د کاتب شاه شعر او څو خبرې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ارشادرغاند- نړۍ اونيزه

د ډېرو چارو په ښه ډول ترسره کول مې په ګومان يوازې له يوه نه ؛بلکې له څو لارو کېږي،لکه د يوه دېوال په ښه او بنسټيز جوړښت کې چې مشر خټګر(ګيلکار)د دېوال د خښتو اېښودو ترڅنګ د هغه د ټولو اړوندو توکيو د سمې چمتو کونې او کارونې د څار او لارښود دنده لري،داسې شاعر هم په ښه شعر ليکنه کې ډېرې ژمنتياوې لري چې د پوره او ښه ترسراوي پر مهال يې ښايي ښه او رېښتينى شعر وليکلاى شي،دا خبره مې د ځوان شاعر کاتب شاه کاتب د تازه خپرې کړې (١٦٦)مخيزې شعري ټولګې ((زما په زړه کې چې وو))په لوستو را په زړه شوه،د هډه وال شاعري د يو شمېر نورو دوديزو ځوانو هغو په شان د يوه بېل رنګ لرونکې ده،په دوديزه منځپانګه کې داسې خيالونه او شاعرانه خبرې لري چې ښايي د ده خپله شتمني موګڼلې او تر يوه بريده مو دى د دې برخې يو ښه شاعر نومولاى خو هغه مهال چې ښاغلي شاعر د زړه اغېزمنونکي شعر يو شمېر ټوليز آرونه او له هغې ډلې په ځانګړي ډول د جولې او منځپانګې په يو اړين ښکلاييز تړاو سره خپل شعرونه پنځولي واى،د بېلګې په ډول شاعر يوه ډېره ښکلې او زما په اند شاوخوا نوې سکالو(موضوع)په لاندې بيت کې لري خو که همداسې د يوې ښې ژبې په لرلو يې لېږدولاى نو ښايسته بيت به ګڼل کېداى شو:
ښکاري داسې را ته ياره،چې دې برچم کې ته اوسې
نن سهار دې وږمې راغلې ،له سېلۍ سره جانانه
((همداسې يو شمېر نور بيتونه))
پورته خبره د کاتب هډه وال د ټولې شاعرۍ په اړه نه شو کولاى ځکه دى خپله ټولګه کې يو شمېر داسې بيتونه هم لري چې د يوه ځوان شاعر د لومړنيو بيتونو په توګه يې ښايسته او خوندور بيتونه ګڼلاى شو،لکه لاندې بيتونه چې د روانې،ساده او تقريبا ولسي ژبې په مټ د يو شمېر عيني انځورونو،ولسي ګړنو او ساده شاعرانه خيالاتو په وړاندې کولو د هنر مېنو شعرخوښوالو ذوق خړوبواى شي.
ماويلې خداى دې زما د زړه له مدار مه پرې باسه
زما دعا تاته ښېرا شوې اوس دې نه وينمه
­-----------------------------------------
څوک مو نه ويني جانانه غېږه راکړه
د ماښام خړه خوره ده،تروږمۍ ده
---------------------------
څه زلميتوب و،ما به ستا د لاس بنګړي ماتول
چې کله،کله به رامنځته شوې په لاره شخړې
هډه وال د يو شمېر نورو داسې بيتونو څښتن هم دى چې په لږ ژبني بدلون سره د پورتنيو بيتونو په شان کېداى شي،لکه د پښتۍ پر څلورم مخ چاپ شوي دوه بيتونه زما په اند د بيتونو د وييونو(الفاظو)په مخکې وروسته کولو د دې بيتونو لږې لرلې ستونزې له منځه وړلاى شي.
هډه وال وايي:
مه ګوره تصويرته مې لوستى نه شې
ترېخ د ژوند تعبير ته مې لوستى نه شې
څله ورته ګورې په ځير،ځير باندې
کرښې د تقدير ته مې لوستى نه شې
د پورته بيتونو د (مې)کلېمه که تر (ته)وړاندې راشي نو بيتونه به روان او د پوهېدا وړ وګرځوي.داسې چې:
مه ګوره تصوير مې ته لوستى نه شې
ترېخ د ژوند تعبير مې ته لوستى نه شې
څله ورته ګورې په ځير،ځير باندې
کرښې د تقدير مې ته لوستى نه شې
هډه وال صيب خپله دې ټولګه کې د ډېرې غزل ليکنې ترڅنګ د ازاد شعر او چارپاره نظم ليکلو هڅې هم کړي،چې پکې بريالى نه ښکاري،ځکه دې ګوتشمېرو ازادو شعرونو کې شاعر يوازې يوه سکالو(موضوع)چې د شاعرانه ژبې کارونې او د دې ځېلونو د لارو چارو په مټ ليکل يې ښايي شاعرانه کړې واى له شاعرانه ژبې او نورو اړينو توکيو پرته،او چارپاره نظمونه يې د څه ناڅه شاعرانه وييونو(الفاظو)په لرلو د يوې نا تړلې او ناڅرګندې سکالو د لېږد لپاره ځانګړي کړي چې د غزلو هومره يې شاعر پکې بريالى نه برېښي، د ((زما په زړه کې چې وو))نومې شعري ټولګه پر يو شمېر نورو ښو او ناښو خواوو نورې خبرې هم کېداى شي چې د نورو لخوا يې د کېدا په هيله زه شاعر ته د ټولګې پر چاپ د مبارکۍ ويلو ترڅنګ ورته د شاعرانو بريو دعا کوم
د بنډار ملګرو وې چې کاتب نشته
چې هر چېرته وي، ژوندى دې وې زموږ ياردى