د يوازېتوب اندونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژان ژاک روسو

ژباړن عبدالملک پرهيز

د ژان ژاک رسو لنډه پيژاندنه



ژان ژاک روسو فرانسوي او سویسي فیلسوف او لیکوال دی چې په ۱۷۱۲ کال د جون په ۲۸ يې په ژنیو کې نړۍ ته سترګې پرانيستې. د هغه اخلاقي ،سیاسي او ټولنیزو ليکنو په ۱۸ پيړۍ کې د فرانسې په خلکو کې ډیره اغیزه درلوده.

ددغه رومانتیک لیکوال مور د هغه له زيږیدو څو ورځې وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې. دهغه پلار يو سویسي ساعت جوړونکی ؤ. هغه تر لس کلنۍ پورې د خپل زوی روزنه او پالنه وکړه. روسو ونه شو کولی د پلار تر سیوري لاندې زده کړې تر سره کړي. خو پلار يې تل هغه د پلوتارک د داستانونو او آثارو لوستلو ته هڅولو. څه موده وروسته د هغه پلار د يو تن سره د جنګ له امله له ژنیو څخه وتېښتيد او خپل دوه زامن يې يوازې او ځاتنه پريښودل. روسو څه موده له خپل پالونکي سره پاتې شو او له ژنیو نه یې بهر زده کړې وکړې خو وروسته بیرته ژنیو ته ستون شو او له یو سفیر سره منشي یا سکرتر شو.

د ۱۷۲۵ کال په لومړیو کې د يو څه وخت منشیګرۍ نه وروسته د خپل آمر سره له شخړې ورورسته له هغه ځايه ولاړ او د ګراور جوړونکي شاګردشو ددغه ګراور جوړونکي سره يې درې کاله شاګردي وکړه خو له ده سره يې هم شخړه پيښه شه نو په ۱۷۲۸ کال د مارچ د میاشتې په ۱۴ نېټه له ژنیو څخه وتیښتید.
روسو په دغه کتاب کې چې د هغه له مشهوره کتابونو څخه دی ليکي چې دغه سړي له هغه سره ډیر بد چلند کاوه. د ګراور جوړونې استاذ هغه دومره وهلو اوډوبولو چې په پای کې نوموړی دې ته اړ شو څو له ژنیو څخه و تېښتي. روسو په خپله په دغه خبره اقرار کوي چې وهل يې خوښ ول نو له همدې کبله یې روسو د جنسي پلوه ناروغ بللو او مازوخ د مازوخیزم د مکتب بنسټ ايښودونکی وایې:

روسو د خپل ژوند په ټوله موده کې له یوه ښاره بل ښارته تللو. نوموړی په دغه سفرونو کې د بې میړه ښځو، د اشرافي ښځو او همدا راز د سیاسي او ادبي سړیتوبونو یاشخصیتونو سره اشنا شو. نوموړی د بډایه ښځو سره اوسیده او هيځکله يې هم واده ونه کړ. د روسو ټولې معشوقې د پاخه عمر لرونکي وې او دعمر له پلوه نژدې د هغه د مور پر ځای وې. هغه د « میرمن دوارتز» د شتمنۍ له برکته چې ده ته یې ور کړه وکولی شو لیکوالي پيل کړي.

روسو په ۱۷۶۲ کال کې خپل ستر اثر چې د فرانسې د انقلاب په چټکولو کې يې ژوره اغیزه لرله، ولیکلو. دغه اثر ټولنیز قرارداد يا ټولنيز تړون نومیږي او په همدغه وخت کې هغه د « اميل» په نامه د خپل لومړي اثر چې يو روزنیز اثر ؤ ځنې برخې وليکلې. خو ددغه دواړه کتابونو تندې ژبې او دهغه اقتصادي لیکنو د واکمنانو پام ځانته را واړولو او د هغه د نیولو امر يې وکړ، نوځکه هغه د فرانسې پريښیدو ته اړ شو چې لومړی سویس او بیا انګلستان ته ولاړ. روسو د ژوند په وروستیو کې بیرته فرانسې ته ستون شو. او د فرانسې د يو شتمن په کور کې له څه وخت اوسېدو وروسته مړ شو.

په کال ۱۷۷۸کې د فرانسې د انقلاب په بهیر کې روسو ته ددرناوي له مخې یې د هغه مړی د نوموړي شتمن له هديرې څخه پاریس ته راوړ.

روسو عقیده درلوده چې انسان په خپل ذات کې ښه دی، خو تمدن نوموړی زیانمنوي نو ځکه انسان باید طبیعت ته پناه يوسي.



لومړی څپرکی

بیا هم په دې نړۍ کې ځانته پاتې شوم، نه ورور لرم ،نه قوم او نه کوم دوست چې ما وپیژني او يا مې یاد کړي په دې ډول په دغه ټولنه کې پرته له ځانه بل هيڅ څوک نه لرم.
هغه څوک چې پر ټولو ګران ؤ او د ټولنې خلک پرې لکه د خپل ځان په شان ګران ول، د هماغه ټولنې له خوا وشړل شو.

دوی د بخل او کينې له مخې داسې نقشه جوړه کړه څو وګوري څرنګه ځورونه زما پرحساس روح یا اروا زیات اوژوره اغیزه کوي نو دوی ټولو په ګډه زما ټولې اړیکې چې زه یې د نړۍ سره تړلم، غوڅې کړې.
سره ددې چې زه د هغوی نه خوښیدم خو ما له ټولوخلکو سره مينه درلوده خو دا مينه بې ګټه وه ځکه ټولو زما له دوستۍ لاس واخیست او زما محبت یې هیر کړ.
اوس نو دغه ټول وګړي زما له نظره پردي او نا آشنا دي اونور ماته دوی هيڅ ارزښت نه لري ځکه دوی پخپله همداسې غوښتي ول .

اوس چې له هغوی او له ټولو خلکو جلا یم نو څه کولی شم همدغه خبره ده چې په هکله يې باید فکر وکړم.
خو مخکې له دې چې په دې هکله لازم مالومات ورکړم په کارده چې د ځان د اوس مهال د حالت په هکله يو څو خبرې وکړم چې بې له شکه دا هغه يوازنۍ برخه ده چې د هغې په وسیله کولی شم د ځان په اړوند خبرې وکړم..
نژدې پنځلس کاله او يا لږ څه زیاته موده کيږي چې داسې حالت لرم. میاشتې او کلونه کيدل چې په يو داسې له کړاوه ډک حالت کې مې لاس او پښې وهلې او په خپل تکلیف نه پوهیدم.

داسې احساس را پیداشوی ؤ چې هيڅ کار مې له لاسه پوره نه دی او په همدې دليل د یو بې صبره او ساده زړي انسان په توګه مې ځان دهغوی په واک کې ورکولو څو هر څه چې يې زړه غواړي و يې کړي او نوي ستونزې راته جوړې کړي.

کله چې پوه شوم چې زما ټولې هڅې بې ځايه دي او ځان مې بيخي له منځه تللی احساسولو داسې فکر را پیداشو، اوس چې ددغه ټولو ستونزو او بدمرغیو تر وړاندې کوم کارترسره کولی نه شم نو ښه به داوي بې له دې چې کوم کارترسره کړم ځان په بشپړه توګه د برخه لیک او تقدیر په لاس وسپارم اوهيڅ ونه کړم.
ما ډیر ژر احساس کړه چې په دغه پریکړې سره مې له خيالونو اوچرتونو څخه په بشپړې خپلواکئ سره، پرخپلو ډیرو ستونزو بری تر لاسه کړی دی. ځکه د کار او ځان کړونې په پرتله همدغه چوپتيا او آرامي وه چې زه يې د کړاونو او شکنجو له زغملو ژغورلم. یوې موضوع زما پر فکري آرامۍ اغیزه درلوده او هغه دا وه چې ډیرو سختو دښمنانو او ډیرو کينه جنو او جنجالي کسانو تر زياته بريده زما په هکله يوه خبره هیره کړې وه او هغه د وحشتونو په دغه نړۍ کې هغوی زه د سترو کړاونو له زغملو بښلی وم دا په دې مانا چې هغوې نه ول غوښتي څو خپلې دښمنۍ ته دوام ورکړي چې د هغوې همدغه چوپتیا او بې خبري ماته زیاته ګټه رسولې وه.

څرګنده وه که هغوی ډیر لږ هم په دغه خبره پوه شوي واي نو له هماغه ځایه به یې په دوه برابره ځواک سره پرما برید کړی وای. خو د نیکمرغۍ خبره دا وه چې هغوی خپل ټول ځواک کارولی ؤ څو ما له منځه يوسي نور نو داسې څه نه ول پاتې چې هغوې ترې زما پرخلاف کار اخیستی وای. دوې زما د کړولو دپاره له زياتې بيړې کار اخيستلو چې بل هيڅ موجود د کوم چا د ځورولو دپاره شاید له دومره زیاتې بیړې او وارخطايې څخه کار نه ؤ اخیستی. او په واقیعت کې دوی زما پرخلاف له هيڅ راز ټګۍ اوبرګۍ څخه ډډه ونه کړه.

د نیکمرغۍ ځای ؤ چې بدني شکنجې او کړاو نه ددې پرځای چې زما د عذاب او ځوريدنې سبب شي زما د غښتلتيا او پياوړتيا سبب کیدل.

کله چې هغوی ليدل چې زه چیغې او ځګیروي باسم نو یې له ما لاس اخیست او هغه یوازنۍ شکنجه چې ما احساسوله هغه داوه چې زه له روحي پلوه د سختیو تر وړاندې کمزوری کيدم.
اوس نو هر څه چې هغوی غوښتل ویې کړل نور به نو له څه ډاریږم؟ کله چې هغوی پوه شي چې تر دې بل بد کار یې له وسه پوره نه دی نو له ما به لاس واخلي.
پريشاني او ډار هغه څه دي چې تل له ما سره ول نو له همدي کبله همدغه نا آرامۍ او پريشاني ماته په يو ډول آرامي آوښتې ده.
ريښتنې شکنجې پر ما دومره اغیز نه کوي هر کله چې له کومې بد مرغۍ سره مخامخ شم ځان د هغې منلو ته چمتو کوم دا په دې مانا چې ځان خطر ته چمتو کوم او هڅه کوم له هيڅ شي ونه ډار شم.

له هغوی سره د مخامخ کیدو په پرتله د هغوی زیانونه ما زیات ځوروي له همدې کبله د سختو ګوزانو په پرتله ګواښونونه ماته سخت تمامیږي.
دلیل یې دادی کله چې خطر پیدا شي نو ځای او زمان او د ژوند پيښې هر هغه څه را کموي چې هغوی یې فکر کړی او زما صبر او زغم هم د هغې اغیز له منځه وړي.
ددې له امله ویلی شم چې د هغوی ټول وحشتونه زما په ګټه پای ته رسیږي. هغوی خپل ټول ځواک زما په له منځه وړلو کارولی خو ما دهغوی پرټولو وحشتونه ملنډې وهلي.
د هغه وخته لا دوه میاشتې نه دي وتي چې د هغه ټولو بدمرغیو له زغملو وروسته په ځان کې بشپړه آرامتیا احساسوم.

څه موده وشوه چې له دې پلوه هيڅ پریشاني نه لرم او ان د ژوند هيلې په ما کې را ژوندۍ شوي دي او د ژوند دغه ناڅرګندې هيلې کله لږ او کله زیات شي او زما په زړه کې یې په زرګونو هيلې ژوندۍ کړي دي.

خو په پای کې یوې ناوړه پیښې په نا ببره توګه زما په زړه کې دغه ټولې لنډ مهاله هيلې له منځه يوړلې او زه یې یوه ټاکلي برخه لیک ته چمتو کړم. له دغه وخته مې ځان په بشپړه توګه پيښو ته وسپارلو چې دې کار يوځل بیا ماته دنوې آرامتیا احساس را په برخه کړه.
کله چې مې خپل حالت په هر اړخیزه توګه وڅیړه نو دغه هیله مې د تل دپاره دلاسه ورکړه چې په ژوند کې به یو ځل بیا وکولی شم د خلکو پام ځانته را واړوم او که بیا هم زما دغه هيله پوره نه شي نو زما په لور د خلکو آوښتون به بيخي بې ګټې وي.
په دې موده کې زیات کسان زما په لور راغلل خو زه نور هغه څوک نه وم چې د چا په کار شم. کوم نفرت چې هغوې زما پرخلاف څرګند کړی ؤ د هغوی مينه او محبت راته زهرجن ښکارکیده اوزما پر ولو لکه دروند پېټی پروت ؤ. ما ددې په پرتله چې د هغوی په منځ کې و اوسم له يوازیتوب څخه ډیر خوند اخیست.
هغوې په خپلو کړو سره زما له زړه نه د ټولنې مينه ايستې وه څو ژوندی یم دغه سسته مينه نه شم منلی.
نور نو خبره له وخته تیره وه، اوس یې که را سره ښه کول یا بد ، ماته بې توپیره ول او هر څه چې وکړي ما ته دغه د اوس کسان هيڅ ارزښت او درناوی لري.

خو سره له دې پر راتلونکي مې باور درلود او هیله مند وم چې یوه ورځ به د دغه وګړو يو ښه او وړ نسل رامنځ ته شي او به وکولی شي زما په هکله سم او روښانه قضاوت وکړي او چلند به يې له دوی نه توپیر ولري. ما هيله لرله چې د هغوې قضاوت به هغه ماڼې ړنګه کړي چې اوسنیو خلکو زما په هکله جوړه کړې او هغوې به ما هغسې پیژني لکه څنګه چې زه یم.
خو په دغه ارزونه کې هم تیر وتی وم او ډیر ژر پوه شوم چې له دغه خلکو سره زما واټن ډیر زیات دی او سمه مې وګڼله چې په دغه وخت کې له دمې او آرامتیا څخه ګټه واخلم، دغه آرامتیا دومره خوندوره وه چې باور مې درلود هیڅ شی نه شو کولې هغه له ما واخلي.
له دې اندونو څخه لا لږه موده نه وه وتې پوه شوم څومره تیر وتی یم چې هیله مې لرله يوه ورځ به خلک زما په لور را واوړي نو پر راتلونکې نسلونو مې هم دا باور د لاسه ورکړ چې هغوې به زما په لور راشي. ځکه لکه څنګه چې پوهیدم په راتلونکي ټولنه کې به هم داسې خلک وي چې روح او اند یې زما پر خلاف له دښمنۍ ډک وي. دا سمه ده چې نامتو سړیتوبونه یا شخصیتونه مري خو هغه ټولنه نه مري چې دوې جوړه کړې ده.
همدغه اندونه په راتلونکي نسل کې بیا راڅرګندیږي او د هغوې سخت او تل پاتې کينې اونفرتونه د شیطان د روح په څير د هغوی د کړنو د لارې نورو نسلونو ته رسيږي.

کله چې زما ټول ټاکلي دښمنان مړه شي نو فیلسوفان او مذهبي مشران به لا ژوندي وي او څرنګه چې زما دښمنان په دغه دواړه ډلو پورې اړه لري نو دغه دواړه ډلې به په خلکو کې زما د اندونو د خوریدو مخنیوی وکړي او زما تر مړينې وروسته به بیا هم دغه کار ته دوام ورکړي.
د وخت په تیریدو سره کېدی شي هغه فېلسوفان چې ما ورته کنځل کړي دي غلي شي اوما هير کړي خو مذهبي مشران چې مايې تل درناوی کړی او پر ما ګران ول او پر کلیسا مې زيات باور درلود، د فیلسوفانو په پرتله به له ماسره زياته دښمني وکړي. هغوی دومره ځان غوښتونکي دي چې هيڅکله به دې ته چمتو نه شي څو ما وبښي. او خلک هم چې د هغوی د اندونو او د وحشت ډک کړنو تر اغیز لاندې دي، زما پر خلاف به خپل قهر او غصه هیره نه کړي.

نو ځکه د ځمکې پر مخ هر څه زما دپاره پای ته رسېدلي ول. له دغه نېټې وروسته هغه څه چې زما له وجوده بهر پېښېدل ماته پردي ول. نور په دغه نړۍ کې نه قوم او نه خپلوان لرم او نه هم څوک د ځان په شان پیژنم. نه هم ورور لرم چې زما ننګه او پلوي وکړي.

د ځمکې پر مخ داسې يو چاته ورته یم چې ته به وايې په کوم بل ستوري کې ژوند کوي او د ځمکې له غونډاري څخه د کوم بل ستوري د غونډاري منځ ته غورځول شوی یم.

که په خپل شا او خوا کې کوم څه وينم نو هغه له پريشانونکو او زړه خوړینوکو ناوړه څیرو پرته بل څه نه دي او هرې څېرې ته چې ګورم پرته له دې چې کينې ترې را څرګندیږي او یا هم زما په دننه کې د دردونو د لا زياتېدو سبب شي، بل څه نه وينم.

نو له همدې کبله ټول هغه څیزونه او وسایل ليرې آرتوم کوم چې ماته پرته له غم او درد بله ګټه نه رسوي.
وروسته له دې نه باید او نه غواړم پرته له ځانه د بل چا او بل څه په اړوند ځان بوخت کړم ، ما ته به دا ښه وي چې په خپل ځان کې ډوب شم او له خپل روح او ارواح سره خبرې وکړم ځکه زما روح یوازنی څیز دی چې څوک یې له مانه شي اخستلی .

که د فکر او اند په مټ وکولی شم خپل روح ته سمون ورکړم او له بدو یې پاک کړم نو په دغه برخه کې به زما زیار بې ګټې پاتې نه وي. او سره ددې چې اوس ما د ځمکې پرمخ په هيڅ هم نه شمیري خو لږ تر لږه به مې د خپل ژوند پاتې برخه هسې بې ځایه د لاسه ور کړې نه وي.

په هغه ورځو کې به چې يوازې چکر ته وتلم ددې وخت مې تر لاسه کاوه څو په خپلو هغه خوږو اندونو اوسوچونو کې ډوب شم او ترې ګټه واخلم چې تر دې دمه مې هیر کړي ول. دهغه شیبو هر څه چې را په یاد شي د لیکلو د لارې يې په یاد کې ساتم او هر کله چې بیا یې لولم له لوستلو یې بې شانه خوند اخلم.

په دغه خوندوره ګړیو کې خپل دردونه اوشکنجې، سرتمبه دښمنان او د بدمرغیو نښې هیروم او په عین حال کې د خپلو احساساتو په ارزښت پوهيږم.

دغه پاڼې زما د ورځنیو اندونو ګډوډ يادونه دي، په دغه يادونو کې ما زیات د ځان په هکله خبرې کړي دي ځکه کله چې سړی يوازې او ځانته وي او فکر يا اند وکړي د نورو په پرتله یوازې د ځان په هکله اند او خبرې کوي.

په دغه اندونو سره به زه د هغه پوهاند په شان چې د هوا په اړوند څیړنې کوي ، ګټورې کړنې او آزمايښتونه تر سره کړم. د خپل روح سنجونکی په کار اچوم او کله چې هغه خپلې کړنې تر سره کړي او هره ورځ تیر کار بیا له سره ترسره کړي نو ماته به ډیرې ښې پایلې په لاس راکړي خو تر دغه ځایه خپلو اندونو ته دوام نه ورکوم يوازې خپلې کړنې بې له دې چې هڅه وکړم هغه تر کوم ټاکلي سیستم لاندې راولم هر يو په خپل ذهن کې په ډلو ويشم.

هماغه کار چې یو فرانسوي لیکوال مونتاني کړی دی زه یې دهغه د یو مخالف تز د لارې تر سره کوم ځکه مونتاني د «هڅو» کتاب د نورو دپاره ليکلو خو زه خپل يادونه د خپل ځان دپاره ليکم. که چيرې د زړښت او کمزورۍ په وخت کې چې له دغه نړۍ څخه د تللو له وخت سره نژدې دی زما حالت همداسې وي لکه اوس چې دی نو ددغه خوږو یادونو لوستل به ما ته هغه درد او کړاو را په یاد کړي چې د دغه یادونو په ليکلو کې مې زغملي، او په داسې حال کې چې تیر وختونه به را په یاد کړي نو زما ژوند به هم اوږد کړي.

د خلکو د خوښې خلاف بیا به هم و کولی شم له ټولنیزو خوندونو ګټه پورته کړم او وبه کړای شم د راتلونکي نسل په منځ کې ژوند وکړم او له خپلو دوستانو سره خبرې اترې ولرم.
ما خپل اعترافونه او احوال د خپل ژوند په ډیر کړکېچن حالت کې ليکلي او تل مې هڅه کړې چې هغه د خپلو دښمنانو څخه چې دهغې د پټولو په هڅه کې دي، خوندي وساتم څو وکړی شم راتلونکي نسل ته یې ډالۍ کړم. خو دنیکمرغۍ ځای دی چې ددې یادښتونو په ليکلو کې زياتې ستونزې نه لرم ځکه پوهیږم چې نورو ته د هغې لوستل کومه ګټه نه رسوي او د خلکو له پیژندو سره هغه بې سارې مينه چې مې درلوده نور نو په ما کې له منځه تللې او غلې شوې ده او د نورو له برخه لیک سره دومره علاقه نه لرم ځکه په ما کې د رښتنو لیکنو ځواک او تل پاتې استعدادونه له منځه تللي دي.

اوس که هغوی زما کړنې تر څارنې لاندې ونیسي او ددغه پاڼو له امله پريشانه شي او که وکړی شي یوه ورځ هغه تر لاسه کړي او یا یې له منځه یوسي او یایې تر پښو لاندې کړي ، نورنو زما له نظره هيڅ ارزښت نه لري ځکه زه اوس دغه ليکنې نه پټوم او نه يې چاته ښایم.

که زما په ژوند کې هغوې دا له ما نه غلا کړي خو وبه نه شي کړی هغه خوند چې مایې له لیکلو ترلاسه کړی واخلي اویا خو ددغه لیکنو یادونه او اندونه چې په لیکلو کې مې ترې کار اخیستی له ما واخلي. ځکه دهغې سرچينه زما په زړه کې ده چې هيڅکله به هم دهغې سپرغۍ مړې نه شي.

ما خپله پریکړه کړې ده او دا پریکړه دومره ټينګه ده چې زما د ټولو دښمنانو ټولې هڅې او کړنې به پرې اغیزه ونه کړي او د هغوی ټولې دعوې او دنګلې او کار ماتونې به ونه شي کړی هغه آرامتيا چې اوس یې لرم له مانه واخلي او که هغوی زما پرخلاف هرڅه وکړي او پر ما هرتور ولګوي زما پر حالت هيڅ اغیز نه کوي او نه شي کولی دغه آرامښت چې د خپلو يادونو تر سيوري لاندې مې ترلاسه کړی له منځه يوسي.

2:دویم ځپرکی


دویم څپرکی



کله چې مې پریکړه وکړه چې په دغه حال او حالت کې خپل روحي څرنګوالی وليکم نو بله هيڅ لاره نه تر سترګو کېده، بې له دې چې په ځانته او يوازې چکرونو کې هغه اندونو انځورکړم کوم چې زما مغزو ته راتلل. دغه اندونه هغه وخت زما په مغزو کې راټولېدل کله چې ما ځان بيخي آزاد احساسولو اود ځان تر وړاندې مې هيڅ ډول خنډونه نه ليدل. د ځانته والي دغه وختونه چې له ژورو اندونو سره مل ول زما د ژوندانه له ډیرو ښو وختونو څخه ول چې زه به تل د خپل زړه سره سم د خپل ځانه سره وم. په واقعیت کې ویلی شم چې دا هغه وختونه ول چې طبعیت غوښتي ول.

ډیر ژر پوه شوم چې دې مسالې ته زما ډیر وروسته او نا وخته پام شو ځکه په دغه عمر کې زما احساسات او اندونه لکه د پخوا په شان ژوندي نه دي او لکه د پخوا په شان هغه طبیعي خوځښت او ځواک نه لري.

زه نن لکه د پخوا په شان ددغه اندونو په کړکيچ کې نه مستېږم او زما ټولې بدني غریزې او ځواکونه نه شي کولی خپلې دندې پوره ترسره کړي داسې چې په ما کې د ژوندون روح لږلږ د منځه تللو په حال کې دی او روح مې په ډیر کړاو سره د نورو نړۍ ګانو په لور د آلوتلو په حال کې دی. زما هيلې او آرزو ګانې ډیرې پراخې نه دي او په واقعیت کې که چیرې دغه یادونه له ما سره نه وای نو ز ما ژوند به هيڅ هيلې نه درلودی.

رورو کار داسې یو ځای ته ورسید چې په ځان کې د ډوبيدو عادت او علاقه مندي ددې سبب شوه څود تیر وخت ډیر احساسات او دردونه هیر کړم.

ورو ورو پوه شوم او د ژوند آزمایښتونو ماته دا فکر او باور پیدا کړ چې د انسان د ټولو نیکمرغيو سرچينه په واقعیت کې په خپله د انسان په بدن کې ده او بل هيڅ څوک نه شي کولی موږ بد مرغه کړي او په عمومي ډول که څوک په رښتیا غواړي چې نیکمرغه ژوند وکړي نو هيڅ څوک نه شي کولی دغه نیکمرغي له هغه څخه واخلي.

د درې څلورو کالونو په ترڅ کې په خپل روح کې د ډوبېدو له لارې دغو پايلو ته ورسیدم.
دغه ژور اندونه او روحي پاريدنې چې په ځانته چکرو کې ماته پيداکیدې له هغه ډیرو ارزښتناکه خوندونو څخه ول چې دښمنانو ماته را په برخه کړي ول که هغوې له ما سره دښمني نه وای کړی زه به هيڅکله هم په هغه ګنج یا پانګه نه وای پوه شوی کوم چې د هر انسان په دننه کې شته. ددغه روحي خوندونو څخه داسې خوښي را پیداکیدله چې دهغې له امله به د خیالونو په نړۍ کې ډوب او په خواږه خوب به ویده شوم.

دا يو داسې حالت دی چې د انسان یادونه دهغه د را ژوندی کېدو سبب کيږي خو کله چې انسان له نورو خلکو سره بوخت وي نو له دغه خوږو يادونو څخه بې برخې پاتې کېدی شي.

په همدغه ځانته چکرونو کې ما وکړی شو د خپلو اعترافونو او یادښتونو د کتاب بنسټ کیږدم خو هغه پيښه چې په دغه ورځو کې وشوه زما ددغه اندونو لړۍ يې غوڅه کړه او د څه مودې دپاره يې زه د پيښو په بله لار ه بوتلم.

د ۱۷۷۶ کال د د اکتوبر په ۲۴ ورځ د ماښامنۍ له خوړلو وروسته چکر ته ووتم او د شنه واټ تر پايه وړاندې لاړم او له هغه ځايه مې ځان د «مانلیموسار» تر غونډیو ورسوه اوبیا له هغه ځايه په هغه لاره چې د تاکونو او بوټو په وسیله چاپيره شوې د شارون د کلي تر نژدې برخې ته چې یوه کرونده وه ورسېدم چې ددوو کلیو ترمنځ پرته ده، او بیا له هماغه ځايه بیرته ستون شوم او د لارې په نیمايې کې مې بله لاره غوره کړه . د لارې په اوږدو کې مې په زياتې مينې سره سیل کاوه. ما عادت درلود چې د لارې په منځ کې به دریدم او د ونو او بوټو سیل به مط کاوه.

په دغه سیل او چکر کې مې دوه ډوله بوټي وليدل چې تر ډیره یې زما پام ځانته واړولو.

يوه بوټی پاڼې لرلې او بل يې ډنډر. دا ډول بوټي په دغه سیمو کې ډير لږ پيداکيدل.
څو ورځې کېدې چې د انګورو د ټولولو وخت تیر شوی ؤ او دغه ځای ته د ګرزيدو له پاره د خلکو تګ راتګ لږ شوی ؤ او بزګران هم مخکې له دې چې ژمې را و رسیږي او ژمني کارونه پيل شي ، خپلو کورونو ته تللي ول او دغه کروندې نژدې بيخي تشې وې او هره خوا د ونو پاڼې پرتې وې چې د ژمي د رسیدو رنګ یې غوره کړی ؤ.

د چوپتیا دغې نندارې سړي ته دوه ګونی حالت، هم د خوښۍ او هم د خپګان حالت را پيدا کاوه چې بيخي زما له مزاج او عمر سره یې سمون درلود. ما په داسې حالت کې له ځان سره ویل:
ما په دغه نړۍ کې څه کړي دي يوازې دغې نړۍ ته د ژوند له پاره راغلم او بې له دې چې د ژوند په مانا پوه شم بیرته ترې ځم.

خو په هر حال دا زما ګناه نه وه چې زه یې دغې نړۍ ته ډالۍ کړم او زه یې پرې نه ښودم کوم ښه کار تر سره کړم او زما ټول ښه مقصدونه خاورې شول او ماترې هيڅ پايلې تر لاسه نه کړې. يوازنۍ پايله يې دا وه چې خلک له ما کرکه وکړي او ماته د دښمن په سترګه وګوري.

د هغې ورځې ماسپښين مې له همداسې غمجنو او درندو سوچونو سره تیر کړ خو زه د ورځې په داسې تیرولو خوښ او خوشحاله وم. خو ناببره يوې پيښې، چې تاسې ته به يې اوس بیان کړم زه ددې اندونو له تل نه را بهر کړم، د مونیلموسارنشان د غونډۍ څو کيلومترۍ ته رسېدلی وم چې څو تنه بزګر چې زما مخې ته روان ول په چټکۍ سره په شا راتاو شول اوپه همدې وخت کې ما یو ډیر لوی او قوي سپی و ليد چې غوښتل یې پر ما ټوپ وکړي، ددې کار دلیل دا ؤ چې د سپي له مخې نه يوه بګۍ یا ګاډۍ تیریدله او سپي و نه شو کولی خپل انډول وساتي او د واټ څنډې ته لاړ شي او کله چې یې زه وليدم نو په چټکۍ سره یې پر ما ټوپ کړ.
ما په دغه حالت کې داسې احساس کړه چې د خلاصون یوازنۍ لاره داده چې ځان پرمځکه وغورځوم نو پریکړه مې وکړه څو په ډيرې چټکۍ سره يوې خواته ټوپ ووهم څو سپی زما لاندې شي.
دغه سوچ لکه د بريښنا زما مغزو ته راغی او نور مې د سوچ او سنجولو وخت نه درلود.
کله چې مې ځان پرمځکه واچولو نور په څه پوه نه شوم خو څو ساعته وروسته بیرته په سد شوم.
کله چې په هوښ راغلم نو هوا بيخي تیاره شوې وه او و مې ليده چې درې ناپيژاندل شويو کسانو په غېږ کې نیولی وم او ماته يې د پېښې کیسه وکړه.
هغوی ويل: يو ډنمارکي سپي د شا ته ټوپ وهلو په وخت کې ونه شو کولی خپل انډول وساتي او په داسې حال کې چې لومړی زما پر دواړه پښو لويدلی ؤ ،بیا د همدغه لویدو له امله د واټ څومترۍ ته لویدلی ؤ.

د هغه بګۍ خاوند چې سپي هم په هغې پورې اړه درلوده او په تیاره کې پر مخ تلله ، که چيرې زه نه وای ليدلی نو تر خپلو درندو ارابو لاندې به يې زه ونډ ونډ کړی وای.
دا هغه څه ول چې نوموړو کسانو ماته وویل. په داسې حال کې چې په هوښ راتلم لا هغوې هماغسې په خپل غیږه کې نیولی وم. هغوی له ما وپوښتل زه چیرته اوسیږم؟ خو ماته سخته وه هغوی ته سم ځواب ورکړم. له هغوۍ مې وپوښتل زه چیرته یم؟ د بورن د غونډۍ د پاسه، خو زه نه پوهیدم دا کوم ځای دی باید د ښار ، ناحيې ، او سیمې پوښتنه ترې وکړم څو خپله لاره پيداکړی شم.
خو دا هم بس نه ول. بايد د کور د لارې ټولې نښې مې ترې اخيستی وای څو کور ته مې ځان رسولی وای.
يو دروند او ښاغلی سړي چې ما نه پيژانده تر ډیره وخته یې په زیات محبت سره زما ملګرتیا وکړه خو کله چې پوه شو چې زه له دغه ځايه ډیر ليرې اوسیږم نو ماته یې سپارښتنه وکړه چې د کلي د څنګ د کلیسا له څنګه يوه بګۍ و نیسم او خپل کور ته په کې لاړ شم.
خو سره ددې هم ، زه سم په لاره تللم او په داسې حال کې چې له خولې مې وینه روانه وه ما د هيڅ ډول درد او کړاو احساس په ځان کې نه کاوه.
خو په عین حال کې يوې سړې یخنئ مې ټول بدن لړزولو، داسې چې د خپلو غاښونو کړسېده مې آوریدل .
کله چې کلیسا ته ورسیدم له ځان سره مې فکر وکړ اوس چې کوم درد مې نه ځوروي نو دا به ښه وي تر کوره په خپلو پښو لاړ شم دا کار په سړې او یخې بګۍ کې له تللو څخه به ډیر ښه ؤي.
دا کار مې هم وکړ او تر خپل کوره چې يو څو کیلومتره لاره وه په خپلو پښو ولاړم ، په لاره د تګ له امله مې د کړاو احساس نه کاوه خو له بګيو سره مې ډیراحتیاط کاوه . د لارې ترپا یه بې له کومې ستونزې پرمخ ولاړم.
کور ته ورسېدم ور مې پرانیست په توره تیاره کې له زينو پورته شوم او په پای کې بې له کومې پيښې خپلې خونې ته ننوتم.
کله چې زما میرمن زه په دې حالت وليدم نو ډیره پريشانه او وارخطا شوه. نو زه ایله پوه شوم چې زما حالت څومره بد دی.
شپه مې بې له دې چې څوک وپيژنم تيره کړه خو په نیمه شپه کې راته ډیر سخت دردونه را پيداشول.
کله چې سهار شو او رڼا شوه نو پوه شوم چې څه بلا پر ما راغلې وه پورتنۍ شونډه مې تر پوزې پورې چاوديدلې وه. خو دبدن بهرني ټپونه مې دومره زيات نه ول او دوه غاښونه مې هم لږ وتي ول اوټول بدن مې ګریدلې(خراشېدلی) ؤ او پوستکی یې تلی ؤ. د کیڼ لاس يوه ګوته مې هم ټپي شوې وه او کيڼې اوږې مې هم زيات درد کاوه.
خو ددې ټولو زيانونو سره سره د بدن هيڅ ځای مې مات شوی نه ؤ. ډیره عجیبه وه چې په یوه داسې پيښه کې مې بدن روغ پاتې شوی ؤ.
دا هغه څه ول چې پر ما تیر شول خو څو ورځې وروسته ددغې پيښې آوازې په ټول پاریس کې خپرې شوې او دغه پيښه یې دومره لویه کړې وه او داسې بدلون یې ورکړی ؤ چې ان زه په خپله د هغې په دروغ او رښتیا نه پوهیدم.
ما ددې خبرو اټکل کاوه خو ددغه پيښې سره يې دومره نورې پيښې ګډې کړې وې چې ان زما دښمنانو هم زما په حال د افسوس او خپګان څرګندونه کوله خو ځنیو به د ملنډو له مخې يو او بل ته ددې پيښې کیسه کوله.
ښاغلی م، چې تر دغه وخته ما له هغه سره هيڅ ډول اړیکه نه درلوده خپل منشي زما پوښتنې ته استولی ؤ او د پوښتنې په ترڅ کې یې ماته داسې وړاندیزونه وکړل چې یو یې هم ماته د منلو وړ نه ؤ.
خو منشي زیات ټینګار کاوه چې د هغه د بادار سوغاتونه ومنم او ماته یې ان وویل:« چې که ماته ویلی نه شې نو خپلې ټولې اړتیاوې ښاغلي ر ته وليکه».
دهغه زیات ټینګار او بې حده محبت زه لا نورهم پر هغه بدګومانه کړم او داسې احساس راپيدا شو چې ددې ټولو مهربانیو تر شا کوم راز پروت دی.
خو لکه څنګه چې شونډې مې ټپي وې او حالت مې هم دومره ښه نه ؤ زیات مې ټینګار ونه کړ او ومې نه غوښتل څو په دې هکله زیات چرت ووهم.
خو زه په هيڅ ډول ددغه پردي سړي د زيات ټينګار په علت پوه نه شوم. له دې خبرې یو څه وخت تیر شو او زما حالت هم ښه شو او کله ناکله به چکر ته هم وتلم . د چکر په وخت کې د خلکو مانا لرونکو کتنو زما پام ځانته را واړولو او پوه شوم چې اوس هم زما په اړوند ځنې رازونه شته چې پوهیدل يې ماته څه آسانه کار نه دی.
وروسته خبر شوم چې لومړی داسې آوازه خپره شوې وه چې ګنې زه ددغې پيښې له امله مړ شوی یم او دغه خبره په دومره قوت خپره شوې وه چې تر پنڅلس ورځو په پاریس کې ټولو خلکو پرې پوره باور کړی ؤ چې زه ګنې مړ یم او ان دربار هم دا خبره منلې وه.
د پاریس يوې ورځپاڼې دغه خبر په زياتې خوښۍ سره خپور کړی ؤ او ان ددې پرځای چې زما د مړينې له امله د خپګان څرګندونه وکړي زما پر خلاف يې د زرګونو سپکو سپورو، کنځلو او له سپکاوي ډکو خبرو له خپرولو ډډه نه وه کړې.
دغه نوی خبر یانې زما د مړینې خبر له يوې بلې پيښې سره ملګری ؤ خو ما ونه شو کولی په ټوله پيښه ځان پوره خبر کړم.
دغه عجیبه پيښه داسې وه چې دوې آوازه ګډه کړې وه چې ګنې زما تر مړينې وروسته امنیتي مامورین زما کور ته راغلي ول او ټول کاغذونه او سندونه يې ټول کړي او له ځانه سره وړي ول او وروسته پوه شوم چې زما په نامه يې ځنې شیان ليکلي ول او هڅه يې کړې وه څو زما له نامه يې خپاره کړي ځکه دوې هغه کسان نه ول چې زما ريښتني ليکنی يې خپرې کړی وای يوازنی کار چې دوې کولی شو هغه داؤ چې له دروغو ډک او له رښتیا ليرې مطالب یې په ما پورې تړلي او خپاره کړي وای .
ددې خبرو ځنې مطالب زما غوږونو ته هم را ورسيدل او زه یې سخت نا آرامه او قهرکړم. دغه بيځايه آوازو د هغوی پر خلاف زما کرکه او نفرت نور هم زیات کړ. له ځانه سره مې په زرګونه ډوله اندونه او سوچونه کول او هرڅه چې مې آوریدل هغه مې څیړل څو ددغه دروغجنو آوازو په رموز او راز ځان پوه کړم.

په پای کې تر زيات اند او ارزونې وروسته دغه بوږنونکې پايلې ته ورسېدم چې ان زما ژوند او برخه لیک هم دداسې کسانو په لاس کې دی چې په ټول قوت سره غواړي زما د نوم د پاتې کيدو مخه ډپ کړي. په دې ډول که څه هم زه ژوندی وم خو نوم مې د خلکو د فکرونو له دفتره پاک کړای شوی ؤ.
ماته څرګنده ؤه ټول هغه کسان چې د چارو په سر کې ول زما ټينګ دښمنان ول او په داسې حال کې چې زما له اندونو یې ګټه اوچتوله په عین وخت کې زما د له منځه وړلو په تکل کې هم ول. که څه هم د هغوی ګڼ شمیر شتمن شوي هم ول خو چمتو نه ول ان زما نوم هم په خوله واخلي او په زیاتې ټګۍ اوبرګۍ سره یې زما د له منځه وړلو هڅې کولې.

په داسې حالت کې ما پرته له تسلیم او رضا بله چاره نه درلوده که څه هم ان داسې یو سوچ ماته له وحشته ډک ؤ خو تر یوه بریده مې د آرامئ سبب هم شو او دغه د تسلیم او رضا حالت ماته زیاته مرسته وکړه.
زه د سن اګوستن په شان نه وم چې د غندلوله لارې یې د ځان رضایت برابرولو ځکه هغه دا عقیده درلوده چې دا د خدای رضا ده . خو زما تسلیم او رضا بل دلیل درلود ځکه ما پر يو داسې بشپړ انسان باور درلود چې خدای رامنځ ته کړی خو په تاسف سره داسې بشپړ موجود لا تر اوسه نه دی رامنځ ته شوی.
خدای عادل دی خو ایا هغه همداسې غواړي چې زه وکړیږم او وځوریږم، هغه په دې پوهیږي چې زه بې ګناه یم. دغه زما باور دی زما زړه او وجدان داسې وایې چې ما کومه سهوه نه ده کړې.
پریږده چې د نړۍ خلک او برخه لیکونه هر څه چې غواړي ترسره یې کړي اوموږ بې له هيڅ ډول شکایته د دردونو له زغملو سره عادت وکړو.
دا هر څه به یوه ورځ سم شي او یوه ورځ به زما وار هم را ورسي.

3:دریم څپرکی


دریم څپرکی

په داسې حال کې چې غواړم هر څه زده کړم، د زړيدو او بوډا کيدو په حال کې یم.
سولون، د سپین ږیرتوب په وخت کې کله کله دغه پورته شعر ویلو. دغه شعر ماته ځانګړې مانا لري خو دغه مانا او فلسفه ماته له هغه زده کړو او لوستونو په پرتله ډيره غمجنونکې ده چې ما د شلوکالونو په اوږدو کې تر لاسه کړي دي .

زما له نظره جهالت او نا پوهي کوم بد شیی نه دی خو سيالي انسان ته د ښه ښوونکي حیثیت لري خو دغه ښوونکی خپل لوستونه په ډیره لوړه بیه خرڅوي او کله کله هغه ګټه چې موږ يې ترې ترلاسه کوو له ترسره شوي لګښت سره هيڅ د پرتلې وړ نه دی.
خو برسیره پر دې مخکې له دې چې سړی د دغه سختو او اوږدو لوستونو له لوستلو څخه يو څه زده کړي دهغو د په کارولو وخت بیا تیر وي.
ځواني د علم او پوهې د تر لاسه کولو او سپین ږیرتوب دهغو دپلي کولودپاره ډیر ښه او مناسب وخت دی، تجربه انسان ته ګټوره ده خو دغه ګټه د هغه وخت دپاره ده چې انسان يې په مخ کې لري خو کله چې هغې ته رسيږو نو وخت تیر وي.
کله چې انسان د مړينې په حال کې وي آيا داد زده کړې وخت دی نو په دغه واټن کې څرنګه بايد ژوند وکړو.
سره ددې، دغه رڼا چې له ډیرې مودې را په ديخوا ماته را رسي او په زيات کړاو او عذاب مې تر لاسه کړې ماته څه ګټه لري ځکه په ټوله دغه موده کې نورو ډیر ځورولی یم او دغه ځورونو بيخي زه له کاره ايستلی یم.
ما خلک ددې له پاره وپيژاندل څو خپلې بدمرغي په سمه توګه وپيژنم کومې چې هغوی يې سبب شوي دي خو بدمرغي په دې کې ده چې دغه پيژندګلوۍ و نه شوکولی ما له هغه دامونو وژغوري چې هغوی ماته خواره کړي ول.
ولې زه د خپل ژوند په دغه اوږده موده کې ددغه جاهلانه باور ښکار شوی وم او په دغه اوږدو کلونو کې مې و نه شو کولی د هغوی له لاس غزونوڅخه ځان وژغورم، تل به په هغوی تیر وتلم بې له دې چې ډير لږ شک پرهغوی وکړم.
هو زه تل پرهغوی تیر وتم او دهغوی په دام کې ایساریدم او بدمرغي خو لا په دې کې وه چې ما ګومان کاوه زه پرهغوی ګران یم. زما زړه دهغو د ظاهري محبتونو په لومه کې نښتی ؤ او په پوره ایمان سره مې د هغو د دوستۍ هرکلی کاوه.
خو دغه خيالي او خواږه سوچونه بيخي له منځه لاړل اودبدمرغۍ تریخ حقیقت يې ماته وښود چې د وخت تيريدو ،عقل او پوهې د هغو له مخې پرده لیرې کړه او ماته يې ثابته کړه چې دغه بدمرغي يوه نه علاجيدونکې بده ورځ ده چې تر وړاندې يې پرته له رضا او تسليم بله چاره نه لرم.
په دې ډول د عمرپه دغه پړاو کې زما د ژوندانه ټول آزمايښتونه بې ارزښته شول داسې چې په راتلونکي کې هم ترې هيڅ ګټه نه شم اخيستلی.
موږله زياتو هيلو سره نړۍ ته راځو او له هماغه هيلو سره مړه کېږو کله چې انسان پوهيږي چې ژوند داسې پای ته رسېږی نو بیا ولې د هغې د پوهېدو دپاره دومره لاس او پښې وهي او ددې اند هم ور سره نه وي چې څنګه اوپه څه حا ل او بڼه د مرګ په لور تللی دی.

د يو بوډا د پاره که وخت ورسره ملګرتوب وکړي د ژوند زده کړه ددې دپاره ده څو پوه شي څنګه مړ شي او دا هغه يوازنی شی دی چې موږ يې په ژوند کې زده کوو.
ټول سپين ږیري دخپلو اولادونو په پرتله زیات د ځان په هکله اند اوسوچ کوي اوکله چې مړه کيږی نو دوی د ځوانانو په پرتله په ډیرې سختۍ سره ساه ورکوي داځکه کله چې سپين ږیري مړه کيږي نو هله پوهيږي چې د ژوند دپاره دهغو ټولې هلې ځلې بې ګټې وې او په خپلو سترګو ويني چې ددوی ټول کارونه ، پانګې او د ژوند پايلې او د ورځو او شپو ټول کړاونه او زیارونه له یوه سره اوبو وړي.
کله چې دوې ځي نوهر څه پرځای پریږدي داسې چې ته به وايې په ټول ژوند کې دوی د هيڅ څه د راټولولو په اند او فکر کې نه ول او اوس دوی ته بيخی څرګنده شوی ده چې له دغو څيزونو څخه يو هم له ځانه سره نه شي وړلی.
په دغه موده کې مې تل له ځانه سره همداسې خبرې کولې او لکه چې تاسې وينۍ ما ونه شوکړای له دغه اندونو څخه لکه څنګه چې په کار ول ځانته پايلې راو باسم دا لدې کبله نه ؤ چې دداسې اند وړتيا مې نه درلوده بلکې نور دليلونه هم ول چې په هکله يې ويل غواړم.
لومړی مې خپل ماشومتوب د ژوند په توفانونو کې وموند او له هماغه لومړيو ورځو د زياتو آزمايښتونو له امله پوه شوم چې زه په دغه نړۍ کې د ژوند دپاره جوړ شوی نه يم زما اندونه او اړتیاوې داسې دي چې زه به هيڅکله هم ونه کړی شم کوم ځای ته و رسیږم.
کله چې مې وليدل چې د خلکو په منځ کې خپله نيکمرغي تر لاسه کولی نه شم او بل هر ځای ته چې مې ځان ورسوه نو پوه شوم چې په هيڅ ځاي کې خپله نيکمرغي نه شم تر لاسه کولی. زه یو داسې چاته ورته یم چې د ځمکې پر مخ ټولو ته پردی دی او نه شي کولی په هيڅ وخت او ځاي کې هغه آرامتیا تر لاسه کړي چې په لټه کې يې دی.
زما احساسات د وخت په تیریدو سره د زده کړې او روزنې له لارې د بدمرغۍ په مزو ټينګ او مظبوط شول او زه یې دې ته اړ کړم څو د خپل طبیعت او د ژوند د مقدراتو لټون وکړم دغه علاقه په ما کې دومره غښتلې وه چې په بل هيڅ چا کې مې نه وه ليدلې.
ډیر فیلسوفان مې وليدل په دغه برخه کې تر ما زيات په فلسفه جوړونې بوخت دي خو ليدل مې چې دهغوی ټولې فلسفې ان په خپله هغوی ته بې مفهومه او بې مانا دي.
هغوی په داسې حال کې چې غوښتل د نورو په پرتله زیات هوښياره اوسي د نړۍ د رازونو په څیړنه يې پیل وکړ څو پوه شي چې دغه ستره نړۍ پر کومو بنسټونو ولاړه ده خو دغه څيړنې دومره سرسري او جاهلانه ول لکه څوک چې وغواړي پوه شي دغه ستر ماشین څنګه کار کوي.
بيا يې د انسان د طبیعت په څيړنه پیل و کړ څو وکړی شي عالمانه بحث وکړي خو په حقیقت کې دا اند ورسره نه ؤ څو ځان و پيژني دوی نورو ته زده کړه ورکوله خو دوی نه غوښتل په انسان کې پټ رازونه را وسپړي او څرګند کړي.
ډیرو دغو عالمانوغوښتل بس يو کتاب وليکي د کتاب محتوي چې هر څه وه مهمه نه وه خو دوی هيله مند ول چې ددوی د کتاب هرکلی وشي خو کله چې کتاب يې بشپړیده نو د کتاب محتوي ددوی هم نه خوښيده خو په دې هيله يې ځان خوښولو چې ددې کتاب په مرسته به وکړی شي خلک ځانته را مات کړي او د ستونزو په وخت کې هغوی له خطرونو وژغوري.
خو سره له دې هرڅه، دغه کتابونو نه دوی ته کومه ګټه رسوله او نه خو دوی دې ته پاملرنه کوله چې ددوې کتاب سم یا غلط ليکل شوی دی دوی يوازې په دې اند ول چې ددوی له کتاب څخه هر کلی وشي.
خو کله چې ما غوښتل څه زده کړم زما مقصد یوازې دا ؤ چې زه ځان په څه پوه کړم او له نورو سره مې کوم کار نه درلود.
زه تل په دې عقیده وم مخکې له دې چې نورو ته څه ورزده کړم لومړی باید يو داسې یو څه وکړم څو زه په خپله څه پوه شم څو دهغې په مرسته په ټولنه او خلکو کې خپل ژوند ته دوام ورکړی شم . په ټوله هغه موده کې چې په ټاپو کې ځانته او يوازې اوسېدم پرته له دې مې بل کار نه درلود.
زه پردې عقيده يم څوک چې غواړي کوم کار تر سره کړي باید دهغه له ایمان سره انډول ولري ځکه دا يو څرګند حقیقت دی چې زموږ عقیدې تل له هغه کارونو سره تړاو لري کوم چې موږ يې ترسره کوو.
په دغه مهم پرنسيپ کې چې زما د ژوند ټول پروګرام يې جوړولو تل په دې اند وم چې د ژوند دپاره يوه وسيله په لاس راوړم او د هغې په رښتني پای پوه شم او ډیر کله زما څيړنې ډیرې ژورې او بنسټيزې وې او کوم څه چې مې زده کړي ول همدا ول چې ماته يې د خلکو په منځ کې لارښوونه وکړه.
زه په يوۍ داسې کورنۍ کې نړۍ ته راغلم چې کورني ادب او اخلاق ، رحم او محبت پکې واک واک درلود او وروسته د يو ډير پوه او هوښياره روحاني شخصيت له خوا تر روزنې لاندې ونیول شوم او د ژوند له هماغه پيله مې د پند اونصیحتونو ټاکلي اصول زده کړل، هغه څه چې ما په ماشومتوب کې زده کړل د ژوند تر پايه مې په یاد پاتې شول کله چې ماشوم وم تر خپلواک او ارادې لاندې وم، له ما سره زياته مينه وشوه ، د خلکو په ځان غوښتنو تير وتلم ، ناهيلۍ زما په رګونوکې لاره پيداکړه او له ترینګړو لارو مې ځنې کارونه وکړل او ورو ورو دغه ناهيلۍ زما په ثانوي عادت واوښت او د وخت په تيريدو سره ورو ورو زما زړه يو نوي مذهب ته واوښت چې ما په خپله ځانته جوړ کړی ؤ. د مادام وارن «۱» لارښوونو او نصيحتونو پر دغه عقيدې زما باور نور هم ټينګ کړ.
د کلي او غرونو ځانته توب چې زما د ژوند ټول وخت هم هلته تير شو، د ښه کتابونو لوستل چې خپل ټول وخت او امکانات مې د هغو لوستلو ته بيلګه کړی ؤ دې هرڅه زه ددغه فرشته ډوله ښځې تر څنګ زیات غښتلی او تکړه کړم او په ما کې يې ښه او مهربانه احساسات رامنځ ته کړل او څه ناڅه د فته لون په څير له ما نه يو مذهبي او سپيڅلی سړی جوړ شوی ؤ.
د عزلت د کور اندونه، د طبیعت د آثارو لوستل او په ګوښه شوي او ځانته شوي انسان کې د سترې نړۍ ليدنه داسې حالت رامنځ ته کوي چې سړی غواړي د نړۍ څښتن وپيژني او د شيانو په سبب پوه شي او په زياتې انديښنې سره د ټولو هغه څيزونو پيل او پای وپيژني چې ويني يې او د ټولو پيښو علت ځانته څرګند کړي.
کله چې برخه لیک زه د نړۍ توفاني بهير ته وارتولم، ما په دې نړۍ کې داسې يوڅه پيدانه کړچې زما د رضایت سبب شي.

په هر ځاي کې افسوس او ناهيلی په ما پسې راتله او هغه ټول څيزونه چې مې ليدل په ما کې يې بې قیدي او بدګومانۍ ته ورته يو حالت رامنځ ته کاوه.
څرنګه چې په ټولو علاقه منديو کې زما حالت پريشانه ؤ او داسې مې ګومان کاوه چې هيلې له هرې خوا بندې شوې نو ځکه هيڅ شي ته هيله مند نه شوم او هيڅ مې تر لاسه نه کړل او آن هغه څه چې مې د ژوندانه په ډيرو ښو او خوشحاله شيبو کې تر لاسه کړي ول ماته يې ډیر لږ ارزښت هم نه درلود اوپوه شوم هغه څه چې مې تر لاسه کړي دي داهغه ريښتنې نيکمرغي نه ده چې زه يې په لټون کې وم.
په دې ډول په دغه نړۍ کې زما دپاره د هر څه ارزښت له منځه لاړ او ان په هغه شیبو کې چې لا بدمرغۍ زما په لور يرغل نه و کړی هر څه ته مې ارزښت نه ورکاوه.
له همداسې اندونو سره څلويښت کلن شوم ، په بدمرغیو او ستونزو کې مې لاس او پښې وهلې او د عقل او ستونزو ترمنځ چې له زرګونو نیمګړتیاو او ستونزو ډک ول ، هک پک پاتې شوم داسې چې هيڅ لوري ته مې پام نه آوښته او بې له دې چې کوم ټاکلی اند او مقصد ولرم د ژوندانه په پيښو پسې تللم.
خو په دغه ټوله موده کې مې خپل ټينګ هوډ له لاسه ور نه کړ نه پوهيدم څه وکړم او بې له دې چې په کوم څه پوه شم او بې له دې چې هغه له ځانه ليرې کړم د يو داسې مقصد په لور تللم چې زه هم د هغې په نوم نه پوهيدم.
په ځوانۍ کې مې دا ګومان کاوه چې په څلويښت کلنۍ کې زما فعالیتونه پای ته رسيږي او خپل ټول کارونه به بس کړم.
کله چې عمر مې تر دغه بریده ورسېد لا پر خپل هوډ لاړ وم او غوښتل مې په همدغه حال کې پاتې شم چې اوس یم او خپل پاتې ژوند بې له دې چې راتلونکې په پام کې ونيسم په خوب اوخيال کې تیر کړم.
وخت يې را ورسيد او سره له دې چې په دغه وخت کې دا امکان ؤ چې نوې نيکمرغۍ زما په لور مخه کړي له هر څه مې لاسه واخیست او بې له دې چې کوچنی هوس او آرزو ولرم هر څه مې شاته پريښودل.
کله چې مې ځان له دغه ټولو هيلو او ارزوګانو خلاص کړ نو ورځ اوشپه مې په آرامۍ او د خپل مزاجي حالت په سمولو او ښه کولوکې تيره کړه او دا هغه څه ول چې له ډیر پخوا مې دهغې د ترلاسه کولو هيله لرله.
نړۍ مې له خپلو ټولو کامرانيو سره خوشې کړه له ټولو ښکلاو لکه، سينګارونو، د تورې له تړلو، د ساعت له تړلو مې لاس واخيست او نور مې د سپينو جورابو د په پښو کولو اود نور رازراز سينګارونو هيله مې په سر کې نه لرله، ساده جامې مې آغوستلې او له خپل زړه نه مې ټولې نفسانی غوښتنې او هيلې ايستلې وې او هغه مقام او دريځ مې ليرې وغورځوه د کوم دپاره چې نه وم پيداشوی او له هغه وخته مې د موسیقۍ د ټوټو پرليکلو او بيا ليکلو ځان بوخت کړ له څه سره چې ما تل مينه لرله.
دغه رفورم اوعمومي بدلون يوازې په بهرنیو چارو پورې محدود نه پاتې کيده ځکه پوهېدم چې که يوازې په يو شي پورې زړه وتړم نو په هغې پسې به بله موضوع راشي نو له دې وروسته مې د خپل ځان په دننه کې د یو پراخ بدلون او رفورم په ترسره کولو پیل وکړ او خپل اندونه مې داسې محدود کړل څو و کولی شم خپل پاتې ژوند بې له تشویشه تیر کړم، په ما کې يو نوی انقلاب پيل شوی ؤ او زما د سترګو تر وړاندې یوه نوې نړۍ را څرګنده شوه .
د خلکو له لېونتوبه ډک قضاوتونه، چې نه غواړم پوه شم چې څومره د هغې تر اغیز لاندې راغلی وم، ما ته دومره بې ارزښته شوی ول چې ځان مې په تياره او بې نوره نړۍ کې احساسولو او نور مې د ادبې ویاړونو او دې ته ورته څیزونو څخه خوند نه اخيستلو بس یوازې دومره مې غوښتل چې زما پاتې ژوند په بل واټ او په جلا لاره کې تير شي او له هغه څه ليرې واوسم چې تر دې دمه پرې بوخت وم.
په زیاتې لېوالتيا او مينه مې ددې ژوند هرکلی وکړ او د هغې په ساتلو کې مې هيڅ لټي او کمی نه کوله او هر هغه څه چې په ما پورې اړه درلوده له هغو سره مې مينه کوله او پرته له دې مې له بل هيڅ شي سره علاقه نه پيداکېده.
دا زما د ګوښه توب او ځانته والي لومړنۍ ورځې وې او دغه مينه او علاقه مندي هغه ستره هيله وه چې مايې له ډير پخوا هيله لرله.
هغه څه چې په دغه وخت کې ما غوښتل و يې ليکم ،هغه مسالې وې چې يوازې د ځانته توب او ګوښه والي په حالت کې باید ليکل شوې وای او زيات وخت اوساعتونو ته يې اړتیا لرله څو په آرامه زړه مې دهغې په هکله اند کړی وای، دا کار په ټولنيزې ګډوډۍ او غالمغال کې ترسره کېدی نه شو.
دغه اندونو زه دې ته اړ کړم څو ځانته يو ډول نوی ژوند جوړ کړم او دغه نوی ژوند ما ته دومره په زړه پورې او زما په حال برابر ؤ چې هيڅکله مې نه غوښتل له لاسه يې ورکړم.
دغه ژوند مې د زړه له کومې ومنلو او تر هغه چې يې امکان درلود محدود مې کړ کله داسې فکر کوم چې دښمنانو په زوره ددغه ژوند منلو ته اړ کړم. خو د هغوې مقصد داؤ چې ما بدمرغه کړي خو له نيکه مرغه داسې ونه شول ځکه دغه ژوند زما د نيکمرغۍ پيل ؤ که هغوی زه دغه کار ته نه وای اړکړی ګومان نه کوم چې مابه په خپل لاس د هغې د جوړولو وس درلود.
له هماغه ورځې څخه په زیاتې مينې او علاقه مندۍ په کار بوخت شوم زما بوختيا ورځ تر بلې زياتيده او د اړتيا له مخې مې د هغې لمن په خپله خوښه پرخوله.
د ځانته والی په هغه نړۍ کې مې دداسې پوهانو او فيلسوفانو سره سر او کار درلود چې له پخوانيو پوهانو او فيلسوفانوسره يې هيڅ ورته توب نه درلود.
دغو پوهانو ددې پرځای چې زما شکونه او بدګومانۍ له منځه يوسي او زما هوډ ټينګ کړي په پرله پسې ډول يې د هغه څيزونو په اړوند زما ایمان او باور له منځه وړلو چې تر دې دمه يې ماته زيات ارزښت درلود.ځکه تر ټولو لوی غير مذهبي پوهانو اود تکامل پر تيورۍ عقيده مندو فيلسوفانو هر یوه پر خپلو عقيدو ټينګار کولو او پرته له هغه څه چې دوی پرې پوهېدل د بل څه د ویلو زړه يې نه شو کولې.
د ژوند په ټوله موده کې تل له دغه عقیدو سره په جګړه کې وم خو هيڅکله مې د هغوی عقيده و نه شوه منلی شاید دهغوی همدغه ټينګه عقیده ددې سبب کيده څو د هغوی له وحشته ډکې غریزې او ځانګړنې نور هم غښتلي شي.
البته هغوی ونه کړی شو ما قانع کړي خوتل زما د اندونو د سستۍ سبب ول ، دهغوی دلیلونو بې له دې چې ما قانع کړی شي زما اندونه يې بيخي ګډوډ کړي ول او ما د خپلو پوښتنو تر وړاندې منطقي ځواب نه تر لاسه کولوخو دا احساس را سره ؤ چې هرومرو باید یو ريښتنی ځواب شتون ولري.
زما تیروتنې د هغوي له حماقتونو او بې استعدادۍ څخه ډير لږ ول. او زما روح وکولی شو زما د زړه په پرتله دغو پوښتنو ته سم ځواب ورکړي.
په پای کې يوه ورځ مې له ځانه سره وويل چې آیا د تل دپاره باید ددغه فیلسوفانو په صوفيګرۍ کې لاس او پښې ووهم؟ په داسې حال کې چې زه پوهيدم هغه څه چې هغوی يې وايې او تمه لري څو نور خلک يې ومني دوی خپله پرې باور او ایمان نه لري.
د هغوی هغه تمایلات او احساسات چې پرخپلو مسلکونو يې حکومت کاوه او هغه تمایلات چې پر نورو د خپلو عقیدو د تپلو دپاره يې لرل داسې ول چې خلکو نه شو کولی د خپلو هغه عقيدو پر بنسټ چې لرل يې، هغه ومني.
آيا فکر کوۍ ددغې فلسفې لارښونکي پر هغه څه چې وايې پخپله باور او ایمان لري؟ ددوی فلسفه د نورو دپاره ده خو زه غواړم خپل ځانته ځانګړې فلسفه ولرم .

تر هغې چې وخت شته په خپل ټول وس سره به زیار وباسم څو نوې فلسفه پيداکړم او د خپل پاتې ژوند پروګرام پرې سمبال کړم.
اوس د خپل ځوانۍ لوړې کچې ته رسېدلی یم او ټول لازم ځواکونه په واک کې لرم او په همدغه وخت کې دی چې کولی شم د خپلو اندونو پايلو ته ورسیږم او که وغواړم تر دې زيات صبر وکړم او په تمه پاتې شم نو زما وخت به تیر شي ځکه څومره چې وخت تیريږي دومره زما فکري ځواک کمیږي او زما فطري غریزې خپل استعداد له لاسه ورکوي.
هغه کار چې اوس يې ترسره کولی شم په راتلونکي کالونو کې به د هغې د تر سره کولو وس ونه لرم نو له دې کبله ددغه مناسب وخت څخه باید ترهغه چې کولی شم ګټه اوچته کړم. نن زما د ژوند د رفورم عمومي ورځ ده خو که څه موده تیره شي نو زما معنوي ځواک به بیخي له منځه لاړشي.
يوځل بیا باید دخپلې عقيدې او د خپلو اندونو عمومي اصول ټینګ وساتم او په دغه د ګوتو په شمیر کلونو کې چې زما له ژونده پاتې دی هغه کار بشپړ کړم چې دمخه مې باید بشپړ کړی وای.
نو له دې کبله په زياتې آرامۍ اوپه پرله پسې ډول مې دغه نقشې ته دوام ورکړ خو داځل د پخوا پرخلاف لازمه وه څو په نه ستړې کیدونکې ډول خپلو اندونو ته بې له ځنډه دوام ورکړم.
ډیر ژر پوه شوم چې ددې کار د سرته رسولو دپاره دپاتې ژوند آرامښت ډیر ارزښت لري.
په پيل کې مې خپل کار په تياره، ستونزمنه او له خنډونو ډکه لاره کې وليد چې څو ځله مې غوښتل دا کار خوشې کړم او باور مې درلود چې په دغه بې ګټې لټون کې به هيڅ پايلې لاس ته را نه شي او د کړنو په ترڅ کې پوه شوم چې ستونزې او خنډونه دومره زيات دي چې تیريدل ترې ناشوني ښکاري. زما حالت یو داسې کس ته ورته ؤ چې د يو توفاني او څپڅپاند سمندر په منځ کې بې د کوم لارښود او چلوونکي، د یو کمزوي څراغ په مرسته غواړي يوه اوږده لاره ووهي.
خو سره له دې ما په خپل ژوند کې د لومړي ځل دپاره سخت ټينګار وکړ او له ډیر لوی زړه نه مې کار واخېست اود يو داسې خطرناکه او ناڅرګنده برخه ليک په لور لاړم چې پيل او پای يې څرګند نه ؤ .
خو په پای کې د زیات زیار او کړاو نه وروسته چې هيڅ چا يې د زغملو وس نه درلود، دا پریکړه وکړه څو د ټولو ستونزو او خنډونو تر وړاندې ټينګار وکړم.
نه پوهيږم په دغه لاره چې زه پرې روان يم ما څومره تېروتنې کړي دي خو باور لرم چې له هره پلوه ځان ساتلی شم .
بې له شکه ما باور درلود چې د کوچنيوالي اندونه او دزړه له کومې راټول شوي ټولې هيلې دومره غښتلي او ټينګې دي چې هيڅ څه نه شي کولی ددغه پيښو تر وړاندې زما علاقه مندي له ماتې سره مخامخ کړي.
انسان یو عجیبه موجود دی د هغه څه د پاره چې يې غواړي په زيات شدت او قوت سره پرله پسې دفاع کوي.
له بلې خوا دغه ټينګار تر دې بریده دی چې دوی هرهغه څه چې فکر کوی هغه سم او منطقي بولي د بېلګې په توګه که څوک وغواړي د بلې نړۍ شتون ومني او یا و نه مني خو دغه منل او یا نه منل ددې مانا نه لري چې داسړی ګنې څه ته هيله مند دی او یا له کوم څه څخه ډاریږي.
کېدی شي ځنې کسان ګومان وکړي چې په بلې نړۍ ایمان د ډار له امله دی اوځکه هغه مني چې هيله مند دی. په داسې حال کې چې دا خبره داسې نه ده . کله چې انسان کومه څه ته هيله مند کيږي نو په عين حال کې پرهغې ايمان پیداکوي او که هم وغواړي د راتلونکې نړۍ شتون و نه مني ددې مانا داده چې هغه په خپله دغه عقیده ایمان لري نو ځکه له هيڅ شي څخه نه ډاریږي.
البته دغه ټولو سوچونو زما د قضاوت بنسټونه سستول خو نه يې شو کولی زما په ایمان کې د سستۍ او ګډوډۍ سبب شي ځکه زه ډاريدم چې په دواړه اړخونو کې تير وتنه ونه کړم.
که چیرې دغه ټولې خبرې د مادي ژوند څخه د ګټې اخیستو دپاره ول نو غوښتل مې ځان پرې پوه کړم څو ترې پوره او سمې پايلې لاسه ته راوړم ځکه لا تر اوسه مې پوره وخت درلود څو حقیقت و پيژنم، خو هغه يوازنی څيز چې ما نه شو زغملی او زه يې په شک او دوه زړۍ کې اچولم دا ؤ چې
خپل روح او بدن د ژوندانه د خوندونو لګښت ته ورسوم چې تر ننه يې ماته هيڅ ارزښت نه درلود.
باید اعتراف وکړم چې ددغه ستونزو له منځه وړلو له هيڅ پلوه زه نه راضي کولم ځکه دغه ستونزې داسې څه ول چې فیلسوفانو د کلونو راهيسې زموږ په غوږونو کې ويلي ول چې نه دوی په خپله اونه موږ په دې هکله په څه پوه شولو.
څومره چې په دغه اندونو کې ډوبېدم د رازونوتورې پردې نورې هم تياره کيدې او له هره پلوه د رازونو سره مخامخ کېدم ، پيچلي اونه حل کېدونکی مسایل نور هم پيچلی او لا پېچلی کېدل چې حل يې ناشونی ؤ. په هره مساله کې يو څه راته ښکاریدل او په دې ډول د هغې ترشا له نويو ستونزو سره چې پای يې نه درلود، مخاخ کېدم .
په دغه برخه کې د فيلسوفانو عقيدې او نظریې هم بې مانا او ګډوډ ول دوي يوازې دا ويل چې بس بايد په بلې نړۍ باور او ایمان ولرو.
که ددې ټولو دليلونو په لرلوسره سره يو څوک تيروځي نو موږ په هيڅ ډول نه شو کولی دهغه په هکله قضاوت وکړو ځکه د هغې د پوهېدو استعداد نه لرو.
دا ؤ هغه ټينګ بنسټ چې زموږ ژوند يې جوړولو.
په پای کې زما د ټولو هڅو پايله دا شوه چې وروسته مې هغه د « ایمان او عقیدو» تر نامه لاندې خپور کړ چې ګومان کوم چې دغه اثرخلکو ته د يو لوی کفري اثر په توګه پيژاندل شوی دی. خو زه پوره باور لرم چې که دغه کوچنی اثر يوه ورځ په ټولنه کې لار پيداکړي نو په ټولنه کې به ستر انقلاب رامنځ ته کړي.
له هغې نېټې وروسته ما دهغه اصولو پربنسټ، چې له ځانه سره مې منلي ول، په آرامۍ سره مې خپل ژوند ته دوام ورکړ او دغه عقیده مې د خپل ایمان او سلوک د نه بدلېدونکي بنسټ په توګه وټاکله او وروسته له دې مې هغه اعترضونو او ستونزوته چې زما په لاره کې پيدا شوي ول اویا په راتلونکې کې يې د راپيدا کېدو امکان ؤ، پاملرنه نه کوله.
البته کله نا کله دغه عقيده زما د پریشانئ سبب کېدله خو هيڅکله يې ونه شو کولی د هغې بنسټ لړزانده کړي.
تل مې ځانته ويل : دا ټول هغه نه انکاريدونکي رازونه او ستونزې دي چې زما د زړه د واقعیتونو له اصولو سره د پرتلې وړ نه دي او دا ټول دهغه ویده احساساتو سرچینه ده چې زما په چپو«غلیو» علاقه مندیو کې شتون لري.
په داسې ډیروسختو حالاتوکې که سړی وغواړي له زرګونو مسالو څخه يوه مساله رامخ ته کړي نو ټول هغه څه به له لاسه ورکړي کوم چې تردغه دمه يې تر لاسه کړي دي.
دا تر ټولو غوره سیستم ؤ چې ما د ژوند دپاره غوره کړ دا په دې مانا، پر هر هغه څه چې پوه شوی وم پر هغو مې ایمان درلود او که غوښتې مې وای ددې سيستم په پريښودو سره بل چلند غوره کړم نو زما ژوند خپل مرام د لاسه ورکولو او بې له دې چې کوم اميد ولرم په نا هيلۍ کې به مړ شوی وای، په داسې حالت کې به د نړۍ له ډیرو بدمرغه کسانو څخه وای.
نو همدغه عقيده چې زه پوهېږم زما د نیکمرغۍ سبب کيږي باید له لاسه ورنه کړم او وروسته له دې له خلکو سره هيڅ کار نه لرم او نه د هغوی عقیدې ماته کوم ارزښت لري.
دغه غوڅه پريکړه، هغه وروستۍ پايله وه چې زما له نظره ما تر لاسه کړه او شاید هم داسې د خدای اراده وه ځکه همدغه فکري آرامي ده چې زه يې په ژوند کې روغ او آزاد او ټينګ ساتلی یم.
خو وروسته له دې به څه پيښ شي او په دغه ډارونکو پريشانیو کې چې ما ته په کمين کې دي، زما برخه ليک به څنګه وي؟
دغه فکري آرامتيا او بشپړ ایمان زما په شان یو سړي ته، چې په دغه نړۍ کې هيڅ ملاتړ نه لري او دښمنان له هر لورې هڅه کوې څو د بدنامۍ راز راز تورونه پرې ولګوي، ډير پرځای او ګټور کار ؤ.
ځکه ما پوره باور درلود چې په دغه نړۍ کې هيڅ قانون د عدالت پر بنسټ حکم نه کوي او هيڅ څوک دې ته چمتو نه دي د هغه څه په هکله چې پر ما باندې يې تپلي دي د عدالت پربنسټ قضاوت وکړي نو له دې امله د ډير شوم او ناوړه انساني برخه لیک ترارادې او اغیز لاندې راغلی یم.
په داسې حال کې چې په دغه روحي او فکري آرامۍ کې مې د ځان او نورو په اړوند پرته له ښو او نیکو اندونو بل څه په سر کې نه لرل، په داسې حال کې چې زړه مې بيخی پرانیستی ؤ او غوښتل مې چې خپل دوستان او ورونه پرما ګران اوسي خو سره له دې زما سختو دښمنانو بیا هم ددغه ژوندانه په دوزخ کې، د تومتونو او نارواګانو سرې اوسپنې زما په لور را ګوزارولې.
ډير بدمرغه او تور بخته انسان وم چې له هر لورې تر برید لاندې وم او د نړۍ ټولې بدمرغۍ مې زغملې.
دښمنانو په زیاتې سرسختۍ سره زه د ناولتیاو په کنده کې ډوب کړم او هيڅوک پيدا نه شو له ما او یا له نورو پوښتنه کړي چې ولې او د چا دپاره او د کومې ډلې په ګټه يې زه په دغه ابدي کنده کې ژوندی ښخ کړی یم.
زما شا او خوا ډارونکو تیارو نیولې وه او ددغه تیارو له منځه مې پرته له ډارونکو ارواګانو بل څه نه ليدل.
دوی پر ځمکه وویشتلم او په لغتو يې ووهلم ، دغه زیانونه ماته دومره درانده او نه زغمېدونکي ول چې نور مې ونه شو کولی له ځايه پاسېږم او که نن تاسې وينۍ چې لا د ګوښه توب په دغه ګوټ کې ژوندی يم دا دهغه ټينګ ځواک له امله دی چې د هغې په مرسته ما وکولی شو له حتمي پرزيدو څخه ځان وژغورم.
د زیاتو کلونو له تېریدو وروسته زه په حال راغلم نو په دې وخت کې ؤ چې پوه شوم چې په څومره مهارت او پوهې سره مې وکولی شو ددې ټولو دښمنانو تر وړاندې ټينګار وکړم.
څرنګه چې ما پریکړه کړې وه څو د هرې ستونزې تر وړاندې ټينګار وکړم په داسې حال کې چې خپله فلسفه مې له خپل حالت سره پرتله کوله ، ليدل مې چې د دښمنانو د غلطې فلسفې تر وړاندې زما ټول دليلونه لږ دي خو سره لدې مې ټينګار کولو او سرسختي مې له ځانه ښودله او سره له دې چې پوهېدم چې دا ټول ټينګارونه ددغه لنډ ژوند دپاره هيڅ ارزښت نه لري خو ددې سره سره يې ماته ډيرې ناوړه پايلې لرلې. هغوی په خپلو له لېونتيا ډکو نارو او چیغو سره دهغه څه پايلې له منځه يوړلې چې ما يې د ويلو هڅه کوله.
په پای کې که څه هم دغه ټول ازمايښتونه ماته ډير سخت او د زغم وړ نه ول خو دبلې خوا د هغو پوهيدلو ماته ډيره ګټه رسوله، ځکه زما د زغم کچه يې لا اوچتوله.
خبره په دې هکله ده چې ان ډيرې لويې بدمرغۍ که سړی وکړی شي هغه جبران کړي ، بې اغيزې نه دي او په راتلونکي باور هغه يوازينۍ پايله ده چې ماته له خپلو ټولو قربانیو را پاتې ده.
څرګنده وه چې ددې ټولو سپکاويو او ناروا تورونو په وخت کې چې پر ما لګول کېدل په پيل کې مې له وارخطایې خپل لاس او پښې ورک کولې خو چې پر دغه سریزې يو څه وخت تير شو، نود پريشانيو او شکونو واټن ورو ورو له ما نه وروستۍ هيلې واخيستلې او زما آرامتیا يې بيخي له منځه يوړله په دغه وخت کې ؤ چې ما له ځانه سره وويل:
څوک په دغه حالت کې له ما ملاتړ کوي او ما له دغه ټولو ناهيليو او مایوسیو را باسي زما برخه لیک داسې يوځای ته رسیدلی ؤ چې د عقل او تدبیرد سپکاوي په دغه نارو او سورو کې ما ځان بيخی د لاسه ور کړی ؤ.
بیا مې له ځانه سره ويل دغه ځواکمنه کسان چې په دومره سپين سترګۍ او بې باکۍ سره زما کتابونه سیزي او له منځه وړي آيا په خپل دغه عمل سره به و کولی شي زما هیله مندي او باور هم له منځه یوسي؟
خو پوهېدم چې هیڅ څوک نه شته څو له ما ملاتړ وکړي ټولو له ما مخ اړولی ؤ په داسې حالت کې څنګه ممکنه وه چې زما باور او هيلې پرځای پاتې شي.
له ځانه سره مې ويل دنړۍ خلک ولې باید داسې تیروتنه وکړي او د هغه څه مخالف احساس ولري چې زما په زړه کې دي.
خو له بده مرغه همداسې وه، ما لیدل چې هغوی ټول بشپړه رښتيا زما د سیستم په مخالف سیستم کې وينی او داسې بريښيده چې هغوی نه شي کولی باور وکړي چې زه د ایمان له مخې خبرې کوم.
البته تریوه بریده هغوی حق درلود، ځکه کله چې ماهم په ژوره توګه په دې اړوند فکر کولو نو پوهيدم چې دغه خلک چې له حقیقته ډیر زیات واټن لري څنګه کولی شي په دغه څه باور وکړي کوم چې زه يې وایم او ایمان پرې لرم.
له ځانه سره مې ویل آیا زه هغه يوازنی کس یم چې د ټولو خلکو په پرتله ډير روښانه او هوښیاره یم؟
ددې دپاره چې هغوی منلې وای چې داسې ده په کار ول څو هغوی ما قانع کړي.
دا کار هم ډیرستونزمن ؤ ځکه زما هيڅ یوه خبره د هغوی له نظره د هغوی د عقلي اصولو سره برابره نه وه او ماته هم د هغې ځنې برخې د پوهيدو وړ نه ول ځکه په هغه حالت کې د زړه بهیرونه د عقل له بهیرونو سره نه جوړیدل.
آیا دا به سمه نه وه که ما ددښمنانو د نظر په منلو سره د هغوی په خپله وسله له هغوی سره مبارزه کړی وای په داسې حال کې چې ما دا کار ونه کړ او په خپله عقيده ټینګ پاتې شوم او هغوی ته مې ډګر خوشې نه کړ.
ما ځان یو هوښیار سړی ګڼلو خواوس پوهيږم چې د هغوی سره په خپله مبارزه کې مې لويه تیروتنه کړې وه .
له ځانه پوښتم چې څو ځله به داسې پيښ شوي وي چې د شک او زړه نازړه توب په حالت کې مې ځان ناهيلۍ ته سپارلی وي په داسې حال کې چې يو ليکوال او يو لارښود ته چې غواړي خپلې عقيدې نورو ته ورسوي، زیات ټينګار او استقامت په کار دی.
که ددغې ناهيلې او مایوسۍ لمن یوه مياشت نور هم غزېدلی وای نو زما ژوند به بيخی برباد شوی وای. خو له نيکمرغه ددغه سختو بحرانونو لمن چې پخوا به زیات ورسره مخامخ کېدم ، دومره پراخه نه شوه او اوس هم چې ددغه بحرانونو له بنده بيخي خلاص شوی نه یم کله کله ما دومره تر خپل کنترول لاندې راولی چې ویسا او آرامي راڅخه اخلي.
همدغه لنډ مهاله پريشانۍ دي چې کله ناکله زما روح پريشانه کوي خو اغیز يې دومره لږه ده لکه قلم چې دریاب ته ولویږي او ورک اوپناه شي.
شايد په هغه ورځو کې په دغه حقیقت نه پوهيدم په تیره بیا کله چې هغه وخت دښمنانو له هرې خوا ايسار کړی وم ما نه شو کولی کومه بله وسيله پيداکړم او شاید په هغه کړکېچن او له پريشانیو ډک حالت کې چې د هر څه واک مې له لاسه ورکړی ؤ که د خپلو ادعاګانو د اثبات دپاره مې څه نور دلایل تراشلي وای نوهيڅ ګټه به يې نه وای کړی پرته له دې چې ددښمنانو دښمني يې نوره هم زیاته کړې وای بل هیڅ کار تر سره کيدلی نه شو او ما نه شو کولی هغوی ته حقیقتونه روښانه کړم.
نن د زیاتو بدمرغیو له امله زما زړه تر سخت فشار لاندې دی او زياتو پريشانیو زما روح هم سست او لړزانده کړی دی او په پای کې نن چې زما ټول ځواکوانه له منځه تللی دی زړښت او بې شانه خپګان مې اعصاب بيخي فلج کړي دی. خو بیا هم په ما کې ددې ځواک نه دی پاتې هغه څه چې مې غوښتل و يې وایم بیرته يې تکرار کړم.
خو سره دداسې يو حالت ، اوس چې آرامه او آسوده يم آيا دا به سمه وي څو د ژوند واک خپلو احساساتو ته وسپارم او دهغه ناحقه بديو او کارماتونو خلاف چې هغوی زما په حق کې وکړل مبارزې ته را پورته شم او دغه لنډ مهاله آرامتيا چې يې اوس لرم په نا آرامۍ واړوم.
البته چې زه له هغوی نه ځان ډیر هوښيار او باخبره نه بولم او لا تر اوسه په هغه څه چې مې ويلي دي پوره ايمان نه لرم .
ما په هغه ورځو کې ددې ستونزو وړاند وينه نه کوله او نه مې دا دعوه کوله چې ګنې په خپلې فلسفې سره کولی شم د هغه خلکو زړونو او روح ته لار پيداکړم کوم چې خپلې ځانګړې فلسفې لري.
خو بس کله چې مې په دغه برخه کې فکر کاوه عقيده مې لرله چې شخصي احساسات او علاقه مندۍ نه شي کولی هغوی ته د اصلي مقصد او عمومي نيکمرغۍ په لور لارښوونه وکړي نوبې له دې چې د ورځې بهیر ته پام وکړم هر څه چې مې په مغزو کې ګرځېدل، بې له ځنډه مې د هغوی په واک کې ورکول.
دا بيخي يو منطقي کار ؤ او زما د زړه له احساساتو سره يې سمون درلود او اوس چې په زرګونو قوي دليلونه زما تر وړاندې را پورته شوي څنګه کولی شم له خپلو عقيدو تير شم.
او که هغې ته دوام ورکړم له کومو خطرونو سره به مخامخ شم او که ترې تير شم نو ماته به څه ګټه ولري؟
اوکه زه د خپلو دښمنانو اصولو او عقيدو ته تسلیم شم نو و به کړی شم ځان د هغوی په شان کړم؟
دغه بې بيخه او بې پايلې چلند چې هغوی د خپلو کتابونو او تياترونو له لارې پر خلکو تپل او هيڅ یو يې د عقل او منطق له مخې نه ول او دهغوی نور چلندونه چې یوازې ددوی د ژوندانه کامرانیو ته پکاریدل او د ځان د آرامتيا له پاره يې جوړ کړي ول او له همدغه وسلې سره زما مقابلې ته ودریدل او ایا دا هغه څه ته چې ما فکر کاوه نژدې ول او زما علاقه مندي ګانې يې پوره کولی شو؟
اوس چې هغوی دې حالت ته رسولی یم نو دا هر څه زما څه په کاریږي.
اوس چې په دغه بدمرغۍ کې ځانته اوپه يوازېتوب لاس او پښې وهم نو هغه یوازنی څیز چې زه يې پر پښو درولی یم هغه زما د بې ګناهۍ احساس دی اوکه وغواړم د خپل زړه دغه یوازنۍ خوښي هم له ځانه واخلم او لکه د هغوی په شان له دغه وحشیانه کړنو او شرارت سره جوړ جاړی وکړم نو آيا ځان به نور هم زیات بدمرغه نه کړم؟
آیا زه به و کړی شم هغوی ته ماتې ورکړم او که فرض مهال خپلې دغې هيلې ته ورسيږم نو څنګه به خپل اندونه پر هغوی ومنم په داسې حال کې چې پوهيږم زه به خپل ارزښت بيخي له لاسه ورکړم او له دغه کشمکشه به هیڅ ګټه تر لاسه نه کړم.
کله چې په دغه دليلونو مې ځان قانع کړ نو پريکړه مې وکړه نور د هغوی مزاحم نه شم او هغه چا ته خپل منطقي دليلونه وړاندې نه کړم کوم چې نه غواړي هغه واوري.
دغه عقيده په ما کې غښتلې پاتې کېدله داسې چې په خپله عقیده او هغه څه چې مې ويلي ول ثابت قدم پاتې شوم او ګومان مې کاوه هيڅ بهرنۍ فلسفه، نه پخوانۍ او نه نوې به ونه شي کړی د هغې اساس او بنسټ سست لړزانده کړي او یا زما هوسايې له منځه يوسي.
کله چې په بې خبرۍ او بې توپيرۍ کې ډوب شوم ټول هغه دليلونه مې هير کړل کوم چې د خپلې عقيدې د ثابتولو د پاره مې جوړ کړي ول خو هيکله مې دخپل عقل او وجدان تر وړاندې هغه پايلې چې تر لاس کړې مې ول هيرې نه کړل که د نړۍ ټولو فيلسوفانو زما پرخلاف پاڅون کړی وای ما باور درلود چې هغوی به د هغه څه تر وړاندې ماتې وخوری کوم چې ما دځان دپاره جوړ کړي ول. دا هغه عقيده ده چې ما ژوند ته هيله مند کوي او زه به د ژوندانه تر پايه که هرڅه هم پيښ شي هغه و ساتم.
کله چې د باور او اطمينان دغه پړاو ته ورسېدم زما روح ټاکلې آرامي او چوپتيا تر لاسه کړه .
دا ناممکنه ده څوک چې لکه زما په شان په بشپړګوښه توب کې دریځ ته رسیدلی وي، دهغوی وحشتونه ، دښمنۍ او سيالۍ چې هرڅومره شدید هم وي په آسانۍ وکولی شي هغه له ما واخلي اویا زما د نا آرامۍ سبب شي.
خو کله نا کله دا ممکنه وه چې لنډ مهاله ناهيلیتوب ،شک او زړه نازړه توب د یو څو ساعتو دپاره زما د روحي کړنو دستګاه سسته او لړزانده کړي خو ډیر کله همدغه حالتونو زه هيله مند کولم.
باید تل د خپلو پخوانيو پريکړو په فکر کې و اوسم، همېشنۍ ځيرتیا، صداقت او رښتينولي چې ما ترې تل کار اخيست دا هر څه يې رایادول او زما د باور موجبونه يې برابرول.
کله چې دغه حالت ماته پيدا کيږي نوله نویو او ځورونکو اندونو اود تیر وخت له تیروتنو پند اخلم او تر هغه ځایه چې کولی شم خپله خيالي هوساينه ساتم.

نو ددې کبله او دغه سریزې ته په پاملرنې سره باید ووایم چې زه د سولون په څير قانون جوړونکی نه یم چې څومره زوړ شم نور هم نوي څيزونه زده کړم بلکې تر هغه ځایه چې امکان لري ځان باید د کبر او غرور له خطره وساتم او د هغه څیزونو له زده کړې ډډه وکړم چې د زده کولو استعداد يې نه لرم.

باید یوازې پر خپل ځان کار وکړم او ځان اصلاح کړم که څه ماته ګټور وي باید هغه زده کړم او له ناوړه اوفاسده سوچونو څخه په پرهیزاو د ليرېوالي په غوره کولو سره خپل ژوند ته دوام ورکړم.
دا هغه يوازنی حالت دی چې د مړينې په وخت کې به زما د خوښۍ سبب شي ځکه کله چې د انسان سترګې خلاصې شي اووکړی شي رښتيا لکه څنګه چې ده وويني نو بد مرغۍ به ښه وپيژني اوپه دغه حساسو شیبو کې به په بشپړه توګه له خپل ژوند او د ژوند له وروستیو ساعاتونو څخه ګټه واخلي.
پوره باور لرم چې صبر او زغم ، د تسلیم او رضا حالت او بشپړ عدالت هغه يوازنۍ پانګه ده چې انسان يې له دغه نړۍ څخه له ځانه سره وړي او دا هغه شیان دي چې سړی هره ورځ کولی شي هغه زیات او بشپړ کړي بې له دې چې له مړينې ډیره لږه ویره او ډار ولري ځان د نيکمرغۍ ډیرې لوړې کچې ته ورسوي.
دا هغه یوازنۍ پديده ده چې زما د زړښت د وخت پروګرام جوړوي څومره به نیکمرغه اوسم که وکړی شم دغه غریزې په ځان کې پوخوالي ته ورسوم.





۱. مادام وارن يوه ښکلې ميرمن وه چې په ځوانۍ کې يې د روسو مسوولیت په غاړه واخيست هغه پرې ګران ؤ خو د هغوی اړيکې د مور او اولاد د اړیکو له اډانې بهر ونه وتلې.

4:څلورم څپرکی


څلورم څپرکی

د زیات شمیر کتابونو له منځه چې کله نا کله يې لولم د پلوتارک کتاب یو له هغه کتابونو څخه دی چې زیاته ګټه مې ترې اخيستې ده.
دا هغه لومړی کتاب ؤ چې په کوچنيوالي کې مې د لومړي ځل دپاره ولوست اود زړښت او سپين ږیرتوب په وخت کې دا وروستی کتاب دی چې ما لوستی.
شاید داهغه یوازنی ليکوال دی چې زه تل دهغه کتابونه لولم او ګټه ترې اخلم.
تیره ورځ د هغې د لوستلو په ترڅ کې د کتاب یوې مهمې برخې ته ورسېدم چې دغه سرلیک يې درلود:

څنګه کولی شو له دښمنانو ګټه واخلو؟

د تصادف له مخې هماغه ورځ کله چې مې ددوستانو له خوا رالېږل شوي ليکونه او کتابونه له نظره تیرول د « آيه روايو» په نامه ورځپاڼې زما پام ځانته راواړولو چې تر دغه نامه لاندې يې یوه مقاله خپره کړې وه:

دښمنان څنګه ماتې خوري



روایو، چې تر هر چا زيات زما ددښمنانو له چارو خبر ؤ او تل يې غوښتل د هغوی تر وړاندې ځان ښودنه وکړي ددغه مقالې په ليکلو سره غوښتي ول یو شمیر حقایق څرګند کړي.
زما په ګومان هغه هڅه کړې وه څو په ادب حقیقتونه د نورو غوږونو ته ورسوي. خو د څه دپاره؟ او ما ترې کومه پايله تر لاسه کولی شوه .

په هر حال ددې دپاره چې ددښمنانو څخه د ګټې اخيستو په برخه کې مې د پلوتارک له لارښوونو څخه ګټه اخيستې وي پریکړه مې وکړه په دغه اړوند سوچ وکړم. د سبا په چکر کې دغې پايلې ته ورسېدم چې دغه فلسفه چې: «ځان وپيژنه څو نور وپيژنې » یوه داسې فلسفه ده چې په آسانۍ سره ترې کار اخيستی نه شو او د دښمنانو پيژاندل په هر حال چې وي څه آسانه کار نه دی.
د هغې ورځې په سبا د اوږدو چکرو په ترڅ کې دې پايلې ته رسېدم چې که ما په خپل کتاب کې ددغه فلسفې په اړوند چې« ځان وپيژنه څو نور وپيژنې» کومې څرګندونې کړي وي هغه ټولې دروغ اوغلطې دي ځکه هيڅوک نه شي کولی د ځان په پيژاندو سره نور و پيژني ، دغه لوې تيروتنې ماته يو لړ داسې پايلې لرلې چې لړۍ يې ان زما تر زړښته وغزيده او زما ژوند يې له هره پلوه له ناخوالو اونا آرامیو سره مخامخ کړ.
دغه دروغ چې په عين حال کې خپله يو لوی جنایت بلل کېده داسې پايلې لرلې چې د نورو جنایتونو سبب شو چې زه ترې ناخبره وم خودهغې په پرتله له هغې څخه د رامنځ ته شوې پښېمانۍ زيان نور هم زیات ؤ.
سربېره پردې دغه دروغ په خپله ما ته د زیات شرم سبب شول. د خدای تر وړاندې قسم یادوم چې دغه تېروتنه تر بل هرچا زیات په خپله زما په زیان پای ته ورسېده ځکه ما پر خپلو دوستانو باور وکړ او همدغه دوستانو زما له دوستي څخه د خپلې دښمنۍ دپاره کار واخيست او زما د ګوښه کولو اسباب يې برابر کړل.
ددغه نا وړه چلند يادونه او هغه ترينګړي پايلې چې له هغې څخه رامنځ ته شول ماته يې دا ګټه ورسوله څو زه د هغه خبروڅخه چې د رښتیا خلاف او دروغ وي سخته کرکه پيداکړم او په پاتې ژوند کې مې هڅه وکړه د دروغو له ويلو ډډه وکړم.
کله چې پر ما باندې دغه بدمرغۍ راغلې پوه شوم چې دهغې مستحق وم دبلې خوا د پاملرنې وړ موضوع دا ده کله چې دغه ګډې وډې مسالې را يادوم د هيڅ راز پښيمانۍ احساس نه کوم.
زه د هغه چا په څير چې د رښتيا خلاف (دروغو) څخه سخت ډار لري او ددې دپاره چې زما له خولې دروغ ونه وځي د زرګونو سترو اوله وسه اوچتو ستونزو سره مې مبارزه کوله نو څنګه مې کولی شو څو بې پايلې دروغ ووايم.
زه یو داسې څوک وم چې هيڅکله مې پر خپلو تیر وتنو ټينګار نه کاوه او زما دننیو غریزو تل ماته د پاکۍ او درستۍ په لور لارښونه کوله، د شخصي ګټو تر وړاندې له هر څه تیريدم، په داسې حالت کې څنګه امکان لري يو څوک چې د ستونزو او مصیبتونو تر وړاندې دومره سم چلند له ځانه ښايي د کوچنیو څيزونو تر وړاندې د نفس کمزورتیا هغه تسلیمېدو ته اړکړي.
دهمدې دليل او برهان له مخې ګومان کوم چې د ځان په هکله زما قضاوت سم دی او ددې مطلب د بیان دپاره لازمه ده یو بل دليل هم راوړم.
په یاد مې دي د فلسفې په یو کتاب کې مې لوستي ول چې دروغ دهغه رښتیا پټول دي چې په ډاګه باید وویل شي نو ددې مسالې پايله داده چې د هغه رښتيا یا حقیقت پټول چې انسان يې پر ويلو اړ نه وی دروغ بلل کېدی نه شي خو که یو څوک په همداسې يو حالت کې د رښتیا ويلو ته رضایت نه ښايي او د هغې خلاف څه ووايي آيا دا دروغ بلل کېدی شي او که نه؟
ددې پرنسيپ له مخې باید ددروغو نوم ور نه کړی شي د بېلګې په توګه که يو څوک چاته چې پوروړی يې نه دی لږې پيسې پور ورکړي څرګنده ده چې نوموړی سړی يې تير ايستی دی خو په حقیقت کې له هغه نه یې کوم څه نه دي غلا کړي.
دلته دوه اصلي مسالې د څيړنې وړ دي :
لومړۍ مساله داده څو پوښتنه وشي انسان کله او په څه ډول اړ دی چا ته رښتیا او حقیقت ووايې؟
دویمه مساله داده آيا داسې حالات هم شته چيرې چې انسان دې ته اړ شي یوڅوک تېرباسي بې له دې چې ګناهکار شي؟
دا دویمه مساله بیخي ثابته ده او زه يې هم تاييدوم .
د منفي نظره داسې حالات هم ليدل شوی چې لیکوال په کتابونو کې ډیرو ښو ځانګړنو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي او د اثبات له پلوه کومې ښې ځانګړنې چې په کتابونو کې يې يادونه کيږي د ټولنې له نظره داسې څه نه دي چې پلي کېدل يې هيڅ امکان و نه لري.
اوس به دغه دوه مسالې چې يو له بل سره اختلاف هم لري يوې خواته پريږدو اومساله د عمومي اصولو پر بنسټ هلاجي او و څيړو.
عمومي او ګډ حقیقت د انسان له ټولو ځانګړنو څخه لوړ او ارزښتناک دی انسان پرته له دغه حقیقته ړوند دی.
دغه حقیقت د عقل او منطق استازی دی د همدغه حقیقت پر بنسټ انسان کولی شي ځان وپيژني. او لکه څنګه چې بايد وي هغسې ځان ته شتون ورکړي. او هغه څه چې باید ترسره کړي هغه بايد پای ته ورسوي او په پای کې د حقیقت تر پايه خپله د ځان لارښوونه وکړي.
خو فردي او شخصي حقیقت تل ښه ځانګړنه نه ده او کله کله ډيره ناوړه بڼه غوره کوي او ډیر ځله د هغې لرل اویا نه لرل هيڅ توپير نه لري.
ځنې څيزونه چې د هغې پوهېدل هر انسان ته ضرور او اړین برېښي او دهغې پوهيدل د سړي د نیکمرغۍ سبب کيږي شاید دا څيزونه دومره زیات نه وي خو دهغو شمیر هرڅومره چې هم وی ، په هر حالت کې همدغه لږ شمیر هغه څيزونه دي چې په ده پورې اړه لري او په هر ځای کې چې وي کولی شي هغه څرګند کړي او په پای کې دا یو داسې څیز دی چې هيڅوک نه شي کولی ترې غلا يې کړي ځکه دغه څیزونه بېلونکي ځانګړتیاوې دي چې که د ټولو د کار اخیستو دپاره هم وړاندې شي نو ددغو ځانګړنو خاوند به هغه له لاسه ور نه کړي .
خو دهغه حقیقتونو چې نه د عمومي روزنې او نه د کړنې دپاره کومه ګټه لري په اړوند داسې پوښتنه رامنځ ته کيږي چې دا حقيقتونه څنګه امکان لري په داسې حال کې چې د کړنې دپلوه دغه ځانګړنه خلکو ته هيڅ کومه ګټه نه رسوي خو موږ پوهېږو ددغه حقیقت څښتن هغه يوازې ددې دپاره جوړ کړی څوکار ترې واخلي په داسې حال کې چې هيڅکله ترې کار نه اخېستل کيږي نو څنګه کېدی شي ګټور وي؟
موږ کولی شو دا له هغه شاړې ځمکې سره پرتله کړو چې يوازې په کې د اوسېدو کور جوړېدی شي خو مرغانو او الوتونکوته هيڅ ګټه نه لري.
له بلې خوا د عمومي قانون پر بنسټ هيڅ شُی بې ګټې نه دی . د فزیک د قانون پربنسټ هيڅکله له هغه څه نه چې شتون نه لري کوم بل شی جوړېدی نه شي نو ځکه کوم شئ چې شتون لري هغه باید ګټور هم وي.
نو له دې کبله رښتنی حقیقت داسې يو څه ته ویل کيږی چې له عدالت سره سمون لري خودا به لويه تیروتنه وي که څوک داسې يو شئ چې له شتون څخه يې هيڅ کار نه اخيستل کيږي حقیقت وبولي.
دهغه حقیقت پټول دروغ نه ګڼل کيږي چې هيڅ راز ګټه نه لري او کار ترې نه اخيستل کيږي که څه هم شتون لري.
له بلې خوا دا پوښتنه منځ ته راځي :
آيا داسې هم کېدی شي ټول هغه حقيقتونه چې لکه د وچې او شاړې ځمکې بې حاصل دي په ټوليز ډول بې ګټې وي، دایوه بېله مساله ده چې په خپل وار به پرې خبرې وکړم خو اوس دویمه مساله څیړمه:
د حقيقتونو پټول او یا د حقيقت خلاف خبرې کول دا دواړه مسالې د يو او بل خلاف دي خو کېدی شي اغيزې او پايلې يې برابرې وي ځکه هر ځل چې حقیقت بې اغيزې وي پایله يې يو شان ده.
هر چيرې چې حقیقت بې اغیزې وي د هغې خلاف تیروتنه به هم بې اغیزې وي ددې مسالې نه داسې پایله تر لاسه کيږي هغه څوک چې په داسې يو حالت کې د حقیقت خلاف خبرې کوي او کوم څوک تير باسي تر هغه چا ډير ظالم نه دی چې حقیقت يې نه دی ويلی او مقابل لوری يې تیر ايستلی ځکه د بې ګټې حقيقتونو تر وړاندې تیروتنه د جهالت په پرتله بده نه ده.
که زه ومنم چې د سیند د تل ګاټي او کاڼي سره او سپين دي په داسې حال کې چې دهغو رنګ مې نه دی لیدلی، نو دغه خبره ماته بې توپيره ده.
څنګه يو څوک ظالمه کېدی شي چې هيڅ چا ته زيان نه رسوي بې عدالتي دې ته وايې چې یو څوک د بل چا پر خلاف خطا وکړي.
بايد پوه شو که څه هم دغه مسایل پريکړنده دي خو د کړنې او عمل دپاره د باور وړ نه دي او يوازې هغه وخت پرې باور کېدی شی چې په ټولو پېښېدونکو څيزونو کې مساله بيخي له هره پلوه روښانه اوسي څو موږ يې په زياتې پاملرنې او ځيرتيا ترسره کړی شوځکه که په جبري ډول د حقيقت ويل د ګټه رسولو په خاطر ښه ګڼل کيږي نو په داسې يو حالت کې زه څنګه کولی شم قضاوت وکړم چې دهغې ويل ګټور دي.
کله کله داسې هم پېښيږي چې د يوې کړنې ګټه د بلې کړنې سموالی تاییدوي .
دا خبره تل داسې ده چې خصوصي ګټې د عامه ګټو خلاف دي نو په دې وخت کې په داسې یوحالت کې سړی باید څه و کړي.
آيا کېدی شي دهغه چا ګټې چې غایب دی د هغه چا له ګټو قرباني کړو چې دعوه لري.
آیا کولی شو هغه حقیقت ووایو چې د یو په ګټه او دبل په زیان دی؟
آيا لازمه ده هغه حقیقت چې بايد وويل شي په يوه تله (ترازو) کې کيږدو او يا يې د عمومي عدالت په تله کې پرتله کړو.
زه چې غواړم دغه کار ترسره کړم نو آيآ و به کړی شم ټول نسبتونه په پام کې ونیسم څو د برابرۍ قوانين ټينګ شي.
سربیره پردې کله چې يو څوک وکولی شي د نورو په اړوند خپلې دندې تر څيړنې لاندې ونيسي نو دا بيخي څرګنده ده چې کولی شي د ځان په اړوند هم
خپلې دندې په واقعي او بشپړه توګه ترسره کړي.
که زه په داسې حال کې چې يو څوک تير باسم خو هغه ته په هيڅ ډول زيان نه رسوم آيا ددې خبرې مانا داده چې زه د ځان په اړوند هم همدا کارکولی شم اويا هغه څوک چې تل بې ګناه دی آیا ددې مانا داده چې دغه سړی عدالت هم نه ترپښو لاندې کوي؟
کله چې سړی دغه خبرې کوي نوڅومره ځورونکي خبرې اترې ترې رامنځ ته کیږي: ټول وايي هر څه چې غواړو پېښ شي باید تر وړاندې يې صادقه اوسو، رښتنی عدالت د څيزونو په حقیقت کې پروت دی.
دروغ تل کرغیړن دي. تيروتنه تقلبي مېلمه ته ورته ده هغه هم کله چې د ډار او ګومان پرخلاف څه وويل شي. کله چې حقیقت وويل شو نو هره پايله چې ترې را وځي د انسان په زيان نه ده ځکه د حقیقت د ويلو په وخت کې شخصي ګټې په پام کې نه وي او د حقیقت په څرګندولو کې هم انسان له کړاو سره نه مخامخ کيږي.
خو دغه مسایل باید د بشپړې پايلې سره په پام کې ونيسو. دا په دې مانا چې نه شو کولی ادعا وکړو چې انسان باید تل رښتيا ووايې خو يوازې کله چې د هغې ويل اړين وي خو که دلته مو غوښتي وي دغه مساله په ژوره توګه وڅيړو بايد ووایم چې دا به هر چاته آسانه نه وي پوه شي کله حقیقت پټ او کله يې ووايي. دا يوه داسې مساله ده چې تل پېښېږي او داسې زیاتې پېښې شوي نو له دې کبله ددې دوو مخالفو خبرو د پوهېدو دپاره باید ځانګړي قوانين او پرنسيپونه په پام کې ونيسو.
خو باید پوه شو چې دغه عمومي قانون له کومه ځایه پيداکړو.
دې ته ورته په ټولو ستونزمنو فلسفي مسالو کې ما تل و کولی شو د عقلي اصولو څخه د کار اخیستو پر ځای هغه له خپل وجداني او باطني اصولو څخه تر لاسه کړم ځکه زه هيڅکله په دغه برخه کې خپلو باطني احساساتو نه یم تير ايستی او تل مې خپل زړه پاک ساتلی او تل يې ماته لارښوونه کړې او کله ناکله که د عواطفو او احساساتو تر وړاندې مې له خپل زړه نه ځواب نه دی تر لاسه کړی نو په دې حالت کې زما يادونو خپل ځواک په سمه توګه وښودلی.
زه د ځان په هکله له همدغې لارې نه قضاوت کولی شم کېدی شي له مړينې وروسته هم خدای ما د قضاوت دپاره غوره کړي.
که څوک وغواړی د خلکو پرخبرو د هغوی د خبرو د نښو پر بنسټ قضاوت وکړي نو کېدی شي په خپل قضاوت کې کله نا کله تیروتنه وکړي سربیره پردې چې دغه نښې تل نه احساسېږي او پوهېدل يې هم ستونزمن کار دی همدارنګه په خپل وروستي بريد کې د زمان او مکان د حالاتو په پرتله سره توپیر لري خو داکار دهغه چا دنده ده چې هغه وپيژني او د هغې ښه او بد د شدت او سستي په بیلابیلو درجو کې پرتله کړي.
د حقیقت خلاف خبرې چې هدف يې د چا تير ایستل وي دسړي دنیت او مقصد پر بنسټ دروغ بلل کيږي د تیر ایستلو نیت او مقصد هم کېدی شي د زیان رسولو د اصل پربنسټ سره توپير ولري او شاید ډير کله کېدی شي د هغې پر خلاف څرګند شي.
خو ددې دپاره چې دروغ بې زيان شي باید د زیان رسولو اراده په منځ کې نه وي بلکې سړی باید ځان ډاډه کړی چې نورو ته د حقیقت خلاف خبرو دلارې هيڅ زيان نه رسوي.
خو داسې ډير لږ پېښېږي چې انسان ډاډ تر لاسه کړي چې يو دروغ دچا د ځورېدنې او زیان سبب نه شي.
د ځان په ګټه دروغ ويل هیڅکله هم بې زیانه نه وي خو د بل چا په ګټه دروغ ويل هم يو ډول ټګي اوبرګي ده.
د زیان رسولو د پاره دروغ ويل ډير ناوړه کار دی او د دروغو تر ټولو بد ډول دی. د ځان او نورو په ګټه دروغ ویل چې ګټه ونه لري دروغ نه بلل کيږي او کېدی شي دا ډول دروغ حماقت و ګڼو.
کله ډاراو باطله خيالونه هم په دې چارو کې دخالت لري خو ځنې دغه بې ځایه خيالونه او ډار چې د اعتبار وړ بنسټ لري دروغجنو اوسانو ته ورته دي او ددې اوسانو کار دادی چې حقیقتونو ته په ظاهره ښکلې جامې ور په غاړه کړي خو په داسې حالاتو کې هڅه نه کوی خپل دروغ پټ کړي او څوک چې دغه کيسې کوي دوی هيڅکله هم دروغ نه وایې.
نو له دې کبله ټولې اوسانې او رومانونه چې ليکل شوي دی بې له دې چې رښتنی جوړښت ولري د انسانانو د بوخت ساتلو پرته بله ګټه نه لري او دغه رومانونه چې هيڅ يو يې هم اخلاقي ټکي نه لري يوازې هغه کسانو ته چې دهغوی خوښ دي او یا هغه چا ته چې جوړکړي دي ارزښت لري.
کله چې ددغه کتابونو لوستونکي په زیات ټينګار سره هڅه کوي څوهغو ته رښتني جامې ورپه غاړه کړي بايد زیات ټينګار ونه کړو چې دا یو ډول ښکرور دروغ دي خو هغه کسان چې باور لري چې دغه کتابونه رښتني دروغ دي هيڅکله هم ددغه کتابونو پر ليکوالانو نیوکه نه کوي چې ولې دومره زیات دروغ ليکي.
د بېلګې په توګه د «ګومبزې زيارت» په کتاب کې کېدی شي ځنې اخلاقي مسالې شتون ولري خو دغه اخلاقي کتاب يې په شهواني تفسیرونو او شهوت پارونکو انځورونو اوعکسونو ښکلی کړی دی . آیا پوهيږۍ د کتاب لیکوال ددغه عیب د پټولو دپاره څه ويلي دي؟ لومړی داچې دغه کتاب د يوناني ليکلې نسخې ژباړه ده او په زیات مهارت سره ددغه ليکلې نسخې د تر لاسه کولو نيټه ليکي څو په دې ډول د کتاب لوستونکی د کيسې په حقیقت باور وکړي که څه هم دا مثبت دروغ نه دي خو په پای کې لوستونکی باورکوي چې دغه کتاب سر تر پايه د حقیقت خلاف دی.
ولې او د څه دپاره لیکوال دغه دروغ ویلي دي او خپل ناسم نوم يې پرې ايښی دی؟
ځنې کېدی شي ووايې دا خبره بس یوه عادي ټوکه وه او کله چې لیکوال دغه خبره ليکله نه یې غوښتل خپل لوستونکي ډاډه کړي او په حقیقت کې يې ونه شو کړی خلک تیر باسي ځکه ټول خلک په دې پوهېدل چې هغه ددې کتاب لیکوال دی اوهسې په دروغو يې هڅه کړې ځان دهغې ژباړن وښيي او دیوناني ليکوال نوم پرې کيږدي.
خو زما ځواب دادی چې داسې یوه بې دليله ټوکه د ماشومانو کار دی دغه لیکوال یو دروغجن سړی ؤ ځکه هغه پوهېده چې خلک د يونان له تاریخ سره بلد دي نولازمه نه وه یو داسې دروغ ووايي سربیره پر دې که لیکوال دغه زهرجن مطالب د مودرنه داستان په بڼه ليکلی وای نوکېدی شو چې پرخلکو يې زیات اغیزه کړی وای نه د لرغونې اوسانې په بڼه .
داسې نیوکې په ټولو کتابونو کې پیداکېدی شي او خلک باید هر څه چې لولي هغه د خپل وجدان په تله کې پرتله کړي څو دروغ او رښتيا يې ثابت شي ځکه د ځان په ګټه دحقیقت خلاف خبرې کول چې د بل چا تر نامه لاندې ترسره شي او د دروغو زیان هم ډیر لږ وي ډير ښه بريښي.
یو چا ته لومړیتوب ورکول چې دهغې وړتیا نه لري دا د عدالت ترپښو لاندې کول دی. د حقیقت خلاف په ځان او يا بل چا پورې د کوم څه تړل چې ښې یا بدې پايلې ولري ډير بيځايه کار او کړنه ده يا په بل عبارت هرهغه څه چې د حقیقت خلاف عدالت ته د سپکاوي سبب شي هر څه چې وي دروغ بلل کيږي دا اصلي پولې دي خو هر هغه څه چې د حقیقت خلاف وي او په ټوليز عدالت پورې اړه ونه لري اوهام بلل کيږي.
هغه څه چې پاخه دروغ دي رښتني دروغ ګڼل کيږي.
ځکه که دغه دروغ يې د ځان يا دبل چا په ګټه ویلي وي زیان يې ترهغې ډیرزیات دی که څوک د خپلو ګټو خلاف دروغ ووايې.
څوک چې د حقیقت خلاف دچا ستاینې کوي او یا دچا بد وايې که چيرې دا دهغه چا په هکله وی چې په پام کې يې لری نو دروغ وايې خو که دا د یو ناڅرګنده سړي په هکله وي چې نه يې پيژني په دې حالت کې هر هغه څه چې غواړي ويې وايې باید بې له دروغو يې ووايې په دې شرط کوم څه چې يې دحقیقت په اړوند جوړکړي په اړوند يې قضاوت ونه کړي يا دا چې قضاوت يې غلط نه وي ځکه په داسې حال کې که څه هم په عملي ډول دروغ نه وايې خوبیاهم يې د اخلاقي حقیقت پرخلاف دروغ ويلي او دغه کړنه زر کرته د ستاينې وړ ده.
ما په نړۍ کې داسې کسان ډير ليدلي دي چې هغوی ته رښتني خلک وايې دغه کسان د خبرو او بحث او یا د يوځای یا نورو مسالو په اړوند د مالوماتو د ورکولو په وخت کې حقیقت وینه له لاسه ورکوي هغه څه چې دوی ته ګټه اوزیان نه رسوي هغه مسایل په سمه توګه بې له دې چې څه پرې زیات يا لږ کړي بیانوي او یا هغه کړنې اومسالې چې په دوی پورې اړه لري د مسالې ټول تيارې برخې روښانوي او په خپله ګټه يې پای ته رسوي او که ددروغو ويلو ته اړتيا پېښّه شي او دوی يې د ويلو زړه نه شي کولی نو په ډير مهارت سره چارې داسې برابروي چې نور خلک بې له ستونزې اویا بې له شک او بدګومانۍ ددوی ټولې خبرې ومني او باور پرې وکړي.
دوې تل غواړی کارونه همداسې وي او له حقيقته تيښته کوي . هغه څوک چې زه ورته رښتنی انسان وایم بيخي ددوې خلاف دی. نوموړي ته عادی څيزونه او کارونه اوهغه حقیقت چې نور ورته درناوی کوي ډير عادی مسایل دي او نوموړی دې مسالې ته دومره پاملرنه نه کوی چې د مخالفو کړنوله لارې چې هيڅ پايلې هم نه لري یوشمیر خلک بوخت وساتي او دوی د هيڅ چا پرخلاف که ژوندی وي یا مړه خبرې نه کوي اونوموړی ټولې هغه خبرې چې يو تن ته ګټه يا زیان رسوي اویا درناوی یا سپکاوی له ځانه سره لري او يا هم له ستاينو او سپکو سپورو ډکې وي دروغ بولی او د هغه له زړه، اندونو او یا د قلم له څوکې څخه هيڅکله هم داسې څه نه را وځي.
هغه تل د خپلو ګټو او یا د خپلو ګټو خلاف سم او رښتنی انسان دی او نه غواړي څوک تير باسي او د هغه حقیقت تر وړاندې چې وايې رښتنی پاتې کيږي او هيڅکله هم دغه حقیقت د ځان په ګټه اویا يې خپلو دښمنانو ته د زيان رسولو دپاره نه کاروي.
د يو رښتني او نا رښتني انسان تر منځ ستر توپیر دا دی چې يو رښتنی دنیا پاله ټولو هغو حقيقتونو ته وفاداره دی چې په ده پورې اړه نه لري خو یو رښتنی انسان له دغه حقیقت او رښتیا څخه یوازې د حقیقت دپاره کار اخلي .
خو ځنې وایې څنګه يو څوک دومره له حقیقت سره ټينګه مينه لرلی شي داسې يوه مينه رښتنې او سچه نه ده.
په هر صورت زه وایم دا یو سچه او رښتنی حقیقت دی.دغه حقیقت عدالت سره له مينې را زیږیدلی دی او هيڅکله نه غواړي دهغې خلاف وي عدالت او حقیقت ددغه سړي په روح کې دوه مترادفه کلمې دي چې يو د بل دپاره غواړي.
هغه سپيڅلی حقیقت چې دهغه په زړه کې يې ځای نیولی ډول ډول کړه وړه او بې مانا نومونه نه دي بلکې نوموړی غواړي هغه په رښتيا سره داسې چا ته ډالۍ کړي چې په هغه پورې اړه لري.
دا حقیقت بل چا ته هم د حقیقت خلاف نه دی ځکه د هغه اصالت نوموړي ته دا اجازه نه ورکوي له دې پرته بل څه ووايې او نه شي کولی هغه يوازې خپل و ګڼي ځکه باور لري چې دده نه دی.
هغه تل د ځان د ارزښت او دريځ په اړوند حسادت کوي هغه په آسانۍ سره کولی شي له هر څه تير شي د هغه له نظره دا یو لوی جرم دی که د خپل مال او ګټو دساتلو دپاره دنورو پر ګټو سترګې پټې کړي.
کېدی شي د ځنيو کوچنيو څيزونو دپاره بې له دې چې فکر يې کړی وي د دروغو له مخي دروغ ويلي وي چې دغه دروغ نه ده او نه بل چا ته کومه ګټه یا زیان رسوي.
په ټولو هغه څيزونو کې چې په تاريخي حقیقتونو یا د خلکو په ژوندانه ، سلوک او چلند یا د ټولنې او عدالت په اړوند وي هڅه کوي تیروتنه ونه شي او تر هغه ځایه چې په ده پورې اړه لري هڅه کوي د نورو له حقوقو څخه هم دفاع وکړي.
که چيرې د «ګومبزې عبادتځای» کتاب یو ګټور کتاب دی نو د يوناني ليکلي نسخې تاريخ به له ګناه خلاصه اوسانه وي او که دا يو خطرناک اثر وي نو باید يو ښکرور دروغ يې وبولو.
د دروغ او رښتیا په اړوند دا زما اصول ول مخکې له دې چې زما عقل او وجدان هغه ومني زما زړه لا دمخه دهغو پلوي کوله او زما باطنی غریزو ډیر ژر هغه ومنل.
هغه له جنایته ډک دروغ چې بې وزلی مارتون يې قرباني شوی ؤ ماته يې نه هېرېدونکې پښېماني پريښوده چې نه یوازې په ټول ژوند کې يې دداسې دروغو ويلوته زه پرې نه ښودم بلکې د ټولو هغه دروغو تر وړاندې مې کرکه پيداکړه چې د نورو د ګټو دساتلو دپاره ويل شوي ول.
هغه دروغ چې نورو ته يې زیان رسولو يا ماته يې ګټه نه رسوله دواړه زما له نظره يو شان ول او دواړه مې غندل او له دواړو سخت زړ. ه تور ؤ.
په دغه ټولو برخو کې زما خوی، خولق اوعادتونو د دروغ ويلو پرخلاف ول ځکه تل داسې ول چې زه چمتو نه وم ددغه قاعدو او اصولو څخه بهر د خپلو علاقه منديو او طبیعت پرخلاف کوم کار ترسره کړم زما مغزو ته هيڅکله هم له اټکله وتي دروغ نه راتلل او هيڅکله مې هم ان د ځان په ګټه دروغ نه دي ويلي خو کله نا کله د زیات شرم او خجالت له مخې د لږ دروغو ويلو ته اړ شوی یم څو د يو کوچني څيز څخه ځان خلاص کړم اویا دغه دروغ په بشپړه توګه په ما پورې اړه درلوده دبېلګې په توګه کله چې د خبرو او بحث په وخت کې له ستونزو سره مخامخ کېدم نو ددې دپاره چې يو څه ووایم له ځانه مې اوسانې جوړولې.
کله چې به اړ شوم څو خبرې وکړم خو دبده مرغه په هغه شیبه کې به مې مغزو ته سم حقایق نه راتلل نو ددې دپاره چې چوپ پاتې نه شم په بیړه به مې اوسانې ويلې خو ددغه اوسانو په جوړولو کې مې هڅه کوله څو دغه اوسانې دروغ نه وي او عدالت او رښتیا په کې تر پښو لاندې نه شي او بس داسې اوسانې وي چې خلک له ځانه سره بوخت وساتي.
تل مې هڅه کوله څو کړنیز حقیقتونه پر معنوي حقيقتونو واړوم په دې مانا چې د هغو د لارې د خلکو په زړونو کې د انساني مينې طبعي غریزې را ويښې کړم او له دغه معنوي اوسانو څخه مې اخلاقي اوسانې جوړولې خو دې ټولو يو ډول ځانګړي ذهني شتون ته اړتیا درلوده چې کله نا کله ما نه درلود او نه مې شو کولی په ټاکلي وخت کې لازم مطالب اومسایل چې له حقیقته يې سرچینه اخستله وړاندې کړم.
زه تل دداسې حالت سره مخامخ وم کله چې به مې خبرې کولې په چټکۍ سره پرمخ تللم او دهغې چټکتيا دومره زیاته وه چې کله ناکله يې تر فکر کولودمخه په کار پيل کولو او کله هم داسې کېدل بې له دې چې د موضوع په هکله فکر وکړم له خولې مې ګډې وډې خبرې را وتلې چې هيڅ عقل او منطق ته د منلو وړ نه ول او په هماغه ډول چې له خولې مې وتل په هماغه ډول مې زړه ته دا احساس پيداکېده چې بې ځايه خبره مې کړې ده.
د کمزورۍ په دغه حساسه شېبه کې کله نا کله شرم او خجالت ددې سبب کېده څو زما له خولې دروغ راووځي چې ما يې اراده نه درلوده او يو ډول جبر ددې سبب کېده څو زما له خولې دغه کلمې راووځي.
هغه ژوره اغیزه چې د مارتون غمجن یاد پر ما کړې وه کله ناکله په ما کې ددغه حالاتو سبب کېده.
خو په هر حال ما تل هڅه کړې داسې دروغ ونه وایم چې نورو ته زیان رسوي خو په همدې حال کې مې د ځنیوکوچنيو خبرو له ويلو ډډه نه ده کړې چې له ستونزو څخه په وتلو کې يې له ماسره مرسته کوله خو ټول هغه څه چې ما ويلي دي که څه هم کېدی شي ځنې يې د وجدان له مخې نه وي خو داسې څه نه ول چې د نورو پر زیان وي.
خدای شاهد دی چې یوه شېبه وروسته مې تر خپله وسه هڅه کوله څو ويل شوي دروغ سم کړم او د خپلې خوښې خلاف رښتيا ووایم او نور دروغ پرې زیات نه کړم او تل دهغو سمولو ته چمتو وم.
خوهغه شرم او خجالت چې زه تل په کې ډوبېږم ددې سبب کيږي څوهغه څه چې باید ووایم ويلی ونه شم.
البته کله چې مې تيروتنه کوله ډیر ژر ترې پښېمانه کېدم خو جرات مې نه کاوه سم يې کړم.
زما د خبرو په پرتله يوه بېلګه ښه کولی شي دغه خبره په ډيره ښه بڼه ثابته کړي چې ما هيڅ کله هم نه د خپلو ګټو اونه دخپلو غوښتنو دپاره او نه د ټګۍ برګۍ او د بې وجدانۍ له مخې دروغ ويلي دي زما ټول دروغ د زیات شرم له امله ول او ځنې وختونه په دې هم پوهېدم چې زما پر دروغو ټول پوهيږي خو نه مې شو کولی زړه و کړم او اصلاح يې کړم.
څه موده دمخه ښاغلي ف زما دعادت خلاف زه له خپلې ميرمنې سره د ښه نیت دپيغام په توګه را وبللم څو دهغه سره په ګډه د ښاغلي ب په کور کې ماښامنۍ وخورو کوربه دوه لوڼې درلودې چې یوه يې واده وه .
د خوړو په وخت کې مشرې لور چې اومېندواره هم وه له ما پوښتنه وکړه چې آيا کله هم ما اولادونه درلودل.
په داسې حال کې چې رنګ مې تر غوږونو تک سور آوښتی ؤ هغې ته مې ځواب ورکړ چې دغه وياړ تر اوسه زما په برخه شوی نه دی.
هغې په داسې حال چې نورو ته کتل د ريا او ټګۍ له مخې موسکۍ شوه ټول پوهېدل چې زه دروغ وايم.
په پيل کې دا څرګنده وه چې دا هغه ځواب نه ؤ چې ما غوښتل هغې ته يې ور کړم او ان ددې پريکړه او نيت مې نه درلود ځکه د ميلمنو تر وړاندې پر خپل حالت پوهېدم چې زما ځواب به دهغوی عقيده بدله نه کړي او هغوی د همداسې يو منفي ځواب په تمه ول او غوښتل يې ما دې ته اړ کړي څو دروغ ووايم.
زه دومره غول نه وم څو د هغوی په مقصد پوه نه شم دوه دقيقې وروسته زما ذهن ته هغه ځواب راغی چې باید ور کړی مې وای او ومې ويل:
دا مساله هم له قاعدې وتې ده چې یوه ځوانه ميرمن له هغه چانه داسې پوښتنه وکړي چې په هلکتوب کې زړښت ته رسېدلی دی.
کله چې مې دا خبره کوله بې له دې چې دروغ ووایم اوبې له دې چې پر خپل اعتراف و شرمېږم د هغې په ویلو مې ټول ناست کسان وخندول او هغې ته مې داسې لوست ورکړ څو پويه شي چې داسې پوښتنې په خپل ذات کې یو ډول ناوړه کار دی.
خو ما کوم مقصد نه درلود او هغه څه چې باید ویلي مې وای و مې نه ویل او ددې خلاف هغه څه چې بايد ويل شوی نه وای او ماته يې ګټه هم نه درلوده له خولې مې ووتل.
څرګنده وه چې په دغه ځواب کې نه زما قضاوت اونه زما اراده وه بس یوازې د شرم چټکه اغيزه وه چې په خپلې کمزورتیا مې په پوره شرافت سره اعتراف وکړ.
نو له دې کبله تر اوسه چې ما کوم دروغ ويلي دی يوازې د شرم اوخجالت له امله ول اوله نیکمرغه کله چې مې د اعترافونو په ليکلو پيل وکړ د پخوا په پرتله په ما کې د دروغو تر وړاندې کرکه زیاته شوې وه ځکه دخپلو اعترافونو د ليکلو په وخت کې دا امکان ؤ څو هغه په زرګونو وسوسې چې زما فکر ته راتللې زه يې ددرغو ویلو ته هڅولی وای.
خو ما تل دا هڅه کوله بې له دې چې د کوم څه له ويلو ډډه وکړم هر څه هغسې ولیکم لکه څنګه چې پيښ شوي دي.
کله نا کله مخالفو لوريو ته ددروغو ويلو له پاره راښکل کېدم خو ددې خلاف بې له دې چې له ځانه ګناه ليري کړم تل مې پر ځان تورونه لګول او هيله مې درلوده همداسې چې ما د خپل ځان په اړوند د عدالت له مخې قضاوت کړی يوه ورځ خلک هم زما په هکله همداسې قضاوت وکړي.
هو زه خپلې تيروتنې بربنډوم او په لوړ غږ يې څرګندوم .
ما په دغه کتاب کې د پوره ایماندارۍ څخه کار اخيستی او حقایق مې په ډاګه ويلي دی.
ګومان نه کوم په دغه نړۍ کې زما په شان کوم بل څوک پيداشي او پر حقيقت اعتراف وکړي که نېکۍ تر بديو زياتې وای زړه مې غوښتل ټول څه ووايم او ما هم ټولې پېښې بې له زیات او کم ويلي دي.
ما په هيڅ برخه کې تر هغې لږ نه دي ويلي چې باید ويلی مې وای او کله مې زیات هم ویلي دي او د پېښو په اړوند دغه خبرې د ځای او وخت پربنسټ ويل شوي که په ځنې برخو کې د حقیقت خلاف لږې نښې هم تر سترګوکيږي هغه زما د فکرۍ پريشانۍ له کبله دي چې ما يې اراده نه لرله دا چې پرهغو ددروغو نوم ږدم دا زما تیروتنه ده ځکه دواړه يوشان دي.
ما په داسې وخت کې دخپلو اعترافونوليکل پیل کړل چې سپين ږیری شوی وم او د ژوند له ټولو خوندونو څخه په څنګ وم او په زړه کې مې هيڅ شوق نه ؤ پاتې، او ډیر کله مې پر خپلو یادونو ليکل چې له همدې کبله دغه یادونه مې کله ناکله نه را یادیدل او ډیره لږه برخه به يې را په ياد شوه.
ددې کبله دې ته اړ وم څو د هغې ترمنځ رامنځ ته شوي تشې په خيالي پېښو ډک کړم خو دغه خيالي اوسانې هم بيخي د پېښو خلاف نه ول.
زړه مې کېده د خپل ژوند ښه وختونه په زيات تفصیل سره وليکم خو په عمومي ډول د ځنيو تاسفونو له امله چې راپيداکېدل هغې ته مې زیات رنګ او ښکلا ورکوله.
هغه مطالب چې زماهیر شوي ول داسې مې بيانول چې ته به وايې همداسې پېښ شوي وي او هيڅکله مې دا هڅه نه کوله چې د واقعيت خلاف يې وليکم.
کله مې له ځنيو رښتينو حقیقتونو څخه ځنې څيزونه پورول خو هيڅکله ما د خپلو ښو اونېکو فضایلو په څرګندولو سره دخپلو خطاګانو د پټولو هڅه نه کوله او نه مې هم پر هغې له حقيقته ليرې خبرې له ځانه ور زياتولې.
کېدی شي په ځنې برخو کې بې له دې چې په هکله يې ما فکر او اراده کړی وي د خپل ژوند بدرنګه اړخونه مې پټ کړي وي او د هغې له منځه مې خپله نيمه څيره ښودلې وي خو داسې پېښې ډېرې لږې او کوچنۍ دې خو ډير کله داسې هم شوي چې د خپلو نيمګړتیاو په پرتله مې خپلې زیاتې ښېګڼې پټې کړي.
دا زما د طبیعت ځانګړنه ده چې کېدی شي پرې سترګې پټې کړی شي خو که څوک پرې باور هم ونه کړي زه په خپله پوهيږم چې دومره له حقيقته ليرې نه دی.
ما کله نا کله خپلې بدۍ ډير په ډاګه ويلي دي خو هيڅکله مې خپلې ښېګڼې لکه څنګه چې لازمه وه نه دي ویلي اوکله هم په دې برخه چوپ پاتې شوی یم ځکه د ځان په اړوند زیاتې خبرې يو ډول ځان ستاينه ده.
د خپلې ځوانۍ دوره مې له ځان ستاینې پرته بیان کړې ده.
دلته د ځوانې ددورې ددوو پېښو یادونه کوم چې د ليکنې په وخت کې را په یاد شوي ول خو د ځنيو دليلونولهامله چې لږ وروسته به يې څرګند کړم ددواړو یادونو له یادونې تیر شوم.
ما د یوشنبې ټولې رخصتۍ د ښاغلي فازي په کور کې تيرولې نوموړي زما له یوې ترور سره واده کړی ؤ او د ټوکرانو د اوبدلو يوه کوچنۍ فابریکه يې لرله.
يوه ورځ د تصادف له مخې فابريکې ته ولاړم او د هغه ماشینونو په ننداره شوم چې پرله پسې د ګرزيدو په حال کې ول په دې وخت کې مې خپل لاس پر یو څرخ کېښود زما ګوتې رو رو د سلېندر دپاسه ښويدلې خو په دې وخت کې د ښاغلي فازي کشر زوی په چټکۍ سره د څرخ خواته راغی او هغه يې په زياتې چټکۍ سره تاو کړ چې زما ددوو ګوتو سرونه په کې ونښتل. ما دزیات خوږېدو له امله چغه کړه ښاغلي فازي بې له ځنډه ماشین ودرولو خو زما د ګوتو سرونه غوڅ شوې ول او له نوکانو مې وينه تلله.
ښاغلي فازي په ډيرې وارخطايۍ سره چیغه کړه او زه يې په خپل غیږه کې ونيولم او ما نه يې وغوښتل څو چيغې ونه وهم او ویل يې که خلک خبر شي نودابه ماته په ډيره لویه بیه پای ته ورسيږي.
په داسې حال کې چې سخت درد مې درلود دهغه پريشانۍ زه ترخپلې اغیز لاندې راوستلم او له چيغو مې لاس واخيست هغه په ډير مهارت سره زما ګوتې پریمينځلې او ځانګړي درمل يې پر ټپ کېښودل چې د وينې ددريدو سبب شو.
په ژړا او زاريو يې له ما وغوښتل چې هغه ته ستونزې جوړې نه کړم ما هم ژمنه وکړه چې چاته به نه وايم او پرخپله ژمنه مې داسې وفا وکړه چې آن شل کاله وروسته له هغې پېښې، څوک د پېښې په رښتني علت پوه نه شول.
زه درې اونۍ په کټ کې پريوتلم او تر دوو میاشتو مې حالت ښه نه ؤ او په ګوتو مې کار نه شو کولی ما ټولو ته ویل چې پر مځکه د لويدو په وخت کې پر يوه تیږه مې ګوتې ټپي شوې دي.
دغې پېښې د خپل بري له امله زه تر اغېزې لاندې راوستلم ځکه په هغه وخت کې په پام کې ول څو موږ په يوه سپورتي سيالۍ کې برخه واخلو او زه يې د دريو تنو همزولو ځوانانو سره په پام کې نيولی وم څو په ګډه تياری ونیسو.
کله چې مې د ډوول او موزیک غږ آوریده او د کړکۍ له شانه مې ليدل چې هلکان د تیریدو په حال کې دی او زه له نا چارۍ په کټ کې پروت يم ډير ځوريدلم.
بله پېښه هم دغې پیښې ته ورته وه په دې توپير چې هغه وخت يو څه لوی شوی وم.
د پلنس په نامه له يو ملګري سره مې د هاکي لوبه کوله د لوبې په ترڅ کې مو شخړه و شوه او د يو بل په وهلومو پيل وکړ د شخړې په ترڅ کې هغه په خپل لرګي زه ټينګ په سر ووهلم که دهغه لاسونه غښتلي وای نو زما مغزه به يې له کوپړۍ ايستلي وای.
د سخت درد له امله پرمځکه پريوتم کله چې ملګري مې وليدل چې له سر نه مي وينه بهيږي ډير وارخطا شو ما په خپل ژوند کې داسې څوک نه ؤ ليدلی چې دومره دې وارخطا شوی وي نو د همدې امله مې پر هغه زړه وسوزید
هغه لومړی داسې ګومان کاوه چې زه مړ شوی یم زما مخې ته راټيټ شو او په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې بهېدلې زه يې په غېږه کې ونيولم او زړه دردونکي نارې سورې يې وهلې.
ما تر هغه ځايه چې زما په وس کې وه هغه مې ټينګ په خپل غيږ کې ونيوه او په کړیک کړیک مې ژړل.
په پای کې هغه زما د وينو په پا کولو پيل وکړ او چې و يې ليدل چې زموږ د دواړو دستمالونه دې کار ته بس نه دي زه يې د خپل مور کور ته بوتلم چې هلته نژدې يې يو بڼ درلود بې وزلې ښځه کله چې زه په دې حال کې وليدم وارخطا شوه خو زما د سر د پانسمانولو دپاره يې ځان د لاسه ورنه کړ او کله چې يې زما ټپونه ووينځل نو د ګلانو پاڼې يې چې په الکولو لانده کړي ول زما پر ټپونو کېښودل دا هغه کار ؤ چې په دغه سیمه کې يې رواج درلود او په دې وسيله يې د ټپونو درملنه کوله . د هغې او د هغې د زوی ژړاګانو زه ډير غمجن کړم ما دهغه مور د خپلې مور او نوموړی دخپل ورور په توګه ګڼل خو کله چې له هغوی جلا شوم نو هر څه مې هیر کړل.
ددې پېښې په هکله هم لکه د لومړۍ پېښې چوپ پاتې شوم زما په ژوندانه کې شاید دې ته ورته په سلګونو نورې داسې پېښې شوي وي چې په خپلو اعترافونو کې مې د هيڅ يو په اړوند څه و نه ليکل او هيڅ ارزښت مې ور نه کړ.
په دې ډول بايد ووايم که ما د حقیقت خلاف کومې خبرې هم کړي دي ټول يې د بېارزښته څيزونو په اړوند ول یا داچې کومې پريشانۍ دغه کار ته اړ ايستی وم زه هيڅکله هم دې ته چمتو نه شوم د ځان په ګټه د حقیقت خلاف څه ووایم او یا د بل چا ګټې په پام کې ونيسم.
هر څوک که په لږې پاملرنې سره زما د اعترافونو کتاب ولولي نو پوه به شي چې ما په خپلو اعترافونو کې یوازې دځان پر خلاف بد رد او له شرمه ډکې خبرې کړي په داسې حال کې چې ما دومره بد کارونه نه دي کړي چې هغو ته ګوته ونیسم.
دا ټول اندونه دغه پايله را کوی چې زما رښتني خبرې زما پر پاکو احساساتو ولاړې دي اود مسالو حقيقت په سمه توګه ویل شوی دی او په اخلاقي او وجدانی کړنو کې مې زیاته پاملرنه هغه مسالوته کړې چې د څيزونو په رښتیا او دروغ پوري اړه لري .
دا سمه ده چې ما اوسانې ويلي دي خو هيڅکله مې دروغ نه دي ويلي دغه اصولو ته په پاملرنې سره ډير ځله مې پر ځان تورونه لګولي خو هيڅکله مې د چا په اړوند تيروتنه نه ده کړۍ او جعلي خوندونه او لوړتیاوې مې په ځان پورې نه دي تړلي.
له دغه پړاوه زما له نظره داسې پوهېدی شو چې رښتیا ويل پخپل ذات کې يو لوی فضیلت دی او دغه فضیلت موږ ته له هره پلوه فطري بڼه لري چې هرکله باید ترې ښې او بدې پايلې ترلاسه شي.
خو سره د دې زه له ځانه خوښ یم چې کولی شم ددغه ځانګړنو په وسيله ځان د لوړ انسان په توګه وپيژنم.
کله چې په پوره پاملرنې سره ټول هغه څه چې له کبله يې ځان د نورو پوروړی بولم ترڅيړنې لاندې نيسم وينم چې هغه څه مې تر لاسه کړي چې له امله يې د ځان پوروړی يم.
که څوک وغواړي د بل چا قاضی شي لومړی باید له خپل ځانه سره رښتنی و اوسي دا هغه وياړ دی چې هر پتمن انسان يې باید د ځان او خپلې وړتیا په اړوند ترسره کړي.
کله چې مې ليدل زما خبرې وچې او بې مانا دي نو اوسانو ته مې لاس غزونه کوله.
البته دا بد کار دی ځکه داسې لازمه نه ده چې د يو شمیر خلکو د بوخت ساتلو دپاره دروغو ته لاس واچوم او کله چې په زياتې مينې په ليکلو بوختېدم نو رښتينو شيانو ته مې مصنوعي رنګ او خوند ورکاوه دلته هم ځان ملامت بولم ځکه د بې مانا اوسانو د لارې د حقیقتونو سينګارول حقیقت ته بدلون ورکوي.
خو هغه یوازنی شئ چې په دغه کار کې ما معافوي دادی چې زه خپل ځانګړی چلند لرم.
دغه چلند تر هر چا دمخه ما د حقیقت پر تنګه لاره بیايي او ماته دا اجازه نه راکوي چې په هر ځای کې خپلې ګټې قرباني کړم.
نو له دې کبله لازمه ده څو خپله کمزورتیا اوخپل محجوب طبیعت قربان کړم.
ددې دپاره چې تل رښتنی او صادق پاتې شم زیاتې زړه ورتیا او ځواک ته اړتیا لرم خو کله چې سړی وغواړي ځان په بشپړه توګه حقیقت ته وسپاري نو په داسې حالت کې سړی ځان د غیر حقیقي اوسانو ويلوته اړ نه بولي.
دداسې چلند په غوره کولو کې يوازنی شئ چې زه يې ويلی شم هغه دادی ترهغه چې دغه چلند په واک کې لرم هيڅکله به يې د لاسه نه ور کړم.
زما دروغ هيڅکله هم بدو کړنوته له علاقه مندۍ څخه نه ول رامنځ ته شوي بلکې ټول زما له کمزورۍ او بې وسۍ څخه رامنځ ته شوي ول که څه هم پوهېږم چې دا دومره ښه دليل نه دی.
څوک چې کمزوری روح لری ددې دپاره چې بدې کړنې ترسره نه کړی زیات زیارباسي نو په داسې یوحالت کې د سترو فعالیتونو ښودل څه آسانه کار نه دی.
که چيرې آبه روايو زه نه وای هوښيار کړی دغه اندونه به هيڅکله هم زما مغزو ته نه وای راغلی خو افسوس چې له هغو څخه د کار اخيستو له پاره لږ ناوخته شوې ده خوګومان نه کوم د تیروتنو د اصلاح او د ارادې د سمولو دپاره دومره ناوخته شوې وي .

پنځم څپرکی



پنځم څپرکی

دا کار په ما پورې اړه لري په دغه مساله او په نورو مسالو کې که سړی په هر عمر هم چې وي د سولون پندونه زیات ارزښت لري او هيڅکله هم ناوخته نه ده که سړی و غواړي ان دخپلو دښمنانو تر وړاندې هوښیاره او صادق اوسي اوځان له هره پلوه اصلاح کولی وشي.
په ټولو هغه ځايونو کې چې ما استوګنه کړې ( ما داوسیدو د پاره مې ډير ښکلي ځایونه غوره کړي) هيڅ یو يې هم زه نیکمرغه او خوشحاله نه کړم او د هغوی ارمان او افسوس نه کوم پرته له هغه استوګنځي چې د سن پير په ټابو کې د (بین) په دریاب کې پروت ؤ او زما په واک کې يې راکړی ؤ .
دغه کوچنی ټاپو چې په (نوشاتل) کې يې د (موت) د ټاپو په نامه یادوي ان په سویس کې يې څوک دومره نه پيژني.
تر کومه چې زما په یاد دي هيڅ مسافر له هغه ځایه نه دی تیر شوی خو بیا هم دغه ټاپو ډیر زړه راښکونکی او په زړه پورې ځای دی او ددې دپاره جوړ شوی څو انسان هلته نیکمرغه شي.
ځکه سربیره پردې زه يوازنی سړی یم چې د خپل ژوند دپاره ځانګړی قانون لرم خو سره ددې نه شم ویلی چې زه یوازنی سړی یم چې ښکلی شاعرانه ذوق لرم خو سره له دې ،هغه خوند چې ما په دغه ټاپو کې له ژوند کولو څخه اخيستی د هيڅ چا نصیب شوی نه دی.
د (بین) د درياب غاړې يا څنډې د ژنيو دڅنډو په پرتله بیخي غیر طبیعي او شاعرانه دي ځکه څه ناڅه د اوبو پرغاړه پلنې تیږې او ځنګلونه پراته دي او لکه څنګه چې ښايې ټول ځايونه يې شنه نه دي.
که په دغه ټاپو کې د کرنې ځمکې، کروندې ، د انګورو بڼونه ، ښاري ودانۍ او کورونه نه شته خو ددې خلاف ډيرې شنې ځمکې اوچمنونه ، سیوري لرونکې ونې، پناه ځايونه او څپرې شته چې د طبیعي پېښو څيره ترې په سمه توګه ښکاري.
څرنګه چې په دغه ټاپو کې د بګيو او ګاډو د تګ راتګ له پاره لارې او سړکونه نشته نو ځکه دلته دومره څوک نه راځي. خو د هغه چا دپاره چې غواړي ځانته او په ګوښه توب کې ژوند وکړي او د طبیعت له نعمتونو څخه خوند واخلي او په بشپړه چوپتيا کې په خپلو سوچونو او اندونو کې ډوب اوسي ډير وړ ځای دی چې د انسان روح تازه ساتي.
ځکه د چوپتيا په دغه منظره کې د شاهین او د ځنیو نورو آلوتونکو د آلوتو او د سېلابونو د بهېدو چې له غرونو رابهېږي، له غږونو پرته بل غږ نه آورېدل کېده .
دغه ښکلې او زړه وړونکې منظره چې ګرده بڼه يې غوره کړې په خپل منځنې برخه کې دوه کوچني ټاپوګان لري چې یو یې د ژوند اواوسېدو وړ دی خوبل يې کوچنی، شړ ، وچ او د اوسېدو وړ نه دی اوکېدی شي په ډیره لږه موده کې له منځه لاړ شي ځکه د هغې له خاورو څخه په لوی ټاپو کې د جوړونې په چارو او د هغه کندو په ډکولو کې چې د سمندر د اوبو په وسیله رامنځ ته کیږی، کاراخلي.
له همدغه ځایه دی چې تل د کمزورې او بې وزلې طبقې لاس ته راوړنې د غښتلې طبقې په ګټه لګول کېږي.
په دغه ټاپو کې یوازې یو کور جوړ شوی دی چې ډیر لوی، په زړه پورې او مناسب دی او د برن په روغتون پورې اړه لري.
لکه چې لیدل کیږي په دغه کور کې یو واکمن له خپلې کورنۍ او خپلو نوکرانو سره ژوند کوي.
په دغه ودانۍ کې د چرګانو دساتلو او د څارویو د ساتلوڅو ځایونه او همدارنګه د کبانو د ساتلو او روزلو څو ډنډونه تر سترګو کیږي.
دغه ټاپو د خپل کوچنیوالي او د ځمکې د لږوالي سره سره ډیر راز راز څیزونه په ځان کې لري او دهغې ښکلې منظرې دومره په زړه پورې او زړه راښکونکي دي چې په بل هيڅ ځای کې داسې ځانګړنې نه ليدل کيږي.
هلته د تاکونو زیاتې کروندې، ګڼ ځنګلونه اود میوې بڼونه او سیوري لرونکي ونې د څړ ځایونه او له وښو او راز رازکوچنیونیالګیو ډک ځنګلونه او پالیزونه ليدل کيږي چې سمندر ته د نژدیوالي له امله يې ځانګړې ښکلا تر لاسه کړې.
یوه جګه برنډه یا تراس ترسترګو کيږی چې شا او خوا يې دوه کتاره ونو نیولې ده او دغه ونې د ټاپو ګرد چاپیر راتاوې شوي د برنډې په منځۍ برخه کې يې یو سالون یا تالار جوړ کړی چې د نژدې څنډو اوسیدونکي د انګورو د ټولولوپه فصل کې د یو شنبې په ورځو کې هلته د نڅا د پاره راځي.
کله چې زه یې په (موتیه) کې په کاڼو وویشتلم ما دغه ټاپو ته پناه يوړله . ددغه ځای چوپتیا ماته دومره په زړه پورې وه چې غوښتل مې د ژوند تر پایه ددغه ټاپو په چوپتیا او آرامۍ کې ژوند وکړم او له هيڅ لوري پریشانه نه شم او ګومان مې کاوه چې خپل مقصد به پلی کړی شم ، ټاکل شوې وه چې زه انګلستان ته لاړ شم خو زه دلته په اوسېدو خوشاله وم.
په خپلو باطني احساساتو کې چې کله مې د نا آرامۍ احساس کولو هیله مند وم تر ابده په دغه آرام او چوپ ټاپو کې بندي پاتې شم او د ژوند تر پایه اجازه راکړي په دغه ځای کې په بند کې ژوند و کړم او د ځمکې له خلکو سره زما اړیکې داسې غوڅې شي چې د هغوی د نړۍ شتون بیخي هیر کړم او هغوی هم د تل دپاره ما هیر کړي.
خو په تاسف سره ماته يې په دغه ټاپو کې له دریو میاشتو د زیات اوسېدو وخت را نه کړ، که دوه کاله یا دوه پیړۍ او یا تر ابده هلته پاتې شوی وای، ددې امکان نه ؤڅو په دغه ځای کې د ستړیا او ستومانتیا احساس وکړم ځکه په دغه ځای کې له واکمن، د هغه له کورنۍ او د هغه له نوکرانو پرته چې دوی هم ډیر ښه او مهربانه خلک ول ما له بل هيڅ چا سره مې اړيکې نه لرلې.
دا هغه څه ول چې ما له خدایه غوښتل او دغه دوه میاشتې د خپل ژوند له ډیرو ښو وختونو څخه بولم او هلته مې ځان دومره نیکمرغه احساسولو چې د خپل ژوند په ټوله دوره کې مې ان د یوې شېبې دپاره هم د بل ځای هيله و نه کړه.
دغه نیکمرغي او خوند څنګه ما ته برابر شو؟ تاسې کولی شۍ له هغه مالوماتو چې ما په دغه ټاپو کې د خپل ژوند په هکله ورکړي اټکل وکړۍ چې زه په دغه ټاپو کې څومره نیکمرغه وم. ددغه ټاپو چوپتیا او صفا په دغه ټاپو کې زما د خوښۍ او نیکمرغۍ لومړنۍ وسیله وه او ما په بې ساري خوند دهغې احساس کاولو او هر هغه څه چې ما د خپل اوسېدو په موده کې په دغه پناه ځای کې ترسره کړي دي له هغه په زړه پورې بوختیاو څخه پرته بل څه نه دی چې يو وزګار انسان يې د وزګارتیا په وخت کې ترسره کوي دا یوه داسې هيله وه چې انسان نه شي کولی تر هغې بله لوړه هيله ولري او هغه داچې غواړي هغه پريږدي په داسې یو ګوښه ځای کې خپل ژوند تیر کړي ما هيڅکله نه غوښتل له دغه ځايه ووځم او یا څوک پوه شي زه دلته اوسيږم او زړه مې غوښتل پرته له هغه کسانو چې زما په شا او خوا کې دي د بل هيڅ چا سره اړیکې ونه لرم اوپه پای کې يې دغه هيله ماته راکوله چې کولی شم د ژوند ترپایه په دغه ځای کې و اوسيږم.
کله چې دغه ځای ته راغلم لږترلږه بیخي بربنډ وم خو وروسته ورو ورو ښځه ، کتابونه اوزما نور څيزونه مې چې په ما پورې يې اړه لرله له ما سره يوځای شول يوازې صندوقونه او د جامو بکسونه مې لکه څنګه چې تړل شوي ول په هماغه بڼه په يو ګوټ کې کېښودل او په هغه کور کې چې ټاکل شوې وه د ژوند تر پایه په کې و اوسېږم، ځای پرځای شوم خوحالت مې یو داسې چا ته ورته ؤ چې ګنې سبا له هغه ځایه ګډه کوي او ځي.
هر څه په ترتیب او منظم ول چې په لاس ور وړلو کېدی شو ګډوډ شوي وای.
زما تر ټولو لويه خوښي دا وه چې خپل کتابونه په يو تړلي صندوق کې کېدم اود ليکلو دپاره کوم څه په لاس کې ونه لرم. خوکله چې ځنې لیکونه چې ماته په زړه پورې نه ول اوماته رسېدل زه ليکلو ته اړ اېستلم نوپه زيات شرم سره مې قلم او کاغذ له نورو څخه په پور غوښتلو او بيړه مې کوله ډیر ژر يې بیرته ورکړم ځکه ګومان مې کاوه چې بیا به ورته اړتيا پیدا نه شي څو په پور يې واخلم.
ما نه غوښتل کوم کار تر سره کړم يوازې غوښتل مې په داسې څيزونو ځان بوخت کړم چې زما خوښېدل څو د يو تنبل سړي په شان ماته د زده کړې وسیله شي.
غوښتل مې یو ښه بوټي پيژاندونکې شم او وکولی شم ددغه ټاپو ټول بوټي ښه او په سمه توګه وڅیړم او په دې ډول وکړی شم د خپل پاتې ژوند دپاره یوه بوختیا او مشغولتیا برابره کړم .
ما آورېدلي ول چې یو الماني د لیمو پر پوستکي کتاب انځور کړی ما هم غوښتل چې د چمن پر هرې پاڼې او یا د ځنګل د هرې ونې پر ډډ کتاب ولیکم او نه مې غوښتل چې ان یوه کوچنۍ ګل پاڼه او يا د نباتاتو يو اتم هم بې شرحي او تفیصل پاتې شي.
په پای کې پر دغه نقشه مې هره ورځ د سبا ناري نه وروسته کارپیل کولوموږ په ګډه سباناری کاوه، په داسې حال چې لرليد (دوربین) به مې په لاس کې ؤ د ټاپو د يوې برخې د څيړنې دپاره چې ما ددې مقصد د پاره هغه په څو برخو ويشلی ؤ تللم او هره برخه مې د وخت او فصل له مخې څيړله.
ما ته تر دې بل هيڅ شئ دومره په زړه پورې او زړه راښکونکی نه ؤ ما ددې سيل او دغو څيړنو څخه زیات خوند تر لاسه کاوه ځکه دغه څيړنې د نباتاتو د جوړښت، جنسي کړنو او ثمر ته د رسېدو د څرنګوالي په اړوند ول چې دهغو دغه سیستمونه ماته نوي ول.
د هغه ګیاګانو او وښو د څرنګوالی او حالت څيړنې چې زيات ډولونه يې لرل اوما پخوا ورته ته لږه پاملرنه هم نه کوله زه ډیر کنجکاوه کړم د پاڼو شنه کېدو، غوټیو او تیغه وهلو او مېوې ته چمتو کېدو او له کپسول څخه د ارزښتناکه مایعاتو وتلو چې ژوند ته يې ډیر ارزښت درلود او په زرګونو داسې نورو فعل او انفعالاتو ما ته خوښۍ را بښله. او ددې هر يو په اړوند مې د لافونتن او هاباکو په څير له هر چا نه ځنې پوښتنې کولې.
ددوو یا درې ساعتونو په اوږدو کې د ګڼ شمیر مالوماتو او را ټولو شویو څیزونو سره بیرته سنېدلم او وروسته له غرمې مې ځان ورسره بوختولواو که په نورو ځو کې به ورښت ورېده نو ددغه هريو بوټي له څيړنې سره مې ځان بوختولو.
د سهار پاتې ساعتونه مې د واکمن او د هغه له میرمنې سره په ګډه د بزګرانو او د هغوی د حاصلاتو په لیدو تیراولو او کله مې له هغوی سره مرسته هم کوله ، ډیر ځله کله چې د برن خلک زماليدو ته راتلل هغوی ليدل چې زه پر يوه ونه نښتی او کڅوړه مې په لاس کې ده او ميوي ټولوم .
هغه کار چې ما د سهار له خوا تر سره کاوه ماته يې ډیر خوند راکاوه او د ماسپين دمه يې لا خوندوره کوله خو کله چې دغه کارونه زیات اوږدیدل او یا ښې هوا زه رابللم څو خپلې کړنې له سره پيل کړم ما نه شو کولی زیات په تمه پاتې شم په داسې حال کې چې هغوی لا د میز شاته ناست ول ما ځان له هغوی ژغورلو او له خوا نه يې تلم او په یوه بيړۍ کې اوږد غزېدم او په داسې حال کې چې سترګې مې پر هسک یا آسمان نښتې وي او بيړۍ په اوبو کې وروخوزېدله د خپلو خوږو او په زړه پورې خيالونو په دریاب کې ډوبېدلم او بې له دې چې کومه ټاکلې موضوع په پام کې ونيسم حقیقتونه مې را برسېره کول چې په عادي حالت کې هغو ته زما لاس رسی ممکن نه ؤ.
کله د لمر لوېدو په وخت کې د ټاپو له څنډو دومره ليرې کېدم چې بیا دې ته اړ کېدلم څو د هوا له تياره کېدو وروسته په زیات کړاو د ډنګرۍ په وهلو ځان د ټاپو غاړو ته رسولو.
کله کله ددې پرځای چې د سمندر په منځ کې وړاندې لاړ شم غوره مې ګڼله څو د ټاپو دغاړو په اوږدو کې چکر ووهم اوکله په رڼو اوبو کې لامبو وکړم.
خو د اوبو دلارې زما تر ټولو اوږد مزل داؤ چې له لوی ټاپو څخه کوچني ټاپو ته ولاړم او هلته پلی شوم او ډیر کله تر غرمې وروسته زما زیات وخت پر دې تېريده چې د ونو، وښو او تیږو سيل وکړم او ډیر وختونه د يوې شګلنې غونډۍ سر ته ختلم چې له وښو، کبلو، ځنګلي بوټو ، لنډو ونو، د سویو (خرګوش) له سوړو ډکه وه .
ما واکمن ته د ډول ډول سویو په اړوند یادونه وکړه چې هلته په آزادۍ کې ژوند کوي نوموړی لارښوونه وکړه څو له نوشاتل څخه یو شمیر جوړه سويي (نرينه او ښځینه) راوړی او موږ ټول په ګډه یانې هغه، دهغه ښځه، د هغه خور هلته ولاړو او دغه کوچني حیوانان مو هلته خوشې کړل، چې له دغه ځایه زما له تللو دمخه د هغو شمیر ډیرزیات شوی ؤ خو څرګنده نه وه که څوک و غواړي هلته ژوند وکړي وبه کولی شي دهغه ځای د سختې یخنۍ تر وړاندې ټينګار وکړي.
د کډوالو د دغه کوچني ځای پرانستنه موږ ته لوی جشن ؤ نورو لامبو وهونکو هم زما پر پل پل کېښود او د سویانو بیلابیل ډولونه يې هلته يوړل اوهلته زما تګ او راتګ د نورو د هڅولو سبب شو خو واکمن نور نه ډارېده چې اوبه به دغه ټاپو ډوب کړي نو دغه کوچني ټاپو ته يې د تګ او راتګ دپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
کله به چې سمندرڅپڅپانه ؤ نو ما به په سمندرکې د بیړۍ چلولو اجازه نه ترلاسه کوله نو له دې کبله ټول ماسپښین مې د ټاپو په شا او خوا کې په ګرزېدو راګرزیدو او د بوټو په څيړنه تیرولو.
کله به په یو شین چمن کې کېناستم او په خپلو چرتونو کې ډوبېدم او کله به هم د برنډې او یا د غونډۍ سرته پورته کېدم او د سمندر د غاړو اوڅنډو د ښکلې منظرې چې ګردچاپير يې غرونو نیولی وه تر هغه ځایه چې مې سترګو کار کاوه، سیل کاولو.
کله چې شپه نژدې کېدله د ټاپو له لوړو غونډيو را ښکته کېدم او په خپله خوښه د سمندر غاړې ته کيناستم ،هلته د اوبو څپو زما اعصابو ته آرامښت رابښلو او زما له مغزونه يې نورفکرونه او نا آرامۍ ليرې کولې او د ښه اوخوندوره اندونو په تل کې ډوبېدم او بې له دې چې زما پام شي دشپې یوه برخه به آوښتې وه.
ددغه اوبو انعکاس او دهغې نرم او آرامه غږ ، چې کله کله به غلی شو زما له سترګواو غوږونوسره په پرله پسې اړیکه نیوله او زما د بدن دننۍ خوځښتونه زیاتېدل چې د زیاتو اندونو شتوالي غلی کړی ول او په زیات خوند سره مې خپل بدن احساسولو او دې ته نور اړتیا نه وه څو زه فکروکړم.
کله کله زما فکر ته فلسفې او اوسانې راتللې اوپه مغزوکې مې ددې نړۍ دبې ثباتۍ په اړوند ځنې لنډ اندونه را پيداکېدل چې د اوبو مخ ماته د هغو انځور جوړولو.
خو د پرله پسې خوځونو په برابرۍ کې چې ماته يې ټکان راکولوبې له ځنډه دغه خيالونه له منځه تلل او بې له دې چې زما فعال روح په هغې کې دخالت ولری زیات مې ځان په هغې پورې نه تړلو او دیو کوچني غږ او یا اشارې له امله په ناڅاپي ډول له دغه فکرونو وتلم.
دماښامنۍ له خوړلو وروسته، که د شپې هوا ښه وای په ګډه دبرنډې شا او خوا د تازه هوا داخیستلو دپاره چکر ته وتلو په چمن کې کېناستلو ،خبرې مو کولې، کله مو پخوانۍ سندرې ويلې او په پای کې په داسې حال کې چې د ورځ له تیریدو خوښ وو د خوب دپاره بیرته ستنېدو څو لکه د تېرې ورځې په شان د سبا ورځې دپاره ځان چمتو کړو.
که ناڅاپي ليدنې کتنې په پام کې ونه نیسو نو په دغه ټاپو کې زما د اوسېدو په ټوله موده کې زماوخت په همدې ډول تيرېده.
اوس تاسې حق لرۍ ماته ووايې چې له دغه ټاپو څخه ماته څومره زیات خواږه یادونه او څومره زیات تاسفونه را پاتې دي چې ان پنځلس کاله وروسته يې هیرولی نه شم کله چې ددغه ورځو په اړوند فکرکوم نه شم کولی د خپلواوښکومخه ونيسم او په دې ډول هر ځل زما احساسات او علاقه مندۍ بیا را ژوندۍ کيږي.
د ژوندانه په ټولو شیبو کې مې د هغې دبدیو سره سره ، تل دغه ټکي ته پاملرنه لرله چې د ژوندانه ډيرې خوږې او خوښۍ شېبې او ډيرې په زړه پورې کامرانۍ هغه خوږې شيبې نه دي چې کولی شي د هغو يادونه ما خپل لوري ته را وبولي اوما تر خپلې اغيزې لاندې راولي.
د مينې او احساساتو دغه لنډې شيبې که هرڅومره ژوندۍ او غښتلي وي د انسان په ژوند کې بس ځليدونکی ټکي دي چې ډیر لږ دي اوپه چټکۍ تېريږی او د یو حالت د منځ ته راتلوسبب کېدلی نه شي ، کومه نیکمرغي او هوساینه چې زه يې د زړه له کومې ارمان کوم په دغه لنډ مهاله او تښتېدونکو شيبو کې نه ځایږي.
خو نیکمرغي يو همېشنی او ساده حالت دی چې هيڅ ډول شدت نه لري او دهغه د وخت زیاتوالی د هغې راښکون زیاتوي چې په پای کې د هوساینې وروستي پړاو ته رسیږو.
په دغه نړۍ کې هر څه غبرګون لري هيڅ شئ ثابت او همېشنۍ بڼه نه لري او زموږ هغه ټول عواطف چې په موږ کې له بهر سره مينه پیداکوي په لازمی ډول تېریږي اوبدلون مومي.
انسان تل هغه عواطف رایادوي چې پخوا یا اوس پېښ شوي خو اوس بيخي شتون نه لري او په همدې ډول دهغه راتلونکې وړاندوینه کوي چې لاتر اوسه شتون نه لري اوباید هم شتون ونه لري.
په دغه تیر او راتلونکي کې داسې ټينګ یاد نه شته چې سړی په هغې پورې زړه وتړي.
نو ځکه په دغه نړۍ کې چې هر څه او هر خوند احساسېږي ټول لنډ مهاله او ژر تېرېدونکي دي.
د هغه نیکمرغۍ د پاره چې اوږدمهاله اوسي لا کوم شئ جوړشوی نه دی.
همدا چې په خوند کې ډوبېږو زموږ زړه موږ ته وايې:
زړه مې غواړي دغه شيبه تل پاتې اوسي نو په دې ډول څنګه کولی شو یو داسې لنډمهال او ژر تيريدونکی حالت نیکمرغي و بولو چې زموږ زړه په پريشانۍ کې خوشې کوي اوموږ تل د یو څه افسوس او ارمان او د راتلونکي هيله کوو.
او که داسې يو حالت پيداشي چې د انسان روح یو ټينګ دريځ پيداکړي او تل دغه دريځ وساتي اوخپل ځان په دغه دريځ کې سره راټول کړي داسې چې دتير وخت افسوس او ارمان ونه کړي او یا د راتلونکي اند ورسره نه وی او وخت ورته ارزښت ونه لري او اوس او راتلونکی دوام وکړي داسې چې د وخت اوږدوالی ورته محسوس نه شي او په هغه کې د محرومي او یا خوند احساسات شتون ونه لري ، نه په کوم خوند پوه شي اونه له کومه کړاوه وځوریږي او له ځانه پرته له بل هيڅ شي ډار ونه لري تر کومه وخته چې داسې حالت ټينګ وي نو سړی کولی شي ووایې زه نیکمرغه یم، خونه نيمګړې ، نا رښتنې او نسبي نیکمرغي لکه زموږ په عادي ژوندانه کې دروغجنې کامرانۍ چې موږ يې هره ورځ وینو، بلکې یوه بشپړه اوپوره نیکمرغي چې د انسان په روح کې هيڅ راز کمښت، نیمګړتيا او محرومیت ځای پيدا نه کړي.
دا هغه حالت ؤ چې د سن پير په ټاپو کې ماته راپيدا کېده په تيره بیا کله چې به يوازې وم اويا په بېړۍ کې به ځانته پروت وم او یا هم کله چې مې د ټاپو په څنډو کې چکر واهه او په خپلو اندونو کې ډوبېدم .
زه پوښتم په داسې يو حالت کې موږ له څه شي څخه خوند اخلو؟ له هغه کوچني شي څخه چې زموږ له بدن څخه بهراو يا دننه او یا زموږ په شخصي ژوند کې شتون لري .
تر څو دغه حالت دوام لري بدن د هرڅه دپاره ځان بيخي پوره او بشپړ ګڼي.
احساس د انسان وجود له هر راز مينې او علاقه مندۍ څخه معافوي اودا د بشپړې خوښۍ، رضایت او هوساينې څخه د کار اخېستلو يو ډول احساس دی چې د یوبشپړ وجود د رامنځ ته کولو دپاره بس دی او کولی شي ټول ځمکني نیمګړي احساسات له منځه یوسي چې هره شیبه زموږ هوساینه ګډوډولی شي .
خو زیات خلک چې د معمولي احساساتو تر اغیز لاندې راځي او له دغه حالت سره اشنا نه دي اوڅرنګه چې د ژوندانه په شیبو کې له هغې بې برخې ول او یوازې لږڅه يې په دې اړوند آورېدلي ول نو ځکه ترې زیات خوند اخستلی نه شي.
څرګنده ده څوک چې د دغه نړۍ او د هغې له خوندونوسره علاقه لري لازمه نه ده د رښتنې نیکمرغۍ د ترلاسه کولو دپاره له خپل ژونده لاس واخلي ځکه دوی تل دې ته اړ دي څو په خپلو نفساني اړتیاو کې ډوب شي او دې ته هغوی د نیکمرغۍ نوم ور کوي.
خو هغه بدمرغه سړی چې له ټولنې څخه شړل شوی او نه شي کولی په دغه نړۍ کې نه د نورو او نه د ځان په ګټه کوم ښه او نیک کار ترسره کړي کولی شي په يو حالت کې د انساني ژوندانه ټولې خوښۍ چې ددې نړۍ هيڅ یوه خوښي ورسره د پرتلې وړ نه ده تر لاسه کړي، څرګنده ده چې د ماهیت داسې يو بدلون هر څوک نه شي ترسره کولی باید سړی آرامه روح ولري چې هيڅ ډول عشق او علاقه مندي دغه آرامي ګډوډولی و نه شي او هغه څوک چې یو داسې ازمايښت ترسره کوي باید ټول شرایط ولري.
ژوند بې له حرکته بدمرغي او بې وزلي ده که دغه حرکت ډیر شدید او غښتلی وي هغه د مستۍ له خوبه ويښوي.
او که موږ په دغه حالت کې د بهرنیو څيزونو په اړوند فکر وکړو زموږ فکري راښکون ګډوډوي اوپه هماغه شیبه کې موږ دنړۍ د شتمنۍ دځواک او واک تر اغیزې لاندې راولي او د بدمرغۍ د احساساتو په لورمو بيايي او که په دغه حالت کې چوپتيا غوره کړو موږ ته د مړینې څيره راښايي. په دې حالت کې یو خوښي بښونکی خيال او سوچ په کار دی او کوم خوځونونه چې زموږ له بهره و نه ليدل شي هغه خوځونونه به زموږ په دننه کې په غورځنګ راشي.
البته څرګنده ده چې هوساینه په دغه حالت کې ډیره لږه ده خوکله چې خواږه اندونه د روح په ژورو کې بې له ټکان خوړلو په کار پيل وکړي دا حالت ډیر په زړه پورې او زړه خوښونکی دی.
په دغه حالت کې دی چې انسان ځان راپه یادوي او ټول بدۍ او کړاونه له یاده باسي .
په هغه ځای کې چې انسان په بشپړه هوساينه کې وي يو ډول آزاد اندونه چې په هر ځای کې په آسانۍ سره ترې ګټه اخستل کېدې شي زما په اند د باستیل په زندان یا په کوم بل زندان کې چې د سړي د سترګو تر وړاندې هيڅ شئ نه ليدل کيږي هلته ما وکولی شو په آرامۍ سره خپلو باطني اندونوته دوام ورکړم.
خوباید اعتراف وکړم چې دغه کار په یو لیرې، ښکلي او سمسور ټاپو کې په ډيره ښه او په زړه پورې او سمه توګه ترسره کيدلی شي.ځکه په يو داسې ګوښې او ځانته ځای کې انسان د نړې له ټولو فعالیتونو لیرې وي. په يو داسې ځای کې ما ته ټولې ښکلې څيرې را ترسترګوکېدې او هيڅ څه ماته ملالونکي يادونه نه رایادیدول ددې ټاپو د وګړو څيرې چې شمیر يې ډیر لږ ؤ ډيرې خوږې وې او زه يې په هيڅ نه بوختولم اوما کولی شو ټوله ورځ بې له کومه خنډه د خپلې خوښې او شوق سره سم کارو کړم.
دا ځای د هغه چا له پاره چې غوښتل يې فکر وکړي ډير ښه ځای ؤ اوما کولی شو د طبیعت د منظرو څخه بشپړه ګټه واخلم او هر څه په خپله رښتنې څيره ووینم.
کله چې د ژورو او اوږدو فکرونو څخه وتلم د ګلانو، وښو اوآلوتونکو نړۍ را ترسترګوکېده او سترګې مې پر ليرې افق اود سمندر پر لیرې پرتو غاړو نښتلې چې د پام وړ پراختیا يې لرله.
دغه ټول په زړه پورې څیزونه ماته لکه د اوسانې ښکاريدل او لږ لږ بیرته د ځان په لور راستنېدم او دا ټولې اوسانې مې حقیقت ته نژدې ليدلي او د ژوندانه د ليدو وړ څیزونه يې ماته ښکلي کول او د ځانته والي دغه ګوټ يې ماته خورا خوږ او په زړه پورې کاوه.
له دې کاره مې کومې پایلې تر لاسه کولې ؟ څومره به ښه وای که ما خپل ټول ژوند په دغه ټاپو کې تیر کړی وای او هیڅ له دغه ځايه نه وای وتلی اونورهیڅ کله د ځمکې د مخ دخلکو ليدلو ته نه وای تللی د کومو ليدو ماته د اوږدو کالونو غمجنه او درانده یادونه را یادول.
دغه یادونه د تل دپاره زما له نظره ورکېدل خو شاید هغوی داسې په آسانۍ سره ماهیر نه کړي خو نور نو دې په ما پورې اړه لرله ځکه هيڅ څه نه شو کولی زما آرامه ژوند نا آرامه کړي د هغوی شتون او نه شتون نور ماته ارزښت نه درلود.
کله چې د ځمکې د مخ د ټولو هغه اړیکوڅخه چې ټولنیز اړوډوړ رامنځ ته کوي خلاصېدم روح مې د هوا ډیرو لوړو پوړیو ته په آلوتلو پل کاولو او د آسماني ارواح سره مل او د ربړ او کړاو څخه په آزاده نړۍ کې ډوبېدم.
خو پوهیږم چې خلک چمتو نه دي داسې یوه آرامه ځای ماته په واک کې راکړي دلیل يې دادی چې هغوی ماته په دغه ځای کې د اوسېدو اجازه را نه کړه خو دوی هيڅکله هم دا ځواک تر لاسه نه کړڅو ما د خپلو اندونو له پناه ځای څخه را وباسي ځکه دلته هغه خوندونه ترلاسه کوم چې هلته ماته نه ول برابر شوي.
سربیره پر دې کوم کار چې زه هلته ترسره کولی شم هغه دادی چې کولی شم په خپله خوښه او غوښتنه په فکرونو کې ډوب شم او خپله شپه او ورځ په خيالي انځورونو کې تیره کړم.
هر کله چې په دې اندونو کې ډوبېږم له دغه انځورونو سره مې زړه خوشحاله وي او کوم خوند چې ترې تر لاسه کوم له ظاهري ژوند سره د پرتلې وړ نه دی.
بدمرغي په دې کېده همدا چې د اندونو کړۍ شلېږي بدمرغۍ يو په بل پسې پر ما باندې يرغل کوي دا د طبیعت قانون دی کله چې یوه وسیله له لاسه وځي نوټولې ناخوالی پر انسان یرغل کوي.

شپږم څپرکی دلته ولولۍ


شپږم څپرکی

زموږ د بدن ټولې کړنې که میکانیکي دي او که ارادې ځانته دلیلونه لري چې که وغواړو کولی شو د هغې علت په خپل زړه کې پيداکړو.
پرون کله چې له نوي لوی واټ څخه تېريدم او په پام کې مې لرل څو لکه دتل په شان د سمندر غاړې ته لاړ شم اومطالعه وکړم.
د «آنفر» بند ته نژدې مې خپله لاره کږه کړه او له ښاره د بهر په لور ووتم او غوښتل مې د فونتون بلو له لارې ځان د سمندر څنډو ته ورسوم.
دا کار مې بيخي په غیر ارادي ډول وکړ خوکله چې دې خبرې ته مې پام شو چې زه پخوا هم څوځله په دغه لاره په غیر ارادي ډول تللی او راغلی یم نو پريکړه مې وکړه څو ددې کار علت په خپل زړه کې پيداکړم په دې هکله مې فکر او اند وکړ کومه پايله چې مې ترلاسه کړه زما د خندا سبب شوه.

د بولوار یا لوی واټ په یو ګوټ کې د« آنفر» دبند ورخ ته نژدې په تیره بیا په اوړي کې ما یوه ښځه لیدله چې هلته په يو ګوټ کې کیناستله او میوې، ډوډۍ او کولچې يې خرڅولې دغه ښځې یو کوچنی او خوږ زوی درلود چې ښه هوښياره ؤ هغه د واټ له يو اړخه بل اړخ ته تلو او راتلو او په ځانګړې بڼه يې له لارویانو څخه خیر ټولولو.

زه تر یوه بریده ددغه کوچني ماشوم سره آشنا شوی وم ځکه هر ځل به چې له دغه ځایه تیریدم هغه ماته نژدې کيده او سلام يې را کولو او د خير په تر لاسه کولو يې له مانه مننه کوله او په چټکۍ سره بیرته تلو.
په لومړي سر کې د هغې له ليدلو خوښېدم او په زياتې خوښۍ او علاقې مې هغه ته يو څه ورکول او کله مې زړه غوښتل د هغه خبرو او مننو ته غوږ ونیسم.
دا کار زما عادت شوی ؤ او تر یوه بریده زما په دنده آوښتیؤ خو نه پوهيږم وروسته څه پېښ شول چې داکار رو رو ماته لږ څه ځورنکې شو.
په تیره بیا دهغه خبرو او خبر لوڅۍ زه اړ ایستم څو هغه ته غوږ ونیسم او که مې دهغه خبرو ته غوږ نه نیولو نو ماته به يې د ښاغلي روسو په نامه غږ کولو څو داسې وښايي چې ګنې ما پيژني.
خو په حقیقت کې دا چې هغه زما نوم اخیستلو دې کار ددې مانا لرله چې ما سم نه پيژني او نورو کسانو ورته زما نوم ښودلی دی.
له دې نېټې وروسته مې پریکړه وکړه څونور په دغه لاره تیر نه شم په پا ی کې داسې وخت راورسېد کله چې به دغه ځای ته رسېدم په خپله خوښه او اراده مې لاره بدلوله او په بله لاره تللم.
دا ؤ هغه دلیل چې له اند وروسته پرې پوه شوم خو تر دې دمخه مې په دې اړوند سوچ نه ؤ کړی.
دغه پاملرنې اوځيرتیا رو رو نورې پېښې هم را په یاد کړې او پوه شوم چې د ژوندانه د ډیرو کړنو په اصلی علت لکه څنګه چې ښايي نه پوهېدم.
زه پوهېږم اوپه سمه توګه احساسوم چې ښه کول رښتنې نیکمرغي ده خو ډیره موده کيږي چې زه له دغې نیکمرغۍ بې برخې یم او زما ناوړه او بدمرغه برخه لیک داسې دی چې له ما نه يې له نورو سره د مرستې او محبت کولو ټولې وسیلې اخیستې دي چا چې ماته دغه برخه لیک جوړ کړی دی دهغوی لومړنی مقصد دا دی چې په دغه نړۍ کې ماته هرڅه جعلي او په ظاهره غولونکي اوسي.
هغوی تل هڅه کړی ما د هغه لومې په لور یوسي چې دوی راته خپور کړی اوغواړي له دې کاره پايلې تر لاسه کړي دوی داسې زه له ځانه وډارولم چې د هر ښه او نیک کار له ترسره کولو ډاریدم زه ویریدم چې د ناپوهۍ له مخې داسې څه ونه کړم چې هغوی ته ګټه ورسوي.
خو په هغه وختونو کې چې نیکمرغه وم تل مې د خپل زړه خوځون او غورځنګو ته غوږ نیولو اود هغې پربنسټ مې کړنه کوله او د نورو د زړونو خوښي مې برابروله تل مې له هغه نیکو کړنو څخه ګټه اخيستله چې ماته يې زیاته خوښي راپه برخه کوله.
خو سره ددې کله کله مې داسې احساسوله چې ځنې وختونه زما ښېګڼې چې ځانته يې ددندې بڼه نیولې وه ماته کړاونه رامنځ ته کوي او وروسته له هغې ټولې خوښي او خوندونه له منځه ځي او زیاتې ستونزې را پيداکوې.
یوشمیر کسان چې کله ما ښه او آرامه ژوند درلود زما دوستان ول خو اوس ټولو له ما مخ واړولو او ما چې څومره خدمت هغوی ته کړی ؤ هيڅ یو له هغوی چمتو نه شو د هغې په بدل کې ماته په سمه توګه يو څه ترسره کړي.
ډیرو هغه کسانو چې ما يې خدمت کړی ؤاو شفقت مې پرې کړی ؤ هغوی دا کار زما دنده بلله اوددې پرځای چې له مانه مننه وکړي پرمايې لا خپل منت هم اېښودلو .
په هر حال کله چې ګوښه وم په نا آشنا یې کې مې ژوند کولو او د برمته توب دغو زنځیرونو دومره نه ځورولم خو همدا چې د ليکنو له لارې مشهوره شوم زما ټولو دغه ښېګنو د سترې ګناه بڼه غوره کړه او ماته د زیاتو بدمرغیو سبب شوه او له هغې نېټې نه يې زه د ټولنې د جلاد په توګه وپيژندلم او ټولو هغه کسانو چې له ما ګټه تر لاسه کړې وه او یا ما دهغوی خدمت کړی ؤ زما پر خلاف را وپارېدل او زما ارزښت او اعتبار يې ستره ګناه وبلله او غوښتل يې ما په بشپړه توګه په خپل واک کې ونيسي.
له همدې کبله ؤ چې د وخت او حالاتو له مخې پوه شوم چې په دغه کرغېړنه ټولنه کې ټولې علاقه مندۍ او طبیعي غریزې او آن ښېګڼې او خدمت که په بې احتیاطۍ او په ناسمه توګه ترې کارواخېستل شي خپل حالت او بڼې ته بدلون ورکوي او د عمومي زیان سبب کيږي.
په کراره کراره د ژوندانه ترخو آزمایښتونو دهر څه په اړوند زما نظر واړولو او خپل طبیعي برید ته ورسېد او ماته يې د عبرت داسې لوست راکړ څو خپل تمایلونه اوغریزې په پټو سترګو ونه کاروم که څه هم دغه کار د خلکو د شیطانۍ مخه نیولی نه شي.
خو زه ددې آزمایښتونو له امله خپه نه یم ځکه همدغو آزمايښتونو د اند (فکر) په مرسته ماته داسې وسایل برابر کړل څو دهغو په مرسته خپل ځان په سمه توګه وپيژنم او د ژوندانه ريښتنې لاره پيداکړم.
ما ولیدل چې ښه کار باید په خپلواکه توګه او بې د اجباره ترسره کړم او ددې دپاره چې له ښه کاره زیات خوند واخلم دا مې خپله دنده وګرځوله.
له هماغه وخته د محبت دروند پېټي ماته زیات خوند ورشواو لکه څنګه چې د امېل په کتاب کې مې ويلي دي او هماغسې چې زه ګومان کوم انسان باید خپلې دندې ددښمنانو د خوښې خلاف او د عمومي دودونو خلاف که څه هم د ټولنې په زیان وی، ترسره کړي.
له دې امله زه خپله هغه عقیده چې ډیر کلونه پخوا مې د خپلو اخلاقي فضیلتونو په اړوند لرله په بشپړه توګه آړوم ځکه کله چې سړی د ښېګڼې کولو څخه خوند اخلي باید دخپلوهغه تمایلاتو څخه کار وانه خلي چې کله کله ددې کارخلاف دي بلکې دداسې تمایلاتو پرخلاف باید مبارزه وکړي او کله چې دنده حکم کوي هغه کار ترسره کړو چې موږ ته يې الهام شوی په داسې حالت کې له احساساتو څخه کار اخيستل سم کار نه دی له همدې کبله زما کارونه د نورو په پرتله لږ ول.
زه یو حساس او نیک انسان وم زما رحم اوشفقت د بې وسۍ تر پولي شدت درلود زما روح دهر راز سخاوت او لويۍ تر وړاندې اغیزمن کېده او په دې ډول يو ستر او نیک انسان شوم او د عشق او سلیقې تر اغیز لاندې مې غوښتل له ټولو سره مرسته وکړم ان که زړه مې شاهدي هم نه ورکوله بیاهم ما دغه کارترسره کولو او که زه ځواکمن او غښتلی سړی وای نو خلکو ته د مرستې او لاس نیوي لارښود کېدم او ددې د پاره چې په ځان کې هر راز غچ اخستو ته علاقه مندي له منځه يوسم هڅه مې کوله یوازې له خپل ځانه غچ واخلم.
تل دا امکان ؤ څو بې د کوم عذر او بهانې د خپلو ګټو پر خلاف کړنې وکړم خو د هغه کسانو پر خلاف چې پرما ګران ول هيڅکله مې داسې پريکړه نه شوه کولی.
اوهمدا چې د دندې او زړه ترمنځ اختلاف رامنځ ته کېده ډیر لږ داسې پېښده څولومړنی (زړه) بری تر لاسه کړي خو داچې ډډه مې کړی وای نو په داسې حالت کې ډیر کله بې وسه کېدم.
خو زما د تمایلاتو خلاف تل دغه کار امکان نه درلود. کله چې زړه مې آرامه کېده که ټولو خلکو ، کړاونو او زورزیاتۍ اړ اېستی وای زما ارادې دغو خبرو ته غوږ نه نیولو اوما نه شو کولی ددې شیانو اطاعت وکړم.
کله چې ګواښ د خپلو سترګو تر وړاندې وينم ددې پرځای چې خپله اراده پرې خبره کړم په سړه سینه دهغې هرکلي ته ورځم کله په وارخطايۍ سره دغه کار پيلوم خوډیر کله دغه هڅې ما ستومانه کوي.
هر هغه څه چې زه يې له ترسره کولو سره مینه او علاقه نه لرم ترسره کول يې ماته سخت او آن ناممکنه دي.
تردې هم زیات: اجبار یا موافقه او یا علاقه کفایت کوي څو هغه له منځه يوسي.
کله چې له دغه پړاونو تېرشي هغه څه چې زه يې تر سره کوم دتسلیم او رضا یا د کمزورۍ له امله دی اویا داچې شرم او حیا يې مخه نیسي خو زما اراده په کې هيڅکله هم ونډه نه لري که په ښکاره ځان يو ډول ښایم خو د ځان په دننه، ځان ملامتوم چې ولې مې د خپلې خوښې خلاف کار ترسره کړی دی.
زه پوهيږم چې د نیک انسان او د هغه چا ترمنځ چې مينه ورسره شوې یو تړون شته دی. دغه تړون چې ددوو کسانو ترمنځ دی او پخپله هره ټولنه دوی ته دغه تړون جوړوي. دغه تړون د هغه اړیکو په پرتله چې خلک له یو اوبل سره تړي ډير ټينګ دی اوکه هغه څوک چې ورسره مينه شوې په آسانۍ سره چمتو شي د حق پرځای کول وپېژني نو په همدغه انډول به نیک انسان هم اړ وی تر هغه پورې چې ددې کارخلاف کړنه نه وی شوی هغه ترسره او په پام کې ونیسي او همدارنګه په آسانۍ سره د نورو تر وړاندې خپله نيکه اراده نوې کړي.
البته دا عمومي قوانين نه دي بلکې يو ډول طبيعي قوانین دي چې د خلکو ترمنځ عمومي اړيکې رامنځ ته کوي.
څوک چې د لومړي ځل دپاره وړاندې شوي وړيا خدمت یا چوپړ نه مني داسې سړي ته حق نه رامنځ ته کېږي چې د خدمت له منلو يې ډډه کړې خویوڅوک چې په ورته حالت کې هماغه مینه چې ور سره شوې نه مني نوموړی هغه حق چې ده ته يې اجازه ورکړې له لاسه ورکوي.
په دغه نه منلو کې نه پوهیږم يو ډول بې عدالتۍ او غضب ته ورته يو څه احساسیږي چې شدت يې له مخکني نه زیات دی.
کله چې خپل پور خلاصوم دا زما مسوولیت دی چې باید ترسره يې کړم خو کله چې سوغات ورکوم دا یو خوند دی چې ځانته يې ډالې کوم نوله دې کبله د دندې د ترسره کولو خوند داسې يو خوند دی چې د فضلیت لرلو عادت يې سبب کيږي خو هغه څه چې طبیعت موږ ته ډالۍ کړي دومره لوړ ارزښت نه لري.
ددومره زیاتو افسوسناکه آزموینو وروسته ماته دخپلو لومړنیو باطني غورځنګونو پایلې راڅرګندې شوې او هغه دا چې کله کله مې د یوې داسې نیکې کړنې له ترسره کولوډډه کوله چې دهغې سره مې مینه لرله ځکه له دې ډاريدم چې وروسته له دغه کړنې لکه د تل په شان اړ کېدمه دنورو اطاعت وکړم او لازمېدله د خپلې خوښې او وجدان خلاف هغوی ته تسلیم شم.
البته په ځوانۍ کې مې دا ډار نه احساسولو او یوازې خپلو ښېګڼو ته مې پاملرنه کوله او ليدل مې له هغه کسانو سره چې ما مرسته کړې وه له ما سره يې مينه پيداکېدله او پرهغوی باندې د ګټو په پرتله تر ډیره حده د حق پېژاندنې له اړخه ګران وم.
خو همداچې زما بدمرغۍ پيل شوې هر څه په دغه او په نورو برخو کې خپلې څېرې ته بدلون ورکړ .
له دغه نيټې مې لیدل چې دغه خلکوهيڅ پخوانیو خلکو ته ورته والی نه درلود نو د نورو په اړوند زما احساساتو بدلون وکړ ځکه ما ليدل چې هغوی هم زما په اړوند خپل احساسات بدل کړي ول. ټول هغه کسان چې ما په دوه بېلابیلو نسلونو کې وليدل هغوی ټول یو بل ته ورته او یو ډول شول.
که ښه او صادقه کسان ول هغوی داسې بڼه غوره کړه لکه چې اوس يې وینم او ځانونه يې د نورو په شان کړي دي.
په دې ډول د وخت په بدلون سره خلکو هم لکه د وخت ځانته بدلون ورکړ.
په دې ډول ما څنګه کولی شو ددوی تر وړاندې هماغه احساسات ولرم کله چې مې ليدل دوی هغه څه شوي چې د هغې خلاف ول.
البته زه د هغوی سره په خپل زړه کې کرکه نه لرم ځکه زه نه شم کولی له چا څخه کرکه وکړم خو ما نه شو کولی په هغه حقارتونو سترګې پټې کړم چې زما پرخلاف يې ترې کار اخیست او د کرکې له څرګندولو ډډه وکړم.
که ما په خپله دغو څیزونو ته پام نه کولی کېدی شو چې ما هم لکه ددوی په شان خپل ماهیت ته بدلون ورکړی وای خو دغه کار څنګه پېښېدلېشو ؟
د څه دپاسه شل کلونو ترخو آزمایښتونو وروسته هغه څه چې په ما کې د طبیعت امانت ؤ بدلون وکړ نور نه شم کولی د هغوی له ښه خدمتونوڅخه چې ماته يې کوي په سمه توګه او ښه ليد هرکلی وکړم ځکه زه پوهيږم هر خدمت چې دوی ماته کوي يوه لومه ده چې ماته يې ايښې ده او ددغه خدمت تر شا يو بوږنونکی جنایت پروت دی.
زه پوهيږم دهغه کړنې موضوع چې هرڅه وي زه يې د منلو وړتیا نه لرم.
کېدی شي دغه وړتیا وي خو زه پوهيږم چې زړه مې دهغې له منلو نه خوښيږي اوهمدا چې په ځان کې ډوبېږم داسې اېسي چې ګنې زما زړه يې پر کنګلې ايښی وي ځکه زه پوهيږم چې د څو کاله مخکې سړی نه یم او بیخي بدلون مې کړی او احساسات مې ژوبل شوي دي او ددې پر ځای چې کوم ګټور کار مې کړې وي بیاهم تیر وتنه ونه کړم او ځان غوښتنه او کرکه به زما عقل بیخي له منځه يوسي.
هغه سيالي چې روح او بدن ته ځواک وربښي زیات ډولونه لري خو ځنې کسان شته چې دغه سيالۍ کمزوري او له منځه يې وړي.
دوی داسې کسان دي چې ټولې سيالۍ يې له منځه وړي دي او ان زه يې هم په خپله خوا درولی يم دوی په غوړیدلو څيرو زما هرکلی وکړ خو په زهرجنو خبرو يې له مانه د هر ډول ټينګار ځواک واخیست او له ډګره يې و ایستلم.
په ما کې ټولې انساني غریزې ووژل شوې او ماته يې ناوړه او کرکجنه بڼه راکړه .
کله چې مې زړه نه وي کوم ښه کار ترسره کړم که څه هم دا کار زما او یا دبل چا په ګټه وي د هغې له ترسره کولو په ټينګه ډډه کوم څرنګه چې دا یو اجبار دی نو په ظاهره له ما داسې سړی جوړوي چې بې له کومې خبرې خپلو احساساتو ته تسلیم شم.
یو څه نور هم لېرې ځم ځکه کله کله د ځنیوکړنو څخه ځان ګوښې کوم خوبیا هم وینم چې د ښو کړنو پرته بله چاره نه شته خو زما باورپر دې دی چې ما نه پریږدي مساله هماغسې وڅيړم لکه څنګه چې ده زه د مسالې پر ظواهرو له قضاوت کولو هم ډډه کوم که دهغې د پاره دلیلونه هم جوړ کړي هغه دلیلونه باید ماته په واک کې راکړي څو دهغې په سموالي او رښتينوالي پوه شم.
زما برخه لیک تل له هماغه پيله داسې ؤ چې ما ته يې جالونه خواره کړي ول او زه په کې بې له پاملرنې لویدلی یم.
په پيل کې ما پر ټولو خلکو باور درلود او د څلويښتو کلونو په اوږدوکې آن يوځل هم داسې نه دي شوي چې دغه باور د منځه تللو له خطر سره مخامخ شوی وي.
خو په ناببره توګه مې بل تګ لوری غوره کړ اوپه زرګونو ځله داسې پيښ شوي چې دده اويا هغه د دسيسو ښکار شوی یم شل کلنې تجربې ماته هر څه روښانه کړل .
کله چې مې باور پيداکړ چې د هغوی په جوړو شویو چلندونو کې پرته له دروغو او ټګۍ برګۍ بل څه نه شته له هماغه ورځې مې بیخي خپله لاره بدله کړه ځکه که يوار انسان خپلې اخلاقي ځانګړنې يوې خواته پرېښودې نور هغه د تم کېدو پولې نه پېژني.
له همدغه وخته مې خلک بد راغلل اوکله چې زما اراده له هغو سره په سيالۍ کې راغله له امله يې تر اوسه له هغو لیرې پاتې يم او د هغوی ټولو فعالیتونو ته ځان نژدې کولی نه شم.
داچې له هغو بد وړم داکارله هغوی سره د کينې سبب نه شوخو هغوی په ټول زیار او هڅو سره و نه شوکولی ماتر خپل واک لاندې راولي ، هغوی غوښتل پر ما رحم وکړي ځکه دوی ګمان کولو زه يو بدمرغه انسان یم په داسې حال کې چې خبره بيخي ددې خلاف وه او دا دوی ول چې بدمرغه ول نه زه او هر کله چې په ځان کې ډوبېږم پر هغوی مې زړه سوزي.
کېدی شي زما په دغه قضاوت کې لږ شان ځان غوښتنه شتون ولري او ددې دپاره چې په ما کې له هغوی سره کرکه پيداشي له هغوی ځان اوچت ګڼم.
کېدی شي همداسې وي خو په داسې حال کې چې تر یوه بریده له هغو کرکه لرم بیا هم فکر کوم هغوی پر ما ګران دي.
ددې پرځای چې له هغوی څخه کرکه وکړم غواړم له ټولو ليرې واوسم ځکه د هغوی ليدل زما اعصاب نا آراموي نو ځکه ددښمنانو له نظره ځان ليري ساتم دا کارماته د کرکې په پرتله ډیر ښه دی.
دا د طبیعت قانون دی هرڅومره چې کرکجن څیز د انسان له سترګو ليرې وي په هماغه پيمانه د هغې سره لږه کرکه کوي.
کله چې هغوی وینم کېدی شی د خپلې خوښې او علاقې خلاف دهغوی په سوچ کې شم خو کله چې دغه کسان وینم کومه خاطره نه لرم او داسې يې هیروم چې ته به وايې هيڅ شتون نه لري.
يوازې په هغه برخو کې چې په ما پورې اړه لري کېدی شي شتون يې ماته بې توپيره وي ځکه کېدی شي دغه کسان په ټولنه کې په خپله ما ته پاملرنه وکړي لکه داسې چې تاسې یوه ننداره وينۍ او بې د کوم سببه تریو وخته لوبغاړي په خپل ذهن کې انځوروۍ، که وغواړم د يو څه په اړوند بې قیده لید ولرم او قضاوت وکړم باید زما ټولې اخلاقي غریزې بيخي له منځه لاړې شي.
کله چې بې عدالتۍ پېښې او وحشیګرۍ وينم زما وینه په اېشېدو راځي او ددې خلاف کله چې ښې کړنې وينم زما د خوښۍ سبب کيږي که څه هم په ما پورې اړه نه لري.
خو دغه ټول څیزونه بایدپه خپله ووینو څو په هکله يې قضاوت وکړو ځکه تر هغه چې انسان یو څه ونه ويني نه شي کولی نه د ځان او نه د نورو په اړوند څرګندونې وکړي.
که چیرې ممکن وای زما ظاهري څيره لکه زما د باطني غریزو په شان د هغوی له نظره پټ وای نو کېدی شو دهغوی په منځ کې مې ژوند کړی وای او تر هغه چې هغوی ته پردی یم کېدی شي د هغوی د ټولنې څخه په امن کې پاتې شم او په دې حالت کې کولی شم بې له اجباره په خپل ځان کې ډوب شم او هغوی راباندې ګران اوسي ځکه په داسې يوحالت کې هغوی له ماسره څه کار نه لري.
په دې حالت کې په عمومي ډول د هغوی له ليدلو خوښېدلم اونور به دې ته اړ نه وای د هغوی تر وړاندې خپله دنده پرځای کړم او هر څه چې مې کول يوازې په ما پورې به يې اړه لرله.
که زه لکه څنګه چې اوس یم آزاد، ګوښې او ناپيژاندلی وای پرته له ښه او نیک کاره مې بل کار نه کولو ځکه زما په زړه کې د هيڅ رازبدۍ او ناوړه کړنې جرړلې نه شته.
که هغسې لکه بېساری او ستر ځواک مې لرلی اود ليدو وړ هم نه وای نو هغسې به یو ښه او نیک انسان وای.
طبيعي ده چې یوازې قدرت او آزادي ده چې له انسانانو ښه او نيک خلک جوړوي او ددې خلاف کمزورتيا او مریتوب له شره پرته بل څه نه رامنځ ته کوي.
لکه څنګه چې ویل کيږي که ما د حضرت سلیمان ګوته لرلی نو زه به يې د خلکو له مریتوبه ژغورلی وای او ددې خلاف هغوی به يې زما تر واک لاندې راوستي وای.
کله چې د خيالي اندونو په سمندر کې ډوبېږم له ځانه پوښتنه کوم که په رښتیا دغه ګوته زما وای په هغې به مې څه کړي وای؟ ځکه څرګنده ده کله چې انسان قدرت ترلاسه کوي شيطاني وسوسې هغه د زرګونو کارونوترسره کولو ته اړباسي.
کله چې مې یو داسې قدرت تر لاسه کړی وای او ټول تمایلونه راکړ شوي وای اوددې وس مې لرلی چې هر کار بې له تیر وتنې ترسره کړم په داسې حالت کې به مې څه غوښتلی؟
يوازې یو کار ممکن ؤ او هغه داچې ټول زړونه مې خوښ او راضي ليدلي وای په دې حالت کې دټولو نیکمرغۍ اوکامرانۍ زما زړه له خوښۍ او خوشحالۍ څپڅپانه کولو او په ما کې له هغوی سره د همکارۍ زیاته ليوالتیا او شوق پيداکېدلو او تل ښه او عادل پاتې کېدم او بې له کمزورۍ مې ښه کارونه تر سره کول.
په دغه حالت کې ما کولی شو د نورو په اړوند له بې باورۍ او وړانده تسلیم له حالته او د ځان په اړوند دهغوی د سختې کرکې څخه مخنیوی وکړم.
ځکه خلک مې لکه هغسې ليدل لکه څنګه چې دي او کولی شي د زړونو دننه ولولي ، نوردداسې دوستانو د پيداکولو اړتيا نه وه چې پرې ګران اوسم او بد کسان به هم پیداکېدل چې له ما سره به يې دښمني کوله او کرکه به يې را څخه کوله نو څرنګه چې بدۍ مې په سمه توګه پيژاندلې او ښه پوهېدم چې هغوی د ځان پرخلاف هم بدي کوی نو لازمه نه وه پر هغوی زړه سوی وکړم ځکه هغوی په خپله پرهر څه پوهيدل او هيڅ څوک به دې ته اړ نه ؤ نورو ته د لارښوونې دپاره ځان په کړاو کې واچوي.
کله چې حالت مې ښه ؤ نويو لړ اندونه مې په سر کې پيداکېدل او کله مې د عجیبه او مهمو څيزونو د لرلو هيله کوله خو دغه غوښتنې ما دځان دپاره نه کولې د طبیعي قانون پر بنسټ کله کله انسان په خپل ذهن کې داسې څيزونه انځوروي چې له حقیقت څخه ډیرليرې وي خو که د خيال له اړخه يې تیر شو که چيرې زه د خدای استازی وای او ماته يې له تصوره اوچت قدرت راکړی وای داسې معجزې مې ترسره کولې چې خلکو ته له هغه څه ډیر ګټور وای چې کلیساګانې يې پرې ښکلي کړي دی.۱۱۵
د ژوندانه په بېلابېلوحالاتوکې تل ما داسې وسوسېه لرله چې که وکړی شم د خلکو له نظره ځان ورک کړم نو وبه کولی شم د ټولوخلکو په ګټه ستر کارونه ترسره کړم خو له کومه مالومه ده چې که انسان ته داسې سترځواک ورکړل شي له خپلې اډانې به سرغړونه نه کوي او دهغه ځواک سره چې په لاس کې لري د ګناه او جنایتونو منځ ته نه ورګډېږي.
په دې حالت کې څرګنده ده چې عقل هم نه شي کولی د انسان ددغه سرغړونکو تمایلونو مخه ونیسي.
هغه څوک چې غواړي مطلق واک تر لاسه کړي باید دومره غښتلی وی څو وکولی شي د خپل نفساني کمزورۍ مخه ونیسي له دې پرته دغه ستر ځواک نوموړی داسې را پرزوي چې د نورو مريې او برمته او له هغه څه چې ؤ ډير ټيټ ، کوچنی اوحقیرکېدلی شي.
که داسې څه پېښ شي زه له هغه کسانو څخه يم چې نه غواړم له خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کړم او مخکې له دې چې کوم حماقت وکړم دغه جادويې ګوته به له ځانه ليرې ګوزار کړم.
نو له دې کبله که خلک ټينګار وکړي ما داسې وويني څنګه چې نه یم او دهغوی دغه ليد ددې سبب شي څو هغوی په جنایت لاس پورې کړي نو ددې دپاره چې هغوی آرامه شي بله چاره نه لرم بې له دې چې له هغوی څخه وتېښتم.
خو دغه تېښته باید داسې نه وی چې دهغوی په منځ کې ځان له نظره پټ کړم بلکې هغوی باید ځان له مانه پټ کړي او آن خپلې کړنې هم زما له نظره لېرې وساتي..
کومه پایله چې زه له دغه اندونو تر لاسه کوم داده چې زه د انساني ټولنې د غړيتوب له پاره نه یم جوړ شوی ځکه په دغه ټولنه کې چې هر څه وینم زما دځوریدنې سبب کېږي او داد هغه دندو او زیارونو ټولیز دی چې زما خپلواک طبیعت يې منلی نه شي او چمتو نه دی له هغوی سره په ګډ اوسېدو کې خپله خپلواکي له لاسه ورکړي او د هغوی تر واک لاندې راشي.
کله چې آزاد یم او په آزادۍ کې کار کوم ښه او نیک انسان یم چې پرته له ښېګڼې بل کار مې له لاسه پوره نه دی.
خو همداچې دنورو د اختیار او واک لاندې راشم که دغه واک اجباري وی یا اختیاري په يو وحشی ، میرغضب ،ضدي او جوړجاړي نه کوونکي انسان بدلېږم.
کله چې لازمه شي د خپلې ارادې خلاف کوم کار ترسره کړم هيڅکله هم هغه کار نه ترسره کوم او هر څه چې پېښ شي د هغو له منلو ډډه کوم.
په دغه برخو کې آن د خپلې ارادې له مخې هم کوم کار نه ترسره کوم ځکه په دغه وخت کې کمزوری یم او د کار کولوڅخه ډډه کوم.
سره ددې چې زما کمزورتیا د کارونو دپاره ده خو زما د بدن ټول ځواک منفي بڼه نیسي او زما زیار او هڅې یو داسې لوری غوره کوي څو له کاره اوږې سپکې کړم.
ما هيڅکله هم داسې عقیده نه درلوده چې د انسان آزادی دې ته وایې چې که انسان هر څه وغواړي هغه ترسره کړي بلکې ددې خلاف د انسان آزادي له دې څخه عبارت ده چې انسان هر کار چې باید ترسره يې نه کړي د هغې له ترسره کولو څخه اوږې سپکې کړي.
ما تل د داسې آزادي خبرې کړي او دهغې په اړوند مې بحثونه کړي اوما عقیده لرله زما ټولو ښاریانو ته همداسې یوه آزادي رامنځ ته شي ځکه که خلکو ته يو ډول آزادی بدنامه وي او په واکمنانوکې د لولي غوښتنې حس ولمسوي ،داسې یوه آزادي د هر انسان د پاره زیانمنه ده په تیره بیا کله چې غواړي خپله اراده ترسره کړي او د خپل ځواک په مرسته چې د آزادۍ نوم يې پرې ايښې پر نورو خپل واک ټينګ کړي.
داسې آزادي له مريتوبه څخه بده ده ځکه دهغوی ټول ژوند په ستونزو کې وي او هر هغه څه چې تر سره کوي دوی په خپله ترې کرکه کوي او د واکمنۍ چارې کرغېړنه کوي.
د دښمنانو ګناه يوازې دا نه ده چې زه يې له ټولنې څخه د يو کرغېړن کس په نامه شړلی یم ځکه ما په دغه ټولنه کې کوم خدمت نه دی کړی زه په خپله اعتراف کوم چې زه کوم مهم سړی نه وم خو د هغوی ګناه د هغه بدیو له امله ده چې له ماسره يې کړي دي.
دغه بدیو ونه شوکولی زما اراده سسته او ګډوډه کړي او په دې هم پوهېږم چې د هغوی هيڅ یو هم له ما نه زیات او لوړکار ترسره کولی ونه شو خوبیا هم ځانته دا حق نه ورکوم څو ځان دهغوی د ټولني وړ غړی وبولم.

اوم څپرکی دلته ولولۍ



اووم څپرکی



زه په داسې حالت کې د خپلو یادونو پای ته نژدې کېږم چې په ټولیز ډول مې لا تر اوسه نه دي پيل کړي.
ددغه یادونو پر ځای ماته اوس بله بوختیا پيداشوې چې له ځانه سره مې بوخت ساتي او ماته د اند کولو وخت نه پریږدي.
دغه نوې بوختیا د افراط کچې ته رسېدلې او کله کله مې له دې امله خندا ونيسي.
زما زیات وخت پر دغه نویو بوختياو تېرېږي ځکه په دغه حالت کې چې زه یم هيڅ قانون او قاعده نه لري پرته له دې چې بې له اجباره خپلو علاقه مندیو ته تسلیم شم.
د خپل برخه لیک په هکله د ویلو څه نه لرم او ما سره پرته له پاکو هيلو بل څه نه شته که په پرله پسې ډول د خلکو قضاوتونه په پام کې ونیسو بیا هم نه شي کولی ما له هغه لارې واړوي چې غوره کړې مې ده.
زه هرهغه څه کوم چې زما خوښ شي هيڅ توپیر نه کوي چې دا کارد خپلې خوښې يا ارادې له مخې او یا د ځان دپاره ترسره کوم مهمه داده چې زه یې د ترسره کولو هيله ولرم.
نو له دې کبله زما د ژوند ډیر ښه خواړه دادي چې په دښته او بیابان کې د نباتاتو څيړنه و کړم.
کله چې د زړیدو په حال کې وم د هغې لومړی لوست مې په سویس کې له داکتر ایورونو آ څخه تر لاسه کړ او په ټولو سفرونو کې مې خپل وخت د ګياګانو په پيژاندلو تیرکړ او غوښتل مې د نباتاتو د نړۍ په اړوند بشپړ مالومات تر لاسه کړم.
کله چې نور هم زوړ او کمزوری شوم په پاریس کې مېشت شوم نور مې هغه بشپړ بدني ځواک نه درلود څو وکولی شم د ګیاه پېژندنې په چاپېریال کې لاس او پښې ووهم.
سربېره پر دې چې پخوا مې د موسېقۍ په ليکلو زيات وخت لګولی ؤ خو مې وروسته ورته پام شو چې دا هسې یو بې ګټې کار دی نو لاس مې ترې واخيست.
وروسته مې د ګياه پيژندلو اړوند خپل کتابونه او نور ټول کتابونه خرڅ کړل او پر دې خوښ وم چې د پاریس شا او خوا د ګرزېدو په وخت کې ځان د نويو ګياګانو پر پيژاندلو بوخت کړم.
په دغه واټن کې د ګياګانو په هکله ډیر لږ څه پوهېدم چې هغه مې هم له یاده ووتل او هيڅ څه مې په یاد کې پاتې نه شول.
کله چې پنځه شپېته کلن شوم خپله کمزورې حافظه او صحرا ته د تللو وس مې له لاسه ورکړل.
دا ځل بې له لارښوده او کتابه او بې له دې چې کوم بڼ اویا دښته مې په واک کې وي یوه داسې لېونتیا مې سر ته راغله خو د لومړي ځل دپخوا په پرتله دا ځل مې ليوالتیا او ولولې ډیرې زیاتې وې او په نه ستړې کېدونکې توګه مې له هر هغه څه څخه چې زما په یاد کې ول ګټه واخيستله او له بیلابیلو کتابونو څخه مې زده کړه وکړه ما هوډ کړی ؤ د ټولو ګياګانو په اړوند لنډ او بشپړ مالومات ترلاسه کړم چې د ځمکې پر مخ پيداکيږي.
څرنګه چې ما نه شو کولی دوه ځله د نباتاتو د پېژندنې کتابونه وپيرم نو د هغه کتابونو څخه چې په امانت مې اخيستي ول قلمي لیکنې پيل کړې او هوډ مې وکړ څوله لومړي کتاب څخه دګياګانو د پېژندنې اړوند یو بشپړ کتاب وليکم او د یوداسې ګټور کتاب د ليکلو دپاره مې په پام کې ونیول څو د الپ د غرونو او د سمندر د غاړو د ټولو ګياګانو او په هند کې د ټولو شتو ونو په اړوند پوره او بشپړه مالومات راټول کړم.
مېوه لرونکي او بې مېوې ونې مې وڅيړلې او ان که د آلوتونکو په پنجرو کې مې يوه پاڼه ګیاه تر لاسه کوله په زياتې پاملرنې سره مې څيړله او له ځانه سره مې ويل :
دا له هغه ګیاګانو څخه ده چې تر اوسه يې نه پيژانم.
ددې خبرې په کولو سره نه غواړم دخپل هغه کارستاینه وکړم چې د ګیاګانو په اړوند د مالوماتو ټولول دي. بلکې داکار زما د زړه غوښتنه وه او باور مې درلود په دغه حالت کې چې ما درلود په داسې کارونو بوختېدل چې ما ورسره مينه لرله یو له هوښيارې ډک کار ؤ او له بلې خوا مې داکار یو اخلاقي فضیلت ګڼلو.
ځکه په دغه کارونو بوختېدل انسان له بدو اندو ، د کرکې له کولو او د غچ اخيستلو له حسه ليرې ساتي او ددې دپاره چې په ژوند کې له کومې بوختیا سره علاقه مند شم باید خپل طبیعت پاک او سپېڅلی وساتم څو وکولی شم د زیانلرونکو او غیر انساني علاقه مندیو تر وړاندې بې توپيره پاتې شم.
دا کار په خپل ذات کې له دښمنانو څخه د غچ اخيستلو مانا لرله زه به هيڅکله هغوي ته د جزا ورکولو وس ونه لرم مګر داچې د هغوی د خوښې خلاف خپل وخت په خوښۍ سره تیر کړم.
هو، بې له هيڅ ډول شکه، عقل او منطق ماته دا اجازه راکوي او پرما دا الهام کوي چې د هر هغه څه په لور باید لاړ شم له کوم څه سره چې زما مينه او علاقه پيدا شي، هيڅ څه نه شي کولی ما ددغه کار له تر سره کولو ستون کړي.
خو دغه الهام ماته دا نه وايې چې ولې ما په دغه لوري بیايي او په دغه کار کې کوم راښکون شته چې ما د یوې بې ګټې زده کړې په لور چې په عین حال کې يو دروند او ستومانونکی کارهم دی او هيڅ اسانتیاوی په کې نشته بیايي او ما دې ته اړ باسي د ځوانۍ ددورې تمرینونه بیا له سره پيل کړم او د ښوونځي دزده کوونکي په څير دا هرڅه ترسره کړم.
زما له نظره سره ددې چې موضوع څرګنده ده خو دغه کار کېدی شي زما په مغزوکې د ځان پيژاندنې په برخه کې نوې رڼا رامنځ ته کړي ځکه سربیره پر هرڅه دغه کار ؤ چې زه يې په ټول ژوند او ان په ډيرو ښو حالاتو کې له ځان سره بوخت وساتلم.
کله کله په دغه مسالو کې زیات اند کوم خو ډير لږ داکار د شوق او علاقې له مخې ترسره کوم دغه اندونه تل د نورو د علاقې خلاف ټينګښت مومي چې یو ډول زور او جبر ته ورته والی لري.
زیات فکر کول زما ستړیا لرې کوي خو بې ځایه فکرونه ما ستړی او خپه کوي.
فکر کول ماته تل له کړاوه ډک یوکار ؤ او هیڅ په زړه پورې نه ؤ خو ژور خيالونه زما د خوښې سبب کېدل او ما بیخي ځان هېرولو.
کله ناکله زما خيالونه په عادي سوچونو بدلېدل خو ډیر وختونه همدغه عادي سوچونه په خيالونو بدلېدل ، په همدغه لالهندیو کې زما اروا د ابدیت په نړۍ کې د خيالونو پر وزرونوسپریده او دا په داسې وخت کې پېښېدل چې زیاتې غصې زما له ذهن څخه ټول خواږه خوندونه پاکول.
تر هغې چې مې د خپلې پاکۍ له حالته خوند اخیست نورو بوختیاو ما ته ارزښت نه درلود خو کله چې د نا پېژاندل شویو علاقه مندیو په وسیله د ادبي کسب په لور هڅول کېدم د روحي ستړیا احساس مې کاوه او د زیانمنه شهرت څخه مې بد راتله.
په دې حالت کې مې داسې احساسوله چې زما رښتني خیالونه سست او بې حاله شوي دي او له ترینګړې لارې په چټکۍ سره دعادي مشغولتیاو او کارونو په لور وړل کېدم او پر خپل ناوړه حالت مې افسوس کاوه.
ډیر لږ پېښېده چې دداسې یوې روحي پاریدنې سره مخامخ شم ځکه همدغه روحي پاریدنې وې چې د زرګونو ویاړونو، شهرتونو او شتمنیو ځای یې نیولو او د وخت په تیریدو سره يې زه د بې کارۍ په دغه نړۍ کې د نړۍ د ډیر نیکمرغه کسانو په کتار کې درولم.
زه د خپلو بې ورخه سوچونو په پرتله له خپلو خيالونو څخه زیات ډارېدلم او څرنګه چې له ما نه زیاتې بدمرغۍ او زیانونه را تاوشوي ول نو ددغه خیالونو دوام ته يې اجازه نه ورکوله.
په دغه حالت کې يوې ځانګړې غریزې چې ماته طبيعي ده زه له ټولو غمجنو اندونو ژغورلم او زما پر سوچونو يې سرپوښ اېښودلو او کله چې زما پام د هغه څيزونو په لور چې له ما را چاپیر شوي ول آوښتلو نو د طبيعت منظرې مې له نظره تښتېدلې اودوه ځلې د خيالونو په نړۍ کې ډوبېدم.
ونې، کوچني نیالګي ، ډول ډول بوټې او ګياګانې د ځمکې د مخ جامې او ښکلا بلل کيږي.
هيڅ شئی سړي ته د يوې شاړې اولوڅې دښتې د منظرې په پرتله چې ماته يې د شګو بڼه درلوده غمجن او زړه تنګونکی حالت نه را منځ ته کوي خو کله چې دغه دښته د طبیعت په وسیله ژوندۍ شي او خپله شنه زرغونه جامه ورته په غاړه کړي او اوبه په کې جاري شي او د آلوتونکو چغار اوداسې نور ډیر څه په کې پیداشی نودا هر څه په پوره همآهنکۍ کې انسان ته د جذباتو په زړه پورې منظره ډالۍ کوي چې هيڅوک يې له ليدلو نه ستومانه کيږي.
د طبیعت يو ليدونکی که هر څومره زیات احساس ولري د هغه هڅېدنه او پارېدنه چې د طبیعي د عالم د اغېزې زيږنده ده لا پسې غوړیږي.
او يو خوږ او ژور خيال د هغه پر احساس را خوریږي او په یوه خوندوره مستۍ کې ډوبېږي چې طبیعت ورته ډالۍ کړې.
په دې وخت کې هرڅه دهغه له نظره ورکېږي او هر څه په هغه کې ويني.
په دې ځانګړي حالت کې په کار ده څو خپل اندونه سره راټول او خپل اصول په يو ځای کې سره راغونډ کړي څووکړی شي ددې نړۍ هره برخه جلا جلا وپيژني.
دا هغه حالت ؤ چې په ما کې پيداکېده او کله چې غم زما ماغزه زیات زبېښل زما په بدن کې يې ټول حرکتونه او خښتونه راټولول او ځان مې په یوې داسې نړۍ کې ليدلو چې هر څه يې رانه هېر کړي او د خيال په نړۍ کې ډوب شوی یم.
په دغه حالت کې بې له ارادې په غرونو او ځنګلونو کې لالهند یدم او له دې ډاره چې بدمرغۍ او دردونه بیا ماته مخه ونه کړي زړه مې نه کاوه څو فکر وکړم.
ما له دغه خوندوره سیلونو سره چې د بدمرغیو او غمونو په وخت کې د انسان روح مشغوله ساتي او خپګان له روحه پاکوی عادت کړی ؤ .
د څيزونو طبیعت د خيالونو له دغه حالت سره زیاته مرسته کوي او دهغې د مشغولولو ځانګړنه نور هم زیاتوی.
د بېلګې په توګه د بوټو تند بویونه يا ژوندی رنګونه او یا د هغو شکلي بڼې د خيالونو او اندونو په سمونه او منظمونه کې زیات رول لوبوي باید دغه خوندونه زموږ خوښ وي څووکړی شو خوږو اندونو او خیالونو ته ځان وسپارو خو که چيرې دغه حالت په ټولو کسانو چې تر اغیز لاندې يې راغلي زیات اغیز ونه لري دځنیو په اړوند دهغې دلیل دادی چې طبیعي حساسیت نه لري او دځنیو نورو په اړوند يې دلیل دادی چې د هغوی روح په کوم بل ځای کې بوخت دی او هغه څيزونو ته چې د هغه پر روح اغیز لري د بې علاقګۍ له مخې پاملرنه کوي.
یوه بله مساله چې دداسې ذوق لرونکي کسان دنباتاتو نړۍ ته له پاملرنې کولو ليرې ساتي دهغوی داعادت دی چې دوی په نباتاتو کې يوازې ددرملنې له ځانګړنو پرته بل څه نه ویني او نه لټوي.
نبات پېژندونکی او فېلسوف تئوفراست بل ډول څېړنه کوله اونوموړی هغه يوازینی پخوانی ګیاپېژندونکی دی چې څېړنو يې له نورو سره توپير درلود.
البته نن دغه فیلسوف دومره څوک نه پېژني خو په دغه فن کې د ژور اند لرونکي دیوسکورید د هغه اندونه تفسیر کړي او ليکي ،هغه په نباتاتو کې هغه څه ليدلې چې نه ليدل کېدل د نبات ځانګړنې او نورې پديدې يې څېړلې خونه شو ويلی چې د هغه په څېړنو کې د نبات جوړښت ته پاملرنه شوې وی.
هغه کسان چې خپل ژوند یې د نباتاتو په وچولو او څېړلو کړی اوتېروي عقیده لري چې که د نباتاتو په منځ ته راتګ کې د طبیعت خلاقه ځواک تر پښو لاندې کړو نبات پېژاندنه هسې په ملنډو آوړی خو طبیعت چوپ دی اوموږ ته څه نه وايې او چمتو نه دی ټول هغه څه چې په خپل نس کې لري د انسان په واک کې ورکړي.
که چېرې تاسې په چمن کې د ګلانو او د راز راز ریحان په څېړنو بوخت یاست او هغه کسان چې تاسې د کار په حال کې وينی له تاسې کېدی شي وپښتي دغه بوټی د انسان په درملنه کې څه ډول اغېزه لري ځکه څوک دا سوچ نه کوي په دې نړۍ کې سربېره پر هغه څه چې ویني نور زیات څه شته.
دغه هوښیاره داکتران چې زموږ د بدني او روحي درملنې ادعا لري او يوازې مادي ګټې په پام کې لري او تل ددرملنې د دارو ګانو په لټه کې دي طبیعت ته په بې بندیزه سترګه ګوري خو هغه څه چې ما په دغه موده کې کشف کړی دي هغوی نه دي تر لاسه کړي.
البته زه دا نه وایم چې زه له هغوی لوړ احساس لرم خو هغه څه چې باید ووایم دادی چې ټول هغه څه چې زما له احساساتو او اړتیاو سره په ټکر کې دي زما اندونه غمجن او زیانمنوي او هرکله چې خپل بدني ګټې تر پښو لاندې کړم روحي خوښي تر لاسه کوم.
کله چې دغه درملونه زما د ناروغیو درملنې ته ګټه هم رسوي په ما کې د پاملرنې وړ ژور حالت نه پېداکيږي او زه تل دې ته پام کوم چې د طبیعت ځواک تر کومه بریده زما د روحي عواملو پر هڅونه او خوځون اغېزه کړې ده .
سربېره پر دې زه بې له دې چې پر طبي پوهنې دومره باور ولرم هغه څه ته پاملرنه کوم چې زما روح ته ټکان ورکړي او په ما کې هيلې پيداکړي.
له پنځلس کاله تجربو او څېړنو وروسته زه اوس تازه د طبیعت له فعاله ځواک او قوانینو سره آشنا شوی یم او خپله روغتیا مې د طبیت له لارې تر لاسه کړې ده.
ډیر ځله داسې پيښ شوي چې داکترانو زما د دردونو درملنه کولی و نه شوه او داچې نن وينۍ چې زه اوس هم ژوندی یم دهغوی د زیات ويلو اود بې عیبه درملنې څرګند دلیل دي.
کوم څه چې زما د بدني ناروغیو د درملنې دپاره اغېزمن ول زما د روحي ناروغیو د درملنې دپاره بې اغېزې ول .
کله چې ځان بيخي هېروم او په ځان کې ډوبېږم په دغه وخت کې په هر څه پوهېږم.
کله چې په ځان کې ويلې کېږم په ماکې روحي پارېدنې زیاتېږي او د طبیعت د ځواک په مرسته کولی شم ځان وپېژنم او د خپلو دردونو رغونه وکړم.
ترهغه وخته چې زه پر خلکو لکه د ورورپه شان ګران وم ما د ځمکې پر مخ له هرڅه خوند اخېستلو او زما نقشې او طرحې تل دټولو خلکو په ګټه ول . ما هيڅکله رښتنې خوښي نه تر لاسه کوله که چيرې د ټول خلکو ګټې په پام کې نیول شوي نه وای خو کله چې پوه شوم هغوی خپله نېکمرغي زما په بدمرغۍ کې وينی له هماغه وخته زما زړه ته یو ډول ځاني او شخصي نیکمرغۍ لاره پيداکړه.
په هغه وخت کې ددې دپاره چې د هغوی څخه کرکه پيدا نه کړم پکاروه څو د هغوی له منځه وتېښتم او زموږ د ټولو د مور غېږې یانې د طبیعت غېږې ته پناه یوسم .
ددغه مور په غېږه کې مې د هغې د نورو زامنو له شره ځان خوندي کړ او په یو ګوښه شوي او ځانته شوي انسان واوښتم او لکه څنګه چې هغوی وايې په يو داسې سړي واوښتم چې ټولنیز نه ؤ او د انسان دښمن شوی ؤ، ځکه د شراچونکو په ټولنه کې د اوسېدو په پرتله چې يوازینې خواړه يې کرکه او خيانت ول د ګوښې اوسېدو ناوړه ژوند ډير ښه ؤ.
کله چې د خلکو له منځه ووتم او د ځانته توب په لټه کې شوم په داسې حال کې چې د څه په هکله مې اند نه کاوه او اند مې هم لږ شوی ؤ او ژوندی حالت او اخلاق مې ترلاسه کړي ول او زه يې د احساساتو او جنایت له نړۍ څخه جلا کولم په دغه وخت کې زما پام هغه څيزونو ته چې زما په شا اوخوا کې يې شتون درلود واوښت اودښه څيزونواوشیانو سره مې ديوې بيخي طبیعي غریزې له مخې ټينګه مينه پيداشوه.
د کانو او مادیاتو په نړۍ کې دومره په زړه پورې څيزونه نه شته هغه بېشمېره شتمنۍ چې د ځمکې په زړه کې شته نه شي کولی د هغه چا پام ځانته راواړوي چې حقیقت ته نژدې وي دغه شتمنۍ یوازې يو څو ورځې هغوی بوخت ساتي څومره چې دوی ريښتنې نړۍ ته نژدې کيږي په هماغه پيمانه دوی ته مادي نړۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
په دغه وخت کې دی چې له صنایعو څخه په کار اخیستلو سره باید وکړیږي او له خپلو بدمرغیو سره سر وجنګوي.
د ځمکې په تل کې پلټنې پيل کوي او د خپل ژوند په بیه د ځمکې په زړه کې ددې پر ځای چې د رښتنې پانګې لټون وکړي د خيالي او انځوريزو شتمنیو په راټولولو خپل ژوند تېروي.
د ارزښتناکو کاڼو او خاورې راټولول او د کار په خونه کې د هغې غونډول او په دې وسیله د طبیعت پېژاندنې د فیلسوف په توګه د ځان ښودل آسانه کار دی. خو هغه کسان چې له دغه بې ارزښته کلکسیونو سره مينه لري هغه جاهله پانګه والو ته ورته دي چې تل د رنګینه او پراخه ټغرونو له غوړولو سره مينه او شوق لري.
د کانونو د پېژاندلو دپاره پکار ده چې لږترلږه کیمیا پوه او فزیک پوه اوسو څو په بشپړه توګه له کانونو څخه ګټه واخيستل شي او په کار ده څو له کړاوه ډک او زیات لګښت لرونکي آزمايښتونه ترسره کړو او شپه او ورځ په لابراتوار کې تېره کړو زياتې پيسې ولګوو او د سکرو او لوګي په منځ کې لاس او پښې ووهو او تل خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړو او کله ناکله خپله روغتیا او سلامتیا بیخي له لاسه ورکړو.
ددې ټول ستومانونکي او له کړاوه ډک ژوندانه څخه ډیر لږ څه لاس ته راځي .
د کیمیا د علم د لومړۍ کچې کوم پوه دا ګومان نه کوي چې ګنې د طبيعت د رازونو تل ته يې لارنه ده پيداکړې ؟ او یوازې په دې خوښ وي چې د طبیعت يو کوچنی څيز يې پېژاندلی دی.
موږ د حیوانانو نړۍ تر بل هر څه زيات په خپل واک کې لرو او په واقیعت کې زموږ د څېړنې موضوع ده خو دا پوښتنه رامنځ ته کيږي چې د هغې څيړنه له کړاوه ډکه ده؟ انسان په هر قدم کې د داسې مسالو سره مخامخ کېږي چې حل يې نشته او زموږ له وسه اوچت دي.
څنګه کولی شو آلوتونکي په هوا، کبان په اوبو او د لږ وزن لرونکي حيوانان پر وچه تر څېړنې لاندې ونیسو چې ټول يې ډیر غښتلي دي او نه غواړي خپل ځان موږ ته په واک کې راکړي او په پلټنو کې له موږ سره مرسته وکړي او موږ باید شپه او ورځ په دوی پسې وځغلو څو د خپل قهرجن ځواک په مرسته يې ونیسو او تر خپل واک لاندې يې راولو.
ددې کار دپاره ما د حلزونانو ، چينجيانو او مچانو يوه ډله تر څېړنې لاندې ونيوله او خپل ټول ژوند د پتنګانو د ژوندانه د څيړلو دپاره په کار اچوم، بې وزلي حشرې نیسم او که کوم موږک او یا ناببره کوم مړ حیوان په لاس راشي تشریح کوم يې .
د بدن پېژاندنې له پوهې پرته د حیواناتو د ژوندانه پېژاندل ډير ستونزمن کار دی ددغه پوهې په مرسته کولی شو هغوی پر طبقو وویشو او د حشرو بېل بېل ډولونه وپېژنو.
د اخلاقي ځانګړنو د څېړنې دپاره باید سترځایونه د پوره آذوقې سره په واک کې ولرو.
په هره وسیله چې کېدی شي بایدهغوی پردې عادت کړو څو زموږ پرشا اوخوا راټول شي.
خو زه ددې کار نه شوق او نه وسیایل لرم څو د هغوی یوه ډله ونیسم کله چې هم هغوی آزاده دي زما چټکتیا دومره نه ده چې وکولی شم په آزاده هوا کې په هغوی پسې ټوپونه ووهم.
اوکله چې دغه حشرې مړه وی نو هغوی تر څېړنې لاندې نیسم بدن يې څيرم کولمې اونور غړي يې پلټم.
په رښتیا د اتاتومن آمفي تیاتر په خپل ډول کې یوه لویه دستګاه ده ، د مړو بدن چې بد بوی ورکوي، بیل شوي هډوکي، ټينګه وينه، هغه حشرې چې کرکجن ظاهر لري دا ټول ستومانونکي منظرې دي.
باید ووایو چې ژان ژاک روسو هغه څوک نه دی چې په دغه ډګر کې په خپلو بوختیاو ځان بوخت وساتي.
ښکلي ګلونه ، د چمن میناګانې ، یخ سیوري، رودونه، ګلخونې او شنې ځمکې دا ټول ددغه کرغېړنې ټولنې له ناولتیاو څخه زما اندونه پاکوي. زما روح د ټولو غورځنګونو تر وړاندې مړ دی او یوازې حساسه شیان پرې اغېزه لري.
له احساس پرته بل څه نه لرم اود همدغه پاک احساس په مرسته کولی شم ددوی چارو ته رسېدنه وکړم.
ښکلي څيزونه ما ځان ته رابولي زه د هغو سیل کوم او هغوی یو له بل سره پرتله کوم او پرډلو دهغو ويش زده کوم او په پای کې يو ښه بوټي پېژاندونکی راڅخه جوړیږي. انسان له دغه لارې او وسیلوسره کولی شي طبیعت وپېژني او ډير دلیلونه رامنځ ته کيږي څو طبیعت پرې ګران وي.
نور په دې اند نه یم ځانته ښوونه وکړم ځکه وخت يې تېر شوی دی سربېره پر دې ما په ژوند کې داسې زیات څه نه دي ليدلي چې ماته يې نېکمرغي راوستې وي. زما کار یوازې دا ؤ څو ځانته خواږه او ساده بوختیاوې رامنځ ته کړم څو وکولی شم په آسانۍ سره له هغې ګټه واخلم او ما له زرګونو بدمرغیو وژغوري.
په دغه معاملې کې زه پانګې ته اړتیا نه لرم او نه هم دې ته اړ کېږم چې له یوه بوټي بل او له دې وښو نورو وښو ته لاړ شم او ويې څېړم او یا د هغو د ډولونو تر منځ اړيکې وپېژنم او یا هم د نبات جوړښت و څېړم د بې خبرۍ او احساس همدغه نړۍ ماته ټول خوندونه برابروي او ترې ګټه اخلم.
داسې ښکاري چې دغه نباتات لکه د آسماني د ستورو په شان په پراخه توګه په طبیعت کې خپاره شوي دي او انسانان د ځان د پلټنې، څېړنې او زده کړې دپاره را بولي. ستوري له موږ ډیر ليرې دي او دغه سترو ستورو ته دنژدې کېدو اودهغو د څېړلو دپاره موږ اړيو څو بشپړه پوهه، وسایل، ماشینونه او اختراعګانې په واک کې ولرو.
نباتات زموږ په قدمونو کې منځ ته راځي او زموږ په واک کې وي که د کوچنيتوب له امله د ځنیو اصلي برخي موږ په سترګو نه وینو خو داسې آلې شته چې موږ يې په آسانۍ سره تر لاسه کولی شو څو هغوی تر څېړنې لاندې ونیسو او دا د ستورو پېژاندنې څخه ډير آسانه کار دی.
نبات پېژاندنه د بېکاره او لټ سړي چې یوازې ژوند کوي، کار دی. یوه چاړه او ذره ليد (ذره بين) هغه آلې دي چې ددې څېړنو دپاره بس دي.
بېکاره سړی ګرځي او په خلاصوپښو له يو شئي څخه بل شئي ته ځي او په علاقه مندۍ اوکنجکاوۍ سره يو شئی دوه یا درې ځله څېړي او ګوري او همدا چې د هغې جوړښت يې په بشپړه توګه وپېژانده د هغې له لوستو خوند اخلي .
په داسې څېړنو کې راښکون شته او سړی کولی شي په آرامۍ او چوپتيا سره خپلې ټولې علاقه مندۍ احساس کړي او دهغې په مرسته کولی شي خپل ژوند د نېکمرغۍ په لور بوځي او خپل روح له خوښۍ ډک کړي.
خو همدا چې په دغه بوختیا کې د ګټه پالنې علت ځای پيداکړي او يا د ځان غوښتنې له مخې يو عمل ترسره شي که څه هم دغه عمل د کتاب ليکلو دپاره د منډ د پټولو یوه هڅه وي او له کوم وخته چې له بوټې پېژاندلو څخه د زده کړې دپاره کار اخیستل کېږي او ددې دپاره بوټې ټولول کېږي څو یو ليکوال او پرفېسور نبات پېژاندونکی شي ، په دغه وخت کې هغه رښتنی راښکون په بشپړه توګه له منځه ځي چې په دغه کار کې شته .
په داسې حالت کې به له بوټو ، آلاتو او بېشمېره نفساني علاقه منديو پرته بل څه نه وي پاتې او د هغې لوستل به هيڅ خوند ونه لري او پوهېدو ته به يې هيڅ علاقه پاتې نه شي.
که چيرې سړی پرته له دغه علاقه منديو ځنګل ته ننوزي ځنګل ورته د نړۍ د نندارتون په توګه ښکاري او هر څه چې ويني ورته د ستاينې وړ ښکاري خو که همدغه سړی ځان یوازې نبات پېژاندنې ته اړين کړي ددې پر ځای چې وکولی شي دنبات پېژاندنې کارپه طبیعت کې ترسره کړي د سیستمونو، لارښودونو او د پای ته رسېدونکو مادو په نړۍ کې به ډوب شي او د بوټې پرته به بل هيڅ څه ونه پېژني او د طبیعت په تاريخ کې به هيڅ لارښود لاس ته را نه وړي.
له همدغه ځایه ده چې د ګیاه پېژاندلو په استادانو کې د نورو پوهانو په پرتله د کرکې، رخې او د مشهوره کېدو سيالۍ پيل کيږي .
کله چې دوی ګياه پېژاندنه د هغې له اصلي طبيعت څخه جلا کوي پرته له دې چې په لابراتوارونو کې بېشمیره ګياه ګانې را ټولې کړي او له هغې څخه د مېليونونو خلکو د وژلو دپاره مسمومونکي درملونه جوړکړي ،بل کار نه کوي.
له دغه قانون څخه بهر تړونونو ماته يو ځانګړی تمایل پيداکړ او نه پوهېدنې د ټولو هغه څيزونو تشه ډکه کړه چې زه ترې بې برخې وم.
پلنې تيږې مې وڅېړلې، د غرونو مزل مې وکړ ، درو او ځنګلونو ته لاړم او تر هغه ځايه چې کېدی شو د خلکو له يادونو او د هغو له زیانونو او شنکنجو مې ځان ليرې وساتلو.
ماته داسې ښکاريده چې د ځنګل په سیوري کې مې ځان له ټولو هيرشوی، آرامه او آزاده حسولو او ګومان مې کاوه چې هيڅ دښمن نه لرم او یا داچې د ونو پاڼې ما د هغوي له زیانونو ساتي او ددښمنانو له مغزوڅخه زما یادونه وباسي نو په دې حالت کې مې بې له پريشانۍ اند کولو کله چې زه د هغوی په اړوند سوچ نه کوم هغوی هم زما په اړوند سوچ او فکر نه کوي.
په دغه خيالي سوچونو کې ما دومره د آرامۍ احساس کولو چې ځان مې هر څه ته تسلیم کړ.
د ځانته والي دغه ګوښیتوب که هره څومره ژور وي لازمه ده څو يو څه د هغې تش ځایونه ډک کړي او هغه څه چې زما سوچونه او یادونه يې نه مني هغه څیزونه دي چې د ځمکې پر مخ له هغو سره لاس او ګریوان وم.
دښتو او ساراګانو ته له تلو او د نویونباتاتو د راټولولو سره بې سارې مینه هغه وسیله ده چې ما له دښمنانو ژغوري کله چې یو داسې ځای ته قدم ږدم چيرې چې د انسان نښه نه تر سترګو کيږي په آرامۍ سره ساه باسم او باور لرم چې په دغه ګوښې پناه ځای کې هيڅ راز کرکه او کینه ما نه څاري.
زه هيڅکله نه شم کولی خپل یو تفريحي چکر هير کړم چې یوه ورځ د غرونو په لمنه کې د روبيلد غونډيو ته تللی وم او په دغه ورځو کې بيخي ځانته وم د غرونو په پېچومو کې له يوه ځنګله نه بل او له یوه کړنګه بل ته وړاندې ولاړم او په پای کې یو داسې ځای ته ورسېدم چېرې چې يوې پټې څمڅې ته ورته یو ځای ؤ چې په ټول ژوند کې مې داسې یوهيبتناکه ځای ليدلی نه ؤ.
ددې څمڅې شا او خوا د ناجو تور بخنه ونو چې پېړ ډډونه يې لرل پوښلی ؤ او زیات شمیر يې د زیات زړښت له امله کاږه شوي ول او څانګې او پاڼې يې د مار په شان یوپربل تاو راتاو آوښتي ول او دغې څمڅې ته يې یوه ډارونکې او نه تېريدونکې بڼه ورکړې وه.
ددغه ډارونکې څمڅمې مخې ته د ونو ترمنځ چې کوم واټنونه ليدل کېده ډير کوچني او تیاره ول او د څمڅمې د خوا ډبرو ډیر خطرناکه کړنګونه لرل او ما زړه نه شو کولی له هغه ځایه د څمڅې منځ ته وګورم یوازې کله چې پړمخه پرډبره پریوتم نو ایله مې کولی شو د څمڅې منځ ته وګورم.
ددغه ګړنګ په اوږدو کې د مړو حیواناتو دغوښو خوړونکي حیوانات اوقجریان لیدل کیدل او د غره په تنګي کې يې غږونه ترغوږه کېدل.
په دغه هیبتناکه سیمه کې يوڅو لږ پيداکيدونکي آلوتونکي هم ول خو ډارونکو څیزونو دغه سیمه ډيره هيبتناکه کړی وه دغه ځای ماته د لرغونو اوسانوي خدایانو دځای په څیر ښکاریده.
که څه هم د بوټو سیل بوختونکی ؤ خو ددغه ټولو ځانګړنو شتون دسړي په زړه کې ډار پيداکولو او نبات پېژاندنه يې بيخي له مانه هیره کړې وه ، زه هلته د کبلو او وښو دپاسه کیناستم او په خپلو آرامه اندونو او سوچونو کې ډوب شوم او ګومان مې کاوه چې په دغه ګوښې ځای کې د نړیوالو له سترګو بچ پاتې یم او نور دښمنان نه شي کولی ماته ستونزې پيداکړي.
په دغه اندونو کې ماته د غرور يو حالت پيداشوځکه چې يو ګوښې ټاپو مې پيداکړی او ځان مې له هغه مسافرانو او کاشفانو سره پرتله کاوه چې ورته چارې يې ترسره کړې وې اوپه خوښۍ او خوشحالۍ مې له ځانه سره ویل:
بې له شکه زه لومړنی څوک یم چې دغه ځای ته مې پښه ايښې ده او په واقیعت کې مې ځان د کریستف کلمب په شان احساسولو.
په داسې حال کې چې ددغه سوچونو په هسک کې آلوتمه په يو ليرې ځای کې مې د یو څه د ټکر غږ واوريد چې آشنا ؤ، ښه مې غوږ ونیوه دا غږ يوځل بیا راغی او رورو زیات شو.
په حيرانتیا او کنجکاوۍ له ځايه پاڅيدم او یو ګڼ ځنګله ته مې پام واوښت له کومه ځایه چې دا غږ راتللو او داسې را ته ښکاره شوه چې په يو ليرې ځای کې کارخانې ته ورته يو څه وينم.
نه شم کولی له دغه لیدنې څخه د خپلې حيرانتیا حالت تاسې ته بیان کړم لومړی په ما کې خوښي او خوشحالي پيداشوه او داچې ليدل مې زما په څو مترۍ کې انسانان شته خوښ شوم ځکه تر دغه وخته مې ځان بیخي یوازې احساسولو.
خو د خوښۍ دغه حالت ډیر چټک او لنډ ؤ او زه يې له زياتې پريشانۍ سره مخامخ کړم ځکه آن د ځمکې په ډیره ليرې پرته سیمه کې هم نه شم کولی د هغه کسانو څخه په امن کې اوسم چې زما د ځورولو هاند کوي.
ما باور درلود چې په دغه ځای کې به يوازې څو تنه نه وي او چا چې د خپلو ګټو دپاره دلته کارخانه جوړه کړې ده، کېدی شي زیات کسان يې له ځانه سره راوستي وي.
خو ډیر ژر دغه اند هم د خندا او ملنډو وړ وګرزید اوپر خپل پوهاوي مې خندا راغله.
دا څنګه امکان لري په داسې یو ګړنګ کې دې څوک کارخانه جوړه کړي داسې موسسې يوازې په سویس کې پيداکېدی شي چېرې چې ښارونه له طبیعت سره ګډ شوي.
په دغه هیواد کې لا تر اوسه هم داسې ښارونه شته دی چې د هغوی پراخې او اوږدې کوڅې لکه د سنت آنتوان د غرونو او ځنګلونو په زړه کې جوړ شوي او دهغو ګډوډ خواره کورونه د ونو ډکو بڼوڼو په وسیله سره نښلول شوي وي.
څه موده دمخه چې د بوټو د ټولولو دپاره د شاسرون د سیمي غرونو ته تللی وم هلته يې ماته وویل چې دلته یوازې یو کور پيداکيږي خو نه پوهېدم چې دغه یو تن دلته د غره په څوکه کې ولې کور جوړ کړی دی، که ماته يې نه وای ویلی چې ددغه کور خاوند يو کتاب پلورونکی دی چې خپل کارونه په ښار کې ترسره کوي هيڅکله مې باور نه کولو چې زما په شان به بل سړی هم پيداشي چې خپل کوریې له خلکو ليرې د غره پرسر په یو ګوښه ځای کې جوړ کړي.
په هر حال د بوټو پيژاندلو او طبیعت ليدنې دغه ټول سفرونه او هغه اندونه چې له دغه ليدنو او سیلونو زما په مغزو کې پيداشوي او هغه پېښې چې په دغه سفرونو کې زه ورسره مخامخ شوی یم ، ټولو زما پر روح داسې اغیزه کړې چې هر کله او هرچيرته کوم نبات وینم دا یادونه زما په مغزو کې بیا ژوندي کيږي.
نور به هيڅکله دغه ښکلي منظرې ، دغه ځنګلونه ، سیندونه، اغزن ځایونه او دا غرونه او رغونه چې له یادولو يې زما زړه په غورځنګو اوټوپونو راځي بیا و نه وينم او نن چې نور نه شم کولی دغه اوږدې لارې ووهم کله چې د بوټو صندوق پرانیزم د هغو ليدل ما د خيالونو او سوچونو په نړۍ کې ليريو پرتو سیمو ته وړي.
د بوټو د يوې کوچنۍ ټوټې لیدنه چې له هغه ځایه مې راوړې ول بس ده چې ما د هغه وخت په یادونو کې ډوب کړي او دهغې اغیزه داسې ده چې ګنې زه اوس په هماغه غرونو کې يم.
همدغه خواږه اندونه او یادونه دي چې ما د بوټو پېژاندلو کار ته علاقه مندوي او دهغو ليدل هغه ټول اندونه ماته را یادوي چې په دغه وخت کې مې لرل.
شنه چمنونه ، د رودونو اوبه، ګڼ ځنګلونه او د هغه ځای ګوښه توب او په تېره بیا ددغه ځایونو آرامتیا او هوساینه چې انسان يې د طبیعت په غږ کې تر لاسه کولی شي دا ټول د بوټو پېژاندو له لارې زما په مغزو کې انځور شوي دي.
ددغه څيزونو ليدل هغه ټول دردونه، کړاونه شکنجې، کرکې، سپکاوۍ، کوچني کول او ټولې بدۍ زما له یاده باسي چې خلکو له ما سره کړي دي.
دغه اندونه ماته د آرامه سیمو په لور لارښونه کوي چې ساده او نیک خلک په کې اوسېدل او ما تر دې دمه د هغو په منځ کې ژوند کړی ؤ.
دغه وسایل ماته زما دځوانۍ، دخوښيو او مستۍ وختونه زما د کوچنیوالي تفریح ګانې را یادوي او له یادولو يې خوند اخلم او کله کله د نیکمرغۍاحساس کوم او د هغه کړاونو او رنځونو په منځ کې چې زغملي مې دي ما بوخت او خوښ ساتي.

اتم څپرکی دلته ولولۍ

اتم څپرکی

په داسې حالت کې کله چې د خپل ژوندانه په ټوله دوره کې د خپل روحي حالت په اړوند سوچ کوم په بشپړه توګه حیرانېږم کله چې وینم زما د برخه لیک د عجیبه بدلونونو او زما د احساساتو ترمنځ چې زه يې تر اغیز لاندې راغلی وم هيڅ ډول انډول نشته.
د کامرانیو او هوساینې لنډو او ژرتېریدونکو واټنونو ماته هيڅ ډول یاد او خاطره نه ده پرې ايښې خو ددې خلاف د بدمرغیو په ټوله دوره کې مې احساسوله چې خواږه احساسات په ما کې خورا زیات شوي او همدغه خوږو او سپېڅلو احساساتو زما پر مات او ټپي زړه مرهم اېښوده او زما دردونه يې آرامول او دهغوی یادونه په داسې حال کې رایادیدل چې بدۍ او بدمرغۍ يې له ځانه لیرې کول.
ددې خبرې بیان دادی کله چې آرام وم د هيڅ شئي په اړوند مې اند نه کاوه خو کله چې په کړاونو کې وم احساسات مې راپاریدل او په هر څه پوهېدلم.
په رښتیا کولی شم ووایم چې د نا آرامیو په وخت کې تر بل هر وخت زیات د ژوند په خوند پوهېدم ، داسې چې یو رښتنی ژوند مې کړی وي یانې کله چې احساسات مې تر فشارلاندې ول او برخه لیک راته تیاره ښکارېده او اندونه مې بلې خوا ته له آلوتل لویدلي ول او د خلکو له ښه او بدو خبر نه وم په دې وخت کې مې د بل هر وخت په پرتله د زیاتې خوښۍ احساس کولو.
کله چې زما په شا او خوا کې هر څه سم او جوړ ول او کله چې له ټولو هغه څیزونو چې زما په شا او خوا کې پېښېدل خوښ وم نو ټول مې د خپلې مينې او عواطفو په یوه برخه اړول او روح مې د هر څه په لور خوريده او هر څه ته مې د مينې او تمایل له مخې کتل او پام مې ډ یرو ليرېو سیمو ته آوښتلو او زما د زړه منلي غوښتنې يې تر خپل واک لاندې راوستل او په ځانګړي حالت کې مې ځان هيرولو او هر هغه څه ته مې پام کولو چې ماته پردي ول او د زړه په همېشني خوځښت کې مې د انساني بدیدیو او شرارتونو په اړوند اند کولو .
دغه بنسټ نړونکو توفانونو ماته نه د ځان په دننه آرام پرېښوده او نه له ځانه بهر.
په داسې حال کې چې په ښکاره نيکمرغه ښکاریدم خو احساسات مې داسې نه ول چې زه يې راضي ساتلي وای. زه هيڅکله هم نه له ځانه راضي وم او نه له نورو.
د خلکو کشمکشونو او غغالمغالونو زه ګنس او نا آرامولم او یوازیتوب هم ځورولم.
تل مې غوښتل خپل ځای بدل کړم او هرې خواته تللم خو په هيڅ ځای کې نه وم .
په ښکاره ټولو زما هرکلی کاوه او پر ټولو ګران وم او زه يې په خپله مينه کې ډوبولم ، ما کوم دښمن نه درلود او هيڅ چا راسره بد نه کول اوهیڅ چا راسره رخه نه لرله اوټولو هڅه کوله له ماسره مينه وکړي او ما هم غوښتل له خلکو سره مينه وکړم ما نه پيسې، نه کار اونه کوم بل هنر درلود.
البته له دې ټولو خوندونو مې خوند اخيستلو او هيڅ څوک مې له ځانه ښه او لوړ نه بللو.
د نيکمرغۍ دپاره ددې هرڅه سره سره چې مې لرل ما څه کم لرل؟ نه پوهېږم خو دومره پوهېږم چې نيکمرغه نه وم او اوس چې د نړۍ تر ټولو بدمرغه انسان یم په ژوند کې د څه شئي کمښت لرم؟ څرګنده ده چې د هيڅ شئي او کولی شم ووایم هغه څه چې نور يې د نیکمرغۍ دپاره لري زه ترې هيڅ کم نه لرم په دې حالت کې هم ځان نيکمرغه نه بولم او د هغوی په شان د ژوند هيله هم نه لرم او زړه مې غواړي په خپله بدمرغۍ کې دهغه څه په پرتله چې هغوی يې په خپله نیکمرغۍ کې لري، نیکمرغه اوسم.
څرګنده ده په ځانته توب کې له هغه څه څخه خواړه تر لاسه کوم چې په واک کې لرم ، خو دغه خواړه خلاصېدونکي نه دي او زه په خپله د ځان د تغذيې دپاره بس يم او دا چې په تشه ګېډه شخوند وهم او وچ اندونه او غلی روح زما زړه ته خواړه نه شي برابرولی بیا هم د ولږې احساس نه کوم .
زما وروست (خوسا) روح ورځ تر ورځې کمزوری کيږي ځکه د پېټي د ټوټو دروندوالی بیا هم ځواک نه لري چې لکه د په خوا په شان له خپله پوښه بهر مزل وکړي.
کله چې موږ د ځان په لور را ستنېږو دا کار موږ سيالۍ ته اړ باسي دلته دی چې موږ يې زغملی نه شو او زيات خلک د کمزورۍ او بې وزلۍ په لور بیايې.
زما په عقیده پرته له دې چې زه په خپله ملامت و اوسم بل دليل نه شته دغه حالت په خپلې بې وزلۍ او کمزورۍ پورې تړلی بولم او ځان ته له دې لارې ډاډ ورکوم ځکه هيڅکله هم هغه ګناه زما زړه نه پريشانوي چې وړاند وینه يې شوې وي.
خو سره ددې که کمزوري او بې حالي له لاسه ورکړم د ژوند ډیرې کوچنې شېبې، د هغه وحشتناکه پردو د اغېزې پرته چې دښمنانو راته تمثیل کړي ، نه وينم.
کله چې له دغه يادونو ليرې یم اوسره ددې چې د نورو په پرتله حساس یم که دغه څيزونه ووينم پر ما اغېزه نه کوي او بې له دې چې په ځان کې ډوب شم او کومه هڅه وکړم ځان د بې قيدۍ په يو حالت کې وينم چې زما په شان هيڅ سړی د هغې د زغم وس نه لري.
په دغه حالت کې ځورونکې ده کله چې د هيجان او پرېشانۍ د يوې دورې له تېرولو وروسته ددې پرځای چې ټول بدن مې په مایوسي او نهيلي کې ډوب شي يو ډول خوندوره آرامي راپيداکېږي او زیاتي د سبا هيله نه لرم.
دلته يو توپير شته او دا توپير داسې دی چې ماعادت کړی څو د غلامې جغ بې له اعترضه په غاړه واخلم او عادت مې کړی زرګونه شیانو ته لاس واچوم ترهغې چې ټولې لانجې ما خوشې او يوازې پاتې شم.
په دې ډول مې خپل حالت او دریځ ټينګ کړ دا چې له هرې خوا تر فشارلاندې راغلم بیا هم ما خپل انډول ساتلی وشو ځکه زه پر هيڅ څه ځان نه تړم او له ځانه پرته پر بل چا ډډه نه لګوم.
اوکله چې هم دعقیدو تر فشار لاندې راځم بې له دې چې ورته پام مې شي دهغې حکومت او واک پر ځان منم.
هر سړی غواړي هغه کسان يې درناوی وکړي چې دی ورته درناوي کوي تر هغه وخته چې ما خلکوته او لږ ترلږه څو تنوته درناوی کاوه زه دهغوی د مينې او درناوي تر وړاندې چې زما تر وړاندې يې لرل بې توپيره نه وم.
کله مې ليدل چې زما په هکله د خلکو قضاوت عادلانه او د حق پېژاندنې پر بنسټ دی او هيڅ وخت مې دغه حق پېژاندنه د تصادف له مخې نه پېژاندله ځکه هغه قوانین چې خلکوخپل ژوند پرې سمبال کړی په ټوليز ډول د هغوی د قضاوت او محبت زيګنده دي خو کله کله همدغه قضاوتونه د یو نا په زړه پورې اصل څخه سرچینه اخلي لکه د یو چا د لويې په اړوند ظاهر جوړونه کوي او دغه ظاهرجوړونه د عدالت له مخې نه بلکې ددې دپاره ده چې یو څوک لوی وښايې او په بل ځای کې هماغه چا ته د ځان د لوی ښودلو دپاره سپکاوی کوي.
خو د پرله پسې او بې ځایه آزمايښتونو وروسته کله چې مې وليدل چې هغوی د خپل شیطاني سیستم سره معامله کوي اوکله چې مې وليدل چې زما دلیلونه هغوی ته ارزښت نه لري او د هغوی پر زړه باندې مخالفه اغېزه کوي او کله چې مې وليدل چې ټول ملت د بې ګناه خلکو تر وړاندې په راز راز شرارتونو لاس پورې کوي په داسې حال کې چې هغوی هيڅ ډول بد هم نه دي کړي په دې وخت کې لازمه وه پر هر څه سترګې پټې کړم او ووایم:
نور هيڅ حقیقت نه شته.
په دغه وخت کې مې ځان په نړۍ کې ځانته ولید او پوه شوم چې زما تر وړاندې زما ښاریان هسې ميکانيکي موجودات دي چې پرته له زیان رسولو بل کار نه لري او باید له هغوی سره خپل حساب صاف کړم.
ما چې دهغوی په اړوند هر ډول اند وکړ هغوی دې ته چمتو نه ول خپله لاره ما ته وښايې .
له هماغه وخته د هغوی باطني اندونو ماته خپل ارزښت له لاسه ورکړ د هغوی وجود د دوزخي موجوداتو پرته بل څه نه دی چې له هره پلوه زما له اخلاقي ځانګړنو سره توپيرلري.
ټولې بدۍ او ځورونې چې له موږ سره کيږي موږ دهغوی د اغېزې په پرتله د هغوی نیت او مقصد ته ګورو.
کله چې یو ګيدړ له بامه زموږ پرسر ولویږي او موږ ژوبل کړي ددغه ژوبلېدو له امله دومره د درد او کړاو احساس نه کوو خو که یو جنایتکار په یو یو کاڼي موږ وولي درد يې خورا زیات وي. ځکه د کاڼي په ویشتلو کې شیطاني نیت شتون لري خو په لومړۍ پښه کې داسې اراده نه شته.
هوښيار سړی چې د رامنځ ته شویو بدمرغیو تر وړاندې تل دپېښو د وړندو ګوزارونو لیدونکی وي د بدمرغۍ په حالت کې ځګېروي او شکایتونه کوي خو په دغه شکایتونو اوځګرویو کې قهر او غضب نشته او هغه درد او کړاو نه احساسوي بلکې یوازې د هغې د سبب او علت ليدونکی دی او که سبب نه وي کېدی شي بدن يې ټپي شي خو پر زړه يې اغېزه نه کوي که درد تر یوه وخته دوام هم وکړي په پای کې یوه ورځ پای ته رسيږي خو د هغې ريښې د هغه په زړه کې پاتې کيږي او دغه ريښې په هغه موجوداتو کې چې موږ يې نه پېژنو منځ ته نه راځي بلکې په موږ کې دي چې باید ريښې يې وباسو.
دا زما هغه احساسات دي کله چې په ځان پوه شوم او زما عقل اومنطق ددې وس نه درلود هغه څه روښانه کړي کوم چې په کې ماته رسېدل .
ما داسې انګېرله چې سببونه، وسیلې، آلې او افزارونه دا ټول ماته نا پېژاندلي او حل نا شونې نه دي او ريښې يې دننه په ما کې دي او باید په ځان کې د هغې جوړونکي برخې وڅيړم او داسې پایله مې تر لاسه کړې چې دا په برخه لیک پورې اړه لري او د هغې دپاره هيڅ دلیل، سند او قصد شتون نه درلود او باید بې له دې چې دهغې په اړوند کوم دلیل وغواړم هغې ته دغلامۍ او تسلیم سر ټيټ کړم ځکه زیاتې هڅو کومه ګټه نه رسوله هر څه چې مې پر ځمکه اوخپل شا او خوا کې ليدل داسې څيزونه ول چې ټول تیریدونکي ول.
ما پر دغه خبره باور تر لاسه کړ چې د برخه لیک تر وړاندې هر ډول ټينګار بې ګټې دی او کوم څه چې سړی زغملی شي بې پايلې سرتمبه توب ګټه نه لري.
له ځانه سره مې داسې ويل زما زړه او عقل به دا ومني او په دې ډول مې احساسوله چې هم عقل او هم زړه نا راضي دي او شکایت کوي.
دغه شکایت له کومه ځایه سرچينه اخلي ، د علت په لټه کې وم او په ډیر تاسف سره مې د هغې سرچینه موندله ، د لويې غوښتنې ځواک کله چې ویني چې سپکاوی ورته کيږي د عقل او منطق څخه سرغړونه کوي، هسې چې ګومان کوۍ دغه کشفونه په دومره آسانۍ نه تر لاسه کېدل ځکه هر بې ګناه موجود چې وځورول شي او زیان ورته ورسيږي تر زیاته وخته دهغه مينې پربنسټ چې له عدالت سره يې لري د ځان غوښتنې حس يې پاریږي خوکله چې اصلي سرچينه پيداشي له هغې څخه کار اخيستل او یا لږترلږه دهغې بیرته ستنول آسان کار دی.
ځانته درناوی د ښه چلند لرونکو موجوداتو د خوځښت ستره وسیله ده ځان غوښتنه لکه د یو مرموزه څیز په توګه ځان پټوي او ددغه ارزښت تر واک لاندې راځي.
خو کله چې درغلي څرګنده شي او ځان غوښتنه ځان تپلی و نه شي نو په دغه وخت کې خطر نه شته خو که په قصدي ډول يې چوپ کړو په آسانۍ سره د هغې تر واک لاندې راځي.
له هغه وخته زه په ځان کې یوډول آرامي احساسوم اوڅه نا څه ځان آرامه وینم ځکه کله چې سړي ته راز راز حالات ورپېښ شي خپله ځان ته راز راز بدمرغۍ جوړوي.
او کله چې چوپ پاتې کيږي او عقل په خبرو راځي د ټولو هغه بديو تر وړاندې چې موږ يې د پېښېدو مخه نیولی ونه شوه زموږ د ډاډ سبب کیږي او له دې چې پر موږ نیغ په نیغه اغېزه نه لري هغه له منځه وړي.
ځکه کله چې یو څوک د ځان په فکر کې نه وي کولی شي ډیر سخت کړاونه له ځانه ليرې کړي.
څوک چې د بدمرغیو په اړوند سوچ نه کوي بدمرغي هيڅ هم نه شي کولی.
سپکاوی، غچ اخيستل ،حقوقي تیري ، تورونه او بې عدالتۍ هغه چاته مهم نه ښکاري چا چې غمونه زغملي او زغمي او څوک چې له چا سره زیاته علاقه نه لري او ورته ارزښت نه ورکوي د هغه له لورې رسېدلو زیانونه ته هم ارزښت نه ورکوي او مهم يې نه ګڼي.
خلک کولی شي زما په هکله هغسې قضاوت وکړي لکه څنګه چې يې زړه غواړي کولی شي خو هيڅ کله نه شي کولی زما شتون ته بدلون ورکړي زه د هغوی د قدرت او ټولو لمسونو سره سره، هر هغه کار کوم چې زړه مې غواړي او د هغوی خلاف له هيڅ هغه کاره اوږې نه سپکوم چې زما په ګټه وي.
څرګنده ده چې دهغوی دښمنۍ کولی شي زما حالت ته بدلون ور کړي خو هغه خنډ او دیوال چې هغوی زما او د ځان تر منځ جوړکړی ما له هغوی لیرې کوي اووخت راکوي په زړښت کې په آرامۍ سره ژوند وکړم.
زما په اند د زړښت دوره پيسې هم بې ارزښته کوي ځکه په دغه دوره کې پيسې نه شي کولی هغه څه برابر کړي چې زه يې په لټه کې یم او له همدغه وخته زما او دهغوی ترمنځ هيڅ ډول معامله او ګډې مرستې نه شته.
کله چې د هغوی په منځ کې یوازې یم يوازې له ځانه ګټه اخلم خو په دغه حالت کې چې یم زه دومره کمزوري یم چې هيڅ څه ماته ګټه نه لري خوکله چې له هغوی لیرې یم زما ټول ځواکونه پیاوړي کيږي او د هرکار د ترسره کولو دپاره چمتو یم.
کوم غمونه چې ما زغملي ډير ستر او له وسه وتي دي خو له هغه وخته چې د زغم وس مې پيداکړی دی نو دغه دردونو زما تر وړاندې خپل ځواک د لاسه ورکړی دی.
هغه ځایونه ډیر لږ دي چې رښتني اړتیاوې په کې احساسيږي خو روڼ لید او قوي اند د هغې شمیر زیاتوي ، همدغه ګډ او همېشنیي احساسات د پريشانيو د منځ ته راتللو سبب کيږي او انسان ځان بدمرغه بولي.

د ځان په اړوند څو څوځله پوه شوی یم چې سبا به کړیږم او که و غواړم هوسا اوسم نن باید د سبا د کړاونو اند و نه کړم.
زه د هغه کړاوه نه ځوریږم چې وړاند وینه يې کولی شم خو زه له هغه احساسه ځوریږم چې د زیاتو شیانو سبب کيږي.
کله چې د ناروغۍ په بستره کې یوازې او رنځور پروت اوسم کېدی شي د بدمرغۍ ، یخنۍ او ولږې له امله مړ شم خو په دې مې زړه خوشحال دی چې څوک مې مزاحمت نه کوي او زما له پاره نه ځوریږي.
نو له دې کبله کله چې زه په خپله له خپلو کړاونو نه ځوریږم او یا ګومان کوم چې زما کړاو له نورو لږ دی په دې حالت کې د افسوس دپاره ځای نه شته.
دغه حالت هر څنګه چې دی ماته له هغه وخته چې بشپړه هوساینه مې لرله ډیر ښه او په زړه پورې دی.
پرته له هغه شیبو چې د ژوندانه د دردناکه شیبو او پریشانیو را یادول مې ځوروي په نورو وختونو کې په داسې حال کې چې په خپلو تمایلونو او عشقونو کې ډوبېږم په دغه شیبو کې زړه مې د احساساتو په وسیله خړوبېږي چې یوازې د هغې دپاره نړۍ ته راغلی یم او له هغه موجوداتو سره چې ددغه احساساتو زیږنده دي او زه یې رښتنی موجودات بولم په زیاتې خوښۍ او خوشحالۍ کې ژوند کوم.
دغه موجودات زما د خپلو اندونو زيږنده دي او باور لرم چې دوی نه ماته خیانت کوي اونه ما یوازې پریږدي هغوی دومره له ما سره پاتې کيږي تر هغې چې بدمرغۍ بیخي زما له یاده ووځي.
په هغه وخت کې هر څه ما د نیکمرغه ژوند په لور چې د هغه د پاره رامنځ ته شوی وم را بولي او په دې ډول د خپل ژوند درې برخې له په زړه پورې څيزونو سره تیروم او خپل ټول روح او احساسات هغوی ته سپارم او د خپل زړه په وسیله ماشومان رامنځ ته کوم خو زه په خپله له ځانه راضی نه یم او دومره د نیکمرغۍ احساس کوم چې تل مې دهغې هيله لرله.
په دغه ټول بهیر کې هيڅکله هم ځان غوښتنه ځای نه لري او زما ژوند بيخي دهغه ساعتونو پر خلاف دی چې ما د خلکو په منځ کې ژوند کاوه ځکه په دغه وخت کې هغوی تل پر ما شفقت کاوه او د دوستانه چلند او مهربانې له لارې يې زما هرکلی کاوه په داسې حال کې کله چې له هغوی سره یم پرته له کرکې او بدمرغۍ بل څه نه وینم د هغوی شفقت ماته له زهرو ډک دی اوپه دې ډول ځان غوښتنه هم ځان څرګندوي.
هغه کرکه او وحشت چې زه يې د درغلۍ او بدۍ تر پردې او حجاب لاندې وینم زما زړه څيرې او دردونه را زیاتوي او په دې اند چې د هغو په لومه کې لویدلی یم دردونه مې دوه برابره زیاتېږي او ما کمزوری کوي.
هو دغه ټول د هغه ځان غوښتنۍ ترخه میوه ده چې ترې کرکه لرم او زغملی یې نه شم.
کله چې زه د خپلو احساساتو تر اغېز لاندې راځم کېدی شي هر کار له مانه ترسره شي او تر هغه وخته چې شیان زما پر احساساتو اغېزه لري زړه مې هم تر اغېزې لاندې راځي خو دغه لنډ مهاله اغېزې تر هغه وخته فعالیت کوي ترهغه چې د احساساتود رامنځ ته کېدو علت شتون لري.
د کرکجن سړي شتون په چټکۍ سره ما تر اغیزې لاندې راولي خوهمدا چې نوموړی زما له نظره ليرې شي اغېز یې هم له منځه ځي او په هغه شیبه کې چې هغه نه وینم د هغه په اړوند اند هم نه کوم.
خو زه ښه پوهېږم چې هغه ماته په کمین کې ناست دی او زما په اړوند سوچ کوي خو څرنګه چې دلته نه شته په اړوند يې هيڅ اند نه کوم.
بدي او شکنجه چې اوس يې نه احساسوم په هيڅ ډول ما تر اغېز لاندې نه راولي ، کله چې زه دښمن نه وینم زما له نظره هيڅ دی.
زه پوهېږم چې نورکسان زما د برخه لیک په اړوند څه اند کوي او څه عقیده لري هغوی زما په اړوند هر څه چې غواړي ووايې ودی وایې ، زه غواړم هغوی زما په نشتوالي کې کله چې زما له خوا هيڅ ټينګار نه شته هر څه چې کول غواړي و دې کړي دا له دې ښه دی چې تل د هغوی په اند کې اوسم او هغوی سره مقابلې ته ځان چمتو کړم.
پر زړه باندې د احساس دغه اغېزه زما په ژوند کې د ډيرو نا رامیو سبب شوې ده .
چيرې چې څوک نه وینم هيڅکله هم د خپل برخه لیک په اړوند سوچ نه کوم کوم څه نه احساسوم او آن نه ځوريږم خوښ او خوشحاله یم او بې د اندېښنې له خپل برخه لیک څخه رضایت لرم.
خو کله کله کولی شم ددغه احساساتو له زورور ټکر څخه په امن کې پاتې شم کله چې په دې هکله لږشان اند کوم خوکه یو کوچنی خوځښت، یو ناوړه نظر و وینم ، د خپلې خوښې خلاف خبره و آورم، کوم شر اچونکې او بد سړی و وینم زما دپاره بس دي څو مزاج راته ګډ وډ کړي په داسې حالت کې هر څه چې وکړم ګټه نه لري یوازنۍ چاره داده چې هير يې کړم او ترې وتيښتم.
په دغه حالت کې د زړه پرېشاني او یا کوم څه چې د هغې سبب شوی له منځه ځي او کله چې یوازې پاتې شوم د آرامۍ په لور ځم او یا داچې که کوم څه زما حال ګډوډ کړي له دې ویریږم چې بیا به په خپله لاره کې د کوم نا آرامونکي څيز سره مخامخ شم.
زما يوازنۍ نا آرامي په دې برخه کې ده او کولی شي په چټکۍ سره زما نیکمرغي ګډوډه کړي .
په پاريس کې ژوند کوم په یوازیتوب کې له کوره د کلي او بانډې په لور په وتو سره آرامه ساه اخلم اوکه وغواړم ډير آرامه اوسم باید زیاته لاره ووهم .
په لاره کې په زرګونو څيزونه وینم چې زما زړه تر اغېزې لاندې راولي ، تر یوه بریده له ورځې څخه ډار او پريشاني لرم تر هغې چې یو ګوښه پناه ځای پيداکړم او که مې پريږدي چې په خپله لاره لاړ شم ځان خوشحاله احساسوم.
په هغه شیبو کې چې له شر اچونکو څخه ليرې یم ماته ډیرې خوندورې شېبې دي. همداچې د ونولاندې اود شنو وښو څنګ ته ځان ورسوم ځان د ځمکې د مخ په جنت کې وینم او له دغه سعادت څخه دومره خوند اخلم چې ځان د ځمکې د مخ ډیر نیکمرغه انسان احساسوم.
کومې بدۍ چې خلکو له ماسره کړي زما پر حال اغېزه نه لري خو له دغې خبرۍ ډار چې کېدی شي بیايې ترسره کړي ما پریشانه کوي.
خو څرنګه چې باورلرم زما د ځورولو دپاره نورې وسيلې نه لري په خپل زړه کې د هغوی پر درغلۍ خاندم او د هغوی خلاف له ځانه خوند اخلم.

نهم ځپرکی دلته ولولۍ


نهم څپرکی



نیکمرغي يو پرله پسې او اوږدمهاله حالت دی خو داسې ښکاري چې په دې نړۍ کې د انسان دپاره نیکمرغي نه ده جوړه شوې.
په دغه نړۍ کې هر څه په تل اوهمېشني بدلون کې دي او نه شي کولی ټاکلی حالت غوره کړي.
زموږ په شا او خوا کې هرڅه په بدلون کې دي او موږ هم تل د بدلون په حال کې یو، هيڅ څوک باور نه لري هغه څه چې نن یې خوښ دي سبا یې هم خو ښ وي .
ددې کبله د ژوند په اړوند زموږ ټول اندونه له خیالونو پر ته بل څه نه دي کله چې زموږ روح غوړیدلی او تازه دی باید ترې ګټه واخلو او په خپلو تیروتنو سره نیکمرغي له ځانه و نه شړو او داسې هم و نه انګارو چې نیکمرغي په زنځیرونو وتړو ځکه ددې کار دپاره زموږ ټولې هڅې پرته له لیونتوب بل څه نه دي.
ما نیکمرغه وګړي ډیر لږ ليدلي او کيدی شي هيڅ مې نه وي ليدلي خو کېدی شي داسې کسان مې ليدلي وي چې رضامنده زړونه لري .ما کله چې کوم څه ته پاملرنه کړې نوهغه څیز تر بل هرڅه زیات خوشحاله کړی یم.
ګومان کوم زموږ په دنننیو احساساتو کې ځنې ځواکونه لاسبری لري خو نیکمرغي د هغو د پېژاندلو دپاره کومه ځانګړی نښه نه لري او باید د نیکمرغه انسان په زړه کې يې ولولو خو رضایت دسړي په سترګو ، په بهرني حالت ، د غږ په ترنم او د چلند په څرنګوالي کې لیدل کېدی شي او دا له هغه چا سره مستقیمې اړیکې لري چې دا هر څه ويني.
آیا په نړۍ کې له دې بل اوچت خوند شته کله چې وینو یوملت د یو جشن په ورځ د خوښۍ څرګندونه کوي او ټول زړونه د خوښۍ د ځلا تر وړاندې چې په چټکۍ تېریږي غوړېږي.

****

درې ورځې دمخه مې ښاغلی م . پ په داسې حالت کې ولید چې زیات خوښ ؤ اوزما لیدو ته راغلی ؤ او د ( میرمن ژودین د سرمستۍ) نمایشنامه يې چې د دالامبر په قلم لیکل شوې وه ،ماته وښودله.
ددغه نمایشنامې لوستل د ناوړه کلمو د پکارولو له امله د زیاتو خنداګانو سبب شوه او څومره چې د هغې په لوستلو کې وړاندې تللو د خنداګانو غږ لا لوړاوچتیده. خو ما په چوپتیا او آرامۍ سره هغې ته غوږ نیولی ؤ خو کله چې دهغه پام شو زه له هغه تقلید نه کوم نو خندا یې بس کړه.
په داستان کې د پاملرنې وړ موضوع دا وه چې د میرمن ژودین په نامه یوه ښځه د کوچنیانو له ليدلو خوښېده او له هغوی سره يې خبرې کولې او د نمایشنامې لیکوال د دلیل او منطق له مخې پایلې تر لاسه کولې خو د هغه عقیده تر همدغه بریده محدوده نه پاتې کېده نوموړي هغه کسان غندل چې دغه ذوق او سلیقه يې نه لرله او د ماشومانو په اړوند يې د دومره خوښي څرګندول غیر طبیعي بلل او ویل يې دا د ملنډو وړ موضوع ده آن هغه کسان چې دارته د پورته کېدو په حال کې دي په وروستیو شیبو کې د خپلو اولادونو یادونه کوي.
آیا داسم کار دی پرهغه ښځې نیوکه وشي چې ماشومان يې خوښ دي اوکه چیرې دغه ښځه د بدکاره کسانو د سزا په وجه اغیزمنه هم شي په دغه کار کې کوم فوق العاده اود حیرانتیا وړ څيزنه ترسترګوکیږي؟
کله چې ښاغلي م.پ د هغې لوستل پای ته ورسول له مانه يې پوښتنه وکړه ددغه ښځې په چلند کې تاته کوم څيزونه حیرانونکي ښکاره شول؟
کله ښاغلي م.پ د هغې لوستل پای ته ورسول له مانه يې پوښتنه وکړه ددغه ښځې په چلند کې کوم څه عجیبه ول؟
ما ځواب ورکړ هيڅ! خو زه داسې انګیرم چې د هغې لیکونکی د خلکوسره د مینې پرځای له کينې او کرکې ډک زړه لري.
سبا چې هوا یوڅه ښه وه که څه هم لږ شانتې ساړه ول د پوځي ښوونځي په لور په چکر لاړم او مقصد مې دا ؤ چې د لارې په اوږدو کې دخپل کلکسیون دپاره ځنګلي بوټي چې تازه يې ګلان کړي ول ټول کړم.
په لاره کې مې د ښاغلي دالامبر د پرونۍ ليدنې او د هغه د عقیدو په اړوند اند کاوه اوماته داسې ښکاریده چې دغه نمایشنامه بې له شخصي غرضه نه ده ليکل شوې اولیکوال غوښتي دي څو په دې وسیله د انسان طبیعي غریزه سپکه کړي زه له هغه کسانو وم چې خپل ماشومان مې د عمومي مرستې ادارې ته سپارلي ول نو له دې امله زه د یو بې عاطفې او تش په نوم پلار په توګه پېژاند ل کېدم او له همدې کبله هغوی ته دا اند پيداشوی ؤ چې زه په اصل کې د کوچنیانو تر وړاندې ښه نظر او عاطفه نه لرم او دغه موضوع يې ډیره لویه کړې وه او له دغه ځایه يې بله پایله تر لاسه کړې او دا يې ثابته کړې وه چې زه له ماشومانو څخه کرکه لرم په داسې حال کې چې مسایل د حقیقت خلاف ول او زه داسې څوک وم چې له انسانانو سره مې مینه لرله او عقیده مې نه لرله چې په دغه مساله کې د تور او سپین د صفت تر منځ توپیر وکړي او کله کله مې د عادي چکرو په لړ کې په لارو او کوڅو کې دغه ماشومان ليدل او بې اختیار د هغوی په لور تلم او د هغوی له مستۍ او شیطانۍ نه مې خوند اخیست.
په هماغه ورځ کله چې ښاغلی م.پ زما لیدو ته راغی د کور د خاوند ماشومان چې یو يې اوه کلن ؤ له ما سره ول.
دغه معصومه ماشومانو په ډیرپاک زړه زه ښکلولم او ما هم له هغوی سره مینه کوله او دا چې ډير کوچنیان ول نو په رښتیا هم زه پر دوی ګران وم اوزه هم خوښ وم چې زما ګونځې ګونځې څیره د هغوی بده نه راځي.
تر ټولو کوچنی ماشوم په ډیر شوق اومینه زما غېږې ته راتللو اوما هم چې ځان له هغه سره سم کوچنی او ماشوم کړی ؤ پوهيدم چې د زړه له کومې پر ما ګران دی او زړه مې نه کیده څو له ما جلا شي.
که ما دانساني زړه په پيژاندلو کې پرمختیا کړې وه علت يې دا ؤ چې ماغوښتل د ماشومانو د روحیاتو د پيژاندلو په برخه کې زیات مالومات تر لاسه کړم.
په ځوانۍ کې داسې تفریح ګانو ماته یوډول ستونزې راپيدا کول ځکه ما له ماشومانو سره په دومره مینه او پاک زړه لوبې کولې چې ان هیرول مې هغوی ته یو څه ور زده کړم.
خو کله چې زوړ شوم نو پوه شوم چې نور زما د زړښت څیره د هغوی په طبعه برابره نه ده نو د هغوی سره له ناستې مې ډډه کوله او په دې خوښ وم څوله دغه خوند او تفریح څخه لاس واخلم او ځان مې قانع کاوه څو د هغوی ښایسته سترګوته و ګورم یوازې په دغه تشو کتو مې زړه خوښ ؤ او په همدغه چوپو او بې غږه کتو کې مې خوند اخیسته او داسې څه مې احساسوله چې شاید ډیر انسان پېژاندونکي پوهان پرې هيڅ پوه شوي نه وي.
ما په خپلوکتابونو کې په دغه برخه کې لوستنې کړي او زیات څه مې ليکلي دي نو دا امکان نه لري هغه چا چې د نوي هلوئیزاو د امیل په نامه کتابونه لیکلي دي پر هغه باندې ماشومان ګران نه وي.
اوه! که ماته داسې شيبې برابرې شوي وای چې له دغه خوندونو مې ګټه اخیستی وای او د یوماشوم په ليدو مې خپله خوښي څرګنده کړی وای او د ماشومانو د ښکلو سترګو په لیدومې هغه خوښي ترلاسه کړې وای او پوه شوی وای چې دغه ماشومان زما په شتون کې د خوښۍ احساس کوي شاید دي ټولو کړاونواو دنننیو دردونو نه وای ځورولی .
افسوس هغه له محبته ډګ لید چې د انسانانو په منځ کې مې له لاسه ورکړي نه شم کولی هغه د حیواناتو په سترګو کې پيدا او دغه خبره د کوچنیو بېلګو په وسیله ثابته کړم او دغه بېلګې زما په یادونو کې دومره په زړه پورې ول چې هیڅکله يې هم هیرولی نه شم.
یو له دغو بېلګو چې په ځنیو حالاتو کې يې هیرول ممکن ول همدا ده او کوم یاد چې له هغې ماته پاتې دی زما د ژوند بدمرغۍ منعکسوي.
که څه هم زما خوندونه او کامرانۍ لږې او لنډمهاله دي خو کله چې یو له هغو را په یاد شي لکه حیوانات چې پر وښو شخوند وهي اوخوند ترې اخلي د هغو له یادولو خوند اخلم ، که څه هم دغه یادونه زما په ژوند کې لږ دي خو هغه خوند چې زه یې له دغه یادونو تر لاسه کوم نور ترې برخه مند نه دي.
کله چې انسان په زیاتې بدمرغۍ کې وي ډیر کوچني څيز ته هم د قدر په سترګه ګوري.
یو بې وزلی سړی کله چې د طلا یوه سکه پيداکوي د هغه چا په پرتله د زیاتې خوښې احساس کوي چې د طلا ډکه کڅوړه لري.
کوم دښمنان چې ما په دغه حالت کې ويني ددې خبرې په پوهيدو چې زه د کوچنیو څیزونو په ليدو خوښېږم خندا ورځي.
څلور کاله دمخه له ما سره همداسې یوه پېښه وشوه چې د هغې اغیزه دومره زیاته وه چې ګومان نه کوم بل وخت هم داسې یوه پېښه زما په ژوند کې شوې وي.
د یوشنبې په ورځ د خپلې ښځې سره د غرمنۍ د خوړو دپاره د مایو ددروازې تر څنګ یوې سیمې ته تللي وم.
د خوړو وروسته په« بوادویولوني» کې تر «موت» پورې وړاندې لاړو هلته د ونې ترسیورې لاندې پر وښو اوکبلو کیناستو او په تمه شولو څو تر لر لویدو وروسته د «پاسي» د واټ له لارې کور ته ستانه شو.
نژدې لس شل کوچنۍ جنکۍ چې د کلیسا یوې ښځې يې مشري کوله دغه ځای ته چې موږ ناست وو راغلل او په چمن کې کیناستل او موږ ته څېرمه يې لوبې او شیطانۍ پيل کړې.
په ټوله دغه موده کې چې هغوی لوبې کولې يو سړی د ډوول او سرني سره دغه ځای ته نژدې شو.
ما ليدل چې جینکو د ډوول اوسرني هرکلی وکړ ، دهغوی ترمنځ دوه درې جنکۍ داسې ښکاریدې چې یو څه پيسې لري اوغوښته يې وکړه څو ډوول او سرني غږونی د دوی ساعت تیر کړي.
په داسې حال کې چې ماشومان په شک کې ول او په خپلو کې يې ناندرې وهلې ما د ډوول اوسرني غږونکی څخه وغوښتل او ورته مې وويل:
اجازه ورکړه دغه انجونې په خپله سرني وغږوي زه يې اوجوره درکوم .
داکار د کوچنیانو د زیاتې خوښې او خوشحالۍ سبب شو ما څومره پيسې چې لرلې ټولې مې ورکړې او په دې ډول مې د هغوی د خوښۍ وسایل برابرکړل.
کله چې مې ولیدل د هغوی مشره له دې امله زړه تنګي کوي چې هر کوچنی غواړي له بل نه ځان مخ ته کړي ما هغوی په کتار کې ودرول او بیا هر یو ته مې د نوم له مخې غږ کاوه او وار مې ورکاوه .
څرنګه چې سرني لږ ول او همدا چې یو تن بوختیده بل تن په زیاتې بې قرارۍ سره خپل وار مخ ته اچوه ما هغه سړي ته وویل که زیات سرني لرې نو پر کوچنیانو يې وویشه او هغه هم دا کار وکړ زیاتې شپېلې يې پر کوچنیانو وویشلې داسې چې هر یو تن وکولی شو یوار ترې کار واخلي او ما هڅه کوله چې هيڅ ماشوم له خپله حقه بې برخې پاتې نه شي.
ښځې مې هم په دې کار کې له موږ سره مرسته وکړه او چارو ته مو دومره نظم او ترتیب ورکړ چې هر یو تن خپلې هيلې ته ورسید.
ما د هغوی له مشرې نه هم هیله وکړه چې هغه هم یوه شپېلې واخلي څو ټول د آزادۍ په احساس سره وکړی شي له دغه تفریح نه ګټه واخلي.
هغې هم په زیاتې مينې زما وړاندیز ومانه او د شپېلۍ په غږولو يې پيل وکړ ، ځنې کوچنیان چې له خپل حق څخه بې برخې پاتې شوي ول خپل شکایت يې ماته وړاندې کړ او تر هغه ځایه چې يې امکان درلود ما هم د هغوی شکایتونو او عریضو ته رسېدنه وکړه.
هغه ورځ په خوښۍ او رضایت سره له کوچنیانو جلا شوم او په واقعیت کې د هغې ورځې ماسپښین ماته ډیر خواږه یادونه پرېښودل او هر کله چې هغه ورځ یادوم د خوښۍ احساس راپیداکيږي .
په هغه ورځ د هغوی جشن بشپړ شو او په هغه لږو پيسو چې زما له جیبه ووتل ویلی شم چې کوچنیانو ته يې د زرو اشرافي سکو انډول دخوښۍ او خوشحالۍ وسایل برابر کړي ول.
دا خبره دا ثابتوي چې خوښي او خوشحالي د هغه پيسو سره چې پرې لګېږي اړیکه نه لري کېدی شي پر ډیرو لږو پيسو د سترو جشنونو وسایل برابر شي.
څو ځله هماغه ځای ته په هماغه ساعت و لاړم او هيله مند وم دوه ځله دغه خوشحاله کوچنیان ووینم خو ومې نه شو کولی.
دغه داستان یوه بله پېښه ماته رایادوله چې د هغې خاطره اوس هم وروسته له څوکالونو زما په یاد ده.
دغه پېښه له هغه ورځو سره برابره وه چې ما ښه حالت نه درلود خو کله کله مې خپل وخت له لیکوالانو او دوستانو سره تېرولو.
يوه ورځ زما د کور د خاوند په کور کې جشن ؤ زه هم په کور کې وم د کورنۍ ټول غړي په دغه جشن کې د ګډون دپاره چمتو ول او د خوښۍ او خوشحالۍ غږونه تر آسمانه رسيدل .
د خنداګانو، خوښيواو د ډول ډول اورلوبو ډیرې ښکلې منظرې تر سترګو کېدې.
هيڅ چا د ساه ایستلو او دمې وخت نه درلود اوټول لکه د لېونیانو د خندا او خوښۍ په یوه ټوټه آوښتي ول.
که څه هم ما داسې شیانو سره هيڅ علاقه نه درلوده خود ناچارۍ له مخې مې د هغوی په ساعتېرېو کې ګډون کاوه.
خو ناببره د دوستانو له منځه جلا شوم او انګړ ته لاړم هلته دهغې په هر ګوټ کې لکه د عمومي بازار په څېر د ساعت تېرۍ دپاره هرڅه برابر شوي ول دډول ډول هټیو له ليدلو خوښ شوم د زیاتو کسانو په منځ کې زما سترګې پر څوتنه ځوانانو ولګېدې چې د يوې انجلۍ د هټۍ مخې ته ولاړل ول په دغه هټۍ کې پرته له څو مڼو بل څه نه ول پاتې .
ځوانه انجلۍ هيله منده وه ډیر ژر دغه څو مڼې هم وپلوري او ځان ترې بې غمه کړي.
دځوانانو زړه هم غوښتل څود هغې دغه مڼې و پېري او هغه ترې غمه بېغمه کړي.
خو څرګنده شوه چې هغوی پرته له څو وړو پيسو نور څه نه لرل اونه يې شو کولی په دغه لږو پيسو د انجلۍ وروستۍ مڼې و پېري.
دغه هټۍ هغوی ته لکه د جنت د بڼ په څېر ښکاره کېده او دغه انجلۍ لکه معصومه حوره چې د بڼ ساتنه کوي.
دغې منظرې زما پام ځان ته اړولی ؤ په پای کې مې ستونزه غوڅه کړه د مڼو پېسې مې ورکړې اومڼې مې دهغه څو تنه ځوانانو په منځ کې وویشل.
ددې کار له امله يوې عجيبې پېښې زما پام ځانته واړولو، ټولو په ګډه د خوښۍ او خوشحالۍ غږونه اوچت کړل او د هورا نارې يې پيل کړې اود نورو سیلانیانوپام یې هم ځانته واړولو هغوی خپلې هټۍ پريښودې او زموږ په شا او خوا راټول او د ځوانانو د خوښې او خوشحالۍ سره ملګري شول.
په داسې حال کې چې دغه ساعت تيري روانه وه ما دغه ساعتېرۍ له هغې ساعتېرې سره چې په خونه کې روانه وه پرتله کړه پوه شوم چې د سلیقو ترمنځ څومره توپير شته ځکه دلته سچه او طبیعي خوښي وه خو په پورته خونه کې پرته له ظاهري تشریفاتو بل څه نه ول.
کله چې زه ددغه سیل اوخوند په اړوند څېړنه کوم له دې خبرې سره مخامخ کېږم هغه کسان چې د نورو د خوښۍ وسایل برابروی د هغوی دغه کړنه د یو نیک او ښه کار له اډانې څخه بهر نه وځي خو کله چې د خلکو احساسات په پاک زړه ولمسول شي نو خوشحاله څېرې د خوښۍ د يوې دنیا څرګندونه کوي چې د هيڅ څه سره د پرتلې وړ نه دی.
دغه او دې ته ورته منظرې پرما زیاته اغېزه لري او زما زړه ته لاره پيداکوي زه پوهېږم چې په دغه کار کې احساسات مهمه او غوره ونډه لري.
په ټولو جشنونو او د ملي ورځو د لمانځې پر مهال کله چې خلک خوښ او خوشحاله ليدل کيږي بې واکه زه هم د خوښۍ احساس کوم.
دا کار تر ډیره بریده کله چې په فرانسې کې وم ماته زیات محسوس ؤ ددې هیواد خلک چې په عیاشۍ مشهوره دي برخلاف د هغوی په سترګوکې دغه خوښي او ښادي نه ځلېده.
په دغه هیواد کې کله کله د نڅا سيل ته تلم له ورایه څرګنده وه چې هغه زیات ستومانونکي او زړه وهونکي دي اوددې پرځای چې زما د خوښۍ سبب شي له هغه ځایه خپه او ستومانه ستنېدم خو په ژنیو او سویس کې سره ددې چې د هغوی خنداګانې لوړې او له لېونتیا ډکې نه وې خو د هغوی په باطن کې د خوښۍ او ښادۍ حالت احساسېده.
په دغه هیواد کې بدمرغي خپله کرغړنه او ناوړه څېره نه ښايې اود هغې پرخلاف هوسايي او ورورولي او اخلاقي جوړجاړی ، په دغه هیواد کې د خلکو زړونه له خوښۍ ډکوي او کله ناکله د معصومانه ولولو د شدت له امله نا اشنا کسان یو له بل سره آشنا کيږي ، یو اوبل په غېږه کې نیسي او په کورنیو خوښيو کې د ګډون دپاره یو بل ته بلنه ورکوي.
ددې دپاره چې زه له دغو خوښيو نه برخه مند شم لازمه نه ده چې زه خوشحاله اوغوړیدلی اوسم ماته دومره بس دي هغوی خوښ ووینم اودا بیخي سم او پرځای کار دی چې د هغوی په خوښیو کې ګډون کوم.
باید وویم چې په دغو ټولو خوښ او خوشحاله زړونو کې هيڅ زړه لکه زما د زړه خوښ او خوشحاله نه دی.
که ددغه خوښيو اوخوشحالیو ريښه احساس نه وي بې له شکه اخلاقي دلیل به په هغې کې لاس بری ولري . دلیل يې دادی چې همدغه منظرې پر ما اغېزه کوي اوکله چې ووینم د هغوی په څېرو کې د خوښې نښې د شرارت نښې دي په هماغه پېمانه به زما د خپګان سبب شي.
معصومانه خوښۍ یوازنۍ خوښۍ دي چې زړه نیکمرغه ساتي که زموږ دغه د ملنډو ښادۍ شرارت له ځانه سره ولري زړه پریشانه کېږي او که له یو بل سره اړیکې هم ونه لري دغه اغېزه په طبیعي ډول احساسېدی شي.
غمجنونکې خوښۍ زما پر زړه ځانګړی اغېزه لري او هرکله چې دداسې یو حالت سره مخامخ شم له باطني لمسېدنو څخه ډډه کولی نه شم.
کله چې د تصور نړۍ زما احساس تر فشار لاندې ونیسي ما د ماهیت له پلوه په یو ځوریدلي انسان آړوي اود هغه څه په پرتله چې په حقیقت کې شتون لري زما د زیاتې پریشانۍ سبب کېږي.
یوه نا راضي څېره هم ماته دردونکې ده چې زغمل کېدی نه شي په تېره بیا که داسې فکر وکړم چې ددغه نه رضایت علت زه په خپله یم.
نه شم کولی تاسې ته ووایم کله چې مې غوښتل یو کور ته ننوزم د کور د خدمتګارانو تروې څېرې څومره ماته له زغمه وتي ول او ددې دپاره چې ددغه نظرونو له مزاحمته ځان وژغورم څومره پېسې چې مې په جيب کې لرلې ټول مې هغوی ته ورکولې او په دې ډول نوکران ددې سبب کېدل څو زه خپلې پېسې تر وروستۍ سکې پورې پر هغوی ولګوم.
هرکله چې دداسې پېښو سره مخامخ کېدم اویا داچې له محبته ډکې څېرې مې ليدې پر ما يې زیاته اغېزه کوله او که زما تر وړاندې بد اخلاقي يې هم کړی وای بې له دې چې صبر وکړم بې له ځنډه تېښتیدم. د یو نا آشنا سړي اشاره یا حرکت بس ؤ څوزما خوښي اوخوشحالي په غم او پریشانې واړوي او یا زما دنني دردونه او پریشانۍ آرامه کړي.
زه یوازې هغه وخت په ځان پورې اړه لرم چې یوازې اوسم پرته له دې د هغه کسانو د لاس په آله آوړم چې زما په شا او خوا کې شتون لري.
پخوا مې په خلکوکې په خوښۍ او خوشحالۍ ژوند کاوه که هغوی ما سره ښه کول اویا په ورین تندي يې زما هرکلی کاوه د هغوی په ډله کې ورګډیدم خو د هغه کسانو پر خلاف مې بې قیده چلند درلود چې ما نه پېژاندل.
خو نن چې نه غواړم دداسې پېښو سره مخامخ شم له خلکو تېښتم ځکه هرکله کوڅې ته پښه ږدم هرهغه څه چې وینم او احساسوم په شدت سره مې اغېزمن کوي.
هڅه کوم په بيړه دښتې ته لاړ شم او له خلکو واټن ونیسم او همدا چې سترګې مې د دښتې پر شنو وښولګېږي آرامه ساه باسم.
داچې یوازيتوب او ځانته والی مې خوښ دی دا د حيرانۍ خبره نه ده ځکه زه د خلکو په څېره کې پرته له وحشیګرۍ بل څه نه وینم په داسې حال کې چې طبیعت تل ماته خاندي.
خوسره له دې باید اعتراف وکړم او ووایم تر هغه وخته چې زما څېره خلکو ته ناپېژاندلې نا آشنا وي غواړم د هغوی په منځ ژوند وکړم خو افسوس چې دا یو داسې خوند او خوښي ده چې خلک نه پریږدي تر پایه ترې ګټه واخلم.
همدا څو کاله دمخه خوښېدم چې کلي ته لاړ شم او ګهيځ وختي بزګران د کار پرمهال او یا ښځې د هغوی له بچیانو سره د هغوی د کورونو ترڅنګه ووینم.
دا یوه عادي ليدنه نه وه زما په زړه کې يې ستره خوښي او خوشحالي پيداکوله اوکله بې له دې چې زما ورته پام شي د کوچنیو کورنیو سیل ته به دریدم او ددغه ښه خلکو له ژوندانه څخه مې بې له دې چې پرې پوه شم خوند اخيست .
نه پوهېږم آیا کوم چا هم ددغه لنډې تفریح او بوختیا په اړوند زما حساسیت لیدلی او که نه؟ او آیا اوس هم غواړي هغه له ما واخلي؟ خو کوم بدلون چې ما د خلکو په څېره کې ليده او د هغوی د کتو له څرنګوالي څخه ما داسې احساسوله چې هغوی زه پېژاندلی یم او په دغه ځانګړو کتو سره غواړي دغه کوچنۍ خوښۍ او بوختیاوې له مانه واخلي.
همدغه پېښه د معیوبینو له موسسې څخه د ليدنې په وخت کې له ماسره وشوه .
دغه موسسه تل زما خوښه وه او هر کله چې ددغه رنځېدلو مجسمو او تاريخي آثارو څېره وینم د تاثر او افسوس د احساس له څرګندولو ډډه کولی نه شم ځکه دغه بوډاګانو د حال په ژبه ماته ویل:
موږ هم یوه ورځ ځوان او زړه ور وو .
زما یو په زړه پورې چکر د پوځي مدرسې شا او خوا ګرزیدل ول او په زیاتې خوښۍ سره مې د هغې په ځنیو برخو کې دغه مات اوګوډ بوډاګان ليدل چې په همدې حالت کې يې هم خپل پوځي پت ساتلی ؤ هغوی د تېریدو په وخت کې ماته سلام راکاوه.
دغه سلام او تعارف چې زما زړه زرکرته زیات ورته ځواب وایه زما د زیاتې خوښۍ سبب کېده اود هغوی لیدو ته زما لیوالتیا دوه برابره کېده.
کله مې له هغوی سره خبرې کولې او د هغوی له ليدلو مې خپګان احساسولو او ځنې مطالب مې څرګندول او څرنګه چې زه داسې سړی یم چې نه شم کولی خپل باطني احساسات پټ کړم غوښتل مې له هغوی سره مرسته وکړم.
خو څه موده وروسته مې احساس کړه چې نور نو د هغوی له نظره یو نا اشنا سړی نه یم بلکې د هغوی په نظر یوڅه یم ځکه د هغوی ليد د نورو خلکو لید ته ورته ؤ او نور يې لکه د په خوا په شان زما درناوی نه کاوه او لازم تعارفات يې نه پرځای کول.
نا په زړه پورې حالت او وحشیانه لید د لطف او محبت او ددوستانه لیدو ځای ونیوه.
هغوی لکه د په خوا په شان ماته لکه د یو قهرجن پوځ بڼه غوره کړه زما تر وړاندې د هغوی چلند ناوړه او تسلط غوښتونکی حالت غوره کړ او په ترخو خبرو او کتو يې زما تر وړاندې خپله کرکه څرګندوله.
له هغه نېټې وروسته نور مې نه غوښتل د معیوبینو د موسسې شا او خوا چکر ووهم په داسې حال کې چې د هغوی په اړوند زما احساساتو د هغوی له احساساتو سره پيوند نه درلود.
زه تل دغه مېړنیو او د آزادۍ ساتونکو ته درناوی لرم خو ما ته دغه خبره دردونکې وه کله چې مې لیدل دغه کسان ما سره له عدالت خلا ف چلند لري.
کله چې دداسې کسانوسره چې لا دښمنانو دهغوی غوږونوته زما خلاف خبرې نه وې رسولي او یا زه يې نه وم ور پېژاندلی مخامخ کيدم له ما سره يې بد چلند نه درلود ددغه کسانو له درناوي ډک چلند تر یوه بریده ددښمنانو بد چلند چې له ما سره يې درلود ماته کم ارزښته کاوه.
ماهڅه کوله هغوی هیر کړم څو له نویو دوستانو سره بوخت شم ما داسې ګومان کاوه چې دغه دوستانو لکه زما د روح په شان روحي ځانګړنې لرلې او تر دغې ورځې ددوې زړونو ته ان لږې کرکې هم لاره نه وه موندلې.
دغه احساسات تیرکال ماته هله پيداشول کله چې د معدني اوبو د اخیستلو د پاره تللم.
یومعیوب او بوډا سړی په یوه بېړۍ کې خپلو ملګرو ته په تمه ولاړ ؤ څوحرکت وکړي.
ځان مې هغه ته ور وپېژاندلو او بېړې چلونکي ته مې د تللو امر وکړ.
اوبه زیات څپڅپانده ول او زموږ تېريدو لږ څه زیات وخت ونیوه خو زړه مې نه کاوه د هغه سره خبرې پيل کړم او ویریدم چې هغه به هم لکه د نورو په څيریو بدچلنده او ناوړه وي خو د هغه ظاهري دروند حالت ماته ډاډ راکاوه.
تر یوه وخته مو سره خبرې وکړې ماته هوښياره اوتر یوه بریده پوه سړی ښکاره شو او د هغه تودو او خوږو خبرو زه تر اغېز لاندې راوستم ځکه ما هيڅ باور نه کاوه چې هغه دې زما تر وړاندې دومره مهربانه و اوسي.
زه هغه وخت زیات حیران شوم کله چې پوه شوم هغه په دې وروستیو کې له ښاره راغلی دی او پوه شوم چې تر اوسه يې زما څېره هغه ته نه ده ښودلې او څه يې ورته نه دي ورزده کړي.
له دغه حالته مې ګټه اوچته کړه او یو څوشيبې مې ورسره خبرې وکړې او پوه شوم چې ډير مهربانه سړی دی.
له بېړۍ څخه د وتلو په وخت کې مې پام شو چې غواړي د بېړۍ کرایه ورکړي د بېړۍ کرایه مې ورکړه اوترې غوښتنه مې وکړه دغه کوچنی سوغات زا له خوا ومني .
هغه هم زما دهيلې خلاف دغه سوغات ومنه او څرنګه چې هغه له مانه مشر ؤ او مايې په درناوي کې هيڅ کمی نه ؤ کړی ډیر خوښ ؤ.
څوک به باور وکړي چې زه له زیاتې خوښۍ نه په ژړا شوم او هیله مې لرله چې هغه لږې نورې پيسې هم د تنباکو د پاره له ما څخه ومني خو ددې کار زړه مې نه شو کولی.
هماغه تل همېشني شرم او خجالت ددې سبب شو څو زه د خیر ښېګڼې کار چې زما د خوښۍ سبب کېده ترسره نه کړم په داسې حال چې دا یو ښه خوی نه ؤ او هغه مې خپل حماقت ګاڼه.
دا ځل مې له دغه د کاره لویدلي بوډا څخه د بېلېدو په وخت کې ځانته ډاډ ورکاوه او فکر مې کاوه چې د لومړي ځل دپاره مې په خپل ژوند کې د خپلو ځانګړواصولو خلاف کارترسره کړی ځکه په دغه باطل فکر سره مې یوې رښتنې او پتمنې مسالې ته ارزښت ورکړی چې په پریکړنده توګه به د هغې ارزښت او اهمیت له منځه یوسي.
البته هغه کسان چې مرستې ته اړتیا لري هغوی ته په مرسته کې باید بيړه وکړو خو په عادي ژوند کې باید اجازه ورنه کړو ښه کارونه بې له دې چې موږ ورته ارزښت ورکړو له منځه لاړ شي.
وايې په هالند کې خلک د لارې د ښودلو او یا وخت د ښودلو په بدل کې پیسي اخلي څرګنده ده دا وګړي د هغه کسانو تر وړاندې چې په رښتینولۍ سره خدمت کوي ډیر بد ملت دی.
ما پاملرنه کړې چې یوازې د اروپا خلک دي چې د مېلمه پالنې تر وړاندې پیسې اخلي.
په ټولو اسیايې هیوادونو کې تاسې ته په وړيا توګه په خپل کور کې ځای درکوي.
کېدی شي په دغه هیوادونو کې خلک دومره هوسا نه وي خو هر څه چې وي تاسې به ووايې :
زه داسې هیواد ته تللی یم چې خلکو يې په درناوي سره زما هرکلی وکړ. د انسان او انسانیت همدغه ظاهر دی چې ما پر ځان مينوي .
کله چې په پاک زړه له تاسې سره چلند وکړي د ژوند نورې ستونزې که هرڅومره اوږد مهاله هم وي د زغم وړ دي او سړی کولی شي خپلي بدني نارامۍ د روحي آرامۍ د تر لاسه کولو له لارې هير کړي.

لسم څپرکی

لسم څپرکی



نن د سېڅلي اختر ورځ ده او د میرمن وارنس سره زما د لومړۍ پېژندګلوۍ څخه پوره پنځوس کالونه آوړي.
هغه وخت هغه اته ویشت کلنه وه اود خپلې پېړۍ له عادتونو سره نړۍ ته راغله او لویه شوه په هغه وخت کې زه اوه لس کلن وم که څه هم په ډیر څه مې سر خلاصېده خولا هم په ډیر څه نه پوهيدم ما چې ډیرې هيلې او آرزوګانې لرلې له هغې سره ليدنو کتنو زما زړه ته ځانګړی تودښت او ګرمي وبښله او که حيرانونکې نه وي ووایم چې هغې یو ځوان، ښکلي او محجوب ځوان ته چې ښکلې څيره يې هم لرله ورین تندی نه ښوده. په هر حال هغه یوه عادي ښځه نه وه هغه ښکلي او غښتلې وه او له ما سره يې د درناوي او حق پېژاندنې پربنسټ چلند کاوه زه په هغه ورځو کې دومره په دې خبره نه پوهېدم.
خو هغه څه چې غیر طبیعي نه ؤ هغه دا ؤ چې په همدغه لومړنیو وختونو کې په ما کې د خوښۍ او خوشحالۍ ځانګړی حالت رامنځ ته شو داسې چې زما د راتلونکي برخه لیک دټولو خوښیو او خوشحالیو سبب شو.
زما روح داسې ؤ چې لا لازم ځواک او پراختیا يې نه لرله او زما نورې باطني غریزې هم لا پوره بشپړې شوي نه وې خو هغې په ټولې بې صبرۍ سره دداسې یوې ورځې تمه کوله څو زه وکړی شم په بشپړه توګه خپل روح او زړه هغې ته وسپارم خودغه اټکل شوی وخت دومره ژر نه رسېدونکی نه ؤ او ما د هغه عادتونو له امله چې زما په خټه کې ول بې له دې چې غوښتي مې وي دغه دوره اوږده کړه خو سپېڅلي عشق له هماغه پيله زموږ په زړه کې خپلې ریښې غزولې وې.
هغې په قصدي ډول زه له ځانه ليرې کړم خود هغې یادونه زما په زړه کې ژوندي ول اولازمه شوه چې دوه ځله د هغې په لور راشم.
هغې ته ستنېدلو زما برخه لیک بیخي واړولو او مخکې له دې چې هغه ترلاسه کړم له ډیر مخکې مې یوازې د هغې په یاد او د هغې د پاره ژوند کاوه .
افسوس که ما هم لکه څنګه هغه ما ته بس وه ما هم هغه ځانته بس ګڼله وای دابه ستره نیکمرغي وه.
د خوښۍ او خوشحالۍ څومره ورځې مو سره په ګډه تېرې کړې خو افسوس دغه ورځې لنډې وې او ژر تېرې شوې خو وروسته له هغې څه عجیبه پېښې وشوې.
داسې ورځ نشته چې دغه بې سارې او لنډ مهاله دوره او دهغې لنډ مهاله یادونه رایاده نه کړم بې له دې چې زما په زړه کې څه وي ځان مې له نیکمرغۍ څپڅپانه ګاڼه او ویلی شم چې په دغه لنډ وخت کې مې په رښتیا هم ژوند وکړاو د هغه بدمرغه وزیر په څير نه وم چې د مقام او دب دبې څخه تر پرېوتو وروسته د پاتې ژوند د تېرلو پاره په دښتو او صحراګانو سر کېږي.
ما اویا کاله پر دغه ځمکه ژوند وکړ خو په حقییقت کې يوازې دهغې اوه کاله د خپل ژوند برخه ګڼلی شم.
په دغه لنډه خو له خوښيو ډکه دوره کې زما ورځې په خوښۍ سره تېرې شوې.خو که وغواړم د ژوند دغه لنډه دوره په پام کې و نه نیسم باید ووایم چې د ژوند په پاتې دوره کې آن پر ځان مې باور نه درلود ځکه د ژوند پاتې برخه ډیره آسانه او بې له ټينګاره تېره شوه.
په دغه دوره کې زیات پریشان وم او د نورو لاس وهنو زیات ګډوډ کړی وم ما هڅه کوله د ژوندانه په دغه کړکېچن حالت کې هر څه ځانته آسانه کړم ما نه شو کولی خپل باطن ګډوډ کړم او هغه څه چې په ما پورې يې اړه لرله په خپل ځان کې پيداکړم ځکه اجباري پېښو تل زبېښلم.
په دغه ډيره لنډه موده کې په داسې حال کې چې د يوې ډيرې مهربانې او مودبې ميرمنې مینه او محبت له ما سره ؤ او هرڅه چې مې غوښتل هغه مې کول او د څه کېدلو هیله چې مې لرله هغسې هم شوم . د وزګارتیا په وخت کې مې وکړی شو د هغې د لوستونو، پندونواو ښوونو په رڼا کې خپل ساده او بې ریا روح ته مناسبه بڼه ورکړم او اوس هم هماغه بڼه لري.
هغې زما په زړه کې د سېڅلو ولولو او د یوازیتوب له نړۍ سره مينه رامنځ ته کړه. غالمغالونو او نسکوریدنو زما زړه زبېښلو خو آرامۍ او آسودګۍ هغه ژوندی ساته او په حرکت يې راوسته.
ددې دپاره چې څوک راباندې ګران وي لازمه وه څو په ځان کې ډوب شم نو میرمن وارنس مې اړ کړه څو کلي او بانډې ته لاړ شو .
د یوې ښکلې درې په منځ کې په يو ګوښه او آرامه کور کې استوګن شولو هلته ول چې د څلور پنځه کلونو په اوږدو کې د يوې پېړۍ له خوشحالۍ او خوښۍ ډک ژوند څخه برخه مند شوم او زما پر ژوند يې دومره زیاته اغېزه وکړه چې نن هم د هغه ورځو په رایادولو سره د خوښۍ احساس کوم .
ما داسې یو دوست او معشوقې ته اړتیا لرله چې زما په مزاج برابر وي او همداسې څوک مې برخه شو .
ما نه شوکولی ځان و ځوروم ما د اطاعت او بندیز څخه سخته کرکه لرله له دې پلوه مې هم بشپړه آزادي لرله او ان تر آزادۍ هم لږ څه زیات ، ځکه زه د خپلو غوښتنو او تمایلاتو تابع وم له همدې کبله هر څه چې مې غوښتل هغه مې کول ما خپل ټول وخت دهغې له خالصې مینې او یا له کلیوالي چارو سره تيروه.
ددغه ژوند له دوام پرته ما بل هيڅ نه غوښتل زما يوازنی ډار ددغه حالت له پای ته رسېدو څخه ؤ چې د ژوندانه کړاونو دغه ډار ما ته پيداکړی ؤ او زیات يې ځورولم.
له همدغه وخته په دې لټه کې شوم څو ددغه پریشانیو د له منځه وړلو دپاره ځان په يو څه بوخت وساتم او داسې یوه وسیله برابره کړم څو د ژوند بنسټ ټينګ کړي.
په یاد مې شو چې په یوه هنري څانګه کې بوختیا له بدمرغۍ څخه د مخنیوۍ ډیره ښه وسیله ده او پریکړه مې وکړه چې د وزګارتیا له وختونه په ګټې اخیستو سره د امکان تر بریده ځان په دغه کار بوخت کړم او یوه ورځ وکړی شم د هغې له پایلو څخه په ګټې اخیستو سره هغه ډیره ښه میرمن چې زما په خوا کې وه نیکمرغه کړم.
دغه بوختیا د موسیقۍ هنر ؤ چې د کمښت سره سره هغې ته ګټور تمام شو خو وروسته داسې څه پيښ شول چې ان ما هم ونه شو کولی له هغې ګټه واخلم.
***
دلته د ژان ژاک روسو د اندونو یادونه پای ته رسيږي خو له ورایه څرګنده ده چې هغه ونه شو کولی هغه پای ته و رسوي.
د فرانسې د اکاډمۍ غړی ژان ګرنو د روسو او دهغه د اندونو په اړوند داسې قضاوت کوي:
د روسو عقیدې
په څرګنده کولی شو دیوازیتوب اندونه چې د هغه د اعترافونو سریزه وه د هغه د اعترافونو د تفسیر کتاب و بولو.
د روسو د اعترافونو کتاب راتلونکو نسلونو ته د یوې غمجنې خاطرې حیثیت لري. هغه پر ځان باور درلود او ګومان يې کاوه د هغه اندونه چې د خدای په اړوند يې لرل ډیر سم اندونه دي او بله هيڅ نظریه د هغې د لیکنو په شان سمه نه ده.
په ۱۷۷۶ کال له مړينې دوه کاله دمخه دغه لالهانده سړی د ډيرو پريشانیو او تشویشونو په منځ کې په دې اند شو څو په لارو او کوڅو او په هر هغه ځای کې چیرې چې خلک دده د څيرې له ليدلو نه تېښتي خپل يوکتاب چې نوم يې : «ټولو هغه فرانسویانوته چې لا تر اوسه رښتیا او عدالت پرې ګران دی » ؤ،خپور کړي چې له هغه وخته وروسته د هغې دوه نسخې پاتي دي چې په ډاګه ترې د هغه پرشاني او تشویش څرګند دی.
شاید ددغه کتاب لوستونکي چې د هغه په ژبه د عشق او عدالت کتاب دی روسو پر حق و بولي خوپه ټولیز ډول روسو قانع کولی نه شي.
ګومان نه کوم په ټولو اروپايې کتابونو کې داسې یو کتاب شتون ولري چې په دومره زیاتو ولولو سره له یو لیوني روح څخه راوتی وي.
دغه کتاب د یو انساني موجود له رازه ډک برخه لیک دی او څه نا څه د سنت اګوستن اعترافونوته ورته دی او روسو ځان ته جراُت ورکړی دغه عنوان ورته غوره کړي.
سنت اګوستن دخلکو پرګنۍ شاهدۍ ته رابولي او په يو وخت کې يې هم د خدای ستاینې اوهم تیروتنې انځور کړی اودهغه ستر انسان څيره انځوروي چې له خدایه د بښنې غوښتنه کوي څرګنده ده چې څومره هلې ځلې وشوې څو د وخت خلکو ددغه لیکوال قدر او مقام وپيژاند په هر حال دهغه وخت حالت داسې ؤ چې خلکووکولی شو ددغه سړي پر حقیقت ځان پوه کړي.
کله چې اګوستین پرخپلو تیر وتنو اعتراف کاوه هغه يې د ځان پرخلاف د خدای د سترتیا او برم د ښودو دپاره کاروه.
خو ژان ژاک روسو په خپل کتاب کې د ځان او خلکوپه اړوند خبرې کولې او هيڅکله يې د بشر د لومړي سر د تیروتنو او ښویيدنو او یا د انسان پر جایزالخطاتوب عقیده نه لرله نوموړی دومره بدمرغه ؤ چې ان ځان يې طبیعي انسان بللو او عقیده يې لرله چې دغه انسان خطا نه کوي.
په دغه کتاب کې هغه پرمختګونه چې روسو دنړۍ او ټولنې تر وړاندې په خپل ځان کې تر لاسه کړي په څرګنده توګه بیان شوي. د هغه د ژوند بېلګه به خلکو ته ور زده کړي چې څرنګه نیکمرغي تر لاسه کړي ځکه هغه ویل کله چې انسان له ځانه خوښ وي او وجدان يې آرامه وي دا کار په واقعیت کې خدای ته نژدې توب دی.
په دغه عقیده او روحیه ؤ چې د ۱۷۶۵کال په لومړیو کې يې په لیکلو پيل وکړ . هغه د خپل کتاب دپاره عنوان موندلی ؤ او دهغې عنوان د ژان ژاک روسو اعترافونه ؤ او په هغې پسې يې اندونه ولیکل چې د اعترافونو لنډیز بلل کېدی شي.
په دغه کتاب کې نوموړي د خپل ژوندانه پېښې او هغه احساسات چې په ټولو پړاونو کې يې لرل ولیکل.
د پنځه کلونو په اوږدو کې یې په بیلابیلو واټنونو کې د راز راز بدمرغیو په منځ کې په کار پیل وکړ، د کتاب مخونه هر ځل د هغه د روحيې له بڼې سره سم آوښتل او په ټول مهارت سره يې انځورول.
خو هغه يې پای ته رسولی ونه شو او څرنګه چې پریشانیو او تشویشونو تر فشار لاندې نیوه هڅه يې وکړه د «خبرو اترو» رساله ولیکي خو کله چې پریشانۍ يې لږې او هیلې یې زیاتې شوې د «یوازیتوب اندونه» کتاب لیکل يې پیل کړ، د اعترافونو دغه کتاب دهغه د بدمرغیو تر ټولو ښه او څرګند شاهد دی.
هغه دغه کتاب په داسې وخت کې لیکلی چې له روحي پلوه بیخي پاریدلی حالت یې درلود ، د هغه اعترافونه د عمومي قضاوت د پاره ژوندی شاهد ګڼل کېدی شي.
له بلې خوا د باطني احساساتو عجیب توب او د ژوند عجیبې پېښې د هغه له نظره لیرې نه ول او تل يې علاقه لرله د ځان په اړوند خبرې وکړي .
د ټولو خلکو ژوند د تقدیرونو ټولیز دی خو هغه په خپله د خپل ژوند برخه لیک ؤ او هغه يې نورو ته د لارښود په ډول وړاندې کړی دی.
هر څوک په خپل ژوند کې پرځنیو تقدیرونو باور لري خو هغه څه چې هغه لرل یوازې د هغه ول خو څرنګه چې د خبرو او وینا فصاحت یې نه درلود نو کله چې یې د خپل ژوند شرحه لیکله لازم فصاحت یې تر لاسه کړ نو له دې کبله کله چې دغه داستان یې خپلې معشوقې، میرمن وارنس ته لوستلو لومړی بری یې تر لاسه کړ او کېدی شي همدغه کار د هغه د ژوند بسټ ټینګ کړی وي ځکه میرمن وارنس د هغه د غږ پر آهنګ، شرم او حیا او عواطفو مینه شوه او په هغه کې يې یو ډول نبوغ لید.
هر ځل چې روسو له ستونزو سره مخامخ کېده له هغې نه یې مرسته تر لاسه کوله له خپل هیواد نه یې کومې خاطرې چې لرلې ، د ځوانۍ د وخت پېښې ، د خنډونو سره مخامخ کېدل ول او د شارمت په کلي کې اوسېدو په هغه کې تنبلۍ او سستۍ ته ورته یو حالت رامنځ ته کړ په ځان کې یې معنوي څیزونو سره د علاقې احساس وکړ او دا ټول د دې سبب شول چې هغه متفکره حالت غوره کړي او دې ټولو هغه ته دغه حالت ور په برخه کړ. څرنګه چې هغه یوه موده د آبه مابلي سره تیره کړه او د ماشومانو پالنه یې پر غاړه وه د آبه مابلي په نامه یو کتاب یې ولیکه چې د ښوونې او روزنې په اړوند یادونه یې لرل او په واقعیت کې دغه کتاب له خپل ځان څخه د هغه لومړنی انځور ؤ.
هغه په خپله دغه لیکنه کې ځان له خلکو جلا بولي په داسې حال کې چې مغز يې د ځانته توب او مالیخولیایي خیالونو ډک ؤ بیا هم ځان یو تود او متفکر سړی بولي ددغه احساساتو پر بنسټ د کتاب جملې لکه د سره تناره څخه چې بړاس پورته کیږي سر را پورته کوي.
هغه ویل آیا فکر کوۍ نړۍ د سترو تمایلاتو د وړاندې کولو ځای دی خو زه ددې خلاف فکر کوم نړۍ دومره کوچنۍ ده چې آن ډیر کوچني اندونه هم په کې نه ځاییږي باید ومنو چې ډیر ستر انساني اندونه په یوازیوالي سره کېدی شي له مالیخولیایي حالت څخه راوځي هغه په خپلو لیکنو کې هڅه وکړه څو ځانته پام را واړوي ددې امله يې دلیکوالو د لیکوالۍ له چلند څخه کار اخست او کله چې د ځان په اړوند خبرې کوي دا د هغه د بري نښه ده.
د هلوییز د کتاب په څنډه کې يې دغه جمله لیکلې ده :
په انساني زړه کې رښتیا د څاه په تل کې چينې ته ورته ده څومره چې له دغه چينې اوبه راوځي پاکې او رڼې کيږي .
د ۱۷۶۴ کال ددسمبر په ۳۱ نیټه د موتیه په ښار کې یې په زياتې بدمرغۍ او ناوړه حالت کې ژوند کاوه او په دغه وخت کې د کلیسا له ملایانو سره په سخته شخړه کې ؤ او یوڅه موده دمخه يې «مونتاني ته لیک» تر نامه لاندې یو کتاب ولیکه او خپور کړ.
په ژنیو کې د هغه د اثر په تړاو کشمکش روان ؤ مخالفینو چيغې وهلې چې دغه کتاب باید وسېځل شي او پلویانو په دلیلونو غوښتل هغه وژغوري خو په پای کې تيښتې ته اړ کړی شو .
په همدغه وخت کې د پوستې له لارې د اختر یو لوی سوغات ورته ورسېد ، دغه سوغات یو کتاب ؤ چې د هغه د عقیدو او دهغه د کتابونو « زما د ښاري احساسات» او «مونتاني ته لیک» په ځواب کې لیکل شوی ؤ.
د کتاب لیکوال، ژان ژاک روسو د عیسی مسیح او دکلیسا د ملایانو خلاف دیو جګړه مار او سپک ژبي سړي په توګه پېژني.
ژان ژاک روسو په دغه کتاب کې ولوستل چې ليکلي يې ول، د وخت حکومت پر یو لیوني سړي رحم وکړ خو کله چې د یو چا لیونتوب خپلې لوړې کچې ته ورسېږي باید پر دار وځړول شي.
آیا ممکنه ده څوک چې په دغه هیواد کې زیږیدلی دی هغه ته ددې اجازه ورکړی شي د کلیسا ملایانو ته دومره سپکاوی وکړي په داسې حال کې چې د هغوی ګڼ شمیر زموږ دوستان او خپلوان دي.
آیا دغه لیکوال چې د پوهانو خلاف پاڅون کوي پرته له هغه بل څوک پیدا نه شو چې دا خبره ولیکي هغه د یوې کمیدي پردې لیکوال دی چې هیڅ وخت يې ورته د هغې د ښودلو اجازه نه ده ورکړې.
آیا هغه یو نیک انسان دی چې په دغه تیروتنو سره غواړي زموږ مشرانو ته سپکاوی وکړي.
خو داسې نه ده هغه په خپله یو خطا کاره سړی دی چې یوه بدمرغه ښځه له دې ښاره بل ښار، له دې غرنۍ سیمې بلې غرنۍ سیمې ته له ځانه سره بیایې او خپل مور د مړینې په منګولو کې پریږدي او خپل ماشومان د کوچنیانو پالنځای ته ورکوي څو یو څوک پیداشي هغوی لوی کړي خو په خپلو کتابونو کې زموږ ټولو مقدساتو او درناویو ته سپکې سپورې وايې.
خلکودغه تورونه ومنل خو روسو ګومان کاوه دغه کتاب د کلیسا کوم ملا لیکلی دی په داسې حال کې چې د کتاب لیکوال ولتر ؤ دا ځکه روسو په خپل کتاب « مونتاني ته لیک» کې د « مذهبي خطابې او فلسفي کلتور» د کتاب پر لیکوال چې ولتر ؤ برید کړی ؤ او ولتر دې ته اړ شو پر هغه تورونه ولګوي خو څه موده وروسته هم د ولتر د فلسفي کلتور کتاب او هم د روسو مونتاني ته لیک کتاب د دربار له خوا وغندل شول .
روسو په ډیرناوړه دریځ کې راغی او یو څو ورځې په سختې پریشانې او ډار کې ؤ او نه پوهیده څه وکړي ځکه سربیره پر کتاب د هغه لیکونه هم د خلکو لاس ته ورغلي ول خو دوستانو هغه ته پیغامونه استولو او ژمنه يې کوله تر هغه ځایه چې امکان لري هغه به مشهوره کړي.
په دې اند شو په ټول قوت سره له دغه کشالې ځان وباسي او د امیل په نامه کتاب يې د پاریس یوچاپ ځای ته د خپرولو دپاره واستولو او د کتاب په سریزه کې يې د کلیسا ملا ورن بې له کوم دلیله تر برید لاندې ونیوه په دغه کتاب کې هغه ډیر څه ویلي ول او په زیات قوت سره یې ټول لګول شوی تورونه رد کړي ول.
په خپله لیکنه کې يې ټول رښتني او نا رښتني پېښې سره ګډې کړې او د خپل خپګان په اړوند یې د څو داکترانو نوم هم واخیست چې د هغه په ګټه به شاهدي ورکړي خو د خپلې ښځې او اولادونو په اړوند يې وویل چې ما هیڅکله هم خپل اولادونه نه روغتون او نه د بې وزلو پالنځي ته سپارلي دي.
د ژوند په وروستیو کې کله چې د هغه په شا اوخوا کې لږه چوپتیا وه فرانسې ته ستون شو او هلته یې د اعترافونو شپږم کتاب بشپړ کړ او وروسته له هغې یې یوه اوږده اومرموزه چوپتیا غوره کړه.
په خلکو کې داسې آوازه وه چې هغه خپل یادونه لیکي او په دغه کتاب کې يې دښمنان یو یو بیان کړي دي.
ددې کتاب په اړوند يې چاته څه ونه ویل خو دښمنانو د هغه له چوپتیا زیاته ګټه اوچتوله.
هغه په داسې حال کې چې د خلکو له نظره ځان پټولو په غلا سره د څه په لیکلو بوخت ؤ.
ویل يې زه دې ته اړ یم ځان پټ کړم څو وکړی شم له دښمنانو او هغه کسانو چې له ماسره یې بد کړي غچ واخلم.
خپل وروستی کتاب یې ولیکه او کار یې پای ته ورسېد او ددغه کتاب په لیکلو سره يې د خپل ژوند ډیر ستر رازونه راتلونکو نسلونو ته وړاندې کړل.
سره ددې روسو د خپل وخت له سترو متفکرینو څخه ګڼل کېږي د هغه صداقت او رښتیا بشپړه ده خو دغه صداقت د هغه چا ځانګړنه ده چې غواړي له هر هغه څه سره چې د عقیدې نوم ورکړ شوی دی له ځان سره مبارزه وکړي.
نوموړی پوهیده چې دی هم بیخي پاک او بې عیبه نه دی او همدغه خبرې هغه سخت پریشانولو او په دې هیله چې د هغه اعترافونه راتلونکو نسلونو ته د عبرت لوست شي او نوموړی په سمه توګه وپېژني په ټول صداقت سره يې خپلې نیمګړتیاوې او تېروتنې و لیکلې.
که کله هم دهغه لیونتیا له بریده وتې وه علت یې دا ؤ چې لکه د لېوني پر خپلو فضایلو او وجدان مین ؤ. هغه ویل کېدی شي انسان ځان وپېژني ؟ په هر صورت باید هر څه وویل شي څو مو یو څه ویلي وي.
څوک کولی شي رښتیا پر ځان وزغمي په داسې حال کې چې دسړي صداقت د هغې د رښتیا په مانا نه دی.
د هغه یاد د ماهره انځورګر بڼه لري چې ټولې پېښې انځوروي او موږ ته د رښتیا په لور لاره پرانيزي په دې ډول موږ کولی شو د ځان په مرسته وړاندې لاړ شو.
په واقعیت کې ژان ژاک روسو هله زموږ له نظره ستر ښکاري چې خپل اعترافونه موږ ته په لاس کې راکوي باید ووایو چې هيڅ کتاب د اعترافونو او اندونو په څیر سړی د رښتیا په لور نه بیايې او دا ستره ځانګړنه ده چې روسو زموږ په نظر ستروي تر څو نړۍ ده د هغه اندونه ان د هغه د کتاب یوه کرښه به هم د هغه ملتونو د لار ښوونې اوارشاد په برخه کې بې اغېزې نه وي کوم چې د نیکمرغۍ په لور ګام اخلي.



پای