ننني حالات او خلک د باباګانو د شعرونو په هينداره کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ټولوونکى: عبدالهادي حېران

(لومړۍ برخه)

پښتانه؟





هر چې کښت يې په باران او په سېلاب وي
د هغو عمر به واړه په عذاب وي (رحمان بابا)

د پښتنو د در بدرۍ عاملين؟





په بل غشي ټوپک هيڅ ويشتلى نه يم
که ويشتلى يم خو بيا په خپل ټوپک يم (خوشحال بابا)

پاکستان او اسلام؟





چې په نام پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي
اورنګزېب هسې باچا دى د اسلام (خوشحال بابا)

د پاکستان لومړى وزير ګيلاني (وايي چې طالبان له افغانستانه پاکستان ته اوړي)؟





چې پتنګ په اور کې غږ نۀ کړي حميده
عندليب کاندي په ګلو ژړا پوچ (حميد بابا)

عوامي نېشنل ګوند؟





هغه يار چې بې وفا دى څه يار ندى
هغه کار چې بې بقا دى څه کار ندى (رحمان بابا)

د ګردې نړۍ ولسمشران؟





دا دُنيا په احمقانو ده ودانه
دانا نه کا په دنيا باندې غرض (رحمان بابا)

جنګسالاران؟





څو به خورئ پردي مالونه په ستم
يوه ورځ به مو په نس کې شي اړم (حميد بابا)

د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ جګړه؟





مهرويان کله خپلېږي ټول د چا
تر سپوږمۍ چاپېره کېږي شپول د چا (حميد بابا)

امريکايان په افغانستان کې؟





نشي د ملنګو د خانانو سره کلى
چرته عزيز خان چرته ملنګ عبدالرحمان (رحمان بابا)

ناټو؟





هسې مۀ وايه چې زۀ يم په جهان کې
پېدا کړى خداى د سر د پاسه سر دى (رحمان بابا)

پنجابيان په سوات کې؟





د عسل خواړۀ مچۍ زده نۀ چې مچ زده
چې عسل وته نزدې شي نور تباه شي (خوشحال بابا)

سوات؟





په هغو ځمکو چې روغې پرې ماڼۍ وې
د ايام په ګردشونو اديرې شوې (رحمان بابا)

په قبايلي سيمو کې د پاکستان عمليات او تړونونه؟





کامراني په عشق کې مه غواړه حميده
دا ګياه نۀ زرغونېږي له دا کوه (حميد بابا)

افغانستان؟





له يوې فتنې يې ځان په دُعا خلاص کړم
فلک بيا نوې فتنې کا رابرسېرې (خوشحال بابا)

افغانان؟





څه مزري کړل زمانې د تماشو
ننه وځي يې په غار ګيدړ پيشو (حميد بابا)

پېښور؟





په سبب د ظالمانو حاکمانو
اور او ګور او پېښور درې واړه يو دي (رحمان بابا)
غريب خلک مردګان پکې ورتېږي
ظالمان نکير منکر پېښور ګور شو (حميد بابا)

د رحمان بابا قبر؟





هغه سر کړۀ زمانې د سپو د لوبو
چې يې نۀ واهۀ مزري پل په ورشو (حميد بابا)

جمعيت اسلامي، حزب اسلامي، جماعت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش اسلامي، لشکر اسلامي.... (کوم پکې رښتينى اسلامي دى؟)





خپلې خپلې شلومبې ستايي
چې شلومبې پلوري ګوجرې (خوشحال بابا)

د دې ګوندونو خپلمنځي جګړې؟





چې بنياد يې پېدا شوى په نفاق
د هغه نه تمه مه کړه اتفاق (خوشحال بابا)

کمونستان؟





د جمله بديو سر تن اساني ده
خرڅاوۀ شي لټ غويى په قصابانو (حميد بابا)

ډيک چيني؟





ته په اصل کې سړى يې څاروى نه يې
د چارپايو چارې مه کوه دوپايه (رحمان بابا)

حامد کرزى؟





چې دې زړه پورې تړلى اُستوار
دا جهان دې د نيکه دى که د پلار؟ (رحمان بابا)

کرزى (د جنرال دوستم په اړه)؟





که خپل زور باندې ښکاره کړم
خېلخانه لري خونخواره (خوشحال بابا)

اسامه بن لادن؟





ته هم هيڅ له فرښتو زوکړى نه يې
چې چارپاې بولې دا نور بني ادم (حميد بابا)

امريکا؟





که ته نه کړې په بل چا باندې غرض
بل به هم نه کا په تا باندې غرض (رحمان بابا)

طالبان؟





که ګدا د بل په غولي غرض نه کا
سپى به نه کړي په ګدا باندې غرض (رحمان بابا)

پروېز مشرف (اوس هم ځان ولسمشر ګڼي؟)





علت لاړ شي عادت نه ځي له سړي نه
خداى دې نه کاندي په بده چار عادت څوک (رحمان بابا)

بې نظير بوټو؟





چا چې کړې و دنيا و ته اسرې دي
د همه واړو په سر خاورې ايرې دي (رحمان بابا)

اسفنديار ولي؟





ازادي او کاروبار دي سره لرې
لاس له کاروباره اوکاږه که کار کړې (رحمان بابا)

امريکا او القاعده؟





کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي (رحمان بابا)

من موهن سينګ؟





چې په ما باندې تېرېږي ستا په عشق کې
خداى دې هسې حال پېښ نه کا مسلمان ته (خوشحال بابا)

ايي ايس ايي؟





کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي (رحمان بابا)

مولانا فضل الرحمان؟





د مات لوښي اواز کله ثابت خېژي
د هر چا عمل څرګند په خپل ګفتار شي (رحمان بابا)

منګل باغ؟





مى د خپلو لبو را، نه د انګورو
چې اول يې نوشيدن وي پسې قى (رحمان بابا)

نصير الله بابر؟





چې بد نه کاندي خبيث
نور به څه کاندي خبيث (خوشحال بابا)

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد؟





کُل وسواس له احتياطه پېدا کېږي
زه له ډېرې هوښيارۍ نه لېونى شوم (رحمان بابا)

هوګو شاوېز؟





مړني په کرده ډېر وييل يې لږ وي
د نامردو لږ عمل وي ډېر يې لاف (خوشحال بابا)

جنرال حميد ګل؟





په پرده کې د اسلام بُت پرستي کړم
خداى دې نه کاندي دا ستر زما مات (حميد بابا)

کنډوليزا رايس؟





د جهان په مخ به نه وي هسې تا غوندې دلبره
پري رويه، عنبر بويه، سنبل مويه، سمن بره (خوشحال بابا)

ګل اغا شېرزى؟





ښايسته د کندهار د چا په ياد دي
په دا حُسن يې بنده واړه کشمير کړ (خوشحال بابا)

حاجي دين محمد؟





زه هم چيرې فرزانه وم فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېخوده دېوانه وم دېوانه يم لا تر اوسه (خوشحال بابا)

هيلري کلنټن او ميچل اوباما؟





لکه کار د خوي خصلت په تفاوت دى
هسې زېږي په ښايست سره دلبرې (خوشحال بابا)

اصف زرداري؟





مرد به نشې په ګفتار
څو پېدا نکړې کردار (خوشحال بابا)

افراسياب خټک؟





وى مې چې په څو رنګه خوشحال په تا ميين دى
وى يې د خټک سړي د مينې څه ثناء کړې (خوشحال بابا)

عمران خان؟





ځنې ځنې يې وليان پېغمبران کړل
نه چې هر سړى ولي او پېغمبر دى (رحمان بابا)

عبدالجبار ثابت؟





چې هر دم راته خبرې د قصاص شي
نۀ پوهېږم بدنام شوى په کوم خُون يم (حميد بابا)

استاد صديق پسرلى؟





په هغو لکه مچان خلک بڼېږي
چې په خوله کې غړوي نباته ژبه (حميد بابا)

زلمى هيوادمل؟





د سپين توت چې مزه نه وي څه پکار دى
که ښه خوند لري ترې ښه ګڼه تور توت (خوشحال بابا)

استاد اصف صميم؟





چې يې سپک کړي عاشقي لکه بڼه
هغه کس تر کوهِ قافه دروند ګڼه (حميد بابا)

اسد دانش؟





لا هالۀ حميد کسکر په محبت و
فرښتو چې سازاوۀ په ترتيب ورو ورو (حميد بابا)

عصمت قانع؟





ستا له زلفو، له رخساره، له سرو شونډو
پېدا شوي شام، شفق، او صبحدم دي (رحمان بابا)

محمد يار؟





چې مجنون غوندې په مينه کې صادق وي
رحمان وايي په هغو باندې سلام (رحمان بابا)

جنرال عبدالصمد مومند؟





ستا د حُسن د تعريف له برکته
د رحمان د شعر کُوکې په عالم دي (رحمان بابا)

پير حېدري؟





چې د ښکليو کش مکش پرې نه تېرېږي
په دا هسې سلامته ږيره تُف (حميد بابا)

باز محمد عابد؟





تا چې په دا تورو سترګو وکاتۀ و ماته
زړۀ دې زما تور کړو له دې نوره مخلوقاته (رحمان بابا)

خواجه محمد سايل؟





د خوشحال شعر حلوا ده د شکرو
ستا په دا حلوا څه کار غول خوره خره! (خوشحال بابا)

عبدالله بختانى خدمتګار؟





و سپين ږيرو و ته مۀ وايه سپين ږيري
دا همه واړه طفلان د ګوهرې دي (رحمان بابا)

نجيب عامر؟





چې حميد غوندې سرکش يې کړ سرکوزى
طمطراق د عاشقۍ نۀ دى بې خرپه (حميد بابا)

صابر شاه صابر؟





ناديده چې مُنيه لولي
ځان مُلا کاندي مشهور (خوشحال بابا)

صادق ژړک؟





د خوشحال معشوقه دا ده
خوله يې ميم زلفې يې دال (خوشحال بابا)

طائر ځلاند؟





خال او خط يې هسې چارې په مخ وکړې
لکه ګل شي تر پښو لاندې د هاتيانو (حميد بابا)