د لنډۍپیژندنه :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د لنډۍ پیژنې په اړوند په ځینو کتابونو ، لیکونو او خپرونو کې داسې راغلي دي :( لنډې په اولسي ادبیاتو کز هغه ادبیات دي چې د اولس بې نومه او بې نښانه شاعر پکې پدې بریالی شوی چې د بشر د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوو نا متوازنو بیتونو کې په ایجاز بیان او تصویر کړی دی) . ۱
استاد حبیب الله رفیع لیکی :
«لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په قافیه کې سره یو شی او نه په وزن کې سره برابري وي .»
لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، څپي بيت دی چې لومړۍ مسره یې نهه (۹) څپې او دویمه مسره يې دیارلس (۱۳) څپې دی.

د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو باندې نومول شوي دي البته چې په هر محیط کې به یې د بیلې بیلې وجهې سبب شوی وي ، او هر یو نوم ایښودونکي به د یو خاص صفت او مقصد په لحاظ نوم پری ایښی وي .
نو لدې کبله د لنډۍ په نومونو کې اختلاف معلومیږي .
څو نومونه چې په بیلو بیلو محیطونو کې وربا ند ایښودل شوي دي په لاندې ډول دي :
لنډۍ د کندهار او پکتیا پښتانه یې لنډۍ بولي چې دا اصطلاع د کثرت په توګه په دوي کې موجوده ده او هم د هري سیمې باسواده خلک یې پیژني .
الف : لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي.
یا دا چې په دی ډول نظم کې یو ډول تاثیرات پراته دی ، چې په اوریدونکی په محضی اوریدو سره یو داسي ډول اغیزه کوي چې په خوله یې تعریف نه کیږی او اکثر پښتانه یې په محض اوریدو سره په ژړ ا کیږی او په زړه کې یې یو هیجان او سوز پیدا شي ، نو ځکه یې د هغې لنډۍ نوم چې د مار په معنی ده په دې نظم باندې ایښی ده.
راورټي : (( د پښتو مشهور ادیب چې په قام انګریز ؤپ )) د پښتو ژبې او دب ته یې ډیر خدمت کړی دی ، د دې پورته قول یې تايید کړی دی او لنډۍ په باب کې لیکی :(( د پښتو ژبې یو ډول اشعار دي ، چې د ولاړې موسیقي په ذریعه ویلی کیږي ، د زیات جوش او حرارت نه ډک دی ، او ماته د دې په ذریعه خپل وطني او ملي سرودونه را په یادیږي ، چې ..(. ۱ )
د لنډیو ادبي او معنوي ویش :
لنډۍ د پښتو په فولکلوري ادب کې یو ځانله فورم دی چې د شکل له پلوه ډیري زړي دي ، د موضوع په لحاظ هم دومره متنوعي دی چې د پښتني ژوند ټولي خواوي پکې په واقعي او طبیعي بڼه انځور شوي دي او سړۍ د پښتنو د اجتماعي ژوند دومره باریک موضوعات پکې پیدا کولاي شي چې په نور سندرو کې بیا په دي کم و کیف نه دي بیان شوي . ( ۱ )
د لنډیو معنوی او حماسي انځور
فخر او حماسه
په خپل دین ، قوم ، ژبه ، نیکونو میړاني ، ز ړورتیا او نورو اوچتو صفتونو ویاړ کولو ته فخر ویاړنه وایی .
(( حماسي هغهو شعرونو ته ویل کیږی چې موضوع یې ، جنګ ،مړانه ، ښندنه ز ړورتیا ، ننګ غیرت ، توره او ویاړنه وي .
لکه لاندې لنډیو :


علم دریاب کوشش کشتی دي
په کشتی کینه په دریاب و ګرځه میینه
»»» »»» »»» »»»
چیرته چې علم حاصلیږي
هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه
»»» »»» »»» »»»

مورې لنډۍ توره مې راکړه
پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه
»»» »»» »»» »»»
که له میونده روغ راستون شوي
خدایږړ لالیه بې ننګۍ ته دې ساتیــــــنه ( ۱ )