لنډۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ښاغلي عبدالسلام اندړ له خو استول شوي لنډۍ

نغری سوړ شو تبۍ ماته
زه يم په طمعه اوس به پاستي پخومه
کلی مي وراني کنډوالې شو
دديدن ځای کې تورکارغان چغارکوينه


چينې يې وچي ګودروران شو
دکلي نجونې دسرايو بنديانی دينه
زماخوهسي رنګ پرې بد شو
سرې شونډي يې پېزوان خوړلي دينه
طالب کوڅه کې سپي نسکورکړ
پورته له بامه ورته شنه له خندا شومه
دطالبانوږيري شنې شوې
دملايــــانوږيــــروسپـــږي کــــړيـدينـــه
طالبان ورک شول له وطنه
دمولو يانوډوډۍ وچه شوه مينه
کتاب يې پټ توپک يې واخيست
دکلي منځ کې په شر مو وشرمېدمه
زما له ياره ګېله داده
په عا شقي کې يې دروغ ويلي دينه
اورچې بل شي بيا مړ کېږي
زړه چې مين شي همېشه لمبې کوينه
جنکۍ بيا دګلو لوکړي
سره ګلونه پرې کوي ګوتي ريبينه
سپني سپوږمۍ ته مي يارلوکړي
لـــــودلونګو انـــــدېښنې زمــــا رېبينه
يارپه دروغو نه شرمېږي
بلاوهلی دخولګۍ تمه لرينه
ماته دزړه حالونه وايه
زه دي عاشق يم حال دي نه افشا کومه
ماته دزړه حالونه وايه
په تا مين يم چاته نه وايم مينه

مايوسي اوپردېسي
اوښکې مي پرېږده چې بهيږي
زه لـــــه خپل کـــــوره په ژړا وتلی يــــمه
اوښکې مي پرېږده چې بهيږي
زه لـــــه کابـــــله پــــه ژړا راغلی يـــــمه
خوندي په وروڼوخوشالېږي
بې وروڼوخوندي دېوالو ته ناستي وينه
دوطن مينه رانه مړه شوه
پردېسه ژوند پردوملکوکې تېرومه
اوښکې له سترګوسره اوسي
زماګرېـــــوان تـــه مېلمنې راغلې ديـنه
خط چې مي وايې ورته ژاړه
ماچې ليکل ورته مي ډېرژړلي دينه
کابل مي سترګوکې ولاړدی
وطنــــه ګرانـــه تـــاپه زړه کې رسمـــومه
چې لوکوې ګوتې به پرې کړې
پلارته دي وايه چې لوګري واچوينه
په پټه خوله راڅخه مه ځه
ستامې دخولې خبري ډېري خوښي دينه
خدايه دادي څه خدايې ده
وطن زمادی ،سيل يې نورخلک کوينه
خدايه! دا دي څه خدايي ده
جانان زمادی عيش يې نورخلک کوينه
شپه شوه تېره سپين سحرشو
دوطن غم مي ياره خوب ته نه پرېږدينه
هر يو وېښته چې مي سپينېږي
دمرګ له ډاره مي په مخ اوښکې راځينه
کوڅې دکلې مي يادېږي
پـــه مــــرګي مي خدايـــه ورولې ميــــنـــه
بــــاران دلـــوڼـــوپـه چاوشي
چې يې زوی په نصيب نه وي مړدي شينه
سترګې رڼې خوب تښتېدلی
شپه مې رڼا کړه ترسبالنډۍلېکمه
پـــلويې ډک لــــه ګلو راغلــــه
زه وارخطاشوم ګل غــــمــاز تـــه ورکوينه
جام به مي ډک له ميو راکړې
دمـــلا خبروته غوږ مه نيسه مينه
دلته دګلاب ګلونه ډېردی
زمادوطن دګلاب بوي نه ورکوينه

داخترپه باره کې

اختره څومره بختور يې
په تاکې کېږي دمينوديدنونه
اختره چې ته له ما خپه شوې
ځکه پردي وطن کې عمر تېرومه
اختره ته پرې خوشالېږه
خپل جانان ته به په باد سلام لېږمه
اختره ته له ما خپه شوې
نو ربه نکريزي زه دباندي غورځومه
داختر په ورځ به ګرانې درشم
ته به راووزې تورې سترګې سره لاسونه
ګرانې اختردي مبارک شه
سپينه خولګۍ مبارکي راکړه مينه
ته داختر په شپه کې نه وې
ماخونکريزي په دېوال وهلي دينه
زما له ياره ګېله کېږي
د لــــوی اختر مبارکي نـــه را کوينه
زما له ياره ګېله داده
راسره نه کړي په اختر کې ديدنونه
اخترله ياره سره خوندکړي
چې يار مي نشته دغم اوښکي تويومه
ټول اخترونه مي دغم دي
دخوښحالۍ اخترمي راولې مينه
دښې ځوانۍ اخترمي تېرشو



داوښکو په باره کې
ماته وړوکی دسمال راکړه
له تورو سترګو دغم اوښکي پا کومه
وريښمين دسمال په لاس کې راکړه
زه د پـــــردېسوسترګواوښکې پاکومه
اوښکي به ولي نه څڅېږي
له خپله ياره ژوندون لير تېرومه
اوښکې به ولي نه څڅيږي
زه له وطنه ژوندون ليري تېرومه
زماکه داوښکو مل شوې خدايه
مز ا ر با با کې به کو کو ړ ي پخو مه
کلی کوڅې چې مي رايادشي
دسويدن پــــارکو کې اوښکې تـــويــومه
دغه وطن په ما دذخ دی
دخپل وطن په ارمان وښکې تويومه



دپردېسۍ په باره کې
جانان مي لنډه وعده وکړه
چې دشلګر شوتلي ګل شي رابه شمه
جانان مي لنډه وعده وکړه
چې دلغمان شنشوبي ګل شي رابه شينه

ټوټې ټوټې درباندي زه شوم
په بخملي سينه دي نور کوي خوبونه
مسافري دي ډېره وکړه
راځه راځه روزي به خدای را رسوينه
چې عمر تېرشي جانان هېرشي
ستا دي قسم وي چې مي هېر نه کړي مينه
مين زړګي ته مي سلام دی
چې تمامي عمر په غم کي تېروينه
دامازديګر چې څنګه تيرشو
داسي به تېره شي دا ستا ليونۍ مينه
زما له غرو نو پنا يا ره
که مي اشنايې اوس رالېږه سلامونه
سپوږ مۍ په غره راپورته کېږه
چې مسافر په سيند ګډېږي غرق به شينه
که ته خپه يې نو خپه شه
ښکلي خوډېردي څه قيامت به شي مينه
خدای دي په واوروکی ايسارکړه
چې دتوې غېږي مي درشي ارمانونه
چې مازديګرشي سوال قبليږي
خلکوزماپه حق کي پورته کړی لاسونه
مازديګرلمونځ رانه قضا شو
نوی مين وم په ديدن نه مړړېدمه
په لاره تلې کږه وږه شوې
له ډېره خياله دي سور ګل وشرماوونه