دکونډې دزوی له هستوونکي اولويوونکي ٬ ښاغلي واحد نظري سره دزړه خواله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اکبر کرگر –لندن –دنومبر ۱۵



څو ورځي تر مخه دافغانستان دملي راديو تلويزيون مشر واحد نظري لندن ته راغی ٬ دلته ديوې فرهنگي ټولنې له خوا يوه غونډه جوړه شوه چې په هغې کې دنظري صيب مينه وال ٬فرهنگيان اوليکوال راټول شوي وو ٠ زما په نظر په دغه غونډه کې چې بايد تر هر څه دمخه دواحد نظري په فرهنگي اوهنري کارونو مکث اوخبرې شوي وای ٬ تر زياته حده دهغه په دولتي کارونو باندې خبري متمرکزې شوي ٠

غونډه دسازماندهي له پلوه هم تر پوښتنې لاندې وه ٬ په دې مانا چې هغه نظم اودسپلين چې بايد لرلي يې وای لږ څه کمزوري وه ٠ خو په هر حال که چيرې تاسې له ما وپوښتۍ چې زه څه ووايم نو زما خبرې به داوی : ٠

کله چې په اوسمهال له نظري سره مخامخ کيږو و نو ديو څو بعدي شخصيت سره مخامخ کيږو ٬

يوخو دا چې هغه دامهال دملي راديو تلويزيون مشر دی ٠ دا يوه خبره ده ٠ دا يو دولتي پوست دی ٠ خو دده له پاره دا ځکه توپير لري چې دی لکه واسلاو هاول درامه ليکوونکي چې يو څه وخت يې اداري کارونه وکړه اوبيا په هر حالت کې هغه ته ليکوالي اودرامه ليکنه دچک دجمهوريت تر مشرتابه هم سپيڅلي وه ٠

زما په نظر چې په دغه ارگان( راديو تلويږيون ) کې څو کلنه کاري تجربه لرم ٬ دواحد نظري له پاره به هم دا کار له زړه تنگۍ نه ډک وي ٠ ځکه دی اداري کارونو ته دومره جوړ نه دی لکه څومره چې هستوونو اوپنځونو ته تيار دی ٠

زه فکر کوم چې دواحد نظري دقدردانی ځای هم په دې کې نه دی چې دکوم ځای مشر دی بلکې په دې کې دی چې څه يې کړي اوڅه يې هست کړي دي ٠ په دې ډول دهغه دويم ډول کار ته راځو اوهغه دنوموړي هنري کار دی ٠ دي يو هنري مند دی اوهنرمند داسي استغنا هم لري ٬ چې کله وايي : وادې اخله دونيا زه وږی ستا ددونيا نه يم ٠ اويا درحمان بابا دا شعر چې وايي :

اورنگزيب که دډيلي په تخت نازيږي ما رحمان لره دخاورو کنډولی دی ٬



ديو چا خبره ده چې سلطان محمود ډير زورور پادشاه وو ٠ خو که اوس هغه اوفردوسي دواړه راژوندي شي نود سلطان په مخ به تف وشي اوفردوسي به دلعل په څير په زربفتو کې وساتل شي ٠

گرانه نظري صيب ماته په دغه مهال موقع ميلا و نه شوه چې خبرې وکړم ٠ ځکه چې هلته دکمرې اودتصوير مينان اوپه خپلو خبرو باندې عاشقان ډير وو٠ خدای دې وکې چې دهغو خبرې واورول شي ٠ خو که له ما چا پوښتلي وای ما به همدومره ويلي وايي :



گرانه !

کله چې تاسي دکونډې دزوی په اننگو باندې اوښکې وليدلې ٠ څه احساس مو وکړ ٬؟ ايا دا سمه نه ده چي ووايو تا ژر ژر قلم راواخيست اودهغه انځور مو وويست ٬ بيا مو دهغه دمور زړه انځور کړ ٠ بيا مو په دواړو زړونو کې يو رښتينواله ٬ زغم اوصر ترسيم کړ ٠ بيا تاسو دمور دزړه باغ وليده ٠ بيا مو ديو انسان صداقت اورښتينواله وليده چې څومره لويه وه لکه دهندوکش لړۍ ٬ لکه دفراه اوهلمند دښتې ٬ لکه دکندهار ٍعظمت لکه دکابل دغرونو ديوالونه ٬ اولکه افغانستان داسې سپيڅلی ٠ ارومرو چې تاسو يې راسره منۍ ٬تاسو کولی شول دکونډې زوي ته پتلون واغوندۍ٠ مکتب ته يي رهې کړۍ ٬ تعليم پرې وکړۍ اوبيا يي مامور کړۍ بيا يي ريس کړۍ ٬ چې کله دهغه کونډه مور دهغه دفتر ته ورغلي وای نو ارومرو چې بيا به يي ددفتر سکرتر ته ويلي وايي :

چې دا زموڕ خدمه ده ٠ لږ چای ورته ورکړه اورخصت يې کړه ٠ خو تا دا کار ونه کړ٠ هغه دې دوطن دساده اوشډل طبيعيت په څير لوی کړ ٬اودخپلي وزی سره دې دکابل په دپړه مارونو وربرابر کړ٬ چې په ژوندوني له خلکو پوستکې باسي ٠

ايا هماغه دکونډې دزوی لوټوونکي اوس هم دواك په گدۍ ناست نه دې؟

زما په نظر خو دشادگل ستونزه زموږ داولس ستونزه ده ٬ پوهيږې چې څه وايم ٠ شادگل دهيواد يو سپيڅلې هيرو دى ٠ دروغ ودرب نه پيژنې ٬ ټگي اوبرگي نه پيژنې اوتل دخپلو صداقتونو قرباني دى ٠

خدای دې وکې چې ز ما له خبرو سره موافق اوسې ٬

زه د((لمر په لور)) فيلم نه يادوم ٠ هغه زموږ دنسل يوه رواني ستونزه ده چې تل زموږ دهيواد انسان لكه چې ديوه كاريزما په تمه شپې سبا كوي ٬ يوه رواني ستونزه هم لري هغه هم ٬ چې دهمدغه کونډې زوي په څير دغم شيبې تيروي ٬٠ کيسه زما وه اوتا ښکلي کړه فيلم دې ترې جوړ کړ ٬ خو باور وکړه کله چې په هماغه وخت کې فيلم وليده ٠ تا ډيره اوچته انځور کړې وه ٠ په هغه وخت به ځينو کودنو( بې مغزو ) ويل چې داو لي ديالوگ نه لري ٬ (( راشه اودې خبرې ته پرتوگ وکړه ٠)) تصوير پخپله يو څه دي ٠ تصوير هم ديالوگ اوهم كيسه اوهم بحث اوجدل دى ٠



ښاغلی نظري صيب ! دهجرت فيلم قهرمان هم دکونډې بل زوی دی چې وطن پريږدي اوبهر ته ځي ٠

هغه دا خبره خلکو ته څرگندوي چې که څوک له هيواده ليرې شي ٬ نو دچټليو هغه تورې پلاستيکي بوجۍ ته پاتې کيږي چې پر سړک له موټر نه گوزار کيږي اوهيڅ ارزښت نه لري خو قهرمان څومره سپيڅلی دی ٠ هغه ته وايي چې ته دروغ ووايه ٠ چې ته په خاد کې ريس وې ٠



هغه له ځانه سره وايي : ((نو زه څرنگه دروغ ووايم ))٠(( زه خو ريس نه ووم ٠)) هغه په دې رښتيا ويلو دهندوکش په څير قد باسي ٠ اودسيستان ددښتو په څير لويږی اولکه افغانستان خپله سپيڅلتيا پيدا کوي ٠

هغه ته دبهر ژونديوازې له ملنډو ډک نه دې بلکې د هغه بهرني اروپايي (( ټيز))ته ورته اودملنډو ډک دی ٬ چې په تشناب کې ترې الوزې٠سره له دې چې هغه په خپله خندا سوكان خورې خو ورته خاندې ٠ دا شرقي اصيل فرهنگ دى چې په ككړ اودمصيبتونو نه په ډك مدنيت خاندي ٠ داروپا ژوند ٬ ((نړيوال مدنيت ٬)) ((لويديزه دموکراسي)) ٬د((کډوالو سره دبشري حقونو پر معيارونو چلند)) اودهغه اروپايي ((باد )) درې واړه يو دي ٠ که داسې نه ده ٠؟ په هجرت کې وطن پالنه عروج پيدا کوي ٬اسمان ته لوړيږي ٬اوخپل عظمت پيدا کوي ٠ او((نړيوال کيدنه ))دومره کوچنی کيږي اوبشري حقونو اوديموکراسي اودمهاجرو سره ښه چلند دهماغه تشناب دپيښې سره تقاطع پيدا کوي ٠

دهجرت اودكونډې دزوى كانتراديكشن ارزښتونه پرتله كوي ٠ افغاني اصيل ارزښتونه ٠ اوددې وياړ تاته دى ٠ ولې وايم چې هيواد پالنه اوافغانستان پالنه په كې اسمان ته زينه ږدي ٠ دا ځكه چې قهرمان په سپيڅلي احساس سره دا غږ كوي : چې ((يره كه دا وطن جنت شې خو بيا هم زما په كار نه دى ٠ ))غني خان څومره ښه وايي :

دانرۍ تنگې كوڅې زما دكلي ورته څه دي ددونيا ښارونه ښكلي



نو گرانه نظري صيب !

که ماته چا موقع راکړې وای ما به همدا خبره جمع يوه بله هم کړي وای اوهغه دا چې :

ډير راباندې گران يې خو اوس ستا ليده گران شوي دي ٠

ياره مهربانه چې دا څه درباندې شوي دي ٠

بس همدومره



اکبر کرگر –لندن –دنومبر ۱۵