څو خبرې د پيليزې پتوګه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


اټکل مې دا و ، کېدای شي د پښتو ژبې ځينې پوهان او مسلکي کسان مې په دې تورن کړي چې د داسې ټولګې لېکنه ، زما مسلک نه دئ او د طب د ډاکټر د ژبنیو چارو په اړه له لېکنو سره څه کاردئ !
خو دا چې د پښتو ملي ژبې په پراختیا او غوړېدا کې د مختاړو ــ روستاړو د څېړنې او راټولونې او همدارنګه د تړښتي ویینو ( ترکیبي لغتونو ) د جوړونې د لاروچارو مېندنه وتلئ ځای لري ، په دې لامل مې ژبه کې د مسلکې پوهې د خاوند پڅېر نه ، بلکې د ژبې د یوه ویونکي پتوګه ددغه ګټور کار ترسره کېدو ته مټې رابډوهلې .
کله چې مې دا ټولګه تیاره کړه په دې چرت کېوتم چې د کتنې او رغونې لپاره یی چېرته ولېږم .
پخوا ښه و ، د خپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره د پښتو ټولنې په نوم د پښتو ژبې یو پالنغالئ شته و او د سړي زړه پرې ډاده و چې ځه ، لېکنه به مې هلته ولېږم او تر کتنې روسته به يي په ډاډه زړه خپره کړم .
خو نن له بده مرغه پښتانه چې نږدې ۶۰ میلیونه وګړي کېږي او د ډیورند د کرغېړنې کرښې پر دواړو غاړو ، لروبر سره ویشل شوي ، نه په افغانستان کې چې د لرغونې واکمنۍ سیمه يي ده او نه په پښتونستان کې داسې یو مرکز لري چې هغه کې د پښتو ژبې څېړنه ، روزنه او پالنه لکه څنګه چې پکار ده ، وشي !
که پېښور یا د پښتونستان کوم بل ښار کې لومړئ د انګریزي ښکېلاک او روسته بیا د پنجاب د برلاسۍ او واکمنۍ لاندې ، د پښتو ژبې کوم پالنغالئ جوړ نه شو ډېره ګېله هم نه شي کېدلای خو په بره پښتونخوا د افغانستان په پلازمېنه کابل کې چې د پښتنو تر واکمنۍ لاندې ده ، د پښتو ژبې سره هم د پردۍ ژبې چلن شوي دئ . د کابل په سلطنتي دربار ، حکومت او پارلمان کې پښتو ژبې ته لار نه وه او نشته . پوهنتونونه ، لوړښوونځي او د زده کړې نور مرکزونه په پښتو نه دي . د باندینیو چارو وزارت او په افغاني سفارتونو کې پښتو ژبه د تبرک لپاره هم نه ویل کېږي . دا ډول په لسګونو او سلګونو تېروتنې او خیانتونه له پښتو ژبې سره شوي او له بده مرغه دا لړۍ اوس هم روانه ده !
پښتانه باید د اقتصادي ، پوځي او اداري مرکز تر څنګ یو واحد ژبنئ او کلتوري مرکز اباد کړي ، د کندهارښار د داسې یو مرکز اغیز لرلای شي . داسې مرکز د ملت په تړښت ، جوړښت ، شتون او وده کې د بنسټ ډبره جوړوي .
په دې ټولګه کې د پښتو ژبې ځینې مختاړي ــ روستاړی او یو شمېر تړښتي وییونه ( ترکیبي لغتونه ) راټول شوي دي .
همدارنګه ټولګه کې د ځینو توني ( مکاني ) روستاړو لکه مېنه ، کوټ ، غالئ ، غر ، غونډۍ ، کلئ ، بانډه ، چم ، ګلۍ ، ګل ، ګړ ، تون ، ځای ، یاڼه ، یځ او نورو له یادونې څخه موخه داده چئ د ډېرو عامو ( ټولوالو ) او یا ناپښتو نومونو پرځای خپلې سیمې او چاپېریال د همدغو روستاړو په مرسته په داسې نومونو سره چې ددغو سیمو هراړخیزه پېژندګلو پرې وشي ، ونوموو .
دغه ډول موږ په ډېرو ولسوالیو کې د کلیو او بانډو د نومونوتغیر ته اړتیا لرو ځکه چې د ځینو کلیو او بانډو نومونه د هغه کلي او بانډې د پېژندګلو سره یا اړخ نه لګوي او په یوه یا بله بڼه ناوړه دي چې بیانومول يي پکار دي .
همدارنګه د ځایو ــ نومېښود دا لړۍ باید د ښارونو ، ښارمېنو ( ناحیو ) ، کوڅو ، سرکونو او واټونو د نومونو په برخه کې هم پلي شي .
د نن غوښتنه داده چې د ښارو ، ښارمېنو ، کوڅو ، سرکو ، کلیو او بانډو او لنډه داچې د ټولو ځایونو پته باید روښانه وي .
په ټولګه کې د وییونو له تړښت توګې یا ګرامري آرونو څخه ، د بېلګې په ډول د ( تورمخي ) په تړښتي ويي کې چې لومړئ ستاینوم ( تور ) او بیا موصوف ( مخ ) په کې په اصلي ډول یانې لومړئ ستاینوم او ورپسې موصوف کارول شوئ او دا شان د ( مختوري ) په تړښتي ويي کې چې لومړئ مخ ( موصوف ) او روسته ستاینوم ( تور ) په سرچپه ډول یانې لومړئ موصوف او روسته ستاینوم راغلئ دئ ، څېړنه نه کیږي . همدارنګه دلته د وییونو ( کلمو ) له ډولونو څخه لکه په ( تورمخي ) کې ، چې ( تور ) ستاینوم او ( مخ ) نوم دئ او په ( دوه مخي ) کې چې ( دوه ) عددي ستاینوم او ( مخ ) نوم دئ هم یادونه نه کیږي ، بلکې دلته د ځينوتړښتي وییونوبېلګې وړاندې کیږي او د هغو د جوړښت ګرامري اړخ نه بیانيږي .
دا ډول چلند د مختاړو ــ روستاړو په برخه کې هم شوئ دئ ، یانې په ټولګه کې یوازې د هغو تړښتو وییونو بېلګې په ګوته شوي چې د مختاړو ــ روستاړو په مرسته جوړ شوي دي . دلته هم له وییونو سره د مختاړو ــ روستاړو د یوځایکېدو په ګرامري اړخونواو ځانګړنو بحث نه دئ شوئ .
ټولګه ، د بېړنۍ ګټې اخېستنې په موخه د یوه لاسي کتاب په بڼه په پام کې نېول شوې ده .
دا ټولګه به خامخا نیمګړتیاوې ولري خو د ژبې د داسې یوې مهمې څانګې لکه د مختاړو ــ روستاړو راټولونه او څېړنه او د ژبې د تړښتو وییونو د یوه بشپړ وییغونډ ( قاموس ) چمتوکونه ، چې په دې لېکنه کې يي ما یوازې څو بېلګې ښودلي دي او پښتو ژبه په دې برخه کې پوره ځایښت لري ، د ژبې د پخو او درنو استادانو له وسې پوره دي .
هیله ده چې د ژبپوهنې درانه استادان به مې پخپل درنښت او سترتوب سره وبخښي او د دې ټولګې په بیاسمون کې به ، له ما څخه خپله لورینه او ونډه ونه سپموي .
همدارنګه د دې ټولګې په لېکنه کې د پښتنو د سترلیکوال ارواښاد صدیق الله رښتین د « پښتواشتقاقونه او ترکیبونه » نومي کتاب او د پښتو ژبې د لوی خدمتګار، منلي او نامتو ژبپوه ، پوهاند مجاور احمد زیار د « پښتو لیکلارښود » نومي کتاب او ځینو نورو لېکنو څخه په عامه توګه ګټه اخېستل شوې ده.
مرادزئ
سټوکهولم ـــ سویډن
د ۲۰۰۷ کال د ډېسمبر لومړۍ نېټه