د ژورنالېزم ترمېنالوژي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړن:عبدالمعېد هاشمي- نړۍ اونيزه

درېيمه برخه

٢٩-مله (ضميمه)Extra : کله چې کومه نا معمولي پېښه وشي او ورته د يوې ځانګړې پاڼې د جلا کولو اړتيا وي ورځپاڼې د خپلې آرې بڼې ترڅنګ يوه مله پاڼه (ضميمه) هم خپروي چې د دې پاڼې درېيم مخ يا Blank وي.

٣٠- ارزښتناک(مهم) خبر (Exclusive ): هغه مهم خبر ته ويل کېږي چې يوازې يوې ورځپاڼې خپور کړى وي او بل چا نه وي خپور کړى،يا هغه خبر،چې يو تن ته يې معلومات وي.

٣١-فليش نيوز (Flesh News ): هغه مهم خبر ته ويل کيږي چې ډېر وروسته تر لاسه شي.د بېلګې په ډول:نړۍ اونيزه چاپ ته چمتو او کاپي يې تياره وي په دغه وخت کې چې کوم مهم خبر تر لاسه او په اخبار کې ورته تش ځاى پيدا کړي،په لنډ ډول يې خپور کړي (Flesh News ) بلل کېږي.

٣٢-څارونکى (تعقيبي)خبرFollow-up : هغه خبر چې د ورځپاڼې تېره ګڼه کې خپور شوى وي،خو وروستي دقيق معلومات او جزيات يې وروسته نوي ترلاسه کړاى شي په نوې ګڼه کې يې خپور کړي. Follow-up بلل کېږي.

٣٣-متبادل (Stand by ): هغه مواد چې وار د مخه د ورځپاڼې په اداره کې موجود وي او د چاپ اړتيا يې وليدل شي.متبادل يا Standby ورته ويل کېږي.

٣٤-غبرګون Feed Back ): کله چې کوم خبر،مقاله يا سرليکنه خپره شي او لوستونکي پرې غبرګون وښيى فېډبک يا رد عمل ورته ويل کېږي.

٣٥-د اطلاعاتو او کولتور رياست Department (Press


لخوا درې زره روژه تيانو ته د ماښام روژه ماتى ورکول کېده او د امان الله خان پلار به ورته اوبه په لاس ولاړ وزه لا په ليکلو بوخت وم چې ساحل راباندې غږ کړ: جانانه د ميوند واټ ته راورسېدو! ساحل وويل :دا چوک د افغان ملت ګوند د بنسټ اېښودونکي او د کابل پخواني ښاروال غلام محمد فرهاد لخوا د يوه حشر په ترڅ کې چې هغه خپله به هم پکې ټوله ورځ بېل په لاس په کار بوخت و جوړ شوى ساحل وايي د خلکو په وينا فرهاد ته په دغه چوک د کار کولو پر وخت لېونى وېل کېده خو کابل ښاريان يې اوس په ګټه پوه شول.شېبه ورووسته د پامېر سېنما ته ورسېدو د ساحل په وينا دغه سېنما تر پخوا ډېره ښه ده ځکه لږ ترلږه اوس پکې د هندي فلمونو پر ځاى پښتو فلمونه کتل کېږي ساحل خبرې کولې خو سترګې يې د ښار په مينځ کې پر څو مستو جينکيو ولګېدې او وار له واره يې ما ته اشاره وکړه:زر کوه ،زر کوه هغه وګوره خو زما سترګې د جينکيو پر ځاى پر هغه دېوال ولګېدې چې د کابل شاهي په دوره کې د غرونو پر سر جوړ شوى دى،عبيدالله وويل:د خلکوپه وينا دا دېوال د هغه وخت واکمنو د دې لپاره جوړولو چې له خطره ځان وژغوري،پردغه دېوال د هغه وخت چارواکو د کابل پر اوسېدونکو په زور کار کاوه ،د کابل اوسېدونکي به چې سهار له کټه پاڅېدل نېغ به د دغه دېوال د کار ځاى ته تلل او ټول به همدلته پر کار بوخت ول،عبيد الله وايي د پخوانيو خلکو په وينا که له کوم کس څخه به د خټې چم ولوېدو نو د هغه سر به يې په دېوال کې اېښودلو د عبيد الله کيسه همدې ټکي ته رسېدلې وه چې زما سترګې د ځوانې خو لويې ادبي هستۍ سيد نظيم سيدي دوې پر کور ولګېدې خو استاد مې پام ژوبڼ ته واړولو، ه استاد وويل په لومړي سر کې د دغه ځاى پر لوحه يوازې ژوبڼ ليکل شوى وخو وروسته باغ وحش شو له نېکه مرغه په دې وروستيو کې د ادبي سټو دهلو ځلو له کبله بيرته پکې د ژوبڼ کلېمه ورځاى شوه،استاد خپله خبره تر همدې ځايه رسولې وه چې موټر د کابل پوهنتون له مخې تېر شو،مخامخ مې سترګې پر يوه موټر ساېکل ولګېدې چې يو ځوان پرې سپور و او له يوې کابلۍ پېغلې يې غوښتنه کوله چې پر موټر ساېکل ورسره سپره شي پېغلې هم د ځوان غوښتنه ومنله او پر موټر ساېکل ورسره سپره شوه خو د سپرېدو پر وخت يې يوه پايڅه تر ورانه را وخته خو ډېر ژر يې ښکته کړه په همدې وخت کې موټر چلوونکي په يو ناڅاپي ډول ټايپ ته کسېټ ور خطا کړه او د خداى بښلې اېمن هوداس دا سندره شروع شوه:
نن را ته بيا ډېر رايادېږي جانان
مدام مې سترګو کې غړېږي جانان
سندره راباندې د کابل د کمپنيو کنډ و کپرو سړکونو خرابه کړه ځکه پر دې سړکونو موټر دومره درزېده چې هغه د چا خبره د سړي په کولمو کې .....يو هم نه پاتې کېدو. نوربيا....



Information ): پريس انفارمېشن ديپارتمنت هغه دولتي اطلاعاتي اداره ده چې په ولاياتو کې هم خپل دفترونه،او څانګې لري،له دغې ادارې موږد وزيرانو،ملي ادارو،واليانو او ولسمشر اړوندو ادارو خبرونه تر لاسه کوو خو له بده مرغه چې زموږ هېواد کې لا تر اوسه د کولتور ريس لکه د نورو هېوادونو په څېر دولتي وياند نه بلل کېږي. ٣٦-DGPR : Directorate General Of Public Relations. ډايرکټر جنرل آف پبلک ريلېشنز چې په افغانستان کې پبلک ريشلنر آفسر هم ورته وايي او دلته معمولا د ملګرو ملتونو په ځينو ادارو او P.R.T ګانو کې په دندو بوخت وي، اصلا د سيمه ييز حکومتونو په چوکاټ کې يوه اداره ده چې د حکومتي بوختياوو او فعاليتونو خبرونه چمتو کوي، د دې ترڅنګ د مهمو دولتي غونډو او پروګرامونو تفصيلات راغونډوي او ژونالستان ترې خبروي،دغه اداره له حکومتي چارو څخه دوګړو د خبرولو لپاره جوړه شوې وي.

٣٧-اډانه/خاکهLay out ): د ورځپاڼې له جوړولو وړاندې چې کومه نقشه او ډيزاين د دې لپاره جوړ شوى چې ليکنه ،خبر،انځور...به په کوم ځاى کې ځاى پر ځاى کېږي،دغې اډانې ته لي آوټ وايي.

٣٨-سينګار (Make up ): د دې لپاره چې ورځپاڼې ښکلې او زړه وړونکې ښکاره شي،خبرونه او ليکنې يې راښکون پيدا کړي،ډول،ډول سرخۍ او په وړ ځايونه د خبرونو او ليکنو ځاى پر ځاى کولو ته Make up وايي چې ځانګړى ايډيټر لري چې هغه ته ليکپ ايډيټر وايي. پاتې په بله ګڼه کې

٣٩-ورځپاڼه پلورونکى News Agent ): هغه چا ته چې بېلا، بېلو سيمو کې د ورځپاڼې پلورنې مسوليت لري نيوز ايجنټ وايي.
پاتې په راتلونکې ګڼه کې