ګودر او لنډۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله ستانکزی

ګودر د پښتنو د کلتور د کتاب هغه رنګينه پاڼه ده، چې له نوم څخه يې د سړي زړه ته ديدنونه، مينه او ښکلا خپل ځان ورښکاره کوي، او د ښايستونو د يوې ټولګې په شان ورته ځان ښکاره کوي.
څرنګه چې دنوم څخه معلوميږي چې ګودردپښتوژبې سوچه کلمه ده اودپښتنوټولوسيموکې دګودرکلمه عامه ده . کله چې موږ دګودرکلمه په خوله اخلو نوحتمآ زموږذهن ته دپېغلې ،منګي او مازديګري کلمې راځي .داهغه کلمې دي چې دپېغلو،ځوانانو،شاعرانو،سندرغاړوله خواپه داسې الفاظواو کلموکې ستايل شوي چې انسان داوريدولوتوان په ځان کې نه ويني چې په اوريدلويې دځوانی جزبه اودمينې ولوله راپاروي .
دپښتنوپه سيمه کې دګودرغاړه په مازديګري کې دپېغلو په تودواکاړو ګرمه وي ځکه چې دا داسې ځای دی چې خپلې همزولې په کې جمع کيږي .
ګودر چېرې چې ښکلې او مستې پيغلې د اوبو راوړلو په بهانه خپلو همزولو سره د زړه خواله کوي، خوښي کوي، د خپلو مينو ديدنونه کوي.
ګودر د ويالې او چينې سره هغه ځای ته ويل کيږي، چې په هغه ځای کې د منګي خوله په اسانۍ سره د اوبو په واسطه ډکيږي.
او د هغه سره نږدې کورونه د خپلو ورځنيو اوبو د پوره کولو لپاره کار اخلي، چې ګودر ته معمولاً انجونې ځي او د ګودر څخه اوبو راوړلو ته خوښيږي.
څرنګه چې زموږ په وطن او په ځانګړې ډول د پښتنو په سيمو کې د ښځو په تګ راتګ، مېلو او مستيو ته اجازه نه شته دی او نه هم په کې بې له ګودر څخه کوم بل ځای شته دی، نو پښتنې انجونې ګودر ځانته په دنيايي جنت کې شمېرې، ځکه چې هلته د خپلو همزولو انجونو سره د زړه د نړۍ رازونه شريکوي او د خپلو يارانو سره د ديدن څخه خوند اخلي، څوک په کې نوی د يارانې تار غځوي او څوک په کې خپلو زړو يارانو ته ټينګښت تارونه تړي.
دلته يوه پښتنه انجلۍ د خپل يار د ديدن لپاره په ځان تکليف مني او کوز ګودر ته اوبو پسې ځي، چې هغه د پښتنو په قول په يوه تېر دوه ښکاره کوي، چې وايي:
اوبه د هر ګودر خوږې دي
جانانه ستا دپاره کوز ګودر ته ځمه
دلته د ګودر په بهانه د يار د ديدن کولو سربېره د پښتنې انجلۍ د مينې سپېڅلتوب هم ځان ښکاره کوي، چې د خپلې مينې لپاره په ځان تکليف ګالي او د يار ديدن کوي.
په ګودر کې نه يوازې د انجونو خنداګانې او د بنګړو شرنګهار شتون لري، بلکې هلته د ګودر څخه يوه څه لرې په هغه سيمه کې چې ګودر ورته ښه مالوميږي، ډېر زلميان هم ليدل کيږي، چې ډېرو انجونو په منځ کې د يوې انجلۍ د سالو خبره داسې په لنډۍ کې رانغاړي:
پر ګودر سور سالو ښکاره شو
ما وې دې تورو اوبو اور واخيست مينه
دلته د سالو يا ټکري سور والی او هغه هم د يوې داسې انجلۍ په سر چې په مستۍ ورځينې هخوا دېخوا سر اخلي او دا پرې د خپل مين زړه زخمي کوي.
او يا هم کومو زلميانو، چې د ګودر د غاړې د مستو انجونو کتار او ټولګه ليدلې وي، هغه بيا ځان د ګودر د غاړې په شان غواړي، چې د انجونو د سرتاج شي او يا هم انجونې يې په خپل لاس راوشکوي او د زړه په سر يې کيږدي. لکه چې وايي:
خاونده ما د ګودر ګل کړې
چې جينکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه
دلته د هغه ګل يادونه شوې، کوم چې د ګودر په غاړه وي او انجونې هغه راشکوي او په خپلو وېښتانو کې يې د مستۍ د نښې او د وېښتانو د ښايست لپاره ټوکوي، چې د خپل مين زړه پرې ټکور کړي.
يا هم ځينې ميينان ګودر ته د ټولو انجونو او يا هم د جوړه انجونو له تګ څخه سرټکوي او د خپلې مينې سره د بلې انجلۍ راتګ ورته ټکه ښکاري، لکه چې وايي:
په ګودر څه ټکه لوېدلې
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
د پښتنو د کلتور د کتاب د پاڼو څخه دا جوتيږي، چې پښتانه انجونې يوازې ګودر ته د اوبو پسې نه لېږي، يا يې کشره خور او يا هم کشر ورور ورسره ليږي، خو دلته دا کشره خور دې خوار عاشق ته د ټکې په څېر راغلې، چې دی يې د خپلې مينې د همرازۍ څخه بې برخې کړی دی.
که څه هم دمورڅخه خوږه اونيږدې څه نشته خوکله چې يوه نجلې په کورکې دموراوپلارله خواورته رداوبدوويل شي هغه خپل ډک زړه ګودرته وړي اودګودرپه غاړه دخپل زړه بړاس اوباسي .
کله چې دګودرغاړه په شنواوسرورنګونوپټه وي نوځوانان يې بياپه شعرونواولنډويو کې انځوروي :
پرګودرسورسالوښکاره شو
ماوې دې تورواوبو اورواخيست مينه
کله چې په ګودردنجونوسره ، سپين اوشنه ټيکري راغونډشي چې ددوي دټيکريودرنګونوتيزوالی دومره تيز وي چې داوبورنګ هم ځان سره اړوي .چې دلته دلنډۍ ويونکي هم دې ټکي ته اشاره کوي اووايې چې کله سورسالوپه ګودرراښکاره شي دغه سور رنګ دومره تيزوي لکه داورتاو چې سړی سيزي که څه هم اوبه داورضد وي خوبياهم هغه تاثيرات چې په سورسالو کې وي اوبه او اور ورته هيڅ دي .





په لنډ يو کې دګودر انعکاس :
اوبه د کوز ګودر خوږی دی
لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه
٭٭٭٭٭
اوبه دکوز ګودر خوږی دی
زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه
٭٭٭٭٭
او به د کوز ګودر خوږی دی
د ليو نی د خو بی کنګل پکی راځينه
٭٭٭٭٭
بدن درياب زړه مې ګودر دی
د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه
٭٭٭٭٭
بیا به منګی ته ګو تی نه کړم
مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه
٭٭٭٭٭
پاس په ګودر د پيغلو جنک شو
د سور سالو مير منی ما تی ګډوينه
٭٭٭٭٭

پاس په ګودر ولاړی ګله
نصیب د چا يې او به زه در خيژومه
٭٭٭٭٭
پاس په هوا راشه جانانه
د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه
٭٭٭٭٭
پټ د ګودر په غاړه کينه
چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه
٭٭٭٭٭
پرګودر سپينه سينه اوړی
په لاره تير يدم ودی ويشتمه
٭٭٭٭٭
پر ګودر ګڼي ونی کیږده
چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه
٭٭٭٭٭
پر ګودر نښه راته کيږده
د ما زد يګر اوبو له ځمه وا به يې خلمه
٭٭٭٭٭
پر ګودر څه بلا لګيږی
چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه
٭٭٭٭٭
په ګودر سور سالو ښکاره شو
چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده
٭٭٭٭٭
په لوی ګودر دی څڼی پری ولی
په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه
٭٭٭٭٭
پیغله ګودر ته روانيږی
زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه
٭٭٭٭٭
تاسی دی بر ګودر ته ګوری
د بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه
٭٭٭٭٭
ته د ګودر غاړی ته راشه
ما په منګی کې پراټی راوړی دينه
٭٭٭٭٭
ته ماز ديګر ګودر ته راشه
په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه
٭٭٭٭٭
ته ماز ديګر ګودر ته راشه
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه
٭٭٭٭٭
جانانه ستا د زړه لپاره
زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه
٭٭٭٭٭
خاونده بيادی مازد يګر کړ
پهګودر جوړشو دمنګيو کتارونه
٭٭٭٭٭
خلکه ګودرګوري ګډيږی
زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه
٭٭٭٭٭
داده ګودر غاړه راواخله
لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه
٭٭٭٭٭
د اسری منګولې نری غاړه
ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه
٭٭٭٭٭
دا سرې منګولۍ نری غاړه
ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه
٭٭٭٭٭
داسري منګولی نری غاړه
لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه
٭٭٭٭٭
د جلا لا ګودره وران شی
په جنکودی سا لنډی ولګاو نه
٭٭٭٭٭
ددی ګودر غاړی ته ګوره
نری لګی دی پيغلی زړونه وديتوينه
٭٭٭٭٭
دګودر خواکې وني کيږده
چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر زر اجازت راکړه
ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه به ښا يسته کړی
ورله روان شول د بلبلو کاروانونه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه پری ښايسته ده
څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسم
زما جانان پردی لار تللی رابه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړهيې ناغه کړه
زلمو په غاړهکړه دصبر تاويزونه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه دي اغزي کړه
په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بو ټی داروده
چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بوټی دارودی
جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بوټی تازه ږې
هرمزد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر هر مازد يګری ښه وې
چې جونې ټولی ماز د يګر سيل له راځينه
٭٭٭٭٭
دمازد يګر اوبوله مه ځه
په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر ته راشه
ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر له مه ځه
پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر له راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
د ماز د يګر ګودره وران شی
په خندا درشم په ژړا درنه راځمه
٭٭٭٭٭
د يدن دی سین کړه را لا هو کړه
زه په غاړه دګودر ولاړه يمه
٭٭٭٭٭
زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی
د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه
٭٭٭٭٭
سترګي دي ډکي تو مانچي دي
چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه
٭٭٭٭٭
سترګی هوسۍ صراحی غاړه
بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه
٭٭٭٭٭
شاه دګودره روانيږه
زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه
٭٭٭٭٭
شاه دګودره روانيږه
لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه
٭٭٭٭٭
شاه دګودر له لوری راغله
لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه
٭٭٭٭٭
شال يې په سر اوږی په غاړه
ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه
٭٭٭٭٭
شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو
خپلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه
٭٭٭٭٭
شو ماز د يګر ګودر له لاړه
لکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه
٭٭٭٭٭
شو ماز د يګر ګودر له لاړه
په اردلۍ کې سيهلۍ ورسره ځينه
٭٭٭٭٭
که ته ر يښتيا پر ما مين يې
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځم را پسی را شه
يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه
٭٭٭٭٭
ګور له ځم را پسی راشه
منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځمه را پسی را شه
ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه
٭٭٭٭٭
ګودر ته دواړه خو يندي راغلی
يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه
٭٭٭٭٭
ګودرته ځم راپسی راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځم راپسی راشه
وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه
٭٭٭٭٭
ګودر له غبرګې خو يندی راغلی
ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځمه خو شحا ليږم
چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځی په مخه راغلې
ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر کې سری لمبی شوی پورته
د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه
٭٭٭٭٭
ګودر شو ګرم مازد يګر دی
ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځم چې اوبه راوړم
په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځم چې مانګی مات کړم
سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه
٭٭٭٭٭
ګودرته څی ناوخته کيږی
د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځی او پښو ته ګوري
پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه
٭٭٭٭٭
ګودر په سر مې قبر جوړ کړی
چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه
٭٭٭٭٭
ګودرکې هره ورځ اختر وې
منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه
٭٭٭٭٭
ګودر د غدونو څه کم نه دی
پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه
٭٭٭٭٭
ګودر دی عمر له اباد وې
مازد يګري پکې وی اخترونه
٭٭٭٭٭
ګودربادشا منګی وزير دی
وزیر هميشه د خپل يار سلام کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودره ټول درته لو ګی شم
په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه
٭٭٭٭٭
ګودرکې هره ورځ اختر وې
رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه
٭٭٭٭٭
ګودرته راغلی برابره
يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه
٭٭٭٭٭
ګودر دی عمر له ودان وې
په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه
٭٭٭٭٭
ګودره بخت دی غلبه دی
د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه
٭٭٭٭٭
ما په ګودر د جنو ښخ کړی
ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه
٭٭٭٭٭
ما زد يګر تل لری خاونده
چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه
٭٭٭٭٭
مازديګر پيغلی ښی اغلی
منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه
٭٭٭٭٭
ما سره سم ګودر له لاړ شه
منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه
٭٭٭٭٭
منګی به تخرګ ګودر له ځمه
دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه
٭٭٭٭٭
منګي کې موری اوبه نه شتهخ
زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
ولی به زه ور پسی نه مر م
اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه
٭٭٭٭٭
وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو
يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
هغه ساعت به کله راشی
چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
هر مازد يګردی لوی اختر دی
ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه
٭٭٭٭٭
جنۍ د پلاره دی وير يږم
ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه
٭٭٭٭٭
چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی
په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه
٭٭٭٭٭
چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی
چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه
٭٭٭٭٭
چې يوړم يوړم اوبو يوړم
چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه
٭٭٭٭٭

په پښتنه او کليواله مينه
رفيع الله ستانکزی
نوی ښار کابل