کرزى ترې په تېښته بريالى شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت الله زيارمل – نړۍ اونيزه

درېيمه برخه

د ميدان وردګ يونليک

له ډېرو چېغو، مغو وروسته موټر چلوونکي د کمپنۍ د پله سرته د جومات ترڅنګ د لمانځه لپاره موټر ودراوه،ټولو ملګرو په ګډه د اتحاد جامع په نامه جامع جومات کې لمونځ ادا کړاو موټر چلوونکي موټر د پله له سره د منزل پر لور رهي کړ،اوس نو د ماښام تورو تيارو پر هر څه لمن غوړولې وه او ځايونه راته په سمه توګه نه ښکارېدل خو په موټر کې د ملګرو ترمينځ د خبرو خوږ بنډار روان و ، زمونږ له موټر نه مخکې زما د يوه ملګري او ټولګيوال وړوکى الټو موټر روان و چې د لارښوونې په موخه پکې ګل رحمان رحماني او ځينې نور ملګري سپاره وو،ګل رحمان رحماني که څه هم د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى دى خو په دې وروستيو کې ترې د مساپرت له وجې د خپل ښار لارې کوڅې غلطې شوي چې له همدې امله يې موږ پر څو کږو ، وږو لارو بوتلو او خپل منزل ته د تګ لاره يې راڅخه غلطه کړه خو خير شېبه وروسته حميد الله چې د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى و او موږ سره په موټر کې سپور و غږ وکړ چې ميدان وردګ ولايت مقام ته دغه لاره تللې د حميد الله په لارښوونه پر لاره روان شوو،لږه شېبه وروسته غږ وشو چې د ميدان وردګو ولايت ودانۍ همدغه ده ، موږ هم موټر ودراوه او ټول ملګري ترې راکوز شوو له څه قدم وهلو وروسته يو غوښن ځوان استاد محمد آصف صميم ته ورغاړې وت او وار له واره يې ورته وويل :))آدم خان سيرت يم !)) له دې وروسته يې ټولو ملګرو سره روغبړ وکړ او د لارښوولو په موخه مخکې روان شو.
له ننګرهاره د مڼې ګل مشاعرې ته د تللو فرهنګيانو دهرکلي لپاره يوازې ادم خان سيرت ولاړوځکه هغه ته ننګرهاريان ګران وو او نور څوک يې په کيسه کې نه وو خو ننګرهاريانو خداى وهلو ته چې څوک راشي نو استاد ازمون ټول فرهنګيان د الفت صيب تر قبره هرکلي ته ورولي او هلته يې په سترګو پورې کوي،خير خبره رانه اوږده شوه،سيرت صيب نېغ د مشاعرې ځاى ته بوتلو او ټول ملګري سره په ګډه په يو ځاى کې کېناستو،شېبه وروسته د دريځ مخکې يو داسې سندرغاړي د اټن سندره شروع کړه چې تر ډېرو اوږدو پوښتنو وروسته هم په دې ونه توانېدم چې نوم يې پيدا کړم، د همدغه سندرغاړي غږ ته يو شمېر وردګيانو فرهنګيانو ښه شېبه اټن وکړ،سندرغاړي خپلې سندرې د ډوډۍ د خوړولو لپاره بس کړې،د ډوډۍ خوړلو لپاره کاغذي دسترخوانونه راوړل شول چې په مينځ کې يې د مڼو انځورونه کښل شوي وو او ورپسې په هر دسترخوان د مېلمنو لپاره بلا خوراکي توکي کېښودل شول ،دلته د څه يادونه کوم او هغه دا چې څو مياشتې وړاندې د اطلاعات او کولتور وزارت په نوښت د سولې مشاعره جوړه شوې وه چې له ماښامه يې د شپې تر دولسو بجو دوام وکړ د مشاعرې په پاى کې د يو شمېر چارواکو لخوا ټولو فرهنګيانو ته بلنه ورکړل شوه چې سبا ورځ له ولسمشر کرزي سره مېلمستيا وکړي،فرهنګيانو ورسره ومنله او دغه ورځ له ولسمشر کرزي سره د مېلسميتا او ليدو لپاره ځانګړې شوه،شپه تېره شوه او سبا ته يوولس بجې دولتي موټر راغلل د ټولو ملګرو تر سپرېدو وروسته ارګ ته ورسېدو،له څو تالاشيو وروسته د ارګ مېلمستون ته لاړود ملګرو تر کېناستلو پس د غرمې ډوډۍ راوړل شوه ،مونږ لا په خوړلو پيل نه و کړى چې د ځايي مسول لخوا غږ وشو:لږ صبر وکړئ رېس صيب هم راځي!ملګري ټول د رېس صيب راتلو ته سترګې پر لار ول چې له څه شېبې وروسته د افغانستان ولسمشر جلالتماب کرزى د مېلمستون پر دروازه ننوت ټول ملګري يې په درناوي جګ شول،کرزي صيب هم په خلاص تندي له ټولو فرهنګيانو او ليکوالانو سره روغبړ وکړ له د ې وروسته هر سړى پر خپل ځاى کېناست او ډوډۍ خوړل پيل شول خوتاسې په خداى باور وکړئ چې هغه ورځ داسې ډوډۍ ليکوالانو او فرهنګيانو ته ورکړل شوه چې ملنګانو به هم نه وه خوړلې خو د حليم فدايي ډوډۍ بيا داسې نه وه او پر خپلو فرهنګيانو يې د خپلې اندازې پر وس لورېينه کړې وه خو د يو غټ نعمت کمبود پکې و او هغه اوبه وې چې په هېڅ ځاى کې يې درک نه لګېده ،دمشاعرې په ځاى کې د برېښنا نوى سېستم هم فعال شوى و خو دغه سېستم دومره خراب و چې مېلمانه يې د برېښناله شتون څخه په نه شتون خوشاله ول ځکه په ډېرو تلو راتلو يې د مېلمنو سترګې خرابې کړې او په ډوډۍ خوړلو يې پوه نه کړل خير په هر ترتېـ چې وه ډوډۍ وخوړل شوه او وروسته د غزل د شپې په نامه مشاعره پيل شوه په مشاعره کې د هېواد له بېلا،بېلو سيمو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او مشاعره د شپې پر دولس بجو او دېرشو دقيقو پاى ته ورسېده خو فرهنګيان لا پخپلو ځايونو ناست وو چې د دريځ مخې ته موسېقي شروع شوه او عبيد الله کندهاري څو شېبې پخپل غږ د مشاعرې ګډونوال تنګ کړل له څو شېبوپس موسېقي هم پاى ته ورسېده او ګډونوالو د خوب لپاره د کمپلو غوښتنه وکړه ځکه چې هوا په کافي اندازه يخه وه او بې له کمپلې چا ته خوب نه ورتلو خير ټول ګډونوال د خوب پر ځايونو ويده شول سهار لمر څرک وهلى و ځينې فرهنګيان د سهار لمانځه ته پاڅېدلي و او ځينې لا پراته وو چې څو امريکايان له يوه سپي راغلل...
نور بيا.....