د امپراتور نوې جامې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

Hans Andersen ليکنه:
ژباړه: عبدالملک پرهيز

دا د هغه امپراتور کيسه ده چې نوې جامې يې زياتې خوښېدې. نوې جامې دومره دهغه خوښې وې چې خپلې ټولې پيسې به يې برې لګولې. هغه د ورځې د هر ساعت د پاره يوه جلا کرتۍدرلوده. تل يې زړه غوښتل چې د نويو جامو سره بهر ته ووځي او خپلې نوې جامې خلکو ته و ښايې.

دغه ښار چې ده په کې ژوند کاوه تل په زړه پورې او زړه راښکونکې ؤ.هره ورځ دغه ښار ته له بيلابیلو سيمو څخه زيات خلک او سيلانيان راتلل. یوه ورځ دوه ټګان د هغه دربار ته راغلل.
يوه له ټګانو داسې وویل :«عالې مقامه!» « موږ د نړۍ تر ټولو ښه او غوره ټوکر اوبدونکي يو. موږ ډير ښه ټوکر اوبدلي شو. داسې ټوکرچې نه يوازې به ډير ښه رنګ او جوړښت ولري بلکې د کيفيت له پلوه به هم خورا ډيرښه اوچت وي. خو يوازې هوښيار خلک کولې شي هغه وويني.»

«اوه» امپراتور داسې اوسیلې و ايست. « څومره په زړه پورې! زه هم غواړم ماته له داسې ټوکر څخه جامې جوړې کړۍ. هغه له ځانه سره وويل: کله چې زه دغه جامې واغوندم نو وبه کړای شم په خپله امپراتورۍ کې هغه کسان و پيژنم کوم چې لوړې دولتي څوکۍ يې نيولې دي خو وړتيا يې نه لري او زه به هوښياران له احمقانو څخه ژر توپير کړاې شم.»
نوموړي ټګانو ته زياتې پيسې ورکړې. هغوې له دربار څخه ووتل او داوبدلو دوه دستګاوې يې جوړې کړې. دوې داسې ښودله چې ګنې کار کوي، خو دوې د کار دپاره اومه مواد نه لرل. دوې دډیرو ښو وريښمو او سروزرو غوښتنه کوله خو هغه يې په خپلو کڅوړو کې پټول. دوې د اوبدلو په تشو دستګاه ګانو کې د شپې تر ډيره ناوخته کار کاوه.

امپراتور زيات خوښ ؤ. هغه خپل ډير ښه، هوښيار او تجربه کاره وزير را وغوښت. هغه ته يې وويل« څه ښکلې ټوکر به يې جوړ کړی وي ها!؟» زه غواړم پوه شم» مهرباني وکړه اوځه لاړ شه او هلته هر څه په خپلو سترګو وګوره.»

کله چې وزير هلته ورغي، ټګانو وزير ته د اوبدلو دستګاه وښودله:« څنګه دغه ټوکر ډير ښکلي نه دي؟» وزير خپلې سترګې ښې پرانيستلې او په زير زير يې وکتل. « اوه نه» «زه خو هيڅ نه وينم! د ځانه سره يې فکر وکړ خو زه نه شم کولې امپراتورته دغه حقيقت ووايم، هغه به فکر وکړي زه احمق يم». ټګانو هغه ته وويل: راځه، نژدې راشه او بيايې ترې وپوښتل: نو څنګه د ټوکر رنګ او جوړښت دې خوښ شو او که څنګه!؟ هغوې وزير ته د اوبدلو تشه دستګاه وښودله. خوارکې وزير په زير سره و کتل خو هيڅ يې و نه ليدل، داځکه هلته هيڅ هم نه وه چې يې و ويني.
په پاې کې وزير وويل:« اوه دا خو ډير ښکلې ټوکر دي/ زيات ښکلې دی. څومره ښه اوبدل شوې او څه ښه رنګ لري! زه به امپراتور ته ووايم چې زه ستاسې له کاره ډير خوښ يم.»
ټګانو په ځواب کې وويل:«اوه!» موږ خورا خوښ يو چې دغه ټوکر ستاسې خوښ شو، خو مهرباني وکړې ګران امپراتور ته وواياست چې موږ لا زياتو پيسو، وريښمو او د سروزرو تارونو ته اړتيا لرو».
په ټول ښار کې د ټوکر د ښکلا په هکله آوازه خپرې شوې.
يوه اونۍ وروسته امپراتور خپل يو بل لوړپوړی باوري چارواکی واستوه. نوموړی هم پرته له دستګاه نه بل هيڅ ونه ليدل نو له ځانه سره يې داسې وويل:« داسې نه چې زه احمق يم؟» که امپراتور په دې پوه شي نو زه به خپله دغه ښه دنده او مقام له لاسه ورکړم.» هغه بيرته ماڼې ته ستون شو:
او دغه د ډاډ وړ چارواکي امپراتور ته داسې وويل:«په رښتيا هم خورا ښه ښکلې ټوکر يې اوبدلې دی، زما ډير خوښ شو».
امپراتور داسې وويل:«اوه په رښتيا هم!، زه نه شم کولې نور زيات صبر وکړم، زه يې بايد په خپله ووينم.»
امپراتور خپل ټول هوښياره وزيران او د ډاډ وړ کسان راټول کړل. موږ ټول ځو او دغه ټوکر په ګډه وينو. ټولو وزيرانو او باوري کسانو تشه دستګاه وليده، خو هيڅ ټوکر يې تر سترګو نه شو، خو هر يوه فکر کاوه چې دا نورکسان ټوکر ويني.
« اوه! ډير ښه ټوکر دی، ټولو په يوه غږ دا خبره وکړه. آيا دا ښکلی نه دی؟!» دوې ټولو امپراتور ته وکتل او په تمه شول څو هغه څه وايې. «څه!» دوې ټول ټوکر وينې يوازې زه يې نه وينم ! امپراتور له ځانه سره فکر وکړ. دوې ټول يې ويني خو زه هيڅ نه وينم! دا ډيره دردونکې ده. آيا زه احمق يم؟! آيا زه د امپراتورۍ د پاره وړ او مناسب سړی نه يم؟
اوه! دا رښتیا هم ډير ښکلې ټوکر دي.» امپراتور په لوړ غږ دغه خبره وکړه.» له دې نه ښکلې جامه جوړه کړۍ، بله اونۍ يې د پريټ په وخت آغوندم».

له دې وروسته دواړه ټګان زيات په کار بوخت وه. دوې ټوله ورځ او شپه کار کاوه. خلکو ليده چې دوې سخت زيار باسې څو د امپراتور جامې په وخت تيارې کړي. دوې داسې ښودله چې ګنې د اوبدلو له دستګاه څخه ټوکر اخلي او په يوه لويه بياتي يې په هواکې بیاتي کوي. په پاې کې د اوبدلو تارونه خلاص شوه او دوې وويل :«اوس نو جامې تيارې شوې»
د پريټ په ورځ ټګان له یوه لوې بکس سره د امپراتوې دربار ته ورغلل. دوې د امپراتور، دهغه د هوښياره وزيرانو او باوري چارواکو تر وړاندې بکس خلاص کړ. او لاسونه يې داسې ښورول چې ګنې له بکس څخه کوم څه پورته کوي او خپل تش لاسونه يې ټولو ته وښودل او ويل يې:«دغو نيکرونو ته وګورې» يو له له ټګانو وويل:« دا ګنې ښکلې نه دي؟ دا ډير روښانه رنګ لري، بيخې لکه د غڼې جال، ښاغلو! دا دومره سپک او رڼ دی چې سړی فکر کوې چې هيڅ يې نه دي آغوستي.»
«ډير عالې» زوړ هوښيار وزير داسې وويل.
پاتې کسانو هم وويل. «ډير ښکلې »«څومره ښه ښکاري»
«عالي جناب اوس نو مهرباني وکړې او خپلې جامې وباسې څو موږ ددغه جامو په آغوستلو کې له تاسې سره مرسته وکړو».
امپراتور خپله جامه و ايستله او ټګانو داسې ښودله ګنې امپراتور ته کالي ور آغوندي. آمپراتور په لويه هنداره کې ځان ته و کتل. هغه يوه خوا او بله خوا تاو راتاو شو. هغه وويل: «هو» دا خورا ښکلې جامې دي!»
ټول وزيران او نور باوري چارواکې په دغه خبره سره يو او هم غږي ؤه او ويل يې. « واه واه دا څومره ښکلي جامې دي.»
پريټ پيل شو. په سړک کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه، خلک د کورونو کړکيو او بامونو ته را پورته شوې وه. او ټولو چيغې وهلې «هورا».
«څه ښکلې جامې دي!»
خلکو داسې چيغې او نارې وهلې. دوې ټولو داسې ښودله چې ګنې د امپراتور جامې ويني. هيڅ چا نه غوښتل څوک دې دهغه په هکله داسې فکر وکړې چې ګنې هغه احمق دی.
ناببره يو کوچني هلک چيغه کړه:«امپراتو لوڅ لغړ دی او جامې يې نه دي آغوستي!»

«دومره مه احمق کيږه» د هلک پلار داسې وويل.
« وګورې هغه لوڅ دي او هيڅ يې په ځان کې نشته!» هلک بيا داخبره وکړه.
دهلک ښي اړخ ته يوه ميرمن ولاړه وه، هغې وويل :« هو، هلک رښتيا وايې» يو بل سړي هم دا خپره وکړه.« د امپراتور په ځان کې هيڅ جامه نشته!» ټولو خلکو په خندا پيل وکړ.
«خلک رښتيا وايې» امپراتور له ځانه سره داسې فکر وکړ. خو اوس زه نه شم کولې ددوې خوله ټپه کړم. زه بايد نيغ په نيغه په پريټ کې ور ګډ شم.»
امپراتور د خپل پريشانه وزيرانو په ملګرتيا د سړک په اوږدو کې روان شو.
خو دوې بيا هيڅکله هغه دوه ټګان ونه ليدل.