کــبــیر جــانـه ، ډېــر یــادونـه دې پـرېـښـودل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پروفیسر ډاکتر شاه جهان سید

پروفیسر ډاکتر شاه جهان سید

د پېښور پوهنتون

د جرنلزم ډیپارټمنټ چیرمین





ما په خپل ژوند دانه ګڼله چې ما ته به وئیل شی چې د کبیر جان په حقله راته څه ولیکه.

څومره ګران کار دی، د هغه چا په باره کې څو کرښې لیکل چې ته ئې اوسه د ځانه جدا نه بولی.

خو څنګه چې د نړیوالو دود دی نو څه به لیکل وی. په ساده ټکو څو کرښې ، څو یادونه.

ورځ خو راته یاده نه ده خو میاشت او کال راته یاد دی، چې کله ما کبیر جان په ړومبی ځل د جرمنی فرانکفورت ښار کې ولیدو June 1974 ، دوه دېرش کاله پوره کېدونکی دی چې مونږ د ژوند د سفر په ډېرو اړخونو کې یو وو.

کبیر جان چې په دغه وختونو 1973 – 1974 ئې خپل نوم د کبیر میرداد خېل نه په کبیر لعل اړولی وو. ځکه سردار داؤد خان دا حکم کړی وو . چې قبائیلی نامې به څوک په خپل ځان سره نه ږدی نو د لعل لقب ئې خوښ کړی وو. خو یو ماښام ورته ټوقو ټقالو کې ملګرو وویل چې لعل خو هندوستان کې مشهور نوم دی نو سوچ کې لاړو هم هغه شپه ئې په ما باندې د « هوښیارتیا د تلی » Intelligence Test تجربه کوله چې غونډه کتابچه کې ستوری ، ستوری وو، زه تنګ شوم او ما ورته ووئېل چې کبیر جان لالا دومره ستوری دی راباندې شمېر کړل چې ته هم « ستوری » راته ښکاری ډېر ئې وخاندل او سبا سحر چې ئې راته نوی شعر اورولو نو دی پکې ستوری شوی وو.

د ده د سیاسی ژوند او کړنلارې باندې لنډ لیکل خو زیاتی دی خو د ژوند هلې ځلې ئې د یو ټکی نه تاویدو، راتاوېدو، چې هغه پښتانه دی.

په هلکوانۍ او ځوانۍ کې ئې په جرمنی کې د افغانستان د محصلینو Students » » ټولنه کې پرې دا تور وو چې پښتون نېشنلست دی خو دده پرې چرت خراب نه وو او د پښتو د پاره به ئې هره غونډه کې غږ پورته کولو او چې کله ئې مخالفین ډیر شو نو د ځینی ملګرو سره ئې په ګډه د پښتنو او بلوچو د ملی ازادۍ بخښونکی ټولنې تر نامې لاندې یوه ډله جوړه کړه کومه چې د کوزې خوا په سیاسی ډګر کې د ده د دلچسپۍ ښکاره ثبوت دی.هم په هغه وختونو کې د NAP سره د زور زیاتی له کبله د ځینی پښتنو ځوانانو یورپ او خصوصآ جرمنی ته تښتېدل او سیاسی پناه اخستل یو نوې سیاسی پلېټ فارم جوړ کړو. او د پښتنو او بلوچو د ملی ازادۍ بخښونکی ټولنې هلې ځلې پراخه شوې.

په افغانستان کې د ثور انقلاب وشو چې په ړومبی پړاو کې خو ئې د جرمنی روشنفکره پښتانه هر کلی وکړو خو ډیر زر دا هلته د اوسیدونکو پښتنو د سیاسی بېلوالۍ بڼه ونیوله چې دا پړاو د کبیر جان د پاره ډیر سخت وو ځکه چې دده ډیر سیاسی ملګری په ډلو ووېشل شول، په ده هم ډیر فشار راوستلی شو چې په خلق ډېموکرېټک ګوند کې غړیتوب تر لاسه کړی خو ده ځان منځګړی وساتلو. خو ډیر زر لکه څنګه چې افغانستان هغه بدلون په سیمه او نړۍ کې سترې اغیزې درلودې نوپه جرمنی کې وسېدونکو پښتنو سیاسی چواټ هم بدل شو.

د افغانستان شخړې له کبله د زرګونو پښتنو یورپ او جرمنی ته تښتېدوله کبله هلته سیاسی ساحنه بدلیږی او کبیر جان تر مشرۍ لاندې د پښتون سوشل ډېموکرېټک ګوند PSDPبنسټ کېښودلی شو، داسی د دوی سیاست یو نظریاتی او ګوندی چوکاټ غوره کړو که څه هم د کبیر جان خپله سیاسی نظریه د باچاخان د فلسفې نه رڼا اخلی او تل به ئې په ډاګه وئېل چې زمونږ سیاسی هلې ځلې د باچا خان د سیاسی غورځنګ پرمختګ دی، خو ورسره ئې د لویدیزی نړۍ د سیاسی سستیمونو ژوره مطالعه کړې وه او د ولی خان تر مشرۍ لاندې ملی عوامی ګوند NAP او ANP ئې د لویدزی نړۍ د سوشل ډیموکرېټک ګوندونو سره په نظریاتی توګه نزدی بللو نو ځکه ئې خپل ګوند ته هم د پښتون سوشل ډېموکرېټک ګوند نامه ورکړې وه.

د کبیر جان Ideal باچا خان وو، ادبی نړۍ کې د اجمل خټک صیب نه متاثره وو.

ولی خان ئې ډیرخوښ وو او افضل خان ( خان لالا) د یووالی د سیاسی تګ لاره ټینګ ملګری وو.

د هلکوانۍ او ځوانۍ راهسې ئې د لیک لوست او څیړنو Research سره ډیره مینه وه.

د المان غږ راډیو د پښتو خپرونو ، چې په کال 1970 ع کې پیل شو دی، د بنسټ اېښودونکو کسانو کې راځی، په جرمنی کې د افغان پوهیدونکو محصلینو چې کومې خپرونې کیدلې هغو کې ئې لیکنې کولې، لکه « سپرغی » د « خیبر وږمه » تر څو چې ئې خپل کتابچې او کتابونه چاپول شروع کړل او بیا ئې د خپل ګوند له خوا « پښتون مجله » او« پښتونخوا» راویستل چې تر اوسه چاپ کېږی د چاپ شوو کتابونو لیست ئې هم اوږ دی.

میوزک ئې ډیر خوښیدلو، خو یواځی د پښتو، د ځوانۍ ورځو شپو کې به ئې کله کله سیتار هم غږولو، ګډا ئې خوښه وه، خو خپله نه ورتله، د ژوند عامو خبرو اترو او د ملګرو مینځ کې به دومر ساده وو چې د چا به پرې دا یقین نه راتلو چې دا هغه کبیر جان دی چې د بحث وخت کې څومره جدی او د پښتو د پاره ضدی وو چې د خپلې خبرې نه به چا اړولی نشو.

په ځوانۍ کې به ئې چا ئې او سګریټ کمزوری وه. خوراک ئې ډیر ساده ، په کوچو کې ها ( اګئ ) او تازه پیاز ئې خوښ وو.

د دوستانو محفل، سیاسی بحثونه، د پښتو موسیقی، د پښتنو مشرانو صفتونه او ستاینه او ټوقې ټقالو به ډیر خوند ورکوو.

خو ځینی شیان به ډېر بدی شول . لکه پښتون به چې په فارسۍ یا اردو خبرې کولی، دروغژن کس، بې شعوره، تعلیم یافته ضدی پښتون، بې وخته چې به چا د خوبه پاڅولو، د پښتنو به چې چا بد وئیل، باچا خان پسې به چې چا بدې کولۍ، د افغانستان د شاهی کورنۍ بې ځایه ستاینه، وغېره........

پېښور او پښتونخوا ئې ډیر خوښ وو، چې په دغه سفررونو کې هغه ناوړه یادونه هم دی چې دې د جنرال ضیاءالحق وخت کې د سیاسی هلو ځلو په تور ونیولی شو او بندی شو او چې کله جرمنی ته بیرته لاړو نو لکه د زړو خدائی خدمتګارانو په دغه ویاړ وو چې بندی خانه کې ئې ښه ملګری وموندل.

کبیر جان د خپل ژوند زیاته برخه د ملګرو سره او مسافرۍ کې تیره کړې ده او ده ته د جرمنی پښتنو د « ماما » لقب ور رسیدلی وو هېڅ چا ترینه مخ نشو اړولی که هغه به د ده د ګوند ملګری وو او که نه خو د یو پښتون مشر په حېث ټول یورپ کې د جرګو او مرکو سړی وو.

ښکاره خبره ده چې د یو انسان ځای بل کس نشی نیولی خو د کبیر جان ځای هیڅ څوک نشی نیولی که څه هم د سیاسی مفکورې پلوشې به ئې پراخیږی او د پښتنو مشرانو په تاریخ کې ځانګړی وومنلو خو د یورپ او د جرمنی پښتانه ئې یتمان کړل. مونږ ئې د ژوند مقابلې او پښتنی جدوجهد ته یواځې پریښودلو خو په خپل ژوند ئې دومره څه پرېښودل چې پښتانه ئې تر رڼا لاندې ډیر څه موندلی شی.