د خاپوړو کلی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: سمیع الدین افغاني



د کتاب پیژندنه
-------------------------
د کتاب نوم۰ د خاپوړو کلی
لیکنه ۰ سمیع الدین افغانی
د چاپ کال ۰۱۳۵۸ ه ش ۲۰۰۷ م
د چاپ شمیر ۰ ۵۰۰ ټوکه
د چاپ وار ۰ اول
کمپیوتر ۰ سجاد ویدیا
د چاپ ځای ۰ دحق دلاری فرهنګی ټولنه ۰ جرمنی

فهرست
---------------------------
مقدمه
لمړی برخه
لنډه پیژندنه
مکتب ته د شاملیدو دوره
قلعه صفت
د حیدرخانیو د کلی جومات
د حیدرخانیو کلی
زموږ تفریحی مصریوفتونه
د روژی مبارکه میاشت
په کلیو کی د ودونو رواجونه
پل دی بختور شه
لغمانی اوږره یا دلغمان د خلکو خاص خواړه
خوږ ژبی سندر غاړی مرحوم مسجدی
په کلو کی د اختر رواجونه
کوم اختر ؟
د نوی کال یا د نوروز میله
شفیع ما ما یا د کلی نایی
عشر یا مشترک کارونه
تیر یادونه
په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی
د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوی موقعت
دازادی دلاری مبارز مولوی عبدالمجید
---------------------------------

مقدمه
محترمو لوستونکو


لکه څنګه چی هر انسان خپل د ژوند ، کوچنی والی او ستریدو خوږی او ترخی خاطری همیشه له ځانه سره په خپل ذهن کی لری ، خو کله چه د انسان عمر لوړ ځی د کلی ، کور ، ښوونځی او ټول هغه چاپیریال چه انسان پکی ستر شویدی او د ژوند مختلف پړاوونه یی پکی تیر کړی دی همیشه د هغه یادونه او خاطری سړی ته په سترګو کی دریږی ، خو دا یادونه هغه وخت زیات شی چه انسان د خپلو کلو او بانډو او وطن څخه لری په پردی وطن کی د مساپری او مهاجرت شپی او ورځی تیروی ۰ په دغه یاداشتونو کی د کلو او بانډو عامیانه او پرګنیز کلتور ، رسم او رواجونو سره د اشنا کیدو تر څنګ عامیانه او کلیوالی اصطلاحاتو ته خاصه پاملرنه شویده ، تر څو مو له یوی خوا دغه اصطلاحات ژوندی ساتلی وی او له بلی خوا ددی اصطلاحاتو په کارولو سره دغه
نوشتی ته پرګنیز رنګ او خوند ورکړی وی ، همدارنګه ددغی لیکنی لوستل د ټولو د مخه هغه ځوان نسل ته سپارښتنه کوم ، کوم چه په وطن کی د څو لسیزو کورنیو جګړو او د بهرنیو د لاس وهنو په نتیجه کی د وطن څخه لری په بهر کی ستر شویدی او د کلو ، بانډو او کلیوالی ژوند او رسم رواجونو سره لږه اشنایی لری ۰
هیله ده چی دغه لنډه تحفه د درنو لوستنکو د پاملرنی وړ وګرځی ۰د دوستانو د نیکو او اصلاحی نظریاتو او لارښوونو په هیله ۰
په ډیره مینه
سمیع الدین افغانی

بسم الله الرحمن الرحیم

لمړی برخه
لنډه پیژندنه۰
زه سمیع الدین افغانی دارواښاد علامه مولوی دکتور محمد سعید سعید افغانی ځوی د خدای بښلی مجاهد مولوی عبدالمجید لمسی په کال ۱۳۳۳ هجری شمسی کی دلغمان ولایت د عمرزیو د خیر اباد په کلی کی زیږیدلی یم ۰
مکتب ته د شامیلیدو دوره ۰
څرنګه چه ځما پلار د لغمان د عمرزایو دمنطقی څخه او مورنی نیکه مو د همدی ولایت د چاردهی د سیمی څخه وه ، نو کله کله چه به پلار د کار یا وظیفوی مصریفتونو پر بنا چیرته کی لری مسافر شو ، نو موږ
به په خپل اصلی د زیږیدو ځای عمر زیو او یا په چهاردی کی دخپل مورنی نیکه سره میشته کیدو نوهمدا وجه وه چه اکثرا کلیوالی ژوند او عمر مود لغمان په همدی دواړو سیمو کی تیر شوی دی ۰
ځما مورنی نیکه خدایبښلی ګل احمد د ملا صفت ځوی دلغمان د چاردهی د صفت د کلی په منطقه کی تقریباً دولس جریبه ځمکه لرله ۰
څرنګه چه د لغمان سیمه د وګړو په پرتله کوچنی ده ، نو هلته دولس جریبه مځکه لرل د ګذاری خبره وه ۰

دبلی خوا دغه مځکی دوه فصله او دری فصله دی چه په همدی مځکو کی د غنم ،جوار ،اوربشی ، شولواو ګنیو نه نیولی بیا تر پیاز ، کچالو ، توربادنجان، بادرنګ، رومی بادنجان او نور رنګارنګ حبوبات، ترکاری ،غلی دانی په مختلفو فصلونو کی حاصل ورکوی قلعه صفت ۰
په هغه کلی کی چه موږ اوسیدلو د استانی بابا زیارت ، اخوند کلی او باغمرزا د کلو په مرکزیت کی یی موقعت درلود چه د ملا صفت د کلی يه نامه یادیده او د شلو کورنیو په شاو خوا پکی هستوګنه درلوده چه د ټولو یو مشترک جومات وه ۰
مسجد ته به دکلی سپین ګیری ،ځوانان او هلکان دلمانځه لپاره راتلل۰ دجومات ملا به دلمانځه څخه برسیره دکلی هلکان او ماشومانو ته هر سهار د قاعده بغدادی الفبا ، پنج کتاب، قرانکریم ، قدری ، تفنګسایه ، تفسیر ، ګلستان ، بوستان او نور دینی کتابونو تدریس کاوه ۰
دکلی خلکو ساده او بی الایشه ژوند درلوده چه په ورځنی کارونو کی رښتینولی او صداقت مهم اصل ګنل کیده او په مشکلاتو کی یو بل ته رسیدګی کوله، خو کله به بیا یو نیم داسی مکاره پیدا شو چه بیا به نو دکلی ټول خلک ورسره په عذاب وه۰
زموږ سره لکه د کلی د نورو خلکو په شان دکلیوالو مروده او راشه درشه ښه وه، ټولو به زموږ مورنی نیا ته ادی او نیکه د بابا په نامه خطاب کوه ۰
زموږ په کلی کی یوه زړه ښځه وه چه دهوا د مور یا بی بی هوا په نامه یادیدله چه د کلی خلکو به ورته مادر هوایا د جلیل مور خطاب کاوه
د کلی دجلیل مورچه سر یی همیشه په توره پټی تړلی وه، توری جامی به یی په تن وی، همیشه زموږ کره راتله چه هغی به دهلکانو د تداوی لپاره ښی ټوتکی درلودی۰ هغی دبی ځایه اومات شوولا سونو او پښو د په ځای کولو په برخه کی پوره مهارت درلوده او په دغه برخه کی د تجربی خاونده وه ۰ نو چه کله به هغه د کلا انګړ ته راننوتله بیابه هلکان تری چارپیر شول ۰ هغی به دچا سر ور دموه او دچا د بی ځایه شوی لاس یا د پښو ګوتو ته مالش یا ماساژ ورکاوه۰
هغه پدی ډول چه یوڅه مالګه به یی په ګرمو اوبو کی ښه حل کړه، بیا به یی ورو ورو بی ځایه شوی ځای د دواړه لاسونو په غټو ګوتو مالش یا مساژ کاوه او په همدی ترتیب یی په ځای کاوه، چه هغه په همدی کار کی په منطقه کی دخورا ښه شهرت خاونده وه او خلک دلری ځایونو څخه ورته دمعالجی لپاره راتلل۰
زموږ په کور کی هم لکه د نورو کورنی په شان دمیلمه ښه احترام او عزت کیده، میلمه ته به بر سیره پر هغه څه چه په کور کی تیار وه اضافی خوراک او څښاک هم برابروه او د هغه مخی ته ایښودل کیده، خو که میلمه به موړ وه نو د خوږو چایو څښل خو حتمی خبره وه، چه زموږ په منطقه کی دچای سره دبوری په ځای د ګوړی یا پتاسو څخه استفاده کیدله ۰ دګوړی جوړول په لغمان کی د زمیندارو خلکو رواج وه، هغوی به نیم جریب او یا څو بسوی مځکه دګنیو د کرلو لپاره جدا کړه ، چه په هغه کی د ګنیو تر څنګ بادرنګ ، پیاز، مرچ، رومی بادنجان او نورو تر کاری او نیالونه یو ځای کرل، همدا چه د بادرنګو او نورو تر کاریو حاصل به واخستل شو نو ګنیو به سر را جګ کړی وه کله چه ګنی ورسیدل او د استفادی لپاره اماده شول بیا به دګوړی
جوړولو تدابیر نیول کیدل، هغه داسی چه په لغمان کی دګنیو د حلاجی کولو سیار ماشینونه وه چه پاخه ماهران یی درلودل۰کله چه به ګنی د حلاجی د ماشین څخه ووت، اوبه یا شیره به یی مخصوصو بټی ګانو ته ور شیوه کیدلی چه ددی بټیګانو لاندی اور لګیدلی وه کله چه به دګنیو شربت نیمه جامد شکل اختیار کړ بیا به یی پس له یو معین حرارت څخه یو څه نوره مساله ور ګډه کړه چه ورو ورو دحلوا په شان نرمه ګوړه او پس د سړیدلو څخه کلکه او خوندوره ګوړه ورځنی جوړیدله۰
کله کله به یی مختلفی وچی میوی لکه پسته ، بادام، چارمغز اونوری مسالی ورسره ګډولی چه هغه به یی مساله داره ، پسته ای ، بادامی یا چار مغزی ګوړه بلله۰
په همدی ترتیب ګوړه زموږ دکوچنیوالی یواځینی دعلاقی وړ خوندوره شیرنی وه چه هلکانو به خپل غاښونه پری چینجن کول۰
دکلی هلکانو د مشرانو احترام ساته، هغوی ته به یی دکاکا، ماما او ښځینه ته به یی دکاکا ناوی ،ماما ناویی یا خاله خطاب کاوه۰ دکلی مشرانو هم د تعلیم تر څنګ دهلکانو تربیه ته خاصه پاملرنه درلوده۰
د کلی د هلکانو تعامل دا وه هرچا چه به څاروی پیولو ته بوتله د مستو ککړه او د کوچکو ځګ به په سبا ناری کی حتمی خبره وه ، نو هر چا به کوشش کوه چه سبایی وخته د خوبه پاڅیږی او څاروی پیولو ته بوزی ځکه چی د مستو ککړه او د کوچو ځګ په سبا ناری کی ځانله خوند او مزه درلودله۰
په کلی کی دشیر وار رواج هم وه هغه داسی چه دکلی دری یا څلورو کورنیو به چه د شیدو غواوی درلودلی په وار سره یوی کورنی ته خپل دغوا شیدی ورکولی چه یوه اونی به د یوه کور او بله اونی به دبل کور چه په ترتیب او وار سره دتمامو هغه کورنیو چه په شیر وار کی شریک وه وار رسیده، چه هری کورنی دخپلو شدو کټی واهه او اندازا یی معلوموله چه بیا په هماغه اندازه د مقابل لوری څخه شیدی په خپل وار کی تر لاسه کړی۰ په همدی ترتیب شیر وار ادامه درلوده۰
دکلی ښځو په خپل مینځ کی شیر وار اچولی وه نو کله چه به د سهار لمونځونه وشول بیا به دکور د بیالی تر غاړی په لویو مټی ګانو کی د مستو کټوی خالی کیدی او دکلی ښځی به تری چارپیره اود منداڼو په واسطه به یی دا مستی په وار سره شاربلی تر څو ځګ به یی د مستو څخه جدا او بیا به یی د چاڼی په واسطه په بله مخصوصه مټی کی تر هغه پوری شار بلی تر څو د ځګ څخه به یی کوچ جدا او پاته شړمبه به یی دکلو کورنیوته بلخصوص په هغه کورنیو چه د غوا شدی نه درلودل تقسیم کیدلی۰
دکوچو یا دغوا غوړی چه په زیړ غوړو یادیدل ډیر با ارزشه وه چه اکثرا کورنیو دهغه څخه په ورځینی خوراک کی استفاده کوله ، همدارنګه یو تعداد کورنیو خپل د ضرورت نه زیات کوچ او غوړی خرڅول او په مقابل کی به یی دکور نور ضروری شیان پری رانیول ۰
زموږ دسن او سال هلکان شپږ اوه میله لری ښونځی ته تلل، زموږ کلیوالی مکتب چه تر دریم صنف پوری شاګردان درلودل دحیدرخانیو دکلی په مسجد کی موقعیت درلود او استاد شیر احمد ددی کلیوالی مکتب معلم وه
د حیدر خانیو د کلی جامع جومات ۰
زموږ مکتب د حیدر خانیو په یو جامع جومات کی موقعت درلوده چه زموږ د سن او سال هلکان شپږ اوه میله لری ښونځی ته تلل او هلکان هره ورځ دغه مسافه پیادده طی کوله اوترانسپورټی امکانات موجود نه وه ۰
زموږ کلیوالی مکتب تر دریم صنف پوری شاګردان درلودل زموږ معلم شیر احمد خان چی زما د مور تره هم وه ددی کلیوال مکتب داستادی مقدسه وظیفه په غاړی درلوده ۰
استاد شیر احمد دلوړ قد او قامت خاوند او ډیر مهربانه ، مدبر او با حوصیلی انسان وه هغه به کله کله موږ تر مکتبه پوری رهنمایی کولو او د نصیحت ډکی خاطری به یی له موږ سره شریکولی ۰
دحیدرخانیو کلی زموږ د کلی یعنی قلعه صفت څخه تقریبا شپږ میله مسافه لرله دغه کلی په هغه وخت کی دلاسی صنعت له نقطه نظره ډیر مخکی وه هلته کی خلکو ښکلی چاقو ګان ،چړی جوړولی چه خورا ښایسته لاستی ورته جوړول او همدا رنګه د خمتا په جوړولو کی یی خاص شهرت درلوده چه دا خمتا نه تنها په لغمان کی بلکه دافغانستان په نور ولایاتو کی هم خاص ارزښت درلود۰
مرحوم معلم صاحب شیر احمد ډیر با استعداده ، دکار وړ ، پوه او مدبر استاد وه ،هغه په کلی کی د مالداری او زمینداری تر څنګ د ښوونکی دنده هم په غاړه لرله چه پدی برخه کی ددرسی میتودونو او روشونو سره پوره اشنا وه۰
زموږ په مکتب کی د سلو څخه زیاد شاګردان وه چه په دری صنفونو کی په درس مصروفه وه یعنی په لمړی،دوهم او دریم صنفونو کی۰ په زړه پوری خبره خودا وه چه د ټولو صنفونو او ښونځی لپاره صرف یو معلم وه او بس،خوسره له دی معلم حاحب شیر احمد خان کولی شول چه ټولو ته رسیدګی وکړی۰
ددرسی کتابونو کمبود احساس کیده، ټولو ته نه رسیده ۰ کله به یو کتاب په دوو اویادریو شاګردانو شریک ویشل کیده ۰
معلم صاحب د ښی تجربی خاوند وه، هغه به د دریم ټولګی با استعداده هلکان د خپل تدریسی پروګرام ترڅنګ په لمړی او دوهم صنفونو کی وګمارل چه افتخاری درس ورکړی چه دی کار خورا ښه نتیجه درلودله۰
موږ چه د قلم ،کاغذ او نورو قرطاسیوی موادو نشتوالی احساسوه نو د کاغذ په ځای مو دوړی توری تختی څخه چه دخپلو کتابونو سره مو دځانه سره کور ته وړه او راوړه استفاده کوله هغه داسی چه هر شاګرد به دا وړه تخته ، دکړکو قلم او مشواڼی چه دغنمو سیاهی به پکی وه له ځانه سره لرله، شاګردانو به د درس دشروع کیدو څخه څو شیبی دمخه دا تخته د اوبو سره دمسجد یا ښونځی په بیالی کی پاکه پریمینځله او وروسته به یی تخته ګل یا د تختی مخصوصه خټه پری وهله اودلاس په بازو به یی ښه سیقل کړه،کله چه دا خټه په تخته کی اوبلنه اوپه مساوی ډول همواره شوه بیا به یی لمرته کیښوده چه وچه شی چه هغه به پس د څو شیبو وچه او لیک ته به برابره شوه۰
په ښونځی کی د دنیات، قرانکریم او حساب تر څنګ حسن خط ته خاصه توجه وه چه په همدی تخته کی به مو مشق او تمرین کوه ،الفبا به مو په مشقی توګه په کی لیکله بیا به مو معلم صاحب ته د اصلاح لپاره ښودله چه په همدی طرز د کار کی شاګردانو خپل مینځی رقابتونه هم درلودل، هغه یو به ویل چه زه یی ښه لیکم او هغه بل به بیا ویل چه زه یی تر تا ښه لیکم چه په همدی ډول دحرفونو ،جملو او مقالو د لیکلو مسابقی او سیالی روانی وی، یو تعداد نورو به په دغه تخته کی خپلو خپلوانو ته لکه پلار ،ورنو، کاکا ،ماما او انډیوالانو ته خطونه لیکل او ادبی جملی او اصطلاحات یی پکی په کارول چه همدا رقابتونو د مکتب دتدریس سطحه لوړه کړی وه او دی مکتب په منطقه کی خورا ښه شهرت درلود او ډیر مرزایان تری فارغ شول۰
استاد شیر احمد خان تل هڅه کوله چه دشاګردانو درسی مشکلات او پرابلمونه حل کړی او د شاګردانو رسول او تدریس ته یی خاصه پاملرنه درلوده، هغه به شاګردانو ته تل ویل چه د تعلیم سره تربیه ضرور ده او موږ باید دی خبری ته ډیره پاملرنه وکړو، که څوک تعلیم ولری او تربیه ونه لری مکمل انسان نه دی چه په جامعه کی ځای نلری همدا رنګه بی تعلیمه انسان نه شی کولی په ټولنه کی د ترقی او پیشرفت لپاره او همدا رنګه په ورځینی ژوند او چارو کی بریاوی تر لاسه کړی۰
موږ به هره ورځ تر دولس بجو پوری په درس کی مصروف وو نو څنګه چه به د مکتب درخصتی زنګ ووهل شو هلکانو به زر زر خپل کتابونه را ټول او په یوه تکه یی کڅوړه کی چه جزدان په نوم یادیده ځای په ځای او په څادرکی به یی تاو او بیا څاد ر به یی په او ږه کړ او دکور پلو به په منډو شول۰
څرنګه چه د خلکو د ژوند سطحه ښه نه وه یو تعداد هلکان بربنډ پښی مکتب ته راتلل چه دا حالت دژمی په موسم کی هم تر سترګو کیده۰
د لغمان دخلکو ژوند غریبانه او دزحمت ژوند وه ، هلکان به پس له درس څخه په بل کار او غریبی پسی وتل لکه مالداری ،لو او لور یا کومه بلی غریبی ته لاس اچوه تر څو کورنی ته ازوقه برابره کړی ،ډیرو کمو خلکو د حد اقل ژوند امکان درلود۰
زموږ تفریحی مصریفتونه۰
د لغمان دخلکو ژوند غریبانه او دزحمت ژوند وه ، هلکان به پس له درس څخه کله چه دغرمی ډوډی وخوړه په بل کار او غریبی پسی وتل لکه مالداری ،لو او لور یا کومه بلی غریبی ته لاس اچوه تر څو کورنی ته ازوقه برابره کړی ،ډیرو کمو خلکو د حد اقل ژوند امکان درلود۰
ددی کارونو تر څنګ د کلی هلکانو تفریحی پروګرامونه هم درلودل ،ماښام به هلکان دکلی ومخی ته ووتل او په مختلفو ساعت تیرییو به مصروف شول، اکثرا د الاه داد ،توپ ډنډه ، پهلوانی ،خوسی لوبه ، پټ پټانی، بنګړی مات او ډیری نورو ساعت تیری خوښولی چه د سپوږمیو په شپو کی دا ساعت تیری ګانو تر ناوخته پوری دوام درلود۰
نیکه په هر سبایی لور تر ملا او بیل په اوږه کړ او څاروی به یی ددامان کلا ته چه دتپی په لمنه کی یی نوی اباده کړی وه بیول او هلته به تر مازیګره پوری ددهقان سره د زمین داری په کار مصروف وه،موږ به د غرمی ډوډی هلته ورته وړله، نو چه کله به مو ناوخته کړ نو بیا به راته په قهر وه او ټولو ته په یی بد رد ویل موږ دنیکه دقهره بیریدو او همیشه مو کوشش کوه چه خاطری وساتو۰
زموږ دهقان محمد جان نومیده ، هلکانو به ورته محمد جان ماما خطاب کوه،هغه به کله کله ویل هلکانو یا ماته محمد جان ووایی او یا ماما ،تاسی یو پلا زما نوم اخلی او بیا راته ماما وایی، نو څرنګه چه محمد جان ماما زموږ په خوله کی ناست وه هغه بله نه کیده۰ محمد جان ماما په مځکه کی کار کاوه شپه او ورځ به یی زحمت ویسته خو تر اخره پوری د روزی څیښتن پدی نه شو چه له یوی خوا یی ډیر اولادونه درلودل او د بلی خوا د فصل دکرلو په سر کی دسود خور څخه په ګټه غنم ،جوار او یانور خوراکه مواد اخستل،هغه هم پدی شرط چه سود خور به ورته ویل چه د حاصل په وخت کی یو په یونیم ګټه ور کړی نو که د فصل په سر کی به یی لس منه غله ور کړی وه نو بیا به یی د حا صل په وخت کی پینځه لس منه او که شل منه به یی ورکړی وه دیرش منه او هر څومره چه قرض زیاتیده په همغه اندازه سود خور ګته تری اخستله۰دمحمد جان بله چاره نه وه هغه مجبور وه چه اولادونو ته څه خوراک یا ازوقه برابره کړی او د سود خور شرایط ومنی۰
ښه می یادیږی کله چه د محمد جان ماما دغنمو لو نه نیولی بیا د لو شوو غنمو د ګیډیو چلول، غوبل، بادولو او دیر نور زحماتو پوری تر سره کړل ۰نو کله چه درمند جوړ شو ، د درمند په جوړولو کی نه تنها محمد جان بلکه دهغه میرمن او اولادونو ډیر تکالیف وګالل نو کله چه درمند تللو ته تیار شو سود خور یی سرته کیناست، د کلی او منطقی رواج دا وه چه دهقان ته به د دری برخو څخه یوه برخه رسیده۰ دمحمد جان ماما د خپلی برخی برسیره دلو او لور د درمند ، غوبل بادولواوچلولو سره سره تمامه کومه برخه چه هغه ته بیله شوه بس همدومره شوه چه د سود خور قرض پکی مجرا شی، جالبه خو داوه چه محمد جان ماما یو دوه منه قرضداره پاته شو او سود خور دمحمد جان څخه دا وعده تر لاسه کړه چه هغه دوه منه به هم ور رسوی، سود خور چه همیشه لکه ملا شا ګل ږیره په نکریځو سره کړی وه دغنمو جوالونه په خره بار او د کور په لور روان شو، محمد جان له ځایه پا څید خپلی ښځی او اولادونو ته وکتل او سوړاوسیلی یی تر خولی وخوت او له ځانه سره یی وویل، خدایه ستا دربار لوی دی ، ته مو مدد ګار شی
نیکه چه دا وضعه ولیده نو دهقان ته یی دولس منه غنم د خپلی برخی جدا کړل او ورته یی وویل چه اوس خو دا واخله خدای مهربان دی کله چه مو جوار وټکول او د توکو څخه مو جدا کړل بیا به سمه مرسته در سره وکړم۰پس له هغه سود خور ته خلکو په سپکه کتل او د ټولو کلیوالو په زړونو کی ورته کینه پیدا شوی وه او د خلکو د کرکی او نفرت سبب ګرزیدلی وه ۰
نیکه به د زمینداری په برخه کی د محمد جان سره مرسته کوله هغه به اکثرا د قلبی ، مالی ، تخم شیندلو ، او اوبو لګولو په کارونو کی مصروف وه۰
هلکانو به دمکتب د رخصتی ورسته دکور کارونه کول،کور ته به یی د سوند لرګی برابرول،څارویو ته به یی رشقه یا شفتله ریبله او د هغوی څارنه به یی کوله، د ژمی لپاره به یی ور ته د وچو وښو څپره یا ذخیره جوړوله۰
نیکه به هره جمعه د تیرګړیو بازار له ته، چه کله کله به یی موږ هم له ځانه سره بیولو هغه به د جمعی لمونځ د تیرګړیو په جامع جومات کی کاوه نو کله چه به دجمعی لمونځ وشو بیا به په بازار کی د نرخونو پوښتنه کول شروع شول چه ددی بازار څخه مو کور ته چای ، بوره ، تیل ،ملګه او نور دضرورت وړ مواد له ځانه سره راوړل۰ د تیرګړو بازار ته به د جمعی په ورځ له لری ځایو څخه خلک د تجارت لپاره راتلل، دی بازار خورا ښه جم او جوش درلود، خو چه کله حسن خان په لغمان کی والی شو بیا دنوی ښار بنسټ یی د لغمان په ولا یت کی کیښوده او د تیرګړو بازار ولایت ته چه د علیشنګ او علینګار د ولسوالیو په مرکزیت کی موقعت درلود انتقال او حسن خان دلغمان دا نوی ښار چه مهتر لام دښار په نامه یادیده په ابادولو پیل وکړ۰
حسن خان دلغمان ښار ته ښکلی بڼه ور کړه، کلو او بانډو ته یی سرکونه وویستل ،ګرچه پدی کار کی د ستونځو سره مخامخ وه، هغه داسی چه دسرک تیرول کلو او باڼدو ته اکثرا دخلکو د شخسی مځکی تر نقشی لاندی راتلی او زیادترو خلکو نه غوښتل چه ددوی ځمکی دی په کی نقشه شی خو حسن خان دخلکو سره په مشورو او دسرکونو ضرورت او ګټه د کلو اوسیدونکو ته په توزیع سره دخلکو قناعت ترلاسه کوه او بیا به یی اقدام وکړ په هر ترتیب حسن خان وکولای شو چه د سرکونو پل ، پلچکونو او د نوی ښار د ابادولو کار په پوره کار او زحمت په مخ بوځی چه دلغمان خلک د هغه او ډیر نور کسانو خدمتونه د قدر وړ بولی۰په رښتیا سره حسن خان د عمرانی چارو سره خاصه علاقه درلوده ۰وای چه مخکی لدی څخه چه حسن خان دلغمان ولایت ته راشی هغه د بغلان په ولایت کی دولایت دنده تر سره کوله، هلته یی هم د بغلان دنوی ښار تهداب او اساس ایښی وه نوکله چه دنوی ښار کارونه نیمه بشپړ شول نو والی امر و کړ چه تمام دولتی دوایر دی نوی ښار ته انتقال شی ، مسولین والی ته راغلل او د ترانسپورت د نشت والی او کمبود مشکل یی حسن خان ته وړاندی کړه، هغه چه دا مشکل درک کړی وه نو ټولو ته یی امر وکړ چه د خپل دفترونو څخه یو میز یا چوکی او کوم شیان چه د وړلو امکان یی درلود له ځانه سره واخلی چه په همدی ترتیب حسن خان خپله چوکی په اوږه کړه او بی له ترانسپورته دنورو مامورینو سره یو ځای د بغلان نوی ښار ته کوچ کشی وکړه۰
د روژی مبارکه میاشت۰
د روژی په مبارکه میاشت کی دکلی سپین ګیری، ځوانانو او هلکانو ټولی روژه ماتی دکلی مسجد ته راوړه ، د ماښام او ماسختن دتراویح لمونځونو ته به هرو مرو راتلل۰
د تراویح لمونځ زموږ له پاره ډیر په زړه پوری وه، هلکان به حتمی لمانځه ته راتلل خو تعامل دا وه چه هلکان به دلمانځه په وخت کی په اخر ضف کی دریدل۰
موږ به روژه نیولو ته هوسیدلو ، نیا به نه غوښتل چه هلکان دی په چربانګی کی بی خوبه شی،هغی به ویل چه تاسو واړه استی په تاسو روژه نه کیږی چه کله ځوانان شوی بیا به یی هرو مرو نیسیی ، خو سره لدی هم موږ به څو روژی ثوابی نیولی چه د مسجد ملا او د کلی سپین ګیرو تشویقولو او ویل به یی چه په دی سن او سال کی روژه ډیر ثواب لری او خدای پاک یی تاسو ته اجر درکوی۰
د کلی د جومات ومخی ته د ماښام دلمانځه د اذان څخه څو شیبه دمخه د کلی ماشومان را ټولیدل او منتظر وه تر څو ملا صاحب اذان وکړی نو کله چه به ملا صاحب د الله اکبر اواز پورته کړ ټول ماشومان به دکلی په کوڅو کی په منډو شول ا و په لوړ اواز به یی ویل ، روژه ماته کړی د روژه ماتی اذان وشو چه په همدی ترتیب به ماشومان او هلکانو د کورنیو روژه دارانو ته خبر ورکاوه تر څو هغوی په اطمینان سره خپله روژه ماته کړی ۰
په کلیو کی د ودونو رواجونه۰
په کلی کی د ودونو رواجونه ډیر جنجالی وه، واده والا به د ډیر پخوا نه واده ته ترتیبات نیول،بعضو کورنیو به په زوم ډیر باج او تاوانونه را وستل او هغه به یی مجبور کاوه چه دناوی له پاره د زیور، رنګارنګ لباس او ډیر نور مجلل اوفرمایشی شیانو علاوه د ناوی خپل خپلوانو ته نقدی او جنسی تحایف برابر کړی همدارنګه په واده کی د منطقی خلکو ته میلمستیا او ښه ډوډی برابره او د هغوی د خوشحالی له پاره سازیان راولی، چه دا او نور ملا ماتونکی مصرفونه تر څو زوم ژوندی وه د قرضه نه خلاصوه۰
هلکان به د سازیانو راوستلو ته ډیر خوشحالیدل او یو بل ته به یی خبر ورکاوه چه نن شپه په فلانکی کلی کی واده دی او د ګلکی یا د مسجدی،غلامی ،پاینده اویا کومه بله هنری ډلی څخه چه واده والاه به بیانه کړی وه د خپل سن او سال هلکان خبرول۰
سازیانو او میلمنو ته به یی د کلی و مخی ته په یوه همواره مځکه کی چه د ګلمونو او کټونو په واسطه فرش او د ګیسونو په ذریعه روښانه وه ځای برابروه چه هر سازی به په وار سره ارمونیه تر غاړی کړه او خوږی سندری او نغمی به یی میلمنو ته اورولی، موظف کسانو به میلمنو ته چای، چلم او اوبه ګرځولی، دسیل ساحه د چلمونو او سګرټو په دودونو لړلی وه۰ هلکانو به له ځانه څادر یا شړی چار پیره او د وښو ډیری ته تکیه او تر سبا به سیل ته ناست وه۰ په لغمان کی محلی سازیان ډیر وه چه دهغوی د جملی څخه یو هم استاد ګل محمد وه چه په ګلکی استاد مشهوروه ،هغه به په سندرو کی دمستو بګتیو ، غزلو ، مصرو ، رباعیاتو یا چاربیتو تر څنګ ډیر په زړه پوری اوخواږه داستانونه او دینی قصی کولی،ښه کمپوز ، خوږی نغمی او سرودونه به یی غږول، کله کله به یی د خپل ځوی پاینده محمد سره چه په پاینده مشهور وه په سندروکی شیرجنګی یا شعری مقابله کوله، همدا وجه وه چه د عوامو خلکو ډیر خوښیده۰
پاینده هم خوږ اواز درلود او ښه ارمونیه یی غږوله چه ورسته بیا په یو ترافیکی حادثه کی ومړ او ګل محمد استاد تر ډیره وخته د خپل ځوی په غم کی غمجن پاته شو۰ خدای دی وبښی۰
په لغمان کی د مشهورو محلی هنر مندانو له جملی څخه د استاد ګل محمد او پاینده تر څنګ ډیر نور خوږ ژبی سندر غاړی لکه منګل استاد ، مسجدی غلام محمد چه په غلامی مشهور وه، ملاګی ، ملنګ باغبان ، عاشق ملا شاګل ، زیړګل او ډیر نور وه چه په محفلونو کی د ملنګ جان، بهایی جان، او د لغمان د شاعرانو لکه علینګاری استا د ، محمد نور، دګلکاریو بسملاه ، اشکار ،حنان ، شهید ارمان،عمرزی وال ، ګوجوال ، فقیر سید بها الدین جان او نورو شاعرانو شعرونه په خوږو نغمو کی کمپوز او په خپلو خوږو اوازونو کی خلکو ته اورول۰
په همدی ډول ساز به تر سبا مازیګر دوام درلود،مازیګر به ډولی جوړه شوه او څلورو ځوانانو به په اوږه کړه ،ځوم یا شاه به د ډولی ومخی ته او نور میلمانه او دکلی خلک به د سازیانو د ساز په بدرګه د ډولی تر شا ه د ناوی د راوستلو په مقصد روان شول۰نو کله چه به د ناوی کورته ورسیدل هلته به د واده والا یعنی د ځوم ا و ناوی له خوا مشران ، سپین ګیری ، ملکان ، دینی علما ، دمسجد امامان او نور با نفوذه اشخاص په یوه مخصوصه کوټه یا حجره کی سره راټول اوشرعی نکاح به دمسجد دملا صاحب له خوا وتړله شوه چه پس له حجاب او قبول څخه به یو بل ته مبارکی ورکوله او د نکاح شرینی به په خلکو تقسیم شوه ، پس له هغه به سازیانو یوه پنجه مست ساز وکړ بیابه ځوم د خسر په کور کی د نور بوج او رواجونو سره پنجه نرموله، هغه داسی چه د کلی نایی ،نجار ، زرګر ، اهنګر ، ګلکار ،اشپز او نورو به په وار سره لکه ما ر شوی اوښ د زوم و مخی ته په ګنډه شول او خپله حقداری به یی ځینی غوښتله او زوم مجبوره وه چه دا سیالی تر سره کړی او د هر یو سره حقداری او څه نقدی پیسی ورته په لاس کی ورکړی۰

پس له هغه به ځوم د ناوی خونی ته بیول کیده ، دناوی خونه چه دناوی خورلنډو ،ښځو او ماشومانو څخه ډکه وه مخکی لدی څخه جه ځوم دناوی کوټی ته راننوځی د نجونو لخوا به د ناوی دروازه قلفه شوه چه ورسته د څو شیبو څخه خوم نجنو ته د شیرنی او یا نقدو پیسو په ورکولو سره نجنو د ناوی د دروازی قلف خلاصوه او ځوم ته د راتګ اجازه ورکوله ، د ځوم په راتګ سره به په هغه باندی چاکلیټ ، نقل ، پتاسی او میده پیسی شیندل کیدی چه په خونه کی به سمدم غوغاجوړه شوه او هر چا کوشش کوه چه ځانله په دی چور کی څه تر لاسه کړی ، ځوم ته به پس له ډیری ګډوډی دا موقعه پیدا شوه چه د ناوی تر څنګ ځان ورسوی او دهغی سره یو ځای ودریږی، د کلی نجونو او ښځو به له داریا سره اوازونه پورته کړل او په مستو سندرو او نڅا ګانو سره یی محفل ته خوشحاله بڼه ورکوله ۰غواړم په دغه برخه کی د ناوی په ادرس د ناوی د خوشبختی په اړه خپل یو شعر چه د همدی موقع سره مناسب دی تاسو ته ډالی کړم ۰ پل دی بختور شه

شپی دی د برات شه شه کلونه دی اختر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور

پل دی بختور شه ناوی مینه کی دی کور شو
نوی اشنایی شوه نوی بل د مینی اور شو
ستا دحسن شمعه چه روښانه په هر لور شو
حسن دی ښکلا دی چیری مشه د نظر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور

نن چه دی محفل کی خوشحالی ده هم خندا
خوښی دی همزولی دی په مینه کړی نڅا
یی دنجونو میره ټول دا ستا په تماشا
رب دی په نصیب کړه په ژوندون کی زیب اوزر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور

ناوی نوی ژوند کی خوشحالی دی شه نصیب
کور دی بختور شه خوږ اشنا دی شه طبیب
اوریی چه بلیږی پاک الله یی شی قریب
وی دی په امان کی افغانی ښکلی بشر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور

په همدی ترتیب پس له ډیرو ټوټکو او رواجونو په خوشحالی سره ناوی ډولی ته بدرګه کیدله، او ناوی د ټوپکو ، تفنګچو په ډزو سره په ډیر خوشحالی دزوم کره راوستله ، او مخکی له دی څخه چه ناوی د ډولی څخه کوزه کړی د ډولی و مخی ته به یی پسه او یا چرګ حلال او دناوی اوډولی پښه به یی په وینو سره کړه او پس له هغه په ناوی د ډولی څخه کوزیدله ، د ناوی په کوزولو سره به د واده لمړی او اساسی مراسم ختم شول او زوم کولی شول پس له ډیر جنجال او کړاونو څخه یو څه ارام وکړی۰خو سره لدی دناوی دریمه ، تخت جمعی او په اومه کی د پلار کره تګ بیا دومره د جنجال وړ خبره نه وه.

لغمانی اوږره یا دلغمان د خلکو خاص خواړه
دپخولو ترتیب ۰
لغمانی اوږره او د هغه د پخولو ترتیب ډیر ساده او اسانه دی هغه داسی چه غټی وریجی د ګرمو اوبو سره پاکی پریمنځی کله چه ورجی بریمنځل شی په ویشلی اوبو کی یی تر هغه ویشوی چه نرمی شی چه دغه نرمی شوی غټی وریجی د اوږری په نامه یادوی چه په لاندی مختلفو ډولونو تری استفاده کیږی ۰
۱- لغمانی اوږره د کرتو سره ۰
دا ډول اوږره په دری ژبه کی کچړی قروت په نامه یادوی ، د هغه د پخولو ترتیب داسی دی چه کله اوږره پخه شی هغه په نا شکن یا عادی غوری کی را باسی او د غوری په مینخ کی د څمڅی په ذریعه یو ښکلی څرخنی جوړوی او پدی څرخنی کی سولول شوی کرت چه د کرتمال په واسطه یی سولولی وی په څرخنی کی ور شیوه کوی او بیا زیړ غوړی ، وازه یا عادی غوړی په ارکاره کی ښه سره کوی او په څرخنی کی د سولول شوو کروتو په سر یی اچوی او د کروتو په سر د سره شوو غوړیو په اچولو سره د کروتو جغ باسی او د کرتو په سر د غوړیو یوه بله طبقه جوړوی ورسته بیا په غوری کی داوږری له پاسه سابه، شلغم ، پخه شوی وچه غوښه د لوبیا سره په ښکلی نظم ځا په ځای کوی او د دسترخوان په سر یی ږدی چه د تعامل په اساس د هر غوری د پاسه د دوو څخه تر دری نفرو پوری را تاو او په مزه مزه یی نوشجان کوی که د کورنیو او یا د میلمنو تعداد زیات وی په همغه اندازه د غوریو تعداد هم زیاتوی ۰
دوم
لغمانی اوږره د کنډ یا هغه شدو سره چه غوایی نوی خوسکی زیږولی وی یا دغوا د عادی شیدو سره ۰
پدی ډول اوږره کی صرف په څرخنی کی کنډ یا شدی اچوی او کله کله سره شوی غوړی هم د پاسه پری اچوی او نوشجان کوی یی۰
دریم
لغمانی اوږره د مستو یا شړمبو سره ۰
داهم دهمغی اوږری یوه بله نمونه ده چه مستو ته یی څرخنی کاږی او د شړومبو سره یی بی له څرخنی اوږره په شړومبوکی ګډوډوی او د نوش پیاز یا عادی پیاز سره تری استفاده کوی ۰
شړومبی او اوږره د لغمان په چارباغ کی ډیر رواج لری هغه داسی چه د شپی له خوا اوږره پخوی او د شړومبو سره یی ښه ګډوی ورسته د دی ګډوډه شوی اوږری سر ور پټوی او د بیالی تر غاړی یی د اوبو په سر ګدی او د سهار له خوا ټوله کورنی په دسترخوان راټولیږی او نوشجان کوی یی ۰
کله کله داوږری نور قسمونه هم په اخر کی څرخنی ورانوی او کرت او اوږره یا مستی او اوږره ګډودوی چه هغه بیا ځانله طعم او خوند لری ۰
څلورم
لغمانی اوږره د لاونډ سره۰
لاونډ یا کړو یو مخصوص تعم دی چه د شړومبو څخه یی جوړوی هغه داسی چه د مستو شړمبه په یو ظرف کی اچوی او یو اندازه اوړه ورسره ګډوی تر څو اوړه په شړومبه کی ښه حل شی اواپه نغری یی ګدی تر څو ښه وییشل شی پس له هغه په ارکاره کی څه میده شوی پیاز په غوړیو کی سره کوی او یوه اندازه اوږه هم ورزیاتوی او په وییشل شوی شړمبه کی چه په اوړوکی حل شوی ده ورزیاتوی او د لرګیو د چمچی سره یی نور هم مخلوتوی چه پس له یو معین حرارت څخه خوندور لاونډ یا کړو تری جوړیږی چه دا لاونډ د اوږری په څرخنی کی اچوی او کله کله د سره شوو غوړیو جغ تری باسی او په خوند او مزی سره یی نوشجان کوی ۰
داوږری نور اقسام زموږ د ګران وطن په نور ولایاتو کی هم مروج دی لکه د پکتیا او خوست په مناتقو کی چه د ډنډکی په نامه یی یادوی او پخول یی د لغمانی اوږری سره فرق لری ۰ همدارنګه د کابل په شمال کی لکه ګلدره ، شکردره او غوربند کی چه د شولی غوربندی په نامه یی یادیږی چه په هغه کی کوفته ، لوبیا او ترخه مرچ ور ګډوی۰
شوله د غټو وریجو څخه جوړیږی ، هغه داسی چه اول يه غوړیو کی څه پیاز سره کوی او ورسته څه اوبه یا د پخه شوی غوښی شور با پکی ور زیاتوی کله چه داشوربا و خوټیدله پریمتل شوی غټی وریج پکی اچوی چه پس له معین حرارت څخه ورته دم ورکوی او پس له هغه وازده په ارکاری کی سره کوی او د شولی د پاسه یی اضافه کوی چه خوندوره شوله تری جوړیږی ۰
داوږری یو پل قسم سبوناکه ده چه په شوله کی سابه ورګډوی او د سبوناکی به نامه خوندوره شوله تری جوړیږی چه د هغه دپاسه هم د وازدی یا غوړیو جغ باسی ۰
باید وویل شی دغټو وریجو رواج دشرقی هند وچین څخه افغانستان ته انتقال شوی چه د پخولو ترتیب یی د نورو هیوادو سره توپیر لری ۰
په لغمان کی داوږری یا غټو وریجو د استفادی تر څنګ د مینو وریجو چه د سرده دریدونی او یا ګرمه وریجو په نامه یی یادوی هم استفاده کیږی او د لغمان په مختلفو ساحو کی لکه د الیشنګ او الینګار په درو کی ، د چاردهی ، حیدر خانی ، ماشه خیل مندروړ ، قرغیو او ډیرو نورو ځایوکی کرل کیږی چه لغمانی وریجی زموږ په وطن کی خاص شهرت لری او د هغه څخه خوندور پلو ، دمپخت ، شکربته او مزه داره قابلی پخوی چه زموږ د هیوادوالو دسترخوان ته ځانله خوند او رنګ ورکوی .
خوږ ژبی سندر غاړی مرحوم مسجدی
محترمو لوستونکو ، غواړم په دی برخه کی د خوږ ژبی محلی سندر غاړی مرحوم مسجدی په اړه چه د لغمان د چار دهی په منطقه کی استوګنه درلوده ، د هغه د شخصی ژوند په هکله ستاسو توجه واړوم۰
مسجدی چه همیشه یی پاکی جامی په تن اود پالاوی لنګی شمله به یی نیغه دروله دموسیقی دډیر الاتو د غږولو سره لکه هارمونیه ، اکاردیون، ماندولین ،ګیتار ،وایلون ، شپیلی یا فلوت ، تنبور او نور سره پوره اشنایی او مهارت درلوده چه همیشه به ددغو الاتو دجملی څخه یوورسره لیدل کیده۰
مسجدی همیشه د خوښیو په محفلونو کی خوږی سندری کولی چه اکثره سندری یی د دمینی او محبت سندری وی چه په ډر سوز او ګداز به یی ویلی ۰
له سندرو څخه یی داسی معلومیده چه هغه به چیری زړه بایللی وی، او د چا په په پټه مینه کی سوزیږی او همدی مینی دی شاعری ته هڅولی دی۰ چه په حقیقت کی همداسی هم وه۰ هغه به د خپلی پټی مینی اظهار په سندرو کی داسی کوه چه ویل به یی۰
مین چه شومه په ګل ببو ستی یی کړمه په سرو لمبو
په رښتیا سره د ګل ببو مینی مسجدی ډیر زوراوه، د هغه دا سندره ډیره مشهوره شوه ، چه ور سته بیا په کابل رادیو کی چه په وطن کی یوازینی رادیو وه ثبته شوی وه او همیشه به د رادیو له لاری اوریدل کیده۰ مسجدی ورسته ددی کړاونو په نتیجه کی په نا علاجه رنځ اخته شو چه دا نا علاجه مریضی د نری رنځ مریضی وه چه هغه یی د مرګ او نابودی په طرف بیوه۰ داسی رنځ چه د علاج چاره یی نه وه ، هسی چه ورته لازمه وه دمعا لجی او تداوی امکان نه وه برابر، مسجدی هم د خپل را تلونکی په هکله ښه پو هیده ، هغه په یوه بله سندره کی چه شعریی خپل وه داسی ویل ۰
افسوس افسوس زما په حال چه می ارمان پاته شو
لکه د ګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو

د ځانکندن اخرسلګی دی تر ما راشه اشنا
دا دواړه سترګی می نیولی ستا دیدن لپاره
د رقیبانو په لمسون شولی له ما کناره
په اخرت کی زما لاس ستا په ګریبان پاته شو
لکه د ګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو

زنی می وتړه په لاس دا زما دی وصیت
راباندی وایه څو کرته کلمه د شهادت
روح می دا ستا په انتظاردی رانه غواړی رخصت
زما په زړه کی دا داغونه د هجران پاته شو
لکه د ګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو

د جنازی کټ ته می چیغه کړه چه لاړی اشنا
سبا د وخته په مزار کی راته وکړه دوعا
زما په شناختی باندی وکړه د زړګی تسلا
زما د قبر خاوری تاته یو نشان پاته شو
لکه د ګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو

داستا د سترګو په ګولی زړګی زما شو قلم
ترسترګو اوښکی تویومه سات په سات دم په دم
که راته راکړی دوایی د سرو لبانو ملهم
د مسجدی ځینی اخر دغه جهان پاته شو
لکه دګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو
دا سندره زموږ په کلی او بانډو کی ډیره مشهوره شوی وه او ورسته مسجدی دا سندره هم په کابل رادیو کی ثبته کړه چه اکثرا د رادیو له لاری اوریدل کیده۰
مسجدی د نری رنځ په نتیجه کی خپل صحی حالت ورو ورو له لاسه ورکاوه، دهغه څخه په یو محفل کی چا پوښتنه وکړه چه استاذه صحت مو څنګه دی ؟ هغه په جواب کی ورته وویل ، چه نه مړ یم نه ژوندی ،خو بیا هم کوشش کوم ستاسو د خوښی لپاره څو سندری درته ووایم او د خپل د زړه خواله تاسو سره په سندرو کی وکړم۰
په رښتیا سره مسجدی خوږ او د مینی ډک اواز درلود چه متاسفانه د ژوند کړاونو هغه ته نور موقع ورنه کړه چه د هنر په هکله څو نور ګامونه پورته کړی، او د خپل د مینی د ارمانو غوټی یی خلاصی شی۰
ښه می یادیږی د هغه جنازی ته د هغه داواز مینه وال ډیر راغلی وه نو چه کله یی د هغه جنازه جګوله، د جنازی د پورته کولو سره سم دهغه دا سندره چه۰
افسوس افسوس ځما په حال چه می ارمان پاته شو
لکه د ګل په ښان نازک مخ د جانان پاته شو
په هماغه شیبه د رادیو له لاری خپره شوه، خلکو له لری څخه ددی سندری په اوریدو سره نور هم غمجن شول او دحسرت او تا ثر اوښکی یی تر سترګو تویی شوی، او مرحوم مسجدی یی د خپلو ارمانونو سره یو ځای خاورو ته وسپاره۰ خدای دی وبښی او روح دی ارام وی۰

په کلو کی د اختر رواجونه۰
په کلو کی د اخترونو رسم او رواجونه ډیر په زړه پوری وه، کلی والو به د اختر په ورځ کی تفریحی پروګر ا مونه درلودل ، هلکانو ته به یی مور او پلار نوی جامی رانیولی چه د اختر په سهار به هر چا خپلی نوی جامی اغوستلی او دکور د مشرانو سره د اختر د لمانځه لپاره مسجد ته تلل ، کله چه به د اختر لمونځ وشو نو د اختر د مبارکی لپاره د خپل خپلوان او دوستانو کورو ته تلل او د هغوی څخه به یی د اختر مبارکی تر لاسه کولی۰
په اخترونو کی دلغمان د ولایت په مختلفو ساحو کی لکه د مهتر لام بابا زیارت ، د لغمان په ولایت ، د تیر ګړو په پخوانی بازار ، د استانی څا چه دچاردهی په سیمه کی موقعت لری، بی بی هاجره ، بی بی صاحب، مندروړ ، قرغه یی ،علیشنګ او علینګار په ولسوالیو کی په زړه پوری پروګرامونه او میلی جوړیدلی، چه هلکان به د خپلو مشرانو سره میلی ته تلل او رنګ شوی هګی به یی جنګولی او دکور لپاره به یی ماهی، جلبی ، خجور ، وچی او تازه میوی او نور خوندور خوراکی مواد داختر مبارکی کور ته له ځانه سره راوړل، غواړم په دی برخه کی ستاسو توجه خپلی یوی لنډی ادبی ټوټی ته چه سر لیک یی دی کوم اختر؟ راوګرزوم .

کوم اختر؟

ځموږ د کلی د تروږمی ماښام څخه څو شیبی د مخه دکلی یو تنکی لس کلن هلک خوشحاله بریښیده، دهلک د خوشحالی علت یو هم دا وه چه هغه د سبا ورځی د اختر د راتګ څخه خبر شوی وه۰ هلک ته دهغه مور او پلار داختر لپاره نوی جامی، څپلی او واسکت رانیولی وه چه هغه په همدی ما زیګر قضا دسبا ورځی نوی جامی او د نژدی دوستانو د اختر مبارکی تحفی په خپل وجود کی تمثیلولی او همدا وجه وه چه هلک ته یی خوشحاله بڼه ور کړی وه ، په رښتیا سره کوم اختر چه ماشوم ته سبا راتلونکی وه، نه تنها هغه ته بلکه دکلی ټولو اوسیدونکو ته یی د خوشحالی زیری ورکاوه۰
هو، کوم اختر ؟ دکور او کلی اختر، او که د مهاجرو اختر، کوم چه د خپل کور ، کلو او با نډو څخه لیری په پردی وطن کی لمانځی ؟ دا یو څر ګنده خبره ده چه اختر هر چاته هر چیری او په هر ځای کی چه وی پوره او یا نیمه خوله خندا او خوښی ور بښی۰

نو اختر کوم اختر؟
دا د ځوانانو د خوښیو اختر
د پیغلو نجونو د ټالیو اختر

دکور او کلی اختر
چه لوړ دودونه لری

د سپور او پلی اختر
ښه رواجونه لری

دا د خوښیو اټنونو اختر
دا دخوشحاله سرودونو اختر

دی د بیوزلو کونډو رنډو اختر
د یتیمانو او بربنډو اختر

د غریبانو او خانانو اختر
د مسلمانو دیندارانو اختر

وی مبارک دی په تمامو خلکو
وی برکت دی په تمامو خلکو

ښه افغانی دود او رسمونه لری
خدایګو چه ښکلی رواجونه لری

محترمو لوستونکو ۰ موږ کله چه د حیدر خانیو د دهاتی مکتب څخه فارغ شو، ورسته دمهتر لمک په ابتدایی ښوونځی کی چه د ده زیارت د کلی په مسجد کی یی قرار درلود شامل شوو،دا ښوونځی زموږ د کلی څخه تقریبا نه، لس کیلو متره لری موقعت درلود چه موږ به هره ورځ دا مسافه په پښو تی کوله چه دا کار په اول کی ډیر مشکله بریښیده خو بله چاره نه وه ، دکورنی تقاضا دا وه په هرشکل چه وی موږ باید د درس او تعلیم نه بی بهری پاته نه شو۰ څه مده وروسته د مهتر لمک ابتدایی شونځی د دی زیارت د مسجد څخه خپل اصلی ځای ته چه نوی یی د ترمیم کار خلاص شوی وه او د ده زیارت د کلی په یو کیلو متری کی موقعت درلود انتقال شو۰
څرنګه چه موږ د حیدر خانیو د دهاتی مکتب څخه فارغ شوی وو، زموږ تمام همصنفیان په څلورم ټولګی کی شامل شول، دا مکتب دعمرزیو، چاردهی او د لغمان د ولایت په مرکزیت کی قرار درلوده چه خورا مجرب استادان یی درلودل۰ چه د هغو د جملو څخه محترم استاد علینګاری چه ډیر با احساسه شاعر هم وه، محترم استاد عظیم خان چه د ریاضی استاد وه، محترم مولوی صاحب فضل الرحمان خان، محترم حسین خان چه په بزرګ مشهوره وه،محترم خواجه محمد خان، محترم ستار خان محترم سر معلم صاحب حبیبالله خان ، محترم سرمعلم صاحب غفور خان محترم محی الدین خان اوډیر نور محترم او د قدر وړ استادان وه چه د هغوی له برکته ډیر شاګردان د پوهی او تعلیم لوړو مدارجو ته ورسیدل، او د وطن پرستی او پوهی په لباس سمبال جامعی ته وړاندی کړل شو۰
لکه څنګه چه مخکی مو د محترم علینګاری صاحب او د هغه د شاعری په اړه اشاره وکړه لازمه ګنم چه د هغه دشاعری په ار تبات څو ټکی اضافه کړم ۰ د استاد الینګاری اکثر اشعار د خوږ ژبی هنر مند پاینده او نورو هنر مندانو له خو ا کمپوز شوی دی بر علاوه علینګاری صاحب زموږ د ښونځی دهنر او کلتوری بخش په برخه کی پوره همکاری درلوده، په مکتب کی د قلمی دیواری جریدی اوهمدارنګه په مکتب کی دترانی د ټیم فعالول او نورو علمی او فرهنګی پرګرامونو په مخ بیولو کی خاصه ونډه درلوده د مکتب دترانی ټیم هر سهار په شاګردانو تمرین کیده چه دمکتب په مراسمو او دولایت په رسمی محافل او تجلیلونو کی زموږ د ترانی ټیم خاص ځای درلود او
ډیر ښه وطنی ، با احساسه اشعار یی د ترانی تیم ته برابرول چه تمام شعرونه به یی په خپله لیکل۰چه دهغه له جملی څخه یوه ترانه یی چه څو فرده یی همدا اوس هم په ذهن کی راسره دی لیکم

انسان په پوهه کامل انسان شی
عقل یی سالم شی روح د جهان شی

شرف حاصل شی علم او ادب نه
نه چه دمال او ملکو نصب نه

علینګاری به ستا په فرمان شی
عقل یی سالم شی روح د جهان شی

زموږ مکتب دترانی ټیم ددی ترانی په ویلو سره په هغه محفل کی چه دروښان په لیسه کی جوړ شوی وه لمړی مقام تر لاسه کړ۰
زموږ لپاره د مهتر لمک ابتدایه ښوونځی په زړه پوری په دی وه چه دلته کی دحیدر خانیو ددهاتی مکتب په پرتله هر څه مرتب او منظم وه، درسی صنفونه ، منظم تقسیم اوقات ، د هر مضمون لپاره مشخص استاد، دمکتب ادا ره او نور هر څه نوی وه۰د مکتب ساحه به هره ورځ د مکتب د ملازم په واسطه پاکه او ابپاشی کیده، شاګردان مجبور وه چه په معین وخت درس ته راشی او د مکتب نظم او مقرررات مراعت کړی، که څوک به بی موجبه ناوخته مکتب ته راته او یا کومه بله بی دسپلینی یی کوله ، هغه ته به د اداری له خوا جزا ور کول کیده.

د نوی کال یا د نوروز میله۰
د نوروز میله په لغمان کی یا لکه زموږ د هیواد د نورو ولایاتو په شان په ډیرو ښوو مراسمو لما نځل کیده خو د کلی هلکانو به په دی ورځ کی ځانله پروګرامونه درلود، هغه داسی چه ټول به د کلی ومخی ته د ونو د شاخونو سره چه نوی غوټی او تازه پاڼی کړی وی راوتل او دهر کور ومخی ته دریدل او دا ترانه به یی تکراروله۰
ګل ګل د نو روز
خدای دی درکی شتمن روز
دشتمن روز برخه راوړی
دا ترانه به څوڅو ځله تکرار کیده ، ددی ترانی په اوریدلو سره به دکور خاوند دکوره څخه یو اندازه وریجی ،غوړی، پیاز یا کوم بل مواد کوم چه د پخلی لپاره ضرورت وه هلکانو ته ورکول ، چه په همدی ترتیب هلکان به د کلی ټولو کورونو ومخی ته ورتلل او کافی دضرورت وړ مواد به یی تر لاسه کول، چه کله به یی مواد را ټول کړل بیا به هلکانو دیګ ، کاسی ، بشقابونه ،غوړی ، کبګیر ،مالګه او مسالی پوری د کورونو څخه راوړل او په یو مناسب ځای کی به یی داشپزی تدابیر نیول ، هر څوک به یو کار ته موظف شو، چا به نغری جوړاوه چا به لرګی برابرول ، چابه اشپزی کوله او چابه دناستی ځای برابروه، یو تعداد به په لوبو بوخت وه ،او چا به د تیګی اچولو مسابقه کوله او یو تعداد به ناست وه د خپل انډیوالانو سره ګپ ، شپ لګاوه و په همدی ترتیب کله چه به
ډوډی تیاره شوه ،دسترخوان به اوار شو هلکان به تری راټول او ټولو به یو ځای په خوشحالی او خوند سره دنوی کال ډوډی نوش جان کوله۰
دنوی کال په موسم کی هوا معتدله او د تفریح لپاره مناسبه وه مځکه دشتی او اباد ځایونه ، باغ او باغچی ټول شنه او سرسبزه کیږی دغرونو په لمنه یا دامانونو کی لاله یا غاټول او نور خود رویه رنګارنګ ګلان را وځی او دا معطره فضا دانسان فکر او دماغ تازه کوی،چه دا ښکلا د لغمان تبیعت ته خاصه اوښکلی بڼه ورکوی۰
موږ دمهترلمک په ښونځی کی تر شپږم صنفه پوری درس او تعلیم وکړ، کله چه د شپږم صنف څخه فارغ او شهادت نامی مو تر لاسه کړی نو د مکتب او تحصیل د ادامی په مقصد زموږ تمام اسناد او سوابق د روښان لیسی ته انتقال او هلته په اوم صنف کی
شامل شو او د نوو هم صنفیانو او استادانو سره اشنا شوو۰
د روښان لیسه چه په هفه وخت کی په لغمان کی همدا یوه لیسه وه د مهترلام د ښار په مرکز کی یی موقعت لری او د ډیر لری ځایو څخه لکه د علیشنګ او علینګار د ولسوالیو ،شمنګل، عمرزایی ، چهاردی، د قرغیو ولسوالی، مندروړ او نورو لرو ځایو څخه ورته شاګردان د درس او تعلیم لپاره راتلل۰چه بیا ورسته د شاګردانو د مشکلاتو په نظرکی نیولو سره په سنګره،قرغیو ،او مندروړ کی نوری لیسی جوړی شوی چه ددی لیسو په جوړیدلو سره د شاګردانو مشکلات نسبی کم او هر چا کولی شو چه په خپل مربوتاتو او نژدی ساحوکی خپل درس او تعلیم ته ادامه ورکړی۰
شاګردان اکثرا مکتب ته پیاده راتلل، د ترانسپورت امکانات ډیر لږو خلکو ته میسر وه، بعضی شاګردان د لیری ځایو څخه په بایسکل مکتب ته راتلل۰ دروښان لیسه ډیره سابقه داره لیسه ده چه تعلیمی سویه یی د مجربو استادانو په لرلو سره ډیره لوړه وه او ډیر فارغان یی لوړ دولتی او علمی مدارجو او منصبونو ته رسیدلی دی۰
دمکتب تشکیلاتی ساحه لویه وه، هری دوریی به دری څلور صنفه درلودل د مثال په توګه د اوم تولګی به دری څلور صنفونه لکه اوم الف ،اوم بی ،اوم جیم او یا اوم دال په نامه یادیده ، د روښان لیسه د حیدر خانیو د دهاتیی او د مهترلمک دابتدایه ښونځیو په پرتله ډیر توپیر درلود، صنفونه نسبی مجهز وه ، په هر صنف کی د ګلمونو په ځای میز او چوکی وی، شاګردان به په منظم وخت په دریشی راتلل، په مکتب کی ملی او بین المللی ورځی لکه د معلم ورځ ، استقلال ورځ ، د مور ورځ او نورو تاریخی ورځو لما نزنه کیدله ، ښکلی ډرامی به ترتیب او اجرا کیدلی چه شاګر دانو او استادانو به پکی فعاله ونډه اخستله ۰ دمکتب استادان هریو محترم عظیم خان ،محترم مولوی صاحب طاهر خان چه په خطیب مولوی مشهور وه،محترم ستار خان ، محترم متین خان محترم خانګل خان ، محترم ذیا الحق خان محتر م عبدالررزاق خان او ډیر نور وه چه همیشه یی دشاګردانو سره په درسی مشکلا تو کی مرسته او همکاری کوله۰
موږ چه به کله د مکتب څخه رخصت شو، نو شاګردان به په ګروپ ګروپ د کور په لور روان وه ، چه په لاره کی شاګردانو دینی، علمی ، سیاسی اواجتماعی بحثونه کول۰
یو تعداد د درسو په ارتبات یو دبل سره کمک او رهنمایی کوله بلخصوس د لوړو صنفونو شاګردان د اوم او اتم صنف شاګردانو سره، بلی ډلی به علمی او فلسفی بحثونه او تبادل نظر کاوه او یو تعداد به بیا سیاسی خبری کولی او د مشخصی موضوعګیری یا ایډیالوژی لپاره یی کار کاوه۰ او دکلو بانډو ،ولایاتو ، مملکت او په منطقی کی دخلکو حکومتونو او سیا ستونو په اړه خپل نظر څر ګنداوه ، چه اکثر ا دا بحثونه په وطن او جهان کی د فقر،بدبختی او بیعدالتی په مدار چرخیدل ،چه یوه به د یوی سیاسی ایډولوژی څخه او بل به بیا د بل سیاست او موضوعیګیری څخه دفاع کوله۰ ددی حا لت څخه داسی معلومیده چه مختلفو پا رټیو او ګوندونو دځوانانو په مینځ کی دخپلو صفوفو د تقویی په مقصد جدی کار شروع کړی وه۰ دا بحثونه جا لبه په دی وه چه هر یو به په وطن کی د بدبختیو عوامل په مختلفو دیدګاهو کی تحلیل او ارزیابی کوه او ځوانان به یی په وطن کی د یو عادلانه ټولنی د مینځ ته راتګ په مقصد مبارزی ته را بلل چه په همدی ترتیب دخپلو علاقی وړ پارټی اوتنظیمونوکی تنظیمول۰
یو تعداد بیا داسلام مقدس دین ته د خدمت په منظور او په وطن کی د اسلامی اصولو د تدبیق په مقصدخلک جهاد ته را بلل او ددی ټولو بد بختیو اصلی عامل یی اسلامی اصولو دنه مراعت کیدو دلیل باله او خلک یی ددی مقدس هدف د عملی کولوپه مقصد په اسلامی لیکو کی تنظیمول او کفر سره یی د جهاد ناری پورته کړی وی۰
یو تعداد نور بیا د مارکس او انګلز د ایډولوژی ترفداران وه چه هغوی ددی بدبختیو اصلی عوامل په وطن کی د طبقا تی ژوند موجودیت باله او داسی یی تحلیل کاوه چه موږ باید زیربنا یا اساس ته تغیر ورکړو، او په وطن کی د عادلا نه او انسانی ټولنی دراوستلو له پاره کار وکړو او د همدی هدف لپاره یی خلک طبقاتی مبارزی ته دصلح امیزه لاری رابلل۰
یو تعداد نور بیا د مارکسیستی سیاست په تایدولو سره د قهر امیز سیاست ترفدار وه چه دمایوستانو په نامه یادیدل، بلی ډلی بیا ددی ټولو بدبختیو عامل د افغانانو په عدم اتحاد او اتفاق کی څرګنداوه او د ټولو افغانانو یووالی او د یو موټی افغانستان د جوړولو ادعا یی کوله او خلک یی اتحاد او اتفاق ته رابلل۰
په همدی ترتیب هر سبایی او ماسپښین د مکتب په لاره کی موږ دداسی بحثونو سره سر او کار درلود چه کله کله به دا بحثونو دومره مصروف ساتلو چه دا لس ، یولس کیلو متره منزل به را ته ډیر ذغرده شو او ستړیا به مو لږه احساسوله۰
په همدی شکل په لغمان او د هیواد په نورو ولایاتو کی د خلکو د پاکو او سپیڅلو ،ملی ،وطنی ،اسلامی او انسانی احساساتو په استفادی سره د سیاسی پارټیو صفوف ورځ په ورځ تقویه او په وطن کی د ډلو ، ټپلو ، تنظیمونو او ګوندونو لپاره تهداب ایښودل کیده چه د یو واحد وطن ، دین او ایین خلک یی په مختلفو ګروپونو پارټیو او تنظیمونو تقسیم او دنفاق اوبدبختی کندی ته ګذار کړل، چه ورسته بیا ددی فعالیتونو نتیجه زموږ وطنوالو په خپل سر سترګو ولیده او احساس یی کړه۰
دلیسی دوره او ماحول دتعلیم او تربیی لپاره مناسبه ماحول وه چه دشاګردانو تر مینځ ددرسی مشکلات همکاری روحیه ډیره ښه وه ، که چا به کوم مشکل
درلوده دلوړو صنفونو دشاګردانو څخه به یی پوښتنه کوله چه په ډیره علاقه مندی به ورسره همکاری کیده چه دا مرستی د دریی میاشتینیو ، شپږ میاشتنیو او کلنی ازموینو په موقعه کی ډیرحساسیدله ، شاګردان به په یو معین ځای کی را ټول او درسونه به یی یو ځای لوستل او خپل مشکلات به یی یود بل په همکاری حلول چه دی کار خورا ښه نتیجه درلوده چه اکثر شاګردانو به دنقل پر ځای دخپل مغزاو لیاقت څخه استفاده کوله خو یو نیم به پکی داسی نقال وه چه بیا نیمایی بډه به یی د نقل څخه ډکه وه.

شفیع ماما یا دکلی نایی
یو ورځ دکلی نایی چه محمد شفیع نومیده او هلکانو ورته لکه دمحمد جان ماما په شان شفیع ماما ویلی دکلا انګړ ته راننوت، هلکانو د هغه په لیدلو ځانونه ورسول تر څو د سر د ویښتانو د اصلا لپاره وار تر لاسه کړی، هلکان به په وار سره دهغه ومخی ته کیناستل او شفیع به دهغوی د سر ویښتان ور اصلاح کول ، نیا به ویل هلکه شفیع دهلکانو دسر ویښته بلکل لنډ کړه،مه یی پریږده چه اوږده شی،خو هلکانو د لنډو ویښتو سره دومره علاقه نه ښودله د بلی خوا نیکه هم دلویو ویښتو طرفدار نه وه په همدی دلیل هلکان مجبور وه چه د خپل د سر ویښتان کورپه او یا لنډ کړی خوسره له دی قیوداتو ناهی به د هلکانو ویښته برابر او ښایسته جوړول، هغه به نه هلکان او نه مشران خپه کول۰
شفیع ماما به دهلکانو خبر په میاشت کی یو یا دوه واره اخسته او دسر ویښتان به یی ورته اصلاح کول چه په مقابل کی به یی کله چه د لو او لورموسم شروع شو بیا به شفیع په کروندو ګرزیده او خپله برخه د لو شوی فصل صدری یا ګیډی تر لا سه کوله او وروسته بیا ددرمند دتللو په وخت کی هم نایی ته برخه بیلیدله، په همدی ترتیب شفیع نه تنها زموږ دکلی نایی وه بلکه دچاردهی دمنطقی د اکثره کلو کار او باریی کوه چه هغه به د فصلونو د لو په موسم کی د ډیرو غلو دانو څشتن وه۰
شفیع چه به همیشه په کلو او بانډو ګرزیده په منطقه کی د ټولو موضو عاتو څخه با خبره او موثق معلومات درلودل، نو چه په کلو کی به کومه د خوښی یا مړی ژوندی خبری وی نو د شفیع وظیفه همدا وه چه په تمامو کلو بانډو وګرزی او خلک خبر کړی۰ یوه ورځ نیکه د شفیع څخه پوښتنه وکړه چه هلکه شفیع په منطقه کی څه خبری دی؟ هغه په جواب کی ورته وویل چه دکلی د غفور ماما ځوی چه صبور نومیږی ډیر سخت مریض دی، نن سهار یی ولایت ته بیولی وه خو فکر نه کوم ، زما په نظر ډاکترانو جواب ورکړی، خدای خبر که جوړشی، حالت یی ډیر خراب دی۰
ددی خبرو څخه څو دقیقی نه وی تیری شوی چه د غفور ماما له کوره د جړا اوازونه پورته شول، نیا او دکلی نورو اوسیدنکو ځانونه په چټکی سره د غفور ماما کورته ورسول چه ګوری د صبور وضعه دیره خرابه ده خلک تری راټول شوی ، چا یوه دوا او چا بله کورنی دوا او ټوټکی د صبور مور ته پیشنهاد
کولی خو ګټه یی ونه کړه او پس د څو شیبو څخه حق ته ورسید او ددی فانی دنیا څخه یی رحلت وکړ۰
د صبور موروپلار او نور نژدی دوستان او د کلی خلکو د صبور د مړینی په ویر کیناستل، صبور چه د خاله فاطمی او غفور ماما یواځینی نازولی ځوی وه دهغه په مړینی دیر و زوریدل هغوی تر سبا چیغی او کوکاری ووهلی او دصبور مور خپل د سر ویشتان شکول او کله کله به بی حاله او د شوک حالت ته تله او خپل مخ یی په څپیړو شین کړی وه، دکلی خلک هم ورسره په دی ویر کی تر سبا ناست وه۰
سبا د کلی او منطقی خلک را ټول شول ، دکلی څو نفره موظف شول چه بیل او کلنګ واخلی د قبر جوړولو کار تر سره کړی، دوه دری نفره سپین ګیری د کفن او قرانکریم دراوړلو په مقصد دتیرګړو بازار ته لاړل، دکلی ملا او یو تعداد نورو سپین ګیرو او ځوانانو په صبور باندی دقرانکریم قرایت شروع کړ په همدی ترتیب دکلی او منطقی خلک هر چا په مختلفو برخو کی خپل انسانی اوعاطفوی مسولیت تر سره کړ او په مشترکی همکاری یی د ٍصبور جنازه خاورو ته وسپارله۰
خلک د قبرو څخه راوګرځیدل او دغفور ماما په حجره کی بیا هغه ته فاتحه ورکړه او د صبو روح ته یی دوعا وکړه چه په همدی ترتیب غفور ماما او د هغه میرمن تر ډیره وخته د صبور په مرګ کی غمجن پاته شول.
.
عشر یا مشترک کارونه۰
عشر یا داوطلبانه کارونه په منطقه کی د بیالو پاکولو، د سر بندونو په جوړولو د شولو د بزغلیو په کرلو یا نهال شانی، د سرکونو او لارو د جوړولو او همدا رنګه د کلی په سطحه د بامونو د کاګا ، د پختی یا پنبی او نور محصولاتو دراټولولو په مړی او ژوندی او ډیر نورو کارونو کی چه د منطقی د خلکو په مشترکه همکاری سره په یو معین ورځ په او یو معلوم جوړ شوی پروګرام سرته رسیږی، چه دا مشترکه همکاری یا حشر ددولتی اورګانوو اویا دمنطقی د خلکو او کلیوالو په تقاضا اجرا کیږی۰
د چاردهی دمنطقی لویه بیاله چه د بیبی حاحب د زیارت په ساحه کی د علیشنګ د سیند څخه سرچینه اخلی او د راه دار یا سخی پله څخه ورسته د چاردهی د منطقی د مځکو د اوبو کولو او په ورځینی ژوند کی دخلکو د استفادی په منظور موهم ، حیاتی اوضروری ګڼل کیږی چه ددی بیالی د اوبو د عادلانه استفادی په منظور کال په کال نوی میراو یا د بیالی مسول ټاکل کیږی۰میراو وظیفه لری چه د بیالی او بندونو جوړول او دهغوی د فعالیت څخه همیشه با خبره وی او همدارنګه لکه مخکی مو چه وویل د اوبو عادلانه ویش په نظر کی وساتی که نه نو د بی خبره او بی انصافه میراو دکار په نتجه کی دکلو د خلکو د بی اتفاقیو او جنجالونو سبب ګرځی چه دا دعوی او جنجالونه په مرګ ژوبلی او د سرونو په ماتیدو ختمیږی۰
څرنګه چه په لغمان کی د ګرمیو په موسم کی دغرونو واوری اوبه کیږی او په همدی موسم کی اکثرا بارانونه د ګلی ،تالنده او بریښنا سره یو ځای وی چه د خطر ناکه سیلابونو سبب ګرځی چه داسیلابونه بعضی وختونو کی د مالی او ځانی تاوانونو تر څنګ د فصلونو د خرابیدو باعث هم ګرځی چه اکثرا دا
سیلابونو ددریابونو اصلی مسیر ته تغیر ورکوی او د کلو او بانډو د خرا بیدو عامل کرځی چه ژوندی کلی او کورونه د بار او بستر سره له ځانه سره په مخه کوی، او همدا رنګه لوی لوی ونی او کمرونه چپه کوی۰چه اکثرا دا سیلابونه د دښتو او خوړونو څخه را وځی چه شګی او خټی له ځانه سره انتقالوی چا دا خاورینی او خړی اوبه ددی باعث ګرځی چه د سیند په استقامت لوی لوی سر بندونه ویجاړ او د خاورو او خټو په کیناستلو سره بیالی ډکوی او چه وروسته بیا د کافی اندازی اوبو د راتګ امکانات په بیالو کی محدودوی چه په همدی دلیل کلی وال هر کال مجبور دی د بیالو په پاکولو او د سر بندونو د بیا جوړولو په منظور داوطلبانه او مشترک حشر تر سره کړی۰
یو څه مده ورسته چه د علیشنګ د سیند سر چینی او د غرونو د لوړو څوکو واوری د ګرمی د زیاتیدو له امله اوبه شی نو ددی سیند اوبه ورو ورو کمیږی چه په نتیجه کی په دی سیند کی د یوی بیالی په اندازه هم اوبه نه وی، په همدی دلیل د چاردهی د منطقی خلک مجبوردی خپل د ضرورت وړ اوبه د علینګار د سیند څخه چه همیشه یی اوبه ډیری وی استفاده وکړی هغه داسی چه د علینګار د سیند څخه یوه بیاله د علینګار ددری په غربی ساحه کی دتپه ایزو غونډیو له پاسه چه ډیر له پخوا نه ایستل شوی او دا بیاله د چاردهی د منطقی په ابتدا کی د علیشنګ دسین سره یو ځای شویده ، د چاردهی خلک د سر بند څخه دا بیا له هر کال ترمیم او کنټرولوی او په همدی تر تیب د منطقی د اوسیدونکی د اوبو د نشت والی پرابلم د حشرونو په کولو سره حلوی۰

تیر یادونه

خړ سیندونه سیلا بونه می یادیږی
د وطن شنه شنه فصلونه می یادیږی

د ودونو او دودونو رواجونو
ها دیری ها مجلسونه می یادیږی

سندریز خوږی نغمی د حجرو مینځ کی
ها ګیسونه او کټونه می یادیږی

د مرغیوو ګنه ګونه او سیلونه
د چقمق ټوپک غږونه می یادیږی

د قزلاقو او یار مخچو په موسم کی
د دامان د غره دامونه می یادیږی

د چتکو او مړزو جال په لاس کی
هغه لوی لوی کمندونه می یادیږی

په جوزا کی د توتانو په موسم کی
د فصلونو درمندونه می یادیږی

مصلی او د درمند شاخی په لاس کی
تور چنګړ لوی لوی چجونه می یادیږی

د دهقان په لاس چه تیږه د میزان شی
لپکی او خجورونه می یادیږی

د چینی نه د اوبو منګی په سر کی
ها د پیغلو کتارونه می يادیږی

مړ او بل د اوربلکو الوتنه
د بامو د سر خوبونه می یادیږی

په اختر کی د ځوانانو ډلی ډلی
ها میلی ها اټنونه می یادیږی

د پی مخو ښکلو پیغلو بیر او بار کی
هغه لوی لوی زیارتونه می یادیږی

رنګ په رنګ ښکلی جامی د طاعتونو
په مسجد کی ښه وعذونه می یادیږی

څومر ښکلی څه ښایسته کلی بانډی وی
جم او جوش د بازارونو می یادیږی

یادول یی زیاتوی د زړه دردونه
افغانی ها تیر وختونه می یادیږی

په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی

ګرانو لوستونکو
علامه دکتور محمد سعید(سعید افغانی) په خپل کتاب کی چه (زما ژوند) په نامه يادیږی په لغمان کی اوسیدونکی قامونه په لاندی ډول شرحه او معرفی کړی دی ۰
۱-صافی
په افغانستان کی د صافیو قوم یو لوی او مشهوره قوم دی چه وایی ددوی اول نیکه د قندهار دغوړی مرغی څخه راغلی دی او ددوی نسبی سلسله د پښتنو په قامونو کی په درانیو باندی ګډیږی، وایی صافی په غلجیو نه ګډیږی بلکه د غلجیو سره د درانیو په وسیله ورورګلوی لری ۰
دصافیو د قامونو غټی ریښی په لاندی ډول دی ۰
الف – ودیر
ب - ګربز
ج - مسود
دصافیود قوم پرګنی په ټول افغانستان کی په شمالی برخه کی ، کوه صاف او تګاب ددوی اصلی مرکزونه دی ا و په مشرقی کی د کنړ صافیان شهرت لری او هغوی د څوکی په ولسوالی ، باډیل ، مزار ، د پیچ په دره ، کوزه پښتونخوا ، سره کمر او د کنړ د ولایت په نورو سیمو کی اوسیږی ۰ صافی په کامه کی لویه سیمه لری ،صافی په لغمان کی د عمرزیو ، سالاب ، ګړګړ ،باړیڅی ، صبر اباد ، په سیمو کی هستوګنه لری ، په الینګار کی نازی هم صافیان دی ۰
وایی چه په کوزه پښتونخوا کی وزیر هم په اصل کی د ودیر صافیو یوه ریښه او مسود یی بله ریښه ده ۰
دلغمان په عمرزیو کی صافیان په دری پلرونو تقسیم شویدی ۰
۱ - د خیر محمد بابا اولاده ده چه د خیر اباد کلی یی مرکز دی او لاندی ریشی لری۰
پایه خیل ، یاسین خیل ، تورخیل ، ایاز ۰
دوم د عبدالمحمد بابا اولاده چه په ادو خیلو مشهور دی ۰
دریم
ابراهیم بابا چه په ابرهیم خیلو یادیږی ۰

دوم د ساک قوم
دساک قوم د لغمان ولایت په مرکزی سیمو کی اوسیږی او ددوی ریښی موسی خیل او شمشیر خیل دی اود افغانستان په نورو سیمو کی هم هستوګنه لری ۰
۳ - تره خیل
دوی د لغمان ولایت د د تندیو په قریه کی اوسیږی او زیاتره یی دکابل شمال شرق خواته د ترخیلو په قریه کی هستوګنه لری چه ددوی یو څو با اعتباره خلک د وخت ددربار قابچی باشیان وه او د پور اعتبار خاوندان کڼل کیدل ۰
۴ - رستم خیل
ددوی څه میشته کورونه د لغمان د ارمل به قریه کی اوسیږی او څه نور یی کوچیان دی چه د اوړی په موسم کی یخو سیمو ته ځی او په ژمی کی بیرته لغمان ته راځی ، مالداری او سودا ګری ددوی کسب دی ۰
۵-خروټی
دو ی دلغمان د عمرزیو د علاقی په جنوبی برخه او د افغانستان په نورو برخو کی اوسیږی او ډیر مشهور قام دی ۰
۶- عبدالرحیم خیل
دلغمان ولایت د مندروړ په سیمه کی اوسیږی او په کابل کی هم کورونه لری په دوی کی ښه با همته خلک تیر شویدی ۰
۷-هودخیل
دوی په ود خیلو شهرت لری او د لغمان د قرغیو د ولسوالی په برخه کی لویه سیمه لری او په کابل کی د کابل شرقی خوا ته اوسیږی
۸- جبار خیل
دوی دلغمان د قرغیو د ولسوالی په سیمه کی معزز کورنی دی چه د قامی ملی مشران اوتاریخی خلک تیر شویدی ۰
۹- تره کی
دوی دلغمان دولایت په ځینی سیمو کی میشته او کوچی کورونه لری او اوښانو او څارویو په روزنه مصروف دی او د افغانستا په غزنی او قندهار کی شتون لری ۰
۱۰-پشه یی
دوی دلغمان ولایت تر څنګ یوه قریه لری چه د پشه یی په نامه یادیږی ، دوی په پشه یی ژبه خبری کوی ۰
۱۱-هزار میښ
دوی دلغمان ولایت د تیرګړو په علاقه کی پراته دی او غریبکاره خلک دی ۰
۱۲-میچن خیل
دوی دلغمان د عمرزیو د علاقی شمال ته یو لوی کلی لری دو هری خوا ګر ځی او د نظرانی په ټولولو مصروف دی ۰
۱۳ناصر
دوی دلغمان ولایت د مندروړ د سیمی په جنوبی برخو کی ، د کابل شکردره او د افغانستان په نورو سیمو کی اوسیږی دا خلک زړور او جنګیالی دی ۰
۱۴- اکاخیل
دوی هم دلغمان د عمرزیو دمنطقی په شمالی برخه کی میشته او کورونه لری د اوښانو او رمو روزنه کوی او د غره څخه لرګی راوړی او خر څوی یی ۰
۱۵- دیګان
دوی په دری خبری کوی او کورونه یی د افغانستان په نورو سیمو کی هم شته ۰
۱۶- محمدځی
دوی ځای ځای کورونه لری او د محمد ځیو پا د شاهی کورنی په وجه دوی هر چیری ښی ابادی ځمکی تر لاسه کړی دی ۰
۱۷ ریکا ګان ۰
دوی دلغمان ولایت د چاردی په علاقه کی محدود کورونه لری او دکابل ریکا خانه ددوی مرکز دی ۰
۱۸- عمرخیل
دوی دلغمان د چاردی په علاقه کی زمینداره کورنی دی او د کابل په میدان کی زیاتی مخکی لری ۰
۱۹-وریا خیل
دوی د لغمان د ولایت د عمرزیو د علاقی په لر او بر کی هستوګنه لری او خلک یی کاریګر او دهقان کاره دی ۰
۲۰-وردګ
دوی دلغمان ولایت د عمرزیو دعلاقی په جنوبی برخو کی اوسیږی او په کابل کی د وردګو علاقه ، قام او ولایت مشهور دی ، په دوی کی ښه د کار او میړان خلک تیر شویدی او د انګلیسانو داستتعمار په مقابل کی د غازی محمدجان خان مبارزه د هیریدو نه ده دا قام تل په سیاسی جریاناتو کی لاس او برخه لری ۰
۲۱- تاجک ۰
دوی په لغمان او د افغانستای په نورو ولایاتو کی اوسیږی ژبه یی دری ده۰ وایی دری د دربار څخه اخستل شوی او دا ژبه یو وخت د درباریانو ژبه وه ۰
میرعلی - ۲۲
دوی دلغمان د باد پښ په علاقه او نورو سیمو کی اوسیږی ۰
۲۳-نیازی
دوی دلغمان د ولایت دالینګار به سیمه کی پراته دی ددوی کورونه د کابل جنوبی خواته هم شته ، وایی دوی د صافیو یوه ریښه ده۰
۲۴-اړوکی
دوی د لغمان د الینګار په منطقه کی اوسیږی او ددوی تر څنګ خاڼی او اختیار خیلو په نامه نور پښتانه قامونه هم پراته دی ۰
۲۵- الکو ځی
دوی په لغمان کی لږی کورنی پیدا کیږی مګر د افغانستان په نورو ولایاتو کی هم شته او مشهور قام دی۰
۲۶-سادات
دوی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولاده ده په لغمان کی ځای په ځای کورونه لری دوی ته میران او پاچایان هم وایی په لغمان کی خواجه ګان د ابو بکر صدیق او حضرات د حضرت عمر فاروق اولاده هم شته ۰
۲۷- لطف الله خیل
دوی دلغمان ولایت د تیر ګړو خانان او هلته د سنګ تودی د قریه اوسیدونکی دی
۲۸-بابکر خیل
دوی د لغمان ولایت د الینګار د سیمی مشهور خانان دی او په کابل کی هم کورونه لری ، درباری خلک وه
۲۹- نورستانی
په لغمان کی ددوی کورونه شته خو د لغمان شمال ته د نور ستان سیمه یوه لویه ولسوالی ده چه اکثره یی په ځانګری ژبه غږیږی ، دوی د امیر عبدالرحمن په زمانه کی تابع او مسلمان شویدی د امیر حبیب الله خان په خپل دربار کی ددوی څخه ډیری وینځی لرلی چه د امیر امانالله خان په وخت کی ازادی کړل شوی د نورستان دخلکو بچیان د امیر عبدالرحمن خان په دوره کی دربار ته لاره پیدا کړه چه په دی اثر ډیر پاخه او پوره خلک پکی وروزل شول چه بیا ورسته د افغانستان په اجتماعی ، ساختمانی سیاست او ازادی کی لوی رول درلود ، امیر عبدالرحمن په لغمان کی د قلع السراج تعمیر اباد کړ دا ځای په ژمی کی دهغه د ساعت تیری ځای وه چه د بچی سقاو په وخت کی دا دملت په پیسو اباد شوی تعمیر وران او ویجاړ کړ شو ، امیر حبیب الله خان به د لغمان په کله کوش کی هم میلی چړچی او شکار کولو چه اخر هم هلته د شپی له خوا په خیمه کی د یو نامعلوم شخص له خوا وویشتل شو دده د مرګ څخه وروسته دده ځوی امیر امانالله خان باچا شو ۰
۳۰- درګی
دوی دلغمان ولایت په شمال شرق د شمنګل په قریه او د درګو د اوبو له پاسه کلو کی اوسیږی او کوچیان هم لری ۰
۳۱-علی خیل
دوی د لغمان په شلټک او صابره ډوپی کی اوسیږی او څه کورونه یی په کابل کی هم شته ۰
۳۲-ابراهیم خیل
دوی د لغمان د ولایت د مندروړ په علاقه کی شاو خوا میشته دی ۰
۳۳- محمد خیل
دوی د لغمان په ولایت کی هستوګنه لری ۰
۳۴-خیرو خیل
دوی لغمان د ولایت د مندروړ په جنوبی ساحو کی پراته دی ۰
۳۵- قوالان
دوی لکه د کوچیانو په شان کابل او مشرقی او په خاصه توګه کابل ، لغمان ته تګ راتګ کوی او د تجارت کسب یی درلود مګر اوس یی په کابل کی ډیر کورونه او تجارتونه پیدا کړی دی ۰
۳۶- اهل هنود
دوی هم دلغمان ولایت د تیر ګړو په قریه کی ساکن دی او هلته ځانله درمسال لری چه خپل دینی مناسک هلته اجرا کوی دوی هم تجارت پیشه دی او د تیرکړو په پخوانی بازار او اوس دلغمان په ولایت کی دوکانونه لری۰

ګرانو لوستونکو
دلغمان په ولایت کی اکثر خلک په پښتو خبری کوی او په دوهمه درجه کی دری ژبه ډیر ویونکی لری او نوری ژبی یی لکه پشه یی او نورستانی او شاړی دی چه په اقلیت کی حسابیږی ۰
دلغمان ولایت د قامونو او ولسونو په ریښو کی زیاتی مطالعی او څیړنی ته ضرورت لری او په اقتصادی ، جغرافیوی او تاریخی مسایلو کی یی بحث پوره ریسرج غواړی ۰
په عمومی لحاظ د لغمان په ولایت کی د قومونو مختلفی پرګنی پیدا کیږی او داسی معلومیږی چه د تاریخ په مسیر کی په لغمان باندی ډیر مختلف انقلابات ، تحولات او تطورات راغلی دی ، خو ددی ټولو سره سره باید ووایو چه اوس هم دلغمان ولایت اکثره کورونه د خټو ، پخی یا خامو خشتو کورونه دی چه بی د کومی نقشی ابادی او په بی نظمه توګه عمومی حیات د مشکلاتو او لانجو سره مخامخ دی همدارنګه اوس هم هلته اکثرا د قرن اولا د دوری رسمونه ،رواجونه او عادت جریان لری ۰
دلغمان خلک د زیات طبعی ذکاوت لرونکی دی او خاوره یی د زراعتی او تخنیکی ښه بدلون لپاره اماده ده ۰
په ډیر تاسف سره باید وویل شی چه په لغمان کی د قامونو او پرګنو د نفوسو تراکم ، بی کاری او بی غوری زړه سوزونکی ده چه د قدرت خاوندان باید ورته جدی او خاصه پاملرنه وکړی۰

د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوی موقعیت لغمان
( لمپاكا-لمغان )
لغمان د افغانستان د ختیځ ولایاتو د جملی څخه دی چه شمال ته یی بدخشان ، سهیل لور ته یی ننګرهار او کابل ، ختیځ لور ته یی کونړونه او لویدیز پلو ته یی د کاپیسا او کابل ولایتونه پراته دی ۰ د کیشت او کاشمونډ غره لویدیځ ته دلغمان ولایت د جنوب له خوا رانیولی دی هر څومره چی د کابل سیند د لغمان ولایت د جنوب له خوا د شمال په لور پر مخ لا شو ، د ځمکی جګوالی یی زیاتیږی ۰لغمان د ځینی روایاتو له مخی د کابل څخه تر پیښوره ټوله سیمه رانیوله دا ځای د هغه پخوانی لیاری په سر پروت او یو مهم دمه ځای دی چه له سروبی څخه د باد پیچ یا باد پښ غاښی را پدی خوا په زیړانی دښته کی راتیر شوی او د الیشنګ او الینګار د رودونو د مخامخ کیدو په نقطه کی کوم ځای چه د نیسا یا لرغونی ښار پروت وه رارسیږی او له دی ځایه ادینه پور یا دینپور ، نګاراهار او بله څانګه یی د ګمبیری په دښته کی کنړونو ته ورغځیدلی ده ۰
دلغمان پراختیا ۷۲۱۰ کیلومتره مربع ده او د نفوسو شمیره یی ۳۱۰۶۵۱ کسانو ته رسیږی او په یو کیلو متر مربع مځکه کی یی ۴۳ کسه وګړی ژوند کوی ۰
دلغمان ولایت څلور ولسوالی لری چه د قرغیو ، الینګار ، الیشنګ او ننګراج ولسوالیو څخه عبارت دی همدارنګه دوه علاقه داری لری چه دولت شاه او منډول نومیږی ۰ دلغمان ولایت ټول کلی ۶۴۰ دی ۰
لغمان یو مهال دالینایانو د مربوطاتو څخه وه او همدا شان د بودایی مدنیت ددی سیمی مرکزیت بلل کیده او د اشوکا یا د هندی یوریانو د کورنی پاچا د دوری ډیرلیکونه او همدارنګه د درنټی تر څنګ د یو شمیر بودایی اثار د څیړونکو او پوهانو د پوره پاملرنی وړ دی

لغمان د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر يو مهم ولايت دى چې اوږد تاريخ لري. د پخوانيو او زړو متونو له مخې د لغمان لرغونى نوم "لمپاكا" دى او د ګندهارا له هغو مهمو ښارونو څخه يو دى چې ټكسلا نه (تكزيلا) را واخله تر پېښوره او بيا تر كاپيسا او باميانو پورې به پرې تګ او راتګ كېده
هغه مهم ښار چې په دغه لويه لاره اباد وو "نيكايه" يا "مينسه" په نوم ياديده.
لرغونپوهانو د څېړنې له مخې د دغه ښار بنسټ هغه مهال د سكندر له خوا كېښودل شو چې نوموړى د افغانستان د شمالي سيمو د نيولو نه وروسته دوهم ځل د هندوكش جنوب د پنجشير د سيند په اوږدو كې له كاپيسا نه د نجراو او تګاو له لارې "لمپاكا" يعنې لغمان ته راورسيد. د لغمان ولايت د ختيزو سيمو په لاره كې د يوناني سكندر له پاره د پام وړ وو. نوځكه يې د "مندوړ" او چارباغ تر مينځ كرغيو ته نږدې د "نيكا" په نوم ښار ودان كړ. يوناني سكندر د بري په موخه خپل پوځ په دوه برخو ووېشه چې يوه برخه يې له لغمانه دده په مشرۍ د كنړ له لارې د سوات په لور او دلښكرو دويمه برخه يې د جنرال "پرويكاس" او "هغستيون" په مشرتابه د كابل او لغمان سيند د جنوب اړخ لورته ترخيبردرې پورې پرمخ لاړ چې په پاى كې د سكندر ټول ځواكونه په "اندس" يعنې دسيند رود په برخه كې يو ځاى شول .
د لغمان دلرغونتوب يوه بله مهمه بېلګه دا ده چې د لغمان د پلازمېنې نه ښايي د درې ميلو په واټن لويديز لور كرغيو ته نږدې د "شله ټك" د غره په لمنه كې هغه كښل شوي ډبر ليكونه چې په 1348 لېږديز لمريز كال تر سترګو شول ددغو ډبرليكونو له"ارامي" ليكدود نه دا ډاګيزه كيږي چې د" اشوكا" د مهال په واكمنۍ كې ښايي كښل شوي وي نو ځكه خو دغه ليكدود دهغه مهال يو ټاكلى زمان په ګوته كوي .
دغه دوه ډبر ليكونه چې د يوه ډبر ليك په څلورمه كرښه كې د" لمكان جټي1 … Lemekan.Jati " نوم ګورو له دې څخه دې پاېلې ته رسيږو چې لمكان (وروسته لمغان) داوسني لغمان لرغونى نوم دى. كه څه هم له دې نه دمخه د لمپاكا په نوم يادېده
په 1949 زيږدي كال د پوهاند"هنيګ" په زيار او نوښت د اشوكا په"ارامي" ډبرليك چې په لغمان كې تر لاسه شوى وو په دې اړه يوه اوږده او هر اړخيزه مقاله وليكله شوه چې د لرغونپوهانو له پاره ډېره د پام وړ وګرزېده
څرنګه چې اشوكا يو روحاني شخصيت وو تل به يې د ټولنې اخلاقي اړخ ته پاملرنه كوله نوځكه به يې دا ډول ډبرليكونه كښل او په داسې يو ځاى كې به يې دا كار كاوو چې د هرليدونكي پام به ورته را ګرزېده
له لغمان نه سر بېره دا ډول ليكنې او انځورونه په كندهار، ننګرهار (درونټه) او ټكسلا كې هم چې ورته بڼه لري كښل شوي دي
دمخه مو يادونه وكړه چې لغمان په يوه لويه لار پروت ولايت دى او په لرغونې زمانه كې هم له سكندر را واخله تر ګوډ تېموره پورې تيري كوونكي دغې سېمې ته راغلي دي. د تېمور په اړه ويل كيږي چې د پنجشير له لارې د لغمان اليشنګ ته راغلى و او غوښته يې چې د لغمان نورستان (بلورستان) ته ځان ورسوي خو نورستان ته په لاره كې يې لس زره سر تيري له مينځه لاړل نو بيا يې د نورستان دسيند په غاړه د اليشنګ په ناجل كې يوه كلا ودانه كړه چې اوس هم د تېمور كلا په نوم ياديږي
ګوډ تېمور ځكه په ډېرې چټكۍ هغه مهال خپل ځواكونه تر شا كړل چې سرتيرو يې په هغو غرونو اوګړنګونو كې جګړه ونشوه كولاى او هره ګړۍ له مينځه تلل نو غوره يې وګڼله چې له دغه سيمې نه پښې سپكې كړي. نوموړي د كټور په دره كې هم يو ډبر ليك كښلى دى چې دده د تيري نښه يې ګڼلاى شو
دارنګه د لغمان په اليشنګ دره كې د امير حبيب اله خان په مهال يو ډبرليك چې د تاريخ نه دمخه پېر پورې اړه لري تر سترګو شوى و چې پخپله امير هم
دهغې كتيبې د ليدلو له پاره ورغلى وو چې عكس يې بيا د مارچ 25نېټه (1917 م ) چې د وري له پنځمې (1296 ش) سره برابره وه د سراج الاخبار په خپرونه كې خپور شو
كومې انځور شوې كرښې چې په دغه ډبر ليك كې ګورو ښايي چې5000 كاله دمخه د پخوانۍ ډبرې پېر پورې اړه ولري گ څيړونكي په دې اند دي چې دغه كښل شوې او انځور شوې كرښې له هغو كرښو سره ورته دي چې د سمنګانو په شپاړس (16) كيلو متري كې تر سترګو شوي دي .
د تېرې خبرې په ټينګار نه يوازى د ګوډ تېمور لښكرې نورستان ته نه دي رسېدلي بلكې د سكندر پوځونه هم نورستان ته په لاره كې په ګونډو شول دا ځكه چې د نورستان طبعي او جغرافيوي جوړښت داسې دى چې هېڅ بهرني پوځ نه دى ايل كړى گ
څېړونكو دا منلې چې د سكندر پوځونه بلورستان ته نه دي رسېدلي خو هغه وخت چې سكندر لغمان ته ورسېد لكه د مخه مو چې وويل كرغيو ته نږدې يې يو ښار ودان كړ او دغه ښار چې " نيكا Naica " نوميده هغه ښار ته نږدې وو چې د" نيسا Naisa " په نامه يادېده چې دغه ښارد شرابو د ښار په نوم مشهور شو او مذهبي ارزښت يې هم د پام وړ وو. وايي چې دغه ښار هغه ځاى ته نږدې وو چېرته چې د الينګار او اليشنګ دواړه سيندونه يوځاى كيږي .
ځنې څېړونكي وايي چې د "نيسايا" ښار د كونړ په چغسراى كې ودان وو او هغه ځاى ته نږدې وو چې د اسمار او پېچ سيندونه سره يو ځاى شوي دي گ ولې ځنې لرغونپوهان وايي چې دغه ښار د ننګرهار په اډه نومي ځاى كې اباد وو. "موسيو فوشه" په دې اند دى چې د "نيسه" ښار په كوزني لغمان كې چېرته چې د الينګار او كابل سيندونه سره يو ځاى شوي دي ودان وو چې د ښار د ساتونكي نوم "ديو نيسه Diwnaisah " وو چې په تاريخ كې "ديونيزوس Diwnaisyus " هم راغلى دى. په لرغونو تاريخونو كې د الينګار او اليشنګ يادونه ډېره شوې ده
ځنې څېړونكي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا خبره هم كوي چې نوموړى ولايت د افغانستان د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په څېرد هندوكش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چې په دوي كې خنجان، اندراب، شتل، سالنګ، پنجشير، نجراو، تګاو، كاپيسا، لغمان، كټور، نورستان، چترال، سوات، باجوړ، د پامير د غره په لمنه كې مېشت اوسيدونكي او نور د بېلګې په توګه يادولاى شو
سكندر چې كله هندوكش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وګاڼه او دايې" قفقاز"د هندي قفقاز په صفت" كوكاكوس انديكوس " وباله چې دهندوكش اوسنې نوم
انديكس" نه مينځته راغلى دى
د هيوان څنګ له څېړنو نه ډاګيزه شوې چې د اومې زيږدي پېړۍ په نيمايي كې له كاپيسا او باګرام نه نيولې تر لغمان او ننګرهار پورې ددې سيمو اوسيدونكو د برهمنيانو د دودونو په رڼا كې خپل ځانونه په ايرو لړل او دا كار دكابل برهمن شاهانو هم كاوو خو د صفاريانو د ګواښنې له بابته د هېواد جنوبي سيمې له دغو پېروانو او پلويانو څخه پاكې شوې او د غزنويانو په مهال كې له لغمان او جلال اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه گ نوموړى وايي : "زه چې 630 زيږدي كال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننګرهار ته تلم د كابل او پنجشير د رود په ګډونځي چې ور تير شوم د كيڼ لاس خواته مې د لمپاكا (اوسنى لغمان) ولايت وو. تر لمپاكا چې ور تير شوم "نګاراهاراى" (ننګرهار) ته ورسيدم. (وګورۍ دكابل د مجلې دريم كال 5 ګڼه 86 مخ
كله چې د تګين كورنۍ الپتګين غزني ونيو اود"لويكانو" كورنۍ يې تر شا كړه نوموړى يوكال په غزني او زابلستان كې واكمن وو. دده له مړينې وروسته بيا غزني او ګردېز پاچا"لويك" د كابل شاه د زوى په مرسته تېرى وكړ خو دسبګتګين له لاسه يې ماته وخوړه. سبګتګين پوه شو چې دپښتنو پاچا لويك سره د ده جګړه پاى نه لري نو دخپلې اوښيارۍ له كبله يې له پښتنو سره خېښي او خپلوي وكړه او ځان يې د هغوي زوم كړ. بيا نو د پښتنو په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنګه د كابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه كې د"جيپال" له لښكرو سره مقابله وكړه او د هغه سل زره لښكر يې د پښتنو په زور مات كړ او تر پېښوره پورې ځمكې يې لاندې كړې
په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم كاږلي دي چې غلجي پښتنو له نوموړي سره ډېره مرسته وكړه او دده ملګري شول .
هغه وخت چې سلطان حميد لودي د ملتان واكمن وو نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمكې د ده په واك كې وې. د نوموړي د واكمنۍ هغه لورى چې تر لغمانه پروت وو په"حدود العالم" كې داسې راغلى دى: "دا هغه سيمه وه چې د "لمغان" د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد وو، د سوداګرۍ چارې په كې پرمختللې وې او ډېر سوداګر په دغه ښار كې مېشت او استوګن وو. ډېرو او سېدونكو لمغانانو به بوتانو ته عبادت كاوو. په لمپاكا كې ډېرې وريځې كيږي هوايې نرمه او پسته ده گ له ساز او اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فكره خلك دي ."
دكابل مجلې 5 كال 6ګڼه كې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو :"ددې سيمې ځنې برخې په هغه مهال كې د كاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننګرهار لوى ښار پروت دى." (هماغه ګڼه 79 مخ )
دارنګه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه كوو چې د لغمان په اړه يې ليكلي دي:"دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداګر هلته اوسېدل" (حدودالعالم 46 مخ )
د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان (پخواني نومونه لمغان او لمپاكا) هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي. يوه ښېرازه غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه. هغه كډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه را كډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توكمونو خيلو نه په لغمان كې ودان دي د اوسنيو سر شمېرنو له مخې په سلو كې 73 پښتانه، په سلو كې 14 نورستاني (كه څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلو كې 12 پشه يي (شاړي)، همدارنګه نور وروڼه قومونه لكه تاجك، عرب، هندوان، ګوجر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنكي دي. پلازمېنه يې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينګار، اليشنګ، قرغه يي او دولت شاه نوميږي .
دلغمان دا يادې شوې اولسوالۍ ځكه مشهورې دي چې د سكندر پوځونه كرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار كې پراته وو. (الينا) لكه څنګه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه يوه قبيله وه چې په الينګار، اليشنګ، نورستان او د لغمان په نورو سېمو كې استوګن وو چې اوس يې هم په يوه وروستاړي ( ګار- شنګ ) د" الينا" لرغونى نوم خوندي كړى دى. دا رنګه د لغمان د پلازمېنې مهترلمك (مهترلام) په اړه هم ويل كيږي چې پخپله هيوان څنګ هم د اګست په 15 نېټه په (630 زيږدي) كې د كاپيسا له لارې نه دې ځايته رسېدلى دى. ده ته ډاګيزه شوه چې دلته د لسوتيګو (ډبرو) په شاوخوا كې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يې"لان پو" (چې په سنسګرت كې لمپاكا) و. دلته دوه ډبر ليكونه هم وو چې د يوه ډبر ليك په درېمه كرښه كې د"لمك" تورى كښل شوى وو. ښايي چې دغه د مهترلمك او يا مهترلام نوم وي او يا دا چې"مهترلام" نوم دى او"لمك" (لمكان=لمغان =لغمان =لمپاكا) يې تخلص دى چې په زړو متونو كې لمك =لمكان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى .
ځنې په دې اند دي چې لمك د لغمان لرغونى نوم دى او"مهتر" د مشر په مانا دى."مهتر لمك" يانې د لغمان مشر يا پاچا .
پوهاند كاكړ د افغانستان نامتو تاريخپوه څرګنده كړې ده چې"لام" په پشه يي كې كلي ته وايي نو مهترلام ياتې لوى كلى .
" د مهترلمك زيارت د محمود غزنوي په عصر كې جوړ شوى دى … تر دې د مخه د ويدي په سندرو كې چې تقريبا 14 سوه كاله تر ميلاد د مخه د اريايي روحانيونو او شعراوو له خوا جوړ شوي دي، د لغمان نوم د"لامهك" په شكل ذكر شوى دى" (سر محقق عبدالله جان بختانى، ژبڅېړنه، 210 او 211مخونه )
داسې روايتونه هم شته چې هغه مهال لغمان په لر او بر وېشل شوى و. كوزنۍ برخې ته يې" بهالانا" ويلې او برنۍ برخې ته يې"لامهكا". د لامهكا اوسنى نوم لعمان او د بهالانا اوسنى نوم"بولان" دى چې د كرغيو ولسوالۍ پورې اړه لري .
ښايي دا خبره هم د حقيقت نه لريگ نه وي چې پر دې خاوره به دا دوه توكمه اباد وو. او يا به دا دوه ورونه وو چې ټبر يې وروسته په همدغو نومونو ياد شوى دى
د لغمان مرکز د مهتر لام ښار دی چه د مهترلام یا مهترلمک په هکله بیلا بیل تاریخی روایتنونه راغلی دی۰
مهترلمک د نوح(ع) پلار دی ښځه ېې قینوش د نوح موروه.اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح ع د حضرت ادم ع د هبوط یا کوزیدو څخه(۱۶۴۲)کاله وروسته پېغمبري ته رسېدلی .د لمک ع پلار« متوشلخ»،نېکه ېې اختوخ او غور نېکه ېې« یارد» وو؛کله چې دنوح ع کښتۍ کېنا سته یو شمېروګړی دمهترلمک (ع) اودده ورورنورلام ( رح) او خورېې بي بي حاجرې سره یوځای دنورستا ن په لاره اوسني الینګارته راغلل،خلک ېې حق دین ته رابلل٭ او بیا په بېلابېلوځایونوکې مېشته شول،تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کې وفات شو،خور اوورورېې هم په الینګار کې وفات شوي چې مشهورزیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او میداني ترمینځ د بې یې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی ؤچې دی پېغمبردی او په د ښته کې پروت دی... همدارنګه دمهترلمک د پېغمبري په هکله د مشهور روحاني شخصېت د کچورې ملا صا حب وېناوې چې تل ېې ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت وړ دی د مهترلمک کلیمه په زړه فارسي کې لوی یا ستر ته واېې او لام په نورستانۍ او پشه يي کې کلي ته اومهتر خپله سترشخصېت ته وېل کیږي،دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهور کسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادرخان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکرخېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي. اوزیار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به له هند او پنجا ب نه هم د لته خلک او ګرځندویان راتلل د پنجشنبې اوجمعې په ورځوبه په ځا نګړي ډ ول دلته د سا زسند رو او مذهبي موسیقۍ په لس ګونو ډلې موجودې وې شپه او ورځ به ېې مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل کېږي ۰ .
دالینګارپه شنه دره کې د الینګار ولسوالۍ کلي دالینګاردمست اوتل بهاند سین دوو خواووته له شمال څخه مخ په سهیل پراته دي شرق،غرب او شما ل لوری يي لوړو غرونو ایساراوښکلی کړی دی . د الینګار دره د سراج کلا دشمال ختیځ په ۷۶ کیلومتري واټن کې دختیځ طول البلد په ۷۰ درجو ۱۳ د قیقو او ۸ ثانیواود شمال عرض البلد په ۳۵۲ْ ، ۳۸َ ،او ۴۲ً کې پرته د ه دا دره ښکلې اوسمسوره سېمه د ه اود زراعتي پېدا وارو،مېوو او څارویو دروزلؤ ‎ډکه یوه شتمنه دره ده ۰
دغازي محمدخان دروېش په جنګنامه یا صفت نامه کې چې مؤلف يي قاضي محمد سالم ؤ اوپه ۹۹۰ هـ کال کې يي ژوند کاؤاودا کتاب په ۱۹۶۵ع کال کې په روم کې چاپ شوی دی راغلي دي: د الینګار او الیشنګ درواوسېدونکي اصلاً د الینایانوپه نوم یاد شوي الینایان د وّیدي زمانې یوه مهمه قبیله وه د رېګ ویدا له ترانو څخه چې د هندو کش جنوب خوا ته په (۱۴۰۰ق م)کال کې ویل شوي دي.مالومیږي چې الینایان د آریا يي قبایلولکه (پکتها- بهلان)اوداسې نورو غوندې دی چې دلسوقبیلو په جګړو کې يي ګډون کړی ؤد آریایانود مهاجرت له زمانې څخه وړاندې دا وّیدي کیسې ،ترانې او داستانونه باختری آریایانودشمالي هندوکش ،بخدي اواکسوس په شاوخوا کې ویلې دي د اوسني افغانستان پخواني خراسان اولرغوني آریانا ختیځ لورته د سند رود(آبا سین) په غاړه یوه لویه هندي آریایي قبیله چې بهاراته نومېده اوسېده؛چې لس قبیلوله بهاراته او دهغې له متحدینوسره په (۲۰۰۰ق م)کال کې جګړې کړې دي چې د الینا قبیلې هم له دوی سره جګړه کړې اونوم يي په دې ترانوکې ذکردی ۰

لس قبیلې دوه ګرويه وې چې لومړی ګروپ ېې هندي آریایان، دي بهاراته دقبیلې مخالفینؤد پنګه جانا په نامه یاد شوي دي او دوهم ګروپ يي د پنکه جانا مرستندویه ووچې د سند رود مخ قېبلې یاشمال لویدیځ غاړې کې اوسېدې دغه قبیلې وې :
الینا:د الینګار او الیشنګ اوسېدونکي اود پخواني کافرستان خلک پکتها: بښتانه چې داقوم د رېګ ویدا په همدې قول په سنه (۱۴۰۰ق م) نه لا اګاهو(مخکې)په همدې نوم په خپله ځمکه موجود وو .
بهلان یا بهالانا:د بولان اومرکزي لغمان خلک .
شېوا: د سیند شاوخوا،ښېوې،شګې اود کابل د شېوه کي خلک .
د یشانن: د ګندهاراد سیمې خلک او او سېدونکي ۰
کله چې « ویسومیترا» د « دیوراسا» پاچا منشي له خپلې دندې څخه ګوښه کړای شواوپه ځای يي « واسثتا» مقررشونو ویسومیترا ځان له لسو آریايي قبیلو سره یوځای کړاود بهاراته دقبیلې دپاچا وزایومیترا له زوی یا لمسي «سوداس»سره ېې سخته جګړه وکړه،ویشومیترا یوستر روحاني اود « دیوراسا» پاچا وزیر ؤ ۰
ویشومیترا د« کنشکا» چې د کوشانیانو د دورې دریم وتلی او نومیالی پاچاؤ هم فقیه او روحاني پاتې شوی ؤ کا نشکا ته چې دځینو آثارو او په ځانګړي ډول د« مسکوکاتو» په شاهدي د پادشاهانود پادشاه لقب ورکړی شوی ؤ ده د خپلې حکمرانۍ په لسم کال دهند نیمه وچه د خپل سلطنت برخه ګرځولې وه هغه له بودا څخه څلورسوه کاله وروسته څلورمه بودایی شورا جوړه کړه.دغه شوراچی دکشمیردشوراپه نوم شهرت لری دشورا د مشری مسوولیت مذهبی فقیه،« ویشومیترا» په غاړه در لود. دسوداس اوویشومترا جګړې دوام مومي اود ویشومیتراجبهه دلسوقبیلوپه ملګرتیا ماتې خوري او هندته د تلو راتلولاره پرې بندېږي دوی څه هند ته ځي او څه یی همد لته مېشته کیږي د الینا قبیله د الینګاراوالیشنګ په درو ګې دهندوکش په لمنوکې هستوګنه غوره کوي او بیا دنفوس دډیریدواوځینو نورو لاملونو له کبله نورو ځاییوته هم خپریږي دوي تر صوات باجوړاواوسنیوولایتونو لکه لوګر،کابل،بغلان، پروان ،کونړ،جلال آباد،بدخشان،دلغمان په مرکزاو نور ډیر یی دهندوکش په جنوبي لمنو کې لراو بر خپریږي الینګاراو الیشنګ همدا مانالري یانې دالینایانو هستوګنځی.الینایان مالداره ؤاو رمې به ېې روزلې،له وړیو نه به ېې جامې ځان ته جوړولې دوی اکثراً په غرونوکې اوسیدل ټول خلک ېې غښتلې وو او لوړ قدونه ېې لرل له همدې کبله د تورو دیوانو په نوم یادیدل د درونټې څخه نېولې ترپرچ غانه او په چه غانه پورې د (۶۶)لویواو وړو درو یادونه شوې ده.غازي محمد درویش ددغو درو له کافرانوسره ډېر جنګونه کړي اودوي ېې د اسلام سپېڅلي دین ته رابللي دي .
په صفت نامه کې (پانداد،هشروی،لا ماندي) ددي دخدایانو په نوم یاد شوي دي باید وویل شي چې په دغو درې نومونودهغې سیمې دپشه یانودرې کلي اوس هم یادیږي .دصفت نامې په قول غاري محمد دروېش یو روحاني شخصیت ؤچې دکابل والي میرزامحمد حکیم له خواپه (۹۹۰)هـ کال کې ددغودرو دایل کولوپه غرض واستول شوپه الیشنګ ېې بری وموند د الیشنګ په دره کې دې: اسلام آباد،غازی آباداودرویش آباد کلي ټول دده نوم ته منسوب دي. لومړی ېې داسلاآباد کلاجوړه کړه اودمرکزپه حیث ېې ورنه کار اخیسته چې قبرېې اوس هم هلته دی نوموړې درې یوځل سلطان محمود غزنوي د (۴۰۰هـ ق)کال شاوخواکې اوبل وخت امیرتیمورګورګاني په(۷۰۰)هـ کال کې وهلې وې خو پوره تسلط ېې پرې حاصل کړی نه ؤد درویش په لښکروکې دغورغوشتي،شینواري،هزارمېښواونورو نومونه یادشوي دي ۰
کله چې امیرعبد رحمان په دغو درو بری وموند د هغه ځای زیات اوسیدونکي ېې د یرغمل په نوم کابل، اولوګرته ولېږدول الینایان چې هرې طایفې ته ورغلي دي ژبه ېې هم د محیط ترآغېزلاندې راغلې ،بیلې بیلې لهجې په کې پیدا شوي او خپل اصلي شکل ېې له لاسه ورکړی دی.مارکوپولوستر کاشف اوایټالیاېي سیلاني په دیارلسمه میلا دي پیړۍ کې د ایران او افغانستان له لارې چین ته تللی ؤبه خپله سیاحت نامه کې ېې د لومړي ځل لپاره داسې یادونه کړې وه:داسیمه د بدخشان څخه تر دې ځایه پورې دلسو ورځوفاصلې په امتداد یوولایت چې د « پاشیا» په نوم یادیده پروت ؤ ددې ولایت ټول خلک بُت پرستان وو د ښکلواو په زړه پورې هنرونوسره بلدؤخپل زیات وخت به ېې په د عاوواو له شیاطینوڅخه په مرسته غوښتلوتیراؤ دلته خلک دسرو،سپینو،قیمتي کاڼو،مرغلرو،ګوتې په لاس کوي او په غوږونوکې ېې راځوړندوي دوی دکارښه استعداد لري په اخلا قوکې ډیرکینه کښ،ځیرک ،سخت زړي اوزړه ور خلک دي.دا ولایت په یوه ګرمه سیمه کې پروت ؤددوی خواړه غوښه،وریجې اوطبي بوټي دي.د تاریخي اسنادوڅخه داسې ما لومیږي چې « لمپاکا» یا لغمان د ډیرپخوازمانو څخه موجود ؤ اول دیونانیانودقلمرو جز ؤ ورپسې دکوشانیانو،اویو وخت هم د ساکانودسلطنت جز ؤخو خپله آزاد اوخپل بیل سران ېې لرل کوم وخت چې مشهورچیني سیلا ني « هیوانتزانک » په«۰ ۶۳ »ع کال کې راغلی ؤهغه دیوه مقتدره سلطنت یادونه کړې وه چې اجزاوې ېې د غوربند پنجشیراو لمپا کا (لغمان)،ناګارا(ننګرهار) اوورڅیرمه سیمې په کې شاملې ښودلې وې چې هغه وخت هندي او آریایی قومونه سره جلا شوي نه ؤ۰
لغمان یا لمغا نات چې دتاریخ په اوږدوکې په بیلا بیلونومونوثبت دی دځینوروایاتو له مخې دکابل نه تر پیښوره ټوله منطقه دربرنیسي چې پخوا پدې نومونو: لام پا کا،لام ګان،پاشیا، لان پو،دهګان،دیګان،لمګان،لمغان اونورو نومونوثبت دی د آریایی،دري او پشه یي دمشترکوریښوپه درلودلو،دخا ورې څښتن،د آبادې سیمې مالکین،اویاد قریودما لکینومانا ورکوي چې لام د اریایی له لړۍ څخه دپشه ېې کلیمه ده دکلي په مانا .
« ده » په پاړسي کې هم کلي ته وایی اوپاکا دسړي نوم دی چې کلي ورته منسوبه وو. ګان دآریایی مشترکه ریښه لري چې یوه روستاړه ده دملکیت اوڅښتن په مانا راغلی،او« پو» په پشه یی کې خاورې ته واېي چې پورته نومونه ورنه جوړشوي دي .

د ازادی د لیاری مبارز مولوی عبدالمجید

خدای بښلی دکتور محمد سعید ( سعیدافغانی ) چه دلغمان دولایت دترګړو د جامع جومات خطیب مولانا عبدالمجید مشر زوی دی ، په خپل کتاب ( زما ژوند) کی د هغه په هکله لیکی۰
زما پلار مرحوم عبدالمجید د لغمان ولایت د عمرزیو د قریی د خیراباد په کلی کی هستوګنه درلوده او د مولوی سید امیر ځوی وه ، مولوی سید امیر چه دخپل وخت کره عالم او د ښه ملی شهرت او اعتبار خاوند وه دلغمان په کله کوټ کی چه د عمرزیو د قریی څخه په جنوب کی تقریبا شپږ میله لری موقعت لری اوسیده چه د خپلو شاګردانودرسی حلقه یی درلوده او د خپل عمر زیاتره مده یی هلته تیره کړی ده او په هغه ځای کی علاوه د تدریس څخه د خلکو د مشکلاتو او پربلمونو په حلولو کی د زیات ولسی قدرت او اعتبار خاوند وه ۰ مولوی سید امیر هلته کله کوټ ته نژدی د علی خیلو په کلی کی چه د کوزی ډوپی په نامه یادیږی د یو مشهور عالم چه په صوفی صاحب مشهور وه دهغه د لور سره نکاح وکړه ، صوفی صاحب په منطقه کی د با نفوذو اشخاصو څخه وه چه په ډوپی کی یی د څلوښت جریبو په شا او خوا مځکه درلوده ۰
مرحوم مولانا سید امیر ډیر شاګردان روزلیدی چه دهغی جملی څخه د تګاب ملا صاحب فضل او مرحوم د هدی صاحب نجم الدین اخونزاده چه په ملا بزرګ مشهور وه د یادولو وړ دی۰
مولوی عبدالمجید صاحب به قصه کوله هغه وخت چه زه شاګرد وم امیر عبدالرحمن خان نجم الدین اخونزاده د هغه د مشهورو ماذونانو سره د تندور خانی په سیمه کی بندی کړی وه ځکه چه هغه د ولسی اعتبار او شهرت څخه برخورداره وه، ملابزرګ چه د خپل وخت دیر متقی او مشهور عالم وه زه هغه وخت د هغه تپوس ته جیلخانی ته لاړم او خبر می ورکړ چه زه د مولوی سید امیر ځوی یم او ستاسو لیدو ته راغلی یم ۰ همغه وه چه زه یی په ډیر شوق وغوښتلم او په زیاد اعزاز یی روغبړ راسره وکړ او شکر یی وویست چه د مولانا سید امیر صاحب ځوی دومره شوی دی چه زما پوښتنی ته راځی او له ما سره یی ډیر لطف وکړ۰ زما یادیږی کله چه زه د خپل پلار سره په ورستیو وختو کی تګاب ته لاړم زما پلار د ملابزرګ صاحب د مقبری پوښتنه وکړه دهغه قبر یی پیدا کړ او د اخلاص فاتحه یی پری ولوستله ، د هغه په قبر یوه زړه ګنبده ولاړه وه ۰
وایی چه د مولانا سید امیر تر مړینی ورسته د هغه ځوی مولانا عبدالمجید ډیر وړوکی وه چه د خپل مورنی نیکه صوفی صاحب په کور کی پاته شوی وه ، څرنګه چه مور یی هم په وړکتوب کی مړه شوی وه نو دده تربیه د هغه دمورنی نیا په ذمه واخستله ، چه هغه یوه ډیره پرهیزګاره ښځه وه او اولاد یی نه درلود نو د مولوی صاحب عبدالمجید په روزنه کی یی پوره پاملرنه او او اهتمام کوه ۰
څه مده نه وه تیره شوی چه د مولوی صاحب مورنی نیکه صوفی صاحب هم وفات شو او صوفی صاحب بل نارینه اولاد نه درلود او تربوران یی دیر ظالمان وه د هغه د کور مالونه یی چور او مځکه یی تری ونیوله ۰
مولوی صاحب عبدالمجید به ویل ۰زموږ په کورنی کی زموږ د پوښتنی څوک نه وه او زموږ د پلار دتره ځوی محترم محمد شریف خان هم د خپل پلار فتح محمدخان څخه وړوکی پاته شوی وه نو همدا دلیل وه چه د تربورانو د ناروا په مقابل کی موږ بی وسی وو ۰
څه مده ورسته زما مادری نیا په ما باندی تعلیم شروع کړ ، دهیریدو نه ده چه د لغمان د صبر اباد مولوی سیدعالم د ډوپی کلی ته زموږ پوښتنی ته راغلی وه په ما یی ډیره مهربانی وکړه او د نصیحت په طرز یی راته وویل ۰ پلار دی مشهورعالم وه ۰ ته ضرور باید دپلار ځای ونیسی ، ځه چیرته دکوم عالم سره دیره شه او صرف او نحوه او نور کتابونه ولوله کوشش وکړه چه وخت درنه عبث تیر نه شی تر څو ښه عالم درنه جوړ شی۰
هغه ویل چه د مولوی صاحب سید عالم نصیحت په ما زیاد تاثیر واچوه او دده دلارښونی سره سم می په زدکړی پیل وکړ په یو ځای او بل ځای کی می په لږه مده کی صرف نحوه او بیا نور کتابونه ولوستل او بیا می د منطق او حکمت دکتابونو په لوستلو شروع وکړه او د وخت د مشهورو عالمانو څخه می زدکړه وکړه چه پوره په دی کتابونو کی لایق شوم چه زیادتره شاګردان به ماته دتدریس لپاره راتلل ۰ ما پدی تحصیل اکتفا ونکړه او د تحصیل او زدکړی په مقصد په ښیوه ، د لغمای په چهارباغ ، قرغیو او مزینه کی دیره شوم او وروسته لدی څخه دتحصیل په مقصد پیښور ته لاړم ،هلته په پیښور ارغشتواو اشنغر کی می د معنوی ، لوی منطق ، حکمت ، تفسیر ، احادیث ، فقه اصول ، میراث ، ریاضی ، تجوید او نور د وخت مشهور علوم د ښو پیاوړو استادانو څخه ولوستل ۰
وایی چه په هغه وخت کی چا چه به مروج علوم ولوستل د وخت د مشهورو علماو به ورته تصدیق ورکاوه چه د استادی وړ دی نو هغه ته به بیا مولوی صاحب ویل کیده او د مولویتوب پګړی به دده په سر باندی مشهورو علماو په ول تړله ، چه مولوی عبدالمجید هلته دا افتخار تر لاسه کړی وه ۰
د مولوی صاحب عبدالمجید د سفر ملګری په دی باور وه چه هغه په ملګرتوب کی د پوره اخلاص خاوند وه ، د ه له ملګرو او ملګرو لدی سره پوره وفا کوله ۰ زما مرحوم پلار مولانا محمد سعید سعید افغانی لیکی چه زما نه يادیږی چه زما د مرحوم پلار مولوی عبدالمجید څخه دی چا شکایت کړی وی ، ده به خپل ملګری ډیر په احترام یادول او په غیاب کی به یی ستاینه کوله همدا وجه وه چه دده ملګرو زما سره زما په ژوند کی د هغه په خاطر ښه رویه درلوده ، ده به د خپلو ملګرو څخه خوږی قصی کولی او د خپل سفر ملګری به یی ډیر یادول او په دی جمله کی د مولوی محمد ابراهیم کامه وال ، مولوی الهام الدین چه د لغمان په کڅ کی د کجور ملا په نامه یی شهرت دلود ، دچهارباغ مولوی عبیدالله ، مولوی محمد عالم ، او قاضی عبدالقدوس د لغمان د چهارباغ څخه ډیری ښی خاطری حکایت کولی ، همدارنګه مولوی عبیدالله او مولوی محمد عالم صاحب چه په اول کی د هغه د سفر شاګردان وه چه په نتیجه کی ډیر ښه عالمان شول ۰
دی ویل د کجورو ملا صاحب په سفر کی د جمعی په شپو کی دیر ښه او خواږه اشعار او نعتونه ویل او هغه وخت د هغه یو مشهور ورور وه چه هغه ښه متصوف او مشهور واعظ عالم وه ، هغه په وعظ کی ژړل په مخ او ګیره به یی اوښکی روانی وی ، دی قصه کوله یو وار داسی پیښه شوه چه د کجورو ملا صاحب دغه ورور په وعظ کی ډیر وژړل خو کله چه د وعظ څخه خلاص شو نو په يو خاص مجلس کی ورته وویل ۰ وروره دا څومره زیات ژاړی ، ژړل ښه کار ندی سترګو ته دی تاوان رسوی او که نه زه هم کولی شم چه خپل مړ پلار یا خپله مړه مور را یاده کړم او له تا څخه ډ یر وژاړم ۰
مولوی عبدالمجید په ټولو مروجو علومو کی تدریس کاوه خو په منطق او حکمت کی یی ډیر شهرت درلود خو د عمر په اخر کی ددی د تصوف جذبه زیاته شوه نو یی د تفسیر ، حدیث ، فقه ، او تصوف علومو مطالعه زیاته کوله همدا وجه وه چه د تګاب مشهور متصوف اخونزاده صاحب څخه یی د قادری طریقه وکړه ، ددی طریقی په ټولو اذکارو او اورادو کی د مازونی مرتبی ته رسیدلی وه او د زیاتو مریدانو او مخلصانو خاوند وه
څرنګه چه د ښه تقوا او علم خاوندوه نو خلکو دی مجبور کړ چه د لغمان ولایت د تیرګړو مشهور او جامع مسجد د خطابت وظیفه هم په غاړه واخلی ، پدی مسجد کی دی ډیر عمر د جمعی په ورځو کی موثری خطابی ایرادی کړی دی چه دده شهرت د شاګردانو او مریدانو له لیاری نه تنها په لغمان او ننګرهار کی بلکه په ټول افغانستان کی زیات شو ، هغه ډیر ښه اواز او د ژبی فصاحت درلود او د ښه اخلاص او ګذاری خاوند وه ۰ نو همدا وجه وه چه هره ورځ له هری خوا نه ورباندی د روحی او معنوی استفادی په منظور هجوم وه او دده په دیره کی به لنګر چلیده چه تر اوسه پوری په لغمان کی زیات خلک دده د وعذ ، معقولی او نمونی روایتونه کوی ۰

مولوی عبدالمجید د امیر عبدالرحمن د پادشاهی د وختونو قصی کولی چه په دی هکله یی داسی ویل ۰
امیرعبدالرحمن په خلکو باندی زیات رغبت اچولی وه اویواځی دنوم څخه یی خلک بیریدل حتی هغه وخت چه هغه مړشو خلکو د ډاری ډیروخت دده د مرګ روایت قدری هم نشو کولای ۰
مولوی عبدالمجید د وطن د استقلال او ازادی په مبارزه کی پوره او موثره برخه درلوده او د خپل قومی ځوانانو ، مشرانو ، شاګردانو او پیروانو سره د انګلیسانو په مقابل کی د ډکی ، تورخم او ناجی په سیمو کی جنګیدلی دی ۰ هغه به ویل چه موږ به د شپی له خوا د انګلیسانو په عسکری کمپونو داړه اچوله چه په دی اثر به د انګلیس عسکر د ډیرو لانجو سره مخامخ وه ده به ویل په هغه شپو او ورځو کی چه صالح محمد خان عسکری افغانی منصبدار ماتی وخوړه موږ برید پرینښود بلکه د غرونو په څوکو کی مو د شپی له خوا اورونه ددی لپاره بلول چه تر څو انګلیسی عساکر پدی پوه شی چه مجاهدینو د جهاد محاز ندی پریښودلی او د مقابلی لپاره حاضر دی ۰
مولوی صاحب به ویل۰ د صالح محمدخان د تیښتی په وجه په دغه ورځ او سباته د مبارزینو معنویات ښه نه وه خو دینی علماوو د مبارزینو معنویات تقویه کول او له بلی خوا مجاهدینو ته د وطن دهری خوا زیات او تازه مرستی رسیدلی او په ټولو بریدونو کی ملی مقاومت ښه پیاوړی شو چه پدغه برخه کی د ننګرهار او سرحدونو د اوسیدونکو جذبات د هیرودو ندی او نه د ساپیو و مهمندو ، شینوارو ، خوږیاڼو او د باجوړ ځوانانو سرښندنه به د یاده ووځی ۰ باید ووایم چه د بلی خوا دا شکست ددی موجب شو چه د پښتونستان د سیمو اوسیدونکی د انګلیس د استعمار په ضد را وپاریدل او د هری خوا څخه د میړانی او جهاد غورزنګونه په ډیر جوش او خروش پیل شول ، همدا وجه وه چه انګلیس دی ته متوجه شو چه دا عسکری بریالیتوب نور هم لانجی زیاتی کړی او عمومی احساسات یی ددوی په ضد وپارول ، نو همدا وه چه د خپل زیات ویری په وجه یی په هوایی بمبارد پیل وکړ او غوښتل یی چه په دی ډول په جنګیالیو کی ویره واچوی خو دا کار نور هم خلک د مقاومت لپاره مصمم کړل او د شپی له خوا یی په انګلیسی عسکری کمپونو باندی ډیر سخت یرغلونه تر سره کړل ۰
مولانا عبدالمجید ویل چه په دی جهاد کی ځما خواږه خواږه ملګری او یاران شهیدان شول او یو وار داسی پیښه شوه چه زموږ د اوسیدو په خاصی غونډی د بمونو اوریدل شروع شول چه د یو بم په اثر موږ د خاورو لاندی شوو خو د نورو مجاهدینو په مرسته ژوندی له خاورو وویستل شوو ۰
هغه به د جهاد کیسی زیاتی کولی او د خپلو افغانانو میړانه یی په هغه وخت کی زیاته ستایله ۰ده ویل افسوس چه د وطن په جهاد کی دملی مبارزینو سره کافی وسله او ازوقه نه وه بلکه یواځی ددوی همت او میړانه وه چه مقابل محاذ ته یی ماته ورکړه ۰ هو، اکثره مبارزینو په نیم نس او نیمی تندی خپل د جنګ محاذ ساته ، چا سره شلخی توپک ، چاسره تفنګچه ، چا سره توره او د چا سره یواځی بیل او کلنګ وه چه د زمرو په شان به یی په اور حملی کولی ۰ ده به ویل د ژوبلی او مرګ ډاره د چا سره نه وه بلکه پدی عقیدی وه که ژوندی وی د جهاد ثواب درپه برخه کیږی او غازی به وی او که مړ شوی نو د شهادت مرتبه مومی ۰
ده ویل ۰ د وطن يه جهاد کی د مشرقی محاذ یوازی ملی مبارزینو په برکت قوی پاته شو او عسکری شکست او تیښته د مشرقی خلکو ته لکه د هیواد د نورو سیمو د مجاهدینو په شان د منلو وړ نه وه بلکه د هغه وخت واقعات او پیښی ددی ثبوت ورکوی چه ملی مبارزینو په یوه دوه ورځو کی عسکری خلا هم ډکه کړه ۰ باید ووایم چه د صالح محمد خان د تیښتی په وجه د ټولو عسکرو عسکری طاقت له مینځه لاړ نشو بلکه ډیر وړو منصبدارانو بی له کوم عسکری تنظیم څخه خپل د جهاد محاذونه کلک وساتل چه په دی جمله کی سور ناصری جرنیل د خپلو عساکرو سره د تورخم په محاذ کی په پوره میړانی جنګیده ۰ مرحوم محمد شریف کامه وال چه په نجم المدارس کی مدرس وه دا قصه زیاته کوله او ویل به یی ، چه د صالح محمد خان د تیښتی دوهمه ورځ وه ، زه په تور خم کی وم او په لیاره کی زخمی شوم حرکت می نشو کولی خو نصیب دا وه چه په ما باندی سور جرنیل مسلح په اسپ سپور د خپلو عسکری ملګرو سره راغی ، زه یی پورته کړم او سور جرنیل د خپل ځان سره په خپل اسپ د شا له خوا سپور کړم او دی په انګلیسانو باندی دیر له قهره لکه د زمری په شان غړمبیده ۰
ځما پلار مرحوم دکتور محمد سعید ( سعید افغانی ) لیکی هغه وخت چه زه په نجم المدارس کی مدیر وم سور جرنیل ژوندی وه او د عمر په اواخرو کی یو ځل مدرسی ته راغی ما په خپله حجره کی میلمه کړ او د هغه ډیر احترام او قدر می وکړ ، د شپی له خوا دده سره قرانکریم او د کارتوسو ډکه تفنګچه وه ۰ وایی چه دده عادت وه چه د عمر تر اخره یی تفنګچه له ځانه سره ګرزوله ۰
مولوی محمد سعید ( سعید افغانی ) لیکی چه ځما مرحوم پلار مولوی عبدالمجید به وعظ او تبلیغ د قرانکریم د ایتونو او احادیثو په لوستلو په ډیر خواږه اواز کولو او ځای ځای به یی په مناسب ډول د جلاالدین رومی د مثنوی ، حافظ شیرازی ، ګلستان ، بوستان او داسی نورو کتابونو او د دپښتو شاعرانو شعرونه او منظومی په خواږه اواز لوستلی ۰
هغه به د میا عبدالکریم صاحب اشعار خوښول او زیات به یی لوستل چه په هغه جمله کی یی دا بیت یی زیات لوسته ۰

اول دی خوب په بالښتو او بالینچو کړه جانانه
اوس دی د ګور چینجی بازی کړی هر اندامه سره

یا د حافظ شیرازی دا بیت۰
شب تاریک بیم موج ګرداب چنین هایل
کجا دانند حال ما سبک ساران ساحل ها

دا شعرونه یی د عمر په اخره کی زیات لوستل۰
همه با هوا و هوس ساختی
دمی با مصالح نپرداختی
همنشینان تو در کنج لحد خاک شدند
چشم عبرت بکشا خواجه اګر انسانی

یا دا بیت۰
صبح صادق ملهم کافور دارد در بغل
ګر علاج زخم عصیان میکنی بیدار باش

مولوی عبدالمجید یوه وړکی کتابخانه درلوده چه په هغه کی مختلف علوم موجود وه خو ده به په سفر کی خپل قرانکریم ، دلایل الخیرات او تنبنیه الغافلین کتابونه زیات له ځانه سره ګرزول او لوستل به یی ۰ ده به د تجهید وظایف زیات کول او د جذبو په حالاتو کی یی تصوفی اشعار ویلی او کله به یی ورسره ژړلی هم ۰
ده د نظم په کتابونو کی پوره مهارت درلود او د اشعارو ګلچین ورسره وه ، ده به د ملی او وطنی خدمت لپاره هم زیات کار کولو او د ضرورت په وخت کی به یی د بیچاره ګانو سره لازمه مرسته کوله ، دی د پوره جرت خاوند وه او په وعظ ، تبلیغ ، جلسو او مرکو کی به یی په صراحت خپل تحلیل وړاندی کوه او کله کله به یی ډیر غټ غټ خلک هم ترټل خو په خلکو باندی دده قهر او غصه دده د اخلاص او بی الایشی په وجه بده نه لږیده ۰
دده سره د ډیرو خلکو اخلاص وه او دده د لیدو لپاره د ډیرو لری ځایو څخه خلک راتله ۰ دی به کله د تبلیغ او اصلاح لپاره د لغمان درو غرو کلو او بانډو ته هم تللو او هلته به ورباندی زیات خلک را ټولیدل ، ده به اګثره په پښو منزل کوه چه کله به داس سورلی هم میسره کیده ۰
هغه د پوره ذکاوت خاوند وه او ډیرو باریکیو ته متوجه کیده هغه په ویل ۰ د خدای پاک مخلوق سره د اخلاص ژوند کول په کار دی او د اخلاص ثمره او نتیجه حتمی ښه په زړه پوری وی ۰ دی د ولایت او کرامت دعوا نه کوله حتی ویل یی زه سره ددمر وظیفه کولو تر اوسه هم د کوم کشف او مکاشفی خاوند نه شوم ۰
ده دملای لنګ د شورش په وخت کی هغه وخت چه د امیر امان الله خان په ضد انقلاب جوړوه په پغمان کی یوه لویه جرګه جوړه شوه د خپل قام او دلغمان د ولایت د علماو او د خلکو په وکالت وکیل انتخاب شو او دهغه وخت په لویه جرګه کی یی فعاله ونډه درلوده ، دی په هغه وخت کی پوهیده چه په امیر امان الله خان پاندی د کفر فتوا او په دی اثر د افغانستان څخه دهغه وتل ښه کار نه وه ۰ هغه سره لدی چه د دینی پاکی جذبی خاوند وه د استعمار دسیسو ته ښه متوجه وه او د وطن د خیر او سعادت لپاره ډیر هوسیده ۰
هغه ددین څخه د ناروا استفادی مخالف وه او دینی علماو لپاره یی په خیراتو ژوند کول نه لوریده همدا وجه وه چه هغه به ویل ۰ کاشکی دینی علما علاوه د دیانته دخپل رزق او روزی برابرولو لپاره کار او کسب هم وکړی او داسی نه چه دین د دنیا لپاره وسیله وګرځوی ۰
دی به ویل دی عاجز او بیچاره ته ګوره چه خپلی نفقی ته حیران دی خو په قرض او سود هم خیر او خیرات ورکوی او خپل ځان نور هم محتاجوی ۰ او ویل به یی چه دی ملا او پیر صاحب ته ګوره چه هر څه لری خو بیا هم د یو عاجز او فقیر له لاسه خیراتونه اخلی ۰
ده په هر چا باندی د پوره عاطفی او صلی خاوند وه او د روحی جذبی په وخت کی به بل ډول ښکاریده او په ځینو حالاتو کی به ور څخه دتاثر او انفعال چیغه او کریکه هم وتله ۰
هغه مرحوم مجاهد نجم الدین اخنذاده صاحب ته عقیده درلوده همدا وجه وه چه کال کی به یو ځل او کله دوه ځله هډی ته دده قبر د زیارت دعا له امله تلو ، ده به ویل دا مرحوم د خپل عصر مبارز وه او د وطن دابادی او ازادی لپاره یی نه هیریدونکی جهادونه او خدمتونه کړی دی ۰
مولوی عبدالمجید د تګاب اخنذاده صاحب د مخلصانو څخه وه او د هغه د ذهد او تقوا زیاتی قصی کولی ، د نجم الدین اخنذاده صاحب د مشهورو ماذونانو لکه د سنګر شیخ صاحب ، د بتخاک حضرت صاحب ، د اسلام پور شیخ صاحب پاچا صاحب ، د ترګړو پاچا صاحب ، د سرکاڼو میا صاحب ، صوفی صاحب ، چکنور ملا صاحب او نور علماو د تقوا ، اعتبار او شهرت قصی کولی ۰
مرحوم مولانا عبدالمجید په کال ۱۳۲۰ه ش کی د ژمی په شپو او ورځوکی مریض شو او یو څو ورځی پس له مریضی حق ته ورسیه ۰ انا لله و انا الیه راجعون
دده جنازه په ډیر اعجاز پورته شوه او په پوره احترام د لغمان د ولایت د عمرزیو د قریی د خیراباد دکلی په هدیره کی خاورو ته وسپارل شو ۰
دی فوت شو خو دده د صالحو اعمالو نقش تر اوسه پاتی دی اوس موږ دده روحی خوښی له او ددی د ښه اعمالو د پیروی هغه ته پرته له دوعا څخه بله چاره نشته ، نو الهی ته موږ ته د ښی پیروی توفیق راکړی او دده په روح کی دی د خپل رحمت فیضان زیات او دایم وګر ځوی ۰
امین یارب العالمین













د لیکوال په هکله

سمیع الدین افغانی د ارواښاد مولوی محمدسعید( سعید افغانی ) ځوی د مرحوم مولوی عبدالمجید لمسی په کال ۱۳۳۳ ه ش کی دلغمان ولایت د عمرزیو د قریی دخیراباد په کلی کی زیږیدلی دی۰لمړنی زده کړی یی دلغمان ولایت دحیدرخانیوپه دهاتی ښوونځی ، دمهترلمک ابتدایه ښوونځی او د روښان په لیسه کی سرته رسولی دی او په کال ۱۳۵۹ کی د لوړو او مسلکی زده کړو د لاسته راوستلو په مقصد بهرته واستول شو۰
او په کال۱۳۶۴کی د کورنیوچارو په وزارت کی ډګروالی تر رتبی رسیدلی دی ۰ سمیع الدین افغانی شاعر دی چه یوه شعری مجموعه یی ( د وطن دیادونه ) تر سر لیک د چا په راوتلی ده ډیر برخه لیکنی او شعرونه یی د وطن په مجلو او جرایدو کی خپاره شویدی او همدارنګه ډیر شعرونه یی د وطن د وتلو شاعرانو او لیکوالانو په علمی سیمینارونو او مشاعرو کی دکلمه شوی او یو تعداد نور یی د و طن د خوږ ژ بی شاعرانو په خوږو اوازونو کی کمپوز شویدی لکه بنجاره ماما ، پل دی پختور شه ، همت ، افغان یم ، دا افغانستان دی او ډیر نور چه زموږ د هیواد والو د توجه وړ ګرځیدلی دی ۰
سمیع الدین افغانی متاهل او د پنځو اولادو څښتن دی ۰

(دحق دلاری د فرهنګی ټولنی اداره)





ماخذونه
محترمولوستونکو په دغه کتاب کی دلاندی محترمو لیکوالانود لیکونوڅخه استفاده شوی ده
۱ مولانا دکتور محمد سعید سعید افغانی یادداشتونه
۲ پوهنیار ظفرخان اهتمام د لغمان جغرافیوی موقعت
۳ نجم الدین سعیدی د لغمانی اوږره او د هغه ډولونه
او همدا رنکه د امین الدین سعیدی د چاپ او تنظیم په برخه کی چه ددوستانو همکاری د یادولو او مننی وړ ګنم

سمیع الدین افغانی