بشارت او ( يوه لپه اوبه )

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

فريدون خوځون – نړۍ اونيزه

پښتو لنډې کيسې ته که سړى وګوري نو له ارواښاد ذاخېلي را وروسته هم کله په پښتو ادب کې کيسې هومره وده نه ده کړې لکه شعر او نورو ژانرونو چې کړې.
له راحت ذاخېلي وروسته تر نورمحمد تره کي او تراوسه که موږ وګورو نو پښتانه کيسه ليکوال به ډېرکم د ګوتو په شمار تر سترګو شي.
دا چې پښتو لنډې کيسې ته ولې چا دومره کار نه دى کړى دا بېله خبره ده،ځينې يې لامل شعر ګڼي او وايي چې شعر بويه نور ونه ليکل شي خو ځينې يې بيا داخبر سمه نه بولي چې پښتو کې دې شعر نه ليکل کېږي او نثر ته دې ډېره پاملرنه وشي دوى هم په دې نظر دي چې نثر پاملرنه غواړي خو شعر لاهم دومره نه دى چې لوستونکي ونه لري او يا دې د پښتو ادب د شعر تله پوره شوې وي.
له نېکه مرغه اوس په پښتو کې د لنډې کيسې لپاره چې څومره هڅې پيل شوي او په وار وار سره په دې لاره د نويو ليکوالو کيسې او هڅې سړى ګوري نو هيله من کېږي.
اوس که پښتانه کيسه ليکوال ډېر نه دي نو د ډېرېدو په لور روان دي او ورځ په ورځ د لنډې کيسې پر لمن نوي غمي ځليږي.
حکيم بشارت هم د پښتو ادب د لنډې کيسې پر لمن يو نوى راځلېدلى غمى دى.
که څه هم اوس نقادان پر کيسو د ليکنې او سريزې دا سبک سم نه بولي چې په ليکنه کې دې پر ليکوال وغږيږي او يادې د هغه د څوکيسو ستاينه او غندنه وشي خو که څوک د حکيم بشارت پر کيسو هم څه ليکي نو د هغه د خواږه طبيعت او نرم خوى يادونه سړى په دې اړباسي چې يادونه يې وکړي.
نن بيا زه هماغه څه ليکم چې ډېر به ورته زوړ او کلاسيک سبک ووايي خو...
د حکيم بشارت د کيسو ژبه ساده،روانه او خوږه ده،کيسې يې ښکلې،خوږې او د دافغاني ټولنې هغه حقيقي انځورونه دي چې بشارت صيب ورته پام شوى اود کيسې په ډول يې خپلو هېوادوالو او لوستونکيو ته وړاندې کړي.
په لنډو ټکيو کې يې ډېرې ماناوې ځاى کړي او بلا انځورونه يې کښلي چې د پښتون کولتور او روانو حالاتو ښه څرګندونه کوي.
حکيم بشارت ويښ او هڅاند ځوان دى او دده ځيرکتيا ده ته ورښوولې چې دټولنې هغه انځورونه د کيسو لپاره سوژې وګرځوي چې ده ليدلي.
( يوه لپه اوبه ) دده د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه ده چې په دې وروستيو کې له چاپه راوتلې.
په دې ټولګه کې ټولټال لس کيسې راغلي او که د لنډې کيسې د فورم له مخې ورته ونه کتل شي نو ټول واقعي انځورونه يې په کې را اخيستي.د بېلګې په ډول يې د ( يوه لپه اوبه ) تر عنوان لاندې کيسه يې هغه په زړه پورې کيسه ده چې په وار وار لوستو ترې سړى خوند هم اخلي او هم يې د بيا لوستوهيله لري.
ده په دې کيسه کې زموږ د بهرنيو موسسو او دفترونو يو واقعي انځور را اخيستى.
دا کيسه که څومره ښکلې او خوږه ده،نو همدومره نوره هم ښکلې کېداى شوه،دلته له دې کيسې ليکوال ډېر سر سري تېر شوى يواځې دا نه بلکې څو نورې کيسې هم شته د ډېرې مطالعې خاوند ليکوال کولاى شول چې ډېرې يې ښکلې کړې واى،خو دلته د ليکوال له سرسري نظر او کم فکر له امله نيمګړې پاتې شوي چې د ليکوال د لږ فکر او رياضت په هڅو ترې د پښتو سرلارې کيسې جوړېداى شوې.
بشارت په يوه داسې چاپېريال او کارځي کې کار کوي چې ښځينه او نارينه دواړه په کې شتون لري او همدا لامل دى چې ډېر واقعيتونه يې پر همدې مسايلو را څرخي او پرهمدې سکالو يې ډېرې کيسې ليکلي او دايې ښوولې چې په ورته چاپېريال کې څومره عجيب او غريب کارونه تر سره کېږي لکه ( تر بڼو لاندې مينه ) ، ( يوه لپه اوبه ) او يا...
د حکيم بشارت يوه ښېګړه ده چې نويو مسايلو ته يې هم پام اوښتى او د ( غمي ) تر عنوان لاندې کيسه خو يې د پښتنې نړۍ او کولتور يوه ريښتينې هېنداره ده،زه فکر کوم چې په ورته سکالو که ډېرې کيسې ليکل شوې هم وي خو حکيم بشارت چې په کوم انداز او هنر ليکلې ښايي نورو نه وي ليکلي.
دى خلکو ته ور ښايي پښتانه په دې بدل کې چې پلار دې ماته لور نه ده راکړې ته ولاکه رانه اول نومره شې ،څومره ستره ګنا او خطا کوي چې د يوانسان په مرګ تماميږي.
د حکيم بشارت کيسې خوږې دي او ما ته ډېرې ښکلې ښکاري چې له لوستو يې تل خوند اخلم خو که د لنډې کيسې مستريان يې په خپل جوړ شوي چوکاټ کې واچوي نو کېداى شي ( کو پي کشي ) ولري.
خوزه پر همدې بسنه کوم،پاتې کيسې او خبرې يې د لنډو کيسو ماهرينو او پوهانو ته پرېږدم او ګران حکيم بشارت ته ددې ټولګې مبارکي وايم،په راتلونکې کې له خدايه غواړم چې د بشارت دا يوه لپه اوبه د تنده غرو چينه کړي څود لوستونکيو تنده پرې ښه خړوبه شي.
د برياليو کيسو په هيله يې