لنډۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفیع الله ستانکزی

هغه ملی اشعار دی چې شاعر یې معلوم نه وی او د هر حساس پښتون او حساسی پښتنی د احساساتو هنداره باله شی


د پښتنو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو او لویو دښتو کې ، د ابشار خنګ او د کږدۍ اړخ ته د چوپان په شپیلۍ او د بڼوال په درو کې بلاخره د پښتنو د خاوری په هر ګوټ کې له دی اشعارو څخه په یو شان خوند اخیستل کیږی
زاړه یې د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ، زلمیان او پیغلې د خپل زلمیتوب شور او مستی پکښې لټوی ، مینانو ته د راز او نیاز رویباری کوی ، توریالی ورسره د تورو په میدان کې ګډیږی او مسافر يې په مسافري کې د خپل وطن تنده پری ماتوی
د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو ژبو له اغیزې څخه پاک او سپيڅلې دی
د دیوانو نو اشعار که د عربی عروضو تابع دی خود دا اشعار نه یوازی د عربی عروضو څخه بی نیاز دی بلکه د سیلاب Syuable سیستم په اساس ځانته عروض لری ، لومړی برخه یې لنډه (۹) سیلابه او دوهمه برخه یې اوږده (۱۳) سیلابه ده
د دی اشعار ویل څرګند خصوصیت دا دی چې زیاتره پکښې د ښځې له خوا نارینه ته خطاب وی او څنګه چې د ښځې احساسات تر نر رقیق ، تاثیرات یې تر نر اغیزمن او اغیز یی تر نر وخوندور دی نو به لنډیو کې هم طبعاً تر نورو اشعارو خوند او اغیزه زیاته محسوسه کیږی ، همدا شان هره یو لنډۍ د ملی موسیقی یو داسی نوټ بللی شو چې پر مختلفو طرزو او آهنګو باندې کیدای شی ، لکه : رزم ، بزم ، د سفر ، ناستی ، اټن ، غم او د خوښی د حالاتو د راز راز لحنونو سره سمون خوری یعنی هره یوه لنډۍ د ملی موسیقی پر ډول ډول آهنګونو او وزنونو باندې ږغیدای شی ، دا څو لنډۍ چې دلته د پارسی او انګریزی ترجمی سره لوستونکو ته وړاندې کیږی دا د دی راز ملی اشعارو یوه ډیره وړه نمونه ده ، که نه وی دا راز په زرګو نو زرګو نو لنډۍ شته چې تر اوسه را غونډی شوی نه دی یوازی یوه برخه یې د پښتو ټولنی د کتاب په شکل چاپ کړی ده
که دا نمونه د لو ستو نکو خوښه شوه نو بیا به زیار باسو چې داراز اشعار یوه بله مجموعه د ترجمی سره مينوالو ته وړاندی کړو
د پښتو ژبې داولسۍ ادب يو ځانګړی شعری صنف يا ټو لګی دی چې شفاهې ادب هم ورته وايې
لنډۍ د شعر د نورو ډولونو نه يو بيل او بشپړ ډول ځانګړی فورم لری . چې لو مړۍ نيم بيتي يې نهه سيلابه او دوهم نيم بيتی يې (۱۳) سيلابه کيږی چې دا ځاتکړنی په نورو شعری فورمونو کې نه ليد ل کيږی
په پښتو اولسی ادب کې د لنډۍ لپاره نور نو مو نه هم شته چې د بښتون اولس لخوا په دی ټولو نو مو نو پيژ ندل کيږی .لکه: ټپه ، مصره او ټيکی .... چې دی هر نوم ته يو ځانګړی فلسفه مو جوده ده چې د بيلګې په ډول يې زه يادونه کوم
لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايې چې د سيلا بونو له مخې لنده او دمانا له پلوه ديره اوږده او غښتلی وی او يا داچې چې لو مړۍ نيم بيتی يې ددوهم نيم بيتی نه لنډ وې لکه دا لا ندې لنډۍ :
د لنډی ونې نه دی ځار شم
لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه
مصره :
لنډۍ ته مصره هم وايې او دا ځکه چې په پخوا زما نو کې د توری او ډال جنګونه وه او د هغو جنګونو په مهال د جنګ ښه او پياوړی توره به په مصر کې جوړ يدله ،نو د مصری توری شهر ت ډير زيات وه او هغه به ډيره تيره او ځلا نده هم وه ،نو د لنډۍ تا ثير او ښکلای يې د مصری توری سره تشبيه کړی چې د ميو ند په جنګ کې د ملا لې د خو لې مصره د يا دولو وړده :
که په ميو ند کې شهيد نه شوی
خدايږو لا ليه بې ننګې ته دی سا تينه
د ملا لې د خولې دا لنډۍ د پښتنو د بر يا ليتوب او د ښکيلاک د ما تې سبب شوه يعنې دی لنډۍ په پښتنو ز لميانو کې هغه جذ بات او احسا سات راو پاروی چې د سر خندنې په رو حيه کې غليم مات کړ او خپلی سينی يې د انګر يزی ښيکلاک توپونو ته سپر کړی او په غليم يې هجوم وروړ تر څو يې غليم پر شا و تا مبا وو
او بر يې خپل کړ
زما په قبر لاړی تو کړه
که يې د ننګ ګو لې په شا خوړلی وينه
همدا ډول لنډۍ ته ټپه هم وايې ،او دا هم يو ه د تسميی وجهه لری خغخ دا چې د لنډۍ تا ثير د سړی په زړه ټپ جوړه وې .يعنې که توری او ټو پکی ښکاره ټوپونه جوړه وې ،نو لنډۍ بيا پټ زخمونه د انسان په اوجود کې جوړولی شي چې يواځی احساس يې کيږی ،خو ليدل کيږی نه لکه دا لا ندې لنډۍ :
باور مې نه شی که به روغ شم
بلا زخمو نه مې په زړه دی مړ به شمه
٭٭٭٭٭٭
د روغيدو تمه مې نه شته
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه


با ڼه دی ورو جګ کړه شير ينې
ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه

د لنډۍ بله ځا نګړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې د هر چا يعنې د هر پښتا نه او پښتنې د خيال او زړه خبری دي .بله داچې وخت او ځايې هم معلوم نه وې ،چې د چا له خوا ،څه وخت ،او په کوم ځای کې ويل شوی دي ،او نه يې چا ته د تعداد پته لګيږی
د لنډيو کتا بونه چاپ شوی ،خو د تعداد په اړه يې څوک څه نه شی ويلی او نه يې کوم ليکوال ته څوک منسو بولی شی ،او نه څوک په ويلو کې انتيظار با سی . حتی کله کله يې خلک يو د بل په وړاندې د مسا بقې په ډول هم وايې په تيره پښتنې پيغلي او زلميان لکه دا ټپه:
د ټپی وار راسره کيږده
ما ته بي واره ټپه خوند نه را کوينه
٭٭٭٭٭
ما سره سمه سيا لی مه کړه
ما د لنډ يو سپاري لو ستلی د ينه
د لنډيو وو يو نکي ز يا تره وخت تور سري وي . او د لنډیو ډيره بر خه د ښځو له خوا ويل کيږي ،او يل شوي دي
د لنډيو د منځ ته را تګ په باب کو مه خا صه نيټه نه شته او اټکل کيږی چې د زرو کا لو څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او يا په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې :


سپوږمې سر وهه را خيژه
يار مې د ګلو لو کې ګو تي ر يبينه (۱)
لنډۍ چې د پښتو اولسی ادب او فلکلور اساس تشکلوی . د ژوند په هره بر خه کې د خبل مو ثر يت مظاره کړی وپښتا نه ځوانان او پيغلې يې د مينې ، هجران ، و صل ،غم ، او خو شحالی په حا لتو نو کې وايې ، مشران يې په خپلو خبرو کې د ځينو مسا يلو د تا يد لپاره وايې : ،حتی کله کله تری د متل په حيث د خپلو خبرو د قوت لپاره کار احستل کيږی ،نو ويلای شو چې په لنډيو کې د انسان ژوند هر اړخ او هره پيښه انځور شوی ده چې دا انځور يدنه په ساده او روانه ژبه چې د اولس ژبه ورته ويل شوي ده نو ځکه ورته اولسی ادب وايې . دلته د ټو لنيز ژوند د څو اړخونو او پيښو یا دونه کوم ،چې په پښتو لنډ يو کې په څو مره ساده ،روان او ظر يف انداز را نغاړل شوی او يو اوږده کسه يې په لنډو الفا ظو کې بیان کړی .که لو مړۍ د عشق بر خه او دهغه څو حا لته راواخلو ښه به وې
زه به عاشق سړی پو هيږم
يا يې رنګ زيړ وی يا يې شو نډي وچي وينه
په دی که خو شک نه شته ،چې په عاشقی او مينه کې جذ ببی ،غم ، خو شحا لی ،مينت ،پيغور او تهمتو نه وي ،چې دا يو حا لت هم د لنډيو نه دی او هر يو يې په خبل وار تعر يف کړی ،هر حا لت يې ژبه ور کړی او غږو کې يې دي او په هغه ژبه کې غږولی په کو مه چې ټول پښتون قوم پو هيږی لکه د جدايې به وخت يې عا شق خپلی
معشو قي ته د اسی وایې :
جانانه دومره را سره وای لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه