رښتين او پښتو د ساپوهنې په رڼا كې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاكتر كبير ستورى

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه


ددې سرليك څخه مطلب دا دى، چې د رښتين او پښتو اړيكي په پوهنيز ډول څېړل كېږي. د پوهنې ډېر تعريفونه شته دی، چې دلته نه راجمع كېږي او د ساپوهنې د جرمني پوهاند تراكسل TRAXEL تعريف بنسټ ګرزول كېږي، چې وايي: ((پوهنه د څېړنلارې (ميتودي) پواسطه په لاس راغلى معلومات دى)) .
هره پوهنه ځانته څېړنلارې لري د څېړنلارو په بنسټ مختلفې پوهنې يو د بل څخه بېليږي. پدې ليكنه كې دا خبره څېړل كېږي، چې پوهاند رښتين نه يوازې د ليكوال په توګه بلكې د دندې په توګه د پښتو سره اړيكې لرل. دلته د ادب د سا پوهنې د څېړنلارې يا ميتود څخه كار اخيستل كېږي، چې د يوه ليكوال د ليكنو له مخې د هغه سړيتوب يا شخصيت انځوروي او بر خلاف د سړيتوب څخه يې د ليكنو اندازه لګولى شي. لدې كبله د رښتين روزني او ژوند ته ځغلند نظر اچول كېږي، چې د سړيتوب د پېژند په برخه كې د معلوماتو غوره چينه ده .
پېژندګلوى : پوهاند صديق الله رښتين د مولانا تاج محمد خان ځوى دى، چې په مهتمم مشهور و او په هډ پښتون د سليمان خېلو د پرګنې پورې اړه لري. پوهاند صديق الله رښتين په 1919ع كال كې د مومندو په غازي اباد (سور كمر) كې ځېږېدلى دى او لومړنۍ زده كړه يې د مولانا فضل لربي او مولانا ابراهيم كاموي او مولانا غلام نبي خان څخه كړېده. 1932ع كال كې د هډې صاحب دارالعلوم نجم المدارس كې په زده كړه پيل وكړ بيا په 1936 كال د كابل په عربي دارالعلوم كې شامل شو او هغه يې په پښتو ټولنه كې عالى درجه سرته ورساوه، او په 1939 كال يې په پښتو ټولنه كې په كار پيل وكړ او په 1941 كال د پښتو د قواعدو عمومي مدير شو، چې دوړانګي په نامه مجله يې خپروله او د څه وخت دپاره يې د ځیري جريده او د وږمې مجله هم چلوله. په 1955 كال كې د پښتو ټولنې رييس شو. په 1956 كال كې د پوهنې د وازرت سلاكار او د كابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد و. په 1961 كال كې د كابل د پوهنتون له خوا د پوهاند درجه وركړى شوه. په 1963ع كال بيا د پښتو ټولنې رييس شو او 1973ع كال پورې ددې ټولنې رييس و، بيا تقاوت شو .
د ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين دا لنډه پېژندګلوي مونږ ته نه يوازې دا راپه ګوته كوي، چې د پښتو ټولنې د مشر په توګه ده ته د پښتو د خدمت دنده ورپغاړه شوې وه او د پښتو سره يې ددندې له پلوه اړيكې لرلې بلكې دده لوړ استعداد هم راپه ګوته كېږي، چې د مدرسې او ملايئ روزنې سره سره يې ځان د پښتو ژبې د پوهاند درجې ته رسولى دى .
دا، چې ارواښاد پوهاند رښتين د خپل استعداد او هغه وسايلو سره، چې د پښتو ټولنې د مشر په توګه يې په لاس كې لرل، د پښتو حق يې څومره ادا كړى دى، په دې برخه كې قضاوت د پښتو نورو مينوالو او پوهانو ته پرېږدم او د پوهاند صديق الله رښتين پښتنې لارښوونې نومې كتاب، چې د پېښور د يونيورسټۍ بك اېجنسۍ له خوا د دوهم ځل دپاره په 1986ع كال كې چاپ شويدى لنډ نظر اچوم .
ارواښاد پوهاند رښتين د دې كتاب په لومړي برخه پښتنې خويونه او په دوهمه برخه كې پښتنې دودونه او په دريمه برخه كې پښتنې لارې چارې راپه ګوته كړيدي. د لومړي برخې په پيل كې ليكي، چې: يوې برخې كې هغه ټول خويونه او صفتونه راځي، چې په ټولو پښتنو كې يو شان لمانځل كېږي او هر څوك ورته په درانه نظر ګوري. دا خويونه د پښتون د كليمې د هر توري يوه ښكاره مانا او تفسير هم ګڼل كېدلى شي .
پت او عزت : تر ټولو دروند او سپېڅلى خوى پت او عزت يا په بله ژبه پت پالل او عزت ساتل دي. د پښتو پاخه شاعران او استاذان پت او عزت پدې ډول ستايي :

خوشال خټك وايي :

سر دې لاړ شي مال دې لاړ شي پت دې نه ځي
د انــــســــــــان خــو بــې هـــمــه واړه په پـت ده


حميد مومند وايي :

پروت په وينو كې لت پت ښه يم په پت كې
نه د ســرو زرو پـه تــخــت بــانــدې بــې پـته



رحمان بابا وايي :

مــړ بــهـتر ښــه دى تر هغه چې بې پت وي
په ياري كې دې څوك نه كا خداى بې پته



پښتون په هر حال كې، غريب وي او كه شتمن، خو د پت او عزت ټينګ ملګري دي. بيا پوهاند رښتين پښتنې ښه خويونه او يا صفتونه لكه: (ښېګڼه او نيكي وفا او وعده، توره او مېړانه، ننګ او غيرت، رښتيا او صداقت، زړوتيا او همت، انصاف او عدالت، شرم او حيا، ښه ځواني او سخي توب! امانت ساتل او سلا مشوره) راپه ګوته كوي او د پښتو د منل شوو شاعرانو او مشرانو ويناګانې ورته د دليل په توګه وړاندې كوي. دا واقعيت، چې خپله پوهاند رښتين هم د پښتنو زيات صفتونه را په ګوته كړي نسبت د پښتون د كلمې تورو ته دده ددې خبرې سره، چې وايي: پښتنې خويونه او د پښتون د كليمې د هر توري يوه ښكاره مانا او تعبير هم ګڼل كېدلى شي. (پښتنې لارښود 7 مخ) په تضاد كې ښكاري .
دا خبره تر هغو، چې تاريخي مدللـه شوي نه وي، چې د پښتون د كليمې تورى د پښتو د صفتونو لنډيز دى پوهنيز مقام نلري، خو د روزني د سا پوهنې EDUCATION PSYCHOLOGY د پيوستون ASSOCIATION د برخې او سمت قانون له مخې، چې وايي: چې كله، چې د يوه ټول يا سمت برخه را ياده شي، نو ټول يا سمت را په يادېږي. كېداى شي، چې دا تورى د پښتنو د هغه صفتونو د رايادېدو سبب وګرځي ، چې دا تورى پكې راځي او برخه يې ده. زما دا لاندې شعر هم پدې ډول منځ ته راغلى دى، چې سړي ته دا احساس پيدا كوي، چې ګني د پښتو د كليمې د هر توري تعبير او مانا ده، خو كله، چې زما نور شعرونه څوك ولولي، چې د پښتو نور صفتونه پكې راغلي دي، نو بيا يې دا احساس له منځه ځي. ښكاره خبره ده، چې پښتو دلته د ټولو صفتونو په بنسټ نه بلكې د يوڅو صفتونو په بنسټ تعريف شوى دى .

لوى پښتون شې
تـش خـــيـال نـدى مـــــادې چــــېـــرتـــه اوريــــدلــي
پـــــښـــــتــــنې مــــــــور ځـــــوى تـــه داســې ويــلــي

پښـتو ويـل، پښـتو لوسـتل، پښتو ليكل به كوي
زمـا بـچـيـه لــوى پـښـتون شـئ پـښــتو تـل به كوي

پــښــتو د پت، ښـېګړې، تـوري او ورورۍ نوم دى
پـه پت كې ژونـد په پت كې ناسته ودرېدل به كوي

ښـېـګــړه ژونـد د پـښـتـنو كـې ټــولـنـيز قـانون دى
ښـــېـګـــړه هـــرچـــېـرې بـې تــمـې بـې بـدل بـه كوي

په تــــوره يـا د مـــونـږ پــښــتانه د ډېــرپـخــوا نه يـو
تــــوره به نـن، تــــوره سـبا تــــوره هــــر ځــل بـه كوي

وروري د ځـواك او د ژونـدون د ســوكالۍ نـښه ده
وروري كـول، وروي،پالل، وروري سـاتل به كوي

چې پښــتونــخـوا ته پـسرلى د پښتونوالي راوړي
پـه زړه كـــې ســـاته پـــام دستوري په غـزل بـه كوي


پوهاند رښتين د پښتنې لارښود په سريزه كې دا هم وايي، چې: (پښتو له يوې خوا د پښتون لاس د ژبې نوم دى، نو د بلې خوا د پت او عزت، ښېګڼې او ښه خوى، تورې او مېړانې، ننګ او غيرت، وفا او حیا نوم هم دي. پښتو، پښتو، نو له پښتونواله دا ټولې كليمې په يوه مطلب دلالت كوي ( د پښتنې لارښود مخ 3_4 ((.
د ساپوهنې د اصولونو له مخې دا خبره سړى تاييدولى شي، چې پښتو يوازې د پښتنو ژبه نده بلكې د يو لړ صفتونو مجموعه ده، چې پوله يې د پښتون د كليمې د تورو په شمېر تنګه نده او زيات دي. هر پښتون كه موړ او كه غريب وي دا صفتونه لري د پښتو بابا خوشال خان خټك هم دا خبره تاييدوي، چې وايي :


درست پښتون له قندهار تر اټكه
سره يو دننګ پكار پټ او اشكار


مونږ وينو، چې پښتو ويل او پښتو كول سره توپير لري پښتو د پښتنو ژبه ده، چې يوازې د پوهېدلو يا پوهولو وسيله نده بلكې سوچ هم د ژبې يوه بڼه ده، بې د ژبې څخه سوچ وده كولى نه شي .
پښتو د يو شمېر صفتونو مجموعه ده، چې پښتانه يې لري او يا يې پښتو د صفتونو د مجموعې په توګه د پښتونولى هم ذاتي برخه ده لكه څنګه، چې دودونه، نرخونه، لارې چارې، پېغور او بدل برخه ده. پښتونولي د جرګو يو اولسي سيستم (نظام) دى، چې ډيموكراتيك (جمهوري) خوى لري. لدې كبله پښتو او پښتونولي بېل بېل مفهوم افاده كوي او په يوه مطلب دلالت نه كوي .
د ارواښاد پوهاند رښتين د پښتنې لارښود د كتاب نورې دوه برخې پښتنې دودونه او پښتنې لارې چارې هم په زړه پورې مطالب لري، چې په تيره بيا د ټولنيزې ساپوهنې او حقوقي ساپوهنې د څېړنې موضوع ګرزېدلى شي، چې مونږ يې بل وخت ته پرېږدو .
لنډه دا، چې پوهاند رښتين په پښتنې لارښود سره پښتون اولس ته يوه داسې شتمني پرېښودلې ده، چې د يوې خوا د پښتونولي جرړې خوندي ساتي او د بلې خوا پدې ډګر كې د پوهنيزو څېړنو بنسټ ګرزېدلى شي، چې د پښتو سره د رښتين نه يوازې د دندې په توګه بلكې د ليكوالۍ په توګه د اړيكو نښه ده .
روح دې ښاد وي

يادونه : دا مضمون څوكاله وړاندې په هغه سمينار كې، چې د پښتنو كلتوري ټولنې_ جرمني له خوا جوړ شوى و، ويل شوى دى .