سورګلاب اوشبنم

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نسيم ليوال خوست مرکز تلويزيون

سهاروختي دخوبه راپاڅېدم سترګې مې دخوب څخه ډکې وې باوروکړه چې داسې سرې سرې ګډيدې تابه ويل چې په کالونوکالونويې شوګيرې کړي دي همداوه چې دګلبڼ په لوري په زنګيدلو قدمونوروان شوم کله چې ګلبڼ ته ورسيدم په دې ګلبڼ کې يوډک درڼواوبو مست څپانده لښتی روان ؤنوماوغوښتل چې په دې خوږواوبوکې خپل مخ اولاسونه ومينځم په همدې وخت کې مې په يوګل باندې سترګې ولګېدې چې خوله يې دخندانه ډکه وه لکه نازولې معشوقه چي خپل مين ته دشونډوپه سرونوکې دخپلې مينې سندرې زمزمه کوي نوسمدستي ورجګ شوم ګورم چې سورګلاب دشبنم سره دځوانی مستې هوسې خبرې اوخنداګانې کوي ماچې کله ددوی خنداګانې اوخوشالۍ ولېدې نودخيال ښاپيرۍ دنړۍ په اکثره هيوادونووګرځولم وروسته مې ځان ته پام شوپه همغه ځای کې ولاړوم ګلاب اوشبنم همداسې خوږې دمينې خبرې کولې زماسترګې دخوشالۍ څخه داوښکوډکې وې همداوه چې دکورپه لوري روان شوم ډيره موده وشوه چې مادګلاب اوشبنم ليدلولپاره وخت پيدانکړهمداسې به مې ددوی خنداګانې اودمينې خبرې په ذهن کې انځور ولې ډيروخت وروسته مې له ځانه سره وويل چي نن خوبه ضروردګلاب اوشبنم ديدن لپاره ځم ددوی خوږوخبروڅخه به خونداخلم همداوه چې هماغه ګلبڼ ته ولاړم ټول ګلبڼ بدل ښکاريده ماويل لاره به مې غلطه کړې وي هغه دشنواوبو مست ډک لښتی مې وکوت چي زموږدکلي چټوپيغلوپکي لاسونه مينځل اوتري دمينې په نوم به يي په لپولپومنګي ځينې ډ کول هغه ډول مست اوډک ډک نه ووروان په دې وخت کې مې په هغه سوراومينه ناک ګلاب باندې سترګې ولګېدې لږ ورنېږدې شوم شبنم مې هيڅ ونه ليدوخوهغه سوراوخنديدونکی ګلاب داسې پاڼې، پاڼې رژيدلي ؤلکه په شنه فصل چې ږلۍ وشي په همدې وخت کې ماته هغه لنډۍ راياده شوه چي وايي:

اخترچې تېرشي بيابه راشي - ځواني چې تيره شي بيانه راځي مينه

!١٣٨٧/چنګاښ /٩
نسيم ليوال خوست مرکز تلويزيون