ليکئ : د بلې سيارې خلک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکئ : مسعود سرلوڅ مرادزئ

د لوی څښتن په نوم



د لیکنو لړلیک
د سريزې په ځای
زمونږ ولس
د يوه سيلاني نظر
د ولس په سر لوبه
د ملا پاچايي
ملا او طالب
د واقعي قيا مت ورځ
د قومندان ګرانښت


د جهاد غنا يم
جهادي پاټک
شرعي حجاب
د قومندان شوقي تنده
له مرستون څخه غلا
سوچه اسلامي انقلاب
د قومندان شتمني
د شرعي حجاب ماهيت
بې ځايه عرض او داد
د قبلې درناوئ
حکومت عدل الهي
بې ساري اريانتيا
دموکراسي او د بشر حقوق
اره يي کړۍ
سوغات
د ملايانو بين المنطقوي او بين الحاروي حکومت
اسرافيله شپېلۍ دې ولې نه پوکوي
له ملت څخه غچ
د مجاهدينو ورځنۍ بوختيا
په کشمير کې تبليغ
د بلې سيارې خلک
د قومندان بنګله
د ښځو حجاب د مجاهدينو خبرې او عمل
يو څو شعرونه

د پيل خبرې
د دې کتاب لیکنې په ۹۰ ومو کالونو کې ، د مجاهدینو تر منځ د تنظیمي جګړو په وخت ، د ټوټو او کیسو په بڼه لیکل شويدي . د ټولګې زیاتې لیکنې د سترګو لیدلې پېښې جوړوي . کله چې په دې ټولګه کې د ملا او یا مجاهد ويئ ( لغت ) راځي دلته زما موخه هر مجاهد او ملا نه دئ ، بلکې هغه ملایان او مجاهدین دي چې د سیاسي موخه لپاره یي د اسلام له سپيڅلئ دین څخه دام جوړ کړئ او په دې دام کې سپيڅلي مسلمان وګړي ګیروي .
دین يي دام وي د دنیا په لار کې ایښئ........پرې رااړوي وحشیان د مخلوقات
رحمان بابا
کېدلئ شوای که دا ټولګه په هغه وخت کې خپره شوئ وای ، یو نوئ والئ به يي درلود ، خو له هغې روسته په تېره بیا اوس وخت کې هم داسې پېښې وشوې ، چې د مجاهدینو د وخت پر پېښو يي د نېوکو او څېړلو خبره اوږدې راتلونکې ته په شاوتمبوله .
ریښتیا خبره دا ده چې د افغانستان غمیزه دومره درنه ، ژوره او ویرژلې ده او په دې مهال د افغان ملت او هېواد په وړاندې دومره تیري ، ظلمونه او جنایتونه شوي چې د هغو راټولول ، لیکل او خپرول نه يوازې د یوې ټولګې بلکې د پوهنغونډ ( اینسیکلوپيډیا ) د څو ټوکونو له وسې هم وتلې خبره ده !
تر اوسه چې په دې اړه ، د هېواد د لیکوالانو ، تاریخپوهانو او خبریالانو له خوا کومې لیکنې ، څرګندونې او خپرونې شوي او یا کیږي هغه یوازې د دې پير ، د جنایتونو د کتاب د یوې نیمګړې سریزې پتوګه ګڼل کېدلئ شي .
لومړئ مې غوښتل چې ددې ټولګې له خپرېدا تېر شم ، خو بیا په دې اند چې له نه خپرېدو څخه يي ، خپرول ښه دي او کېدلئ شي چې ځينې ترې ګټه واخلي ، د کتاب خپرېدو ته زړه ښه کړ .

مرادزئ د سريزې په ځای


که د نړۍ سيندونه او سمندرونه د لیکلو رنګ شي ؛
د دنيا ځنګلونه ، ونې او بوټې قلمونه شي ؛
د بشريت تېرشوي او اوسني نسلونه کاتبان شي
او زمونږ په وطن ( افغانستان ) کې
د ملا په لاس ترسره شوي جنايتونه ولیکي
بيا به هم دا لېست نیمګړئ وي
او د ملا د جنايتونو عشر به
هم نه وي بيان شوئ !

زمونږ ولس


زه وایم : هغه څه چې زمونږ له ولس سره شوي او کېږي په نړۍ کې له بل ولس سره کم شوي یا هيڅ نه دي شوی !
هسې زمونږ وطن د شلمې پېړۍ د نړيوالو دوو متضادو ایديولوژيو او ګټو د تصادم ډګر شو. د هاتيانو په دې نښته کې زمونږ د ولس جرړې له بېخه ونړېدې ، وطن مو ويجاړ او ملت مو تس نس شو.
په دې نړيواله وزلوبه کې مونږ نږدې دوه ميليونه وګړي قرباني ورکړل او د افغاني کډوالو لېږد له استثنا پرته د نړۍ ټولو ګوټونو ته ، د شلمې پېړۍ د څو وروستيو لسيزو غټ رقم شو!
زمونږ ولس لا له دې لوی غم څخه نه و خلاص ، چې په بل ستر ناورين واوښت ، دا نورين لا ادامه لري او د ژغورون هېڅ نښه نه تر سترګو کېږی.
پرديو زمونږ ولس د کورنۍ جګړې په سخت ګرداو کې وغورځاوه او دادئ نن هم زمونږخلک د جګړې په دوزخي بټۍ کې د نينو په څېر پړکيږي.
دوی زمونږ پر وطن داسې لړمان ، ماران او لېوان نازل کړل ، چې که څوک سر پورته کوي پر نېښ يي وهي او داړي يي .
د غلو او لوټمارانو دې شنې غدۍ زمونږ د خلکو عزتونه او ناموسونه تر پښو لاندې کړل ، بېګنا او معصوم خلک يي ووژل ، د دولت او وګړو شتمنۍ يي لوټ کړې ، د هېواد تاريخي اثار ، موزيمونه ، ارشيف او نور يي غلا کړل ، ښوونځي او پوهنتونونه يي وتړل ، د رڼا ډېوې يی پو کړې ، د تورتم وزرې يي په ټول ملک کې خپرې کړې او د وطن لوڼه يی په کورو کې کلابند کړې .
خو له دې هر څه سره ـ سره ، نن ټول زمونږ د ولس د غمونو او کړاوونو په باب چوپ دي .
چا ځان په ناګارو اچولې او چا ځان د ړندو او کڼو پر کوڅه سم کړئ .
عالم زمونږ په هکله سکوت اختيار کړئ او جهان زمونږ د سوځېدو او ویلېدو ننداره کوي .
زمونږ ولس هم له درانه خوبه نه راپاڅې ، نه په سد کېږي او نه يوموټئ کېږي چې د شنې غدۍ په وړاندې د ژغورون تاريخي پريکون وکړي .
د ولس شاعر مو ګونګئ دئ او د ولسي ويښتوب او خوځون سندرې نه سرکوي !
پوهان ، ليکوالان ، خبريالان او سياستوال مو دا ټولې ويني ، خو هغه نه څيړي ، نه يي ليکي ، نه يي خپروي او سره نه يی پېلي چې هغه د ولسي پاڅون په لار کې ممد شي او زمونږ د ولس د مقصود کاروان ژر سرمنزل ته ورسوي !
زما ګوتو ماتې شۍ !
زما سره وچوې !
چې د خپل ولس دردونه نه شۍ ليکلای او هغه نه شۍ درک کولای !
زه وايم : وريځو زمونږ د ولس په دې همیشني ملی ماتم وژاړۍ او زمونږ د غمځپلي ولس پر حال خپلې رڼې اوښکې توی کړۍ !
اسمانه زمونږ د ولس پر قاتلانو په ګواښ شه !
وغړومبېږه او پر هغوی خپل تندرونه راپرېباسه !
خوړونو مخ په راځوړ شۍ ، توپانونو راوالوزۍ ، زمونږ د غلیم خونه جارو کړۍ او له بیخه يي ونړوۍ !
د نړۍ بلاګانو او افتونو زمونږ د دښمن پر کور نازل شۍ !
په نړۍ کې د انسانيت لاسه ! پخوا له دې چې زمونږ د ولس بېړۍ ډوبه شي ، هغې ته لاس ورکړه او ساحل ته يي په راوتو کې مرسته وکړه .
د نړۍ ولسونو ، ستاسو اواز خو په نورو ځايوکې د نورو ولسونو په باب رسا او د اوریدا دئ ، زمونږ د ملت زګېروئ او زمونږ د وطن له ځنکندن نه خبرياست ، زمونږ د ولس په ننګه ودرېږۍ !
ملګروملتونو !
زمونږ ملت سره په کړو وعدو او خپلو لاپو وفاوکړۍ ، او لکه د نورو ځايو په شان هم ، زمونږ له ملت څخه په څرګنده ملاتړ وکړۍ .
د بشر د حقوقو ساتندویانو !
زمونږ هېواد ته هم سر رادننه کړۍ ، دلته هم لږ د انسانانود حقوقود حال جاج واخلۍ ، دلته د ځنګله قانون حکومت کوی ، واکمن د چا هیڅ حق نه پېژني ـ ترې پوښته وکړۍ !
د نړۍ د عدالت محکمو !
راشۍ زمونږ د ولس د ډله ييزې وژنې په ګناه بد نام ډاکوان ، داړه ماران ، غله او بد ماشان محاکمه کړۍ ، هغوی ابد حبس کړۍ ، هغوی غرغره او پاڼسي کړۍ !
زه وایم :
زمونږ له ولس سره ډېر زياتئ وشو ،
او زمونږ د وطن ډېر سپکاوئ !

سوات- سمبټ چم کال۱۳۷۳ وږئ ۱۵ د یوه سيلاني نظر


زه له سياحت سره ډېره مينه لرم او زښت زيات مې خوښېږي.
هسې خو په سياحت کې د غرونو د واورينو څوکو ، شنو درو ، سمسورو باغونو او د طبيعت له نورو لورينو څخه ليدنه او د ملکونو د وګړو له ژوند او د لرغونواو تاريخي اثارو څخه خبرېدنه د هر چا او دهر ګرځندوی ښه ايسي.
خو ماته ځانګړې اغیزه رابخښي او خپل وطن مې په سترګو کې ګرځوي !
په سياحت کې کله کله د ژوبڼونو نندارې ته هم ورځم . تر اوسه مې د نړۍ د خورا ډېرو ژوبڼونو ننداره کړې او په هغوکې مې ډول ــ ډول ځناور ليدلي دي.
په دې روستو کې مې د يوه داسې لوی ژوبڼ ننداره وکړه چې ښايي د خپل ارتوالي او په کې د موجودو ځناورو د شمېراو تنوع له مخې په نړۍ کې بېسارئ وي !
ژوبن تقريبا د هېواد پلازمېنه په بشپړه توګه نېولې او ورڅېرمه پرتو سيمو ته هم غزېدلئ دئ !
دا ژوبن اوس تيار شوئ او له جوړېدو څخه يی څه ډېره زمانه نه تېريږي ، خو په دومره کم وخت کې بيا هم پکې زيات ځناور راټول کړئ شوي او سړئ ويلای شی چې د ځمکې د مخ هر ډول ځناور په دې ژوبڼ کې ميندل کېدلای شي .
زه په دې ژوبڼ کې ډېر وګرځېدم او هرې برخې ته مې سر ورښکاره کړ، رښتيا هم ما دلته دغسې ځناور وليدل چې د نړۍ په نورو ژوبڼونو کې مې هيڅ نه وليدلي .
ددې ځناورو يوه بېلونکې نښه دا وه چې په ډله ييزه توګه به يي د خپلو همنوعو ځناورو پر بله ډله بريدکاوه او يو له بله به يی ګڼ شمېر څيرل او وژل به يي .
دوی خپلو کې له ارام ژوند سره هيڅ نه وو روږدي ، شپې او ورځې به يي یو له بل سره ښکرونه ورکړي وو.
دوی د همنوعو له وژلو څخه ځانګړئ خوند اخيست !
د ژوبڼ په دې برخه کې د بلې هرې برخې په نسبت زيات سيلانيان چې اکثره يي د نورو هېوادو اتباع وو ، د نندارې لپاره راټول شوي وو.
د نندارچيانو په منځ کې داسې ګونګوسئ هم و چې ددې ژوبڼ د ځناورو په روزلو او راټولولوکې د سيمې او د ډېرو نورو هېوادو د ژوبڼونو ماهرانو او فنکارانو لويه ونډه اخيستې او په يوه ځانګړې ذوق سره دا ژوبڼ تيار شوئ دئ .
د ژوبڼ له رامنځ ته کېدو څخه دمخه هم ، زه دغې سيمې ته چې د ګڼو باغونو ، ګل کڅونو اوسمسورو درو سيمه وه ، راغلئ وم .
دلته پخوا يو اتل ولس ميشت و .
بډای او لرغونئ تمدن هست و.
او دا ځای د سړيتوب او انسانيت دېره وه !
خو اوس یوه داسې ژوبن ته ورته پاتې کيږي چې د ډېرې کوچنۍ او ګوښې څنډې د نندارې کېسه يی لږ د مخه بيان شوه !

سوات- سمبټچم
کال۱۳۷۳ وږئ ۲۰

د ولس پر سر لوبه


هغوی يي نن د وليبال توپ ګڼي !
زمونږ له وطنه يی د وليبال توپ جوړ کړئ .
پخپلو هېوادو کې يي لوبغاړي روزلي او زمونږ وطن ته يی استولي چې زمونږ د ولس پر سرد وليبال د لوبې ننداره وکړي .
له دوی څخه ځينو د ميدان د يوې خوا د لوبغاړو په برياليتوب شرط تړلئ او د لوبې په بله غاړه بيا نور هېوادونه په داو لګيا دي .
هغوی چې ستر او ځواکمن دي او د لوبغاړو په روزلو کې يي ډېر لګښت او زيات زيار ګاللئ ، د لوژ په پورته او اوچته برخه کې ناست دي او د لوژ په ښکته او نورو برخو کې بيا هغو ځای نيولئ چئ د خپلې وسې په اندازه يی د لوبې په سمبالولو کې ونډه اخېستې ده .
هغه نړیواله ټولنه چې ځان د نړۍ له هېوادو څخه پورته ګڼي هم ، زمونږ د ولس پر سر د وليبال په دې لوبه کې د ريفري رول لوبوي ، کله د لوبغالي د يوې غاړې او کله د بلې غاړې په ګټه چنې وهي او غواړي په دې توګه لوبه اوږده کړي ، تر څو د نندارچيانو په خوښ ساتلو سره پخپله دنده کې دايمي پاتې شي او ددوی د شا باس وړ وګرځي .
له نندارچيانو څخه هر يو ، که څه هم په بېلو- بېلو لوژو کې ناست دي او د لوبغالې د يوې يا بلې غاړې د لوبغاړو په ګټه ناري وهي او چک چکې کوي ، خو د لوبې په ننداره کې کله چې توپ شوټ خوري ، ټول سره په ګډه خاندي او شوټ وهونکئ ته په يوه اواز شاباس وايی .
په دې لوبه کې دوی ټولو ته ، په يوه شان ،
زمونږولس د لوبو توپ
او زمونږ وطن د لوبو میدان ښکاري
او دوی ټول زمونږ د ولس پر سر
د توپ له لوبې څخه یو شان
لذت اخلي !

سوات- سمبټ چم
۱۳۷۳ تله ۱۷

د ملا پاچايي
نن – سبا زمونږ په وطن کې ملا د پاچايي پرتخت ناست او دا وخت زمونږ په ټولنه کې د ملايانو دوران یا پاچايي ګڼل کيږي .
د دولت او حکومت مهم پستونه ، وزارتونه ، رياستونه ، د ولایتونو او ولسوالیو لومړي مقامونه او نور نور.... یا غټ او متبحر مولوي ، که نه لږ تر لږه ملا او يا ملا ته نږدې د ديني علومو طالب اشغال کړي دي .
د دولت د مشرتوب او مرستيالۍ لپاره خو خامخا سړئ بايد د ديني علومو پروفيسور او يا د پروفيسور معادل وي .
د پلان ، کرهڼې ، اوبواوبريښنا ، سرکونواوساختماني چارو په شان وزارتونه هم د مولوي سيبانو په لاس اداره کيږي او د پوځ مهم پستونه هم د دوی په لاس کې پريوتي دي .
خو د خپل سلطنت په دې لنډه موده کې ، دوی ټولو هغه څه وکړل چې قلم د هغو له ليکلو څځه عاجز او ژبه د هغو له بيانولو څخه مقصوره ده .
د قلم خاوندان ، د څه ليکلو او څه ويلو وړ کسان ، ساده وګړي او ولسونه ټول ، هک پک او د دومره ورانيو او ويجاړيو په ښودلو او شمېرلو ستومان او خپلو منځو کې په بېل- بېل نظر دي :
ځينې وايي :
ملا او شيطان د یوې سکې دوه مخونه دي . ملا په نړۍ کې د شیطانانو ، پېريانو، ديوانو ، جادوګرو او کوډګرو لومړنئ استاد او پر يوه ولس د رنځونو ، کړاوونو ، بلاګانو او اپتونو د نازلولواو په کوډو او طلسمونو کې دهغو د ښکېلولود دندې لپاره ځمکې ته رااستول شوئ دئ .
خو نور بيا دا په بله ژبه بيانوي او وايی چې ملا پخوا هم پرنورو ولسونواو تيرو نسلونو باندې په خپله بدله بڼه يعنې د شیطانانو ، دېوانو ، پېريانو ، جادوګرو او کوډګرو په بڼه واکمني کړې او دا وار په خپله اصلي بڼه یعنې د ملا په بڼه زمونږ پر خلکو نازل شوئ دئ .
دوی ملا هغه تور ښامار بولي چې زمونږ له وطنه تاوراتاو او پر ولس مو کوړۍ کوړۍ پروت دئ ، هر څه چې ويني ځان ته يی په اسويلي سره راکاږي او تر خپلې خېټې يی ځاروي .
څوک دا هم وايی :
د ملا واکمني د يوه ولس او وطن لپاره هغه تور او راښکونکئ کړم ( ګړنګ ) ته ورته ده چې هلته نه يوازې هر ډول نور او رڼا راښکل او بلع کيږي بلکې د ولسونو هر راز مادي او معنوي شتمنۍ ، ښېګڼې ، برياوې او لاسته راوړنې د هغې په نس کې په تورو اېرو بدليږي او تباه کيږي . يا دا واکمني د داسې سترګو تورخوړونکي ، زړه بوګنونکي اود نګ لویدال ( ګړنګ ) حيثيت لري چې هغې ته په ورلوېدلو سره ولسونه پوپناکيږي او يو وطن په کې نيشت کيږي.
د ملا پاچايي د اسماني کاڼو ، تندرونو ، جکړونو ، ګرد بادونو ، زلزلو ، توپانونو ، خوړونو او اتش فشانونو ټولګه ده چې د خلکو کورونه ، شتمنۍ او ژوند جاروکوي ، نړوي يي او له بېخه يي چپه کوي.
د ملا واکمني ټولنې ته د نري رنځ ، وبا ، طاعون او نورو عالمګيرو ناروغيو په بيه تماميږي.
ملا واکمني په ځنګله ګې د ځناورو واکمنۍ ته ورته ده . واکمن قانون په دواړو ګې زور دئ . ملايان لکه لړمان ، ماران ، لېوان ، شغالان او پړانګان زمونږ د خلکو په برخليک حاکم دي ، هر وخت هغوی پر نېښ وهي ، داړي او څيروي يي .
خو ځيني په دې عقيده دي او وايي چې د ملا پاچايي زمونږ په وطن کې د نوح توپان و ، هر څه او هر څوک يی تر اوبو لاندې کړل ، زيروح او بې روح يی یو شان له منځه یووړل او د پخواني ژوند ټول اثار يي د نيستۍ کندې ته ورټيل وهل .
د ملا واکمني يعنې د ژونديو انسانانو هدېره ، دلته خلک په تن ژوندي خو له ټولو څخه سا په ژوند ختلې ده ، د هيچا پر شونډومسکا او پر وچولي خندا نه ليدل کيږی ، ولس ټول په وير او ساندو اخته دئ او وطن ټول جنازه – جناره دئ !
نور بيا وايی :
کوم قوم ته چې خدای په قار شی نو ملا پري واکمن کړي ، د ملا واکمني د يوه قوم د وروسته پاتې والی لويه نښه ده . ملا د تورتم ، جهل ، بې سوادۍ ، ناپوهۍ ، کرکې او نفرت استازئ ؛ د سمتي ، قومي ، ژبني او نژادي توپير او دښمنۍ ستر واعظ دئ .
ملا د ولسونو د عزت ، ناموس او پت پلورونکئ او د هغو د تاريخ ، موزيمونو ، ارشيف ، تاريخي اثارو او ملي شتمنيو غل ، لوټمار او ستر کباړ دئ .
د ملا پاچايي د پرديو استخباراتو ځاله ده او ملا ددې استخباراتو د لاس اله ده . ملا د پرديو لپاره د خپل ولس او وطن شيطاني او جاسوسي کوي ، د بيلا- بيلو هېوادو د جاسوسۍله مرکزونو څخه پيسي او وسلې اخلي او په دې ډول د خپل ولس د غلامولو ، سپکولو او خرڅولو دروند تاريخي مسوليت پر غاړه لري .
دوی د نړۍ عمده مرکزونو ته د نشه يی توکو په برابرولو ، ټراپيک او مرکېټينګ کې لوی لاس لري.
دوی د ماشومانو ، نجونو او ښځو په تښتولو ، خرڅولو او ځورولو تورن او لاسونه يي د بېګنا او معصومو انسانانو به وينو ککړ دي .
خو ډېرئ خلک بيا دا وايی چې ملا د خپلې واکمنۍ په لنډه موده کې د چنګېز ، ګوډ تيمور ، هلاکو ، هتلر ، انګرېز او نورو تور مخونه ، ورسپين او هغوی يي تبريه کړل او د تېر تاريخ او بشريت په کچه ، په وحشت او بربریت کې تر ټولو واوښت .
که څه هم دوی هر يو په خپل وار سره رښتيا وايي او دا ټولې خبرې په خپل ځای کې سمې دي ، خو د ملا واکمنۍ د دوران د جنايتونو په باب ، دا هر څه کم او ناڅيز دي او له سمندر څخه يوازې د څو څاڅکو په اندازه دي !
زه وايم :
که د نړۍ سيندونه او سمندرونه د ليکلو رنګ شي ،
د دنيا ځنګلونه ، ونې او بوټې قلمونه شي ،
د بشريت تېر شوي او اوسني نسلونه کاتبان شي
او زمونږ په وطن ( افغانستان ) کې
د ملا په لاس ترسره شوي جنايتونه وليکي
بيا به هم دا ليست نيمګړئ وي
او د ملا د جنايتونو عشر
به هم نه وي بيان شوئ !!!

سوات- سمبټ چم
کال۱۳۷۳ لړم ۱۵


ملا او طالب
نن- سبا زمونږ په وطن کې د طالبانو په نامه يوه نوې څپه د غزېدو په حال کې ده ، ټول خلک حيران او په تشويش کې دي او د ورځې پوښتنه ګرځيدلې چې بلاخره دا طالبان دي څوک ؟
هسې چې له هر جونګې څخه اوښ ، له هر ميښکټي څخه مېښه يا سنډا ، له هر پېشونګړي څخه پيشو يا پيشي ، له هر کوټي څخه خر او له هر کوکري څخه سپئ جوړېدلای شي همغه شان د هر طالب طبيعي انکشاف په ملا اوښتلای شي.
او ملا هغه څوک دئ چې د خپلې واکمنۍ په لنډه دوره کې يي زمونږ د ټولنې د تېر تاريخ د ټولو شويو فاجعو او جنايتونو په نسبت زيات فجايع اوجنايات تر سره کړي دي !
خو طالب بيا هغه څوک دئ چې د دې فاجعو او جنايتونو د پل پټولو لپاره زمونږ وطن ته رااستول شوئ دئ !
خواره دې شي وينځه ،
چې د وينځې کالي مينځي !!!
پېښور :
مراداباد ــ پلوسۍ
د لیندۍ ۲۳ کال ۱۳۷۳

د ریښتیني قيامت ورځ
طب پوهنځي په لوړ ټولګي کې د اسلامي ثقافت مضمون په نامه ، د جهاد دورې يو مولوي درس ورکاوه او زده کونکو ته يي د قيامت ورځې د نښو په هکله څرګندونې کولې .
مولوي سيب ويل :
د قيامت لومړۍ نښه داده چې د حکومت چارې به نااهلو کسانو ته وسپارل شي.
د خلکو د مال او ځان ژغورنې او امنيت پر ځای به غلا ، چور او تالان خپله د حکومت رسمي دنده شي . بيت المال به لوټ شي او ملي شتمنۍ به بېرون کې خرڅې شي .
تنظيمونه به زيات شي ، خپلو منځو کې به د دولت د رياست او صدارت د نېولو لپاره د يو بل تر نابودۍ پورې جنګېږي.
رزيل او پست کسان به دشريفو او اهلو کسانو پر ځای وګمارل شي . غله او ډاکوان به قومندانان شي اوزياتې پيسي به پيداکړي . دوی به لوړې او د نګې ماڼۍ ابادې کړي او لوکسو موټرو کې به ګرځي. وينځه به پاڅيږي خپله باداره به وزيږوي اود غلامانو غلام به د بادارانو بادار شي .
مولوي سيب لا لګيا و د خيالي قيامت ورځې پاتې علايم يي يو په يو په ګوته کول ، چې دې وخت کې يو زده کونکي پاڅيد د مولوي سيب خبرې يي پري کړي او په ډېره اريانتيا سره يي وويل :
مولوي سيب ستاسو له خبرو خو داسې څرګنديږي چې همدا اوس زمونږ په وطن کې قيامت دئ !
نه يوازې هغه علايم چې تاسو ورته ګوته ونيوله ، ټول زمونږ په وطن کې موجود دي بلکې دلته داسې علايم هم شته چې هغه ستاسو په لوستو کتابونو کې نه دي راغلي او ښای ليکلي ټول کتابونه له هغو عاجز وي !
دې وخت کې بل شاګرد پاڅيد او زياته يي کړه :
ملايانو او د جهاد قومندانانو د خپلې پاچايي په لنډه موده کې د قيامت د ورځې پخواني علايم چې کم او نيمګړي وو ، په خپلو کړو وړو سره بشپړ ، تکميل او غني کړل.
نن په رښتيا سره زمونږ په وطن کې د ریښتیني قیامت ورځ ده !
پيښور :
پلوسۍ – مراد اباد
۱۳۷۳ لېندۍ ۲۹

د قومندان ګرانښت
د کلي سپين ږېرو او ځوانانو د قومندان په باب خبرې کولې ، يوه ويل :
زښت مستبد ، ظالم او خونړئ قومندان دئ . په لسګونو يی ژوندي په ګور منډلي او له نورو څخه يی غوږونه ، پزې او ژبې غوڅې کړي دي . انسان ورته داسې ښکاري لکه چڼچڼه ، کله چې څوک وژني ، وينه يي څټي او له هغې څخه ځانګړئ خوند اخلي .
بل ويل : پوخ غل ، ډاکو او لنډه غر دئ . د هيچا په مال ، شتو او جایداد اسره نه کوي . د خلکو او دولت د شتمنیو لوټول ورته غنيمت ښکاري .
سپين ږيرو په دې ټينګار کاوه چې قومندان د خلکو د ناموس ، عزت اوپت لوټوونکئ دئ !
خو ځوانانو بيا دا ویل چې هغه د پرديو د لاس اله او تالي څټئ دئ !
چا پر ولس د قومندان د پخوانيو تيريو په باب څرګندونې کولې او نورو بيا د هغه تازه جنايتونو ته ګوته نيوله ، دوی لا په دې خبرو اترو لګیا وو ، چې ناڅاپه قومندان د يوه شمېر نورو وسلوالو کسانو سره انګړ ته راننوت .
حاضرين ټول د قومندان له وحشت او دهشت څخه د هغه مخې ته پورته شول ، ستړې مشی او خواره مشي يی ورته وویله او زياته يي کړه :
همدا اوس څو شيبې دمخه مونږ ټولو په ګډه ستاسو د کوړ وړو یادونه کوله او له ولس سره مو ستاسو په سلوک خبرې اترې کولې ، ښه شول دادئ تاسو خپله هم راغلۍ . دې وخت کې دوی ټولو په لوړ اواز وخندل او قومندان يی په شا وټپاوه .
قومندان هم دوی سره د زړه له تله په خندا کې برخه واخيسته او څومره يی چې کولای شول ، هغومره يی په خت خټ وخندل او خپلو وسلوالو کسانو ته يی مخ واړاوه او ورته وايی چې ووينۍ په ولس کې د يوه مجاهد قومندان د ګرانښت کچه !

د جهاد غنايم
د سترګو لېدلې پېښه !
زمونږ کور د څلورمو مکرویانو په پنځم منزل کې و.
زمونږ د څنګ بلاک د جوړښت کارونه لا پوره نه و بشپړشوی ، يوازې د اپارتمانو د کړکيو چوکاټونه او دروازې يي ايښودل شوي وې .
کيدای شوای يوه- نيمه اونۍ وروسته مستحقينو ته ويشل شوئ وای خو د ثور اسلامي اوښتون راغئ او کار يي نيګړئ پاتې شو .
زمونږ کور ته مخامخ په همدې نابشپړ بلاک کې چې عامه لاره يي تر اړخه تېريده ، د مکرويانو د دې برخې لپاره د مجاهدينو امنيتي پوسته واچول شوه .
يو مازيګر چې څو تنه نور ميلمانه راسره هم د کور په ميلمه خونه کې ناست دي ، تر بلاک لاندې د پوستې د ټوپکوالواو شپون تر منځ شورما شور شو .
ګورو چې د پوستې ټوپکوالو د شپانه له رمې څخه دوه پسونه راستانه او سملاسي يی حلال کړل اوشپون يی په وهلو وهلو له سیمې څخه وويست .
د پوستې نورو کسانو د بلاک د اپارتمانو دروازې او کړکۍ راونړولې او په هغو يي پسونه کباب او بيا يي نوش جان کړل .
مونږ چې د ميلمه خونې له کړکيو څخه دا هر څه ليدل خپلو منځو کې مو سره وويل چې د شپانه پسونه او د مکرويانو کړکۍ هم دوی ته د هر څه په شان د جهاد غنايم ښکاري !!!

کابل- مکرويان
کال ۱۳۷۱ غبرګولې ۹

جهادي پاټک
يو چا په دې هیله چې افغانستان کې پخوا الحاد و او اوس اسلامي نظام راغلئ ، د پاک قران عظيم اشان څو ټوکه کتابونه ، سپارې او نور متبرکه اثار ، کابل ته بارکړي وو، او په دې هيله و چې له دې لارې به هم خرما او هم ثواب دواړه تر ګوتو کړي .
خو د کابل په لار د جهادي پاټک ټوپکوالو له موټر څخه ښکته او د جريمې لپاره يی په وهلو ټېل وهلو د پاټک قومندان ته وروست .
قومندان ترې پوښتنه وکړه ، څه دې بارکړې – پيسي واچوه !
پاک نيتې سړي په ډېر ډاد وویل :
د خدای کلام او نور متبرکه کتابونه مې بارکړي او د کابل بې لارې خلکو ته يي وړم !
په دې خبره قومندان له ډېره قاره سور شو او په دې خيال کې شو چې ګوندې د جريمې پيسي نه ورکوي ، په غضب سره يی وويل :
د خدای کلام او کتابونه څه کوې ، چې پخپله خدای او پيغامبر دې بارکړئ وي ، تر څو چې د جريمې پيسي ورنه کړې ، له دې جهادي پاټکه هغه خوا یو ګام هم نه شې پورته کولای !



شرعي حجاب
مجاهدينو نوې په کابل قبضه کړې وه !
اسلامي دولت د ټولنيزو اطلاعاتو د وسایلو له لارې اومولوي سيبانو په جوماتونو کې د اسلامي انقلاب د ګټو او ښېګڼو په باب نه ختمېدونکئ شورماشور جوړکړئ و .
د ټولو هغو ښېګڼو په منځ کې چې د اسلامي انقلاب له برکته د ولس په برخه شوې وې ، د ښځو لپاره د شرعي حجاب د ښېګڼو په هکله ، زياتې خطابې او موعظې روانې وې !
د پوستو قومندانانو او وسلوالو کسانو هم په خپل وار سره د ښځو او نجونو ټېکرو او لوپټو ته پوره توجه اړولې وه او خپله اسلامي دنده يي ګڼله چې د خوره لږې بې پامۍ په صورت کې هغوی د مرګ تر پولې تهديد کړي .
د اسلامي انقلاب د شور او زوږ په داسې چاپېريال ، يوه ورځ د کابل ښار په لويديځه سيمه کې د وسلوالو تنظيمو تر منځ د واک پر سر د خپل منځي دايمي اختلافاتو په وجه جګړه ونښته او په سيمه کې مېشتې ټولې کورنۍ اړې شوې چې وتښتي او سيمه خوشې کړي .
له دغه کورنيو څخه په يوې کورنۍ کې ، د تېښتې په حال کې يوې مور ته ، د ماشوم د زيږولو تکليف پېښ شو او مور اړه وه چې په بد حال او توده جګړه کې د لويی لارې پر سر ماشوم وزيږوي .
په داسې وخت کې ددې ځای امنيتې پوسته او نور وسلوال کسان ددې پر ځای چې مور يوه خوندي او ګوښه ځای ته ورسوي ، ترڅو هلته په حجاب کې ماشوم وزيږوي ، پر مور راټولېږي او له نږدې ګوري چې يوه بېوزلې افغاني مور څنګه ماشوم زيږوي او د هغې لوڅ بدن او بربنډ اندامونه ننداره کوي او ټول په ګډه خاندې !
همدوی له يوې خوا د شرعي حجاب د نه مراعت په پلمه د وطن میندې او لوڼه ګواښوي او بلخوا پخپله د وطن د سپېڅلو ميندو او لوڼو د تاريخي بې حجابۍ لوی عامل دي !
دوی هم دا کوي او هم هغه !

د قومندان شوقی تنده
لومړنۍ ښځه يی په بدو کې کړې وه .
دوهمه ښځه يي د ورور کونډه وه چې په غلا کې وژل شوئ و .
دریمه ښځه يي د قومندانۍ د عروج وخت د خوښې ښځه وه ، چې په ځانګړو مراسمو او زيات لګښت يی واده شوئ و .
څلورمه ښځه يي د کابل ښار په جګړه کې په غنيمت رسېدلې وه .
پنځمه ښځه يي د پخواني رژيم د يوه مامور نکاح ښکلې ښځه وه ، چې د جهاد په فضايلو کې يی د مېړه په موجوديت سره سره په نکاح کړه .
شپږمه ښځه يی ، د ګاونډي لور وه چې له کوره په وتو راوتو کې يی خوښه شوې وه او د ټوپک په زور سره يي وکړه .
اوومه ښځه يي ددې لپاره وکړه چې لومړۍ ښځه يی وفات شوې وه .
د اتمې ښځې د واده مراسم يی يو څه وځنډېدل ، ځکه چې له ورور څخه پاتې کونډه يي په څه پېښه کې وژلې وه .
پر دغو نکاح کړيو ښځو سربېره ، يوه پېغله جېنۍ يي د کورنيو کارونو لپاره ساتلې .
او د خپل ځانګړې موټر ډريور او باډی ګارډ یی هم پيمخې هلکان دي !



له مرستون څخه غلا
زمونږ وطن کې چئ څوک ډېر غريب ، بېوسې او بېوزلئ شي او د مرستې او کومک لپاره خپلوان ، دوستان او اشنايان ونه لري او په لارو کوڅو کې خيرات ټولوي نو بيا د ښاروالۍ له خوا په زور او چل سره مرستون ته بېول کيږي او هلته د دولت په مرسته ساتل کيږی .
خو د ملا يانو واکمنۍ کې د مرستون په بېوزلانو هم صرفه ونه شوه . وسلوالو کسانو په مرستون هم چپاو ور وړ او دې بېوزلانو چې څه په سوال او خيرات سره ټول کړي وو ، هغه يی ترينه لوټ او تالان کړل .
له داسې سلوک او په تيره بيا د مرګ له ډاره د مرستون ډېرئ بېوزلان تېښتې ته اړ وو او په مرستون کې یوازې هغه کسان چې د تېښتې توان يی نه درلود پاتې وو .
کوم خبريالان چې د پېښې د څرنګوالي لپاره ځای ته ورغلي وو ، وايي چې دوی په خپل ټول ژوند کې داسې خندنۍ پېښه نه چيرې ليدلې ، اوريدلې او نه چېري لوستې وه !
هو !
يوازې ملايان دي چې واکمني يي داسې عجايب زيږوي !



سوچه اسلامی انقلاب
مولوي سيب لګياو د اسلامي انقلاب د فضايلو په باب يی وعظ کاوه او ويل يی:
ښه شول چې اسلامي انقلاب وشو ، د کفر استازي اوملحدين چې ځانونه يی منورين او روشنفکران ګڼل له وطنه ورک شول.
ښځې بېرته کورونو ته دننه شوې او شرعي حجاب په عمل کې پلئ شو . دښځو اواز په راډيو- تلويزيون او نورو ځايو کې وچ شو.
سينماوې په جوماتونو او ښوونځي په مدرسو واړول شول.
ساز او سرود بند او ورک شو ، د ملي نڅاو او هنرونو لمن ټوله شوه ، په ټيپ ريکارډونو او ويديوګانو بنديز ولګيد او ديش انتينا او د تلويزيون بهرني پروګرامونه بيخي بند شول.
د هېواد نارينه و له نيمايي څخه زياتو بېرته ګيري پريښودې
او دا ډول په لسګونو او سلګونو برياوې د اسلامي انقلاب له برکته زمونږ د خلکو په نصيب شوې !
دې وخت کې يو چا د اعتراض په توګه وويل :
مولوي سيب ، سره له دې چې تاسو دا ټولې د اسلامي انقلاب برياوې او ښېګڼې بولۍ ، خو په دې سره په حقيقت کې زمونږ وطن پنځه سوه کاله شاته ولاړ، مونږ خو ډېر وروسته شوو.
نه يوازې زمونږ د ولس بېړنۍ غوښتنې او اړتياوې پوره نه شوې بلکې ولس له بې شمېره نویو ستونزو او ړبړونو سره مخامخ شو. د ولس پر ټپونو خو دادئ مالګې دوړيږي!
په دې خبرو د مولوي سيب د مخ رنګ سور شو او په ډېر افسوس يي وويل :
تاسو څه پوهېږۍ مونږ خو د انقلاب په لومړۍ مرحله کې يو، مونږ خو تر اوسه په شړۍ کې وړۍ هم نه ده رېشلې ، دا خو زمونږ د انقلاب يوازې د څو لومړيو ورځو لاس ته راوړنې دی .
په داسې حال کې چې زمونږ ملک يو سوچه اسلامي انقلاب ته اړتيا لري. داسې انقلاب بايد زمونږ وطن پنځه سوه کاله نه ، بلکې پوره څوارلس سوه کاله شاته یوسي.
مونږ بايد د خلفاوراشدينو زمانې ته ورسيږو. په خپل وطن کې باید د هغه وخت کلتور او د ژوند توګه پلې کړو او بې له کمو- زياته بايد د همغه زمانې نظم او مقررات تطبيق کړو.
مونږ ته د ولس او وطن له اوسنيو غوښتنو څخه د زړې اسلامی دنيا غوښتنې سپېڅلې دي!
مونږ دنده لرو چې خپله ټولنه څوارلس سوه کاله شا ته زمانې ته په بېړه او د وخت له لاسه ورکولو پرته ورسوو .
په هر ګام شاته تګ سره ، په حقيقت کې مونږ د سوچه اسلامي انقلاب موخو او ارمانونو ته نږدې کېږو !

د قومندان شتمني
په کلي کې د قومندان شتمني تر کلک بحث لاندې وه !
ځینو ويل :
قومندان ځکه شتمن دئ چې په نوم سره يی دولتي وسله پرې نښوده او ټوله يي خرڅه کړه .
ټانکونه يی اره کړل او بيا يی په تول خرڅ کړل.
دولتي او شخصي تعميرونه يي ونړول او له هغو څخه يي د اوبو نلونه او نورې اوسپنې ټولې کړې. د بريښنا او تليفون ستنې ، مزي او لينونه ، د موټرو پرزې او دغمه جات او خپله ډول ډول دولتي او شخصي موټرې يي له هېواد څخه وویستلې او بيا يی د جهاد د وخت ملګري هېواد په بازار کې لېلام اوخرڅې کړې .
د دولتي ادارو او شخصي کورونو فرنيچر، فرش ، دروازې او کړکۍ او ډول ډول نور سامانونه يی لوټ کړل او له دې لارې يی بې خړته کالدارې او نور خارجي اسعار تر ګوتو کړل .
نورو ويل :
قومندان له يوخوا تر ځمکې لاندې د ملت شتمنۍ لکه لاجورد ، زمرد او نور ډول ډول قيمتې کاڼي او زيرمې خرڅې کړې او بلخوا يي د وطن ځنګلونه ، باغونه ، ونې او بوټې ووهل ، دهېواد تاريخي اثار، ملي ارشيف او موزيمونه يي غلا کړل او د هغو په خرڅلاو يی خپل جيبونه ډک او د زياتې شتمنۍ خاوند شو !
څوک په دې نظر هم وو چې قومندانانو د وطن لوڼې ، ښځې ، نجونه او ماشومان په عربو ، پنجابيانو، بدماشانو او نورو پولدارو خرڅې کړې او په دې توګه دوی د دومره پيسو او شتو خاوندان شوي دي!
د کلي هر اوسېدونکي د قومندان د شتمنۍ په باب ، بېل بېل نظردرلود خو د ټولو په دې اتفاق و چې هغه دا شتمني په ناروا او کرغېړنو لارو پيداکړې ده !
د کلي ملا چې د څه وخت راهيسې يی له تنظيم سره اړيکې ټينګې شوي وي ، دوی ټولو ته غوږ نېولئ او چوپ ناست و.
کله چې د دوی ټولو خبرې خلاصې شوې ، له ځايه راپورته شو لومړئ يي ارخشئ وکړ او غاړه يي تازه کړه او بيا يي د اعوذ باالله اوبسم الله له ويلو وروسته په قار او غضب سره وويل :
تاسو ټول فضول لګيا او د نورو خلکو د خبرو تر اغيز لاندې راغلي ياست ، د يوه خبره هم سمه نه ده.
نن چې قومندان هر څه پيداکړي دا ټول د جهاد له برکته دي.
د قومندان شتمني په حقيقت کې د جهاد غنايم دي.
او د جهاد فضايل له دې هم زيات دي.
د قومندان درجه به په هغه دنيا له دې هم لوړه وي او پردوس جنت به د هغه ځای وي!
د کلي خلکو ته چې د قومندان د شتمنۍ په باب پوره پته وه د ملا سيب په دې خبرو ، خپلو کې خوله او غوږ شول او ورو يي يو له بله سره وويل :
ملا سيب ځکه د قومندان په پلوۍ خبرې کوي چې دواړه د يوه تنظيم غړي دي!

د شرعي حجاب ماهيت
پلار يي ځکه ورته وواژه چې لس کلنه لور يی ښوونځي ته تلله !
او بيا يي په ډله په نوبت سره جېنۍ ته بدلمني ورواړوله ،
تر څو په دې وسيله يي
د شرعي حجاب د شوي سپکاوي غچ
په اسلامي طريقې سره اخېستئ وي !

بې ځايه عرض او داد
د جلال اباد – کابل په لويه لار نغلو ته نږدې ،
لس لکه افغانۍ ترينه د لارې هغه غلو واخېستې
چې د اسلامي دولت له خوا د لارې د امنيت لپاره په دنده ګمارل شوي وو.
د موټر سپارليو سړئ دې ته اړ ويست چې د لارې ساتنې د پوستې قومندان ته عرض او شکايت وکړي.
د عرض او شکايت له وړاندې کولو وروسته قومندان سړي ته وويل :
دا ووايه چې ستا پېسې حلالې وې او که حرامې ؟
که چېري ستا پېسې حلالې وي ، هېڅوک يي نه شي خوړلای او خامخا به بېرته ستا جيب ته درځي ، د حلالو پیسو ذ مه وار خدای دئ .
او که حرامې وي بيا ولې په حرامو پيسو پسې ګرځې او بې ځايه عرض او داد کوې ؟
ځه ، ورځه !
دا دئ اوس مونږ د خدای له ډاره په لمانځه دريږو او لا له پخوا نه په اوداسه کې یو !



د قبلې درناوئ
د هډې فارم د غويانو او غواګانو اخورونه يي نړول او په هغو کې يي کار شوې اوسپنې راټولولې .
يو چا ترینه پوښتنه وکړه :
تاسو مجاهدين ولې بلاخره د غويانو او غواګانو اخورونه هم نړوۍ ، اوسپنې يي راټولوۍ او د خرڅلاو لپاره يي پاکستان ته وړۍ !
اخر دا خو د ملت شتمني ده ؟
مشر مجاهد چې نورو ته يي د نړولو او ورانولو قومنده ورکوله په ځواب کې وویل :
دا اخورونه اوغوجلې يي بې نقشې جوړې کړي .
هغو کې د غويانو اوغواګانو شاګانې اوکونې د قبلې خوا ته دي.
او دا خو د قبلې ډېره بې احترامي ده !
نو ځکه بايد دا اخورونه او غوجلې ونړول شي اوورانې شي.
ترڅو د قبلې درناوئ په ځای شوئ وي !



حکومت عدل الهي
دا کومه کېسه نه بلکې تېره شوی پېښه ده

يو ځل دوه ځلې يی اخطارورکړ چې کور ورته خوشې کړې.
خو هغوی څنکه چې د کور شرعي قباله درلوده ،
اوله بلخوا د ملا واکمنۍ
د عدل الهي حکومت ،
شرعي حکومت ،
شرعي قانون
او امربالمعروف و نهي عن المنکر
او داسې نورو شعارو او تبليغاتو
تر اغيز لاندې راغلي او ډاډه وو،
دغو اخطارونو ته يی په لومړئ سر کې دومره پاملرنه ونه شوه .
خو دريم ځل اخطار ته حاجت پاتې نه شو.
په کور کې موجود دريواړه يي يو په بل پسې حلال کړل .
لومړئ يي اته کلنه لور،
بيا يی يوولس کلن زوی
او په پای کې د دوی مور......
او په دې توګه يي ټولو ته وښوده
په ملاواکنۍ کې چې دوی ورته حکومت عدل الهي وايي
د شرعي ملکيت حق ، د ماشوم توب حق ، د مورولۍ حق او بلاخره د ژوند حق
د يوه جهادي قومندان د غوښتنو او ارزوګانو په وړاندې
څونه بابېزه او بې ارزښته شيان دي !


بې سارې اريانتيا
تقريبا درې کاله وروسته ، د کابل د ارزان قيمته په نوم سیمې ته د خپل کور د لېدلو لپاره لاړم .
د سهار پوره نه بجې وې چې سيمې ته ورسېد م .
ګورم ، زمونږ له کوره لږ وړاندې سپينکئ ماما چې کله کله به په جومات کې مو سره لېدل ، لګيا دئ تر ځمکې لاندې د اوبو نل راباسي .
زه يي چې ولېدم خوشحاله شو او په بيړه يي راسره ستړې مشي وکړه او بيا په کار لګيا شو .
ما ترېنه پوښته وکړه :
ماما ته خو د جوړولو په ځای ورانول کوې .
ته خو لګيا يي د اوبو نل راباسې .
خبره څه ده ، زه خو پوه نه شوم ؟
ده وويل خبره د کولو نه ده .......
پرون کله چې د ماښام لمانځه وروسته له جوماته راښکته شولو، د سېمې جهادی قومندان د خپلو ټوپکيانو سره يو ځای زمونږ مخې ته ودرېد .
مونږ په کلي کې د پرله پسې جګړو ، غلاوو او داړو له کبله يوازې څو کوره پاتې يو .
قومندان لومړئ نورو او بيا ما ته هم دنده سپارلې چې سبا سهار نه بجو پورې بايد زه خپل کور ته څېرمه تر ځمکې لاندې د اوبو غزېدلئ نل د شل مترو په اوږدوالي وکنم .
په نوموړي وخت بايد قومندان ته پوره شل متره نل ورکړم .
که نه د قومندان له سخت ګواښ او تهديد سره مخ یم.
اوس دادئ نه بجې دي او زما کار لا بشپړ نه دئ.
ښای قومندان راورسېږي او له ما څخه نل وغواړي نو بيا به زما څه حال وي؟
ما ترې پوښتنه وکړه چې داسې کار يي يوازې تا ته سپارلئ که د کلي نورو کسانو ته هم داسې دنده سپارل شوې ده ؟
سپينکئ ماما چې سر يي د نل کيندلو په کار کې ټيټ و او ماته يی نه کتل په اسويلي سره وويل:
ما خو دمخه درسپينه کړه .
يوازې زه نه يم .
د کلي نورو کسانو ، چا ته لس ، چا ته شل او چا ته دېرش متره نل کېندل په ګوته شوي دي .
په نه بجو به له دوی ټولو څخه په نوموړې اندازه نل غوښتل کيږي .
که چا نه وي کيندلای او يا يي کم کيندلای وي.
واوا د هغه په ځان !
د بوسو خوسئ به ترې جوړ کړي !
په داسې حال کې چې په سپينکي ماما د کار د بېړې له مخې زما نورې پوښتنې ښې نه لګېدلې خو بيا مې هم ترې خپله وروستۍ پوښتنه وکړه :
کله چې قومندان دا نلونه راټول کړي بيا پرې څه کوي ؟
سپينکي ماما په خندا وويل :
ايا په رښتيا هم ته خبر نه يي !
ولې دومره ساده شوې يي !
دوی بيا دا نلونه او نورې راټولې کړې اوسپنې پاکستان ته وړې.
هلته يي د نلونو په بيه نه بلکې د ساده اوسپنې په تول خرڅوي.
له دې لارې دوی ډېرې پيسې تر ګوتو کوي .
زه چې درې کاله کلې ته نه وم تللئ دا هر څه ما لپاره د اريانتيا وړ وو !



د مکراسي او د بشرحقوق
لومړئ يي زمونږ د ټولنې عقده من ، وروسته پاتې او له پوهې او هوښ څخه بې خبره کسان په يوه بېروني ملک کې سره راټول کړل .
د سوځولو ، ورانولو ، چور او لوټولو لارې او کوڅي يي وروښودلې .
د انسان وژنې نوې او تازه طرېقې يي ورزده کړې.
په مدرنو وسلو او تجهیزاتو يي سمبال کړل .
له ځانونو سره يي په سلو او زرو پټو او ښکاره لارو او طريقو وتړل.
ورپسې يي ټول په ګډه او يو وار زمونږ وطن ته راننه ايستل ،
ترڅو په عمل کې يو په يو د هغه څه ننداره وکړې چې دوی يي په کې تربيه کړی او روزلي دي !
بيا يي ژورناليستانو ، خبريالانو او نورو ته دنده ورکړه .
چې د دوی په لاس د ورانيو ، ويجاړيو ، لوټولو ، وژلو او بې پتيو په باب وخت په وخت تصویرونو او راپورونه برابر کړي.
ترڅو په دې رپوټونو او تصويرونو سره ،
ورځپاڼې وچلېږي .
راډيوګانې تبصرې وکړي .
او تلويزينونه تصويرونه وښۍ .
په دې وسيله به له یوخوا د دوی په خپلو هېوادو کې خلک د مطبوعاتو ، بيان ، عقېدې او نظر د ازادۍ او دموکراسۍ له ګټو څخه برخمن شي ،
او له بلخوا به زمونږ خلکو د کړاوونو ، دردونو او غمونو په څرګندولو او خپرولو سره د بشر له حقوقو څخه دفاع شوي وي !
دوی د خپلو دې ډول کړو لومړۍ برخې ته دموکراسي
او دوهمې برخې ته د بشر له حقوقو څخه دفاع وايي !



اره يي کړۍ
ما پخوا هم دا فارم لېدلئ و.
څلورم فارم چې د ننګرهار ناوې پراختيا پروژې يو ښکلئ او سمسور فارم و .
اوس يی باغونه ، ونې او بوټي مجاهدينو او نورو وهلي او له بيخه يي ايستلي او يوې دښتې ته ورته سيمه ښکاري !
د فارم په دننه کې د مجاهدينو مېشت ځای او څارتون دئ .
د مجاهدينو قومندان چې پخوا زمونږ د ګاونډي کلي اوسېدونکئ او ما سره يي پېژندګلو درلوده ، له ځانه سره د مېلمستيا لپاره خپل مېشتون ته يووړم .
مونږ ټول سره ګډ ناست وو .
دوی يو له بل سره په لوړ اواز چې له ورايه تا به ويل خپلو کې جنګ دي ، ټوکې ټکالې او د خپل ژوند او کړو وړو په باره کې خبرې کولې .
قومندان خپل لاس کې يوه وړه شان مخابره چې هره شېبه به يي له بهر سره اړېکې نېولې ، ګرده ګرځوله او ځان يي ډېر بوخت ښوده او زياتې خبرې يي کولې .
خو دا ځل ورته له بله ځايه احوال راغئ .
ده په ځواب کې چې مونږ ټولو اورېده وويل :
ښه ده اره به يي کړو !
کله چې يي په مخابره کې خبرې خلاصې شوې.
له سره يي خپل خړ پکول راښکته کړ، پر ناست کټ په پښه کې يي ځوړند کړ، په خپلسر اوږده شوې ګېره يي دواړه لاسونه کش کړل او له مخابروي احوال څخه د خوښۍ او برياليتوب په لهجه يي نورو ته وويل :
څه چې په دې فارم کې بلدوزرونه ، ټراکټورونه او نور دي ، ټول به اره کړۍ!
دومره به يي ټوټې ټوټې او پرزې پرزې کړۍ چې پاکستان ته يي په استولو کې مونږ ته څه ستونزه پېښه نه شي !
بيا يي زه مخاطب کړم او خپلو خبرو ته يي ادامه ورکړه :
د دوی دې کور اباد وي ( د پخوانيو دولتي چارواکو ) ، هر څه يي تر مونږ امانت راورسول .
او ښه دئ چې دا هر څه تر مونږ راورسېدل ، که نه اوس به مو څه کول !
په معاش او نورو خو زمونږ ګوزران نه کيږې او اړ يو چې دا ډول شيان ټول خرڅ کړو او خپل دې ډول ژوند ته پرې ادامه ورکړو !
زه چې د قومندان پېژندګلو او مېلمه وم او له دې مخې مې يو څه ډاډ درلود ، ددې ټولو خبرو په پای کې مې ايله دومره وويلای شول :
دا خو ټوله د ملت شتمني ده او د ملت شتمنۍ سره دا ډول چلند چې د هر چا له خوا کيږی ، ملي خيانت ګڼل کيږي !
که قومندان زما پېژندګلو هم دئ ، په دې خبره بايد له ما نه خپه نه شي .
تر دې خبرو وروسته بيا مونږ ټولو سکوت غوره کړ !


سوغات
ايله د عمر شپاړسم سپرلي ته ورګډه شوې وه !
دا زمونږ د هېواد دهسکو غرونو د يوې سمسورې درې ځايي اوسيدونکې وه .
نرۍ جګه ونه ، د ختيځ د ښکلا په ټولو صفتونو او د يوې افغاني پېغلې د سپېڅلتوب او عفت له ټولو ښېګڼو او ځانګړتياوو څخه برخمنه وه .
په دوديزو افغاني جامو او سرې لوپټه کې د کلي د نورو نجونو په شان لکه د ګلاب ګل ځلېده او د خوښۍ او راحت احساس يي په کې کاوه .
خو د جهاد ټېکه دارانو دا له پخوا په نښه کړې وه .
د دوی پرکور يي په يوه وسلوال يرغل د هېواد او کورني دود او هېلو خلاف ، هغه له ځانه سره يووړه او په اصطلاح خپل مرکز ( ! ) ته يي ورسوله !
هلته يي ترينه افغاني جامي ليرې کړي او پر ځای ورته په وهلو او ټکولو پردۍ او نااشنا جامې ورواغوستلې او بيا يي جېنۍ په زوره په څه نور مصنوعي سېنګار سره ، يوه تور ، غټ او ګاومېښ عرب ته د دوی له جهاد څخه په ملاتړ کې د سوغات په توګه ورکړه !
عرب چې ددې ډول بې سارې سوغات په اخېستنه، له خوښۍ څخه په جامو کې نه ځايده او په عربي ژبه يي د مننې او مرحبا بدګوني او زړه تنګي الفاظ اداکول ، جهادي قومندان ته د دومره ستر خدمت په وړاندې د پنځوس زرو ډالرو چک له خپل ( ! ) کوم حساب څخه ورکړ.
او په دې وسيله يي نور هم قومندان
د جهاد په فضايلو ډاډه اوخړوبه کړ !

د ملايانو بين المنطقوي اوبين الحاروي حکومت
کله چې د کابل پلازمېنه د تورپګړو ، پکولونو او ګيرو تر واک لاندې راغله ، ويل کيدای شي د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ملايانو يو بين المنطقوي او بين الحاروي دولت جوړ شو. د دې دولت لويه ځانګړتيا دا ده چې ارکان يي نه يوازې د هېواد په دننه بلکې په سيمه او له سيمې بهر په نورو هېوادو او ملکونو کې خپاره او له هغو ځايو څخه د دولت چارې پرمخ بيايي !
د هېواد جمهور ريس اکثره وخت په جبل السراج ، خيرخانه او يا کومه بله تکاوي يا زيرخانه کې دربارکوی !
دده د واکمنۍ تخت د سليمان پېغمبر تخت ته ورته دئ ، په هوا ګرد ګرځي. کله د هېواد په دننه په تخار، بدخشان او کله هم له هېواد بهر په تاشکند په سمرکند او بل کوم نا پېژند ځاي کې وي.
لومړنئ لومړئ وزير يي يو وخت د کابل د شمال په لویلار له موټرو او پلي کسانو څخه جريمه ټولوي او د فلمي بدماشانو او ډاکوانو په رول کې کار کوي او دوهم لومړئ وزير يی بيا په چاراسياب کې د ورځې په لومړۍ نيمايي کې د کابيني غونډې جوړوي او د کابل ښار د بيا ودانولو لپاره پلانونه تياروي خو د ورځې په دوهمه نيمايي کې بيا همدغه ښار په توپونو او توغنديو ولي او د ښار پاتې جوړې برخې هم په کنډوالو بدلوي !
وزيران او د دولت نور لوړرتبه کسان هم په اونيو اونيو پاکستان ، ايران ، سعودي عرب او يا نورو هېوادو کې د نشه يی توکو قاچاق ، د قيمتي کاڼو او اثارو سوداګري او يا کومه بله پټه دنده تر سره کوې او په غيابت کې يي چې کله کله مياشتو مياشتو ته رسيږي په ورته واک د هغوی وروڼه ، د اکا زامن او که نه یار او دوست د وزارت يا رياست دندې پرمخ بيايي!
ولايتونه په خپل سر له ګاونډيو او يا ليرې پرتو دولتونو سره نيغ په نيغه اړيکې ټينګوي ، تړونونه لاسليکوي او چارواکي يي هلته سفرونه کوی او هم د نوموړو هېوادو ديپلوماتان له ويزې او قانوني لاسوندونو پرته د نا بللو ميلمنو په شان ، هر وخت دغو ولایتونو ته تلای راتلای شي .
د جهادی تنظیمونو مشران په مکه معظمه ، تهران ، اسلام اباد ، پېښور او جلال اباد کې د افغانستان د چارو د حل په پلمه غونډې جوړوي ، لوړه کوي ، يوبل ته قول ورکوي او پايلې ته رسېږي خو د لږ وخت په تېرېدو سره يو بل ته بد رد وايي ، کنځل کوي او په پاي کې يو بل په توغنديو او توپونو ولي!
هسې خو د ملايانو له خوا هرڅه لکه د ولس شتمني ، بيت ا لمال ، ملي ارشيف او د وګړو شتمني د جهاد غنيمت ګڼل کيږي خو د هېواد جمهورريس د جمهوري رياست څوکۍ هم د جهاد غنيمت بولي او په هيڅ بيه د هغې پرېښودلو ته تيار نه دئ .
د څلورو مياشتو پر ځای دادې د څلورو کالو په شاوخوا کې په دې او هغه پلمه خپله دوره اوږدوي. کله د افغانستان لپاره د ملګروملتود سولې په پلاوي پړه اچوي او کله افغان ملت ملامتوي چې دئ (رباني سيب ) ، خو هر وخت د څوکۍ پرېښودلو لپاره چمتو دئ خو افغان ملت تيار نه دئ او دده په ليرې کېدو سره به د واک تشه رامنځ ته شي او په دې توګه له جامو سره يوځای د افغان ستړي او ستومان ملت په سترګو کې ننوځي او نړيواله ټولنه هم ړنده او کڼه بولي !
وخت وښوده ، ملايانو خپلې واکمنۍ کې داسې يو دولت چې چارواکي يي په هېواد دننه او هم په ټوله نړۍ کې شيندلي او خپاره واره دي ، يعنې يو بين القاروي او بين المنطقوی حکومت جوړ کړای شو خو د یو مرکزی ملي حکومت د جوړولو جوګه نه شول .
دوی د خپلې ښويدلې او شيندلې واکمنۍ د ټينګولو لپاره هرې سپېڅلې او ناسپېڅلې چارې او هر شوني ناشونی کار ته لاس واچاوه او دهر کس ناکس په دروازه کې ودریدل خو په هيڅ لار په خپل ارمان کې بريالي نه شول او په هيڅ دروازه کې ونه منل شول .
دوی په دې ډول کړو وړو سره ځانونه ، نه يوازې د افغان ملت په وړاندې بلکې د نړيوالو په وړاندې هم داسې رسوا او خپل مخونه يي داسې تور کړل چې د دوی په وسيله تبليغ شوي د زمزم اوبه به يی هم سپين نه کړای شي !

اسرافيله شپېلۍ دې ولې نه پوکوې !
له کلي څخه ښار ته تللئ و ، ترڅو د کورنۍ لپاره د اړتيا وړ لومړني توکي لکه غوړي ، بوره ، چای، سابون او نور راونيسي .
د سهار په لسو بجو يي په يوې هټۍ کې د غوړيو پنځه کيلويي ډبه په دويشت زرو افغانيو بيه کړه. خپل انډيوال ته يي چې هغه هم ده سره يوځای له کلي څخه د سودا اخېستو لپاره ښار ته راغلئ و، وويل :
ځه ! کله چې مو نوره سودا واخېسته او له هغې خوا راستانه شوو بيا به د غوړيو ډبه راونيسو.
د نورې سودا له اخېستو وروسته يوازې د يوه ساعت په تېرېدلو سره ، کله چې د غوړيو هټۍ ته رارسېږي او غواړي هټيوال ته د دويشت زرو افغانيو په ورکړې سره د غوړيو پنځه کېلويي ډبه راونيسي. هټيوال ورته وايي چې اوس خو سېکړې تغيېرخوړلئ او د غوړيو نوموړې ډبه په اته ويشت زرو افغانيو کېږي ، اوس که هم چالاکي ونه کړې او راويي نه نيسي ډېر ژر به يي په دېرش زرو هم پيدا نه کړې !
سړي ، چې ټولې پيسي يي د نورې سودا په رانيولو لګېدلې وې او يوازې دوېشت زره افغانۍ يي د يوه ساعت دمخه نرخ له مخې د غوړيو د رانيولو لپاره پرېښې وې او اوس په هغه پيسو يوه ډبه غوړي نه کېدل ، د ښار له ګڼې ګوڼې څخه په ډک چوک کې په بې ارادې سره په لوړ او رپېدلې اواز ناري کړې :
اسرافيله څله ورته ګوري !
شپېلۍ دې ولې نه پوکوي !
مونږ ته خو همدغو ملایانو ډېر پخوا ويلي و، کله چې په يوه هېواد کې ظلمونه او جنايتونه ، غلاوې او وژني دې کچې ته ورسېږي او نرخونه په دومره اندازه لوړ او څپ څپاند شي نو دا به د قيامت د ورځې نښې وي !
په داسې حالاتو کې به اسرافيل شپېلۍ پوکړي او قيامت به شي !
اوس خو د ملايانو په واکمنۍ کې د دوی د پخوانیو خطابو او موعظو سره سم په وطن کې جوړ قيامت دئ !
نو مونږ له تا څخه غوښتنه کوو چئ شپېلۍ دې ژر پوکړه !
د ملايانو په واکمنۍ کې خو بې له هغو هم مونږ ته ژوند نه دئ پاتې !
مونږ له دغه تلپاتې کړاو او ربړ څخه وژغوره !
او په خپله شپېلۍ کې دې د ملايانو د واکمنۍ په نسکورېدو سره مونږ ته د ابدي خوشحاله ژوند زېرئ راکړه !
پېښور ـ مراداباد
کال۱۳۷۳ سلواغه ۱

له ملت څخه غچ
د ملايانو واکمني زمونږ ملت او وطن ته په ډېره لوړه بيه تمامه شوی ده !
ملا ددې لپاره چې واکمنۍ ته ورسيږي په دې لار کې له بېلو بېلو پړاونو څخه تېرشوئ دئ :
کله چې يي جهاد پيل کړ تر ټولو لومړئ يي ښوونځي او د زده کړې خونې وسوځولې ، پلونه او سړکونه يی والوزول ، بندونه يي ونړول، د تلېفون او برېښنا مزي يی پرې او پايي چپه کړې او نورې په زرګونو زرګونو ورانۍ يي وکړې .
دا ټولې په دې پلمه وشوې چې له دې لارې ښای پر پرديو زور راشي ترڅو وطن ازاد شي !
بيا يي له پرديو څخه د پاتې رژيم سره د ډغر په نوم هر څه د راکټونو ، توغنديو او توپونو تر ګوزار لاندې ونيول او هغه څه چې ویل کېدل د وطن ازادۍ له پړاو نه روغ پاتې وو، هغه يي په دې پړاو کې د پرديو په مټ يو په يو د نيستۍ کندې ته ختاکړل او د کفر څخه د ژغورون په نوم يي د ملت په ربړ او کړاو جوړ تمدن وران ، ويجاړ او تس نس کړ !
خو کله چې يي دکابل ښارلاندې کړ او په افغانستان کې يي خپله اسلامی واکمني پلې کړه ، نو دا وار يي د ملت جرړو د ايستلو او د هېواد تاريخي دښمنانو د خوښۍ لپاره مټې رابډوهلې !
له لومړي او دوهم پړاو څخه د پاتې ودانيو او شتمنيو د ورانولو او ويجاړولو لپاره يي د دښمن پلانونه اونقشې په خپلو تورو او کرغېړنو لاسونو پلې کړې . په دې پړاو کې يي ملي وياړنې اولاس ته راوړنې ټولې تر پښو لاندې او د وطن شتمنۍ او زېرمې لوټ او تالان کړې .
خو په دغو دريواړو پړاوو کې د ملا موخه يوه او هغه دا وه چې ځان واکمنۍ ته ورسوي او بيا په واکمنۍ کې زمونږ له ملت څخه د ټولو هغو پړاوو غچ واخلي چې هغو کې زمونږ خلکو د ملايانو او پرديو له واکمنۍ پرته د وطن او ملت د مختګ او غوړېدو د لارې پلويانو تر واکمنۍ لاندې شپې سبا کړې وې !

د مجاهدينو ورځنۍ بوختيا
د واده يي يوازې څو ورځې تېرې شوې وې !
د خسرله کوره خپل استوګنځي ته چې زمونږ په ګاونډ کې دئ ، راهي و.
ډېر ناوخته هم نه و، د ماښام اوه نيمې بجې وې .
د خپل کور مخې ته په رارسيدو سره څو وسلوالو مجاهدينو په ورسره ګاډي کې د ټوپکو په زور وردننه کړ.
خواره کئ هلک د خپلې بې ګناهۍ په باب د درد او سوي ډېرې نارې او کړيکې وکړې خو ګټه يي ونه کړه او ډېر ژر يي وسلوالو کسانو خوله هم وربنده کړه او خپل مرکز ته يي د سترګو په رپ کې ورساوه !
ناوې ، پلار، مور او ټولې کورنۍ يي کرۍ شپه په انتظار کې تېره کړه خو انتظار څه ګټه ونه کړه.
د سهار په خړه يي د هغه د لټون پسې پينسې رابډوهلې. خپل ، خپلوانو، يار او دوستانو د هلک د پتې په باب ناخبري او له هغه سره همدردي وښوده .
د جهادي تنظيمونو بېلو بېلو ډلوچې د واده په کولو سره يي د هلک او دهغه د کورنۍ د شتو په هکله ډېر څه اورېدلي وو ، په خپل مرکز کې پر هلک لکه د مال د هرې بلې متاع په شان د پلورلو او پېرودلو بېل بېل نرخونه کېښودل.
خو ښکارکړې ډلې هلک له ځانه سره ډېرځنډ نه کړ او په سل لکو افغانيو يي د مجاهدينو په بلې ډلې وپلوره.
بلې ډلې هم ډېر ژر د هلک د خرڅلاو بيه دوه سوولکو افغانيو ته اوچته کړه. د مجاهدينو وروستۍ ډلې چې يوه اونۍ پس د هلک کورنۍ ته کوم ځواب ولېږه په هغې کې د پنځه سوولکو افغانيو خبره شوې وه.
په دې خبره ټينګار هم شوې و چې هلک دوی سره يوازې د اته څلوېښت ساعتو لپاره د ژوند حق لري او د پيسو د نه رسيدو په وخت کې به د هلک د وژلو پړه د هغه د کورنۍ په غاړه وي !
د هلک پلار ته دا خبره هم کېده چې مونږ بې انصافه نه یو او دا يوه مناسبه بيه ده !
ټولې پيسې مونږ ته نه پاتې کيږي او په دې پيسو کې زمونږ برخه محدوده ده .
د هلک کورنۍ او په تېره بيا پلار يی چې په پور سره يي زوی ته په نږدې ورځو کې واده کړئ و خپل زوی او د هغه ناوې يي په داسې حال کې نه شوه لېدلای.
هغه اړ و چې له ده او هغه څخه پنځه سوه لکه افغانۍ نورې هم په پور واخلي اوله مجاهدينو څځه خپل زوی د پيسو په بدل کې راونيسي!
البته دا کومه کېسه نه بلکې په يوې افغاني کورنۍ تېره شوې رښتيني پېښه ده.
نن سبا چې زمونږ په وطن کې د ملايانو مجاهدې ډلې واکمنۍ ته رسېدلي د ډېرو افغاني کورنيو دا ورځنئ برخليک دئ !
کيدای شي د پيسو په بدل کې د نجونو، ماشومانو او وګړو تښتونه په نورو ټولنو کې هم کله نا کله پېښه شي خو زمونږ په وطن کې دا ډول تښتونې د مجاهدينو د بېلو بېلو ډلو ورځنئ کسب او دنده ګرځېدلې ده او د ملايانو په واکمنۍ کې خپله د حکومت رسمي او اساسي دنده ګڼل کيږي !

پېښورـ مراد اباد ۱۳۷۳ مرغومي ۱۵
په کشمير کې تبليغ
خلک په ورځو ورځو د خپلو کارونو د سپيناوي لپاره د ولايت مقام ته تلل راتلل ، خو هيڅوک په دې نه پوهيده چې والي سيب ولې د څو ورځو راهېسي په ولايت کې نه ليدل کيږي !
چا ويل : ښای تبديل شوئ به وي !
نورو ويل : کېدای شي ناروغ وي او په کوم روغتون کې بستر وي .
دا هم ويل کېده ښای د ځينو نورو جهادي مشرانو او قومندانانو په څېر چې زیات وخت لپاره د ځینو پټو دندو په موخه له هېواد ه بهر وي ، چېرته په اوږده سفر ته تللئ وي ، خو هيچا ته د داسې ځای او سړي پته نه وه چې د والي سيب په باب خلکو ته رښتيني معلومات ورکړي.
په دې کې ښايسته ډېرې ورځې تېري شوې ، ورو وروګونګوسئ شو چې د والي سيب په کشمير کې د تبليغ وار دئ او هغه د دولتې نورو چارواکو سره يو ځای د دريو مياشتو لپاره هلته تبليغ ته تللئ دئ.
رښتيا هم د دولت زيات چارواکي بې له پاسپورټ او ويزې څخه بهر ملکونو لکه کشمير ، بوزنيا، چيچنيا او نورو کړکېچنو سيمو ته دتبليغ او جهاد لپاره استول کيږي او همدارنګه له سودان، عربستان، پاکستان او نورو څخه د اسلامي افراطي نظريو خاوندان او تروريستان بې ويزې او پاسپورټه د تبليغ او جهاد په نوم زمونږ هېواد ته تلای راتلای شي !
په دې توګه وينو چې د اسلامي تبليغ تر پردې لاندې ډول ډول پروژې او نقشې پرمخ بيول کېږي او په ښکاره کې خلکو ته ويل کېږي چې دا هرڅه د اسلام او مسلمه امت په خير دي !
پېښورـ مراد اباد کال۱۳۷۳ کب ۱۴
د بلې سيارې خلک
سهار وختي و، لمر لا څرک نه و وهلئ ، مونږ له خوبه نوي پاڅېدلي وو، غوښتل مو چې د کوټو هوا بدله کړو. کله چې مو د کوټو کړکۍ پرانېستلې او دباندې مو وکتل ، د لومړي ځل لپاره مو څه عجيب شان مخلوق په نظر ولګېد .
په لومړي سرکې مو داسې فکر کاوه چې ښای دا مخلوق به يوازې زمونږ د کور مخې ته ولاړ وي ، خو ژر مو دا شک حل شو. نوي مخلوق نه يوازې زمونږ د کور مخه او کوڅه نېولې وه ، بلکې هغې ټول ښار او وطن اشغال کړئ و !
ښای دا به د الوتونکو پيشقابونو سورلۍ وي چې وروستيو کالونو کې له نورو سيارو څخه د ځمکې پر ځينو برخو کې د هغوی د ښکته کېدو او لېدو په باب ، د نړۍ په مطبوعاتو کې زيات شورماشور جوړ و !
يا کېدای شي پېريان ، ښاپېريان ، دېوان او نور نااشنا موجودات وي چې د زړو رواياتو له مخې يي پخوا هم د ځمکې پر سر پاچايي کړې او دا ځل بيا يی د خپلې پاچايۍ لپاره زمونږ د هېواد ځمکه مناسبه ګڼلې وي !
بيخي عجيب شان مخلوق !
د سر وېښتان ببر او تر اوږو لاندې رسېدلي ؛ د ټولو يو شان اوږدې او پلنې ږيرې ؛ ببرشوي او په خپل سرښویدلي بريتونه ؛ راښکلې ، سرې او خونړۍ سترګې ؛ غوټه شوي ، تروه او له غضبه ډک تندي ؛ لنډ پرتوګونه چې د پښو ښنګري له ورايه ترېنه ښکاري او تر همدې ښنګرو پورې اوږده او پنډ کمېسونه ؛ ژور او خړ پکولونه ؛ په پښو کلوشې ؛ چپلکې او نااشنا شانته ګاولې ؛ برګې او پلنګي جمپرې !
تقريبا ټول د ځوانۍ په سن ، په يوه ونه او قامت ، په يوه يونيفورم او يو شان په نظر لګېږي !
د خبرو لهجه يي هم بدله ده ، که څه هم په خبرو کې همغه کليمې چې زمونږ خلک يي استعمالوي ، په کاروړي خو په کشداره ، اوږده او نااشنا ډول .
خپلو منځو کې بېل ډول اشارې ، رمزونه او کنايي پکاروي !
ښار او په ښار کې دنګ او ښکلي تعمېرونه ، د خلکو کورونه او په کورونو کې شتمنۍ او مالونه ، ټول ورته د ورانولو او لوټولو وړ ښکاري !
د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه هيجاني کېږي او د خلکو خندا او خوښي ورته زجر او کړاو راوړي !
ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو په ګډه تګ ورته د زغم وړ نه دئ او د ښځو او نجونو په لېدو سره لکه ځناور تور خوري !
د بريښنا او تلېفون پايي ورته د دارستنې او د هغو مزي او لينونه ورته د دارپړي ښکاري ، ځکه يي له يوې مخې پريکوي او چېرې بل ځای ته ي د خرڅانه لپاره وړي !
د بريښنا او رڼا په لېدو يي سترګې بريښ کوي ، له دې مخې يي د بريښنا ټولې فابريکې پرچاو کړې دي !
د راډيو په خبرو او خپرونو يي د غوږونو پردې شلېږي او د تلويزون انځورونه يي د سترګو ګاټي ړندوي ، نو ځکه يي د ټولو چاره ور وکړه او يو په بل پسي يي ټول له منځه يووړل !
خپلو کې هم يو په بل بريدونه کوي خو زمونږ د خلکو په وړاندې بيخي بې رحمه او بې عا طفې دي !
دې ډول مخلوق ته زمونږ هر څه پردي او نا اشنا ښکاري او زمونږ د وطن او خلکو په وړاندې کرکه او نفرت لري !
دوی که څه هم د لنډې مودې لپاره ، زمونږ له سيارې څخه چې زمونږ د خپل وطن او خپلو خلکو څخه جلا شوي دي خو بيا هم په دومره لنډه موده کې ، پرديو او زمونږ د وطن دښمنانو ، دوی له خپل وطن او خلکو څخه دومره پردي او ليرې کړي دي چې اوس يي کړه وړه او خويونه زمونږ خلکو ته نه بلکې د کومې بلې سيارې د خلکو کړو وړو او خويونو ته ورته پاتې کېږي !
او نن په رښتيا سره دوی زمونږ د ټولنې خلک نه بلکې د کومې بلې سيارې مخلوق ګڼل کېدای شي !

کابل ـ مکرويان
۱۳۷۱ غوايي ۱۵

د قومندان بنګله
جهادي قومندان چې د جلال اباد ـ کابل لويلارې په پا ټکونو کې يي د ګاډو او لاريو په جريمه کولو سره ښايسته ډېرې پيسي پيداکړې وې ، غوښتل چې د اسلامي واکمنۍ او محمدي شريعت د نفاذ د ګټو او ښېګڼو په لمن کې د خپل نوي واده لپاره چې د جهاد د دورې او د قومندانۍ د وخت يوازينئ ارمان يي و، د ختيځ ډنډ د يوه ولايت په مرکزکې عصري او د وخت له غوښتنو سره برابره بنګله جوړه کړی .
عصري بنګله چې د نوي واده لپاره حتمي ګڼل کېده بايد ډېر ژر تياره شوې وای.
د خټګرو، ترکاڼانواو نورو مزدورانو د زياتې ګڼې ګوڼې سره سره ، څونه چې د قومندان تلوار و، د بنګلې د جوړښت کار هسې په بېړه مخې ته نه تلو. له بلخوا اختر ته هم شپې لږې پاتې وې او واده بايد د اختر په ورځو کې تر سره شوئ وای.
نو قومندان امر وکړ چې د شپې دې هم د تراويح له لمانځه وروسته ټول روژتي لمونځغاړي تر کارلاندې بنګلې ته د بېګار په ډول خښتې ، ډبرې ، خاوره ، لرګي او نور وچلوي او بيا دې له بېګاره وروسته کورونو ته ولاړشي.
لمونځغاړی او د جومات ځايي امام چې د خپلې عقيدې ، دودونو او رواياتو په وړاندې د قومندان دا ډول ملنډې او سپکاوئ ګوري، په ګډه د خپلو پخوانيو دعاګانو په باب چې په لمونځونو، اخترونو او خيراتونو کې يي د دا ډول اسلامي واکمنۍ او واک ته د جهادي قومندانانو د رسېدو په باره کې يي کړې وي پښېمانه ، سرځوړي اوشرمندګی ښکاره کوي .
او يو وار بيا د روژې په مبارکه مياشت کې د تراويح لمانځه او د قران د ختم په پای کې، ټول په ګډه د دا ډول اسلامي واکمنۍ د نسکورېدو او د جهادي قومندانانو د ورکېدو په باب لاسونه په دعا او زاريو پورته کوي !



د ښځوحجاب ـ د مجاهدينو خبرې او عمل
د لمر ختو دمخه ، د مجاهدينو يوې ډلې چې نوئ يي د سهار لمونځ کړئ او په اصطلاح لا په اوداسه کې وو ، د قومندان په امر پوستې ته ورڅېرمه د ښځو په حمام چپاو وروړ او د قومندان او پوستې د غړيو د شمېر په پام کې نېولو سره يي ښځې او نجونه په داسې حال کې چې لوڅې لغړې او سرې بوټۍ وې ، خپل ورسره موټر ته پورته کړې.
د حمام ساتندويانو او په حمام کې نورو ښځو او نجونو د ژغورنې لپاره هغه خوا ـ دېخوا ډېرې وارختا او ترورې منډې ووهلې ؛ په موټر يي منګلې او لاسونه ولګول ؛ ژړا ، فرياد ، مخ وهنه او شورما شور يي جوړکړ:
تاسو خو ځان د سوچه اسلامي نظام ساتندويان ګڼۍ !
ځان د شريعي حجاب د پلي کولو يوازيني ټېکه داران بولۍ !
ځان ته مجاهدين وايۍ !
تاسو خو د خلکو ناموس لوټ کړ!
تاسو خو د وطن لوڼه بې پته کړې !
تاسو خو په خوله يو څه او په عمل کې بل څه کوۍ !
خو د مظلومۍ دغو ټولو زاريو ، فريادونو ، اوښکو او ژړاوو د خلکو د ناموس او پت د غلو مخنيوئ ونه کړائ شو او څه ګټه يي ونه کړه او د ټوپک کونداغو له خوړلو پرته يي نور هيڅ شئ له وسې ونه شول !
موټر چې د ښځو او نجونو د کړيکو او ژړاګانو او د بريالي ښکار په باب د مجاهدينو د خټ خټ خنداګانو او نارو انګازې ترې خپرېدلې ، ډېر ژر پوستې ته ورسېد او په پوسته کې ورته د پاتې مجاهدينو له خوا د خوښۍ او مستۍ پريمانه ډزې وشوې !
داسې پېښه که څه هم په لومړي سر کې کېسه او افسانه ښکاري خو د مجاهدينو په واکمنۍ کې زمونږ د ټولنې د زياتو کورنيو ورځنئ برخليک دئ !
مجاهدين له نورو او په تېره بيا له ښځو او نجونو څخه د شرعي حجاب کلک او ټينګ رعايت غواړي او د لږې سهوې په پېښېدو سره ، سپورې ستغې او ان د کفر تور لګوي او د مرګ تر پولې ګوښونه کوي خو په عمل کې بيا خپله د هر ټول حجاب د ماتولو او ټولو بې پتيو رښتيني لامل او ستر مجرمين ګڼل کيږي !



يو څو شعرونه
د ملا پاچايي :

ګوډ تېمور و، که چنګېز و که هتلر و يا ابليس و، يا انګليس يا سکندر و
ټول تبريه شول د ملا په پاچايي کې ملا نه و، يو افت و يو محشر و


د ملا د ګيري هر وېښته نه لاندې يو ابليس او يو شيطان خو وي غالب پروت
د قريې د هر جومات په محرابه کې هر ملا تر خېټې لاندې وي طالب پروت


څه د غلو او د ډاکوانو پاچايي ده د امام او طالبانو پاچايي ده
څه ونه شول تر دې سپينو جامو لاندې د ابليس او شيطانانو پاچايي ده