درې خپلوان ناولونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالهادي حېران



د درې واړو ناولونو خپلوي داسې ده چې تره، وراره او ورېرې ليکلي دي. ښکاره خبره ده چې کوم ناول تره ليکلى هغه مشر دى ځکه چې تره هم مشر دى او پاتې دواړه ناولونه کشران دي، خو د درې واړو ترمنځ ماته برسېره پر خپلوۍ دوستي هم ښکاري، ځکه خو يې وخت ښه تېرېږي، لکه قربان علي "مراد" چې وايي:

وخت مې ځکه ښۀ تېرېږي ورونو کې

مشر ځان مې دوى ته کشر کړى دى

د همدغه مشر (سيد قاسم عارف) برکت دى چې دا درېواړه ناولونه تر ما راورسېدل او ومې لوستل.

د ډېر وخته راسې چې کله زه د پښتو ناول په هکله د چا ليکوال ليکنه لولم نو دا خبره خامخا پکې وي چې په پښتو کې د ناول ډېر کمى دى. ريښتيا خبره دا ده چې په پښتو کې د څه شي کمى نشته؟ که په دقت سره ورته وګورو نو ډېر څه داسې دي چې کول يې پکار دي خو ندي شوي، ولې د ناول کمى ډېر زيات ځکه احساسېده چې د دومره سترې او لرغونې ژبې په ځولۍ کې د ګوتو د شمېر څو ناولونه وه او هغه هم زياتره يا خو په يو داسې نظرياتي چوکاټ کې ليکل شوي وه چې ځينو خلکو ځنې ښکاره کرکه لرله او يا يې هم بېخي علمي او ژور انداز لاره. حال دا چې په پرمختللې نړۍ او زمونږ په ګاونډي هېوادونو کې د انټرنېټ او تلويزيون د عام کېدو څخه وړاندې د ناول له لارې نه يواځې سترې نظريې، فکرونه، انقلابونه، عقيدې او ټولنيز کدرونه د ولس ذهن ته رسول کېده بلکې ناول د خلکو د ساعت تېرۍ يوه ډېره ښه ذريعه هم بلل کېده.

نو پکار خو دا وه چې په دغه دور کې د پښتو په سلګونو ناولونه ليکل شوي واى او اوس دا سفر د نورې ارتقا په لور روان وى. خو د وير او ماتم ځاى دا دى چې په سهېلي پښتونخوا کې ايله څو مياشتې وړاندې د پښتو لومړى ناول وليکل شو.

خو دغه څو مياشتې (يا په اصلي معنو کې څو کلونه) وړاندې چې د پښتو ادب او ژبې د ودې او پرمختګ کار د پخوا په نسبت څو چنده زيات شوى دى نو د ناول برخه هم پکې ښه شوې ده او اوس شکر دى په پښتو کې دومره ناولونه شته چې که څوک پرې څېړنه کول يا کتاب ليکل غواړي نو بلها ډېره خواري به کوي او د حنيف خليل په څېر په يوه ناسته کې به کتاب پرې نشي ليکلى.

د همدغې لړۍ دا درې "خپلوان" ناولونه هم دي چې لومړى يې "سمندري باغيان" محمد قاسم عارف، دوهم "شپه له نيمې اوښتې" سيده بي بي عارف او درېيم "مرجانه" ذبيح الله عارف ليکلى دى. لومړى ناول (سمندري باغيان) دوه کاله د مخه او کشران دواړه تازه په پېښور کې چاپ شوي دي. غواړم چې په دې درېواړو ناولونو څو خبرې وليکم.

"سمندري باغيان" چې د سيد قاسم عارف لخوا د اتلسو کالو په عمر کې ليکل شوى او په ٢٠٠٤ ميلادي کال کې چاپ شوى د يو داسې افغان ځلمي کيسه ده چې په يوه وړه خو مهمه خبره له کوره خپه کېږي او د خپل سفر په اوږدو کې هند ته رسېږي. په هند کې د يو سکهـ په دوکان کې کار کوي او د هغه د کور غړى جوړېږي. څو کاله وروسته خپل کلي ته ستنېږي، خپل د مينې ارمان سر ته رسوي او چې بېرته هند ته ځي نو د هغه سکهـ محسن مړ کېږي. بيا دا ټوله کورنۍ په يو بل سرنوشت اخته کېږي. د ناول کيسه، ژبه، د فقرو جوړښت، مالومات او پېښې لوستونکى له ځانه سره بيايي او دا احساس ورکوي چې دا کيسه په لوستلو ارزي خو په څو ځايونو کې داسې ښکاري چې ليکوال په کيسه خپل کنټرول له لاسه ورکړى وي او ځينې داسې پېښې چې د کيسې روانۍ ته زيان رسوي پکې په زور راوړل شوې وي. بيا هم په دومره کم عمر کې داسې يوه کيسه ليکل او هغې د ناول په شکل کې وړاندې کول يو ډېر زحمت غوښتونکى کار دى چې ملګري قاسم عارف تر ډېره حده په ښه توګه سر ته رسولى دى او که خپل دغه سفر په همدې توګه روان وساتي نو په راتلونکي کې به پښتو ته ډېر ښه ناولونه ډالۍ کړي.

وروستني دوه ناولونه "مرجانه" او "شپه له نيمې اوښتې" سره همزولي دي، يانې په يو وخت چاپ شوي او د کيسې او ليکني انداز له پلوه ډېر ورته والى لري. داسې ښکاري چې دا ناولونه ډېر په تېزۍ سره ليکل شوي او خامخا ليکل شوي وي. "خامخا" ورته زه لدې کبله وايم چې قاسم عارف په اتلس کلنۍ کې يو ناول ليکلى دى نو ذبيح الله عارف او بي بي سيده عارف چې دغه عمر ته نژدې شوي دي دا سوچ راغلى چې دوى هم بايد د اتلس کلنۍ په عمر کې يو يو ناول وليکي او همدغه سوچ دا دواړه ناولونه زېږولي دي.

دغه هم دوه اړخونه لري. يو خو دا چې دا ډېره ښه خبره ده چې د دې کورنۍ هر غړى د علم او ليک لوست په لاره روان دى او په کم عمرۍ کې د ليکوالانو په توګه راڅرګندېږي. زه خو وايم خداى دې د ټولو پښتنو بچي د همداسې صلاحيتونو خاوندان کړي چې په واړه عمر کې ستر کارونه وکړي، خو دا کار بايد تش د ريکارډ جوړولو لپاره ونشي. او دا خبره زه په خصوصي توګه ذبيح الله عارف او سيده بي بي عارف ته ځکه کوم چې د دوى نه وړاندې د دوى په کورنۍ کې قاسم عارف زما په نظر تر ډېره حده يو ښۀ ناول ليکلى ؤ نو بايد دوى دواړو دغه لړۍ پر مخ بيولې واى او د هغه ناول څخه يې هم ښۀ ناولونه ليکلي واى خو متاسفانه چې دوى داسې ندي کړي. د دوى دواړو ناولونه ډېرې سطحي کيسې لري او په کومو موضوعاتو چې د دې دواړو کيسو اډاڼه جوړه شوې د هغو پوره حق ندى ادا کړاى شوى.

بيا هم زه دغې جذبې ته د قدر په سترګه ګورم چې دواړو ليکوالو په دې کم عمر کې دا ښه کوشش کړى دى او هيله لرم چې دوى به د يوې داسې کورنۍ د غړو په توګه چې زيات کم عمره ليکوالان او مصنفين يې پښتو ته ورکړي دي شهرت ومومي خو بايد چې په خپل راتلونکي کې، او په خپلو راتلونکو اثارو کې د مشرانو ليکوالو څخه لارښوونه واخلي.