د کتاب نوم : پښتو ستاینومونه او دهغو جوړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د لوی څښتن په نوم

ستاینومونه او د هغو جوړښتلارې





لیکونکئ : مسعود سرلوڅ مرادزئ

 

ستاینوم
ستاینوم د پښتو د وییتوکو ( د کلمې ډولونو ) په منځ کې ، هغه ويئ دئ چې بل ويئ ( چې زیات مهال نوم وي ) ، ستايي او د هغه په اړه مالومات ورکوي .
په پښتو کې د ستاینومونو ځانتیاوې
۱ ــ ستاینوم ، له نوم څخه مخکې راځي لکه : ښکلې جینۍ ، پوه هلک او ویښ زلمئ
په پورته بېلګو کې ښکلې ، پوه او ویښ ستاینومونه دي ، چې پخپل وار سره له جينۍ ، هلک او زلمئ څخه چې نومونه دي ، مخکې راغلي دي .
۲ ــ ستاینوم په پښتو کې د نوم ، په پل پسې ځي . که نوم نرینه ، ښځینه ، یوګړئ ( مفرد ) او ډېرګړئ ( جمع ) وي ، ستاینوم هم همغه شان بڼه ځانته نیسي لکه :
شین غر
شنه غرونه
شنه دره
شنې درې
۳ــ ځینې ستاینومونه ، پورته یاده شوې لاره ، تل نه پسې اخلي د بېلګې پتوګه :
لوړغر
لوړغرونه
لوړه غونډۍ
لوړې غونډۍ ګانې
په پورته بېلګه کې د لوړ ستاینوم د غر ( یوګړئ ) او غرونو ( ډېرګړئ ) لپاره په یوه شان راغلئ دئ .
۴ ــ په نورو بېلو بېلو حالتونو کې له ستاینوم سره ( و ) هم ورزیاتیږي چې ستاینوم ، د نوم په پل پسې ورسیږي لکه :
په لوړو غرو د خدای نظر وي................په سر يي واورې اوروي لاندې ګلونه

په لوړو غرو کې د غر ، ويي د ارتباط په حالت کې دئ ، چې ستاینوم لوړ ، هم ور سره ځان د هغه په پله ورسم کړئ دئ . په پښتو کې ستاینومونه په دوو ډلو ویشل کیږي :
لومړئ : ساده ستاینومونه
دویم : تړښتي ستاینومونه :
ساده ستاینومونه ( بسیط صفتونه )
چې دا هم په څو ډوله دي :
۱ : اشاري ستاینومونه :
دا چې یو ويي ( زیات مهال نوم ) ته اشاره وشي ، لکه :
دغه جینۍ پوهنتون ته ځي .
هغه هلک ډېر هوښیار دئ .
دا ژوبڼ اوس جوړ شوئ دئ .
دا هغه سړئ دئ چې تېر کال مې لیدلئ و .
په نوموړو غونډلو ( جملو ) کې دغه ، هغه او دا ، اشاري ستاینومونه دي .
یادونه : دغه ، هغه ، او یا دا وييونه هغه مهال ستاینومونه ګڼل کیږي چې موصوف ورسره وي .
۲ شمېروال ستاینومونه ( عددي صفتونه ) :
دا ستاینومونه ، د شمېر او اندازې په اړه مالومات ورکوي ، لکه :
یو زړه .
دوه سترګې .
پنځه مڼې .
دریمه ورځ .
شپږم کال .
په نوموړو بېلګو کې یو ، دوه ، درې ، پنځه او شپږم ، شمېروال ستاینومونه دي .
۳ : د پوښتنې ستاینومونه :
دغه ستاینومونه ، د پوښتنې په مهال کارول کیږي ، لکه :
څو کالونه کیږي چې دلته اوسې ؟
څومره اوړه دې واخېستل ؟
کوم شئ دې پکار دئ ؟
په نوموړو غونډلو کې څو ، څومره او کوم د پوښتنې ستاینومونه دي .
۴ : ځايي ( اصلي ، ذاتي ) ستاینومونه :

دا ستاینومونه د نوم د ځايي خټې او ځانتیا په اړه مالومات ورکوي . په ابېڅې سره د ځينو ځايي ستاینومونو لړلیک :
په الېپ توري پیل ستاینومونه :
اباد ، اتل ، اخته ، ارام ، ارت ، ارزان ، اسان ، اشنا ، انجړ ، اوار ، اوپره ، اوچت ، اوږد ، اوم ، ایله او نور
په ب توري پیل ستاینومونه :
بد ، بدل ، بر ، بربنډ ، برګ ، بړ ، بړوس ، بګیل ، بل ، بند ، بوټ ، بوڅ ، بوخت ، بوک ، بیټ ، بېل او نور
په پ توري پیل ستاینومونه :
پاتې ، پاس ، پاک ، پپړ ، پټ ، پڅ ، پخوانئ ، پردئ ، پراخ ، پروت ، پړ ، پړند ، پلن ، پلئ ، پنډ ، پوچ ، پوخ ، پوخلا ، پورته ، پوست ( نرم ) ، پوه ، پېړ ، پياوړئ ، پيکه او نور
په ت توري پيل ستاینومونه :
تازه ، تالا ، تت ، تخته ، تریخ ، تریو ، تړم ، تږئ ، تش ، تنګ ، تود ، تور ، توند ، توی ، تیار ، تېره ( د پڅ مقابل ) او نور
په ټ توري پیل ستاینومونه :
ټپ ( رغئ ) ، ټکنئ ، ټګ ، ټنډ ، ټول ، ټيټ ، ټينګ او نور
په ج توري پیل ستاینومونه :
جړ ، جوټه ، جوړ ، جوړه ، جیګ او نور
په چ توري پيل ستاینومونه :
چاغ ، چالاک ، چټک ، چټل ، چټي ، چړوس ، چمتو ، چنګ ، چوپ ، چیت ، چینګ او نور
په ځ توري پيل ستاینومونه :
ځلاند ، ځوان ، ځوړند ، ځیر او نور
په څ توري پیل ستاینومونه :
څربه ، څک ، څرګند او نور
په خ توري پیل ستاینومونه :
خام ، خپل ، خپور ، خپه ، خړ ، خښ ، خوار ، خوړین ، خوږ ( ټپي ) ، خوږ ( شیرین لکه قند ) ، خوسا ، خوشې ، خوښ ، خوندي ، خیشت او نور
په د توري پیل ستاینومونه :
دروند ، دمه ، دنګ او نور
په ډ توري پیل ستاینومونه :
ډاډه ، ډب ، ډډ ، ډک ، ډم ، ډوب ، ډوکه ، ډېر او نور
په ر توري پيل ستاینومونه :
رډ ، رغئ ، رنګئ ، روان ، روښان ، روغ ، روڼ او نور
په ړ توري پیل ستاینومونه :
ړپ ، ړک ، ړنګ ، ړوند او نور
په ز توري پیل ستاینومونه :
زرغون ، زلمئ ، زوړ ، زیات ، زیږ او نور
په ژ توري پیل ستاینومونه :
ژوبل ، ژور ، ژيړ او نور
په س توري پیل ستاینومونه :
سپک ، سپور ، سپيڅلئ ، سپيره ، سپین ، ستر ، ستړئ ، ستغ ، ستومان ، ستي ، سخت ، سست ، سم ، سمسور ، سوب ، سوچه ، سور ، سوړ ، سوکاله ، سوئ او نور
په ش توري پیل ستاینومونه :
شاړ ، شډل ، شل ، شنډ ، شواړ ، شین او نور
په ښ توري پیل ستاینومونه :
ښاد ، ښخ ، ښکته ، ښکلئ ، ښکېل ، ښه ، ښوی ، ښېرازه او نور
په غ توري پیل ستاینومونه :
غټ ، غړند ، غښتلئ ، غل ، غوټه ، غوچ ، غوڅ ، غوره ، غوړ ، غونج ، غونډ او نور
په ک توري پیل ستاینومونه :
کاواکه ، کچه ، کرغېړن ، کره ، کشر ، کړغ ، کړوپ ، ککړ ، کلک ، کوچنئ ، کوز ، کوږ ، کونډ ، کوڼ ، کیڼ او نور
په ګ توري پیل ستاینومونه :
ګچ وګول ، ګران ، ګرم ( تود ) ، ګرم ( پړ ) ، ګړندئ ، ګڼ ، ګوډ ، ګوښه ، ګوک ، ګونګ او نور
په ل توري پیل ستاینومونه :
لاهو ، لرغون ، لژند ، لږ ، لغړ ، لګیا ، لنډ ، لوڅ ، لوړ ، لوغړن ، لوند ، لونډ ، لوی ، لیرئ او نور
په م توري پیل ستاینومونه :
مرور ، مړ ، مړاوئ ، مزئ ، مشر ، مات ، مل ، ملاست ، مست ، منګ ، موړ ، میین ( عاشق ) ، میین ( نرئ ) او نور
په ن توري پیل ستاینومونه :
ناړام ، ناست ، ناولئ ، نچوړ ، نر ، نرم ، نرئ ، نږدئ ، نګه ، نیغ ، نیم او نور
په ڼ توري پيل ستاینومونه نشته
په و توري پیل ستاینومونه :
واز ، ودان ، ولاړ ، وچ ، وران ، ورک ، وروست ، ورین ، وړ ، وړیا ، وږئ ، ووړ ، ویت ، ویجاړ ، ویده ، ویښ ، ویلې او نور
په ه توري پیل ستاینومونه :
هرکاره ، هسک ، همزولئ ، هوار ، هوسا ، هېر ، هېښ او نور
په ی توري پیل ستاینومونه :

یاد ، یاغي ، یبل ، یتیم ، یخ ، یوازي ، یوځرئ ، یوموټئ او نور دویم : تړښتي ستاینومونه ( ترکیبي صفتونه )
دا ستاینومونه په دریو لارو جوړېدلئ شي :
۱ ــ داسې چې د وییتوکو له ځينو ډولونو ( زیات مهال نوم او ستاینوم ) سره د ستاینومو مختاړي یوځای کیږي او ستاینوم جوړوي لکه .
ناڅرګند ، نا روغ
نیمګړئ ، نیم ژبئ
هم زولئ ، همغږئ
په پورته بېلګو کې نا ، نیم او هم ، د تړښتو ستاینومونو په جوړښت کې د مختاړو دنده ترسره کوي . ۲ ــ ــ داسې چې د وییتوکو له ځينو ډولونو ( زیات مهال نوم او ستاینوم ) سره د ستاینومو روستاړي یوځای کیږي او ستاینوم جوړوي لکه .
سوربخن ، ژيړبخن
کبرجن ، غمجن
سړیچن ، ښوره چن
ګوندي مار ، ډوډي مار
په پورته بېلګو کې بخن ، جن ، چن او مار ، د تړښتو ستاینومو په جوړښت کې د روستاړو دنده ترسره کوي .
۳ ــ د دوو یا زیاتو وییونو له تړښتې څخه د ( ی ، و ، ه ) وییکو په مرسته ستاینومونه جوړیږي داسې چې دا وییکي د روستني ويي ، په اخر کې د مرستاړو پتوګه ورزیاتیږي لکه :
اورژبئ ، تورمخئ ، برلاسئ
بې غوږو ، بې سترګو
سخت دریځه ، لوړفکره
په پورته بېلګو کې ( ی ) په اورژبي ، تورمخي ، برلاسي ؛
( و ) په بې غوږو ، بې سترګو ؛

او ( ه ) په سخت دریځه او لوړفکره ستاینومو کې ، د مرستاړو دنده ترسره کوي . په الېپ توري پیل ستاینومونه :
ارئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
له غونډ څخه غونډارئ له لنډ څخه لنډارئ
اړخيز : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اړخيز ، څواړخيز ، دوه اړخيز ، هراړخيز ، ګڼ اړخيز ، یواړخيز او نور
انئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
له بيل څخه بيلانئ له پيل څخه پیلانئ
له تېل څخه تېلانئ له ویل څخه ویلانئ
له سیل څخه سیلانئ له کرل څخه کرلانئ
له ګيلې څخه ګیلانئ له هیلې څخه هیلانئ
له پيري څخه پيرانئ
اوو : نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
اړتیاوو ، بوختیاوو ، پنډاوو ( پنډاوو چرګوړئ ) ، تړاوو ، جړاوو ، جګړاوو ، ځوراوو ، خپراوو ، خرڅاوو ، رغاوو ، ژړاوو ، ژیړاوو ، سپیناوو ، سوراوو ، غوڅاوو ، غوړاوو ، کاراوو ، لګاوو ، لمساوو ، ویښاوو او نور
اوئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
له مړ څخه مړاوئ
ایستلئ ، ایستئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :

بېخ ایستلئ ، پرتوګ ایستلئ ( بې شرم ) ، توره ایستلئ ، ځان ایستلئ ، زړه ایستلئ ، ژب ایستلئ ، ساایستلئ ، سترګ ایستلئ ( په قار ) ، سرایستلئ ، لارایستلئ ، لاس ایستلئ ، نوم ایستلئ ( نوموتئ ) ، واک ایستلئ ، وس ایستلئ ، ولس ایستلئ ، یادایستلئ او نور

په ب توری پيل ستاینومونه :
با : د تړښتي ستاینوم د مختاړي پتوګه :
له ادب څخه باادبه له ارزښت څخه باارزښته
له تورې څخه با توره
بادئ : د تړښتي ستاینوم روستاړئ :
اوربادئ ، بوس بادئ ، ځان بادئ ، خوله بادئ ، دروغ بادئ ، رازبادئ ، ګران بادئ ، ګردبادئ ، لوربادئ ، نس بادئ ، نرخ بادئ او نور
باڼئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ لکه :
شریک باڼئ او نور
بخته : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
اربخته ، اړبخته ، بدبخته ، تت بخته ، تش بخته ، تودبخته ، توربخته ، ځوان بخته ، خواربخته ، خوښ بخته ، دروندبخته ، روڼ بخته ، ړوندبخته ، زربخته ، زیږبخته ، سخت بخته ، سوړبخته ، کم بخته ، ګل بخته ، لوړبخته ، مړبخته ، نیک بخته ، ورک بخته ، ویاړبخته او نور
بخن : د ستاینوم روستاړئ :
اوم بخن ، برګ بخن ، پېړبخن ، تت بخن ، تریخ بخن ، تریو بخن ، توربخن ، جړبخن ، خام بخن ، خړبخن ، ډډبخن ، روڼ بخن ، زوړبخن ، زیږبخن ، ژيړبخن ، سپین بخن ، سوربخن ، سوړبخن ، شین بخن ، غوړبخن ، ګل بخن ، لوړبخن ، لوندبخن ، مړبخن ، موړبخن ، وچ بخن ، ووړبخن ، ویاړبخن ، یخ بخن او نور
یادونه : بخن ، روستاړئ د یو شمېر ځايي ( ذاتي ، اصلي ) ستاینومو کچه راټيټوي ، لکه په پورته بېلګو کې .
بد : د ستاینوم د مختاړي پتوګه :
بد چارئ ، بد خولئ ، بد رنګئ ، بد زړئ ، بد ژبئ ، بد سترګئ ، بد کارئ ، بد لارئ ، بد مخئ ، بدمغزئ ، بد نومئ ، بد نیتئ ، بدوړئ ، بد ونګئ ، بدئ او نور
بدئ : د ستاینوم مرستاړئ :
بخت بدئ ، بدئ ، ځان بدئ ، خوابدئ ، خوله بدئ ، رنګ بدئ ، زړه بدئ ، ژب بدئ ، مخ بدئ ، منځ بدئ ، نوم بدئ ، نیت بدئ او نور
برئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بخت برئ ، بحث برئ ، ځواک برئ ، زوربرئ ، ژب برئ ، لاس برئ ، مټ برئ ، واک برئ ، وس برئ ، ولس برئ ، هوډبرئ او نور
بې : د ستاینوم د ( نفې ) مختاړي پتوګه :
ــ بې اسرې ، بې بریده ، بې توښې ، بې پامه ، بې پته ، بې تغیره ، بېځانه ، بېځواکه ، بې خولې ، بېخوند ، بېراز ، بې زړه ، بېزوره ، بې ژبې ، بې سا ، بې سده ، بېسره ، بې سترګو ، بې شانه ، بېشرمه ، بېغمه ، بېغوره ، بېغوږو ، بېکاره ، بېکسه ، بېګروهه ، بې مخه ، بې موخې ، بې ننګه ، بېنومه ، بېوزله ، بېواکه ، بېوخته ، بېوسه ، بې هوډه ، بېهوښه ، او نور
بیه : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :

ارزان بیه ، اوربیه ، تودبیه ، ټيټ بیه ، دروندبیه ، سوړبیه ، غټ بیه ، ګران بیه ، لږبیه ، لوړبیه ، منځ بیه ، ورځ بیه او نور

په پ توري پیل ستاینومونه :


پاتې : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بېرته پاتې ، پاتې شوني ، پټ پاتې ، تلپاتې ، چوپ پاتي ، دروند پاتې ، راپاتې ، روسته پاتې ، زړه پاتې ، شاپاتې ، شان پاتې ، شرپاتې ، شلپاتې ، ښکېل پاتې ، لاس پاتي ، منځپاتې ، نومپاتې ، واکپاتې ، وخت پاتې ، هيښ پاتې ، یادپاتې او نور
پارئ : د ستاینوم روستاړئ :
له لنډ څخه لنډ پارئ له غم څخه غمپارئ
له ځنډ څخه ځنډ پارئ له زړه څخه زړه پارئ
له یاد څخه یادپارئ له نم څخه نمپارئ ( نمپاري سترګې )
له ولس څخه ولسپارئ له ټول څخه ټولپارئ
پاکئ : د ستاینوم مرستاړئ :
ارپاکئ ، بوټ پاکې ، ځان پاکئ ، دریځ پاکې ، زړه پاکئ ، لاس پاکئ ، مخ پاکئ ، ماشین پاکئ ، مین پاکئ ، مېوه پاکئ ، نوم پاکئ ، هډپاکئ او نور
پال ، پالئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اورپال ، بت پال ، بېلتونپال ، پت پال ، پردی پال ، توپيرپال ، ټول پال ، حقپال ، ځواکپال ، ځوانپال ، ډلپال ، رازپال ، روڼپال ، ریښتیا پال ، زړه پال ، زیارپال ، ژوندپال ، سوله پال ، شان پال ، غمپال ، منځپال ( معتدل ) ، مېړنپال ، واکپال ، ولسپال ، هېوادپال ، یاد پال ، یوونپال او نور
پټئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
ځان پټئ ، حق پټئ ، خوله پټئ ، دریځ پټئ ، رازپټئ ، سترګ پټئ ، شته پټئ ، لمرپټئ ، مخ پټئ ، موخه پټئ ، نوم پټئ ، واک پټئ ، وس پټئ ، هوډپټئ او نور
پراخئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
تندي پراخئ ، زړه پراخئ ، لاس پراخئ او نور
پسې : د روستاړي په توګه :
بلاپسې ، پل پسې ، پله پسې ، چاره پسې ، ځان پسې ، ریښتیاپسې ، زیارپسې ، نخره پسې ، واره پسې او نور
پلورئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
ټوک پلورئ ( پرچون ) ، ټول پلورئ ( عمده ) ، چرګ پلورئ ، ځان پلورئ ، ځمکپلورئ ، درمل پلورئ ، ساعت پلورئ ، ساګ پلورئ ، ګران پلورئ ، ګل پلورئ ، لاس پلورئ ( دست فروش ) ، ولس پلورئ ، هېوادپلورئ او نور
پلوئ : د ستاینوم مرستاړئ :
پلوئ ، برپلوئ ، پلارپلوئ ، پوچ پلوئ ، ځان پلوئ ، ځواک پلوئ ، خپل پلوئ ، خیال پلوئ ، رازپلوئ ، ریښتیاپلوئ ، زورپلوئ ، زوړپلوئ ( مرتجع ) ، ښځپلوئ ، کارپلوئ ، کوزپلوئ ، مورپلوئ ، ورورپلوئ ، ولس پلوئ ، هرپلوئ ، یوپلوئ او نور
پوخ : د ستاینوم مرستاړئ :
پوخ ځانئ ، پوخ دریځه ، پوخ رازئ ، پوخ زړئ ، پوخ کارئ ، پوخ هوډئ او نور
پورې : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
تي پورې ، څنګ پورې ، خواپورې ، زړه پورې ، سرپورې او نور
پوه : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
ادب پوه ، ارپوه ، اروا پوه ، اقتصادپوه ، تاریخ پوه ، ټولنپوه ، چارپوه ، ځمکپوه ، سیاست پوه ، کارپوه ، قضاوت پوه ، لارپوه، متنپوه او نور
پيدا : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
اسان پيدا ، تل پيدا ، ځنډپيدا ، ډېرپيدا ، ړوند پیدا ، ژرپيدا ، سخت پيدا ، شل پيدا ، ګډپیدا ، ګوډپيدا ، کال پيدا ، لږپيدا ، مړپيدا ، میاشت پیدا ، ناپيدا ، ورځ پيدا ، وړیاپيدا او نور
پېژاند ، پېژند : د تړښتی ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بدپېژاند ، پوخ پېژاند ، ټول پېژاند ، ځان پېژاند ، خداپېژاند ، زرپېژاند ، ژب پېژاند ، ژرپېژاند ، ښوپېژاند ، کارپېژاند ، لارپېژاند ، ناپېژاند ، نوم پېژاند ، وخت پېژاند، ولس پېژاند او نور
پېښئ : د ستاینوم مرستاړئ :

اسان پېښئ ، تاوان پېښئ ، تل پېښئ ، ځنډپېښئ ، خیرپېښئ ، دروندپېښئ ، ډېر پېښئ ، زیان پېښئ ، سخت پېښئ ، شرپېښئ ، غم پېښئ ، کم پېښئ ، ګران پېښئ ، لارپېښئ ، منځ پېښئ ، وړیاپېښئ ، هرځای پېښئ او نور په ت توري پیل ستاینومونه :
تړلئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بارتړلئ ، بخت تړلئ ، پښې تړلئ ، تړلئ ، جنګ تړلئ ، ځان تړلئ ، څنګ تړلئ ، خوله تړلئ ، دودتړلئ ، زړه تړلئ ، ژب تړلئ ، سترګ تړلئ ، سرتړلئ ، سوچ تړلئ ، سورتړلئ ( لکه موزیک ) ، ګورتړلئ ( مرګ ته نږدې ) ، لاس تړلئ ، مټ تړلئ ، ملاتړلئ ، واک تړلئ ، وخت تړلئ ، وس تړلئ ، هوډتړلئ او نور
تش : د ستاینوم مرستاړئ :
تشځانئ ، تشخولئ ، تش زړئ ، تشلاسئ ، تش فکرئ ، تش مخئ ، تش مغزئ ، تش منځئ ، تش موټئ ، تش نسئ او نور
تشئ : د تړښتي ويي روستاړئ :
څنګ تشئ ، خواتشئ ، زړه تشئ ، لاس تشئ ، منځ تشئ ، مغزتشئ او نور
تک : د ستاینوم د پیاوړتیا مرستاړئ لکه:
تک تور ، تک خړ ، تک سپین ، تک سور ، تک شین او نور
تل : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
تلپاتې ، تل پېښئ ، تل ځوان ، تل ځير ، تل خاورې ، تل خورئ ، تل خوښ ، تل روڼ ، تلژوندئ ، تل سپین ، تل شاړ ، تل شډل ، تل شتون ، تل شین ، تل شتونئ ، تل ښاد ، تل مړ ، تل مست ، تل نومئ ، تل ورکئ ، تل ویښ ، تل هسک ، تل هېر ، تل هیښ ، تل یاد او نور
تنګئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بخت تنګئ ، خیال تنګئ ، سوچ تنګئ ، زړه تنګئ ، لاس تنګئ ، لید تنګئ ، واک تنګئ ، وس تنګئ ، هوښ تنګئ اونور
تو : د نسبتي ستاینوم روستاړئ لکه :
چمتو ، نامتو او نور
تور : د تړښتي ستاینوم د مختاړي پتوګه :
توربختئ ، تورزړئ ، تورسرئ ، تورغوږئ ، تورلاسئ ، تورمخئ او نور
تورئ : د تړښتي ستاینوم د روستاړي پتوګه :
بخت تورئ ، پام تورئ ، خواتورئ ، زړه تورئ ، سرتورئ ، شاتورئ ، لاس تورئ ، مختورئ ، نومتورئ ، ولس تورئ او نور
ته : د ستاینوم روستاړئ :
( ته کلمه چې په څټه کې یو وییکئ ( د ارتباط کلمه ) ده ، د ځینو وییونو ( کلمو) سره ستاینوم جوړوي لکه :
له ځان څخه ځانته او نور
تئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بوزه تئ ، روژه تئ ، کوژه تئ ، مټتئ او نور
تېر ، تېرئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) روستاړئ :

ارواتېرئ ، ایمان تېري ، پت تېرئ ، ځان تېرئ ، ځواک تېرئ ، څنګ تېرئ ، ساعت تېرئ ، زړه تېرئ ، سرتېرئ ، غم تېرئ ، منځ تېرئ ، ننګ تېرئ ، نوم تېرئ ، واک تېرئ ، وخت تېرئ ، هوډ تېرئ او نور په ټ توري پیل ستاینومونه :
ټوټه : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اورټوټه ، ایمان ټوټه ، بخت ټوټه ، پت ټوټه ، ځواک ټوټه ، رازټوټه ، زرټوټه ، زیارټوټه ، کارټوټه ، ننګټوټه ، ویاړټوټه ، هڅټوټه ، هوډټوټه او نور
په ج توري پيل ستاینومونه :
جار : د تړښتي ويي مرستاړئ :
وطنجار ، ولسجار ، هېوادجار او نور
جن : د ستاینوم روستاړئ :
ارمانجن ، اومجن ، چینجن ، خوښجن ، دپجن ، دروغجن ، غمجن ، کبرجن ، کرکجن ، لېړجن ، ماڼېجن ، نمجن ، ویاړجن ، ویرجن او نور
جوړ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
افغانستان جوړ ، امریکا جوړ ، ایران جوړ ، بهرجوړ ، جاپان جوړ ، چین جوړ ، خپللاس جوړ ، کورجوړ ، هند جوړ ، یوروپ جوړ او نور
په چ توري پيل ستاینومونه :
چارئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بدچارئ ، پت چارئ ، پټ چارئ ، پریکونچارئ ، ټګچارئ ، ځانچارئ ، خوښ چارئ ( رضاکار ) ، رازچارئ ، زورچارئ ، زوړچارئ ( کهنه کار ) ، سختچارئ ، سمونچارئ ، غوړچارئ ، لوی چارئ ( کلانکار ) ، منځچارئ ، نیکچارئ ، ورځچارئ ( پله بین ) ، ولسچارئ او نور
چکئ : د ستاینوم د ( تصغیر ) روستاړئ لکه :
له غل څخه غلچکئ او نور
چن : د ستاینوم روستاړئ :
بېخچن ، پټچن ، خړچن ، دروند چن ، روڼ چن ، زوښه چن ، ځیرچن ، خوښچن ، سپکچن ، سختچن ، سړیچن ، ښوره چن ، غټ چن ، غوړچن ، غوره چن ، کړغیچن ، لړه چن ، لوی چن ، مړچن ، مړغیچن ، ووړچن ، ویښچن ، هسکچن ، هیښچن او نور
چي : د ستاینوم روستاړئ :

پروپاګند چي ، توپچي ، جارچي ، ډنډورچي ، دوکڼه چي ، ډولچي ، ربابچي ، سورنچي ، مرکچي ، نغاره چي ، نندارچي ، هارمونه چي او نور په ځ توري پيل ستاینومونه :
ځار : د ستاینوم روستاړئ :
وطنځار ، ولسځار ، هېوادځار او نور
ځالئ : د ستاینوم روستاړئ :
له نیم څخه نیمځالئ ( مستعمل ) او نور
ځان : د تړښتي ستاینوم د مرستاړي پتوګه :
ځان بایللئ ، ځان بدئ ، ځان پالئ ، ځان پلورئ ، ځانپوه ، ځان تېرئ ( ځان تېر ) ، ځان تړلئ ، ځان چارئ ، ځان چاودئ ، ځانخوا ، ځانخور ( ځانخورئ ) ، ځان خوښ ، ځان خېل ، ځان دوستئ ، ځان دوښمنئ ، ځان زده کړئ ، ځان ساتئ ( ځان ساتونکئ ) ، ځانسازئ ( ځانساز ) ، ځان ستایلئ ، ځان ښود ( ځان ښودئ ) ، ځانغاړئ ، ځانغودئ ، ځانګړئ ، ځانګنئ ، ځانګونئ ، ځان لارئ ، ځان لوړئ ، ځان لورئ ، ځانمل ، ځانمنلئ ، ځانمنئ ، ځان نېولئ ، ځان ورته ، ځانوژنئ ، ځان ورکئ ، ځان وړ ، ځان ویښئ ، ځان وینئ ، ځانیار او نور
ځپلئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
توپان ځپلئ ، جنګ ځپلئ ، ځان ځپلئ ، ځواک ځپلئ ، دودځپلئ ، زړه ځپلئ ، زورځپلئ ، غمځپلئ ، کارځپلئ ، وخت ځپلئ ، ویرځپلئ او نور
ځرئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
یوه ځرئ او نور
ځن : د ستاینوم روستاړئ :
تورځن ، څنګځن ، ښکارځن ، لامبوځن او نور
په څ توري پیل ستاینومونه :
څار ، څارئ : د ستاینوم د روستاړي پتوګه :
پام څارئ ، پتڅارئ ، پټڅارئ ، پل څارئ ، ټولڅارئ ، ځان څارئ ، ځواک څارئ ، رازڅارئ ، زړه څارئ ، سترګڅارئ ، سخت څارئ ، غرڅارئ ، کارڅارئ ، کورڅارئ ، ګټه څارئ ، لارڅارئ ، لوبڅارئ ، ننګ څارئ ، واک څارئ ، وخت څارئ ، ولس څارئ اونور
څو : د ستاینوم مرستاړئ :
څوخولئ ، څورنګئ ، څوژبئ ، څوسترګئ ، څولارئ ، څومخئ ، څوهوډئ او نور
څېر : د ورتوالي مرستاړئ :
اغزي پڅېر ، اورپڅېر ، تل پڅېر ، تېرپڅېر ، ځان پڅېر ، زړه پڅېر ، شپون پڅېر ، غرپڅېر ، ګل پڅېر ، لمرپڅېر ، ماشوم پڅېر ، مړپڅېر او نور
په خ توري پيل ستاینومونه :
خپل : د ستاینوم مرستاړئ :
خپلځانئ ( ځان خوا ) ، خپل ځواکئ ، خپلخوښئ ، خپل دریځئ ، خپلرنګئ ، خپل زړئ ( چې هر څه پخپل زړه ترسره کوي ) ، خپل سرئ ، خپل کارئ ، خپل لارئ ، خپللاسئ ، خپلمنځئ ، خپلواک ، خپل وسئ او نور
خرڅه : د ستاینوم مرستاړئ :
بدخرڅه ، بېخرڅه ، پت خرڅه ، پټ خرڅه ، پښت خرڅه ، ځان خرڅه ، دروندخرڅه ، غټ خرڅه ، ژب خرڅه ، غوړخرڅه ، کم خرڅه ، ګران خرڅه ، لوړخرڅه ، ننګ خرڅه ، نوم خرڅه ، ولس خرڅه ، ویاړخرڅه او نور
خوا : د ستاینوم مختاړي :
خوابدئ ، خواپورې ، خواتورئ ، خواخوږئ ، خواسوړئ ، خواشینئ ، خوانېولئ او نور
خوا : د ستاینوم روستاړي :
بدخوا ، تږي خوا ، ځانخوا ، خپلخوا ، دروندخوا ، درنه خوا ، خیرخوا ، زړه خوا ، بیړه خوا ، سپيره خوا ، سړه خوا ، سوله خوا ، لوړخوا ، منځخوا ، مړه خوا ( موړسترګئ ) ، نیکخوا ، نیمه خوا ، وږي خوا ( وږسترګئ ) او نور
خوار : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
خوارپالئ ، خوارجن ، خوارخولئ ، خوارخېل ، خوارزئ ، خوارزړئ ، خوارژبئ ، خوارسترګئ ، خوارسرئ ، خوارغاړئ ، خوارګړئ ، خوارمخئ ، خوارمن ، خوارنسئ ، خواریال ، خواریالئ ، خواریاڼئ ، خواریکښ او نور
خور ، خورئ : د ستاینوم مرستاړئ :
بډي خور ، پاتې خور ، تنخاخور ، تیارخور ، تغیرخور ، تي خور ، ځانخور ، خیراتخور ، دردخور ، زړه خور ، زیاتي خور ، سړیخور ، سوګندخور ، شېدې خور، غمخور ، غوښې خور ، غول خور ، ګوړخور ، ماتې خور ، مارخور ، مالخور ، نړیخور ، واښه خور ، وړیاخور او نور
خوړلئ : د ستاینوم مرستاړئ :
پت خوړلئ ، پورخوړلئ ، تورخوړلئ ، ځان خوړلئ ، حق خوړلئ ، رنځ خوړلئ ، زړه خوړلئ ، زهرخوړلئ ، سرخوړلئ ، سوزخوړلئ ، سوګندخوړلئ ، عمرخوړلئ ( سپین ږیرئ ) ، غم خوړلئ ، مارخوړلئ ، مال خوړلئ ، وخت خوړلئ ( چې د وخت تودې او سړې پرې تېرې شوې وي ) ، وېرخوړلئ او نور
خوږئ : د ستاینوم مرستاړئ :
خواخوږئ ، زړه خوږئ ، غم خوږئ ، ولسخوږئ ، هډخوږئ ، همخوږئ او نور
خوښئ : د ستاینوم مرستاړئ :
بېلتون خوښئ ، پت خوښئ ، ټول خوښئ ، ځان خوښئ ، ځواک خوښئ ، رازخوښئ ، زرخوښئ ، زړه خوښئ ، زورخوښئ ، زیارخوښئ ، سمون خوښئ ، کارخوښئ ، واک خوښئ ، وس خوښئ ، ولس خوښئ ، یوون خوښئ او نور
خولئ : د ستاینوم مرستاړئ :
اورخولئ ، اوږدخولئ ، پټ خولئ ، پڅ خولئ ، تورخولئ ، تيزخولئ ، جړخولئ ، چوپ خولئ ، ځوان خولئ ، څوخولئ ، څېرخولئ ، خوږخولئ ، درون خولئ ، رازخولئ ، زورخولئ ، سپک خولئ ، سخت خولئ ، سوړخولئ ، ښځخولئ ، غوړخولئ ، غوڅ خولئ ، ګوړخولئ ، لوندخولئ ، لېړخولئ ، مړخولئ ، نرخولئ ، هوډخولئ ، یوخولئ او نور

خویه : د ستاینوم روستاړئ :
اورخویه ، بدخویه ، بېل خویه ، پري خویه ، ځناورخویه ، تندخویه ، تنګ خویه ، دروندخویه ، دېوخويه ، زورخویه ، سپکخویه ، سخت خویه ، سړيخویه ، سوړخویه ، شوم خویه ، ښځخویه ، لوړخویه ، ماشوم خویه ، نرخویه او نور
خېل : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :

اورخېل ، اوریاخېل ، پت خېل ، خان خېل ، زرخېل ، زمرخېل ، سوچه خېل ، غرخېل ، لمرخېل ، میرخېل ، وړخېل ، وړیاخېل او نور په د توري پيل ستاینومونه :
دریځ ، دریځه : د ستاینوم مرستاړئ :
اوردریځه ، اوم دریځه ، بددریځه ، بېدریځه ، پټ دریځه ، پوخ دریځه ، ټيټ دریځه ، ټينګ دریځه ، څنګ دریځه ، حق دریځه ، خپل دریځه ، خواردریځه ، درونددریځه ، روغ دریځه ، روڼ دریځه ، زوردریځه ، سپين دریځه ، سخت دریځه ، ستغ دریځه ، سم دریځه ، سیل دریځه ( نندارچي ) ، شوم دریځه ، ښي دریځه ، غم دریځه ، کلک دریځه ، کم دریځه ، کوږدریځه ، کیڼ دریځه ، ګران دریځه ، لوړدریځه ، منځ دریځه ، ناسم دریځه ، نردریځه ، نرم دریځه ، وران دریځه ، ویاړدریځه او نور
دوست : د ستاینوم مرستاړئ :
اوردوست ، پت دوست ، ځان دوست ، ځوان دوست ، رازدوست ، زردوست ، زړه دوست ، زیاردوست ، غردوست ، کاردوست ، ګل دوست ، لمردوست ، ننګ دوست ، نوم دوست ، واک دوست ، ویاړدوست او نور
دوه : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
دوه بختئ ، دوه ځانئ ، دوه خولئ ، دوه رنګئ ، دوه ژبئ ، دوه سرئ ، دوه کارئ ، دوه مخئ ، دوه هوډئ او نور

په ډ توري پيل ستاینومونه :
ډک : د ستاینوم روستاړئ :
ډک خولئ ، ډک رازئ ، ډک زړئ ( ډک زړه ) ، ډک سترګئ ، ډک لاسئ ( ډک لاس ) ، ډک مغزئ ، ډک منځئ ، ډک موټئ ، ډک نسئ او نور
ډکئ : د ستاینوم مرستاړئ :
خوا ډکئ ، زړه ډکئ ، لاس ډکئ ، مغزډکئ ، موټ ډکئ ، نس ډکئ ، وس ډکئ او نور
ډول ، ډوله ، ډولئ : د ستاینوم مرستاړئ :
اورډوله ، بد ډوله ، پت ډوله ، پري ډوله ، تنګ ډوله ، چوپ ډوله ، ځان ډوله ، ځانګړډوله ، ځوان ډوله ، څوډوله ، خان ډوله ، دروندډوله ، دېوډوله ، زرډوله ، زرنګ ډوله ، زیږډوله ، ساده ډوله ، سپک ډوله ، سخت ډوله ، کاکه ډوله ، ګل ډوله ، لنډډوله ، مست ډوله ، نرډوله ، وړډوله ، ویاړډوله ، ویښ ډوله ، هیښ ډوله ، هرډوله ، هوډ ډوله ، یادډوله ، یوډوله او نور
په ر توري پيل ستاینومونه :
رنګ ، رنګه : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بلرنګه ، بدرنګه ، بې رنګه ، څورنګه ، زررنګه ، غنمرنګه ، کمرنګه ، ګلرنګه ، ګڼ رنګه ، هررنګه ، همرنګه ، یورنګه او نور
روزئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
چرګان روزئ ، څاروي روزئ ، ژوی روزئ او نور
په ړ توري پيل ستاینومونه :
ړئ :
له اوم څخه اومړئ له خون څخه خونړئ
له رنځ څخه رنځړئ له منځ څخه منځړئ
په ز توري پيل ستاینومونه :
زړه : د تړښتي ستاینوم روستاړئ :
زړه بایللئ ، زړه بدئ ، زړه پړسېدلئ ، زړه تړلئ ، زړه تورئ ، زړه پورې ، زړه خوړلئ ، زړه خوړین ، زړه خوږئ ، زړه سوئ ، زړه شینئ ، زړه وتلئ ، زړه وړئ او نور
زړئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اورزړئ ، بدزړئ ( بدخوا ) ، پاشل زړئ ، پاک زړئ ، پت زړئ ، پټ زړئ ، تودزړئ ، تورزړئ ( ګناکار ) ، ټينګ زړئ ، چل زړئ ، ځان زړئ ، ځوان زړئ ، خپورزړئ ، خوارزړئ ، خوږزړئ ، خوښ زړئ ، درون زړئ ، روڼ زړئ ، روغ زړئ ، زخمي زړئ ، زیږزړئ ، سپک زړئ ، سپین زړئ ، سخت زړئ ، سست زړئ ، سم زړئ ، سوړزړئ ، شین زړئ ، غټ زړئ ، غرزړئ ، غم زړئ ، لوړزړئ ، لوی زړئ ، مات زړئ ، مړزړئ ، موړزړئ ، منځ زړئ ( منځړئ ) ، وچ زړئ ، ويښ زړې ، هیښ زړئ ، هېرزړئ ( فراموشکار ) ، یخ زړئ ، یوزړئ او نور
زوی : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
پت زوی ، خوږزوی ، زیږزوی ، شېرزوی ، ګلاب زوی ، غرزوی ، لال زوی ، لمرزوی ، میرزوی او نور
زئ : د نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
اړزئ ، اورزئ ، خان زئ ، ریښتین زئ ، زیږزئ ، سیال زئ ، شړزئ ، غرزئ ، غمزئ ، کرزئ ، ګلزئ ، لمرزئ ، میرزئ ، ویښ زئ او نور
په ژ توري پيل ستاینومونه :
ژبئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اوردوژبئ ، اورژبئ ، اوږدژبئ ، بل ژبئ ، پاړسي ژبئ ، پت ژبئ ، بړژبئ ، بندژبئ ، بې ژبې ، بدژبئ ، تت ژبئ ، توتي ژبئ ، ټینګ ژبئ ، جړژبئ ، چوپ ژبئ ، حاضرژبئ ، ختیځ ژبئ ، خوارژبئ ، خوږژبئ ، څوژبئ ، دوه ژبئ ، روان ژبئ ، روغ ژبئ ، روڼ ژبئ ، زورژبئ ، ستغ ژبئ ، سپورژبئ ، سخت ژبې ، سوړژبئ ، غټ ژبئ ، غوڅ ژبئ ، غوړژبئ ، کارژبئ ، ګلژبئ ، ګڼ ژبئ ، لواړژبئ ، لوړژبئ ، لوندژبئ ، لویدیځ ژبئ ، مړژبئ ، مست ژبئ ، نرژبئ ، ورک ژبئ ، وړژبئ ، ولس ژبئ ، همژبئ ، یوژبئ او نور
ژړلئ : د ستاینوم روستاړئ :
پت ژړلئ ، تل ژړلئ ، ځان ژړلئ ، زړه ژړلئ ، غمژړلئ ، ولس ژړلئ ، ویرژړلئ او نور
ژلئ : د ستاینوم روستاړئ :
ارمان ژلئ ، پرغزژلئ ( قارجن ) ، پرهرژلئ ، پورژلئ ( پردیس ) ، زهرژلئ ، غمژلئ ، قهرژلئ ، مړژلئ ، ویرژلئ او نور
ژواندئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :

پت ژواندئ ، تل ژواندئ ، خوښ ژواندئ ، زړه ژواندئ ، کارژواندئ ، مړژواندئ ، نیم ژواندئ ، ویاړژواندئ او نور په س توري پيل ستاینومونه :
ساتئ : د ستاینوم مرستاړئ :
پام ساتئ ، پت ساتئ ، چرګان ساتئ ، ځان ساتئ ، ځواک ساتئ ، څاروي ساتئ ، رازساتئ ، زړه ساتئ ، ژوی ساتئ ، ګل ساتئ ، سوله ساتئ ، نوم ساتئ ، ننګ ساتئ ، واک ساتئ ، ورساتئ ، یادساتئ او نور
سپارلئ ، سپارئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
ځان سپارلئ ، سرسپارلئ ، زړه سپارلئ ، واک سپارلئ ، وس سپارلئ او نور
سترګئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اوچت سترګئ ، بدسترګئ ، برګ سترګئ ، برن سترګئ ، پټ سترګئ ، پوچ سترګئ ، تنګ سترګئ ، تورسترګئ ، ټيټ سترګئ ، جیګ سترګئ ، ځوان سترګئ ، ځوړسترګئ ، ځیرسترګئ ، څیرسترګئ ، خړسترګئ ، خوږسترګئ ، ډارسترګئ ، روڼ سترګئ ، ړوندسترګئ ، ژيړسترګئ ، سپین سترګئ ، سیخ سترګئ ، سورسترګئ ، شاسترګئ ، شوم سترګئ ، شین سترګئ ، ښځ سترګئ ، غل سترګئ ، غوړسترګئ ، کوزسترګئ ، کړاغ سترګئ ، کوږسترګئ ، لوړسترګئ ، مړاوسترګئ ، مړسترګئ ، موړسترګئ ، نرسترګئ ، وچ سترګئ ، وږسترګئ ، ویاړسترګئ ، یوسترګئ او نور
سخت : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
سخت پالئ ، سخت پلوئ ، سخت چارئ ، سخت ځانئ ، سخت خولئ ، سخت خویه ، سخت دریځه ، سخت زړئ ، سختوړک ، سختوړئ ، سخت ژبئ ، سخت سترګئ ، سخت سرئ ، سخت غاړئ ، سخت کارئ ، سختګالئ ، سختګیر ، سخت لاسئ ، سخت لورئ ، سختمل ، سخت مغزئ ، سختیار ، سخت هڅئ ، سختیال ، سختیالئ ، سختیانئ ، سختین او نور
سر : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
سراېله ، سرتېر ( سرتېرئ ) ، سرتمبه ، سرجنګ ، سرخان ، سرخېل ، سردنګ ، سرزورئ ، سرمشر ، سرښندئ ، سرکوزئ ، سرلوړئ او نور
ــ سربایللئ ، سرپرېکړئ ، سرتړلئ ، سرڅټلئ ، سرخوړلئ ، سرسپارلئ ، سرګټلئ ، سرګڼلئ ، سرمنلئ ، سرنېولئ ، سروتلئ او نور
ــ سربایلونکئ ، سرڅټونکئ ، سرخوړونکئ ، سرسپارونکئ ، سرګټونکئ او نور
ــ سربایلونئ ، سرخوړونئ ، سرګټونئ او نور
سرئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بېسره ، تش سرئ ، تورسرئ ، ټيټ سرئ ، ځوان سرئ ، ځوړسرئ ، خام سرئ ، خپلسرئ ، ډک سرئ ، زرسرئ ، زورسرئ ، زړه سر ، زیږسرئ ، ژېړسرئ ، سپک سرئ ، سخت سرئ ، غټ سرئ ، غوړسرئ ، لوړسرئ ، وچ سرئ ، وخت سرئ ، وړسرئ ، ووړسرئ ، هسک سرئ ، هوډسرئ ، یوسرئ او نور
سوز ، سوزئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
پت سوز ، ځان سوز ، زړه سوز ، کورسوز ، مینه سوز ، نړۍ سوز ، واک سوز ، ویاړسوز، یادسوزئ او نور
په ش توري پیل ستاینومونه :
شر : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
شرپنځئ ، شرپېښئ ، شرتړئ ، شرخولئ ، شرزړئ ، شرژبئ ، شرسترګئ ، شرسرئ ، شرغوښتئ ، شرګډئ ( شرانداز ) ، شرلاسئ ، شرلمنئ ، شرمخئ ، شرمغزئ او نور
شریک : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
جیب شریک ، ځان شریک ، رازشریک ، زیان شریک ، غمشریک ، کارشریک ، وارشریک ، هډشریک او نور
شوئ : د تېرمهال د فعلي ستاینوم روستاړئ :
اړشوئ ، اشناشوئ ، بېلارشوئ ، پري شوئ ، پوخ شوئ ، پوخلاشوئ ، تورشوئ ، تېرشوئ ، جوړشوئ ، ځوان شوئ ، خوښ شوئ ، رسواشوئ ، کارشوئ ، ګډشوئ ، مین شوئ ، ویښ شوئ ، یوشوئ او نور
شینئ : د ستاینوم مرستاړئ :
شينئ ، خواشینئ ، زړه شینئ او نور

په غ توري پيل ستاینومونه :
غاړئ : د تړښتي ستاینوم روستاړئ :
ارام غاړئ ، اوبغاړئ ، اوچت غاړئ ، اورغاړئ ، اوښتون غاړئ ، بت غاړئ ، بخت غاړئ ، برغاړئ ، برم غاړئ ، بېلتون غاړئ ، پاڅون غاړئ ، پام غاړئ ، پتغاړئ ، پرتم غاړئ ، پناغاړئ ، پورغاړئ ( چې بیابیا له وګړو پور اخلي ) ، پوښتنغاړئ ، پښتون غاړئ ، تورغاړئ ( لکه مړځ ) ، تېرغاړئ ( تېرېدونکئ ) ، جګړه غاړئ ، جنګ غاړئ ، جوړغاړئ ، چاره غاړئ ، ځان غاړئ ( خودخواه ) ، ځواک غاړئ ، څنګغاړئ ، خپلغاړئ ( د خپلوانو پلوي ) ، خړغاړئ ، خوښغاړئ ، د نګ غاړئ ، ډلغاړئ ، رازغاړئ ، رنځورغاړئ ، ریښتین غاړئ ، زورغاړئ ، زیارغاړئ ، زیږغاړئ ، ژمنغاړئ ، سپکغاړئ ( چې وګړو ته په سپکه سترګه ګوري ) ، سپینغاړئ ، سختغاړئ ، سرغاړئ ( سرغړونکئ ) ، ستغ غاړئ ، سمون غاړئ ، سندرغاړئ ، سورغاړئ ( چې موسیقي په سور او تال سره غږوي ) ، سوله غاړئ ، سینغاړئ ، کارغاړئ ، کرغاړئ ، کلک غاړئ ، کورغاړئ ، ګټه غاړئ ، ګډون غاړئ ، ګرځنغاړئ ( چې ګرځېدا او چکر یې خوښېږي ) ، ګېله غاړئ ، لمسون غاړئ ، لمونځغاړئ ، لوبغاړئ ، لوزغاړئ ، لوستغاړئ ، مرستغاړئ ، مورغاړئ ( هغه ماشوم چې د مور له څنګ څخه نه خوځېږي ) ، میله غاړئ ، ناستغاړئ ( چې د ګرځېدا پر ځای یې ارام او ناسته خوښېږي ) ، ننګغاړئ ، واکغاړئ ، وچغاړئ ، ورکغاړئ ، ورینغاړئ ، ولسغاړئ ، ویښغاړئ ، ويښتونغاړئ ، ویښونغاړئ ، هڅغاړئ ، هسکغاړئ ، هېرغاړئ ، هیښغاړئ ، هېله غاړئ ، یوون غاړئ او نور
غرئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ لکه :
له لنډ څخه لنډغرئ له لېوني څخه لېونغرئ
غم : د تړښتي ستاینوم د مختاړي پتوګه :
غمپال ، غمتېر ( غمتېرئ ) ، غمجن ، غم چاودئ ، غمځپلئ ، غمخوا ، غمخور ( غمخورئ ) ، غمخوړلئ ، غم خوږئ ، غمدوست ، غمډوله ، غم زړئ ، غمژړلئ ، غمغاړئ ، غمکښ ، غمګال ، غمګړئ ، غملړلئ ، غم مل ، غمناک ، غم وړ ، غموړئ ، غمولئ ، غمیار ، غمیال ، غمیالئ ، غمیانئ ، غمیدلئ ، غمیاد او نور
غن : د ستاینوم روستاړئ :
سرغن ، لارغن او نور
غندوی : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
ارغندوی ، سرغندوی ، وغندوی او نور
غوږئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بوڅ غوږئ ، پپړغوږئ ، تېزغوږئ ، تورغوږئ ( نه منونکئ ) ، څارغوږئ ، دروندغوږئ ، ویښ غوږئ او نور
غوښت ، غوښتئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
جګړه غوښت ( د ساري په ډول : جګړه غوښت ځواکونه ) ، ځان غوښتئ ، زړه غوښت ، غم غوښت ، سوله غوښت ( سوله ساتئ ) ، نوم غوښت ( سړئ ) او نور
غون : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
زرغون ، ژړه غون ، لرغون او نور
غونئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :

اورغونئ ( اورخویه ، اورمجاز ) ، بدغونئ ، تره غونئ ( تیاره وزمه ) ، تودغونئ ( ګرم خویه ، ګرم مجاز ) ، خړغونئ ، ډارغونئ ( ډاریدونکئ ) ، زرغونئ ، زیږغونئ ، ژړه غونئ ، ژیړغونئ ، سپېره غونئ ، سړه غونئ ، لرغونئ ، مړه غونئ ( د یو بوټي نوم دئ ، همدارنګه د مړاوي په مانا هم دئ ) ، وېره غونئ ( ویریدونکئ ) او نور

 

په ک توري پيل ستاینومونه :


ک :
۱ ــ د نسبتي ستاینوم د روستاړي پتوګه :
له تریخ څخه تریخک له ځیر څخه ځیرک
له تور څخه تورک له خړ څخه خړک
له سور څخه سورک له ووړ څخه ووړک
له سپين څخه سپينک له شین څخه شینک
له غوړ څخه غوړک ( غوړکئ ) له لوی څخه لویک
له نیم څخه نیمک ( غران ) له تور څخه تورک
۲ ــ د تصغیر د مرستاړي پتوګه :
له خر څخه خرک له غر څخه غرک
له لمر څخه لمرک له ووړ څخه ووړک
کار ، کارئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
ازمایښتکارئ ، بدکارئ ، پاک کارئ ، پټکارئ ، خپل کارئ ، خامکارئ ، دسیسه کارئ ، ډبرکارئ ، سوانکارئ ، شپه کارئ ، زوړکارئ ، ګل کارئ ، ماشین کارئ ، مزدورکارئ ، میناکارئ ، نوکارئ ، نیک کارئ ، ورانکارئ ، ورځ کارئ ، ولېښتکارئ ( ټټار ) او نور
کړئ : دتېرمهال د فعلي ستاینوم روستاړئ :
اوبه کړئ ، اوړه کړئ ، بارکړئ ، پريکړئ ، پوخ کړئ ، پوخلاکړئ ، تنګ کړئ ، تورکړئ ، جوړکړئ ، خوښ کړئ ، غوره کړئ او نور
کښ :
۱ ــ د تړښتي ويي ( ستاینوم ) د روستاړي پتوګه :
اوبکښ ، بارکښ ، تاوکښ ( جینجالي ) ، تورکښ ، تېل کښ ، چلم کښ ، څله کښ ، خواریکښ ، زړه کښ ، زیارکښ ، ساکښ ، سرکښ ، سګرټ کښ ، کېنه کښ ، ګازکښ ، ګورکښ ، لارکښ ، مخکښ ، نسوارکښ ، نیمکښ او نور
کنډئ : د ستاینوم د ( تصغیر ) روستاړئ لکه :
له پيش څخه پيشکنډئ او نور
کورئ : د ستاینوم روستاړئ :
له منځ څخه منځکورئ
کئ : د ستاینوم د ( تصغیر ) روستاړئ :
له تریو څخه تریوکئ له تور څخه تورکئ
له ځیر څخه ځیرکئ له ځنډ څخه ځنډکئ
له خوار څخه خوارکئ له سپين څخه سپینکئ
له شین څخه شینکئ له وچ څخه وچکئ
له سم څخه سم سمکئ له لنډ څخه لنډکئ
له ځوان څخه ځوانکئ له غوړ څخه غوړکئ ( د نباتاتو یو ډول ناروغي ده )
کۍ : د ښځينه د تصغیر ، مینې او نسبت ( ستاینوم ) روستاړئ :
۱ ــ له ښځینه نوم څخه لکه :
له ادې څخه ادکۍ له ترور څخه ترورکۍ
له خور څخه خورکۍ له داړې څخه داړکۍ
له غاړې څخه غاړکۍ له لپې څخه لپکۍ
له بريښ څخه بریښکۍ له ناوې څخه ناوکۍ
د غوږ له پوڅې څخه پوڅکۍ او نور
۲ ــ له ستاینوم څخه لکه :
له خوار څخه خوارکۍ له ډار څخه ډارکۍ
له شین څخه شینکۍ له وچ څخه وچکۍ
له وړې څخه وړکۍ زړې څخه زړکۍ
په ګ توری پيل ستاینومونه :
ګار : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
ناګار ، وزګار او نور
ګال ، ګالئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
زیارګال ، ویاړګال او نور
ګډ : د تړښتي ستاینوم د مختاړي پتوګه :
ګډدریځه ( ګډ دریځئ ) ، ګډ رازئ ، ګډ زړئ ، ګډ ژبئ ( همژبئ ) ، ګډ کورئ او نور
ګډئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اورګډئ ( وارختا ) ، برخه لیک ګډئ ، ځواک ګډئ ، دريځ ګډئ ، رازګډئ ، زړه ګډئ ، سترګ ګډئ ، شته ګډئ ، شرګډئ ( شرانداز ) ، شرم ګډئ ،غمګډئ ، کلتورګډئ ، کړنګډئ ، کورګډئ ، لاس ګډئ ، موخګډئ ، لارګډئ ، هم ګډئ ، وارګډئ ، واک ګډئ ، وسګډئ ، ویرګډئ او نور
ګر : د ستاینوم مرستاړئ :
انځورګر ، ایستونګر ( کاشف ) ، بټګر ، بلوسګر ، برمتګر ، پتنه ګر ، پنځګر ، تاړاکګر ، تالانګر ، ټوټګر ، جوارګر ، چاڼګر ، خټګر ، خښتګر ، درغلګر ، درملګر ، دمګر ، زرګر ، زورګر ، سمونګر ، ښکېلاکګر ، کارګر ، کرکګر ، کوډګر ، لوګر ، مرستګر ، مسګر ، نڅاګر ، نوښتګر ، یرغلګر او نور
ګرځئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بېدیاګرځئ ، سمندرګرځئ ( ماڼو ) ، شپه ګرځئ ، ( شب ګرد ) ، غرګرځئ ، نړیګرځئ ، هواګرځئ او نور
ګرئ : د ستاینوم مرستاړئ :
تسلګرئ ، ځنډګرئ ، خنډګرئ ، لوګرئ ، ملګرئ ، مرستګرئ ، او نور
ګړئ : د ستاینوم مرستاړئ :
اومګړئ ( اومغړئ ، لکه : اومغړئ تار ) ، بریدګړئ ، بېلګړئ ، پورګړئ ، پيلګړئ ، ټينګړئ ( لکه : ټينګړي ګامونه ) ، جنګ ګړئ ، چاره ګړئ ، چمتوګړئ ، ځانګړئ ، څارګړئ ، څنګ ګړئ ، دمه ګړئ ، درونګړئ ، دریمګړئ ، دویمګړئ ، ډېرګړئ ، رازګړئ ، رمه ګړئ ، روغګړئ ، زورګړئ ، ژرنده ګړئ ، سپینګړئ ، سختګړئ ، سرګړئ ( همدارنګه سرګړئ د غره د یو ډول وښو نوم هم دئ ) ، سوله ګړئ ، شرمګړئ ، غبرګګړئ ( غبرګړئ ) ، غمګړئ ، کرګړئ ، کروندګړئ ، کښتګړئ ( کرګړئ ، کروندګړئ او کښتګړئ دریواړه د بزګر په ما نا دي ) ، لاره ګړئ ، لوستګړئ ، مرستګړئ ، منځګړئ ، نیمګړئ ، واره ګړئ ، وسګړئ ، وګړئ (مخلوق ) ، ولسګړئ ، ویښګړئ ، ویشګړئ ، هڅګړئ ، همګړئ ، هېرګړئ ( فراموشکار ) ، هیله ګړئ ( متوقع ) ، یوګړئ او نور
ګونئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اورګونئ ، بادګونئ ، بدګونئ ، بریښ ګونئ ، تاندګونئ ، تریخ ګونئ ، تریوګونئ ، تړګونئ ، چاره ګونې ، چوپ ګونئ ، ځان ګونئ ( منحصر بفرد ) ، ځنډګونئ ، څنګونئ ، خرګونئ ، خړګونئ ، خوښګونئ ، رازګونئ ، زرګونئ ، سپک ګونئ ، سپینګونئ ، سلګونئ ، سورګونئ ، شلګونئ ، غبرګونئ ، غرګونئ ، لرګونئ ، لمرګونې ، مرګونې ، مستګونې ، منځګونې ، واره ګونې ، ورښتګونې ، ورک ګونې ، ووړګونې ، ويښګونې ، هيښګونې ، یادګونې او نور
ګین : د ستاینوم روستاړئ :
بادګین ، رنګین ، غمګین او نور
ګینئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :

اورګینئ ، لواړګینئ ، ووړګینئ او نور په ل توري پيل ستاینومونه :
لار ، لارئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بېلار ( بېلا ې ) ، پت لارئ ، پریکونلارئ ، په لار ، ټګلارئ ، ځانلارئ ، څنګ لارئ ، رازلارئ ، ساتنلارئ ، سرلارئ ، سمونلارئ ، ښیلارئ ، کیڼلارئ ، ګوښلارئ ، منځلارئ (معتدل ) ، ورک لارئ ، ولس لارئ ، هملارئ ، هوډلارئ ، یولارئ او نور
لاس ، لاسه ، لاسئ : د تړښتي ستاینوم د روستاړي په توګه :
ارت لاسئ ، بدلاسئ ، برلاسئ ، بېڅه لاسئ ، تشلاسئ ، تنګ لاسئ ، تورلاسئ ، ټګ لاسئ ، ټيت لاسئ ، جیګ لاسئ ، ځوان لاسئ ، خپللاسئ ، خوارلاسئ ، خوږلاسئ ، خیرلاسئ ، دروندلاسئ ، دوه لاسئ ، ډک لاسئ ، روغ لاسئ ، زورلاسئ ، سپک لاسئ ، سپېره لاسئ ، سترلاسئ ، سخت لاسئ ، شته لاسئ ، شرلاسئ ، غبرګ لاسئ ، غوڅ لاسئ ، غوړلاسئ ، کارلاسئ ، ګرانلاسئ ، لوړلاسئ ، لویلاسئ ، یولاسئ او نور
لړلئ : د تړښتي ستاینوم روستاړئ :
اورلړلئ ، بد لړلئ ، تورلړلئ ، ځان لړلئ ( چې په هر شي کې ځان وراچوي یا د شړومبو مچ ) ، شرلړلئ ، غم لړلئ ، لړلئ ، ویرلړلئ ، وین لړلئ او نور
لن : د ستاینوم روستاړئ :
اوبلن ، اورلن ، اوښلن ، ځوږلن ، خوږلن ، خوګلن ، زولن ، ژوبلن ، سیورلن ، شګلن او نور
لنډ : د تړښتي ستاینوم د مرستاړي پتوګه :
لنډاک ، لنډغر ، لنډفکرئ او نور
لوړ : د تړښتي ستاینوم د مختاړي پتوګه :
لوړاوسئ ، لوړبختئ ، لوړپالئ ، لوړپامئ ، لوړپزئ ، لوړسترګئ ، لوړفکرئ ، لوړلاسئ ، لوړنومئ ، لوړواکئ ، لوړ ونئ ، لوړهوډئ او نور
لوړ ، لوړئ : د تړښتي ستاینوم د روستاړي پتوګه :
پت لوړئ ، بخت لوړئ ، ځان لوړئ ، زړه لوړئ ، سرلوړئ ، شان لوړئ ، قام لوړې ، لاس لوړئ ، نوم لوړئ ، هوډلوړئ او نور
لوی : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
لوی پښتئ ، لوی خويه ، لوی فکره ، لوی کورئ ، لویلاسئ ، لوی نومئ او نور
لئ : د نسبتي ستاینوم د روستاړئ پتوګه لکه :
له پوه څخه پوهیلئ له ګوښه څخه ګوښیلئ
له ویښ څخه ویښیلئ له هیښ څخه هیښیلئ
له روسته څخه روستلئ له ړومبي څخه ړومبلئ
له همزو څخه همزولئ له روه څخه روهیلئ
لیدئ : د نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
اوچت لیدئ ، اړخ لیدئ ، بیخ لیدئ ، تنګ لیدئ ، توله لیدئ ( پله بین ) ، چاپېرلیدئ ، ځان لېدئ ( ځان وینئ ) ، ځغلن لیدئ ، ځیرلیدئ ، خوالیدئ ، ژورلیدئ ، لنډلیدې ، نړۍ لېدئ ، وخت لېدئ ( اپورتونېست ) ، وړاندلیدې او نور
په م توري پيل ستاینومونه :
مار : د ستاینوم روستاړئ :
ټوپک مار ، ټوکمار ، ټګمار ، جرګه مار ، جګړه مار ، داړه مار ، دبړه مار ، دوکه مار ، ډانګه مار ، ډوډي مار ، سوکمار ، ښکنځل مار ، شکنجه مار ، شوکمار ، کوتک مار ، ګوندي مار ، لوټمار ، لانجه مار ، لنډ مار ، مړمار او نور
مارئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
بړوڅ مارئ ، ټوپکمارئ ، ټوکمارئ ، ټګمارئ ، جرګه مارئ ، جګړه مارئ ، چل مارئ ، چوپ مارئ ، دبړه مارئ ، دوکه مارئ ، ډوډي مارئ ، زورمارئ ، ژبمارئ ، سپکمارئ ، سخت مارئ ، ښکنځل مارئ ، شوکمارئ ، غوڅ مارئ ، کوتک مارئ ، لانجه مارئ ، لنډ مارئ ، مړمارئ ، وسمارئ ، او نور
مخئ : د نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
اړمخئ ، اورمخئ ، بدمخئ ، برید مخئ ، بې مخه ، پت مخئ ، پټ مخئ ، پيمخئ ، تورمخئ ، جنګ مخئ ، چل مخئ ، ځوان مخئ ، څنګ مخئ ، څومخئ ، خوښ مخئ ، درون مخئ ، دوه مخئ ، رازمخئ ، روڼ مخئ ، زیږمخئ ، سپک مخئ ، سخت مخئ ، سپین مخئ ، سورمخئ ، شرمخئ ، ګل مخئ ، وړمخئ ، ویاړمخئ ، هوډ مخئ ، یو مخئ او نور
مرغ : د ستاینوم روستاړئ :
بدمرغ ، نیکمرغ او نور
مست : د ستاینوم مرستاړئ :
بد مست ، پول مست ، تن مست ، ځواک مست ، څله مست ، خرمست ، خیال مست ، خېل مست ، زرمست ، زورمست ، سرمست ، شرمست ، ښکلامست ، غم مست ، ګل مست ، مینه مست ، نېشه مست او نور
مشر : د ستاینوم مرستاړئ :
بانډمشر ، بانډه مشر ، بلوک مشر ، ټوليمشر ، جوپه مشر ، دلګئ مشر ، ډلمشر ، زون مشر ، سرمشر ، سیمه مشر ، ښارمشر ، غلومشر ، کلي مشر ، کوڅه مشر ، کورمشر ، لارمشر ، ولسمشر ، هېوادمشر او نور
مغزئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بدمغزئ ، تودمغزئ ، سوړمغزئ ، لوړمغزئ ، وچ مغزئ ، ویښ مغزئ او نور
مل : د ستاینوم روستاړئ :
اورمل ، بختمل ، بریدمل ، بشرمل ، پټمل ، ځواکمل ، ځوانمل ، ځيرمل ، حقمل ، خوارمل ، خوښمل ، ډاډ مل ، رازمل ، زیارمل ، سختمل ، سوله مل ، کارمل ، کليمل ، ګیله مل ، لوستمل ، مل ، نړۍ مل ، واکمل ، وسمل ، ولسمل ، ویاړمل ، ويښمل ، هوډ مل ، هوښمل ، یادمل او نور
من : د ستاینوم روستاړئ :
ارزښتمن ، اړمن ، اغیزمن ، برخمن ، بریدمن ، پتمن ، ځانمن ، خوښمن ، ځواکمن ، ځیرمن ، خوږمن ، دردمن ، ډاډمن ، زورمن ، زیانمن ، ستونځمن ، شتمن ، شکمن ، شوکمن ، ښاڅمن ، ښادمن ، کارمن ، ګیله من ، نیاومن ، واکمن ، وړمن ، وسمن ، ویاړمن ، هوډمن ، هوښمن ، هيښمن ، هیله من او نور
منځ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
منځپال ، منځ تشئ ، منځ ځواکئ ، منځ څارئ ، منځ دریځه ، منځ زړئ ( منځړئ ) ، منځغاړئ ، منځ غړپئ ، منځګړئ ، منځګنئ ، منځګوټئ ، منځګونئ ، منځلارئ ، منځوال ، منځوالي ، منځوان ، منځولي ، منځوله ، منځومئ ، منځوئ ، منځیال ، منځیالئ ، منځیانئ او نور
په ن توري ستاینومونه :
ن :
۱ ــ د ستاینوم د روستاړي پتوګه :
اړخن ، اغزن ، اغوستن ، پمن ، چخن ، ځنډن ، څنډن ، خچن ، داړن ، ژاولن ، سپږن ، غاښن ، غرن ، غوښن ، کړکېچن ، ګږلېچن ، لمرن ، لېړن ، هډن او نور
۲ ــ د ستاینوم د مختاړي پتوګه :
نهیلئ او نور
نا : د ستاینوم ( منفي بڼه ) د مختاړي پتوګه :
۱ ــ له نوم سره د ستاینوم د جوړونې لپاره لکه :
ناپایه ، ناچاره ، ناخواله ، نادوده ، ناکاره او نور
۲ ــ له ستاینوم سره د نوي ستاینوم د جوړونې لپاره لکه :
نااشنا ، ناپېژند ، ناپوخ ، ناپوه ، نا څرګند ، ناخوښ ، ناخوندي ، ناروغ ، ناسم ، ناښاد ، ناغوره ، ناګرم ، ناوړه او نور
۳ ــ د فعلي ستاینومو سره د نوي ستاینومو د جوړونې لپاره :
الېپ : د تېرمهال د فعلي ستاینومو سره :
لومړۍ بېلګه :
نابللئ : لکه ، نابللئ میلمه
ناپېيلئ : لکه ، ناپېیلي هېوادونه
ناغوړېدلې : لکه ، ناغوړیدلې غوټۍ
ناغوښتئ : لکه ، ناغوښتې خبره
ناګڼلئ : لکه ، ناګڼلئ مېرمن
نالاس خوړلئ : لکه ، د طبیعي زیرمو له مخې افغانستان نالاسخوړلې هېواد دئ
نامنلئ : لکه ، نامنلې هیله
ناپاشلې ، ناخوړلئ ، ناشړېدلئ او نور
دویمه بېلګه :
نااوبه شوې : لکه ، نااوبه شوې ځمکه
ناسونت شوي : لکه ، ناسونت شوئ هلک
ناواده شوې : لکه ، ناواده شوې جینۍ
ناجوړشوئ : لکه ، ناجوړشوې لار او نور
دریمه بېلګه :
ناپريکړې : لکه ، ناپریکړې پزه
ناپخ کړئ : لکه ، نا پخ کړې ډوډۍ
ناواده کړې : لکه : ناواده کړې جینۍ او نور
ب ــ د راتلونکي مهال فعلي ستاینومو سره :
لومړۍ بېلګه :
نا ( نه )کېدونکئ ، نا ( نه )منونکئ ، نا ( نه ) پوخلاکېدونکئ ، نا ( نه ) درېدونکئ ، نا ( نه ) سړېدونکئ او نور
دویمه بېلګه :
نااوښتونئ ، ناتېرېدونئ ، نادرېدونئ ، ناکارېدونئ او نور
دریمه بېلګه :
نابهند ، ناپېژند ، ناځلند ، ناڅرګند ، ناخوځند ، نارژند ، ناسوځند ، ناهیښند او نور
څلورمه بېلګه :
نابهندئ ، نارژندئ ، ناسوځندئ ، ناګړندئ او نور
ناک : د ستاینوم روستاړئ :
ارزښتناک ، اغیزناک ، بویناک ، تلوسناک ، خوند ناک ، دردناک ، زبېښناک ، زغمناک ، زهرناک ، سوزناک ، ښویناک ، غمناک ، کینه ناک ، مینه ناک ، وږم ناک ، وسناک ، ویاړناک ، ویرناک ، هېرناک او نور
نجئ : د ستاینوم روستاړئ لکه :
خوارنجئ ، مړغونجئ او نور
ند ، نده : د نسبت او فعليت روستاړئ :
ارزنده ، اغیزنده ، بریښنده ، بسنده ، پارنده ، پریکنده ، پوونده ، ترنده ، توږنده ، توغنده ، ټکنده ، ټوخنده ، ځپنده ، ځغلنده ، ځلنده ، ځوړنده ، څېرنده ، خوځنده ، خورنده ، خوړند ، خوښنده ، رپنده ، رژنده ، رغړنده ، رغنده ، ړچنده ، زیږند ، ژرنده ، ژړنده ، سوځند ، ښکارنده ( پدېده ) ، ښورنده ، ښوینده ، غپنده ، غرنده ، غوڅنده ، کارنده ، کرنده ، ګرځنده ، ګړبنده ، ګړنده ، لغنده ، لوړنده ، ورنده ، وغنده ، ویاړنده ، ویښنده ، وینده ، هیښنده ، یوونده او نور

ندئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
اورندئ ، بغندئ ، بهندئ ، بېړندئ ، پاشندئ ، توغندئ ، چغندئ ، ځپندئ ، ځغلندئ ، ځوړندئ ، خوځندئ ، رپندئ ، رژندئ ، ژوندئ ، ښویندئ ، ګرځندئ ، ګړندئ ، هېښندئ ، ورندئ ، وغندئ ، ویشتندئ ، ویښندئ ، ویندئ ، هیښندئ ، یووندئ او نور
نک : د ستاینوم روستاړئ :
۱ ــ له نوم څخه لکه :
له ژړا څخه ژړانک له ښځې څخه ښځينک
له ویر څخه ویرنک
۲ ــ له ستاینوم څخه لکه :
له چاود څخه چاودینک له بیړې څخه بیړنک
۳ ــ له کړنوم څخه لکه :
له ګورېدل څخه ګورنک
نۍ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
ا ــ له توني ( مکاني ) نوم څخه :
باندینۍ ، برنۍ ، پاسنۍ ، کوزنۍ ، لاندینۍ ، لرنۍ او نور
۲ ــ د مهال ( زمان ) له نوم څخه :
اوسنۍ ، پخوا نۍ ، پرونۍ ، تېرنۍ ، څاښتنۍ ، سږنۍ ، سهارنۍ ، شپنۍ ، غرمنۍ ، کالنۍ ، میاشتنۍ ، ورځنۍ ، وړمنۍ او نور
۳ ــ له نورو نومو څخه :
اورنۍ ، پلارنۍ ( پلرنۍ ) ، تورنۍ ، خورنۍ ، رنګنۍ ، غرڅنۍ ، غرنۍ ، غوسنۍ ، کورنۍ ، لمرنۍ ، مورنۍ ، مېړنۍ ، واره نۍ ، واورنۍ ، ویاړنۍ ، هوډنۍ ، یادنۍ او نور
۴ ــ د لوښي د نوم د مرستاړي پتوګه :
ایرنۍ ، چټلنۍ ، خوږنۍ ، سیګریټنۍ ، کاغذنۍ ، میوه نۍ او نور
۵ ــ له ستاینوم څخه :
بېټنۍ ، ترخنۍ ، تروه نۍ ، توره نۍ ، ټيټنۍ ، ځانتنۍ ، ځورنۍ ، خړنۍ ، ژیړنۍ ، سړنۍ ، غلنۍ ، لوړنۍ ، هسکنۍ او نور
۶ ــ له مصدر څخه :
بوختنۍ ، بېلنۍ ، پيلنۍ ، څېړنۍ ، خپرنۍ ، رپنۍ ، رژنۍ ، رغنۍ ، ژړنۍ ، ګړنۍ ، ویینۍ او نور
۷ ــ له کړول ( قید ) څخه :
بېړنۍ ، سوکنۍ او نور
نئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اورنئ ، برنئ ، بېټنئ ، بېړنئ ، پاسنئ ، پرونئ ، تېرنئ ، ځورنئ ، ځېرنئ ، رغنئ ، رنګنئ ، زمرنئ ، ژبنئ ، سږنئ ، غرنئ ، کالنئ ، کارنئ ، لارنئ ، لمرنئ ، میاشتنئ ، مېړنئ ، واره نئ ، ورځنئ ، وړنئ ، ویاړنئ ، هوډنئ او نور
یادونه :
نۍ او نئ دواړه د نسبتي ستاینوم مرستاړي دي چې نۍ د ښځینه او نئ د نرینه لپاره راځي .
نیم : د تړښتي ستاینوم د مختاړي پتوګه :
نیم برخئ ، نیمځالئ ( مستعمل ) ، نیمچه ، نیم ځانئ ، نیمه خوا ، نیم خولئ ، نیم زړئ ، نیم ژبئ ، نیم ژوبله ، نیم سترګئ ، نیم سیرئ ( د سردرد يوه بڼه ده ) ، نیم شلئ ، نیمکاره ، نیمکښه ، نیمکوره ، نیمګړئ ، نیم مېشتئ ، نیمکۍ ( ټپه ، سندره ) ، نیم هوډئ او نور
نېولئ : د تړښتي ستاینوم د مرستاړي پتوګه :

اجل نېولئ ، بادنېولئ ، بخت نېولئ ، پام نېولئ ( متوجه ) ، پښه نېولئ ، ځان نېولئ ( ګوښه ګیر ) ، څنګ نېولئ ، خوله نېولئ ، زړه نېولئ ( زړه نا زړه ) ، ژبنېولئ ، سانېولئ ، سورنېولئ ( ساز ) ، سترګ نېولئ ( متوجه ) ، ښېنېولئ ، کټ نېولئ ( ناروغ ) ، کورنېولئ ( کرايي والا ) ، وسنېولئ ( بېوسه ) ، وخت نېولئ ، هوډ نېولئ او نور په و توري پيل ستاینومونه :
لنډ ( و ) :
د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
له : باټه ( باټې ) ، بریت ، پرړه ، چرت ، چړ ، چوڼ ، خېټه ، څار ، رټه ، شین ، غرت ، غوږ ، کړاو ، کړت ، کړکېچ ، لاپه او نور
څخه : باټو ، بریتو ، پرړو ، چرتو ، چړو ، چوڼو ، څارو ، خېټو ، رټو ، شینو ، غرتو ، غوږو ، کړاوو ، کړتو ، کړکېچو ، لاپو او نور
وار : د ستاینوم روستاړئ :
امیدوار او نور
واز ، وازئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بختوازئ ، پیوازئ ، خوله وازئ ، خیال وازئ ، دریځ وازئ ، رازوازئ ، سروازئ ، زړه وازئ ، ستونځوازئ ، سوچ وازئ ، غموازئ ، غوټوازئ ، کونه وازئ ، لاروازئ ، لیدوازئ ، مخوازئ ، منځوازئ او نور
واک : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بلواک ، بېواک ، پژواک ، تلواک ، ټولواک ، چارواک ، چورواک ، ځانواک ، ځپلواک ، ځمکواک ، ځواک ، خپلواک ، زرواک ، زورواک ، ژواک ، کارواک ، کاواک ، کورواک ، نیم واک ، واک ، وګړواک ، ولسواک او نور
وال : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اړوال ، اغیزوال ، انډیوال ، بریدوال ، برموال ، پاسوال ، پتوال ، پکتیاوال ، پنځوال ، تړوال ، ځنډوال ، څاروال ، درګیوال ، دروال ، دریځوال ، رازوال ، راغوال ، زیږوال ، ژبوال ، ژغوروال ، ژمنوال ، سروال ، ښکېلوال ، غروال ، کوروال ، ګردیوال ، لروال ، میوند وال ، وطنوال ، ولسوال ، هټۍ وال ، هڅوال ، هډوال ، هوډوال ، هېوادوال ، یادوال ، یووال او نور
وان : د ستاینوم د روستاړي پتوګه لکه :
باغوان ، ټاپووان ، جاله وان ، ځنګلوان ، څاروان ، سروان ، ښکاروان ، کاروان ، ګاډيوان ، لاروان ، ملوان ، موټروان او نور
وتئ ، وتلئ : د ستاینوم مرستاړئ :
ازمون وتلئ ( با تجربه ) ، اغیزوتلئ ( بې اغیزې ) ، بخت وتلئ ، بېخ وتلئ ، پام وتلئ ( بې توجه ) ، خوله وتلئ ( د خولې یو ډول ناروغي ده ) ، خیروتلئ ، زړه وتلئ ( بې جرت ) ، سترګ وتلئ ، سروتلئ ، ښې وتلئ ( چې په کار نه راځي ) ، کاروتلئ ( بې کار ) ، لاروتئ ( بې لارې ) ، لاس وتلئ ( چې په لاس نه راځي ) ، ملاوتلئ ( کړوپ او بيټ ) ، نوموتئ ( مشهور ) ، وس وتلئ ( له امکانه لېري ) او نور
ور : د ستاینوم روستاړئ :
اوږه ور ، بختور ، بېخه ور ، پزه ور ، ځانور ، څانګه ور ، څنډه ور ، څڼور ، څوکه ور ، خوله ور ، خوبور ، خوندور ، ریښه ور ، زړور ، زورور ، ژبور ، ږیرور ، سترګور ، سورور ، شرمور ، ښکرور ، غاښور ، غوږور ، غوښور ، ګټور ، ګېډور ، مټور ، مخور ، مینه ور ، ویښور ، هڅور ، هیښور او نور
ورته : د ستاینوم روستاړئ :
پري ورته ، تورورته ، څېره ورته ، خوی ورته ، زرورته ، شان ورته ، ګل ورته ، لمرورته ، نوم ورته او نور
وران : د ستاینوم روستاړئ :
ورانچارئ ، ورانڅارئ ، وران خولئ ، وران ژبئ ، وران سترګئ ، وران سلوکي ، ورانکارئ ، ورانلارئ او نور
ورانئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بت ورانئ ، پت ورانئ ، ټول ورانئ ، زړه ورانئ ، کارورانئ ، کورورانئ ، نوم ورانئ ، هوډورانئ او نور
وړ : د ستاینوم د روستاړي په توګه :
ارزښتوړ ، اړتیاوړ ، اوښتون وړ ، باوروړ ، بخت وړ ، بریدوړ ، پاڅون وړ ، پاموړ ، پت وړ ، ځان وړ ، ځواک وړ ، دود وړ ، ډاډوړ ، زیاروړ ، ژوندوړ ، شان وړ ، شتون وړ ، غم وړ ، کاروړ ، لمسون وړ ، لید وړ ، مېشت وړ ، نوم وړ ، واک وړ ، وس وړ ، ولس وړ ، ویش وړ ، هڅوړ ، هوډ وړ ، یادوړ او نور
وړئ : ( له وړاېسېدل ، کړنوم څخه ) د ستاینوم مرستاړئ :
پاموړئ ، ځان وړئ ، قام وړئ ، نوموړئ ، ولس وړئ ، یادوړئ او نور
وړئ : ( له وړل ، کړنوم څخه ) د ستاینوم مرستاړئ :
اوبوړئ ( له منځه تللئ ) ، اوروړئ ، بادوړئ ، بوختیا وړئ ، بوږن وړئ ( وحشت اور ) ، پاتې وړئ ، پام وړئ ، پوروړئ ، توپانوړئ ، چرت وړئ ، ځان وړئ ، خوبوړئ ، خوړوړئ ، خیال وړئ ، ریښتیاوړئ ، زړه وړئ ، زوروړئ ، سین وړئ ، غموړئ ، غوروړئ ، فکروړئ ، ښکلاوړئ ، لویا وړئ ، مستیاوړئ ، نازوړئ ، نیزوړئ ، هوښ وړئ ، یادوړئ او نور
وزمه :
۱ ــ د ورتوالي ( ستاینوم ) مرستاړئ لکه :
اوروزمه ، بادوزمه ، توپان وزمه ، تودوزمه ، تیاره وزمه ، ټاپووزمه ، خان وزمه ، دروندوزمه ، روڼ وزمه ، زروزمه ، ښځوزمه ، غروزمه ، ګل وزمه ، لال وزمه ، لمروزمه ، مشروزمه ، میروزمه ، نروزمه او نور
۲ ــ د ستاینوم د درجې د کمولو روستاړئ لکه :
توروزمه ، خړوزمه ، ژیړوزمه ، سپک وزمه ، سپین وزمه ، سوروزمه ، سوړوزمه ، شین وزمه ، مړوزمه او نور
ولئ : د نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
خوبولئ ، غمولئ ، قهرولئ ، نازولئ او نور
ونکئ : د راتلونکي مهال د فعلي ستاینوم روستاړئ :
الوتونکئ ، اوبدونکئ ، بلونکئ ، پارونکئ ، پاشونکئ ، پالونکئ ، پنځونکئ ، تلونکئ ، تپونکئ ، تړونکئ ، جوړونکئ ، څېړونکئ ، ختونکئ ، خوړونکئ ، زده کونکئ ، راښکونکئ ، ساتونکئ ، ښوونکئ ، ګډونکئ ، ګنډونکئ ، لمسوونکئ ، مښونکئ ، منونکئ ، نڅونکئ ، نڅوونکئ ، نویستونکئ ( مخترع ) ، وړونکئ ، ویاړونکئ ، ویشتونکئ ، ویونکئ ، هیښونکئ او نور
ونګ ، ونګه او ونګئ : د ستاینوم د روستاړي پتوګه :
تورونګه ، چل ونګه ، چوپ ونګه ، رژونګه ، زوړونګه ، زیږونګه ، ژيړونګه ، سورونګه ، سوړونګه ، ګل ونګه ، مړونګه ، موړونګه او نور
ونئ : د فعلي ستاینوم روستاړئ :
باروونئ ، پاروونئ ، پریکوونئ ، تګونئ ، چېچونئ ، څڅوونئ ، څکونئ ، خوړونئ ، ډاروونئ ، رغوونئ ، ریښتونئ ، سمونئ ، غبرګونئ ، کارونئ ، کړوونئ ، لمسونئ ، مرګونئ ، مښونئ ، نویستونئ ( مخترع ) ، واروونئ ، ویروونئ ، ویشتونئ ، ویښوونئ ، هیښوونئ ، او نور
وهلئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بډوهلئ ، توپان وهلئ ، ټک وهلئ ، جګ وهلئ ، ځان وهلئ ، خدای وهلئ ، زړه وهلئ ، زوروهلئ ، سترګ وهلئ ، سروهلئ ، غم وهلئ ، غوږوهلئ ، لاس وهلئ ، لمروهلئ ، لنګ وهلئ ، منځ وهلئ ، وخت وهلئ ، یخ وهلئ او نور
وي : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
خپلوي ، غزنوي ، کاموي ، هډوي او نور
په ه توري پيل ستاینومونه :
هڅئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
بریدهڅئ ، پيل هڅئ ، تړون هڅئ ، ځان هڅئ ، ځواک هڅئ ، زړه هڅئ ، غبرګون هڅئ ، کارهڅئ ، کړن هڅئ ، لارهڅئ ، لمسون هڅئ ، یوون هڅئ او نور
هم : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
هم انډول ، هم پښت ، هم تړئ ، هم ټبر ، هم خېل ، همځولئ ، هم څېر ، هم دریځ ، همراز ، همرنګه ، هم زور ، همژبئ ، همغږئ ، همغاړئ ، همکار ، همګټې ، هملارئ ، هم مل ، هم مېشت ، هم نومئ ، هم وسې او نور
په ی توري پیل ستاینومونه :
نرمه ( ئ ) : د نسبت او فاعلیت د روستاړئ پتوګه :
۱ ــ له نوم څخه :
له تېل څخه تېلئ له ډبرې څخه ډبرئ
له ګل څخه ګلئ له راغ څخه راغئ
له کابل څخه کابلئ له پغمان څخه پغمانئ
له هېلې څخه هیلئ له ګیلې څخه ګیلئ
له ننګرهار څخه ننګرهارئ له کندهار څخه کندهارئ او نور
۲ــ له ستاینوم څخه نسبتي ستاینوم لکه :
له غونډ څخه غونډئ له ګرد څخه ګردئ
له لنډ څخه لنډئ له ویجاړ څخه ویجاړئ
له بد څخه بدئ له نیک څخه نیکئ
له برګ څخه برګئ له خړ څخه خړئ
له شین څخه شینئ له ګوډ څځه ګوډئ
۳ــ د تېرمهال د فعلي ستاینوم روستاړي پتوګه لکه :
ازمویلئ ، بللئ ، پارېدلئ ، پاشلئ ، پېچلئ ، پېژندلئ ، ترینګلئ ، تړلئ ، ځورېدلئ ، ختلئ ، څارلئ ، څېرلئ ، داړلئ ، رټلئ ، ژړېدلئ ، سپېڅلئ ، غښتلئ ، کړېدلئ ، کوټلئ ، ګڼلئ ، منلئ ، وتلئ ، ویاړلئ او نور
څرګنده او درنه ( ي ) :
د نستبي ستاینوم روستاړئ :
له : باور ، رباب ، پنډ ، ټوکه ، چرس ، چړ ، چل ، ډول ، کار ، نوم او نور
څخه : باوري ، ربابي ، پنډي ، ټوکي ، چړي ، چلي ، ډولي ، کاري ، نومي او نور
لکيواله ( ۍ ) :
۱ــ له نرینه ستاینوم څخه د ښځینه ستاینوم د روستاړئ پتوګه :
له پردي څخه پردۍ له لېوني څخه لېونۍ
له منځنئ څخه منځنۍ له لغړ څخه لغړۍ
له کوشني څخه کوشنۍ له میړني څخه میړنۍ
۲ــ د نرینه نسبتي ستاینوم څخه د ښځینه نسبتي ستاینوم د روستاړي پتوګه لکه :
له کندهاري څخه کندهارۍ له کابلي څخه کابلۍ
له اوسني څخه اوسنۍ له پروني څخه پرونۍ
له برني څخه برنۍ له لرني څخه لرنۍ
له پخواني څخه پخوانۍ له روستني څخه روستنۍ
یال : نسبتي ستاینوم روستاړئ
اریال ، استیال ، اغیزیال ، اوریال ، بختیال ، برخیال ، برمیال ، بریال ، بسیال ، بوختیال ، پامیال ، پتیال ، پښتیال ، پکتیال ، پوهیال ، توریال ، جنګیال ، چپیال ، چوپیال ، چوریال ، ځواکیال ، ځیریال ، څاریال ، څړیال ، حقیال ، خواریال ، خوښیال ، دودیال ، ډاډیال ، رازیال ، راغیال ، رژیال ، ریښتیال ، رغیال ، روڼیال ، روهیال ، ړنګیال ، زریال ، زغمیال ، زمریال ، زیږیال ، ژبیال ، ژغوریال ، ژمنیال ، ستغیال ، سختیال ، ښادیال ، ښکاریال ، غریال ، غښتیال ، غوریال ، غوښتیال ، کرنیال ، کړنیال ، ګټیال ، لمریال ، لوړیال ، لویال ، مټیال ، مستیال ، ننګیال ، نومیال ، واکیال ، وړتیال ، وسیال ، ولسیال ، ویال ، ویښیال ، هڅیال ، هډیال ، هستیال ، هسکیال ، هوډیال ، هوښیال ، هیښیال ، او نور
یالئ ، یالۍ : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اریالئ ، اړيالئ ، استیالئ ، اغیزیالئ ، اوريالئ ، بختیالئ ، برخیالئ ، برمیالئ ، بريالئ ، بریښیالئ ، بسیالئ ، بڼیالئ ، بوختیالئ ، پامیالئ ، پانګيالئ ، پتیالئ ، پټیالئ ، پړیالئ ، پښتیالئ ، پکتیالئ ، پوخیالئ ، پوهیالئ ، پېښیالئ ، تړیالئ ، تمیالئ ، توریالئ ، توښیالئ ، ټپیالئ ، ټکیالئ ، ټينګیالئ ، جړیالئ ، جنګیالئ ، جیګیالئ ، چپیالئ ، چړیالئ ، چمیالئ ، چوپیالئ ، چڼیالئ ، چوریالئ ، چوغیالئ ، ځانیالئ ، ځلیالئ ، ځنډیالئ ، ځوانیالئ ، ځواکیالئ ، ځوړیالئ ، ځیریالئ ، څاریالئ ، څرکیالئ ، څړیالئ ، څړیکیالئ ، څنګیالئ ، څیریالئ ، حقیالئ ، خواریالئ ، خوږیالئ ، خوښیالئ ، دپیالئ ، دمیالئ ، دریالئ ، دروندیالئ ، دریځیالئ ، دودیالئ ، ډاډیالئ ، ډاریالئ ، ډلیالئ ، رازیالئ ، راغیالئ ، رژیالئ ، ریښتیالئ ، رغیالئ ، روږدیالئ ، روڼیالئ ، روهیالئ ، ړنګیالئ ، زریالئ ، زوریالئ ، زغمیالئ ، زمریالئ ، زیږیالئ ، زغردیالئ ، زړګیالئ ، ژبیالئ ، ژغوریالئ ، ژمنیالئ ، ژوندیالئ ، ژیړیالئ ، سپریالئ ، سترګیالئ ، ستریالئ ، ستیالئ ، سپینیالئ ، ستړیالئ ، ستغیالئ ، ستوریالئ ، ستونیالئ ، سختیالئ ، سریالئ ، سوریالئ ، شتونیالئ ، شړیالئ ، شینیالئ ، ښادیالئ ، ښکاریالئ ، ښکېلیالئ ، ښونیالئ ، ښوییالئ ، غریالئ ،غرګیالئ ، غږیالئ ، غښتیالئ ، غوټیالئ ، غوریالئ ، غوړیالئ ، غوښتیالئ ، کاریالئ ، کرکیالئ ، کړنیالئ ، کړیالئ ، کړیکیالئ ، ګټیالئ ، ګړیالئ ، ګلیالئ ، ګواښیالئ ، ګوښیالئ ، لریالئ ، لګیالئ ، لمریالئ ، لوړیالئ ، لویالئ ، لیدیالئ ، مټیالئ ، مخیالئ ، مستیالئ ، موړیالئ ، میریالئ ، نازیالئ ، نریالئ ، ننګیالئ ، نوریالئ ، نومیالئ ، نیکیالئ ، واریالئ ، واکیالئ ، وریالئ ، ورینیالئ ، وړانګیالئ ، وړتیالئ ، وړیالئ ، وستیالئ ، وسیالئ ، ولسیالئ ، ووړیالئ ، ویالئ ، ویاړیالئ ، ويښیالئ ، ویریالئ ، هڅیالئ ، هډیالئ ، هستیالئ ، هسکیالئ ، هوډیالئ ، هوښیالئ ، هېریالئ ، هيښیالئ ، یادیالئ ، یویالئ او نور
یانئ ، یانۍ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اوریانئ ، اغزیانئ ، اغیزیانئ ، بختیانئ ، بوختیانئ ، پښتیانئ ، پکتیانئ ، ځلیانئ ، څاریانئ ، دریانئ ، دودیانئ ، ډاډیانئ ، راغیانئ ، رغیانئ ، ریښتیانئ ، ژغوریانئ ، ستریانئ ، سوریانئ ، سوزیانئ ، شړیانئ ، ښادیانئ ، ښکېلیانئ ، ښوییانئ ، غښتیانئ ، غریانئ ، غوریانئ ، غوښتیانئ ، مرستیانئ ، واکیانئ ، وسیانئ ، هڅیانئ ، هسکیانئ ، هوډیانئ او نور
یاڼئ ، یاڼۍ : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اغزیاڼئ ، پتیاڼئ ، حجیاڼئ ، حجیاڼۍ ، خوږیاڼئ ، راغیاڼئ ، رغیاڼئ ، زمریاڼئ ، زوریاڼئ ، شګیاڼئ ، ښادیاڼئ ، غریاڼئ ، کریاڼئ ، ګلیاڼئ ، ګواښیاڼئ ، لمریاڼئ ، مټیاڼئ ، نوریاڼئ ، وسیاڼئ ، وښیاڼئ ، واکیاڼئ ، ولسیاڼئ ، ویښیاڼئ ، هڅیاڼئ ، هسکیاڼئ ، هیښیاڼئ او نور
یز ، یزه : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اړخیز ، اړیز ، بندیز ، بېلیز ، پرګنیز ، پیلیز ، تړیځ ، ځنډیز ، خنډیز ، څنډيز ، څنګیز ، درنیځ ، دریځ ، ډاګیز ، ریښه یز ، ښوونیز ، کریز ، ګڼيځ ، لمریځ ، لمنيځ ، مونډیز ، وړاندیز ، ولسیز ، یرغلیز ، پاکیزه ، پیلیزه ، ټولیزه ، درنیزه ، رښیزه ، سریزه ، غریزه ، لنډیزه ، واریزه و وښیزه ، ولسیزه ، یادیزه او نور
یمه : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اوښیمه ، خریمه ، سپیمه ، سنډېمه ، ښځیمه (لچره ښځه ) ، غویمه ، مېږیمه ، وزیمه او نور
ین ، ینه : د نسبتی ستاینوم روستاړئ :
ارین ، اړین ، اوربشینه ، اورین ، بختین ، پرتمین ، پښتین ، پکتین ، تلین ، ځلین ، خاورین ، خټین ، داړین ، رنګین ، ریښتین ، زرین ، زړه وړین ، زغمین ، زمرین ، ژغورین ، سختین ، غرین ، غښتین ، غمین ، غنمینه ، غوړین ، لمرین ، لونګین ، مالګین ، مټین ، مخین ، ننګین ، وړانګین ، وریښمین ، وړین ، ولسین ، ویاړین ، هڅین ، هوسین او نور
ینک : د ستاینوم روستاړئ لکه :
له چاود څخه چاودینک له لویشت څخه لویشتینک
له میشت څخه میشتینک له ښاد څخه ښادینک
یو : د تړښتي ستاینوم د مختاړي پتوګه لکه :
یوخولئ ، یوزړئ ، یوژبئ ، یوسترګئ ، یوسرئ ، یوستوئ ، یوغونئ ، یوګونئ ، یولارئ ، یولاسئ ، یومخئ ، یووزرئ ، یوهوډئ او نور
ــ یو بې اسرې ، یو بېواکه ، یو بې مخې ، یو بې مینې ، یو بېوزله ، یو بېوسه ، یو نا اشنا ، یو ناخواله او نور
ــ یو نابللئ ، یوتېروتلئ ، یوډارېدلئ ، یوسکېرلئ ، یوناګڼلئ ، یونامنلئ او نور
يونئ : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
پرمخیونئ ، پلیونئ ( پلئ یا لاروئ ) ، څنګ یونئ ، ترشایونئ ( تر شا تګونئ ) ، شپه یونئ ( شپه ګرځئ ) ، لاریونئ او نور
یي : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اروپايي ، اریایي ، اسیايي ، امریکايي ، اوریايي ، خوريي ، بشپړتیايي ، پراختیايي ، پرمختیايي ، ځايي ( اصلي ) ، روغتیا يي ، کارايي او نور
د ستاینوم درجې :
لومړۍ درجه دویمه درجه دریمه درجه
ستاینوم : ډېر + ستاینوم : خورا ډېر + ستاینوم :
ښه ډېر ښه خورا ډېر ښه
بد ډېر بد خورا ډېر بد
ځوان ډېر ځوان خورا ډېر ځوان
زوړ ډېر زوړ خورا ډېر زوړ