شوم .په عجیبه او ډیرخطرناک سوچ کې چې دپوډرو زهروپه هکله و او رویایې ګواښله،زه یې ډېرځورولم،هرڅنګه چې وخو ترسبا مازیګرڅلوروپورې مې صبر وکړ،سبا په ټاکلې وخت په یوه ټکسې کې د تریایی قهوه تون ته ولاړم .
رویا څوشېبې وروسته راغله،زه هم له خپله ځایه راجګ شوم اوپداسې حال کې چې کوښښ می کاوه له ناکامه وخاندم دکښېناستوبلنه مې ورکړه ،هغه هم کښېناسته ،ورته مې وویل :
(ځنډ دې وکړ؟)
(بښنه غواړم کارمې درلود ځکه څوشېبې وځنډېدم )
(ښه څه خورې ؟)
(ایسکریم )
ډېره ښه ده
ګارسون ته مې د ایسکریمو وویل،وروسته رویا خبرې پیل کړې اوزما دحال یې وپوښتل،ددې لپاره چې زما خفګان (ناراحتۍ)ته ځیرنشي نو د نوموړې پوښتنوته مې عادې ځوابونه ورکول،ګارسون ایسکریمونه راوړل اودواړوپه خوراک پیل وکړ.ایسکریم مې په بې کږونۍ وخوړ،کله چې خلاص شوورته مې وړاندیزوکړچې بهرووځو،لږچکرووهواوپه څنګ کې یي لږې ازادې خبرې هم وکړو ،ویې منله د تریا دقهوه تون نه بهرشوو او د رامسټرپه واټ کې ورسم شوو.لمرخپلې وروستۍ په وینولړلې وړانګې دغاړه غړۍ غرونوترشا پناه کولې اوغروب هم په خپل خوند ور او زړه راښکونکي څپواو ولولوسره رادبره کېده .زه اوهغه په ماتواوګوډوګامونوپلې درامسترواټ څخه ثریا واټ پرلورې وګرځیدو.زماپه زړه کې سوزونکې لمبې بلې وې .داسې حس مې کاوه چې په رویا مې زړه سوځې خودازړه سوی نه ؤ،بلکه دهغې سره مې مینه وه اوهمدامینه وه چې زه یي اړکړی وم ترڅو رویا له دغې جهنم څخه وژغورم . له ډېرو سوچونووروسته مې داهوډ‌وکړچې داخبره په خپله رویا سره مطرح كړم که ګوندې دهغې په مرسته ددې بد مرغۍ لپاره کومه دحل لیاره پیداکړو،کله چې مې ورته حال ووایه نوماته او نا هیلې شوه،اوښکې یې په ستر ګو کې وځلېدې اوساه یي په ستونې کې زندۍ شوه ،اوداچې پوه شوه زه په ټولو شیا نو پوه شوى یم ډېره بده خواشینې شوه ،خوماورته ډاډورکړورته مې وویل ما ځکه داخبره له تا سره شریکه کړه چې مینه درسره لرم اوغواړم مرسته درسره وکړم ،ژمنه مې ورسره وکړه چې دژوندترورستیو شېبوپورې هم ورسره دټولوناخوالوپروړاندې ولاړیم .اوددې په څنګ کې مې هیله هم ترې وکړه چې له دې وروسته دې نوره داحمدف سره په موټرکې نه سپریږي ،او دخپلې اړتیا دپوره کولو په موخه دپوډروله کبله دې داحمد سره ملګرتیا نه کوي .
هغې له ماسره ژمنه وکړه چې وروسته تردې به داکار نه کوي او داخبره یې ماته مستند اسناد شول ، وروسته له هغې ورځې رویا په محسوسه توګه خپله کړنلاره بدله کړه او کومې پوښتنې او څېړنې چې ما وکړې، رویا داحمدف سره خپله ملګرتیا خلاصه کړې وه، په داسې حال کې چې څو ځلې داحمد له خوا ګواښل شوې هم وه ، خو لکه څنګه چې رویا پوډرۍ وه او خوشې کېدل ( ترکول ) یې په داسې اسانۍ شوني نه وه نو کومې پیسې چې پلار ورکولې په ټولوبه یې پوډر اخیستل اوڅکول به یې،خوماډېرکوښښ کاوه چې هره ورځ یې پرې لږ،لږکم کړم ترڅو په اوډلې ډول یې پرې پرېږدم زه دکوم اکر(حالت) نه چې په مخه راته ډېرخوشحاله وم اومطمین وم.کوم اکرچې رویا غوره کړې دی ډېرژربه پوډرترک کړي اوهغه وخت بیا کولای شو په خوشحالۍ ژوند پیل کړو .
زموږددې دومره ستونزو اوکړاونو ګاللو سره سره بیا هم احمد غلی پاتې نشو اودخپل غچ اخیستلوپه موخه یې د رویا پلارته شیطاني وکړه،درویا پلارهم یوبډایه اوکنجوس سړی و، اصولاً تردې ورځې یې هېڅ کومه پاملرنه د رویا ژوند ته نه وه کړې ، هغه داسې یو پیسه دوست سړی و چې ترهرڅه به یې کارته ډېر ارزښت او اهمیت ورکاوه، فوق العاده مستبد انسان و او کله چې دلور روږدېدو نه خبر شو نو لکه په زرهاوبې پازه پلرونو غوندې یوازې پخپل لور ورځنې جیب خرڅ بندکړ او...
داسړی د دې پرځای چې درویا دبچ کېدلو په خیال کې واوسي دخپلو پیسو په غم کې وو او داسې ګومان یې کاوه چې هر ګوره په دې کار به یې لور د روږدېدو څخه خلاصې ومومي !
کله چې رویا ماته داجریان ووایه نوورسره مې ژمنه وکړه چې که هر څنګه کېږي او له هر ځایه کېږي هېڅ کله به یې بې پیسو نکړم او په دې اساس کومې پیسې به چې ما رویا ته ورکولې بس کېدې یې او دپلار پیسو ته یې اړتیا نه پیدا کېده . پلار لوده یې هم ګومان کاوه چې ګوندې په دې ډول یې لور د پوډرو له روږدېداڅخه خلاصى ومومي .
اوس مااو رویا ډېرې ورځې دبېکارۍ پرمحال سره کتل اوسره یو ځای کښېنا ستو ورځې اومیاشتې مو سره یو ځای تېرې کړې ،اود ازموینوموسم موراورسېد ما د رویا په هڅونې اوټینګار ډېر زیارګاللوچې خپلې ستونزې اودرسونو وروستوالی بشپړ کړم ، رویا هم له ماسره په درسونو کې خورا ډېره مرسته وکړه چې په دې توګه ما وکولای شول په خپلو کالنېزوازموینوکې بریالی شم او ښه نمره واخلم
کله چې رویا زما له بریا لیتوبه خبره شوه نو د ډېرې خوشحالۍ نه په جاموکې نه ځاېده،ځکه اوس زه او هغه دومره سره نږدې شوي ووچې غمونه اوخوشحالۍ مو سره یو ول،زه او هغه د دوو بدنونو یوه ساه (روح) وو. څو اونۍ وروسته د رویا ازموینې هم بشپړې شوې او هغه هم په ښو نمروبريالۍ شوه اوس نوزه دهغې او هغه زما په بریالیتوب خوشحاله وو !!
کله چې د اوړي ګرمیو رخصتۍ پیل شوې او د رو یا پلارچې ګومان یې کاوه د پیسوپه نه ورکولو دخپل لور د روږدېدو درملنه کولای شي،هوډوکړچې دخپل کاردلابریالیتوب په موخه اودخپلې لوردپام غلطۍ لپاره نوموړې خپل بڼ ( میګون) ته دنیا کره ولېږي .
کله چې رویا داخبره ماته وویله ډېر خوشحاله شوم ځکه ما هم کولای شول چې خپلې رخصتۍ په میګون کې دخپل تره ( کاکا) کره په ښکليوبڼوڼوکې تېرې کړم اوهلته بیا کوای شم چې ډېرى وخت له رویا سره ووینم .
په پایله کې همداسې وشول زه اوهغه دڅو ورځو لپاره میګون ته لاړو،دهغې ورځې له سبا وروسته مااورویا ډېرې ښې ورځې سره یو ځای تېرې کړې،هرسهاربه دنوردي غره ، بڼوڼو،دهلکانو او نجونو یو ځايې لوبواوخلاصه بېلابېلو لوبو او ځایونوته تللو او په دې توګه، مومینه هره ورځ دبلې ورځ په پرتله زیاتېده داوړي ډېرې اوږدې اوګرمې ورځې تېرې او ورځې بیرته په خپل آر ( اصلي ) اکر شوې، یوه ورځ یې ماته خبر راکړچې پلارمې تهران ته غوښتې یم ، ما هم خپل کالي راټول ، او له رویا سره مې خدای په مانی وکړه زما دبدرګې پرمهال رويا غټې غټې اوښکې توییولې،زه مجبور شوم او ورسره مې ژمنه وکړه چې دهمدې ورځې په مازیګر که هر څنګه کېږي بېرته راځم او په همدې ژمنه له هغې څخه لاړم ، کله چې له میګون څخه تهران ته ورسېدم ترو خپل کورته لاړم هلته وضع بل ډول وه هرشي له پخواسره توپیردرلود، زموږ ډېرى خپلوان زموږ په کور کې ترسترګوکېدل ټول ماتم وهلي ول، او دټولوسترګې له اوښکو ډکې وې،دلته زه دیوه ترخه حقیقت سره مخامخ شوم اوډېرژرپوه شوم چې مورمې دتل لپاره سترګې پټې کړي دي ، دمور دمرګ دخبرله اورېدو سره مې ډېر وژړل حتی دومره مې وژړل چې څوڅوځلې بې خوده شوم چې خپلوخپلوانو بېرته را په صد کړم،اوس نو ما خپل خورا نږدې کس دلاسه ورکړی و اونه پوهېدم چې وروسته تردې به زما برخلیک څنګه کېږي !
دمورمړینې زما وضع بل ډول کړه او زما لپاره یې رابدله کړه ،دمورله مړینې وروسته زه نورښوونځي ته لاړنشوم او لکه څنګه چې زما پلار هم شپږمیاشتې وروسته دبلې ښځې سره واده وکړ نوزما ژوند نورپه هغې کورکې تنګ شو او هغه کور راته دوزخ ښکاره شو، شاید که زما پلار دمورپه ژوندونې بله ښځه کړې وای دومره به یې نه وای ځورولی، خو کله یې چې دهغې له مرګ څخه شپږمیاشتې وروسته دا کار وکړنو یوه عجیبه او وېرونکي کرکه مې ورته په زړه کې پیدا شوه !
اوس نو په نړۍ کې زما یوازنۍ هیله او امید رویا وه ، دهمدې کبله مې هوډ وکړ چې برخلیک مې هسې هم دمورله مرګه وروسته بدل شو، ښه داده چې له رویا سره واده وکړم او دهغې دعمل پرېښودوڅخه وروسته یو ښه سوکاله او آرام ژوند پيل کړم . دهمدې هوډ له کبله مې له پلار څخه په داسې حال کې چې کرکه مې هم ورځنې کوله دیوه کار پیداکېدو غوښتنه وکړه ، څواونۍ وروسته یې راته کار پیدا کړاودهغه په غوښتنه دیو ودانېزې(ساختماني)کارخانې دحسابدارۍ په برخه کې وټاکل شوم .زه له خپله کاره راضي وم او کوښښ مې کاوه چې دکار خانې پازه وال هم راڅخه راضي واوسي،دهمدې کبله مې صداقت داري اوامانت داري کوله چې په ډېر کم وخت کې مې وکولای شول واده وکړم اودصندوق رئیس شم،خپل سرو سامان مې هم جوړکړاوتنخواه مې هم دیوې کورنۍ دجوړېدو لپاره بسیا وه،کومې پیسې مې چې دتنخواه په نامه اخیستې هم مې رویا ته ورکولې او هم ما لګولې .اوس نوزما ستونزه یوازې درویا پوډري تو ب و، ددې لپاره چې له هغې سره واده وکړم نو په کاروه چې هغه دې خپل روږدېدل پرېږدي، یوه ورځ چې زه اوهغه بهر دچکروهلو په موخه وتلې وو ورته مې وړاندیز وکړ چې یوه ځانکړې روغتون ته لاړ شو او ورسره وګورو چې ددې عمل دپرېښودو لپاره څومره لګښت ته اړتیا شته رویا ومنله اوپه مشوره یوه ځانکړي روغتون ته لاړو دروغتون مدیر چې ددې برخې څانګوال ( متخصص ) هم وو ویې ویل لس زره تومانوته اړتیا شته تر څو دا روغه شي،ماډېرکوښښ وکړچې پيسې څه کمې کړي خو ویې نه منله، او زیاته یې کړه چې په روږدېدویې ډېر وخت تېرشوی اوموږ اړیو چې وینه یې بدله کړو.نورنو ټینګارراته ښه ونه ایسېده اواودڅانګوال سره مو خدای په اماني وکړه اوله روغتونه رابهر شو په لاره کې له ځانه سره دیوې لنډې محاسبې وروسته ځیرشوم چې ددغو پیسودپیدا کېدولپاره زه باید حداقل دوه کاله زیار وګالم ترڅو دغه پیسې چمتو کړم او په دې دوه کالو کې شونتیاوې شته چې څه نوې پېښې راپیدا شي او ممکن زه او رویا سره جلا شو په همدې موخه مې له ځانه سره هوډ وکړ چې هر څنګه کېږي او په هره توګه چې کېږي زه باید دغه پیسې پیدا کړم او خپله مینه وژغورم .
څلورم څپرکی

دهغې ورځې له سبا څخه ما خپلې خوارۍ دپیسو پیدا کېدلولپاره د رویاددرملنې په موخه پیل کړې،هرچېرې مې چې وکولای شول لاړم اوهرصمیمي او کلک ملګري مې چې درلود ورغلم خوله ټولو ناهیلې راغلم په دې وخت کې مې ذهن ته راغلل چې یو ځل خپلې مشرې خورکره تهران ته ولاړ شم کېدای شي ستونزه مې اواره کړي ، خور مې په شېراز کې پیژندل شوې او بډایه ښځه وه هغې کولای شول چې دادومره پیسې ماته راکړي ښالي ( دخور مېړه ) مې درې کاله ترمخه په یوه ترافیکی پېښه کې مړشوی واولکه څنګه چې هغوی اولادونه نه درلودل او په څنګ کې یې کوم وارث هم نه درلود نوټول شته او پانګه یې زما خورته په میراث پاتې وو . خورمې دخاوند له مړینې وروسته بل واده ته زړه ښه نکړ اوپه یوازې توګه یې په شېرازکې ژوند پیل کړاوله کوموپيسوڅخه چې دې ته له خاوند څخه په میراث پاتې وې او کومه ګټه یې چې ورته کوله کولای شول ماته زما داړتیا لپاره یې راکړي .
دا ترټولوخوراښه لاره وه په دې توګه ماټیلیفوني رویاته اطلاع ورکړه او وروسته ترهغې دشېرازپرلوردخورکره روان شوم ، کله چې هلته ورسېدم نږدې سهاروله موټره ښکته شوم هوا ډېره یخه اوباراني وه تورو وریځو په اسمان کې غویامنډ جوړ کړی و ، په غم ځپلې زړه ، خواشیشتی دخور دکور پر لور رهي شوم ، په خیال کې مې رویا لېدله چې دواده په سپینه جوړه کې مستي کوي او خپل سپین مرغلین لاسونه یې زما پر لور اوږده کړي دي . او موسکۍ موسکۍ کېږي ، زه هم په ډېرې خوشحالۍ ورته زیری ورکوم چې ډېر ژر به يې له دغې ناوړې او وژونکې ناروغۍ وژغورم ، ښه مې نه دي په یاد چې څومره به په دې سوچ کې ډوب وم چې نوی ځیر شوم دخور کورته مې رسېدلی یم نږدې پنځه بجې وې چې زه دخور کور دوره تر شاه ورسېدم په کراره مې خپل ساړه لاسونه دپطلون له جېبه راوکښل او دکور ټالۍ مې ووهله د درېیو دقیقو لپاره مې همداسې ټالۍ وهله تر څو یوه غټه پېړه او سړه پړه مزدوره یې له خوبه راویښه شوه او ور یې پرانيست .
زه یې وپېژندلم اوسلام یې راکړ په داسې حال کې چې زما له ورتګ څخه په هغه وخت کې اوتره شوې وه دکور بلنه یې راکړه، بې له دې چې دنوموړې اوترېدوته کوم اهمیت ورکړم ترو دخورخونې ته ورغلم هغه چې هم دټالیو په اواز راویښه شوې وه راته ډېره خوشحاله شوه او په غېږکې یې ونیولم ، وروسته له روغبړه او پوښتنو مې ښه ونه ګڼله چې ورته ووایم ، هغه دكور د ټولو له احواله خبره شوه او زه یې ستړی ولیدم نو په بله خونه کې یې راته ځای جوړکړ چې یوه سترګه خوب وکړم سم نپوهېږم چې څومره خوب به مې کړې وي خو چې کله له خوبه راویښ شوم نو نږدې دولس بجې وې له ځایه پاڅېدم او وروسته دمخ له وینځلومې ډوډۍ وخوړه دخور په غوښتنه مې دمیلمنو کوټې ته دخبرو لپاره لاړو ، ما دلارې په هکله دیوې لنډې سریزې وروسته د ارې سکالو په اړه ورته وویل او ورته مې شرح ورکړه چې څنګه له رویا سره اشنا شوی یم او څنګه وضع اوس لري او کومو پیسوته مې چې اړتیا لرله ورته مې یا دې کړې ، خور مې لومړۍ مسکۍ شوه زه هم خوشحاله شوم چې ښایی رایې کړي خو نا څاپه یې څېرې بدلون وموند او ویې پوښتل : (( رښتیا څومره پیسو ته اړتیا لرې ؟ ))
(( لس زره تومانو ته !! ))
په داسې حال کې چې حق په جانبه څېره یې غوره کړې وه ویې ویل : ته زما وروریې او زه لیواله یم له تاسره مرسته وکړم خو په تاسف سره دا کومه شمېره چې ته یې غواړې دستي ساعت راسره نشته دي ، خو که غواړې درې زره به درته او س درکړم او پاتې به شپږ میاشتې وروسته درولېږم ، غیر له دې زه هم بله چاره نلرم او داشونتیا له ماسره نشته چې ټولې یو ځل درکړم .
دخور په خبرو نږدې و چې لیونی شم په دغې ځواب سره یې چې ماته راکړ ټولې هیلې او ارمانونه مې په سین لاهو شول ، زه په ډېرې هیلې او امید هغې ته ورغلی وم خو هغې زه ناهیلې او زړه تورن کړم ، دلته و چې دبډایه خلکو سره مې کینه او حسد پیدا شو زړه مې غوښتل چې زه هم بډایه واوسم او په خپلو پیسو باندې خپل ټول ارمانونه پوره کړم خو افسوس او بیا هم افسوس چې ما پیسې نه درلودې او زه مالداره نه وم ، په زړه کې مې خدای ( ج ) ته وویل ( ولې یو شمېر دومره پیسې لري چې ټولای یې نشي او یو شمېر بیا دومر ه محتا ج او مسکین دي چې حتیٰ بیګاه ته د ډوډۍ روپۍ هم نلري او وږي تږي دسلهاو سوچونو سره په بړستنې ننوځي خو حتیٰ ددې پوښتنې لپاره مې هم (( قانع کېدونکی ځواب پیدا نکړ په ډېرې نا هیلې دپوچو او ګډوډو سوچونو سره او دهغې خیالونو سره چې کله شېرازته ننوتم ترې راووتم او رورسته دیوې وچې او يخې خدای په امانۍ دخور او مزدورې سره یې بې له دې چې دپاتې کیدو ست ته یې پاملرنه وکړم له کوره یې راووتم ، یو څو شېبې بې موخې دشېراز په واټونو کې وګرځېدم راوګرځېدم او په پایله کې په ناهیلۍ په داسې حال کې چې نه پوهېدم څه راپېښېږي دتم ځای پرلور روان شوم او په داسې حال کې چې خورا ډېر ناکراره مغموم او غوسه وم په یوه زاړه او مات ګوډ موټرکې راسپور شوم او دتهران پر لور مې حرکت راوکړ ، کله چې تهران ته ورسېدم ناوخته و او زموږ شرکت دسهارنۍ حاضرۍ ډېر وخت تېر شوی و دهمدې کبله مې دخپل مشر ( رئیس ) سره ټیليفوني اړیکه ټینګه کړه اوورته مې پلمه وکړه چې نن سهار دکلکې ناروغۍ له امله ونه توانېدم خپل کارته راشم ، پس له غرمې به انشاالله خپل سهارنى پاتې شوى کارهم بشپړ کړم وروسته له دې چې غوږی مې کېښود ، په تهران کې ټولو ملګرو او یارانو ته ورغلم که ګوندې پیسې ترې واخلم خو په تاسف سر ه باید ووایم چې ټولو ملګرو څخه بیا هم بېنوا راغلم .
نا هیلۍ مې ټول بدن لکه خوړونکي ځناور سوری کړی و او داسې حس مې کاوه چې نور نو روح مې په تن کې په تنګ شوی او ډېر ژربه دهوا څپو سره ګډ شي او بدن به مې لکه دسلګونو جسمونو په څېر په فراموشۍ لاهو شي .
خو نه هېڅکله هم داسې ونه شول زه مړ نه شوم او مقاومت مې وکړ او کوښښ مې کاوه چې اخر به بریالی شم زه ځکه ژوندی پاتې شوم چې پنځ ( طبیعت ) زما په برخلیک نورې لوبې هم کولې او هر ډول برخلیک یې چې زړه وغواړي را په برخه یې کړي . دهغې ورځې له غرمې وروسته بیا هم په ډېرې بې اوسلګۍ ( حوصلګۍ ) شرکت ته ولاړم او دخپلې خونې په کرسۍ کښیناستو مې دسلګونو سوچونو سره په کار پیل وکړ دا چې دشېراز یون ( سفر ) له امله مې کارونه وروسته پاتې ول نو تر ناوخته پورې مې خپل کارونه وکړل ترڅو چۍ کار بشپړ شو که څه هم نور کار کوونکي لا څو ساعته دمخه تللي وو.
کله مې چې کار بشپړ شو غوښتل مې له خونې ووځم چې په دې وخت کې یوې مرموزې او زړه راښکوونکي قوې راباندې یرغل وکړ او دصندوق په لور یې راښکودم ! دصندوق په منځ کې روپیو له ورایه راته سترګکې وهلې په سوچ او خیال کې مې رویا وليده چې په همدې پیسو له مرګه ژغورل کېږي او ماته سوري وهي چې ما وژغوره که هر څومره کوښښ مې وکړ چې دغه مرموز غږ مې په ضمیر کې غلې کړم خو ونه توانېدم ځکه پیسې راته مخامخ وې خو د راخیستو جراات مې هم نه درلود ، له ځانه سره مې سوچ وکړ که دا پيسې واخلم نو یوه ستره رسوایي او بدنامي به ترې جوړه شي او دا کار زما لپاره چې دشرکت د مشر اعتمادي سړی وم خورا ستونزمن کارو ، خو په پایله کې چې په یوه داسې ستونزمن اکر کې راښکېل وم داکار مې وکړ او دخپلې اړتبا وړ روپۍ مې ترې را واخستلې او له شرکته رابهر شوم . له ځانه سره مې سوچ کاوه چې زه خپله دصندوق مسوول یم کوای شم تر یوې اونۍ دا سکالو پټه وساتم او څوک راڅخه خبر نشي او په څنګ کې هیله من وم چې په دې یوې اونۍ کۍ که هر څنګه کېږي داپیسې پوره کړم او بېرته یې په خپل ځای کې امانت کېږدم او همدارښتیني یا دروغجنه هیله وه چې زه یې دصندوق غلا ته اړکړم . سبا ه ډېر وختي په وېرې او ُامید له پیسو سره یو ځای خپل صمیمي او کلک ملګري (( حمید )) کورته ورغلم .
حمیدمې یو له کلکو ملګرو څخه وچې پلار یې ډېر بڼوڼه او ځمکې دتهران داطرافو په سیمو کې درلودې او حمید دغه جایداد کنټرولاوه ، هغه ډېرى وختونه له ماسره مرسته کړې وه او حتىٰ کله چې ما ترې د رویا دبسترېدو له کبله پیسې وغوښتې نو ډېرې هلې ځلې یې وکړې چې له پلار څخه یې واخلي خو بریالی نشو .
زه او حمید ډېر کلک ملګري وو ، دهماغه وړیکتوب نه به مو سره یو ځای لوبې کولې او له یو بل څخه به مو مشوره اخيسته حمید په ظاهره ډېره ښه هلک و خو په شدیده توګه یې دپلار خبرې منلې او که دپلار خبرې یې نه وای منلی نو ښکار ه وه چې پلاریې یوه روپۍ هم نه ورکوله ، خو ددې ټولو خبرو سره سره هغه ماته یو خورا ښه او مهربان ملګری و .
دهغې ورځ په سهار وختي چې کله ما دحمید دکور ټالۍ ووهله ، مزدوریې راته ور پرانیست او سلام یې وکړ ، زه يې د سلام له ځوابو لو وروسته تر و دحمید خونې پر لور روان شوم هغه تا زه له خوبه راویښ شوی و زما په لیدو سره یې تعجب وکړ ، ورته مې وویل یوه ډېره مهمه سکالو راته پېښه شوې ده او بې سرېزې مې ورته موضوع تشریح کړه ، حمید دکيسې له اورېدو وروسته ډېر ټینګار وکړ چې پیسې واپس په خپل ځای كې کېږدم او له سره یې ژمنه وکړه چې په ډېره کم وخت کې به دغه پیسې درته چمتو کړم . ما هغه ته ډاډ ورکړ چې دپيسو دپیدا کیدو پورې کولای شم دغه سکالو پټه وساتم او چې کله دې پیسې راکړې نو بېرته به یې پخپل ځای کې کېږدم ، حمید ډېر ټینګار وکړ چې پیسې بېرته كېږدم ځکه شونتیا لري داخبره په ډاګه شي او هغه وخت بیا تا دیوه غل په نامه حوزې ته وسپاري ، ما بیا هم هغه ته ډاډ ورکړ چې خبره به دومره نه شړېږي ، ځکه که ته ( حمید) هم ونه توانېږې چې تر ټاکلې مودې پورې پیسې راكړې نو زما پلار به دخپل ابرو او عزت خوندي ساتلو په خاطر دشرکت مشرته پيسې ورکړي ځکه هغه یې ملګری دی او خبره به پټه پاتې شي .
خو حمید راته وویل ته لیونی یې ، ته غواړې دیوې پوډرۍ ا وبې اندېښه نجلۍ له کبله خپل موقف او عزت په خطر کې واچوې ، ښه به داوي چې داکار ونکړي !
زما چېغې دحمید خبره په نیمایي کې ورغوڅه کړه او ورته مې وویل ما داکار کړی او له خپله هوډه په هېڅ وجه نه اوړم ، حمید چې کله زما بې کچې ټینګار ولید له خپلې خبرې واوښت او نوریې هېڅ ونه ویل .


پنځم څپرکی

بله ورځ په ډېرې وېرې او خپګان شرکت ته ولاړم او بې له دې چې څوک ماته ځير شي یا پر ما شکمن شي په خپل کار مې پیل وکړ ، کله چې شرکت رخصت شو او خلک لاړل نو راساً رویا ته ولاړم هغه تر ټولو ورځو ښایسته او جذابه ښکارېده کله مې چې سترګې دهغې سترګوته ځير شوې نو احساس مې وکړ چې زړه مې له ډېر ه هیجانه لړزېږي چې ګواکې ته به وایې دهغې په مینه کې بریالی شوی یم له ځان سره مې وویل د رویا ددې دومره معصومیت او محبت پروړاندې ځان هم ارزښت نلري په خوشحالۍ مې دهغې په ویښتانو لاس راکش کړ او وروسته مې دپیسو چمتو کولو په هکله له ځانه یو لوی داستان جوړ کړاو ورته مې وویل چې داپيسې مې له خپل یو نږدې ملګري څخه واخیستې په داسې حال کې چې په شکمنه توګه یې ماته کتل ډېرې پوښتنې او ګروېږنې یې راڅخه وکړې چې رښتیا ورته ووایم خوم مایې ټولې پوښتنې په یو ډول او بل ډول ځواب کړې ، هغې ته چې هم نورې پوښتنې بې ځایه ښکاره شوې نو تسلیمه شوه او نوریې څه ونه ویل، پرېکړه مې وکړه چې دهماغې ورځې په مازیګر له حمید سره یو ځای ځانګړي روغتون ته چې ټاکل شوې وه ، درویا درملنه په کې وشي لاړ شو اودکارونو اوډنه ( ترتیب ) ورته ووایو . په داسې حال کې چې رویا ډېره خوښه وه له مایې مننه وکړه له دې چې رویا مې ډېره خوښه او هیله منه ولیده نو په خپل غلط کارمې حتیٰ یوه کوچنۍ پښېماني هم ونکړه . ځکه دهغې خوشحالۍ ماته یوه نړۍ ارزښت درلود . ما او هغې کولای شول د روږدېدلو له درملنې څخه وروسته یې یوښه او نو ی ژوند پیل کړو ، له دې خبرو وروسته چې غرمه نږدې وه وړاندیز مې وکړ چې ډوډۍ په یوه رستورانټ کې وخورو ویې منله او په ډېره مينه یوه رستورانت ته لاړو او ډوډۍ مو وخوړه ، وروسته سینما ته لاړو او بیا مې رویا کورته ورسوله او وټاکل شوه چې رویا به وروسته له غرمې خپلې کورنۍ ته درواغ وایی چې نوموړې دخپلو ټولګیوالو سره یو ځای دیوه جمعي ګرځیدو او علمي پرکتیک په موخه دیوه اوږده وخت لپاره دهېواد بېلا بېلو سیموته ځي او وروسته بیا باید دهماغې سینما مخې ته ودرېږي چې یو ځای په ګډه ځانګړي روغتون ته لاړ شو .
ساعت په شپږو څرخېده چې په عجله مې خپل کالي واغوستل او حمید ته مې هم ټیليفون وکړ ، چې کوم ځای کې موچې له رویا سره ژمنه کړې راشې او وروسته له هغې دکوره رابهر شوم .
کله چې نوموړي ځای ته ورسېدم رویا تر ما دمخه راغلې وه خو دحمید لا درک نه و په دې وخت کې دیوه مات ګوډ ټیکسي چې رنګ یې هم شړیدلی و دبریک وچ غږ دفضا چوپتیا وڅیرله او شېبه وروسته حمید ترې راښکته شو . درویا او حمید له ورپېژندلو وروسته درې واړه دروغتون پر لور چې په هماغه نږدیو کې و روان شوو دپنځو او شپږو بجو شاوخواکې موږ روغتون ته ورسېدو ، داطلاعاتو مسوول تن موږ دانظار خونې ته بوتلو او اړوند ډاكټر ته یې ټیليفوني اطلاع ورکړه څو شېبې وروسته ډاکټر راغی او موږ یې خپلې کوټې ته بوتلو ، له ډېرو خبرو وروسته زه او ډاکټر دې پایلې ته ورسېدو چې رویا همدلته بستر کړواو وروسته مې بیا ددرملنې پیسې تحویلې کړې او په څنګ کې مې لږې روپۍ رویاته هم ورکړې چې ویې لګوي او په ځان تنګسه تېره نکړي ، په ډاکټر مې ټینګار وکړ چې درویا خیال وساتي ډاکټر هم ژمنه وکړه چې تر خپله وسه به کوښښ وکړي . او رویا به خوشحاله وساتی او په څنګ کې یې ډېر ژر به سیستماتیک ډول درویا درملنه وکړي . او دغه راز رویا به دتل لپاره له دې وژونکي ناروغۍ څخه وژغوري .
په دې وخت کې ډاکټر موږ هغې کوټې ته بوتلو چې رویا په کې بسترېده ډاکټر ووت او حمید هم په یوه پلمه له کوټې بهر شو. زه او رویا یوازې په خونه کې پاتې شو کله چې یوازې شو نو رویا ناڅاپې خپل ځان زما په غېږکې راغوځار کړ او په شټکوشټکو یې وژړل او دلومړي ځل لپاره یې شونډې زما پر شونډې کېښودې او دمینې په نړۍ کې سره ورک شو ، بدن یې سوزونکي ګرمي درلوده ، او سترګې یې له اوښکو ډکې وې څېرې یې یو ه عجیبه اکر درلود . داشېبه زما لپاره هم دنه زغم وړوه او داسې احساس مې وکړ چې زه هم ژړېږم ، کوښښ مې وکړ چې ځان په واک کې کړم خوبې اختیاره مې اوښکې توېدې ، زما اوښکې دهغې په صورت او دهغې اوښکې زما په صورت تویدې ، یو بل مو ښکلول ځکه دجدایي او بېلتون زغم مو نه درلود .
ډېر وخت په همدې ډول تېر شو څو عادي اکر ته راغلو او چې کله عادي شو نو دخدای په امانۍ او وداع وخت رارسېدلی و . په دې وخت کې حمید هم کوټې راغی ددې لپاره چې ډېر په تکلیف نشم رویا له ما غوښتنه وکړه چې ډېر ژر له روغتونه لاړ شم ، سره ددې چې اماده نه وم روغتون پرېږدم او لاړ شم خو درویا ټینګار اړ کړم تر څوورسره خدای په اماني وکړم او وروسته ترې دحمید سره یو ځای دډاکټر له خونې راووتو، رویا زموږ دبدرګې لپاره دکوټې تر وره راووته او په دیوال یې تکیه وكړه او زموږ پر ګامونو کې یې سترګې ښخې کړې .
کله چې دهلیز ختم شو او غوښتل مو چې له نوموړي ځایه ووځو چې درویا غږ په دهلیز کې انګازې جوړې کړې ، بهمنه زما پوښتنه ژر ، ژرکوه ، زما پوښتنه ژر ، ژر.... نور ژړا مهلت ورنکړ او خپلې کوتې ته ننوته مایې چې کله دوره دبندېدو غږ واورېده نو نه پوهېږم چې څه حال به مې درلوده او دحمید په مرسته له روغتون څخه بهر شوم ، کله چې له روغتونه رابهر شو نو شپې خپلې وزې خورې کړې وې او ستورو هم په سترګک وهلو پیل کړی وو . زما صمیمي ملګرى حمید چې زما وضع ته ځیر شو ی و ډاډ او زړه ور توب یې راکاوه ، هغه شپه ماته ډېره سخته او دردونکي شپه وه ، په داسې حال کې چې درویا له بسترېدو څخه مې زړه راضي و خو خپل ځان مې هغې غلا له کبله مسکین حس کاوه .
اوس نو زه په یوه خراب اکر کې وم نه پوهېدم چې پایله به یې څنګه وي یا څنګه کېږي ځکه پلارمې دې شرکت ته ورپېژندلی وم ، نه پوهېدم چې که داخبره بربنډه شي څه به کېږي ، دهغه چالپاره چې ټول ژوند یې په ابرو او عزت کې ژوند کړي وي ، ښکاره ده چې دداسې كس لپاره غلا ښه نه ده . زه پخپله هم پوهېدم چې دیو انسان ژغورنې لپاره مې غلا کړې ده خودادلیل دټولنې لپاره دمنلو وړ او معقول نه و ځکه غلا ، غلا ده که دیو انسان دژغورنې لپاره وي او که دژوند تامینو لو لپاره .
دغې افکارو زه بې کچۍ زورولم خو څه مې کړی وای چا ره نه وه ، او باید ځان مې دبرخلیک لوبوته تسلیم کړی وای ، زما لپاره چې په دې وخت کې څه راپېښ شوی ویوداستان و چې هېڅوک یې په پای نه پوهېده!په همدې ګډو وډو افکارو کې ډوب وم او بې موخې خوشې په خوشې په واټونو کې ګرځېدم راګرځېدم، حمید غریب که هرڅومره نصیحت راته وکړ خو پرمایې لږه اغېزه هم ونکړه اخر مې له حمیده سره مخه ښه وکړه او بېرته دکور پر لور ستون شوم ترو خپلې کوټې ته ولاړم او دډېرې ستړیا او نا ارامي له امله په کټ کې وغځېدم او په سوچونو کې لاهو شوم ، سوړ باد له ونو راتېرېده او په کړکیو لګېده، زه بې حاله اوله وېرې سره سوچونو وړی وم او په پایله کې له خپلو سوچونو ستړی شوم او دهمدې سوچونو سره خوب یووړم.
په دې ورځ لږ څه دمخه دنورو ورځو په پرتله را پاڅېدم او په ډار او وېرې شرکت ته ولاړم کله چې شرکت ته ورسېدم او دننه شوم غیر له ساتونکو، نور څوک لانه و راغلي ، خپل دفتر ته ننوتم بې سابقې وېرې مې زړه رامحاصره کړی و له ځانه سره به مې ویل هره ګړۍ دا شونتیا شته چې دشرکت مشر له ارې سکالو خبر شي او ما زندان ته ولېږي .
ددې سوچ له کبله چې ما به زندان ته لاس تړلی بوزي ډېر وېرېدم حتی لړزې هم پسې را اخیستی وم ، خو چاره څه وه ، ځکه ما پخپله خپل ځان برخلیک ته سپارلی و او دا دبرخلیک خوښه وه چې څه یي زما پر سر راوړل ، زه یوه داسې څپه وم چې غاړې ته په رسېدلو سره له منځه تللم ، او نابود کېدم، په دې اساس ما باید ځنډ‌ ایستلی وای چې په دې وخت كې برخلیک زما په سر لوبه پیل کړه او په دغه جوارۍ یانې لوبه کې برخلیک کامیاب شو!
نږدې غروب و چې دشرکت یوه مشر دیوه مهم قرار داد لپاره زما څخه دصندوق دپیسو غوښتنه وکړه، زه ګونګ او ګنګس شوم نه پوهېدم څه وکړم، دستي مې دحمیدکور ته ټيلیفون وکړ خو بیا هم له بده مرغه چې هغه نه و، یو څوک مې دپلار پسې ولېږه خو پلار يې زما پیدا نه کړ، بالاخره کومه بدبختی او رضالت چې ما پخپله په ځان راوړی و دشرکت خاوند پرې خبر شو او لکه څنګه چې نوموړی زما دپلار ملګری نو په هماغه شپه یې زما پلار شرکت ته راوغوښت او دغلا خبره يې ورته وکړه ، پلار مې هم په ښکاره دشرکت مشر ته وویل : لکه څنګه چې زه مې د زوی معرف یم نو پولیسوته یې وسپارﺉ تر څو ورټل شي او خپله سزا وویني ځکه نوموړی غل دی او څوک چې غلا کوي باید سزا وویني ولو که زما زوی هم وي.
کوم ځواب چې زما پلار دشرکت مشر ته ورکړو نو هغه هم اجباراً زه پولیسو ته وسپارلم او زه په داسې حال کې چې دپولیسو ټولو پوښتنو ته بې ځوابه وم دوسیه یې راته جوړه کړه او دمحاکمې په موخه یی زندان ته وروستم.
درې میاشتې وروسته یې زه دمحاکمو په یوه محکمه کې محاکمه کړم، هغوی ټینګار کاوه چې زه ورته دغلا لامل ووایم ، خو دخبرې له سپیناوي او حقیقت څخه مې سترګې پټولې ځکه داسې ونه شي چې خلک زما او رویا له داستانه خبر شي.
په همدې دلیل دقاضي پر وړاندې غلی او بې ځوابه ودرېدم او چوپتیا مې غوره کړه ، کله چې قاضي ځیرشو چې زه غلی یم او په هېڅ وجه ورته دغلا لامل نه وایم نو مجبور شو زه یی لس زره تومانه دغلا په تور په یو کال بند محکوم کړم.
مهمه نه وه چې زه یی د غلا په تور دیوه کال لپاره محاکمه کړم او محکوم شوم او دې كار راته کوم اهمیت نه درلود چې زه دغله په نامه پولیسو ته ور وپېژندل شوم او تریوه کاله پورې هلته بندي واوسم. بلکې زما لپاره مهم او اړین درویا ژغورل و چې ما دزړه له تله دهغې دژغورلو لپاره دا کار وکړ او دهغې دروغتیا لپاره مې دا قرباني ومنله او یو کال زندان مې په پراخه ټنډه ومانه .
په هر حال هغه مهال ما چوپتیا غوره کړه اودا پړه مې په ځان ومنله که رښتیا ووایم هغه وخت اصلاً زه هیڅ په خپل حال نه وم ،یوازني شي چې ماته ارزښت درلود، درویا صحت او روغتیاوه او د همدې کبله مې هم دا پیټی په خپلو اوږو واخیست اونړۍ ته مې ځان دغله په نامه وروپېژانده خو خپل وجدان اوضمیرته نه وم پړځکه مادخپلې مینې لپاره قرباني ورکړې وه اودغه قرباني مې دزړه له تله ومنله اویو کال زندان ته مې ټټرودرزاوه.
په زندان کې و چې زه د ژوند ترخه حقیقت سره آشناشوم اوداحس مې هلته وکړچې رښتیاهم آزاري څومره خوند لري .ځکه اوس نو آزادۍ اوزندان ترمنځ یوه جګ دېوال وجوددرلود.له دیواله هاخوا آزادواونېکمرغوخلکوژوند کاوه اوهم دخپل ژوند دجوړېدوپه هلوځلو کې ول ،خوله دېواله دېخواکیسه بل ډول وه ،بس یوازې ورځې دشپې اوشپې د ورځې په نامه سباکېدلې ،ترڅومحکومیت یاکومه سزاچې ورته ټاکل شوې وه بشپړه کړي .
انسان په زندان کې دځینوزندانیانوله روحیې څخه سخت په تعجب کې کېږي چې ښه بېلګه یې هغه شمېر زندانیان دي چې داعدام یاابدي حبس حکم پرې صادرشي خودوی هېڅکله خپل اُمید له لاسه نه ورکوي اوهېڅکله دخدای له درباره نه ناهیلې کېږي .
دوی چې هریو ډېر بداوناوړه برخلیک لري هېڅ کله نه غواړي چې خپل خوږژونديې په داسې ځایونو( زندان ) كې په حبس تېرشي اوډېری یې نه پوهیږي چې ولې برخلیک په یوه داسې برخلیک اخته کړل اوهمدارازهغوی په دې ګروهه دي چې انسان په هرځای کې چې وي اوپه هرپېرکې چې وي بویه ناهیلى نشي.
کله چې قیدیان زماله بنده خبرشول نوټول راڅخه راټول شول اوراته یې وویل خوشحاله اوسه ډېر نېکمرغه سړی یې ځکه ته یوازې یوه ورځې دلته یې اوبېرته آزادیږې ،رښتیاهم چې خبرې یې ماته له تعجب ډکې وې خوچې کله یې بشپړه توضیح ورکړه نوهغه وخت پوه شوم چې دوی رښتیاوایي ځکه هغه څوک چې دابدحبس یااعدام په حکم محکوم شوي هغوی ته یوکال یوازې یوه ورځ ده اوبس او هرڅنګه چې وي دایوکال تېریږي اوپه پایله کې قیدي آزادېږي خو څوک چې دابدي حبس یااعدام په حکم محکوم شوي وي هغوی ته بیایوکال او اوولس (۱۷) کاله کوم ځانګړې ارزښت نلري، خوددې سره سره بیاهم هغوی هیله لري چې ګوندې یوه ورځ عمومي بښنه اعلان شي اودوی دابدي حبس یااعدام څخه خلاصی ومومي.
خو پخپله دطبعي غریضې له پلوه هرانسان ته ځان خوږدی او دې ته چمتودی چې دزندان د دېواله ترشاه هره ورځ مړشي اوبیاژوندی شي خوهېڅکله نه حاضریږي چې اعدام شي!!
دغه ډله خلک سره ددې چې پوهېږي مرګ حتمي دى اویوه ورځ نه یوه ورځ سړی مړکېږي خوبیاهم بې کچې زیارکاږي چې په اسانۍ مرګ ته تسلیم نشي ، ددوی په اند ددوی مبارزه بایدیوه پنداوعبرت وي دهغه چالپاره چې په خوراوړې اشتباه ځان معدوم شوی حس کوي!
کله به چې ماهغوی ته درویاپه اړه خبرې ویلې اوکله به مې چې خپل احساس اومینه درویاپه هکله دوی ته وویله نوهغوى به راته وویل ، ناهیلې مه اوسه مبارزه اومجاهده وکړه ،موږهم مور ،پلار، خور،ورور،ښځه اوبچي لرو،خو په زندان کې مو هېڅکله هغوی هېر نه كړل اوهېڅكله ناهیلي نشو، ددوی خبرو به ماته نوی ژوند راوبخښه اوهیله من کولم به یې او کله به مې چې له څانه سره سوچ وکړ چې زما په بندي کېدو دبل انسان ژوند له خطره بچ کېږی او له مرګه ژغورل کېږي نو دخوشحالۍ احساس به مې کاوه ، رویا زما لپاره هر څه وه او دهغې له کبله زما زنداني کېدل ماته هېڅ ډول ارزښت نه درلود .
ژوند په زندان کې له بهر سره غیر له محدودیته دومره توپیر نه درلود ، په دې مکان کې چې په واقع کې يوځانګړی ښار و دجګو دېوالو تر شاه یې یو شمېر انسانانو دخپل ژوندي پاتې کېدو له کبله یوازې ژوند کاوه ، زه هم ددغې انسانانو په منځ کې دیوې ښې ګاندې په هیله وم او دزندان شپې او ورځې مې سبا کولې زندان ته غیر له حمیده نور مې نه هېڅ خپلوان او نه ملګري پوښتنې ته راغلل او یوازې هماغه و چې زما پوښتنه یې کوله او په څنګ کې يې زما او رویا ترمنځ اړیکه هم وه ما حمید ته دنده سپارلې وه چې هرڅنګه کېږي زما دبندي کېدو څخه رویا ته څه ونه وايي او هغه هم راسره ژمنه کړې وه چې خپله پوره وسه به وکړي چې دا خبره ترې پټه وساتي او رویا ترې خبره نشي . سره ددې دومره ډاډګېرنې چې زندانیانو ماته راکولې خو بیا هم ماځان یوازې بې له رویا مړ ګاڼه ، په ورځو به مې سوچ کاوه اوپه شپو شپو به بې خوبه وم داسې ونه شي چې رویا ماله یاده وباسي . خو لکه څنګه چې مې په خپله مینه باور درلود نو داسوچ به مې ډېر ژر له سره لاړ او... له بله پلوه تریوې اندازې مې خیال هم ارام وځکه حمید ته مې دنده سپارلې وه چې رویا ته ووایی زه یې په اجباري توګه یو اوږده مسافرت ته لېږلی یم او دا باید تر راستنېدو پورې انتظار وکاږي ، خونه پوهېږم چې ولې هر وخت په زندان کې درویا په سوچ کې وم اوبې دلیله مې زړه درزا کوله ، ډېر ځلې مې داهیله کوله چې ای کاش درویا رخصتیدو پرمهال ( له روغتوون څخه ) زه هم آزاد وای او تر کوره مې بدرګه کړی وای ، او یو بل مو په غېږ کې ټینګ کړی وای او ښکل کړی مو هم وای .
او دغه راز ما ورته د پوډرو دترکېدو مبارکي هم ورکړی وای ، زړه مې غوښتل چې وروسته له روږدېدا څخه یې یونوی اوسوکاله ژوند سره یو ځای پیل کړو او نېکمرغه واوسو خوافسوس چې هېڅکله مې داهیله ترسره نشوه ، ځکه زما لا تازه پنځه میاشتې په جېل کې تېرې شوې وې چې رویا له روغتون څخه رخصت شوه ، خو زما چې دوه میاشتې په محاکمه او درې میاشتې په زندان کې تېرې شوې نو بویه چې پاتې اووه میاشتې نورې هم په زندان کې تېرې کړی وای .
په هر حال دې سکالو زه خورا ډېر زیات زورولم په داسې حال کې چې مطمئن وم حمید زما په غیاب کې په خورا ښه توګه درویا پالنه کوي تر څو له زندان خلاص شم نو په دې وجه ډېر کلک دخپلې او رویا راتلونکي ته په تلوسه کې وم .
یوه ګونګ او مبهم احساس شپه او روځ په زندان کې زورولم ، کله به چې غروب پیل شو او ورځ به مړه شوه نوزه به په یوه کونج کې کښېناستم او په سوچ کې به ډوب شوم .
ښایي تاسې باور ونکړﺉ ، خو په جرات ویلای شم چې غم لړلى او خپه کوونکى غروب دزندان غروب دی ، ټول شیان په زندان کې دغروب پرمهال رنګ الوتي او مړه ښکاري ، حتیٰ غږونه هم د ورځې په دغه وخت کې محزون تر غوږو کېږي دجېل غروب ددغې ځانګړتیاوو په درلودلو سره زه اور تـــــــــه راکاږلم او په خورا سرعت سره یې زه غم ځپلې او خپه کولم ، په داسې حال کې چې وایي خورا غم لړلی غروب دژوند غروب دی ، خو زه په دې ګروهه یم چې دزندان دغروب څخه بل غم لړلی او غمګین غروب وجود نلري .
دژوند له غروب سره سړی دتل لپاره دخاموشۍ نړۍ ته ځي خو په زندان کې دغه ځان وژونکې او دردونکی غروب هره ورځ تکرارېږي .
په واقعیت کې دجېل دغروب پېلېدل زما دغمونو ، رنځونو او تر خو اوښکو پیلید ل ول .
دغروب ژړا مې دزړه یوه تیاره سلول ته آرامي بخښله ، کوښښ مې کاوه چې ځان دجېل له چاپېریال سره عادت کړم او خواه ناخواه لکه څنګه چې انسان په ژوند کې له هرشي سره عادت کوي ماهم په پایله کې دزندان له چاپېریال سره عادت وکړ . کله به مې چې زړه تنګ شو او د رویا یادونه به راپه زړه شول نو لکه ماشوم او ښکې به مې تويیولې خو بیا به مې هم زړه ته تسکین ورکاوه ، ځکه یوه ورځ نه یو ورځ به له جېل څخه خوشې شم او بیا به خپلې محبوبې رویا سره کښېنم او مجلس به کوم . خو افسوس چې انسان هېڅ کله دخپلو هیلو او غوښتنو په خلاف هغه څه چې پېښېږي فکر نه کوي خو په حقیقت کې انسان بویه هېڅ کله په دې هیله ونه اوسي هغه څه چې غواړي هرومرو رښتیا شي . هرڅوک بویه دا ومني هغه پېښې چې اټکل یې هم نه کېږي ممکن هره شېبه دانسان مخې ته راشي او دژوند لاره یې وربدله کړي . لکه ماته چې په اټکلي توګه راپېښه شوه او مایې په خوب کې هم اټکل نه کاوه.
دهغې ورځې نېټه لیک ( تاریخ ) مې سم په یا دنه دی خو تقریباً دوه میاشتې مې آزادۍ ته پاتې وې چې یوه ورځ حمید مې دحال پوښتلو ته راغی ، څېره یې دمخکې په څېر نه وه ، له ورایه ښکارېده چې په کوم کړاو کې راښکېل دی ، کله مې چې ترې دورپېښې شوې ستونزې په اړه پوښتنه وکړه ، نو لومړی یې پر ما ژمنه ( قول ) وکړه چې خپه نشم ، ما ورسره ژمنه وکړه ، نو په لړزېدلي اوازیې داسې بې له سرېزې ( مقدمې ) پیل وکړ : (( بهمنه : رویا غواړي چې په مسافرت ولاړه شي !))
ددې خبرې په اورېدو مې تیندک ( ټکان ) وخوړ او بې اختیاره مې چیغه کړه .
((ولې ؟ ولې حمیده ؟ دڅه لپاره غواړي ولاړه شي ؟ ))
حمید په تاسف سره سروخوراوه ويې ویل : ما ډېر کوښښ وکړ چې دهغې ( رویا ) مانع شم خو هغه له حقیقت څخه خبره نه ده او داسې ګومان کوي چې زه ورته دروغ وایم او تا هغه دتل لپاره پرېښې ده ، ځکه خویې پرون له ما څخه ستا دځای ځایګي پوښتنه هم وکړه او ویل یې چې زه لیک وراستوم ، خو ما بیا هم هماغه زړه خبره ورته تکرار کړه او منفي ځواب مې ورکړ ، نو ځکه یې دمسافر ي هوډ وکړ او چې کله مې ترې لامل وپوښت ويې ویل : ته په هرڅه پوهېږې او ماته درواغ وايې ، زه بهمن دتل لپاره خوشې کړې یم که نه هېڅ شونتیا نلري چې هغه دې په دومره وخت کې زما پوښتنې ته رانشي او ته ددې لپاره ماته درواغ وایې چې حقیقت زما دخپګان لامل ونګرځې او زه هم په اجباري توګه مسافرت ته ځم ؛ څو لږ ارام وکړم . سترګې مې په ډېرې نا هیلۍ دحمید پر لور ورواړولې او ورته مې وویل : حمیده که هغه نه پوهېږي چې زه چېرې یم نو ته خوپوهېږې ! ؟
(( هو : زه پوهېږم خو څه وکړم ، چې زما کوښښونه درویا دقانع کېدو لپاره بې پایلې شول هغه نور په هېڅ صورت زما خبرې نه مني او وایي که بهمن په مسافرت تللی نو لږ تر لږه پته (آدرس ) خو یې ماته راکړه ترڅو یو لیک خو ورته ولیکم ؛ رویا وایي : بهمن خو یوه شېبه هم له ماپرته نشوه تېرولای ، اوس څنګه میاشتې او کلونه له ماليرې تللې دی ؟
په همدې دلیل هغه نور په هېڅ وجه زما خبره نه مني او زه ورته دیوه دروغجن په توګه معرفي شوی یم ! )) تر لږ سوچ وروسته ځیر شوم چې حمید رښتیا وایي ، خو ماهم چاره نه درلوده ځکه ما خو ترنن ورځ پورې ټولې خبرې پټې کړې وې نو څنګه دحمید په وسیله ټولې خبرې رویا ته ووایم په داسې حال کې چې دزندان موده مې هم نږدې په بشپړېدو وه . نه هېڅ کله ، نه ، داغیر ممکنه وه ،داسې مې انګېرل چې هر څه پای ته ورسېدل او ما رویا له لاسه ورکړه دامهال مې درویا نه شتون ښه په کلکه احساس کړ خوددې ټولو سره سره به مې بیا هم ځان ته تسکین ورکاوه چې هرڅنګه کېږي باید دزمانې له تاړاکونو سره مقابله وکړم ، او کېدای شي هرڅه سم شي خو له بده مرغه دمقاومت کولو توان هم له ماکډه کړې وه ، په همدې دلیل په ناڅاپي توګه مې په ژړا پیل وکړ او له خپل ملګري حمید څخه مې دمرستې غوښتنه وکړه ، هغه په ډېرې ارامۍ سره چې زه اذیت نشم وویل : ((بخښنه غواړم بهمنه په دې اړه چې زما څومره توان و مرستې مې وکړې خو اوس هېڅ هم نشم کوای ! )) په داسې حال کې ډېر خپه ، نا چار او اوتر وم خو بیا مې هم له حمید څخه هیله وکړه چې په دې اړه هرڅنګه یې چې خوښه وي ، څه کاروکړي ، څو رویا پاتې شي او دمسافرۍ خیال له دماغه وکاږي ، هغه هم په کلکه ژمنه وکړه چې تر خپلې وسې به لازیات یوځل بیا کوښښ وکړي او له دې وروسته يې له ما سره خدای په اماني وکړه او ولاړ .
زړه مې ډېر ناکراره و دزندان یوې خونې په کونج کې سوچونو پسې واخيستم اسمان لږلږ تورېدو ، درڼا استازو خپل ژوند له لاسه ورکاوه ، اوپرځای یې دشپې تورې تیارې او ظالمې وړانګې چې غولۍ غولۍ راروانې وې او دخاموشۍ انګازې یې خورولې ځای ونیو.
وخت بې له وقفې پرمخ روان و اوپېښو هره شيبه دلسګونو او سګونو ژوند اخېستو زه هم په یوه بوي ناک کونج کې دخپل تباه شوي ژوند او برخلیک په سوچ کې وم ژړل مې بې له دې چې زه وغواړم او که نه ، غټې او ترخې اوښکۍ چې یوازې قلم یې انځورکښلای شي تویيولې . البته دا اوښکې یوازې زما دسترګونه وې بلکې زړه مې هم ورسره ژړل او وینې یې تویيولې ، داسې احساس مې وکړ چې دلومړي ځل لپاره په رښتیني توګه دماشومانو په څېرله زړه نه ژاړم ، ټول هغه سړي چې په ژوند کې ژړاته اړکېږي او دکومې ستونزې له کبله ژاړي نو هغه وخت زما ؛ په حال ښه پوهېدای شي او زما دزړه درزا اورېدای شي او هغه وخت بیا پوهېږي چې دمجبورۍ او غم ژړا څومره ترخه او ستونزمنه ده ، سړی چې کله د ذلیل توب او غم احساس وکړي او غرور یې ترې واخيستل شي نو نور ژوندی نه دی ، او هسې دبُت په شانې جسماً موجود وي او ما هم په هغه وخت کې همداسې یو اکر درلود ، هېڅ چاره مې هم نه درلوده ، نو مجبور وم چې په دغو لمبوکې وسوځم او ځان ورسره عادت کړم .
هغه شپه مې ډېره په سختۍ او کړاو سره په زندان کې تېره کړه او کله چې سهار شو بې له دې چې دسهار چای وڅښم دزندان په غولي کې مې په قدم وهلو پیل وکړ ، له هېڅ چا سره مې خبرې نکولې او یوازې دخپلو ګونګو او مبهمو سوچونو په دریاب کې ډوب وم .
غرمه مې هم دبې اشتهایۍ او زړه بدوالي له امله ډوډۍ ونه خوړه او همداسې څو غرمې سهار او شپې مې ډوډۍ ونه خوړه او یوازې مې دزندان په غولي كې ګامونه اوچتول څو چې حمید مې پوښتنې ته راغی .
دهغه راتګ ماته یو ډېر بد زېری و، او ډېر کوښښ یې هم کړى و خو ، بالاخره ترې رویا شېراز ته تللې وه . ددې خبرې په اورېدو سره زه ډېر خپه شوم خو حمید ماته ډاډ ګیرنه راکوله ، او راته ویل به یې چې ستا دبند وخت هم نورلږ پاتې دى او کېدای شي ډېر ژر په دې نږدې وختونو کې راخلاص شي ، نو بیا ته پخپله هم کوای شې چې شیراز ته درویا لیدلو لپاره ورشې اوسربېره دبخښنې په غوښتو سره چې دادومره موده نه وې ورسره یو ښه ژوند پیل کړې او .....
که رښتیا ووایم نو دحمید خبرو په هغه وخت کې ډېر تسکین راکاوه او څو شېبې به قرار کېدم له هغه مې هیله وکړه چې زما ترخلاصېدو دمخه دې یوځل هرومرو شېرازته ولاړشي او درویا پوښتنه دې وکړي او د ډاډګېرنې ترڅنګ دې زېری هم ورکړي چې زه په دې نږدېو کې له مسافرت څخه راځم ......
حمید راسره ژمنه وکړه چې ولاړبه شي خو په تلوتلوکې يې بیا هم ټینګار وکړ چې خپګان ډېر ونه کړم ، او ددې تر څنګ یې درویا یو لیک هم راکړ ې دتګ پرمهال یې لیکلى و او په هغه کې یې دخپلې سیمې پته راته لیکلې وه چې زه ورشم نو په هغې پته ورسره اړېکې ټینګې کړم .
دحمید له تګ څخه ورسته په ډېره تیزۍ خپل ځای ته راغلم او په ډیره بېړه مې درویا لیک پرانیست چې وګورم څه یې راته په کې لیکلي دي ،کله مې چې درویا لیک پرانیست نو رویا ډیر ښایسته ،دزړه له سوزه او داحساساتوڅخه ډك لیك یې لیکلی ؤ.
((زماګرانه بهمنه ....
دا لیک دیوې غمجنې او یخې ورځې په پای کې لیکم ،اسمان ډېرو بدو تورو وریځوپوښلی دی ،او زه ډېرخپګان پسې اخستی يم ، ستا انځوراوجسم هروخت راته مخکې مخکې کېږي ،اوپرمایې خوب اوارام زهر کړي دي .
زما ګرانه بهمنه : نن ښایي زما په ژوندکې ترټولوبده اوکرغېړنه ورځ وي ،ځکه د لومړي ځل لپاره ما دیوه تریخ اوزړه دردوونکي مېنې څکه وکړه ،نن مې وانګیرله چې ته نور له ماسره مینه نه کوې او دتل لپاره دې ترك كړې يم .
زما ښایسته ګله ،زما ښایسته بهمنه ،ته دومره بې مينې اوبې وفا وې چې زما دناروغۍ پرمهال حتیٰ یوځل هم زما دپوښتنې لپاره روغتون ته رانغلې ،په داسې حال کې چې زما سترګو ستا انتظارکاوه ،ماتل داسې فکر کاوه چې ته به یوه ورځ ضرور زماپوښتنه کوې اوزمادغه ستړی انتظاربه پای ته رسوې .
خوافسوس چې دایوه تیروتنه وه او تا ترآخرې شېبې پورې په روغتون کې زماپوښتنه ونکړه اوزماسترګوهمداسې ستاراتګ ته لارې اوشېبې څارلې .
زمادژوندهیلې ، زماډېرښایسته محبوبه ،زمادزړه سره ،زه درسره ډېره ډېره مینه کوم ،حتی غواړم عبادت دې وکړم ،خوڅه وکړم په خپله بې مینې اوبې وفا وې داته وې چې زه دې یو ځلي پرېښودم اوحتی یووړوکی لیک چې ډېر څه په کې پراته وي راته ونه لیکه ،خوزماګرانه بهمنه پدې خبره پوه شه چې زه تل له تا سره مینه کوم اوترڅوچې ژوندۍ یم ستا مینې ته به وفاداره یم .
ته زمادژوند د ښکلاوګل یې ،ته یوازنی کس یې چې زماویجاړ شوی زړه دې ورغاوه ډا‌ډه اوسه چې بې له تا به هېڅوک زماپه زړه کې ځای ونه نیسي اونه به ورته ځای ورکړم.
دادرسره زماژمنه ده ،زما ګرانه بهمنه ،غواړم چې کله مړه شم نوقبرمې وسپړې او وګوره چې زماپه زړه څه لیکل شوي ،اوکه چېرې په هغې ورځ هم ستامینه زماپه برخه شوه نووبه ګورې چې زما پرزړه یې لیکلي یوازې له تاسره مینه کوم .
زماګرانه بهمنه ،ستاښایسته اوجذابي سترګې ماته الهام راکوي اوزه بې له دې هېڅ یم مړی یم ،خونه پوهیږم چې ولې دې ونه غوښتل چې هغه زماشي ،نه پوهیږم نه پوهیږم ولې دې یوازې پرېښودم اوراڅخه ولاړې ، آخرولې ؟
اې زماګرانې ګلې کاشکې چې ته پوهیدای ،څومره درسره مینه لرم ،اوڅومره مې زړه غواړي چې ستاپه څنګ کې واوسم،اوستانه بغیرخو زه هېڅ یم ،هېڅ.
زماښایسته بهمنه ،زمادژوندښکلا خوښونکیه ،زړه مې غوښتل چې تاهم لکه زما په څېرماسره مینه کړې وای.
کاشکې چې ته پوهیدای چې په داسې يوچټل اوناولي وخت کې یوه غریبه ،مظلومه اوبې کسه نجلۍ ستاپه پاک اوسپېڅلي عشق کې سوزي،لمبه کیږي چې داعشق اومینه یوازې ستاده .
بهمنه او....
زماګرانه ،هیله درڅخه کوم چې حداقل هېره مې نکړې ځکه زه هېڅکله تا نه هېروم .زه نن شپه چې یوه توره تیاره شپه ده ستا په پاراوښکې تویيوم ،اوبویه ووایم چې نن شپه ما لپاره داوښکو تویيولو اودغم شپه ده .
زه اوس مهال دخپلو برباد شویو هیلو پسې افسوس کوم ، او نه پوهېږم چې ستا دناڅاپې تېښتې او ليرې والي لامل څه و ؟
زما ګرانه بهمنه ، که چېرې په رښتیني توګه یوه نجلۍ میينه شي نو هېڅکله ددویم سړي مینې ته په خپل زړه کې ځای نه ورکوي ، او ای زما دزړه ټوټې زه ستا په هکله داسې یم . زما بهمنه ، زما ډېر ګرانه ، که چېرې دې ولېدل چې کومه ځوانه نجلۍ دهدېرې پر لور بیايي نو زما لپاره یو څو ګامه دهدېرې پر لور ورسره لاړ شه او څو اوښکې پسې تویې کړه ، ځکه دغه جسد سم زما دبې ځانه جسم په څېر دی چې سوی او ایرې شوې دی ، اولکه څنګه چې له خاورې نه جوړ شوي یو بېرته خاورې کېږو .
زما ګرانه بهمنه ، نن چې دغه دخاطرو او شېبو ښار پرېږدم او ترې ځم پوهېږې څومره راته ګرانه او ستونزمنه ده او پوهېږې څومره پرې زورېږم ، دلومړۍ ورځې اشنايي او دساعتونو مزې او خوندونه چې سره یو ځای وو راپه زړه کوم او بې اختیاره اوښکې تويیوم .هغه اوښکې چې دتللې مینې او شېبو استازي کوي، دهغې مینې چې تل به زما په زړه کې ځای لري ، خو له بده مرغه چې تا هغه مینه ډېره زر وېره کړه او وېره څه چې لاپر قبر دې ورننویسته ، زما لپاره هم خدای جل جلاله یو دی او هم بهمن ، دادهرې رښتیني او پاک لمنې نجلۍ سیندکې ( قاموس) دی چې دیو چاسره دزړه له کومې مینه کوي .
زما دزړه سره زه ځم او اطمینان لرم چې یوه ورځ به ته ددغې تللې مینې پسې خپه شي او پښېماني به ښکاره کړې ، او په ژوند کې به دې تل افسوس کوې چې زموږ مینې ولې ثمره نه درلوده .خوګرانه بهمنه دایوه خبره په یاد وساته او هغه داچې داته وې چې زموږ دمینې دېوالونه دې ړنګ کړل او زموږ دزړونو مراندې دې وشکولې خو زه هېڅ کله درښتینې مینې په منځه تللو باندې ایمان نلرم ، مینه که په رښتینې توګه واوډل شي نو تل پاتې کېږي . او مرګ هم زړه نشي کوای چې رښتیني مینه له منځه یوسي . خو دغه نېکمرغي او خوشحالي اوس دتل لپاره له منځه تللې او مړه شوې ده ، او داسې کېدای هم شي چې زه داسې تصور کوم چې دتل لپاره مړه شوې ده .
زه یوازې دخپلې لېوالتیا او ستا په نغوته ( اشاره ) چې زه دې پوهولم چې وېره کړې دې یم له تا څخه بیله شوم ، په داسې حال کې چې زما زړه یوازې ستا دمینې پسې درزېږي او لکه ویشتلې مرغۍ درپسې ټوپونه وهي تر څو چې زه ژوندۍ یم هېڅ کله به دې هېرنکړم او تل به مې په یاد اوسې ، دخدای په امان زما ګرانه بهمنه خدای په امان ای زما د زړه او ژوند عزیزه ، خدای په امان ...))
څوک چې هېڅ کله تا نه هېروي (( رویا ))
کله چې مې درویا لیک ولوست نو لیک مې بې اختیاره له ګوتو وغورځېداو پرځمکه ولوید زړه مې غوښتل چې چيغې ووهم او رویا ته ووایم چې زه بې وفا نه یم ، او دابیلوالی ، مصلحتي دی ، غوښتل مې چې رویا دلته وای او هرڅه یې لیدلای وای او په دې هم پوه شوی وای چې زه ولې اودڅه لپاره په زندان کې پروت یم ، اوولې یې لېدوته نه ورتلم ، خو افسوس مخکې له دې چې چيغې او کوکارې مې د رویا غوږو ته ورسېږي زما په ستونې کې زندۍ شوې او دبې پایه دریاب په څېر سوچونو کې ډوب شوم .


شپږم څپرکی

ورځې او اونۍ تېرې شوې او په پایله کې زه دخپل پاتې شونې قید له تېرولو څخه وروسته آزاد شوم په کومه ورځ یې چې ماته خبر راکړ خوشې کېږم نږدې و چې دخوشحالۍ نه لیونی شم په بېړه مې دزندان له ملګرو سره خدای پاماني وکړه او په داسې حال کې چې دهغوی د ژرخلاصېدو هیله مې هم کوله دزندان له تورو او خېجنو تمبو راووتم او خپلې جامې مې وڅنډلې.
دپسرلي یوه ښایسته او سينګار شوې ورځ وه ، ګلانو ټولنې ته رنګارنګي ورکړې وه د ونو پاڼې شنې او طبیعت په بشپړه توګه پسو ل شوی و ، دپسرلي زوږ او غوغا انسان ته نوی رنګ او قوت ورکاوه، ډېر ښایسته او پوست باد ( نسیم ) چې د ونو له پاڼو څخه تېرېده اویوه ترنمي فضایې جوړه کړې وه ، زما پر وجود ډېر خوږ او ارام ارام لږېده ، زه دښار غټو او بر لرونکو سړکونو ته ورسېدم اوس مهال له یوه کال بند وروسته بیا هم دخپلو خلکو او هېوادوالو په منځ کې وم ، دآزادۍ احساس مې په ټول وجود دخوشحالۍ واکمني کوله ،دخلکو له زوږ ، غوغا او راکړې ورکړې څخه مې بې ګچې خوند اخېسته . هغوی آزادول او هر کار یې چې زړه غوښنه کوو یې ، یوه شېبه خو ګونګو او مبهمو سوچونو ددوی په هکله پسې راخيستی وم . خووروسته مې په ښار او واټونو کې هلکان او نجونې لیدلې چې په واټونو کې لاس تر لاس او څنګ ترځنګ ، میده میده روان دي . او دخپلې ګاندې لپاره ځان سره نقشې مطرح کوي .
لاسي پلورونکي مې لیدل چې په خپل ماهرانه او جګ اواز چيغې وهي او خپل مال پلوري . دسینما ترڅنګ ګڼه ګوڼه خورا زیاته وه او هرچا سینما ته دتللو لپاره صفونه جوړ کړي وو، زوړ او ځوان ، وړ او غټ ټول په خپلو کارونو بوخت ول او ددوی غوغااو شور ماشور دښه اوخوشحاله ژوند زیری ورکاوه .
دنیوونونو ( څراغونو) بېلا بېلو رڼا ګانو یو ډول ځانګړې ښکلا ښارته وربخښلې وه او ما لکه دلومړي ځل لپاره چې په دې ښارکې پښه ایښې وي ګونګ او مبهم روان وم ، هرڅه راته نوي برېښېدل ،زړه مې غوښتل چې دجېل یوکال بند ، عذابونو غمجنيو او ستونزو څخه وروسته په آزاده توګه ښارکې وګرځم او خپلې تېرې خاطرې دویم ځلې راژوندۍ کړم ، ساعتونه بې موخې په ښارکې دخپل خلاصون دنمانځنې په یاد وګرځېدم ، دشپې نهه نيمې بجې وې چې ستړی ، ستومانه او خوشحاله دحمید کور ته ورغلم . هغه زما له لیدلو څخه ډېرخوشحاله شو او دواړو مو یوبل په غېږکې ونیول په دې وخت کې زما له سترګوبې اختیاره اوښکې را بهېدې ، حمید ددې لپاره چې دخوشحالۍ په وخت کې درویا یاد را په زړه نشي مخ راواړاوه او ویې ویل : بهمنه اوس هرڅه پای ته ورسېدل او ته یو ډېر نیکمرغه انسان یې که څه هم په جېل کې پرتاسختې ورځې تېرې شوي خو اوس مهال چې را خلاص شوی یې کوای شې چې شېراز ته ولاړ شې او هلته له رویا سره نوی ژوند پیل کړي په داسې حال کې چې ما پلټنه وکړه هغه دم ګړۍ په شېراز کې دخپل تره (كاكا) سره اوسېږي او ته کوای شې چې هغه په شېراز کې پیدا کړې او دنوي ژوند په هکله سره خبرې وکړﺉ ، په غالب ګومان تاسې به ښه او نېکمرغه جوړه یاستئ ،ځکه رویا نوره معتا ده ( پوډرۍ ) نه ده او ګولای شي چې له واده وروسته ښه ژوند ولرﺉ ، او ددې دومره کړ اونو وروسته یو نوی او خوشحاله ژوند پیل کړﺉ .
په دې وخت کې چې ستړی هم وم او دحمید دنه مزاحم کېدو هڅه مې هم کوله حمید څخه مې زیاته مننه وکړه او له ځایه راجګ شوم چې ارام وکړم، خو حمید ټینګار وکړ او پرې نه ښودم چې ولاړ شم ، نو دکور مزدور ته یې امر وکړ چې ماته ځای په همدغه خونه کې جوړ کړي ، څو ویده شم شپه مې دحمید په کور کې تېره کړه ،دبلې ورځ پرسهار حمید څه پیسې دپور ( قرض ) په نامه راکړې او ما پرې دشېراز ټکټ واخيست په داسې حال کې چې حمید مې هم دبدرګې لپاره راسره راغلى و ورسره مخه ښه وکړه او په موټرکې سپور شوم ، څو شېبې وروسته چې حمید راته دخدای په امانۍ په نغوته لاس ښوراوه موټر دشېراز پر لور حرکت وکړ ، موټر دښار له جګو او اوږدو ، ودانیو او واټونو څخه واوښت او شېراز پر مستقیم سړك سیخ شو او ... اسمان خورا تېزشین رنګ خپل کړی و اود ډېرى مغازو څراغونه روښانه ول . موټر دښار له وروستي واټن څخه وروسته دلین سړکه ته سيخ شو ، زړه مې ډېر درزېده ، سوچ مې کاوه چې په شېرازکې درویا سره څرنګه مخ شم ؟
که رښتیا ووایم نو دهغې په هکله سوچونو هم خوشحاله کولم زړه مې غوښتل چې څنګه له موټره کښته شم رویا پیدا کړم او له هغې څخه ددې دومره مودې دناڅاپي ورکېدو بخښنه وغواړم ، که رښتیا ووایم په مخکې ځل چې شېراز ته دخپل خور کره تللی وم ، چندان خوشحاله ترې نه وم نو همدا لامل وچې شېراز مې ښه نه ایسېده خو داځل مې موخه دخور کورنه و، په داسې حال کې چې کوای مې شول دخپلې خور په ښایسته او مجلله کور کې یې هم واړوم ، خو دخور کور نه راته دسړک پریوه ځنډه پرېوتل هم ښه ښکارېدل ، نه دخور کور .
له هغې مودې مې را په دې خوا له خورڅخه ډېره کرکه کوله ، هغه یوه ډېره پسته او رذیله ښځه وه ځکه پیسو او دنیا یې سترګې ړندې کړې وې او هېڅ چا یا څېز ته یې پاملرنه نه کوله .
خور مې ددې ټولې پانګې سره سره ماته لس زره تومان رانکړل ، په داسې حال کې چې زه یې نږدې څوک هم وم او ددې لس زرو روپو له کبله ما میا شتې ، مياشتې په زندان کې تېرې کړې . وروسته له زندان مې له ځان سره پرېکړه وکړه چې نه یوازې دخپلې خور بلکې دخپلې ټولې کورنۍ سره اړیکې ونه نیسم او ځان ترې څنګ ته کړم او دا کار مې هم وکړ . دهغوی ټولو څخه مې کرکه کوله ، ځکه هغوی زه رښتینى او امین نه بللم په داسې حال کې چې هغوی په میليونونو روپۍ درلودې اونه یې غوښتل چې دهغې څخه لس زره روپۍ ماته دپور په ‌ډول راکړي رښتیاوایي دځینوچې پیسې زیاتې شي انسانیت یې هم کمېږي .
زمادبډایه کورنۍ انسانیت هم مړشوی وو.هغوی حتىٰ په جېل کې هم یوځل زماپوښتنه ونکړه اویوځل لپاره یې هم زماتېروتنه ونه بخښله اوهېڅ کله یې ونه غوښتل چې یوځل زمادغلاد لامل پوښتنه وکړي چې ماولې غلاکړې ده ؟
پلارمې هم یوځل زمالیدو ته رانغی اوهېڅ کله یې ونه غوښتل چې حقیقت له ماڅخه وپوښتي نوپه دې توګه ددغې کورنۍ سره زماتړاوکومه مانانه درلوده اوپه واقعیت کې زمااودهغوی ترمنځ یوه فاصله پیداشوې وه چې دافاصله به زمادژوند تروروستۍ سلګۍ پورې دوام ولري ،په دې توګه مادخپلې کورنۍ سره داړیکوشکېدلوپه هکله دخپل وجدان په محکمه کې خورازیات سوچ وکړ خوغیرد رویا بل هېڅ څوک ماته دکورنۍ غړي نه برېښېدل اویوازې رویا ته مې ذهن تللوکله چې شېراز ته ورسیدم بې له دې چې سوچ وکړم کومه خورهم پدې ښارکې لرم راساً میلمستون ته ولاړم اویوه خونه مې اجاره کړه کله چې مې ټول څیزونه په خونه کې ځای پرځای کړل دمیلمستون څخه د رویا دپیداکېدلوپه موخه راووتم اودرویا دتره پته چې راسره وه دهمغې پرلور مې حرکت وکړه ډېره شېبه دکوڅې سرکې یې ودرېدم چې ګواکې رویا پخپله دتره له کوره راووځي خونه یواز ې رویا بلکې هېڅ څوک درویا دتره له کوره راونه وتل.
په همدې پارمې مخپتيینه وکړه چې هر څنګه کېږي درویاله حاله ځان خبرکړم په دې اند دکوڅې برسرکې دوکان ته چې خاوندیې دمیز ترشاه ځوکۍکې ناست و ور روان شوم چې له هغې څخه پوښتنه وکړم کله چې ورورسېدم نویوه یخه پیپسي مې هم ورڅخه واخسته اوپه دې پلمه مې درویا دتره په هکله ترې پوښتنې اوګروېږنې پیل کړې ،دزاړه دوکانداره له خبرو پوه شوم چې درویا تره دکورنې سره یوه ورځ دمخه د دې ښار څخه بهر یوه کلي ته دسیاحت لپاره تللي دي .
ددکاندار له دې خبرې وروسته راته ځنډ ښه ښکاره نه شو او له هماغه ځایه مستقیماً دميلمستون پرلوري روان شوم .
هغه شپه تر سهاره خوب یو نوړم او تر سهاره مې درویا په اړه فکر کاوه، کله مې له ځانه سره اند کاوه چې که رویا ما له دې دومره وخت وروسته وګوري ، مخ رانه ونه ګرځوي او ما دتل لپاره له ځانه ونه شړي، او کله به مې په خیا ل کې لیدل چې رویا له یوه بل هلک سره په ګرمو خبرو بوخته ده او کله به مې سوچ کاوه چې رویا زما له لیدلو څخه ډېره خوشاله شوې او دواړه دخوشالې له امله ژاړو او اوښکې تويیو.
الته دا ټول خیالونه او اندونه ول او هېڅ یوه تر دې دمه حقیقت نه درلود.
دا ټول هغه سوچونه دي چې یو رښتینی مین یې مخکې له مخکې په خپل ذهن کې جوړوي او خپل زړه ته پرې تسلیت ورکوي، هغه شپه ما هم داسې یو اکر درلود او هر څه چې مې کوښښ وکړ ویده شم ونه توانېدم دومره په یو او بل اړخ واوښتم راواوښتم چې اخر سهار شو.
کله چې دلمر زرینې پلوشې دغاړه غړۍ غرونوڅخه په ناز او نخرو راواوښتې زه دخوب له ځایه راپاڅېدم او دسهار له چای څښلو وروسته مې له څانه سره تصمیم ونیو چې نن به ټوله ورځ دشېرازپه ښکليو ځایونو او منظرو کې چکر وهم .
دهمدې تصمیم پر بنسټ لومړی دحافظ صاحب او وروسته دسعدي مزارونو ته ولاړم او له دې وروسته تر مازدیګره پر تاریخي لیدنو او ښکلو ځایونو وګرځېدم، دشپې ستړی ستومانه مېلمستون ته ولاړم او په خپله خونه کې تر سهاره ویده شوم، دبلې روځې پر سهار د (جمشېد تخت) ته ولاړم دلمر پرېواته پر مهال چې کله بېرته شېراز ته راستنېدم د (کریم خان زند) داثارو دلیدلولپاره هم ورغلم، کله چې دشېرازله عمومي ښارګوټي تېرېدم یوه نه باورکېدونكې صحنه مې ولیده ، لومړی خو مې فکر وکړ چې دا هر څه اشتباه ګورم خو چې کله ښه ځير شوم كه كسم هغه څه چې وینم حقیقت دي .
په یوه زېړ بوخونې موټر کې دننه چې دپارک په څنګ کې ولاړ دی رویا ناسته ده او مجله لولي، اوتر (ترور) شوی وم ، غوښتل مې چې وړاندې ورشم چې په دې وخت کې یو سړی د ډوډۍ پلورنځي (نانوایی) څخه راووت او دموټر جلب ته کېناست او مخکې له دې چې زه کوم ګام دهغوی په لور ورجګ کړم موټر حرکت وکړ.
هغه موټر کې چې رویا او هغه نابلده سړی پکې ناست وو ولاړ خو زه لا هاغسې په خپل ځای کې لکه بت ولاړ وم او دهغوی تش ځای ته مې کتل، په پایله کې مې د ډېر ځنډ او خوشې درېدو وروسته په ډېره غوسه او نا ارامۍ سره دیوې ودانۍ پر لور حرکت وکړ.
اسمان کې ورېځې تاوېدې راتاوېدې او دلمر کوم درک نه معلومېده ، ډېر ښایسته خوږ بادلګېده او زما ویښتا نوته یې یوه ځانګړې ښکلا ورکوله ، ما دهغه نا پېژندل شوي سړي په اړه چې رویا ورسره موټر کې ناسته وه او تردې دمه مې نه پېژندلى فکر کاوه ، کله به دې خبرې چې خدای جل جلاله مه کړه رویا او داهلک یا سړی سره ملګري ونه اوسي زورولم ، خو کوښښ مې کاوه چې په حقیقت پوه شم ،خو بیا هم دې اندېښنې دومره زورولم چې دجنون اکر ته نږدې وم .
داسې مې انګېرله چې زما مینه لکه چې داغل شوې او له منځه ولاړه ، او له ځان سره مې قسم وکړ که چېرې دغه ناپېژندل شوی هلک درویا ملګر اويانامزد واوسي نو ډېر بد او خطرناکه غچ به ترې واخلم ، خونه پوهېږم چې ولې هروخت مې دغچ اخېستلو فکر کاوه ، نه مې غوښتل چې درویا پر وړاندې کوم كار وکړم ، زړه مې نه غوښتل چې دهغې پروړاندې کوم ډول ګړ نه وکحړم اوزړه مې دې ته نغوته کوله چې زه درویا سره دزړه له تله مینه کوم . ما په رویا باور درلود . هغه څه چې رویا په لیک کې راته لیکلي ول ،هغه به نه ترپښو لاندې کوي او زه ډاډه وم چې رویا به غیر له ما بل دهېڅ چاسره مینه ونه کړي ، خو هغه ناپېژندل شوی هلک څوک و ؟
هر څومره به مې چې سوچ کاوه ذهن مې کار نه ورکاوه ، یوازنۍ دحل لاره داوه چې په خپله رویا ووینم او هغه وخت به هرڅه روښانه شي ، په همدې ګډو وډو سوچونو کې ما یوه ورځ بله هم تېره کړه ، تر څو چې بله ورځ دمیلمستون څخه دوتلو پرمهال په ناڅاپي توګه په پاتخو ( زینو ) کې له رویا سره مخامخ شوم . سم نه پوهېږم چې په هغه شېبه کې به ما څه حال درلود . خو دومره پوهېږم چې هغه شېبه ټول رپېدم ، اوښکې مې په سترګو کې ډند شوې وې او دنور تلوتوان مې نه درلود ، اوس نو رویا څو ګامه وړاندې زما پرلور مخامخ راروانه وه خو ماکې نور دومره توان نه و چې وړاندې ورشم ، هملته یو ځل په خپل ځای کې ودرېدم ، هغه وړاندې راغله او دومره رانږدې شوه چې نور ماته مخامخ ولاړه وه ، ما په ډېره ټيټ اواز چې تا به ویل له څاه څخه راوځي بې اختیاره ورغږ کړ : ((ته یې.......رویا )))
هېڅ یې ونه ویل ......په کراره مې خپل لاسونه وراوږده کړل او دهغې لاسونه مې په خپلو لاسوکې راټینګ کړل ، دواړه غلي وو، که رښتیا ووایم په داسې یوه ښکلي او هیجاني شېبه کې زموږ ستوني زندۍ شوي ول او ژبې مو ګونګې وې ،سترګې مو دخوشحالۍ نه داوښکو څخه ډکې وې ، ډېره شېبه هوا سړه وه او زموږ ترمنځ سکوت واکمن و څو شېبې وروسته بې له دې چې څه ووایو په لاره روان شو او میده میده ګامونه مو پورته کول . ددې ناڅاپی لیدو له امله زموږ دواړو ژبې ګونګې شوې وې او دا چې پس له ډېرې مودې بیلتون یو له بل سره یوځای مخامخ شوي وو هېڅ یو هم دخبرو توان نه درلود زړه مې غوښتل چې چيغې ووهم ، هغه په غېږکې راټېنګه کړم او په چیغو چیغو وژاړم ورته ووایم چې دادومره موده یوازې ستا په پار په زندان کې وم او ورته ووايم چې دزړه له کومې درسره مینه کوم ، خونه مې شول کولای، یانې ددې خبرو توان مې نه درلود ،او ښایي نه مې غوښتل چې هغه پوه شي چې دادومره موده دهغې له کبله په زندان کې وم ، حتىٰ حاضروم چې هغه ماته بې وفا او بې مینې ووایي خو هېڅکله مې نه غوښتل چې هغه زما دغلا او زندان په هلکه پویه شي ، خو اړ ( شرط ) داو چې آخر هم بویه خبرې وکړو او تردې زیات سکوت او خاموشي زموږ په منځ کې ښه نه وه . ددې لپاره چې دغه اکر مې بدل کړی واوسي او دخبرو لړۍ مې پیل کړې وي دهغې نه مې غوښتنه وکړه چې کوم ارامه ځای ته لاړ شو ، کښېنو او سره خبرې وکړو ، او ددې دومره ناخوالو او ليرې والو وروسته سره لږ څه بنډار وکړو . ويې منله او دواړه یو هوټل ته ولاړو او دچای فرمایش مو ورکړو، کله چې هوټلي چای راوړاو چای مو وڅښونو رویا په ګیلو او دنکلو شروع وکړه او څومره یې چې وسه رسېده زه یې ودګلم ، زه غلې ناست وم اوهغې ته مې لېدل احساس مې وکړ چې زړه مې غواړي نورهم ورنږدې شم او ټول ژوند یې په څنګ کې واوسم او یوازې هغې ته وګورم او ښکل یې کړم ،خو دا یوازې په ګیلو او داوبوخته وه ، غیر دبې وفایۍ او ګیلويې نورې خبرې نه کولې زه یوازې غلی وم او ددې خبرو ته مې غوږ ایښی و .
وروسته له دې چې ګیلې او خپګان یې خلاص شول ، دهوټلي پسې مې ورکړې او بهر ددې لپاره چې لږه آزاده هوا مو تنفس کړې وي له هوټله راووتو او په هغه لاره چې دښار له لوري راغلې وه په قدم وهلو پیل وکړ ، کله چې واټ پای ته ورسېدنو دیوه زاړه او پخواني چنار ترڅنګ چې هېڅ څوک نه ترسترګو کېدل ودرېدو په دې وخت کې هغې زما په غېږکې ځان راغوځارکړ او ناڅاپي یې په ژړا پیل وکړ داسې یې ژړل چې ټوله ورسره رپېده ، ماهم دخپل مهارت نه کارواخيست او په یو ډول نه یو ډول مې غلې کړه .
په هغه خوندوره شېبه کې مې احساس وکړ چې زموږ تېرې خوږې خاطرې یو ځل بیا راژوندۍ شوې دي او زموږ مینه بیا ژوندۍ شوې ده او په دې دومره موده کې مو چې هرډول ستونزې ګاللې وې نورې ټولې پای ته رسېدلي او دسوکالۍ شېبې مو رارسېدلې دي ، اواوس مهال چې دواړه یو ځای شوي یو دژوند خوږ ې شېبې مو بیا پیل شوې دي .
هغه ورځ ما نېکمرغي یو ځل بیا لاس ته راوړې وه او ددې مینې لپاره ما په زړه کې دخوشحالۍ ګوړې ماتولې ،ساعتونه یې له ماسره خبرې وکړې او زه یې له خبرو پوه شوم چې زما په مینه کې وفا داره پاتې شوې ده .
کله مې چې د ژېړبخن موټر په هکله ترې پوښتنه وکړه چې هغه ورځ په کې دیوه هلک سره ناسته وه ویې خندل اوویې ویل چې هغه مې دکاکا زوی دی .
ددې خبرې له اورېدو ډېر خوشحاله شوم ، دامهال نو رویا دخبرو لوری بلې خواته واړاوه او ویې ویل چې په دې یو ورځ دوکې یې دکاکا کورنۍ ټول تهران ته ځي خودا به په کومه پلمه ترې دده په خاطر پاتې شي. درویا له دې تصمیم څخه ډېر خوشحاله شوم . نا وخته شوی و او دهغې پاتېدل راته نور جایز نه ښکارېدل ، نو مخکې تردې چې دشپې تیاره ټوله فضا په خپل غېږکې ونیسي او په غرونو خپلې وزرې خورې کړي . هغه مې دتره ترکوره ورسوله او ژمنه مو سره وکړه چې په دې دوو ورځوکې چې دده دتره کورنۍ اصفهان ته ځي بیا سره ووینو ، هغه دامهال چې دلنډې او موقتې مودې لپاره یو له بله بېلېدو، هغه د ودانۍ پرلور لاړه ، کومه چې دده دتره کور سره نږدې وه هغې خدای په اماني وکړه او لاړه ، زه په داسې حال کې چې دهغې تلل مې څارل ترډېره هملته ودرېدم او هغې همداسې مسلسل دخدای په امانۍ په توګه لاسونه ښورول او وروسته ترهغې دخپل دتره کور په وره ورننوته ، میلمستون ته ولاړم او درویا له ناڅاپی لیدو څخه ډېر خوشحاله وم ، هیله مې درلوده چې درویا دتره کورنۍ له تګ وروسته یو څو ورځې یو ځای له هغې سره په شېراز کې تېرې کړم او دخپلې ګاندې په هکله یوه مخپتیينه وکړم او ......خودڅو لنډو ، لنډو لیدنووروسته یوه ورځ رویا راته وویل چې دتره کورنۍ یې ټول اصفهان ته ولاړل او دا دخپل یو ډبل پېرړ تره سره د ډېر ارام په پلمه ستنه شوې ده.
په کومه شپه چې درویا تره هم ولاړ ما او رویا سره یوه ناسته درلوده ، رویا راته وویل چې دابه په یو ډول نه یو ډول خپل پېرړ تره راضي کړي چې ددې او بهمن ملګرتیا باندې غلطه اشتباه ونکړي او دوی دڅو ورځو لپاره پرېږدي چې دښارڅخه بهر په یوه ښکلي ، هوا داره او منظره لرونکي ولسوالۍ کې دپام غلطېدو لپاره وخت تېرکړي .
دا کار وشو او درویا تره وروسته تر ډېرو زاریو ومنله ، بله ورځ زه او رویا دښارپه پنځلس کیلومترۍ کې دښاره څخه بهر دیوې شانداره او مزې داره ولسوالۍ په موټر کې کښېناستو او دهماغه ځای پرلور مو حرکت وکړ .څوشېبې چې زه اورویا سره څنګ په څنګ ناست وو،موټردشېراز ښارڅخه دټاکلي واټن پرلورحرکت وکړ ،داځل رویاترهرځل ښه اوښایسته ښکاریده .
دموټر دشیشو له درزڅخه چې کوم پوست اومزیداره بادراتلودرویا ویښتانوته یې ښکلا ورکوله ،اولکه ګل یې خوشبویې نوره هم زیاتېده ،هغې غلې غلې دسړک دواړو خواوته دالله تعالی ،طبعي مناظرو ته کتل چې په څومره مهارت سره یې تخلیق کړی وې .
په دغو طبعي مناظرو ،غرو،رغونو اودښتو کې خلک دخپل روښانه راتلونکي لپاره په بېلابېلا کارونو بوخت ول ،ښځواوسړو څنګ په څنګ کارکاوه ،شپنو هم خپلې رمې دغرو په لمنو کې دڅرولو په موخې خوشې کړې وې او دوی په ارام د ونې سیوري ته ناست وو اوخپلې نښې یې ویشتلې ،رویا دخدای دې عجیبه اوښکلي نظام ته په سوچ تللې وه او هر لوري ته یې ښه په ځیر ځیر کتل ،په دې وخت کې یې مخ زماپرلور راواړوه اوویې ویل :رښتیا داخلک څومره نېکمرغه دي ،دوی په دوستۍ او صمیمیت سره خپل کارونه پرمخ بیایي ،مینه کوي او په پاکۍ ،ساده ګۍ اوخلوص سره خپل ژوند کوي .
ددوی به زړه کې دچل ،دوکې ، حسد او کینې هېڅ نښې نه لیدل کېږي ،هرڅه چې لري اودي په ظاهراوباطن دواړه یوشان دي.
نوکه خویندې اولورانې يې مینه وکړي لیونۍ دي په ریښتیني،حقیقي اوپاک زړه لیونۍ خوکه هلکان یې مینه وکړي نوترابده به په خپلو مینوکې وفاداره پاتیږي ،څنګه ،همداسې نده ؟ دسرپه ښورولو مې دهغې خبره تائید کړه دڅوشېبولپاره بیاهم مااوهغې چوپتیاغوره کړه خوپه موټرکې دننه غوغا اوهاها وه دهلکانو اونجونو ،زوړاووړټولو یواوبل سره خبرې کولې !
هریودیوې سکالوپه اړه خبرې کولې اوکله کله دا خبرې به دومره تېزې اواوچته شوې چې خلکو به ګومان کاوه چې ګواکې نښته یا دعوه ده خوحقیقت داسې نه ؤبلکې دا سورې اوهاها دهغوخوږواوترخو خاطرووچې پخوا تېرې شوې وې اواوس یې دخپلو ملګروپه منځ کې یادولې .
زه اورویا په خپلومنځوکې یودبل په لیدلوبوخت وو اوداسې موانګېرله چې هرګوره هېڅوک نه وینو ،رویا کراره ناسته وه اوګومان یې کاوه چې زه دهغې له لیدلو څخه خونداخلم دهغې څېره په هغه وخت کې دومره ښایسته اومعصومه شوې وه چې زما ژبه یې له ستاینې نه ګونګه شوې وه اوپه هغه څېر مې نه شوه ستایلای ،زړه مې بې اختیاره درزیده ،هغه مې دیوې پرښتې په څېرلیدله چې غیردمینې ،پاکۍ ،او وفادارۍ بل توکى يې په څېره کې نه برېښېده .
رویایوه پرښته وه پاک لمنې اومعصومه چې په سترګو کې یې له ورایه سحراوجادو نغښتی وه اومااحساس کاوه چې بویه ددې پرښتې قدروپېژنم .
په همدې سوچونو کې ورک وم چې دموټر بریک له خیالي نړۍ راپه خودکړم اوویې ویل خپل ټاکلي ځای ته ورسیدو،دا ډیرښایسته اوسینګارشوی ځاى وو،کله چې له موټره راښکته شو دکلي واړه ماشومان چې نجونې اوهلکان ول اودمیوډکې ټوکرۍ یې پرسروې زمونږ دښه راغلاست په موخه راغلل ،دموټرخواوشا کې عجیبه هاها اوغوغا جوړه شوه ما دیوه کلیوال ماشوم څخه میوه واخیسته او رویایوسورګل دیوې کلیوالې نجلۍ څخه دډالۍ په توګه واخیست ما رویا ته میوه ورکړه اوهغې راته هغه ګل راکړ ،ورسته چې مو یوبل ته لاس ورکړ دخلکو له منځه ووتو اودکلي دکورونو پر لورچې دموټر له تم ځای نه لږلیرې ول روان شو ،کله چې کلي ته ورسېدودخلکو په لارښوونه دکلي ملک ( وکیل ) کره ورغلو ،ځان مو ورته دښځې اومېړه په نامه ور وپېژندل اودا پلمه مو ورته وکړه چې دعسل ( رخصتۍ ) میاشتې لپاره راغلي یو ، دکلي ملک ته مو وویل چې موږدلته دیوڅوشپواو ورځو تېرو لو لپاره راغلي یو ،دکلي ملک هم په پراخه ټنډه ومنله اودکلي یوې اویا کلنې ښځې کره چې یوه خونه یې دکراه لپاره درلوده بوتلواوهغه خونه یې راته په کرایه راکړه اوددې ترڅنګ یې په زړې بوډۍ ټینګارهم وکړچې زموږ ښه پالنه اوسمبالنه وکړي ، بوډۍ چې په ملاهم کړوپه شوې وه له موږ څخه ښه پالنه وکړه اوهغه خونه چې دکورسره یې نږدې وه زموږپه واک کې راکړه ،دبوډۍ یوه بیداره اوژوندۍ ښځه وه مننه موورځنې وکړه ، لکه څنګه چې غرمه نږدې شوې وه نو رویاهم یوه نیم خامه هګۍ راپخه کړه اوپه ګډه موډوډۍ وخوړله ، رویالږه ستړې شوې هم وه نودواړه بیده شوو.
مازیګرپرمهال دکلي ښایسته ،اوپسول شوي غرونوته دچکرلپاره لاړو آسمان صاف اوشین ؤ،لمرخپلې وروستۍ آتشینې وړانګې دغروشاته پټولې غرونه دپسرلي په شنوپوښل شوي وو اولمنې يې دطبعي ګلانو څخه ډکې وې .
مااوهغې دخپل سري راشنه شویوګلانو په منځ کې په قدم وهلوپيل وکړاو د سحرایي ګلانوپه منځ کې بې له کومې وېرې دخوندونوپه نړۍ کې روان وو،په لاره کې به چې هغې کوم سورسحرایي ګل ولیدهغه به یې له بوټي راوشکاوه اوماته به یې په ډېره مینه راکړ مابه هم هغه ګلان چې زمامحبوبې راکول ګېډۍ کول ،دسحرابېلابېل اورنګارنګ ګلان موسره ټول کړل اوهمداسې روان و څویوه لښتي ته ورسېدوچې ګردچاپېره ځنې ونې ولاړې وې،موږهم په ډېرې مینې اوتلواردیوې ونې لاندې ودرېدو ! زموږخواوشاسره سپین ،زیړ او... سحرایي ګلان غوړېدلي ول ،اوبه هم په یوه تنګ ځای کې یوه سندریزه فضاجوړوله ، اویوخاص موسیقیت یې دې سیمې ته وربخښلې وو .
اسمان هم خپل رنګ لږلږ کماوه اودورځې واکمني یې شپې ته سپارله ،دوه کوترې چې یوه سپینه اوبله توره وه دپروازپه حال کې وې ،مادطبیعت دښکلا نه خوند اخیسته اوکه رښتیاووایم نوتراغیزې لاندې یې هم راغلی وم ،رویا چې ډېروخت را څخه ليرې وه ، خواته مې رانږدې کړه ، په غېږکې مې ټینګه کړه اوښه خوندوره بیچو(مچو) مې ترې واخیسته.هغې ددې مچو پروړاندې چوپتیا غوره کړه او څو شېبې ورسته یې موسکا پر شونډو خوره شوه اوزما سترګوته یې وکتل .
یوځل مې بیا هغه په غېږکې ټینګه کړه اوشونډې مې دهغې پرشونډوکېښودې ،داځل لکه څوک چې دخُمار له اکره راوتی وي،لا سونه یې زماتر غاړې حلقه کړل اوخپلې ګرمې ،شرابي شونډې یې زماپه شونډوکې کېښودې .
دهرې مچوسره مودمینې لمبې لاپسې زیاتېدې او څوشېبې وروسته مې په بشپړه توګه دهغې دبدن ګرمي احساس کوله ،هغې لکه څانګې ، د ونې په خوا کې خپل سر زماپرولي ایښی ؤ،اوویښتان یې زماپرمخ لکه ملهم ،ورو ورو مږل .
په دې حال کې چې زموږ مچوګانې پرله پسې یودبل شونډې ښکلولې ،دې په لړزېدلي اواز وویل :((وېرېږم بهمنه ... وېرېږم ...))
ومې ویل : دڅه شي څخه ؟))
ځواب یې رانکړ ،لاسونه مې له ملا څخه یې خلاص شول ،سره ګلان دځمکې پر مخ ولوېدل هغې وژړل ،فکر مې وکړ چې زما دکړنې (کار) څخه لکه چې خپه شوې ده په همدې دلیل مې په غېږکې ټینګه کړه اودبخښنې په غوښتو سربېره مې ورته وویل چې مینه درسره کوم او دخپل ناڅاپي کړنې بیا هم بخښنه غواړم ،په خدای مې ورته قسم یاد کړ چې مینه ورسره لرم ،هغې په داسې حال کې چې داوښکو ډکې سترګې زما پرلور راواړولې او یوې خوندورې موسکا یې شونډوته دګلانوڅېره ورکړه زماپه ځواب کې یې وویل :
بهمنه زه هم قسم کوم که چېرې له مرګ سل کاله وروسته مې قبر وسپړې او زړه مې شته وي نو وبه ګورې چې پرې لیکلي یې دي يوازې له تا سره مینه کوم
په داسې حال کې چې دتل لپاره به زموږمینه ژوندۍ وي اودواړه به خپل قسم په یاد ساتو او وفاداربه يې اوسو .
كه څه هم زه هېڅكله تردې دمه دخپلې مینې څخه نه یم غافل شوی اوتر څو چې ژوندی یم وفاداربه يې اوسم .
په دې نه هېریدونکو شېبو کې دڅه مودې لپاره زه اوهغه دواړه د ونې لاندې ولاړ وو او ورسته په داسې حال کې چې څوبېلابېل ډولونه ګلان موسره راټول کړي ول دکلي پرلورروان شو دلارې په منځ کې داسې یو ځای ته ورسېدو چې غرونه سره غاړه غړۍ شوي ول اوغږپکې منعکس کېده اوبېرته اورېدل کېد ه په دې ځای کې زه هم د رویا په غوښتنه ودرېدم او هغې چې سترګې زما په سترګو کې خښې کړې ،نارې کړې :
بهمنه مینه درسره کوم ....غږ په غرونوکې تاوراتاو شواوبېرته زموږ غوږوته را ور سېد ،په ځواب کې یې ما هم په چیغووویل :
( زه هم تاستایم ،اوحاضریم چې ځان ....)
لاسونه یې زما پر شونډوکېښودل اوپرې نښودم چې خپله خبره بشپړه کړم .په دې وخت کې مې خبره په غرونو کې وڅرخېده اوواپس منعکس شوه .
وروسته له دې چې زموږ دخندا کټهارټول غرونه محاصره کړي ول بېرته دخپلې خونې پر لور روان شو،له نیم ساعت مزل وروسته خپلې اجاره کړې خونې ته ور سیدو دخونې وره سره مو بوډۍ ښځه ولاړه وه اوښه تود هرکلې یي بیا هم وکړ د شپې ډوډۍ لپاره یې ډېرښایسته اوخوندور کلیوال ماسته راکړل له هغې مومننه وکړه اوخپلې خونې ته ننوتو او وروسته له ماښامي چې رویا راتیارکړی و،په خبرو موپیل وکړ،په هماغه نه هېرېدونکوشېبوکې چې موږدواړه یوځای وو ما ځان نړۍ کې دځمکې پرمخ نېکمرغه احساس کاوه ،په هغه نه هېرېدونکو او زرتېرېدونکو شېبوکې چې موږدواړه سره یوځای وو رویا څوڅوځلې قسم وكړ چې دزړه له تله را سره مینه لري اومادهغې دمینې پروړاندې ځان نا چاراوذلیل احساساوه ،که رښتیا ووایم دهغې دمینې څرګندولوپر وړاندې ما هېځ نه درلودل ،چې ورته مې بیان کړې وای ،غیرله دې چې عملي مې ورته ښودلې وای چې زه هم ورسره دزړه له کومې مینه کوم .
هغه شپه ما اوهغې دخپلې مینې په اړه په ساعتونو خبرې وکړې ،نږدې دشپې دولس بحې وي چې دیوې ښایسته اونه هېرېدونکې ورځ په یاد مودخوب ځایو نو پرلوري چې رویا تیارکړي ول ولاړو څوشېبې وروسته دسپوږمۍ په رڼاکې چې د رویا بدن ته یي یوډول ځانګړې ښکلاورکوله زما غېږکې پرېوته او ویې ویل :(آه ، زما ښایسته ګله ،زما بهمنه ،زما دژوند هیلې اوامیده ،زما ګرانه اومحبوبه ....)
بې له دې چې کومه ګناه یا خطا وکړوترسهاره یودبل به غېږکې لکه دوه صمیمې ملګري په خواږه خوب ویده شو.


اووم څپرکی

وخت په تېزۍ تېرېدو،ما او رویا په ښکلي اوسینګارشوي کلې کې دخوښۍ شپې اوورځې سبا کولې ،هره ورځ به چکر،تفریح اوآس څغلولوته تللواودشپې به خپلې كرایه شوې خونې ته تللواوارام خوب به موکاوه ،ما اوهغه دواړه چې سره یوځای وو اوشپې او ورځې مو په خوښۍ تېرولې لذت وړ،خوله بلې خوستونزه داوچې هم ما اوهم رویا سره پیسې مخ په خلاصېدو وې اوستونزمنه خولاداچې درویا تره او کورنۍ بېرته په دې نږدیوورځوکې له اصفهان ځخه شېرازته راتلل ،پایله داشوه چې یوه شپه ما اورویا تصمیم ونیوچې سبا سهار به په خېر سره شېرازته ولاړ شو،زه چې څنګه شېرازته ولاړم نوله هغه ځایه به تهران ته ولاړشم اوځانته به دځه کار ، او روزګارغم وکړم ،اوخپل ویجاړ شوی ژوند به بېرته راجوړکړم او رویابه هم دغه حال خپل تره ته واي څوتره يې دپلارسره خبرې وکړي اوپلاریې راضي کړي چې موږ دواړه دهغوی په خوښې اومشوره واده وکړو.
دهمدې مخپتینې پربنسټ موسبا دکلی له ملک ،سپین سرې بوډۍ ، او ټو لو هغو کلیوالواونوروخلکوسره چې په دې څوشپوورځوکې يې له موږ سره ملګري شوي ول ،خدای په امانې وکړه اودشېرازښارپرلورموحرکت اوچې كله ورسېدو نو رویا دخپل تره کره ولاړه اوژمنه مووکړه چې سبابه په خیرسره ووینو،به کومه لیدنه کې چې سبا ما اورویا سره درلوده خپلې ټولې وروستۍ خبرې مې ورته وکړې اوومې پتيیله چې زه به تهران ته ولاړشم ځانته به یومناسب اوښایسته کاروګورم ،وروسته له هغې به راشم اودرویا له پلاره سره به خپله د واده خبره وکړم .
کله چې سره بېلېدو رویا یوځل بیا راغاړې وته اوقسم یي وکړچې هېڅکله به بې وفایي ونکړي ،غیرله مابه بل هېڅ چا سره مینه ونکړي اویوازې مرګ کولای شي چې زموږ په منځ کې بیلوالی راولي،هغه مهال زموږ د دواړوسترګې له اوښکوډکې وې یو له بل څخه جلا شواودراتلونکي لیدنې پرېکړه موپه تهران کې وټاکله .دیوې نړۍ هیلواوغوښتنوسره او د رویا له هغې مینې سره چې دم ګړۍ رایادېده دشېراز د شپې موټروپه یوه موټرکې کښېناستم اوتهران ته ولاړم کله چې ورسېدم نو نږدې سهار و لومړی خو مې زړه و چې دحمید دوی کره ولاړ شم خو چې کله مې له ځانه سره سوچ وکړ ، نو دا راته ښه ونه اېسېده ځکه زه دحمید پور وړی وم ، او ما سره هېڅ پیسې هم نه وې ، نو له ځان سره مې هوډ وکړ چې ترڅو مې همدلته ځانته یو مناسب کار نه وي پیدا کړی دحمید کورته نه ورځم ، ځکه اوس څه بل ډول ګومان ونکړي نو همدا لامل و چې ترو ( راساً) درمیلمستون پرلور ورغلم او یوه خونه مې په کې اجاره کړه ، سبا ورځ چې راته کوم ځای معلوم و اوڅوك مې پېژندل ټولوته ورغلم خو له ټولو ناهیلې راغلم او بېرته مې په میلمستون کې ستړي اوستومانه واړول ، څو ورځې همداسې سرګردانه او لالهانده دکار پسې وګرځېدم ، هر دفتر ته به چې ولاړم غیر دمنفي مې بل ځواب نه اورېده ، اوس مې نو کار داو چې هره ورځ به مې داعلاناتو د ورځپاڼې لومړي کالمونه لوستل چې چېرته او کوم دفتر څوک جذبوي ، کله به مې چې دکوم دفتر اعلان ولید نوسمدستي به مې ځان ور ورساوه خو له بده مرغه هلته هم دپېژندګلوۍ ناروغي وه یانې خبر به شوم چې ددفتر رئیس صاحب دلته دخپل یارانو او دوستانو ، زامن ، لوریانې یا دهغوی کوم بل څوک جذب کړي دي او زموږ بست نوربشپړ شوی دی !
په پایله کې دمجبورې ورځې دحمید کورته ورغلم ، حمید زما په لیدلو ډېر خوښ شو ماهم ورته دخپل راتګ څخه تردې دمه ټول حال ووایو ، پوه شو چې له یوې خوابې کاره یم او له بلې خو ا پیسې نلرم نو ولاړ او له پلار څخه يې څه روپۍ دخپلې اړتیا په نامه واخیستې او ټولې یې ماته راکړې او ټینګار یې راباندې وکړ چې دستونزو پروړاندې ودرېږم ، څو یو مناسب او ښه کارپیدا کړم له هغه مې مننه وکړه او دخپل میلمستون پته مې ورکړه ، نږدې یوه میاشت کار پسې وګرځېدم او ډېر کوښښ مې وکړ چې یو مناسب کار ځان ته پیدا کړم او درویا پسې په مرکه ولاړشم خو بیا هم له بده مرغه چې بریالی شوم .
یوه ورځ چې ډېرخپه په میلمستون کې ناست وم ، حمید راغی او یو لیک یې راکړ چې رویا د ده دکور په پته ماته را استولی و ، خو حمید ډېر مهم کار درلوده نو له ما څخه یې اجازه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې بیا هم زما لیدو ته راشي ، دحمید له تللو ووروسته ما په بيړه درویا لیک راخلاص کړ او په لوستلو مې پیل وکړ خو دهرې کرښې په لوستلو مې دسترګو دید پسې کمېدو او نږدې و چې په ټپه کښینم ، کله مې چې لیک بشپړ کړ نو ومې ویل نه ، باور نه کوم ، هغه څه چې مې لوستي دي حقیقت وي . هرو مرو یې رویا د دې لیک لیکلو ته اړکړې ده !
خو نه ، دا د رویا لیک و ، مګر رویا خو قسم کړی و چې ترابده به زما سره مینه کوي رویا خو به تل دمینې او صمیمت خبرې کولې ، نو څنګه یې ټولو شیانوته دپای ټکې کېښود او ټول هغه څه او اړیکې چې زما او ددې ترمنځ وي سره ویې شکولې . شاید ددې لیک یوه موخه به داهم وه چې زه د رویا دوی کورته په مرکه ورنشم په هرحال ددې خبرې دسپیناوي او مشورې لپاره دحمید کورته ورغلم ، دلیک ټول متن مې ورته شفاهي ووایه او هیله مې ترې وکړه چې يوه دحل لاره راته وښايې او په دې هکله راسره مرسته وکړي نو لکه څنګه چې درویا دتره دکور ټیلیفون نمره راسره وه نو دحمید څخه مې هیله وکړه چې خور یې هم له موږ سره لاړشي . څو یو ولسي ټیليفونځي ( P.C.O ) څخه ورته ټیليفون وکړي او رویا ټیليفون ته راوغواړي او څنګه چې رویا غوږی واخیست نو ټیليفون ماته راکړي چې زه په خپله ورسره خبرې وکړم او حقیقت معلوم کړم .
حمیدښه کلکه ژمنه وکړه او ټول جریان یې خپل خورته ووایه او وروسته درې واړه ديوولسي ټیليفونځي پرلور روان شو ، ماشېرازته زنګ وواهه ، کله چې درویا دتره په کور کې چا غوږۍ پورته کړ نو ما سمدستي غوږۍ دحمید خورته ورکړ دحمید خور درویا پوښتنه وکړه او ټینګاریې وکړ چې غوږۍ رویا ته ورکړي ، خو مخامخ (مقابل ) لورې وویل چې رویا له خپل نامزد سره دواده سامانونو داخیستلو لپاره تللې ده او شونتیا لري چې ډېره وځنډېږي .
کله مې چې داخبره واورېده نو نږدې وچې په چيغو چيغو وژاړم ، اوس مې نو باوروکړ چې دالیک پخپله رویا لیکلی و ، په همدې دلیل حمیداوخوریې ډېر ټینګار وکړ چې دهغوی کره ولاړشم ، خو دهغوی څخه مې بخښنه وغوښته او وروسته تردې مې ورسره خدای په اماني وکړه او په ډېرکرغېړن اکر له هغه ځایه دمیلمستون پرلور راروان شوم ، کله چې میلمستون ته راورسېدم نو درویا لیک مې یو ځل بیا پرانیست او په لوستلو مې پیل وکړ ، رویا په دې لیک کې داسې لیکلي ول :
(( زما ګرانه بهمنه !
سلام ګرانه ، یوه میاشت زما او ستا دلېدنې څخه تېره شوه ، خو تا بیا هم دخپلې کړې ژمنې په خلاف زما پوښتنه ونکړه او یو ځل مې هم پوښتنې ته رانغلې . زما سترګې تل منتظرې وې او ستا لیارې یې څارلې ، خو تا بیا هم هغه ددغې کړاو څخه ونه ژغورلې ، رښتیا چې یوه میاشت ډېر وخت دی چې دانسان په ژوند کې بدلونونه راولي ، ته بویه زما دژوند په اړه ډېر ځير واوسي او زماژوندته ډېره پاملرنه وکړې په د ې دومره وخت کې زما پلار ارام ناست دی او زما دژوند په هکله بېلابېلې مخپتیينې کوي چې له بده مرغه ستا ډېر ځنډېدل لامل شول چې زه دهغه دغوښتنو څخه یوې غوښتنې ته تن کېږدم .
زما ګرانه بهمنه ، ممکن دا زما وروستی لیک وي چې تاته یې دراستوم ، خو له تا څخه هیله کوم ، پرځای ددې چې له ما څخه کرکه وکړې دا لیک ، زموږ دمینې دوروستۍ خاطرې په څېر له ځان سره کلک وساته ، په هرحال دا تا پورې اړه لري چې څه پرې کوي . که نه غواړي چې ویې ساتې ، نو ویې شکوه ، ویې سوزوه او هرڅه چې دې زړه غواړي هماغه چم پرې وکړه .
زما دزړه سره ،زه چې اوس دالیک تاته لیکم نو شپه له نېمې تېره ده ، یوه ډېره توره او تیاره شپه او شاید خطرناکه هم !
ښه پوهېږم چې په دې دومره اوږده مهالي واټن کې تا زمالپاره ډېر بې خرته کارونه کړي دي او شاید یوه شپه هم زما له کبله په ارامه او اوسیله ویده شوې نه اوسي خو اوس چې دالیک لیکم هیله کوم چې نازکې او ښایسته سترګې دې هرګوره په ګلورین خوب وېدې شوي وي .
څومره درسره مینه کوم ، حتی دومره مینه درسره کوم چې اټکل یې هم نشم کولای ډېرمې زړه غوښتل چې یوځل بیا تا وګورم او هغه څارونکو سترګوته ووایم چې نور زما څار ونکړي ځکه نن شپه چې دمیاشتې وروستۍ شپه هم ده هرڅه پای ته رسېدلي دي .
نن شپه ترټولو شپو هم توره او هم تیاره ده ، رښتیا نن شپه نهه ویشتمه شپه ده او سپوږمۍ هم له اسمان څخه مروره شوې او تللې ده . خو سهار سهار چې لمر بیا خپلې زرینې وړانګې خوروي او خلک بیا خپل کار له سره پیلوي نوره به دلته نه یم .
رښتیا زه نور نشم کوای چې دلته پاتې شم ! زه اوس په زوره داحمد چنغله ( نامزد ) شوې یم ، لکه څنګه چې پخپله هم ښه پوهېږې چې زما دلیوالتیا په خلاف داکار شوی دی ، اواحمدچې له هرډول مهارت او مکارۍ څخه چې کاراخیستی زما پلاریې راځي کړی . او ته یې دیوه بدمرغه او بدفعله سړي په توګه ورته پېژندلی یې او وروسته له هغې یې په خپله ګړنه ( اصطلاح ) زه ددې لپاره چې ژغورل شوی واوسم او ژوند مې له تباهۍ نه بچ شوی وي خپله کړې یم ......
پلار مې چې هم یو بدمرغه او ځان غوښتونکى سړی دی ، داحمد خبرې يې منلي او بې له دې چې دخبرې سپیناوى وکړي زه مجبوره کړم چې داحمد سره ګډ ژوند پیل کړم او ټاکل شوې چې په دې نږدې راتلونکې کې سره واده وکړو .
زما ګرانه بهمنه ، له بده مرغه باید ووایم چې داڅو ورځې کېږي چې ماداحمد په وسیله خپل تېر عمل ( پوډر ) له سره پیل کړل ، زه اوس یو ځل بیا بده او چټلې نجلۍ شوی یم او ستا په څېر دیوه پاک او سپېڅلي انسان هېڅ کله ښځه کېدای نشم ، زه اوس فاسده یم او باید لکه احمد دفاسدانو او پلیتو خلکو سره واوسم ، پلارمې په دې خبره چې زه به داحمد سره واده وکړ م ډېر خوشحاله دی ، ځکه احمد پېژندل شوی دی . هرڅه ورسره دي ، پیسي لري ، دشهرت څښتن دی ، او بالاخره موټرې او نور توکي لري او زما پلار هم ددې پیسوپسې نه ګرځي چې دایې له کومه کړي او آیا دحلالۍ لارې یې ګټلي او که له حرامې ، هغه ته یوازې پیسې ارزښت لري او بس !
اصلاٌ هغه نه غواړي چې دانسان باطن وګوري یوازې دظاهر پسې یې ګرځي او داحمد په څېر هلکان چې دده زومان شي نوهغه خو پرځای پرېږده خو افسوس دا چې زما پلارهېڅ کله ماته ونه کتل او څه یې چې زړه غوښتل هماغه یې وکړل چې ښه بېلګه یې دادی نننۍ ورځ ده چې دخپلو غوښتنو لپاره یې زما ژوند قربان کړ .
زماپلار له دې پیوستون څخه ډېر خوشحاله دی ، او داحمد پشې شاه هم دهغه دموټرو مال ، دولت ، نفوز ، او نورو شیانو په اړه خبرې کوي ، دهغه پاملرنه یوازې همدې توکوته ده . خو دانه ګوري چې احمد څومره پست او بې شخصیته انسان دی چې په دې اړه داحمد په ارې څېرې راسپړلو کې زما زیارونه هم عبث شول او زما چیغو او کوکارو زما دپلار په زړه باندې زره اغیزه هم ونکړه ، او هماغه خپله رنډه ( ضد ) یې ټینګ کړی دی او غواړي چې زه او احمد سره واده وکړو . شاید ډېر مور وپلار همداسې وي ، هغوی فکر کوي چې نېکمرغي او خوشحالي یوازې په پیسو او دولت کې ده ، دداسې مور وپلار لپاره هېڅ کله دا ارزښت نلري چې دغه پیسې له کومې لارې لاس ته راځي آیا حلالې دي او که حرامې ، هغوی حتیٰ خپلې پېغلې خویندې او لوڼې زړو سړوته هم دپیسو پروړاندې ورکوي او که ساده یې ووایم نو خپل اولاد او دزړه ټوټې دپیسو پروړاندې پلوري او په دې اړه هېڅ کله سوچ هم نه کوي چې زموږ دلورانو ګانده به څنګه وي ؟ !
زه هم ددغو غلطو او احمقانه فکرونو قرباني یم چې مورپلار مې دخپلو غوښتنو قرباني کړې یم .
احمد زه ګواښلې یم چې څومره ژر کېدای شي دغه ښارپرېږدو ، ځکه هغه زما اوستا په هکله په هرڅه پوهېږي ، نوددې لپاره چې کومه ستونزه ورته پیدا نشي ، غواړي چې موږ چېرې لرې ددې ښاره څخه ولاړ شو او هلته ښه په ټنګ ټونګ خپل واده ونمانځو .
بهمنه ، له تا څخه په ډېر درنښت هیله کوم چې ددې سکالو پروړاندې کلک او غلط غبرګون ښکاره نکړې ، ځکه زه نور واقعاً ستا په ښه نه راځم او ددې لپاه چې زه بیا هم په پوډرو روږدې شوې یم نو ته هم داځل زما ددرملنې توان نلرې نو هیله کوم چې ما هېره کړې او رښتیا احمد هم داکار په قصدي توګه کړی دی ، ځکه چې زه یې تل په پنجوکې محاصره اوسم او بیا هم له تا څخه هیله کوم هغه کوم رحم ، زړورتوب او ځواني چې ستا په وجود کې ده دهمغې له مخې ما وبخښې او ما دتل لپاره هېره کړﺉ . سبا به زه او احمد زما دخاطرو له ښار څخه کډه وکړو خو زما زړه به همدلته پاتې وي. ځکه یوه نجلۍ یو زړه لري او کله چې هغه چاته ورکړي نو غیر له هغې هېڅ کله هغه بل چاته نشي ورکولای .
زما په اړه خو همداسې دى . زما ګرانه بهمنه ، زما مینې او هیلې ، له تا څخه هیله کوم پرځای ددې چې اوښکې تویې کړي ، خپل زړه ته غم ورکړې او په غوسه شې کوښښ وکړه چې ما هېره کړې . او زما لکه دغره په څېر عظیمه ګناه راته معاف کړې ، البته یوازې همد ا یوه غوښتنه زما نه ده بلکې بله غوښتنه هم شته هیله لرم چې زموږ دپاکې او رښتینې مینې په پار ورته داحترام په سترګه وګورﺉ ، او زما دګناه کارې ، ناولې او پلتي نجلۍ چې په خپلو ګناهونو کې به سوځم او کېدای شي په همدې ګناهونوکې مړه هم شم ، هيله ومنې ٌ!
زما ګرانه دالیک به هغه وخت تاته در رسېږي چې زه به نور ستاپه څنګ کې نه یم او ته به ما همداسې سر په سر ښکنځې او لعنت به راباندې وایې ، تل به مې له بې وفایۍ او دغه ناکاره کړنو خبرې کوې، خبرې څه چې اوښکې به هم لکه سیلاب تویيوې ! خو دزړه سره : ته بویه هېڅکله اوښکې تویې نکړې ، وخانده ، دومره وخانده ، چې ټول غمونه دې په خنداکې ورک شي .
وروسته له هغې ماسره ژمنه وکړه ، که چېرې دې په کومې نجلۍ سترګې خوږې شوې او دزړه مراندې دې ورسره وګنډل شوې نو په رښتینې او حقیقي توګه ورسره مینه وکړه ،دومره مینه چې زه دې بیخې هېره شم !
دا دیوې مظلومې نجلۍ عاجزانه غوښتنه ده چې دژوند تروروستۍ شېبو پورې یې درسره مینه کوله .
بهمنه ! زه هغه وخت ستا له مینې خبره شوم او پرې پوه شوم چې زما زړه نور مړو او خپله مې هم په فساد کې ډوبه شوې وم ، نو په همدې وخت کې و چې زه په یوې نوې سکالو پوه شوم ، او ډېر زیات تعب مې وکړ ، له هغې حقیقت څخه خبره شوم چې تا له ما څخه پټ کړی و او زه چې کله ترې خبره شوم نو په خپل ځای کې همداسې وچه شوم او له ډېر هیجان اوستاله قربانۍ نه په ژړا شوم چې حتی لکه باد چې پاڼه رپوي ورسره رپېدم هم ، خوستا له نیت او خلوص څخه بویه دهمداسې کارونو تمه وكړو ! نه پوهېږم په کومه ژبه او په څه ډول له تا څخه مننه وکړم ، ددې لپاه چې زما ددرملو له کبله دې پوره یو کال په جېل کې تېر کړ او دغلا په نامه هغه دروند او وزمین پیټی دې په خپلو ولو واخیست خو هېڅ کله دې ونه غوښتل چې زما ابرو او عزت برباد شي .
زه نه پوهېږم چې څنګه ستا داډول مینه او قرباني جبران کړم ، هېڅ نپوهېږم چې څنګه ؟ هېڅ کار هم نشم کولای غیر له دې چې ستا مېړانې ، مینې او انسانیت او سړي توب ته په کراتو کراتو آفرین ووایم، او اوس چې تا نشم لیدلای نو مجبوره یم چې ستا انځور ( عکس ) ته په ګونډو شم او لکه مار اوښکې پسې تویې کړم.
تا هرڅه حتی ، کورنۍ ، کار، ابرو ، عزت او ....نادیده ونیول ، هرڅومره ملامتي تورونه اوپړې دې په سرواخیستې او زما درملنه دې وکړه ، خو زه دې ددې دومره کارونو پروړاندې څه کولای شم ، هېڅ ، بس یوازې هېڅ !
رښتیا دامهال زما ژبه بنده شوېده زړه مې مړ شوی دی او روح مې هم نه پوهېږم چې څه پرې شوی دی . نورمې سترګې دکاغذ پرمخ کرښې نه وینې او لاسونه مې هم دلیکلو توان نلري ، اوښکې مې نورنه پرېږدي چې خپل لیک وغځوم .
اوه ، زما خدایه نور دخپل زړه درزا اورم ، وینه مې بدن کې وچه شوېده ، لاسو او پښو مې کار پریښی دی .
ستا دښایسته سترګو سره نوره خدای به اماني کوم ، اوښکې تويیوم ، او بیا هم هیله کوم چې ما وبخښه ، زه یوازې ستا څخه بخښنه غواړم !
هیله منه یم ، چې دګاندې مینه او ژوند کې دې خوشحاله واوسې ، دومره خوښ او خوشحاله چې خپل تېر ژوند دې هېر شي چې ګوندې تا هم ((رویا ))په نامه دکومې نجلۍ سره مینه کوله .
په دې توګه له تا سره دتل لپاره خدای په اماني کوم او هیله لرم چې په خپلو کارونو کې بریالی واوسې ، هغه څوکه چې دژوند ترپایه پورې تانه هېروي او دتل لپاره تاسره مینه کوي ، ستا رویا . ))
درویادلیک له پرله پسې لوستلو څخه نږدې ول چې لیونی شم خو یوازې مې په اوښکو بسنه کوله او لکه څنګه چې ډېر ناکراره وم له میلمستون څخه بهر راووتم دساقي خانې پرلور چې دمیلمستون سره نږدې وه روان شوم او ښه ډېر شراب مې وڅښل ، وروسته له هغې بې له دې چې کومه موخه ولرم او یا چېرته کارولرم په کوڅو سرشوم ، په یوې او بلې کوڅې کې ګرځېدم .
زما دژوند بربادي له همدغه ځایه پیل شوه ، اوس نو زما ژوند رنګ نه درلود او نور نو دیو ښه او مناسب کارپسې نه ګرځېدم ،هرډول کاربه چې په مخه راغی دخپلو شرابو داخیستلو لپاره به مې کاوه ، حتی موټرې به مې هم وینځلې ځکه چې پسې لاس ته راوړم .
کومې پیسې مې چې ددې لارې لاس ته راوړلې په هغې به مې هره شپه شراب څښل او ساقي خانوکې به ورپسې ګرځېدم ما دځان سره تصمیم نیولی و چې ځان تباه او برباد کړم ، او زما دبربادۍ لپاره ترټولو ښه لاره همدا وه .
شپه او ورځ به مې دخپل غم دليرې کیدلو به پار دومره شراب څښل چې حتی نور به ګنګس او مست شوم او لږې شېبى لپاره به دشرابو په زور هرڅه رانه هېر شول .
رښتیا هم که دغه کار اومستي نه وای نو پوهېږم چې څنګه به مې ددغې غمونو او رنځونو پروړاندې مې مقاومت کړای وای او څنګه به ددغې غمونو څخه تښتېدلای وای او شاید که ساقي خاني نه وای نوزه به تراوسه دغمونو او رنځونو دلاسه خاورې شوی وم . یوازې دساقي خانو غېږې وې چې دڅو تېرېدونکو شېبو لپاره يې زما هرڅه هېرول ، ځینې شپې خو به مې دومره شراب وڅښل چې خپل واک به مې له لاسه ورکړ او دساقي خانې څخه به دراوتللو پرمهال ددیوالو نو سره ټکر کېدم او هماغسې مست او خوشحاله به مې ځان په راښکودو ، راښکودو یو کونج ته رساوه او هملته به ترسهاره ویده وم ،ددې لپاه چې په کراتو کراتو یې زندان او روغتون ته په همدغې جرم بوتل شوی وم نور نو دهر ځای پازه والو زه پېژندلم او چې چېرته به پروت وم نو چا به راسره کار نه درلود . زه اوس یو بشپړ شرابي شوی وم او یو داسې شرابي چې ګومان مې کاوه که شراب ونه څښم نو مړ به شم ، کله به چې شراب راونه رسېدل نو ډېر بدځان درد او لړزې به پسې واخیستم ، پښې او لاسونو به مې کار پرېښنود ، ژبه به مې وچه شوه ، او ستونې به مې داسې بند ، بند کېده چې ما ویل او س ګواکې مړ کېږم .
هره ورځ به مې تربلې ورځې زیات شراب څښل ، دومره به مې وڅښل چې دخلکو به راباندې زړه خوږېده او همداسې پرله پسې به یې راته نصیحت کاوه چې نور دا فضول او بې ځایه شراب څښل بس کړم.
هغوى به ویل که زه همداسې شراب څښلو ته ادامه ورکړم نو ليرې نه ده چې يوه ورځ دهمدې ساقي خانو په یوه کونج کې همداسې بې کسه او بې وسه مړ شم ! او ما چې یوازې دمرګ غوښتنه درلوده نو خپل کارته مې ادامه ورکوله او هېڅ ډول وېره مې له مرګه څخه نه درلوده ، خو له بده مرغه چې دمرګ هم زه وېر شوی وم او په هېڅ ډول کړنو مې پوښتنې ته نه راتلو .
زه یو جوارګر وم داسې جوارګر چې دخپل ژوند په ( دو ) کې مې هرڅه بایللي ول ، یوازې غرورمې پاتې و . هغه غرور چې دمینې له چینې څخه یې اوبه څښلې . او همدا مینه وه چې ماورته دخپل ژوند څخه هم ډېر ارزښت ورکړی و. عجیبه خو داوه په ساقي خانې کې به چې زه کله دچاسره مخ شوم نو هغوی به هم زما په څېر د ورته ناروغۍ څخه سر ټکاوه او ساعتونو ، ساعتونو به سره ناست وو ، چې په پای کې به موږ ټولو يوځاى دډېر خوږ و او ترخو خاطرو وروسته سره ژړل .
ښه مې یاد دي چې یوه شپه یو ځوان سره مخامخ شوم چې هغه هم په مینه کې ماته خوړلې وه او ماسره یې یوځای شراب وڅښل ،ددې له کبله چې ما ډېر ژړل اواوښکې مې تویيولې نو زما ژړاته ټینګ نشواوخدای په اماني یي وکړه اوولاړ دهغه له تګ وروسته زما ژړا زوره وره شوه ،اودومره کوکارې مې وکړې چې په ساقې خانې کې ټولوناستو کسانو اورېدلې اوپه لوړاواز مې درویا نوم په وار وار تکراراوه اوپرځمکه ،ځمکه مې سرواهه .په دې وخت کې یوه ښځه چې تل یي شراب ځښل اوزما څوکۍ ته مخامخ ناسته وه اوزما دژړا څخه هم اریانه دریانه شوې وه مخ زما پر لور راواړاوه اوویې ویل :
(ملګریه ،زما واوره ،هېڅکله دښځې پسې مه ژاړه )
هغې ته مې وویل ( اخرما خودهغې سره دزړه له کومې مینه کوله ،نشم کولای چې هېره یې کړم ،نشم کولای .)
په تېزۍ سره زما دخبرو په منځ کې راولوېده او ويې ویل :(یوه ښځه که هرڅومره ښایسته حسینه ،زړه راښکوونکې او....اوسي هېڅکله ستا په یوې اوښکې هم نه ارزي ، زما واوره ، دیوې ښځې له کبله هېڅکله اوښکې مه تویيوه او...
خوایا ما کولای شول چې درویا پسې ونه ژاړم ،اوآیا ما کولای شول چې هغه هېره کړم !
نه هېڅکله ،ما نشو کولای چې رویا وېره کړم ،نو همدا لامل و چې دخپل غم غلطولو لپاره به مې شراب څښل .
رښتیا شراب څه ښه شی و د دردمنو لپاره اویاهم زما لپاره ؤ،ما په ځينې شپې دشرابوپه څښلو کې دومره افراط وکړچې نوربه بې هوښه شوم ،دومره شراب به مې وڅښل چې ځیګربه مې سوځیده اوځان به مې اورواخیست اودومره به بې ډبه شوم چې دخپل ځان واک به مې دلاسه ورکړ.
یوه شپه چې دعادت سره سم یوې وړې ساقي خانې ته ننوتم نوتصمیم مې ونیوچې ترنوروشپوزیات شراب وڅښم .همداسې پرله پسې مې دشرابوغوښتنه کوله دساقي خانې مالک څوځلې شراب راولېږل خوما همداسې پرله پسې پیکونه (ګیلاسونه) په سراړول ،اخرمې دومره افراط وکړچې داشپه نورله پښووغورځېدم اوځای په ځای لکه معیوب کښېناستم ،اوترلږې شېبې وروسته بې هوښه شوم چې وروسته بیا راته دساقي خانې خاوند کیسه وکړه چې کله بې هوښه شوم نو حالات مې خراب شول هغه دوارخطایۍ له امله ډاکټر راغوښتی وچې ما معاینه کړي .
ډاکټرله معاینې وروسته امرکړی وچې هرڅومره ژرکېږي ما روغتون ته بوزي دساقي خانې خاوند هم چې لاس اوپښې شوې و سمدستي پولیسوته خبر ورکوي اوټول حالات ورته بیانوي ،پولیس امبولانس راغواړي اوما روغتون ته رسوي .
نږدې شل ساعته به روغتون کې بې خوده (بې هوشه ) پروت وم خوکله مې چې سترګې وغوړولې نا څاپه درویا سره مخ شوم چې زماسر ته ولاړه وه !!
اوه ، زما خدایه ، آیا اشتباه خو مې نه کوله ، او آيا دا زما رویا وه ، چې دډاکټرانو سپینه چپنه یې په ځان کړې وه او زما دمرستې لپاره راغلې وه ؟
په هرحال په هر اکر کې چې وم ډېر خوشحاله وم ، کوم حال چې ما پیداکړی و ډېر ترې خوشحاله وم او که رښتیا ووایم نوددې ټولو ستاینه هم نشم کولای ، بیا هم هرڅه چې ول زماپه زړه کې ول او ما ترې ډېرخوند اخیسته .
زړه مې غوښتل چې دروغتون له کټ څخه راټوپ کړم او رویا په غېږکې واخلم او له هغې مننه وکړم چې یو ځل بیا هم زما پرلوري راغلې ده ، زړه مې غوښتل چې چیغې ووهم او هغې ته ووایم چې اوس هم ورسره مینه کوم او ستاله کبله په دغې اكر کې راښکېل شوی یم !
خو افسوس چې توان مې نه درلود او ددې شیمه مې هم نه درلوده چې کومه خبره په ژبه راوړم ، یوه شېبه همداسې اریان دریان پاتې وم ، او له هغې څخه مې سترګې نه اړولې ، هغه هم همداسې غلې زما سرته وولاړه وه ، او ماته یې ځيرځير کتل ، خو زما پر لور کتل یې سوچه پردې ول ، داسې برېښېده چې ګواکې زه او هغه سره هېڅ نه پېژنو .
لږ وخوځېدم او ځان مې ځای پرځای کړ . هغه هم ټيټه شوه ، لاسونه یې زما پرسینه کېښودل اوپه ارامۍ سره یې وویل :
((لطفا مه خورېږه ......) )
آه ، زما خدايه! دا درویا غږ نه و ، خیر دا نو رویانه وه ؟
دا زما مینه او هیله نه وه ؟ نه هغه دروغتون نرسه وه ، خو عجیبه داوه چې کټ مټ درویا په څېر وه ، او داسې ګومان کېده چې دوه جوړي خویندې دې واوسي . ډېره شېبه مې همداسې اریا دریان ورته کتل او هغه هم بې له دې چې څه ووایي غلې ولاړه وه ، او په رډو رډو یې ماته کتل ، په دې وخت کې یوه بله نرسه خونې ته راننوته او هغې ته یې وویل :
(( شهلا جانې ، نامزد دې راغلی دی ، غواړي تا وویني ، ګومان کوم څه کار درسره لري ، زه ولاړه شه ، ترڅو چې ته بېرته راستنېږي زه ددې ناروغ خیال ساتم او...له دې خبرو وروسته هغې نرسې چې درویا سره کټ مټ ورته والی درلود . او نوم یې شهلا وه له خونې ووته .
دهغې له وتو وروسته چې زما حال هم لا څه ښه شوی و دنوې راننوتې نرسې څخه مې دشهلا په اړه پوښتنې او ګرو ېږنې وکړې . نوموړې نرسې وویل : که رښتیا ووایم نو شهلا اوس ، اوس دې روغتون ته راغلې ده او زه هم ورسره لا دومره صمیمي نه یم او زه یې په هکله دومره معلومات هم نلرم .،
دشهلا دنامزد په هکله مې ترې پوښتنه وکړه ويې ویل : په دې هکله هم دومره معلومات نلرم ، خوکوم سړی چې شهلا وایي نامزد یې دی ښه ویلون غږ ونکی دی، چې کله ناکله دشهلا سره هم تمرین کوي ، ځکه شهلا ښه اواز لري او دشهلا له قوله دغه سړی دوه میاشتې مخکې په یوه میلمستیا کې دشهلا سره مخ شوی وروسته له هغې چې کله دې سړي دشهلا اواز اورېدلی نو هغې ته یې دتمرین وړاندیز کړی چې ورسره تمرین وکړي ، شهلا هم دغه وړاندیز منلی او تمرین یې ورسره پیل کړی دى چې په همدې لړکې ددواړو دپېژندګلوۍ په بهیر کې سره نامزد شوي دي ، نو په دې اساس هره ورځ چې دشهلا ددندې وخت پای ته رسېږي دهغې نامزد راځي او دواړه سر ه یو ځای کورته ځي .
ددې لپاره چې نرسه پرما بدګومانه نشي او زما ګروېږنې پرې ناوړه اغېزه ونکړي نورې پوښتنې مې ترې ونکړې ، زما معلومات دشهلا په اړه همدومره ول ، خو په دې هم ښه پوهېدم چې هغه کټ مټ زما دورکې شوې په څېروه ، که چېرې ددې او رویا پیدایښت په یوه وخت کې او یو ځای کې شوی وای نو ما به هېڅ کله هم ګومان نه وای کړی چې دادې شهلا اوسي ، په دې اکر کې چې زه په همدې سوچونو کې ډوب وم ډاکټر را دننه شو او ماسره یې په خبرو پیل وکړ او زما دحال پوښتنه یې وکړه ، دیوې وړې او سرسري کتنې وروسته چې دویم ځلي روغ شوی وم اوهغه دچا خبره دمرګ له خولې بچ شوی وم راته مبارکي وویله په دې وخت کې شهلابېرته راستنه شوه ډاکټر چې شهلا وليده نو دهغې بلې نرسې سره چې تردې دمه مې دهغې نوم هم زده نه و ، ووتل اوزه او شهلا یې یوازې پریښودو . دهغوی له تګ وروسته ما غوښتل چې دشهلا سره دخبرو لړۍ پیل کړم ، خو له بده مرغه چې دخبرو کولو توان هم راکې نه و.
هغې زما دملاستې ځای جوړ کړ اوروسته له دې چې پوښتنه یې راڅخه وکړه چې څه شي ته اړتیا لرم او که نه راسره خدای په اماني وکړه او لاړه ، دتللو پرمهال یې ماته وویل که چېرې مې کوم شي ته اړتیا پیداشوه نو دټالۍ ( زنګ ) بټن دې ووهم
دهغې له تګ څخه وروسته مې یوې نا څاپي کرکې ټول بدن محاصره کړ او لامل یې هم همدا چې ددې نجلۍ ( شهلا ) په لیدلو راته درویا خوږې او ترخې خاطرې را په یا دشوې .
په هرحال په هغه بحراني شېبه کې له هغې څخه مې ډېربد راغلي ول او نور په هېڅ وجه حاضرنه وم چې په دې ساعت کې هغه ووینم .
په همدې موخه کله چې ډاکټر مې خونې ته راغی او زما په کتنې یې پیل وکړ ماورته دخپل ژوند ټوله کيسه وکړه او له هغه څخه مې وغوښتل چې نور شهلا زما دچوپړ لپاره راوانه ستوي او دهغې پرځای یوه بله نرسه زما ددرملنې او خونې ارامتیا لپاره راولېږي ، ډاکټر ومنله او دهغې پرځای یې راته یوه بله ډېره تېزه ، بد رنګه او کم اوسېلې ( حوصلې ) نرسه راولېږله ، دغه نرسه نسبتاً غمجنه او غوسه ناکه برېښېده .
په هرحال هغه چې هرڅه وه ماته دشهلا څخه ډېره ښه و ، دې نرسې په دېر زړه سواندې زما پالنه کوله . نه پوهېږم چې ډاکټر دې ته څه ویلي ول چې پرما دومره مهربانه وه او ځینې وخت خو به لاساعتونه زما دچپرکټ ترڅنګ ناسته وه او ماسره به یې خبرې کولې او ما ډېرکوښښ کاوه چې ددغې غمجنونتوب او خپګان لامل چې ددغې نرسې په څېرې کې له ورایه برېښېده پیدا کړم ترڅو چې یوه ورځ په خبرو کې دهغې له خبرو څخه پوه شوم چې هغه دخپل بدن دبدرنګ والي څخه رنځ وړي او دخپګان آر لامل یې هم همدا دی. داسې برېښېدل چې هغه ډېره مغروره ده او په هېڅ وجه راځي نه ده چې کوم سړی دهغې دصورت دبدرنګوالي له کبله په هغه رحم وکړي او یاپرې زړه وسوزوي او مینه ورسره وکړي ، نو همدا لامل و چې دې موضوع یې غم لاپسې زیا تاوه .
ددې نرسې دخپګان دلامل په پوهېدو ډېر خپه شوم او دځان سره مې وویل چې رښتیا هم طبیعت څه کارونه کوي ، یوه ښځه دومره ښایسته پیدا کړي چې دحسن ملکه شي او بله دومره بدرنګه شي چې حتی څوک ورته ګوري نه ، او پخپله هم له ځانه وېره کوي او تښتي .
ددې ترڅنګ دې ټکي ته هم ځېر شوم چې نوموړې نرسه نه غواړي په دې هکله ترې ډېرې پوښتنې او ګروېږنې وشي . نو دخبرو لوری مې بل لورته واړاوه . بله ورځ هغې دخپل کار په پای کې ، کله یې چې غوښتل له خونې څخه ووځي مخ زما پرلور راواړاوه اوویې ویل : رښتیا ټاکل شوې چې سبا دناروغانو دروحي درملنې په موخه دروغتون په تالارکې یوه غونډه یا کنسرت دڅو خوږ ژبو سندغاړو او هنرمندانو په ګډون جوړ شي ، ستاسې هم اوس دخدای ( ج ) په فضل حال لږ ښه شوی او کوای شی چې په دې کنسرت کې ګډون وکړﺉ ، هغې سره مې ژمنه وکړه چې هرو مرو به ورځم ، سبا زه سره دڅو نورو ناروغانو چې لږ څه یې حال ښه شوی و دروغتون ځانګړي شوي تالار ته چې کنسرت په کې ترسره کېده ورغلو ، دې کنسرت ته دهېواد ډېر تکړه او پېژندل شوي هنرمندان راغلي ول چې دناروغانو لخوا په خورا چکو چکو او چیغو بدرګه شول .
په دې وخت کې ناڅاپی ویاند خبر راکړمېرمن شهلا چې دروغتون یوه ډېره لایقه او ماهره نرسه ده او مېړه یې چې یو پېژندل شوی ویلون غږونکی دی غواړي په خپل خواږه او زړه راښکوونکي اواز ستاسې چوپړ په پاریو څو خوندورې سندرې ووایي .
شهلا دخلکو دهاها او بدرګو له منځه ددریځ مخې ته جګه شوه او ترڅنګ یې یو بل سړی هم روان و چې وروسته خلکو وویل دایې نامزددی ، دواړو په ګډه په خپل زړه راښکونکي اواز سندرې ویل پیل کړل .
دشهلا نازک او زړه راښکوونکي اواز دباور وړنه و، مخکې تردې مې هم دشهلا داواز په اړه ډېرې ستاینې اوردېدلې وې خو هېڅ کله مې فکر نه کاوه چې دهغې اواز دې دومره زړه راښکوونکي ، جذاب او خوندور وي .
هغې په دومره شور او زوږ سندرې ویلې چې هرڅومره کلک او سخت زړه یې نرماوه کله یې چې لومړۍ سندره پای ته ورسېده نوخلکو دومره بدرګه کړه او دومره چکې چکې یې ورته ووهلې چې ترډېره یې دتالار فضا نیولې وه ، نو همدا د اورېدونکو غوښتنه وه چې هغې څو نورې سندرې هم وویلې ، بیا هم ګډونوالو ټینګار کاوه چې څو نورې سندرې هم ووایي خو شهلا بخښنه وغوښته اوورته یې وویل چې تردې زیات وخت نلري ، او هیله یې وکړه چې ترې خپه نشي ، په داسې حال کې چې بیا هم خلکو په څټاکو بدرګه کوله ددریځ څخه راښکته شوه .
کله چې کنسرت پای ته ورسېد زه هم دخپلې خونې پرلور روان شوم په داسې حال کې چې دخپلې کړنې څخه چې دنرس شهلا په برخه کې مې کړې وې ډېر پښېمانه وم .
دشهلا اواز پرماژوره اغېزه کړې وه دهغې اواز یوه نغمه او یو ترنګ و چې دزړه له تله یې اوبه څښلې او دحنجرې له لارې یې زړونوته ژوند ورباښه . دهغې اواز دومره خوندور او زړه راښکونکی و چې ما په رښتینی توګه ځان دهغې داواز مین باله .
ځینې وخت دا شونتیا هم شته چې ځینې لاملونه په انسان ژوره اغېزه وښندي او ورسته دهماغې لاملونو پروړاندې دانسان اند بدلون ومومي ، دشهلا په اړه ما هم همداسې یو اکر درلود او اند مې دهغې په اړه په بشپړ توګه بدل شوی و .
حیران وم په دې چې هغې ددې دومره زړه راښکوونکي اواز سره سره ولې دسندرو فن نه وټاکلی یا ولې سندر غاړې شوې نه وه ، شاید کوم لامل به یې درلود چې زه یې په اړه نه پوهېدم له هغې ورځې وروسته نور ما دشهلا څخه تېښته نه کوله ، بلکې لیوال وم چې دهغې سره خبرې وکړم خو کله به چې موقع لاس ته راغله او دواړه به سره مخامخ شونو هغه به زما له مخې تښتېده او هڅه به یې کوله چې له ماسره مخامخه نشي.
سره ددې چې هغې ته مې څوځلې ځواب وراستولی و او دغلط پوهېدنې څخه مې په کراتو کراتو بخښنه غوښتې وه خو هغې بیا هم ددې ټولوخبرو سره سره ماسره سم چلند نه کاوه دې اکر تر ډېره ادامه درلوده ، ترڅو چې یوه ورځ ډاکټر زما دکتنې لپاره راغی کله یې چې زما دوسیه او کتنه ( معاینه ) بشپړه کړه ویې ویل:
(( خوشحال یم په دې تاسې ته خبر درکوم چې ستاسې صحت په بشپړه توګه ښه شوی دی او تاسې کوای شئ چې کورته ولاړ شئ ! ))
ددې لپاره چې یوځل بیا په بشپړه توګه ښه شوی وم ډېر خوشحاله وم ، ځکه پوهېدم چې نورمې دناروغې مهال پای ته رسېدلی دی . غوښتل مې چې څنګه دروغتون څخه رخصت شوم ، ولاړ شم او دځان لپاره کارپیدا کړم او په دې توګه وکولای شم خپل ژوند بیا له سره جوړ کړم . په همدې موخه مې دډاکټر څخه هیله وکړه چې دهماغې ورځې پرمازیګر ماته رخصت راکړي . ډاکټر هم اړوندو څانګو باندې په دې اړه ماته امر راکړ . دهغې ورځې له غرمې وروسته مې خپلې جامې دروغتون له دفتره واخیستې او وروسته دخپلو ګاونډیانو ناروغانو خونوته دخدای په امانۍ په پار ورغلم او روروسته له هغې څخه دنرسانو خونې ته هم ولاړم ترڅو دشهلا اویو شمېر نورو نرسانو سره خدای پا ماني وکړم له نېکمرغه شهلا هم په خونې کې وه او څنګه یې چې سترګې پرماولېږېدې ، بې له دې چې څه ووایي له خونې بهر ووته او زما دخبرې ځواب چې دخدای په امانۍ لپاره راغلی یم همداسې پاتې شو.
په داسې حال کې چې دشهلا ددې کار څخه سخت ناخوښه شوی وم نورو نرسانو ته ورغلم او دخدای په امانۍ ترڅنګ مې ځانګړې مننې هم له هرې یوې څخه وکړې او بخښنه مې ترې وغوښته چې زما سره په دې دومره وخت کې په تکلیف شوې وې، وروسته له هغې همداسې ترو ((مستقیماً )) له روغتون څخه ووتم .
کله چې د ورونو ( دروازو ) له چوپړ کوونکو سره په خدای په امانۍ بوخت وم ، یوه نرسه په منډه ، منډه راغله او یو وړلیک یې ماته راکړ او راته یې وویل چې شهلا راکړی دی .
ما هغه په جیب کې واچاوه او دچاپړاسیانو سره دخدای په امانۍ نه وروسته د روغتون څخه ووتم .
دروغتون څخه بهر آزادې هوا ماته یو ډول ځانکړی خوندراكړ چې زما روح یې تازه کړ ، داسې مې انګېرله چې ژوند په خپل طبیعي اکر پرمخ ځي او هرڅوک په خپلو کارونو بوخت ول ، دپنځ څرخ هماغسې په خپل اکر ګرځېده او دانسانانو برخلیک یې لټاوه ، دهغو انسانانو چې ډېرى یې دژوند له خوږو او ترخو سره بلد نه وو او هماغسې په احمقانه توګه یې خپلو هڅوته دوام ورکاوه ، چې دتل لپاره ژوندي پاتې شي !!
زه هم دیو ډېر وخت بسترېدو ، ستونزو ، اوکړاونو څخه وروسته دهمدغې خلکو په منځ کې بېرته په عادي اکرراغلی وم ، دهغو انسانانو په منځ کې چې سره یو ځای اوسېدل ، خیانت یې کاوه یو دبل پښې یې وهلې ، یو له بل سره یې ښه کول ، یو له بل څخه یې غچ اخيسته او بالاخره دا چې خپلې موخې ته درسېدو په خاطر یانې یوازې دژوندي پاتې کېدو په پارنه بلكې دژوندکولو په پار وو راغلی وم .
حتیٰ داسې انسانان هم په دې ټولنه کې ژوند کوي چې یوازې دانسان نوم لري نور هېڅ ډول سپي توب او لوفري ترې پاتې نه ده .


زه هم دیو څه وخت وروسته بېرته همدې ټولنې او همدې انسانانو ته چې هم ښه او هم بد په کې اوسېدل راغلی وم . په داسې حال کې چې برخلیك لاهماغسې زما په ژوند لوبې او نخرې کولې .

اتم څپرکی

هغه شپه زه دويم ځلې هغه میلمستون ته چې ترمخه مې په کې ځان ته خونه په كراه نیولې وه ورغلم خو داځل یې هغه خونه بل چاته په کرایه ورکړې وه او ماته یې بله کوټه راکړه کله چې کوټې ته لاړم نو یوه شېبه خو همداسې په کوټې کې بې موخې ګرځېدم راګرځېدم څه شېبه وروسته دګوټې په یوه کونج کې کښېناستم او په ښه ژور سوچ کې ډوب شوم تېر شوی ژوند راته په یاد شو يوه شېبه خومې بې واکه وژړل، داسې ګومان مې کاوه چې ممکن په ژړا مې لږ زړه سپک شي او څه غم مې کم شي .
خو له بده مرغه چې اوښکو مې هم زړه ته تسکین رانکړ ، دغم مراندو مې لاهماغسې زړه سکونډه ، او په ارام یې نه پرېښودم ، په همدې وخت کې ول چې ناڅاپي د ((شهلا )) لیک را په زړه شو ، هغه مې له جیب څخه رابهر کړ او ومې لوست ، هغې په دې لیک کې د ډېرسپما څخه کاراخېستی و او خُلاصه یې لیکلی و چې داسې و : پرون زموږ نامزدي لغوه شوه ، که غواړې چې ما ووینې نو زما پته داده ... دوه درې ځلې مې کاغذ واړاوه راواړاوه خو نور څه په کې نه ښکارېدل ، دشهلا ددې کار څخه چې یو دم یې خپله ګروهه بدله کړې وه ، ډېر خوشحاله شوم او په داسې حال کې چې حیران هم وم لیک مې ونغښت او دخپل پطلون په لاندیني جیب کې مې کېښود او دامې دځان سره وپتیيله چې که چېرې وخت راسره پیداشو او مناسبه موقع په لاس راغله نویوځل به سرورښکاره کړم په هغه شېبه کې مې بېلابېلو او ډول ډول فکرونو ذهن محاصره کړ ، کله خو به مې وویل چې همدا اوس دشهلا کورته ولاړ شم اوورته ووایم چې ما نور ددې اکره وژغوري ، ددې لپاره چې دا درویا سره کټ مټ ورته والی لري نو زما سره دې واده وکړي چې درویا یاد پرې تازه کړم او په دې پلمه به زړه ته مې هم تسکین وشي .
خو ډېر ژر پښېمانه شوم او دیو ډول نا اشنا کرکې احساس به مې وکړ او ددې لپاره چې هغې تردې کچې درویا سره ورته والی درلود نو ما به رنځ وړ ، سربیره پردې کله چې زه په روغتون کې بستر وم او ددې کړنې به را په زړه شوې نو نور به هم پسې غوسه شوم ، نو همدا لامل و چې په دې شپه مې دهغې کورته له ورتګ څخه ډډه وکړه او داکار مې دګاندې مخپتيینې لپاره پرېښوده ، وروسته تردې دسلګونو سوچونو سره په خپل ځای کې پریوتم او سکریټ مې ولګاوه ، خو لکه څنګه چې ټوله ورځ ګرځېدلی وم او بې ګچې مې دستړیا احساس کاوه نو سکریټ مې په نیمایي کې مړ کړ او یوه شېبه وروسته په درانه خوب ویده شوم .
دهمدې شپې پر سبا دنورو ورځو په پرتله چې هره ورځ به روغتون کې راپاڅېدم ناوخته راویښ شوم ، دمخ او لاسو وینځلو اودغه راز دسهار چای څښلو وروسته له میلمستونه رابهر شوم ، تصمیم مې ونیو چې لږ دښار په پراخه ارتو ، اوښایسته پارکونواو ځایونو کې وګرځم ، تر څو ددې څو روځو دناروغۍ ستړیا او خپګان چې ماپه روغتون کې تېرکړی وجبران کړم اولږخپل پام هم غلط کړم ، دهمدې مخپتیينې په پارلومړی ((نادري )) پارک ته ولاړم ، وروسته له هغې چې هغه ځای مې په بشپړه توګه وکوت داسلامبول پارک له لیارې لاله زار پارک ته ولاړم ، په دې ځای کې د موټوتګ راتګ ، دلاسي پلورونکو شور او هاها ، دکورونو ، مغازو ، او په سلګونو نورو شیانو موجودیت چې په ټولنه کې یې یو خاص ډول نظام جوړ کړی و ډېر خوند راکړ ، ځکه زه ډېر وخت دروغتون په ارامه او زړه نیونکي چاپېریال کې راښکېل شوی وم او اوس آزادې فضا ډېرخوند راکاوه .
ډېره شېبه دخلکو په منځ کې یوه خوا اوبله خوا وګرځېدم ، آخر مې تصمیم ونیو چې دوخت تېرولو لپاره سینما ته ولاړشم چې په همدې نږدیو کې وه ، سينماته ولاړم خو دفلم پیل کېدو ته لاوخت پاتې و نو ځکه دسینما اجاره دارانو هم ټکټونه نه خرڅول او په تمه ول ترڅو وخت یې راورسېږي ماهم ددې لپاره چې نوبت مې نیولی وي ډېر ليرې ولاړ نشوم او په سینما کې مې دلګول شویو انځورو نو په لیدلو پیل وکړ ، وروسته له هغې دمیوې داوبو یوه دوکان ته ننوتم ، ترڅو دفلم پیل کېدو پورې همدلته کښېنم او اوبه به هم وڅښم ، خو دمیوې اوبه مې لانه وې څښلې چې په ولي مې یو لاس کېښودل شو ، کله مې چې مخ شاته واړاوه نوحميدوچې دیوې ډېرې ښایسته نجلۍ سره څنګ په څنګ او لاس په لاس راته مخامخ ولاړ و ، یو بل ته مو سره غېږه ورکړه او مخونه مو سره مچې کړل ،وروسته له دې هغه ، هغه نجلۍ چې ورسه څنګ کې ولاړه وه او دخپلوانو له ډلې څخه یې وه ماته راوپېژندله دحمید له لیدلو څخه ډېر خوشحاله شوم که رښتیا ووایم نودروغتون دفارغېدو څخه وروسته مې ښه حال نه درلود او بله دا چې دهغه ډېر پوروړی هم وم نو ځکه یې لیدوته نه ورتلم ، نو په همدې موخه کومه ښایسته او نازکه نجلۍ چې دهغه سره ولاړه وه ما دهغې له کبله په خپله خوله مهرولګاوه او دخبرو وار مې هغه ته ورکړ ، ډېر ټینګار یې وکړ چې سره یو ځای واوسو ، دناکامه مې ومنله په یوه ټیکسي کې سپاره شو او هغه نجلۍ مو خپل کورته یې ورسوله او دخدای په امانۍ نه وروسته حمید بار بار خپګان څرګند کړ چې ولې مې ددې پوښتنه په دې دومره وخت کې نه ده کړې نو په همدې کې دحمید په نغوته دپهلوي واټ ته ولاړو ، بیا هم دحمید په غوښتنه یو رستورانت ته ننوتلو او دډوډۍ فرمایش یې ورکړ ترڅو چې ډوډۍ رارسېده ماټول هغه څه چې پرما تېر شوي ول حمید ته کيسه وکړه .
وروسته دډوډۍ له خوړولو یوه شېبه غلي او بې خبرو کښېناستو ، حمید په داسې حال کې چې سترګې زما په وجود کې خښې کړې وې بې له سریزې وویل :
(( رښتیا بهمنه ، دبستر په وخت کې دې کله ورځپاڼې هم لوستلې ؟ ))
((نه ، ډېر کم ))
یوه شېبه یې چوپتیا غوره کړه او وروسته له هغې په داسې حال کې چې دیوې کرغېړنې خبرې څرګندتیا یې کوله ، وویل : (( بهمنه غواړم یوه پوښتنه له تاوکړم ، آیا اوس هم دپخوا په څېر له رویا سره مینه کوې ؟ )) البته که څه هم هغې زه هیرکړی یم ،خوزماتل په یادده اوتل یې ستایم .
غواړې داډیر وخت چې دې نه رویا لیدلې اونه یې له حاله خبریې په باره کې ځینې معلومات ترلاسه کړې اودرته يې ووایم ،که غواړې چې درته يې ووایم نوترهرڅه دمخه به راسره ژمنه کوې چې ناکراره کېږې به نه ،اونه به هم کومه ګډوډي را منځته کوې .
فکرمې وکړ چې شاید داحمد اورویادواده په هکله راته څه ووایې په همدې موخه مې ورته وویل اوورسره مې ژمنه وکړه چې نه خپه کېږم .
بیایې هم مکث وکړ داسې برېښېده چې ګواکې ډارېږي خوزه یې چې په اکر پوه شوم اوګومان مې کاوه داحمداورویا دواده په اړه راته څه وایي نوپه کراتو،کراتومې ورسره ژمنه وکړه اوټینګارمې وکړ چې هېڅکله نه خپه کېږم ځکه مې قسم هم وکړ په یوډول ناباوري مې ژمنه ورسره وکړه ،ځیرځیريې راته وکتل ورسته له دې يې کوښښ کاوه چې خپل عادي اکروساتي یوه شېبه خویې حاشیه رویې وکړه دمرګ اوژوندپه هکله یې خبرې وکړې اوویل یې چې موږټول بویه په مرګ ګروهه ولرو ځکه یوه ورځ نه یوه ورځ ټول مرو ،زه پوه شوم چې دی حاشیه رویې کوي او غواړي چې ددې لارې بالاخره آره خبره چې درویا اواحمد واده دی راته وکړي ، نوځکه هم ما بیا هم ټینګاروکړ اوقسم مې یاد کړ چې زه هېڅ ډول ناکراي نه کوم ، نوهیله کوم چۍ خبره ډیره اوږده نکړي اوخپله موخه راته ووایي داځل یی به تشویش وویل: څه وخت مخکې مې په کور کې ورځپاڼه لوسته چې ناڅاپه مې داحمد اورویا په نامه دیو هلک اویوې نجلۍ په انځور سترګې ولګیدې خبره ،مې ورته دټوکې په ډول غوڅه کړه اوورته مې وویل : (اوورسره لیکل شوي ول چې دواړو واده کړی دی!) .
( نه لیکلې یي وچې ، په ډیره ناکرارۍ یي بیاهم مکس وکړ! )
ومې ویل : (څه یی لیکلې ول ؟)
(لیکلې یي و .....هغوی دواړه په یوه ترافیکې پېښه کې مړه شوي دي !!)
مایوسانه اوپه نه باورئ مې وویل :
(مړه شوي دي ؟!)
(یانې رویا مړه شوې ده ؟)
( له بده مرغه هوکې هغه مړه شوه اوپه ډېر ویاړ هم مړه شوه )
ددې ناڅاپي خبرله اورېدو څخه ډېر ناراحته شوم ،یوډول اذیت اولړزې مې ټول بدن محاصره کړ ،غاښونه مې سره جنګېدل ،غوښتل مې چې په خپل ټول توان سره چیغې ووهم اووژاړم خواوښکې مې هم وچې شوې وې .
په ډېرې ستونزې مې خپلې شونډې خلاصې کړې اوله حمید څخه مې پوښتنه وکړه
(آخر څنګه مړه شوه ؟)
وروسته له دې چې ځواب ته په تمه شم خپلو خبروته مې ادامه ورکړه اوورته مې وویل : نه ،هېڅ کله نه ،زه باور نشم کولای ،هغه وخت مې نولاسونه مخ ته ونیول اوپه چیغوچیغو مې وژړل اوحمید ته مې په ژړا ژړا کې وویل :عجیبه بد بخته انسان یم ،عجیبه مسکین اوبې وزلی انسان یم او....!
حمید چې زما اکرولید نوزما په ډاډ ګیرنې یي پیل وکړ اوکوښښ یي وکړ چې ما غلی کړي اویا مې پام بلې خواته راواړوي خونه کېده ،که هر څومره مې کوښښ وکړ چې زړه تسکین کړم نه کرارکېده ،آخر حمید اړ شو اوراته یي وویل غلی شه بهمنه ،کوښښ وکړه چې ځان کنټرول کړې اودرسټورانت نظم وساتې .
ما هم ددې لپاره چې حميد سره مې ژمنه کړې وه اوقسم مې هم یاد کړی و نو سره ددې دومره ډېرو ستونزو اوغمونو مې کوښښ وکړ چې ځان کنټرول کړم او ټول بوج په خپل زړه واخلم :
وروسته مې له حمیدڅخه وغوښتل چې ټول بهیر راته په بشپړه توګه په تفصیل سره ووایي هغه هم چې په تاسف سره سر ښوراوه ،پېښه یي راته داسې بیان کړه :
څه وخت مخکې مې يوه ورځپاڼه لوسته چې ناڅاپه مې د پېښو په مخ کې داحمد اورویا انځورونه ولیدل چې ورلاندې لیکل شوي ول : دوه ځوان نامزادان چې دخپل واده دکارونودترسره کولو لپاره ښارته روان ول په یوه ترافیکې پېښه کې دشېراز په ښارکې خپل ژوند له لاسه ورکړ .
په داسې حال کې چې په ورځپاڼوکې خبریالانو دشېرازاواصفهان دلارې خبرورکړی ؤ رویا دموټر جلب ته ناسته وه چې په يوه نامعلوم لامل دشېرازاواصفهان دلارې په منځ کې موټر یوې کندې ته دلوړې موړې څخه لویدلې او وروسته یي اور اخیستی دی چې په دې اورکې دواړه سوځېدلي اومړه شوي دي .
څېړونکو دپېښې لامل دموټردسرعت تېزوالی اود ډرېوربې احتیاطي ښودلې ده ، دڅېړنکوپه اند پېښه دموټر تېزوالی اودرویا بې احتیاطي وه چې کندې ته خطا شوی دی اودواړه مړه شوي دي ،خودمرګ څخه یي درې ورځې وروسته یو لیک زما لاس ته راورسېده ،ډېرتریخ اوزړه دردونکی لیک ؤخو حقیقت تل بویه ومنو ،یانې درویا پېښه دپولیسو اوڅېړونکو په اند یوه ترافیکي پېشه وه خو آره خبره داده چې دایو تصادف نه بلکې پلان شوی کارؤاوپه قصدي توګه شوی دی ؟
دغه لیک رویا دشېراز له تګ څخه مخکې زماپه پته رالیږلی ؤ، اوکله چې مالیک پرانیست نو پوه شوم چې لیک ستالپاره لیکل شوى دی ،خو لکه څنګه چې له تا څخه خبرنه وم اونه دې راته پته معلومه وه نو لیک مې دځان سره وساته په دې وخت کې حمیدیولیک د خپل څنګ کې وړ بکس څخه راوکېښ اوماته یي راکړ په چټکۍ سره مې لیک پرانيست اوپه لوستلو مې پیل وکړ ،رویات په دې لیک کې د سلام اونېکوهیلو څخه وروسته داسې لیکلې ؤ: زما ګرانه بهمنه ،ژوند ژر یا وروسته پای ته رسېږي اوموږ ټول به یوه ورځ مړه شو ، یو شمېر په ما شومتوب کې مرې ،یو شمېر په ځوانۍ کې اویو شمېرهم په زړه ښت ا وبوډاتوب کې ،خو هرومرو بویه مرګ ته تسلیم شو .
مرګ حتمې دی اوله انکار کولو څخه یي ځان تېرویستل نه دي په كار،موږ بویه په نړۍ کې هرڅیزته دفناکېدونکوپه توګه وګورو ،حتی مینه هم په دې دومره شور ،زوږ اولړمون خورﺉ سره یوه ورځ پای ته رسېږي خو ځینې داسې خلک هم شته چې رښتيني مینه کوي خاطرۍ یې ژوندۍ پاتېږي ،اودخپلې مینې یادګار غواړي دتل لپاره ژوندی اوتل پاتې وساتي نوزما هیله داده چې زموږ مینه هم همداسې تل پاتې واوسي .
ماپه خپل تېرلیک کې چې تاته لیکلې ؤداسې لیکلې ول چې خپل ژوند ته په عادي توګه دوام ورکړه او دامې هم ویلې ول چې ما داحمد سره کوژدنه کړې ده ،نو اوس ټاکل شوې چې موږ په دې نږدیو کې تهران ته ولاړ شو اوهلته دخپلو څوخپلوانو اوملګرو سره ووينو او وروسته له هغې دخپل واده په پار یو ښارته ولاړ شو اوښه په درز کې واده وکړو .
حتی په دې کچه چې دواده دسپین کمیس سره چې داسمان دپرښتو جامه ده سره سره هم دخپل مېړه سره یو ځا ی واوسم چې داکار ما زوروي او رنځ ترې وړم .
شاید تاته ترننه پوې داپوښتنه راولاړه شوې وي چې داحمد سره زما اړیکې دومره ټینګي شوي دي چې زه دې وېرکړی يم ،خو ډاډه اوسه ،هېڅکله به پرې نږدم چې احمد خپلې موخې ته ورسېږي ،ما تصمیم نیولی دی چې یا تا سره ژوند وکړم او یا مړه شم ،خو اوس چې په دې ونه توانېدم چې ستا سره ژوند وکړم نو مرګ مې غوره وباله ، نه پوهېږم چې څنګه ددغې ستونزمن او کرغېړن ژوند څخه ځان خلاص کړم خو په هر حال دا کار کوم .
ډاډه اوسه دالیک به هغه وخت تاته درولېږم چې زما مرګ ته نور ډېرکم وخت پاتې وي او هغه وخت به یي ته ترلاسه کړې چې زه نوره په دې نړۍ کې نه اوسم ،خو لکه څنګه چې مې په مخكينې ليك کې درته لیکلي ول ،حتی راضي نه یم چې زما لپاره یوه اوښکه هم تویه کړې اوتاته زموږ په پاکې مینې قسم درکوم چې هرکله دې کومې نجلۍ ته زړه لیوالتیا وښوده هغې سره زما په خاطر دمینې تار وځغلوه اوزموږ دګډ ژوند مړې خاطرې پرې راژوندۍ کړه اوپه دې هم ډاډه اوسه که چېرې تا داکار وکړ نو زما روح به ارام اوسي .
بهمنه ،پوهېږم چې ته زما د رضایت لپاره دا کارکوې او هرومرو یي کوې ،خو هیله کوم چې داسې کوم تصمیم ونه نیسې چې زما روح په عذاب کړي .
زه غواړم چې ته خپل ژوند ته ادامه ورکړې اوټولوته دا زبات کړې چې سره ددې چې لومړی ما اوبیا زمانې دې وزرې درماتې کړي دي خو ته دا توان لرې چې خپل ژوند ته په سمه اوعادي توګه ادامه ورکړې او دپخوا په څېر یي پرمخ بوزې .
رښتیا هم به ټولنه کې ډېری داسې پېښې پېښېږي چې انسان دخپل قانوني حق څخه محروم کوي چې دابې عدالتې دژوند په هره برخه کې لیدل کيږي .
او آر لامل یي هم دادی چې ډېر بې باکه اوچړوس خلک دمقام ،ځوکۍ ، پیسو ، او......ترلاسه کولوپه موخه داکارکوي .
خوزما ګرانه بهمنه ،ډاډه اوسه چې دخدای ج عدالت تل په دې نورو قوانینو او عدالتونو حاکم وي ،اوهغه کسان چې دخپلو کټو لپاره دنورو ګټې او ژوند ته زيان رسوي په دې دې پوه شی چې یوه ورځ یې آخرمرګ سرته راځي ،اوهغه وخت مجبوردى چې ژوند سره یاپه خوښه اویاپه بې خوښۍ مخه ښه وکړي ،خو په یقینې توګه په دې نړۍ کې دښو اوبدو کارونو نوم تل ژوندی پاتېږ ي،زما کورنۍ هم اړه ده چې زما ترمرګ وروسته په دې ننګ اوغیرت سره چې زما په برخه کې یي کړې دي نوم ژوندی پاتې شي .
په واقعیت کې دا همغوی (کورنۍ ) ول چې زما ژوند یي را خراب کړاوزه یي دخپلو غوښتنو قرباني کړم ،خو همدا مرګ ؤچې زه یي له دوی څخه وژغورلم اوهېڅ کله ددوی غوښتنوته تسلیم نشوم او اوس دادی نږدې دی چې په ډېرې سرلوړې ور ودانګم اودتل لپاره ځان ددې لانجمنې نړۍ څخه فنا کړم .
زیات له دې درته نور مزاحمت نه کوم اودیوه ښه ژوند هیله درته کوم اوداهم باید ووایم چې نه پوهېږم په کوم ساعت اوپه څه ډول خپله طرحه پلې کوم .خوپه هرحال دالیک به زما ترمرګ وروسته تاته درورسېږي !
دا مه هیروه چې ما په تا باندې په خپل مخکیني لیک کې ژمنه کړې وه اوقسم مې درباندې کړی ؤ چې ته به زما خبره منې اوزما ترمرګه وروسته به خورا وړوکی غبرګون هم نه ښکاره کوې ،داځکه چې که سبا خدای مه کړه ته کوم عادي کار هم وکړې خلک به زموږپه مینې باندې ملنډې ووهي اوډرامې به پسې جوړوي او ډارېږم لا په دې چې خلک به وایي ما دخپلي بد نامۍ تاب نه درلود نوځکه مې ځان وژلی دی ،نوجوته ده چې ته دخلکو دا توهین زما په برخه کې نشې زغملای ،زه مطمینه یم .
ښه ګرانه له تاسره خدای ج په امانې کوم ،اوستا څخه هیله کوم چې دټولنې دخلکو په اند زه نامزد لرم نوددې لیک ترلوستلو ورسته دالیک وسوزوه .
هغه څوک چې تل تا نه هیروي (رویا )
دلیک ترلوستلووروسته مې بدن ټول کلک خوږېده اودکرکې اور مې په وجود کې مړ شو،اوس راته هرڅه څرګندشوي وو.
رویا زموږدپاکې مینې ددرناوي په پار دموټرچلولو په وخت کې په قصدي توګه موټرکندې ته ورمخامخ کړی دی اودخپل ځان په مرګ یی دخپلې مینې ټینګښت اوپایښت څرګند ګړی دی .
هغې دهغه قسم په اړه چې زموږ دمینې په هکله یي راسره کړی ؤ اودخپلې دوستې په هکله چې تردې دمه ما غلطه انګیرله ،ځان قرباني کړﺉ ؤ.
هغې لکه څنګه چې یې په خپل لیک کې لیکلې ول ددې دردونکي اوزړه زورونکي ژوند څخه دابدیت پرلوروردانګلې ول ،خوزه لاتراوسه دهغې په خوښه اوهیله ژوندی ګرځېدم اوپه دې کارمحکوم شوی وم یا داسې ګومان مې کاوه چې ګواکې دهغې اواز مې په ټول بدن اورېده چې چیغې یي وهلې : ( زما ښایسته ګله ،که سل کاله وروسته مې هم قبر راوسپړې اوزړه مې شته وي ،نووبه ګورې چې پرې لیکلې یې دي : یوازې له تا سره مینه کوم )
رښتیا انسان دژوند دپېښوپروړاندې څومره کمزوری دی اورښتینې مینې په هکله هم .
انسان هرکله دخپلې رښتيني مینې لمبې په یو ډول نه یو ډول بلوي خو د زمانې تاړاکونه اوتېره بادونه یي په ډېر ناړامه توګه مړه کوي .
رویا هم دمینې یوه لمبه وه چې دمرګ په رارسیدوسره یي دتل لپاره مړه شوه اوزه اوس یوازې دژوند ترخواوتيارو ته پاتې شوم اوترهغې به په همدې تیاروکې اوسم څوزه هم تیاره شم اووجودمې ددې نړۍ څخه پناه شي.
قسم یادوم چې دژوندپه دې تیاروشېبوکې مې دمرګ غوښتنه کوله ،غوښتل مې چې مړشم اودژوند ترپایه پورې نور همداسې ستونزې ونه وینم ،خوکله مې چې درویادلیک کرښې راپه زړه شوې نو ځان ته به مې ډاډ ورکاوه اوکوښښ مې کاوه چې اوس لپاره دمرګ غونډله (جمله) له خولې څخه وغورځوم اوهیره یي کړم ترڅوپه دې توګه وکولای شم درویاغوښتنې اوهیلې ته مې درناوې کړې واوسي.
نه پوهېږم چې رویا ولې زماد داسې اکرپه هکله اند ونکړاوولې یي زه دخپل مرګ وروسته داسې پریښودم اوپه دې توګه یي وغوښتل چې زه دژوند ترپایه همداسې غمونه وزغمم ،په داسې یوه دردېدونکي شېبه کې مې څه کولاتی شول چې وکړم ما دخپل ژوند یو ډېرارزښتمن څیزاوکس له لاسه ورکړی ؤ،ولې باید زه ژوندی پاتې شوی وای ؟
ځواب مې خپلوپوښتنوته نه پیداکاوه ،یوازي داچې لکه څنګه چې هغې ویلې ول چې ژوندی پاتې شم اوغمونه وزغمم څویوه ورځ زه هم دهغې په څېرددې فانې نړۍ څخه دتل لپاره کډه وکړم .
کله چې مې دا اند وکړنوناڅاپه مې په کټ کټ او چیغوچیغو په ژړاپیل وکړ،داسې چې هرڅوك زموږ مېز سره نږدې ناست ووزموږمیزته ځیرشول ،حمید چې زما دا حال ولید نو زما لاس یي ونیو اودپيسو دورکولو وروسته یې درستورانت څخه بهر راویستم .
هېڅ څیز د پخواسره توپیرنه درلود یوازې ماتوپیرکړی ؤځکه زه اوس ذلیل او مسکین شوی وم اودیوساعت مخکې خوښۍ اوسوکالۍ نښه راکۍ اوس نه برېښیده ،زړه مې سخت راښکېل شوی ؤ اوسترګومې هم تورکاوه ،شاید که حمید له ما سره نه وای څوځایونوکې مې چې واک له لاسه ورکړنوولیدلی به وای .مرال مې دیوساعت مخکې سره ځمکې او اسمان توپیردرلودهیله مې کوله چې ای کاش هغه شپه چې دساقې خانې په یو کونج کې بې سده شوی وم اوډاکټرانوروغتون ته بولی وم اوبسترکړی یې وم چې داکاريې نه وای کړی اوهلته ترسهاره مړوای څومره به ښه ؤ،خوافسوس چې داکار ونه شو.
درویا له مرګ نه وروسته به ژوندماته څه خوند راکړی وای یا څه ارزښت به یي راته درلودای ،دهغې مرګ اوداسې په نره مرګ یوځل بیازما په زړه کې حماسي مينه راژوندۍ او په ولولو كړه او داسې مې وپتييله چې په دې زمانې كې هم داسې خلک شته چې د رښتینولۍ اومینې لپاره ځان قربانې کوي .
درویا مرګ زما زړه اوجرات دواړه ووژل ،اودا احساس چې زه به وروسته هم ژوندی پاتېږم ډېردردولم اوکړولم ،اودتل لپاره به مې ژړل ،خوحمید به راته ډاډ راکاوه ،نه پوهېږم چې په دې ورځ به په دې لار څرنګه دحمید سره تللی وم خوځیروم چې حمید په بشپړه توګه په پوره هوښیارۍ زما کړووړوته ځیردی .
حميد په دې شپه پرېنښودم چې میلمستون ته ولاړشم اوخپل کورته یی بوتلم ،شپه مې دحمید په کورکې په ډېرتکلیف اوستونزی سره سباکړه .
ټوله شپه ويښ وم اوخپلې تېرې خوږې خاطرې مې راپه یادولې ،اودهغوی په را یادولوبه دمره ناکراره شوم چې نږدې ول لیونی شم .
دسهارپه وخت کې چې حمید وکتل ډېرپه ستونزه کې راښکېل یم نودوه ډوله ګولۍ یي راکړې ،که څه هم مانه خوړې خوپه زوره یي رابانې وخوړې اوشېبه وروسته په ښایسته خواږه خوب ویده شوم ،خودې خوب له نورو خوبونو سره ډېرتوپیردرلود ، یانې که خوږهم ؤیوډول غم او رنځ په کې پوښل شوی ؤ.


نهم څپرکی

مهال بې له ځنډه پرمخ تللو،زما ناکراره روحیې بدلون نه وموندلې ،حتی دورځوپه تېریدوهم ونشوکړای چې زما څخه درویا مرګ وېرکړي ،هره ورځ به مې دهغې اوقهرمانۍ په هکله یی فکرونه کول اودهغې نېکې خاطرې به مې رایادولې او دا چې له هغې څخه راوروسته دهغې په غوښتنه او دالله په رضا ژوندی پاتې وم ډېر رنځېدم ،خوافسوس چې غیر دسوځید واوزغم څخه مې بله چاره نه درلوده ، سر بېره د رویاپه مرګ بې کارۍ اووزګارتیا هم رنځولم ،او نورمې ددې مخ نه درلود چې له چا څخه پور واخلم .
ددې لپاره چې هم بوخت اوسم اوهم مې یو څه پيسې لاس ته راوستې وي په چټکۍ مې دکارلټون پسې پیل وکړ اودامې وپتیيله چې دهر ډول ابرومنداواعزتمندکار وړاندیزكه راته وشې نوهرومروبه یي کوم چې په دې توګه وکولای شم هم دنده پیدا کړم اوهم خپله ګانده جوړه کړم .
نو لکه څنګه چې ددولتي اوشخصې کارونو څخه نا هیلى شوم د ډریورﺉ اسنادو (لیسنس) په فکركې شوم او دهمدغې اسنادوپرپنسټ دډریورۍ په لټه کې شوم که ګوندې کوم ځای کې ډریوري پیداکړم خو بیا هم له بده مرغه چې حتی په کوم ځاې کې چا دډریور په توګه هم له ځان سره ونه نیولم ،هرځای ته به چې ولاړم نویوازې همدا ځواب به مې اورېده ،زموږ داستخدامي کارلښتلیک ( لست ) بشړ دی اونویو کسانوته اړتیا نلرو.
کله چې دټولو ځایونوڅخه نا هیلې شوم نو دیوکریابۍ مدیرپه وسیله مې خپل تعلیمي اسناد سره د ډرېورۍ اسنادو دکاریابۍ وزرات ته واستول .
دوزارت په غولي کې ډېرى خلک ولاړوو،زه هم په نوبت ددوی سره یوځاى ودرېدم ډېر وخت همدلته ضایع شو ترڅو چې راته وار راورسېد،کله مې چې غوښتل خونې ته دننه ننوزم ،چوپړکوونکې (ملازم ) له مټه ونیولم اوراته یي و ويل : ښاغلیه ، بخښنه غواړم لاتراوسه ستاسې وارنه دی رارسېدلې !
وروسته یي یوځوان ته چې د ودانۍ ترڅنګ د پاتخو ( زینو ) سره جوخت ولاړؤنغوته وکړه ، ما داځوان تردې دمه په نمبرکې نه ؤلیدلی ويې ویل ( وارد دغه ښاغلي دی نه ستاسې !)
دچوپړکوونکي دې خبرې سخت په غوسه کړم اوپه نارو اوسورو مې پیل وکړ اوپه زغرده مې ددې ملازم نه سروټکاوه ،زما به چیغواوغالمغال دوزارت یومامور خبر شواودخپلې خونې څخه رابهرشو،کله چې ما ته رانږدې شو نوچپ چپ یي راته ولیدل اوبیایې وویل :ولې دې چیغې جوړې کړي ښاغلیه ؟ چوپړکوونکى وروړاندې شو په داسې حال کې چې حق په جانبه څېره یی غوره کړې وه ورته يې وویل چې د دې ښاغلي وار لانه ورارسیدلې اوغوښتل یي چې په زوره دننه شي اواصلاً واردهغه بل ؤخوداچې ما پرینښودنونوموړي په چیغواوکوکاروپیل وکړ.
دچوپړګوونکې له دې درواغوڅخه سخت په غوسه شوم اودډېرې غوسې نه نږدې ؤچې لیونی شم ،په داسې حال کې چې دغوسې نه ټول لړزېدم د ولاړو کسانوڅخه مې مرسته وغوښته اوهیله مې ترې وکړه چې دوزرات مامورته حقیقت ووایي څو رښتیا اودرواغ سره روښانه شې او دملازم دابې ځایه ادعا جوته شي .
خوله بده مرغه د ولاړوکسانو څخه هېڅ چا ګواهې ورنکړه چې حقیقت څه شی دی ، څکه دوی ډارېدل که چېرې ګواهې ورکړي نوداسې نشې چې نوموړی ماموریې کارورخراب کړي اویایي ورته ونکړي .
کله چې پوه شوم چې داټول دډاره څه نه وایي نوپه ناکرارۍ اوغوسه مې ټول حال ورته ووایه اوورته مې وویل چې دا ډارنان دخپل ډارله کبله داکارنکوي اوددې په څنګ کې مې داهم ورزیاته کړه چې داچوپړکوونکي دخلکوڅخه بډې اخلې اوخلک بې نمرې تاسې ته درلیږې اوزما څخه یي هم رشوت وغوښته خوداچې ما بډې ورنکړه نوداسې جاراوجنجال یي جوړکړچې تاسې ته دا زبات کړي چې زه ګواکې ددې ځای ارامه فضا خرابوم .
زما خبرې په نوموړي ماموربرعکس غبرګون وکړ اوناڅاپه یې له ګرېوان څخه ونیولم اولیرې يې غوځارکړم ،اوهغه وخت يې امروکړچې سمدستې غونډه جوړه کړي اوزما پروړاندې څه ولیکي ،غونډه جوړه شوه او زما پروړاندې يې داسې ولیکل چې ماد رسمیاتو پرمهال دنوموړي وزارت دیوه پاک اوصادق چوپړکوونکي شخصیت اودندې ته توهین کړی اوهغه مې ګواښلې دی .اوددې ترڅنګ مې دوزارت خانې نظم اوارامتیا ته هم زیان رسولی دی ، ما چې كله داخبره واوریده نورمې بله خبره ونکړه او درېدل راته بې ځایه ښکاره شواودخپل راتګ څخه دې وزارت ته ډېرپښېمانه شوم .
هغوی دجوړې شوې غونډې پربنسټ زه دپولیسوماموریت ته وسپارلم او د پولیسو سرماموربې له دې چې زما خبرې ته غوږ کېږدې ،زما دوسیه يې ولیکله او د اجراتو لپاره یي قضایي مقاماتوته ولېږلم .
په څېړنتون (تحقیق خانه ) کې مې ټول بهیرهوبه هو اوټکې په ټکې څېړونکي ته ووایه ،هغه هم ځیرو اوپوه شوچې زه رښتیا وایم ،زما پروړاندې یې چل سازي کړې اوهسې خوشې په خوشې یي راته دوسیه جوړه کړې ده ،نوزما پرحال یي ډېرافسوس وکړ او زړه یې راباندې وسوځېد ،نوامریې وکړچې ما ژزترژره خوشې کړي .
کله چې دڅېړنتون څخه بهرراووتم نوبیا هم بې کاره اولالهاند وم یوه شېبه خوپه واټونواوپارکونوکې وګرزیدم اووروسته له هغې میلمستون ته ولاړم ،کوټه مې دځان پسې کلپ کړه اوپه ژور اند ډوب شوم ،غوښتل مې چې په هرډول کيږي ځانته کارپیداکړم .
په همدې فکرکې ډوب وم چې نا څاپه مې خپل هغه ملګری راپه زړه شو چې ګاراج یی درلوده ،مخکې ما دخپل پلارموټرپه همدې ګاراج کې دراوه اودګاراج څښتن ترحده زیات ماته درناوی درلود،په کراتوکراتویې له ماڅخه غوښتي ول چې که چېرې کوم کاریا ستونزه راته پیدا شوه نوهغې ته ووایم ،سمدستې دمیلمستون څخه راووتم او راساً دکاراج پرلوري ولاړم له نېكه مرغه هغه مې په خپل كاري دفترکې پیداکړ دګاراج خاوند زما پر پریشانه اوګډوډ اکر ډېر تعجب وکړ.
بې له مقدمې مې ورته ټول هغه څه چې پرما تېرشوي ول وویل اوله هغه څخه مې وغوښتل چې دشونتیا په صورت کې که کوم کار راته پیدا کولای شي پیدایې کړي
ویې وپوښتل :
« آیا کولای شې چې په ټکسې باندې کاروکړې ؟»
په خوشالۍ مې ورته وویل :
«هوکې ،بلې !»
ويې ویل :
«ډېره ښه ده سبا سهاردوخته راشه اوټکسې دګاراج څخه بوزه » اوددې ترڅنګ یي څه پیسې هم دپورپه ډول راکړې چې خپل سراوصورت منظم کړم په ډېره خوشالۍ مې دګاراج خاوند څخه چې کوم کار یې ماته پیداکړی ؤ،مننه وکړه اورسره مې دخدای په اماني هم وکړه اوبېرته میلمستون ته راغلم داچې دومره مودې بې کارۍ وروسته مې کار پیداکری ؤ ډېرخوشاله وم ،په دې توګه ما اوس کولای شول چې سر دسبا څخه کاروکړم اودخپل ژوند رکودي اکرپای ته ورسوم .
بله ورځ مې خپل سراوصورت منظم کړ اولږدوخته له خوبه راویښ شوم اوراساً دګاراج پرلوولاړم ،دګاراج خاوند یو وړوکې ټکسي زما په واک کې راکړ اوزه هم بې له ځنډه دموټر په چوپړ بوخت شوم .
سره ددې چې په لومړیو کې مې دښارځینې سیمې نه وې لیدلې اویا نه وم بلد خو وروسته ،وروسته چې وګرځېدم بلد شوم اوپه داسې شرایطوکې مې چې کوم کارپیداکړی ؤ ترې خوښ اوراضي وم .

لسم څپرکی

شپږمیاشتې په همدې ډول تېرې شوې ترڅویوه شپه مې غوښتل چې چلوکباب وخورم دچلاوکباب هوټل سره نږدې یوه دتورټکرې ولاښځه ولاړه وه اولاس یې راکړکه څه هم مانه غوښتل چې سورلۍ بوزم اوډوډۍ خوړلوته روان وم خوبیا مې هم نا څاپې بریک ونیو ،که څه هم نه پوهیدم چې ولې مې په بریک پښه کېښوده ، خوبیامې هم بریک ونیو ،دتورټکري څښتنه بې له دې چې څه ووایي موټرته راوخته اودیوه واټ پته يې راکړه ،لا به سل متره نه وم تللې چې د تورټکرې څښتنې خپل ټکری له سره لرې کړا وپه خپل دستکول کې یې کېښوداوهغه وخت یي په کرار اواز زه مخاطب کړم اوراته یی وویل :
« سلام بهمن خانه !»
په تعجب مې سروګرځاوه که کسم شهلا ناسته ده اوپه خندا ماته ګوري ، دشهلا له لیدلو ډېر خوشاله شوم هغې هیله وکړه چې ټکسې ودروم ،همدا کارمې وکړ هغه دشا سیټ څخه راکښته شوه اومخکې سیټ ته راغله اوماسره څنګ کې کـښېناسته ،زموږلومړنۍ خبرې دشهلاګیلې اودنګلې وې چې له ما څخه یی کولې ،په همدې ګیلو،ګیلوکې هدف ته ورسیدو،شهلا را څخه هیله وکړه اوکه رښتیا ووایم نو بلنه یی راکړه چې دماښام ډودۍ سره یو ځای وخورو ، ورسره مې ومنله اوکورته يې ولاړم ، شهلا دمیلمنو خونې ته بوتلم اوخپله دمړۍ تیارېدو لپاره پخلنځي ته ولاړه داخونه په خورا سلیقې سره سینګارشوې وه .
دمېز په سر یوډېر ښایسته دسرو ،شنو ،ژېرړو .... مصنوی ګلانو ګلدانونه ایښودل شوې وو،ددې ترڅنګ ډېر ښایسته اوخوندورې تابلوګانې هم په خونه کې راڅړېدلې وې چې خونې ته یي ځانکړې ښکلاورکوله اودغه راز د رنګارنګوڅراغو نو رڼاګانوهم یوډول سینګاراوښكلاکوټې ته ورکړی وه .
شهلادماښام ډوډۍ تیاره کړه اوپه یوه ګرم چاپېریال کې موسره یوځای وخوړه، وروسته هغه جګه شوه اودګلدان پرلوري ولاړه اودګلدان څخه یي یوسورګل را وشکاوه اوماته یی راکړ او ویې ویل :
بهمنه زه داسورګل تاته درکوم پوهېږې چې سورګل څه ......
هغه وخت مې ددې خبره په نیمایي کې غوڅه کړه اوهغه مې په خپله غېږکې را ښکېل کړه ،احساس مې وکړ چې هغې دسره ګل په راکولو سره دخپلې مینې څرګندتیا وکړه نو څنګه چې په دې وخت کې بې کوره اوبې اوره وم نو ددې مینې څخه مې په خلاصه غېږه هر کلې وکړ،داڅکه چې په ګانده کې دګیلو او دنګلو موقع پاتې نشې .
درویا دژوند ټوله کیسه مې ورته وکړه او ورته مې وویل که زما تېرې شوې سهوې یي بخښلې وي نوهیله کوم چې راسره واده وکړي .
ویي منله اوڅوورځې وروسته چې حمید هم راغلې و اودشهلا یوشمېرخپلوان هم شته ول واده موسره وکړ،په دې توګه زموږنوې ژوند پیل شو اوزموږدزوی په پیداکېدوموخوشالې لاپسې زیاته شوه ،نولکه څنګه چې مې په ژوند کې ډېرې ماتې ،ناکامۍ اومایوسۍ انګیرلې وې نونه مې غوښتل چې زما زوی اومېرمن دې هم وزغمي اویا دې پرې داسې یواکر راشې که څه هم دشهلاپلارخورابډایه اودشتوخاوند ؤ اوپه واروار راته شهلاویلي وچې (کازرون ) ته ولاړشوهلته ددې پلارسره یوځاې واوسېږوخومانه منله اوداخپل حقیراونا څیزه ژوند راته ددې دپلارپه ارام اوسو کاله ژوند په کراتوکراتوخوراښه ښکارېده .
کومې خوارې اوکړاونه چې ما دخپل ژوند دښه والې په پار پیل کړې ټولو ځای ونیو اوپه لږ وخت کې مو ژوند خورا ډیربدلون وموند اوماپه ډیرې خوشالۍ او سوکالۍ سره دخپلې مېرمنې اوزوی په څنګ نېکمرغۍ ورځې تېرولې ،دې لړۍ همداسې غځونې کولې اوموږدخپل ژوند څخه لذت وړ،ترڅویوه ورځ دکازرون څخه دشهلا دپلارفکس راغی چې په ‌ډېربداوکرغیړن اکرکې راښکېل ؤ،اوغواړي چې شهلا وویني ، ددې تلګراف (فکس) په رارسېدوسره موږشپې دشپې دکازرون په لور روان شوخولږناوخته ورسېدو، ځکه دشهلاپلارزموږله ورتګ څخه درې ساعته وړاندې مړشوی و،سبا دهغه جنازې ته دکازرون ډیر خلک راغلي ول چې په دې ډله کې ددې دپلارملګري اوڅه خپلوان اوګاونډي هم وو موږیوه اونې وروسته دټولو مراسمو له ختمېدوسره سم بېرته تهران ته راستانه شوو.
ددې بډایه سړي له مرګ څخه وروسته دده مال شهلا اوخورته یې په ميراث پاتې شو،اوهمدا ما ل اودولت لامل شو چې شهلا په نا څاپې ډول بدلون وکړي هغې په دې پلمه چې نه غواړم خپل پخوانى کارپرېږدم اوهغه کورچې دایې غواړي لاړشو ، راسره بد چلند شروع کړاودخپل زړه کارونه يې کول ،دپلارميرات دومره بې خوده اومغروره کړه چې هېڅکله یې نه په چا اونه په کوم څیز پاملرنه کوله ،اویایی ددې خیال ساتلې وای حتی اوس یی زما خبروته هم ارزښت نه ورکاوه هغه اوس هره شپه دجوارۍ اوشپو غونډوته تلله ،هغې به په دې غونډوکې نڅا کوله سندر ې به یې ویلې ،شراب به یې څښل اوهرډول کړنې به یې کولې په پایله کې به په ټیټ سرچې ټولې پیسې به یې بایللې وې اونشه به وه کورته راتله . هغې ددې ټکې څخه چې دنارینه اوښځینه جوارګرو دمحفل شمعه یا رڼاوه خوند اخیسته اود یوډول سرلوړی احساس به یی کاوه اوددغې ډلې له خبروڅخه چې ډیرښایسته اوزړه دردونکی اواز لري خوند اخیسته اولږه پاملرنه یې هم نه پرما اونه زما پرزوی کوله ،په دې ډول زه ساده او مسکین لاهم په دې تمه وم چې یو ه ورځ به شهلا ددې لیونتوب څخه لاس واخلې او بېرته په خپل لومړني ساده اوعادې ژوند ته مخه وکړي خونه هېڅکله نه داټول زما ساده ګې اونېک نیت و.
زه یوازې دخپل زوی دبرخلیک اوخوشالې ته اندېښمند وم اوداخوشالي یوازې درویا په لاس کې وه یانې اوس دخدای ( ج ) څخه وروسته یوازنۍ کسه رویا وه چې کولای یې شول په خپلې رویي اونېکواخلاقوهغه ښه وروزي .
ماډېرکوښښ وکړ چې شهلا ددې کارونوڅخه منعه کړم اودخپلواړیکواوزوی په خاطرهغه بېرته خپل عادي اکرته راوګرځوم اونوریې دجوارګرۍ اوګډاپه غونډوکې پرې نږدم خودې کارنه یوازی ګټه ونه کړه بلکې زما دزوی روزنه اوپالنه هم زما پرغاړه شوه ،یانې هغه به اوس ډېرى شپې ترسهاره دجوارګرۍ اوګډاپه غونډوکې ناسته وه اوسهارسهاربه په داسې حال کې چې نیشه به هم وه کورته راغله .
بیامې هم څوڅوځلې ورته وویل چې لاس ددې ناوړه کارونوڅخه واخلي اونور خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي خوګټه یې ونه کړه اوزما خبروباندې یې غوږ هم ونه ګراوه ،سره ددې چې پوهیدم شهلا دجوارګرۍ په غونډوکې ګډون کوي ،ګډیږي ،سندرې هم وایې ،شراب څښي او .....
خوپه دې هم ډاډه وم چې هغه به زمادزوی په خاطر هېڅکله زما سره خیانت ونکړي اوهېڅ کله به زمادزوی سرچاته ټیټ نکړي ، خوای کاش چې په هماغه لومړیوکې مې نه وای پرې ښې چې دومره آزاده شي اودومره بې باکه وګرځي چې پایله کې مې برخلیک داسې شي .
هغه ورځ به مې هېڅکله هېره نشي چې ماپه ګاراچ کې موټرجوړاوه اودساعت ستنه دورځې په درې نیموڅرخېده چې دسرای څوکیدارراغږکړاووویل چې په ټیلېفون کې دې څوک غواړي په منډه دفتر ته ولاړم اوغوږی مې پورته کړچې دهغې لوری یوناپیژندل شوي کس خبرې کولې اوداسې څه یې ویل چې ماته هېڅکله دمنلووړنه وو،داکس بې له دې چې خپل نوم ماته وښایي یوه پته یې راکړه اونورېې غوږی کېښود.
دیو‌‌ډول حیرانتیااوسستوالي سره لاس اوګریوان شوم، غوږی مې له لاسه ولویده ، دسرای څوکیدار رامنډې کړه اوغوږی یې پرځای کېښود، پوښتنه یې راڅخه وکړه، ښاغلیه حال موخراب نه دی ، ورته مې وویل ، ولې ښه یم ورسته له هغې هغه مړې خولې چې په مخ اوتندي مې پيداشوې وې پاکې کړې اودګاراج څخه وتم اودهغې پتې پرلورروان شوم کومه چې ناپېژندل شوي سړي راکړې وه .
ما داکورډېرښه پېژانده که ناپېژندل شوي کس ما ته سمه پته راکړي وي نوباید څوشېبې وروسته زما مېرمنه ددې کورڅخه چې دحمید پلارپورې يې اړه درلوده اوڅوورځې مخکې یي له خاوند څخه اخیستی ؤ راووځي .
زما لپاره دمنلو وړنه وه چې زما مېرمن ،زما دزوی موردې ،زما دصمیمې اونږدې ملګري سره په دې کورکې یوازې واوسې .
نه داغیرې ممکنه وه ،داهېڅ کله زمالپاره دمنلووړنه وه اونه مې شول کولای چې داهرڅه ومنم ،په همدې ترتیب مې دځان سره وویل چې ای کاش دناپېزندل شوي سړي خبره دروغ وي .اوای کاش داټیلیفون چاراته دقصد اوکینې له مخې کړی وي چې غواړي دخلکو ګډژوند اوکورنۍ نظام سره خراب کړي .
زړه مې غوښتل چې په خپل وجودکې دګومان اوتردیدنیلې (ریښې) وچې کړم ،دهرشي په اړه مې کولای شول چې اند وکړم ،غیردشهلا اوحمید دخیانت په اړه هغه هم زما سره ،آخرڅنګه مې کولای شول باوروکړم چې زما صمیمې او آن دژوند ملګری هغه څوک چې زما دژوند په خوږواوترخواوټولوهغوستونزوکې چې زه به ورسره لاس اوګریوان وم لاس راکاوه ،ماسره داسې لوی خیانت وکړي .
که داسې وي نوانسان نورپه خپل ژوندکې پرچااعتماداوباوروکړي ،خونه په واقعیت کې داخبره دروغ ده اوکوم سړي دحسادت اوکینې له مخې داخبره کړې ده ،دخدای ( ج ) دربارته مې دبې نیازۍ اوتمنا لاسونه اوږده کړل اوترې مې وغوښتل چې زما د وړ زوی اوبې ګناه زوی له کبله داهرڅه وژغوري او پرې نږدي چې زما ښایسته اوحسینه مېرمن ، زما دزوی مور،په یوه ناوړه ناروغۍ اخته شي په داسې ناروغۍ چې دبېرته راستنیدو لاره ترې نشته .
خولازما دعاګانې پای ته نه وې رسېدلې چې دکور وربېرته شو،سمدستې مې ځان یوڅنګ ته کړچې ښکاره نشم اوڅوک مې ونه وینې ،په دې وخت کې یوه ښځه چې په تورټیکري كې يې ځان په بشپړه توګه رانغاړلی ؤاوهېڅ دپېژندلو شونتیا یې نه وه له هغه کوره راووته اووروسته ،دخدای په امانۍ څخه چې حمید ورسره تروره بورې دبدرګۍ لپاره راغلی ؤ په یوه ټيکسي موټرکې سپره شوه ،دنوموړي کور ور وتړل شواوموټرهم حرکت وکړ،ماهم یوبل ټکسي پسې ونيو اوهدایت مې ورکړ چې هماغه ټکسي وڅاري (تعقیب کړي ) هغه چې زما پریشانه اکرولید زما غوښتنه یې ومنله اودهغه بل ټکسي په تعقیب یې پیل وکړ.
ترڅوچې دې موټرزموږدکوسره بریک نه ونیولی ماګومان کاوه چې داټول درواغ دي اوهېڅ حقیقت نلري اودازما ښځه نه ده خوکله چې موټرزموږ دکورسره بریک ونیو نوشهلامې ولیدله چې خپل ټکرى یې قات کړاوپه دستکول کې یې کېښود او وروسته له هغي دموټرڅخه پلې شوه .حقیقت راته لږڅه روښانه شو ،هغه حقیقت چې هېڅکله مې باور پرې نشوکولای اوهېڅکله مې هغه نشول منلای .
ژوند راته بد ښکاره شو په هغه شېبه کې مې دټولوزاویو څخه دحمید او شهلا خیانت وانګیرل ،دخپل مرحوم اوبې ګناه ماشوم پرحال مې ډېرافسوس وکړ ، خو وروسته مې بیا هم دهمدې ماشوم له کبله چې سبا په ټولنه کې ژوند کوي اویوموقف ته رسېږی ځان کنترول کړاودټکسې چلوونکي نه مې مننه وکړه اوزه هم پلې شوم .
رښتیا ستاسوڅخه پوښتنه کوم ښاغلى قاضي که تاسې په داسې یواکرکې زما پر ځای وای نو څه به دې کړې وای ؟
ایا چیغې اوکوکاری موکولې ،آیا هغه مو وژله اوکنه او كه هېڅ موهم نه ویل اوغلي کښېناستـئ چې ښځه مو له تاسې سره خیانت وکړي اوتاسې یې ننداره وکړﺉ .
اوتاسې ښاغلي وکیل .که تاسوزماپرځای وای آیا همداسې غلي کښېناستئ اوننداره موکوله اوپریښودل مو چې عزت اوشرافت موپه بازارکې لیلام شې .
نه هېڅکله نه د ډېرې غوسې اودرد له لاسه به لیونى شوی وای ،اوپه چیغوچیغوبه موټوله نړۍ خبره کړی وای چې ستاسې مېرمنې ، ستاسې داولادموراوستاسې محبوبې ستاسې سره خیانت کړی دی .
اوتاسې ښاغلي وکیل ،آیا نشـئ کولای چې په داسې یو اکر کې دیوه رښتیني او صادقه مېړه زړه درک کړﺉ ،نو که تاسې هم زما پرڅای وای نو اوس به موخپله پرېکړه بدله کړی وای اوویل به موچې تاسې اشتبا کړې ده اوهغې له ماسره خیانت کړی دی اوزه هېڅ پړنه یم اوکه چېرې داپوښتنه کوﺉ چې موږبویه دهغې دسپیناوي لپاره هم وخت ورکړوترڅوسم باور وکړو نوستاسې په ځواب کې باید ووایم چې هوکې ،بویه هغې ته وخت ورکړل شي چې خبرې وکړي اودځان سپیناوې وکړي .
خوداباید هم ووایم چې داکاربه دکورني قانون لپاره یو ډېرلوی خیانت وي اوداټول به هغه څه وي چې نه یوازې زما په اند بلکې د نړۍ پرمخ دټولو انسانانو په اند د منلو او زغملو وړ نه وي او بویه چې داسې وګړو ته حق هم ورنکړل شي، څو د ټولنې غونډال سره وپاشي .
نو په دې اساس بویه عجله او تادي ونه کړﺉ، لکه څنګه چې ما ونه کړه او ښایي تاسې اوس دې ته هم به تمه اوسئ چې ما څه وکړل او نور څه پېښ شول .
یانې غبرګون مې څه ډول و، نو هیله کوم چې ښه راته غوږ کېږدئ او بیا قضاوت وکړﺉ.
د شهلا پسې جوخت زه هم کورته ننوتم او هغې په هغه وخت کې زماله لیدو څخه یو ټکان وخوړ، ویرې او ناارامۍ یې ټول بدن محاصره کړۍ و او له ډاره ټول بدن یې لړزې نیولۍ و.
هېڅکله یې فکرنه کاوه چې په دا وخت دې زه کورته ورشم او یا داسې بدشور ما شور وکړم . زه هم په داسې حال کې چې ډېرې غوسې نیولۍ وم چغې مې کړې او ورته مې وویل: پست فطرتې حد اقل زموږ په معصوم او کوچنی بچی خو رحم وکړه، په هغه زوى چې ته یې مور او زه یې پلاريم ، مګر تا په خپله ماته د واده وړاندیز نه و کړې، مګر تا راسره ژمنه نه وه کړې چې ته به ماته یوه وفاداره مېرمنه اوسې، نو اوس ولې غواړې چې زموږ ژوند تباه او برباد کړې.
ولې؟ ځواب راکړه، اخر ولې زما صمیمی ملګرى حمید دې د خپل خیانت لپاره وټاکه ، موټر یې درلودځګه ، شیک او ښایسته یې اغوستل ځکه ، د بډایه او مالدارې کورنۍ غړى دى ځکه اوکه د ښو اخلاقو خاوند او ساعت تېرى انسان دى ځکه، کوم یو، ها، کوم یو؟
ولې تاسې ښځې دومره پس فطرته او بې شخصیته هستۍ چې انسان نور په خپل ژوند کې په هېڅ چا حتىٰ په خپل ملګري هم اعتماد او باور نشي کولاى .
اخر ولې دې زما له داسې ملګري سره چې له وړکتوبه سره یو ځاى راستر شو او تر دې دمه مو یوله بل سره مرستې کولې، مینه موکوله... خیانت وکړ او هغه دې هم په خپلې ناوړې ناروغۍ کې راښکېل کړ. اوس نورنو انسان بویه په چا اعتماد وکړي؟
مسلماً پرهېڅ چا نه او دا بې اعتمادي تاسې ښځو زموږ د سړیو په منځ کې راپیدا کړې ده. ولې په دې کارونو زموږ پاک سپېڅلي او بې جوړې ملګري راڅخه بېلوئ؟ که دوستي او ملګرتیا همداسې ده نو لعنت دې وي په داسې ملګري او ملګرتیا، او که داسې نه وي نو ولې زما لپاره داسې شوه؟ اخر ولې؟
زما د خبرو پروړاندې غلې شوه او یوازې سکوت یې غوره کړ، سريې ښکته ځوړند کړ او یوازې اوښکې یې تویې کړې او ما ټول شرم له پوره ځانګړتیاوو سره د هغې په وجود کې ولیده.
زړه مې غوښتل چې په پښوکې مې ولوېږي او دکړې ګناه څخه یې راڅخه بخښنه وغواړي او راسره ژمنه وکړي چې نور به خپل عادي اکر ته راستنېږي.
زماپه وجودکې لا اوس هم زموږ د زوى له کبله د بخښنې عاطفه ژوندۍ وه، اودې بخښنې او عاطفې کواى شول چې زموږ د دواړو ژوند وژغوري.
په همدې موخه مې په ارام او شمارلي اواز مخ په ډېر مهربانئ د هغې پرلور واړاوه او ورته مې د نصیحت به ډول وویل، وګوره شهلا، تېر شوي تېرشول راځه اوس دې د خپل زوى د راتلوونکي په اړه لږ سوچ وکړه او خپل مخکیني ژوند ته راوګرځه، زه مطمين یم چې د خپلو کړو کارونو څخه پښېمانه یې، همداسې نه ده؟ لکه څوک چې له خوبه راویښ شوی وي سریې راجګ کړ او ویې ویل:
( که پښېمانه یم نو څه کار کولاى شم؟ )
( ژمنه وکړه چې نور به خپل دغه بد او ناوړه افعال نه تکراروې او نور به دغه کارونه چې تر دې دمه دې کول نه کوې.)
( یانې ما بخښې؟ )
(که په رښتیني او واقعي توګه راسره ژمنه وکړې او د خپلو کارونو څخه پښېمانه شې نو د خپل او زوى د ګاندې لپاره او په ټولنې کې د خلکو پروړاندې د خپلې د بدنامې له کبله دې بخښم.)
(ژمنه کوم بهمنه، ژمنه کوم او په خداى قسم یادوم چې پس له دې به تا لپاره یوه وفاداره مېرمنه او د زوى لپاره مهربانه مور واوسم).
په داسې حال کې چې لړزیده او اوښکې یې تویولې ځان یې زما په غیږ کې راغوځار کړاو په نیمه ژبه په غوڅو، غوڅو غونډلو او ویینو چې اوښکې ورسره هم بدرګه کېدې راته وویل، ته څومره ښه یې بهمنه، ته څومره مهربانه یې بهمنه، ته څومره...
دا چې په دې توګه بریالى شوۍ وم، چې رویا خپلو کړنو ته ځیر کړم او توبه پرې وکاږم چې خپل ار ژوند ته بېرته راوګرځي، ډېر خوشاله ووم او د ارامۍ احساس مې کاوه او دې ارامي ما اوزما د زوى لپاره د یوه ښه راتلونکې درې کسیزه کورنې زیرى راکاوه.
شهلا یوځل بیا تېر او ساده ژوند ته راوګرځېده او دا هغه څه ول چې ما یې هیله درلوده.


یولسم څپرکی

په دې وخت کې تورن چې ډېر ستړۍ مالومېده د څوشېبو لپاره چوپتیا غوره کړه، سترګې یې په ناپایه غم کې ورکې وې او شونډې یې هم وچې شوې وې، داسې برېښېده چې ګواکې نور څه نه لري چې محکمه کې یې بیان کړي او د ټول ژوند برخلیک یې همدا و.
یو ډول ځانګړې چوپتیا د محکمې فضا محاصره کړې وه. په محکمه کې ناستو ټولو ګډونوالو خپلې ساګانې په خپل ستوني کې زندۍ کړې وې او غوږ غوږ ول چې د بهمن دژوند یا داستان پاتې برخه واوري.
په دې وخت کې قاضي القضات په ارامۍ سره سرراپورته کړ او تورن ته یې وویل: (لطفاً ادامه ورکړئ...)
تورن اوبه وغوښتې اوبه یې ورته راوړې او په یوه دمه یې وڅښلې، او وروسته له هغې چې ډېرخپه او ناکراره برېښېده پاتې کیسه یې داسې پیل کړه: له هغې ورځې وروسته نږدې پنځه میاشتې زموږ په کرارۍ او خوشالۍ تېرې شوې، شهلا واقعاً په بشپړه توګه بدلون کړى و او حتىٰ اوس له پخوا څخه لا ښه د کورسمبالښت ته ځیر وه. اوس به چې هره شپه کورته تللم نو هغه به مې لیدله چې زموږ د ماشوم او نازولي زوى سره په لوبو بوخته وه، ددې کارله لیدو څخه به مې خوند اخیست او زمادټولې ورځې ستړیا به ددې صحنې په لیدلو ختمه شوه. ما یو ځل بیا نېکمرغي لاسته راوړې وه او دې لړۍ تر ډېره غځونې کولې، ترڅوچې یوه ورځ د ګاراج خاوند راته وویل، چې د کوم ضروري کارلپاره ( آبادان ) ته ځي او زه هم بویه ورسره ولاړ شم، لکه څنګه چې له هره پلوه ډاډه او مطمينه وم په پراخه ټنډه مې ورسره ومنله او هماغه شپه مې ټوله خبره خپلې مېرمنې شهلا ته وویله.
سهار د وخته د ګاراج خاوند سره دابادان پر لور روان شوم. نږدې دوه اونۍ زه او د ګاراج خاوند په ابادان کې ووچې یوه ورځ یې راته خبر راکړ چې سبا سهار دواړه (خُرم ) شهر ته ځو اوحداقل شپږ ورځې هلته (خرم شهر) کې پاتې کېږو.
کله چې بېرته تهران ته راستنېدو ډېر خوشاله وم. په تلګراف (فکس) کې مې خپلې مېرمنې (شهلا) ته خبر ورکړ چې شپږ ورځې وروسته انشاالله کور ته درځم او وروسته له هغې مې خپلې مېرمنې او زوی ته څه ډالۍ واخیستې، خو له نېکه مرغه د ګاراج خاوندکارپه نوموړي ځاى كې په دوه ورځو کې پاى ته ورسید، او زه د تلیګراف د پیغام څخه څلور ورځې مخکې خپل کور ته ورسیدم. کله چې مې د ګراچ خاوند سره خداى په اماني وکړه نو په موټر کې د خپل کور پر لور را رهي شوم همدا چې د څو ورځو مساپرۍ وروسته خپل کورته راتلم او خپله مېرمن او زوى مې لیدل ډېر خوشاله وم، خو نه پوهېږم چې ولې هېڅ په هېڅه مې زړه درزیده او داسې ګومان مې کاوه، چې ګواکې کومه ناوړه پېښه راپېښېږې .
کله چې د کور سره دموټر څخه پلې شوم نو دموټر پیسې مې ورکړې او دکور ټالۍ مې ووهله ، خو چا ور راته پرانه نیست . څووارې مې دکور ټالۍ ووهله خو هېڅ ځواب مې وانه ورېد .
ډېر خبر شوم چې داڅه پېښه شوی ، خو وروسته مې فکر وکړ کیدای شي چې زوى او مېرمن مې دکور سامان او ترکارۍ اخیستلو لپاره بهر وتي وي .
نو دا مې وپتیيله چې په دېوال کورته ورواوړم ، خو په دې خت کې سیمه يیز پوليس چې زموږ دکور سره نږدې ولاړ ول او همدلته یې پوسته هم وه پوه شول چې زه دکور خاوند یم ، نو راغلل او ماته یې یو لیک چې دهمدغې ځای دپست رسوونکو له خوا چې شهلا لیکلى و او دوى ته یې سپارلی و راکړ . دوې له ما څخه رسید واخیست او دخدای پامانۍ څخه وروسته لاړل ، کله مې چې لیک پرانیست نو دیوه ترخه حقیقت څخه خبر شوم . زوی مې دکور داوبو په حوز کې دلویدلو له امله مړ شوی و ، او ځېړونکو زما مېرمن دتحقیق لپاره بولې وه .
ستړی او ستومانه د دېوال خواته ورنږدې شوم او اخیستې ډالۍ مې ددېوال له لارې کورته ورخطا کړې او زه هم ددېوال له لیاری کورته ورواوښتم او خپلې کوټې ته ورغلم .
په ټولو ځایونو کې چوپتیا او سکوت خپلې وزرې خورې کړې وې ، په المارۍ کې مې دزوى انځور دخندا په اکر کې لیدل کېده په حیرانۍ او ژړغوني اندازمې انځورته وکتل حتی دژړا توان مې هم نه درلود . دکوټې په یوه کونج کې مې دماشوم او بې ګناه زوی وړ کټ پروت و او داسې احساس مې کاوه چې دټولو دېوالونو څخه غم او خپګان وریږي ، په همدې سوچونو کې ډوب وم چې نور به هېڅ کله دخپل ماشوم زوى ژړا او خندا وانه ورم او هېڅکله به ددې کوکارې په کوټې کې انګازې جوړې نکړي چې دغې خبرې نږدې سوځولی وم . داکور نور دتل لپاره غلې شوی و او ددې خاموشۍ څخه دمرګ بوي تللو ، ما باید په ناباورۍ داتریخ حقیقت منلی وای ، چې زما زوی مړ شوی دی ، زما هغه زوې چې ما دادومره وخت دهغه لپاره کوښښ او زیارکاوه چې ګانده یې روښانه کړم ، خو اوس چې هغه نشته څرنګه دهغه مرګ ومنم او څرنګه بې له هغه ژوند وکړم .
دکړکۍ خواته نږدې شوم ،ساعت ته مې وکتل چې دشپې یولس بجې وې ، خو دشهلا څخه هېڅ خبرنه و، یانې هغه تراوسه هم نه وه راغلې ، زما دسترګو لید دحوض هغه اوبو پر لور ورواوښت چې زما زوی یې له ما څخه اخیستی و او زه یې دخپل زوی څخه جلا کړې وم .
دسپوږمۍ رڼا هم داوبو په منځ کې پړقېده ، ددېوال په څنګ کې يوه سپینه پیشو ولاړه وه او زما دراوړو ډالیو پرلوري يې برګ ، برګ کتل .
ډول ، ډول سوچونو او فکرونو پیسې را اخیستی وم ، ماته یوځل بیا دتېر عشق او مینې خاطرې را په یاد شوې او یو ځل بیا درویا کړنې را په یاد شوې ، یو ځل بیا سوچونو پسې واخیستم چې درویا سره مې مینه پیل کړه . رویا بستر شوه ، روغه شوه او با الاخره مړه شوه ، دشهلا سره بلد شوم ، زوی مو وشو ، لږ را غټکی شو او اوس دادی مړ شو ، او بله دا چې اوس مې مېرمن لا څېړنې او تحقیق ته هم تللی . ای خدایه داڅه حال دی .
ډېره شېبه سوچ وړی وم چې یو وخت کې راپه خود شوم که کسم دشپې درې نیمې بجې وې ، لږ مې حال را ښه شو ، دکوچ پرلوري ولاړم او کراره په کې کښېناستم ، سګرټ مې ولګاوه او بیا هم په سوچ کې ډوب شوم ، لا په سوچ کې وم چې د وره اواز مې تر غوږو شو ،ښه ورته ځیرشوم ګورم چې چاد وره په کلپ کې کلي ور اچولې اوخلا صوي یې .
یوه شېبه وروسته ورخلاص شو ،هرګوره شهلاکورته راننوته ،لومړی خوماته ځیرنشوه خوکله یې چې څراغ ولګاوه نوماته یې پام راواواښت،له وېرې اوهیجان څخه په خپل ځای کې ودرېده .
هغه کوم فکس چې ماورته رالېږلی و اودې ته مې دراتګ ورځ ویلی وه حیرانه شوه چې څنګه دخپلې ټاکلې ورځې څخه دمخه راغلې یم ، مخکې راغله اوزماسره نږدې پرځمکه کښېناسته اوبې اختیاره یې په ژړاپیل وکړ، خوناڅاپه یې ژړابس کړه اوويې ویل:
(( زه نوره ستاپه دردنه خورم ، ماته طلاق راکړه ، زه دبل سړي سره مینه لرم پرحمیدمینه شوې یم )) .
لیونی شوی وم ، ځان مې په ډېرې ستونزې کنټرول کړ اوترې مې وپوښتل :
(( آیاهغه هم له تاسره مینه کوي )) .
دامهمه نه ده ، داچې زه ورسره مینه کوم بسیاده، ته بویه ماته طلاق راکړې ، ځکه زه اوس نوره ستا په درد نه خورم)).
نه پوهېږم چې څه حالت به مې درلود ،ځکه زوی مې هم مړشوی و،اوس زماټول اند دزوی دمرګ په هکله و اودې خبرې ته اصلاً هېڅ ځیر نه وم.
((که چیری تاته طلاق درکړم نوزمامینه اودزوی مرګ به مې څنګه شي ؟)).
یوه کریحه اوله ملنډوڅخه ډکه موسکایې وکړه اوبې له دې چې زمااکرته ځیرشي ویې ویل ((کوم زوی؟ هغه خومړشوی دی)) ناڅاپه برق ونیولم ،اولکه چیتایاپړانګ له ځایه پاڅېدم ،ځان مې ښه په درز کې لړزېده،وینومې دسترکوپردې ونیولې . اودځان په کنټرولولونوربریالی نشوم ،لکه ټپی مارمې دهغې پرلور ور ودانګل اوېرغل مې پرې وکړ،هېڅ نپوهېدم چې څه کارکوم،همدومره پوه شوم چې دهغې ویښتان مې له لاسونو څخه تاوکړل ،سترګې يې بړقې بړقې راوتلې وې اوله خولې څخه یې دشرابو ناولې اوګنده بوی راتلو په زاریو اوعُذر یې پیل وکړ،خوزه په خودنه وم ماداسې اکر نه درلود چې دهغې خبرې واورم یاونغوږم یو ډول ځانګړی کرکې اونفرت مې پرذهن ېرغل کړې و.
په هغه شېبه کې راته خپل هرڅه برباد شوي ښکارېدل اوپس له دې راته نور ژوند،خونداورنګ نه درلود.
همداسې دغوسې اوغضب نه لړزېدم ، لاسونه مې دهغې دستوني څخه حلقه کړل اودخپل بدن په ټول توان سره مې دهغې ستونی زورکړ،رنګ یې شین اوتور واوښت، سترګویې عجیبه اکر غوره کړ اووجودیې لکه ماته شوی څانګه له واکه ووت اوهماغسې مې خوشې کړه اوپه داسې حال کې چې ډېر سخت ناارامه اوبېړنى اکرمې درلود له کوره ووتم اوډېره شېبه په واټونو او پارکونو کې ګرځېدم چې له هغې وروسته لاړم اوپولیسوته مې ځان وسپاره ، پولیسوهم ماموریت ته بوتلم اودادې دماموریت له لارې لړۍ په لړۍ تردې ځایه راورسېدم.
نورپاتې شونې خبروباندې تاسې هم ښه پوهېږئ .
ماچې تر ننه پورې چوپتیاغوره کړې وه اوپه خوله مې مهر لګولې و،دهمدی لپاره چې دخلکواوټولنې په منځ کې بې آبه اوبې عزته نشم نودادې تاسې اړکړم هغه څه چې مانه غوښتل په ژبه راوړم راباندې مو وویل اودټولنې اوچاپېریال په مخ کې موبې عزته اوبې حیثیته کړم ، زه نن دخپل ژوند د کړاونوپه څرګندولو سره یو څوک یم بې برخلیکه .
اوس ماته د ژوند ښه اوبد هېڅ ارزښت نلري ،ژوند ماله ماته راکړې اودټولنې په منځ کې یي نا بوده کړم . نن چې هغه څه ماوویل هېڅ ډول دلیل ورته نلرم او ټینګار هم نه کوم چې تاسې ښاغلي قاضي اوقاضیان زما خبری اوڅرګندونې ومنئ ، خو هیله من یم چې زما دچوپتیا اوسکون په رازخوحداقل پوه شوي واوسئ چې همدازما لپاره بس اوکافي دي .
زه تل دبې آبۍ نه ډارېدم اونن چې مې دا راز ټولوته څرګندکړاوټولوګډونوالوپه منځ کې مې هرڅه په ژبه راوړل نواوس هیله کوم چې مړشم اوددې بې مانا اوکړېدونکي ژوند څخه خلاصى ومومم .
زه اوس په یوې وژنې تورن یم اوپه خپل جرم اعتراف هم کوم ،خوپه هر حال زه یو انسان یم ،داسې انسان چې دټولنې څخه بې زاره وي اوپه ټولنه کې یوازې وي .
حتیٰ زوی یې مړشوی ،مینه یې مړه شوې ،ښځه یې مړه شوې اوخپله به هم یوه ورځ مړشي .
زړه مې غواړي چې تاسې ښاغلي قاضیان چې زه مومحاکمه کړی یم اوپه حقیقت کې دټولنې رهبري هم په غاړه لرئ ، په دې پوه شئ چې که چېرې کوم ځوان قرباني کیږي دناسالمې روزنې اوغلط چاپېریال له کبله کیږي حتیٰ تاسې هم نشئ کولاى دوعوا وکړئ چې خپل اولادونه مودټولنی نن یا سبا لپاره په خورا ښه توګه روزلي دي ، نوراشئ اوهغه ډول چې ټولنه اوچاپېریال يې غوښتنه کوي وروزﺉ دمینې، دعشق دژوند اودټولوشیانوپه هکله ورسره په بې پروايۍ خبرې وکړﺉ اوهغه پرده چې ستاسې اوهغوى ترمنځ فاصله اوواټن پیداکوي ليرې کړې .
که چېرې مین شول نوکوښښ دې وکړي چې خپلې مینې ته درناوى ولري اوکه چېرې کومه ستونزه ورته په ټولنه کې پیداشوه نوکوښښ دې وکړي چې په همغه لومړیو کې یې حل کړي ځکه که چېری اوږده شوه اوغځونې یې وکړې نوشونتیايې شته چې زماپه برخلیک اخته شي .
زه نن په یوه داسې څانګه ناست یم چې هره شېبه یې د وچېدوشونتیا شته خو دا تاسې هستئ چې دټولنې دځوان کول ( نسل ) اوڅانګودوچېدومخنیوی کولای شئ اودهغوى ژوند خوندي ساتلای شئ .
له تاسې ټولوڅخه مننه کوم چې زما خبروته موغوږ کېښود اوپه پوره اوسیلې موواورېدې ،تاسې ټول کولای شئ چې په ازادانه توګه زما په حق کې قضاوت وکړﺉ اورایه صادره کړﺉ .
په هرحال ماته اعدام اوزندان دواړه يودي اوله تاسوتولوڅخه هیله هم کوم چې هېڅ ډول رحم اواستشناعات زماپه برخه کې په پام کې ونه نیسئ اوډاډه اوسئ که چېرې داعدام حکم هم راته واوروﺉ نوخوشاله به شم ،ځکه دیودردونکي او رنځوونکي ژوند څخه به خلاص شم .
که رښتیا ووایم نودزندان دکړېدلي ژوند اودهرځل ژوندي کېدواومړه کېدوڅخه به وژغورل شم اودابه موراسره لوی احسان هم کړی وي ، نورنوڅه خبرې نه لرم او چمتویم چې دمحکمې حکم واورم چې زما په برخه کې څه حُکم صادروﺉ .
ناڅاپه دګډونوالوهاها اوغوغا دمحکمې ارامه فضا خرابه کړه تورن په داسې حال کې چې اوښکې یې له سترګوڅڅېدې اولکه اوبه راروانې وې په خپله ځوکۍ کښېناست دمحکې رئیس دتفریح اعلان وکړ اودخپلوقاضیانوسره یوځای دمجلس یا شوراخونې ته دپرېکړې په موخه ننوتل .
څلورساعته دمحکمې قاضیان دشوراپه خونه کې ول ،هغې نه وروسته په داسې حال کې چې دټولوپه بدن کې دستړیانښې له ورایه ښکارېدې له خونې راووتل ، د هغې نه وروسته تفریح خلاصه شوه اودمحکمې رسمیات بیا پیل شول ،دمحکمې قاضي دتورن لپاره پنځلس کاله دبامشقت بند اعلان وکړاومحکمه پای ته ورسېده.
مجرم په داسې حال کې چې په بشپړه توګه غلې ولاړ و دمحکمې دابلاغيې اسناد یې لاسلیک کړل اوبې له دې چې دځان دسپیناوي یا قید دکمېدوپه پا رڅه ووایي په ټیټ سر دموظفوپولیسوسره یوځای دجېل پرلوري روان شو.
دبهمن دمحکومیت خبر دهماغه ورځې په پیل کې ورځپاڼوخپورکړاوډېرى خلکو چي دبهمن دژوند کیسه په ورځپاڼوکې ولوسته نو ناڅاپه په ژړاشول ،اودغه کیسه دیوڅه وخت وروسته بېرته په خاموشۍ بدله شوه اوله هرچا څخه هېره شوه .


په داسې حال کې چې دبهمن دژوندتریخ برخلیک په دې ځای کې پای ته ونه رسېد اوهغه یوازې څومیاشتې په زندان کې پاتې شو،ځکه دڅومیاشتووروسته یوه ورځ دزندان پازه والو د اوړي په یوه ګرمه ورځ کې دهغه توراوشین شوی جسد دزندان له یوه کونج څخه پیداکړدهغه جنازه یې دعدليې روغتون ته بوتله ترڅودمرګ لامل یی پیداکړي چې دڅه شي په وسیله مړشوی دی .
عجیبه خوداده چې دبهمن له جنازی سره جوخت یوساعت وروسته دیوه روغتون څخه دیوبل ځوان مړی هم دعدليې روغتون ته دکتنې (معا ینې ) لپاره راوستو،چې وروسته معلومه شوه چې دادویمه جنازه دبهمن ملګرى (حمید ) و.
دحمید دجنازې له څېړنوڅخه معلومه شوه چې دحمید له واده څخه دوه میاشتې وروسته چې کله هغوى دخپل واده دتفریح ( عسل ) میاشت لپاره بهرته تللي ول ، نوحمید په خپل وروستي موډل موټرکې ناست ودموټردسرعت دتېزوالي له کبله موټردکوم څه شي سره ټکرکړی اومېرمن یې په دې پېښه کې مړه شوې ده نوپه دې پېښه کې حمید هم ټپي شوى و اوڅه موده وروسته لیونى شوى دى اوبالاخره داچې څوورځې وروسته په یوه روغتون کې یې ځان وژلى دى .
نوپه دې توګه پنځ (طبیعت ) اوټولنې له حمید څخه دبهمن غچ اخیستى و اوهغه یې دمرګ ترپولې رسولى و.
دحمیدجنازه خپلوانويې له روغتون څخه بوتله اودبهمن جنازه هېڅ یوخپل یې بونه تله اونه یې دده پوښتنه وکړه . نوپه دې اساس دولت دهغه جنازه پورته کړه او د روغتون په امبولانس کې یې دښارعمومي هدیرې ته بوتله اوهملته یې خاوروته وسپارله ، خو کله چې دبهمن دجنازې امبولانس دعدليې له روغتون څخه وتلونو دآسمان هم سترګې ژړغونې وې اوباران په ورېدو پیل وکړ، شاید دا درویااوښکې وې چې دباران په توګه له اسمان څخه راښکته کېدلې اودخپل محبوب اوعاشق په ناوړه اوکرغیړن برخلیک یې ژړل .
هغه یې هدیرې ته بوت اوڅو سپین ږیرو بو‌‌ډاګانو یې جنازه خاوروته وسپارله خو نوموړي هېڅ څوک نه درلودل چې دهغه پسې وژاړي اوغټې غټې اوښکې پسې تویې کړي اویایې هم په قبردګلو ګېډۍ کېږدي.
هغه په یوازوکې یوازې ؤ.....
شاید دخپلې وینا له مخې یې نوموړى هغه څوک ؤچې :
زوی یې مړشوی .....مینه یې مړه شوې ....مېرمن یې مړه شوې ......اوبالاخره خپله یې هم مړه شوی ؤ....

پای